بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

«
»

نړیوال نظم په کومو قاعدو ولاړ دی؟

نور محمد غفوري

(د پخوا نۍ لیکنې په سلسله)

څو ورځې مخکې د همدې ۲۰۲۴م کال د اکتوبر د میاشتې په ۱۹- مه نېټه مې د «نړیوال نظم او افغانستان» تر سرلیک لاندې یوه مقاله خپره کړه چې په هغو کې مې د لیکنې په ضرورت، د نړیوال نظم په ماهیت او د عمل په فکټورونو یې رڼا واچوله. هلته د نړیوال نظم قواعد، اصول او نارمونه؛ د نړیوال نظم سازمانی بنسټونه او په نړیوال ډګر کې د قوې ویش او بیلانس د نړیوال نظم د اساسي فکټورونو او اجزاوو په حیث یاد شول. یادونه وشوه چې نړیوال نظم یو چوکاټ دی چې د هغه قوانینو، اصولو، او نورمونو مجموعه ده چې د نړۍ په کچه د هېوادونو ترمنځ اړیکې تنظیموي. دا نظم د نړیوالو تړونونو، موافقو، سازمانونو، او نورو رسمي او غیر رسمي جوړښتونو له لارې رامنځته شوی دی، او موخه یې د سولې، امنیت، اقتصادي پرمختګ، او نړیوالې همکارۍ ساتل دي. نن به دلته د نړیوال نظم په قواعدو، اصولو او نارمونو رڼا واچوو.

1.      د نړیوال نظم قواعد  (Rules)يا (Regeln): 
هغه قوانين دي چې په رسمي ډول د هېوادونو ترمنځ د تړونونو او موافقو له لارې رامنځته شوي او هېوادونه اړباسي چې په خپلو اړیکو کې ځینې ټاکل شوي معیارونه مراعات کړي. ویلای شو چې د نړیوال نظم  قواعد هغه عملي لارښوونې دي چې د نړیوال نظم د اصولو پر بنسټ جوړېږي او د دولتونو ترمنځ د اړیکو لپاره تنظیمي چوکاټ برابروي. دا قواعد مشخص، دقیق، او زیاتره وخت په نړیوالو تړونونو او قوانینو کې په رسمي ډول تعریف شوي دي. په لاندې لیکو کې به د هغو په ځینو مثالونو رڼا واچوو:  

–                 د دولتونو د حاکمیت (Sovereignty) يا  په جرمني ژبه ( (Souveränität د احترام قاعده د هر دولت دا حق تائیدوي چې د خپلو کورنیو چارو په اړه مستقلې پرېکړې وکړي او هیڅ بهرنی ځواک او هېواد حق نه لري چې د دوی په کورنیو چارو کې مداخله او لاسوهنه وکړي.

یا په بل عبارت، د دولت د حاکمیت قاعده د دولت هغه حق او صلاحیت ته ویل کېږي چې په خپله خاوره کې د آزادو او خپلواکو پرېکړو کولو توان لري او د بهرنیو دولتونو له مداخلې پرته خپلې چارې اداره کوي. حاکمیت د دولت یو اساسي اصل دی چې د داخلي چارو، قوانینو جوړولو، او بهرني سیاست ټاکلو په اړه بشپړ واک لري. ټول دولتونه، پرته له دې چې لوی وي یا کوچنی، یو له بل سره مساوي دي او باید د یو بل حاکمیت ته درناوی وکړي. دا قاعده د دولتونو خپلواکۍ او ازادۍ تضمینوي.

د دولت د حاکمیت قواعد په  (۱۹۴۵) زیږیدیز کال کې د ملګرو ملتونو په منشور کې منل شوی او غړي دولتونه بايد د يو بل حاکمیت ته احترام ولري او د زور او ځواک له لارې د مداخلې څخه ډډه وکړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقوقو د ۱۹۴۸م کال په نړیواله اعلامیه کې هم د هېوادونو د حاکمیت قواعدو ته اشاره شوې ده، خو تر څنګه یې دا هم وايي چې دولتونه باید د خپلو اتباعو بشري حقونو ته درناوی وکړي. د نړیوالوحقوقو په ډیرو نورو تړونونو کې هم یو د بل په وړاندې د دولتونو د حاکمیت په اړه ټینګار شوی دی.

باید یادونه وکړو چې د دولت حاکمیت سره سره، ځینې مسایل لکه د بشري حقونو سرغړونې، نړیوالې ترهګرۍ، او اقلیمي بدلونونه داسې دي چې په ځینو مواردو کې د نړیوالې مداخلې غوښتنه کېږي. د مثال په توګه، کله چې په یوه هیواد کې بشري حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کېږي، نړيواله ټولنه ممکن مداخله وکړي ترڅو د دې ستونزې مخه ونيسي.

–                 د زور د نه استعمال قاعده   – د ملګرو ملتونو منشور د دې قاعدې پر اساس ټینګار کوي چې هېڅ دولت نشي کولی چې د زور او ځواک له لارې د بل دولت پر ضد عمل وکړي، پرته له دې چې د ځان‌ د دفاع په موخه وي یا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لوري اجازه ورکړل شوې وي. د جګړې مخنیوی، د سولې ساتنه، او د بشري حقونو درناوی هغه قواعد دي چې د ملګرو ملتونو په منشور(UN Charter) کې ځای پر ځای شوي او دولتونه یې په مراعات کولو مؤظف دي.

–                 د ملي مساوات قاعده وایی چې  ټول دولتونه، که لوی وي یا کوچنی، له یو بل سره مساوي دي او باید د مساوي حقونو او مکلفیتونو درلودونکي وي. دا قاعده د نړیوالو اړیکو اساس جوړوي.

–                   د نړيوالو شخړو د سوله‌ییز حل قاعده هم  د نړیوال نظم یوه مهمه قاعده ده چې دولتونه باید خپل اختلافات د خبرو اترو، منځګړیتوب، او نورو سوله‌ییزو لارو حل کړي، نه د جګړو او تاوتریخوالي له لارې.

–                 د نړیوالو تړونونو درناوی او رعایت: هېوادونه اړ دي چې د هغو تړونونو له مخې چې لاسلیک کړي یې دي، عمل وکړي. د بېلګې په توګه، د اقلیم په اړه د پاریس تړون، د اټومي وسلو د نه پراختیا تړون (NPT)، او د نړیوال سوداګریز سازمان (WTO) تړونونه او ډیر نور باید د هغو هېوادونو له خوا مراعات شي چې لاسلیک کړي یې دي. د نړیوالو قوانینو له مخې، جګړه‌ ییز جنایتونه، نسل وژنه، او بشري ضد جنایتونه غیر قانوني ګڼل کېږي، او هېوادونه د دې مسئولیت لري چې د دغو جنایتونو مخنیوی وکړي. دا د نړیوالو تړونونو او قوانینو د اعتبار لپاره ډېر مهم دی.

–        د بشري حقونو رعایت: دولتونه مکلف دي چې د خپلو اتباعو بشري حقونه وساتي او له هغوی سره په درناوي چلند وکړي. دا قاعده د نړیوالو تړونونو او سازمانونو له لارې ملاتړ کېږي، لکه د بشري حقونو نړیواله اعلامیه.

همدا راز د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه، د ځان د دفاع حق، د نړیوالو سازمانونو قوانینو ته درناوی او داسې نور هغه قواعد دي چې د بشری نړیوال نظم په جوړولو کې غوره رول لوبوي.

په لنډه ویلای شو چې د نړیوال نظم قواعد  هغه دقیق او اجباري قوانین دي چې د دولتونو ترمنځ اړیکې تنظیموي او د نړیوالو اړیکو د ثبات او نظم لپاره یو اړین چوکاټ برابروي.

(دوام لري)

۲۴ د اکتوبر د ۲۰۲۴ م کالب

نور محمد غفوري