دو یاداشت !

1-- افغانستان و اثرات موقعیت جغرفیایی ان . 2-- چاره اساسی…

تعلق بر انسانیت بجا است !

امین الله مفکر امینی              2026-08-10! بــه هر طرف مینگرم بوی تعلقات…

از قهرمان‌سازی تا نقد تاریخی؛ بازخوانی کارنامه رهبران در شش…

 نویسنده: مهرالدین مشید بزرگ‌نمایی رهبران؛ ناسپاسی به آرزو های مردم افغانستان رخدادهای…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواری های عصر ساسانی(بخش۲)

علی میرفطروس -« عربِ بادیه نشین را رها کن و او…

پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد  نصیب الله سیماب سره، چې د…

پیام هستی

رسول پویان ز قلب هستی پیامی بـه گوش دل گفتند چه خوش…

افغانستان در آستانه بحران چند لایه؛ ابتکار خروج از جنگ

 نویسنده: مهرالدین مشید چه کسی باید ابتکار خروج از جنگ را…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت دوم: از هویت تا قدرت؛ چگونه یک سازمان خود…

نیهلیسم؛ محصول شکست سیاسی یا فردی؟

Nihilism. آرام بختیاری نیهلیسم یعنی پوچی، انفعال، زوال، بطالت، و فاقد هدف.  نیهلیسم…

گزیده‌ی اشعار شرمین ولی

اشعار کتاب اندوه ارغوانی یک سیب گزیده‌ی اشعار شرمین ولی مترجم: زانا کوردستانی (۱) پاییز…

فراتر از امیر؛ درون معماری قدرت طالبان

قسمت اول: مسئله فقط امیر نیست وقتی درباره طالبان صحبت می‌کنیم،…

بعد از ضربه چه می‌ماند؟

افغانستان و منطقه در عصر جنگ‌های فرسایشی Wahidullah Noorzai — Former…

دل دادن و دل بردن!

امین الله مفکر  امینی                2026-25-09 دلـــــدادن ودل بردن ودل بستن نباشد…

ایدئولوژی سایه ای سنگین برفراز اندیشه ها

 نویسنده: مهرالدین مشید              زنجیر های ناپیدای ایدئولوژی  انسان موجودی معناجو است. او…

علم ګل سحر

له ګران علم ګل سحر سره، چې د علم او…

فاصله میان قدرت و اثر

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

چند شعر کوردی با ترجمه 

چوون خەم و پەژارە  وڵاتمی داگیرکرد دەسوری داکوو دڵخۆشیان خەسان. ◇ در این سرزمین  غم حاکم…

نورستان؛ از خاطره یک جنگ تا آغاز یک دوره تاریخ

 نویسنده: مهرالدین مشید آغاز دوباره درگیری‌ها در منطقه کامدیش نورستان، خاطره…

افغانستان میان مهندسی قدرت و بازی امنیتی طالبان و پاکستان

 نویسنده: مهرالدین مشید درگیری طالبان  با مردم؛ فرار از حل بحران…

اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا

طرح دوسیه ۹۷ ملیونی اتهامات جرایم جنگی توسط بریتانیا شامل…

«
»

د هلمند اوبه؛ د موسی شفيق تړون سره کرښه

که څه هم افغانستان اوسمهال د سالم سياست، اقتصادي پرمختګ او سالم رهبريت او مديريت د قلت سره مخامخ دی خو پر افغان ولس د رب ج مهرباني دا ده چې په افغانستان يې طبيعي زيرمې لوولې دي. افغانستان د قيمتي ډبرو، تيلو، ګازو، اوسپنې او نورو طبيعي کانونو او زيرمو تر څنګ د ډيرو اوبو درلودونکی هيواد دی. په اوس وخت کې  د يو شمېر نورو ستراتيژيکو مسايلو تر څنګ د افغانستان اوبه هم يوه ډېره مهمه موضوع ده، چې له کبله يې ايران او پاکستان په افغانستان کې له ثبات او پياوړي حکومت څخه اندېښنه لري.

څو روځې وړاندې افغان ولسمشر ايران ته د افغانستان، ايران او هندوستان تر منځ د يو شريک اقتصادي بندر (چاه بهار) د تړون د لاسليک لپاره تللی و. په دغه سفر کې ولسمشر د ايران مذهبي مشر آيت الله خامنه يي سره هم ليدلي دي. په دغه ليدنه کې خامنه يي له غني غوښتي چې د هلمند سیند د اوبو مسله حل کړي. ولسمشر په ځواب کې وویل چې په راتلونکو څو اوونیو کې به د متخصصانو په کچه غونډو کې د افغانستان او ایران په پولو کې د اوبو د تقسیم په اړه خبرې وشي. تر دې وړاندې په تهران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور هم ویلي و، کابل حاضر دی چې د هلمند سیند د اوبو پر وېش له ایران سره موافقه وکړي.

په دې لیکنه کې د هلمند پر سيند او پر دغه سيند د ايران او افغانستان په جنجال او په حل لار خبرې کوو.

د هلمند سيند د پغمان له اوونۍ درې نه سرچينه اخلي او له ١١٥٠ کيلومټرو تګ نه وروسته ايران ته اوړي.د هلمند سيند د افغانستان له دوو لويو اوبيزو سرچینو يو دى، خو د اضافي اوبو د زېرمه کولو لپاره يې آسانتياوې نه دي جوړې شوي چې له امله يې تير کلونه ډیرې اوبه ضايع شوي دي او اوس هم ډيره برخه یې د ايران په خاوره کې تويږي. د اوبو او بريښنا وزارت د پخوانيو معلوماتو له مخې د هلمند په سيند كې څلور مليونه او پنځه سوه ۹۰ زره متر مكعبه اوبه دي چې تر ټولو زياته ګټه ایران ترې پورته كوي.

که د تاريخ پاڼې وکتل شي په ډاګه کوي چې له افغانستان سره د ایران دښمني د ۱۹ پېړۍ له لومړۍ نیمایي څخه سرچینه اخلي چې هغه مهال یې غوښتل د پوځي یرغل له لارې د افغانستان لویدځ ولایت هرات له ځان سره وتړي. له دې وروسته بیا د هلمند اوبو د خپلولو لپاره هم بیلابیل بریدونه کړي دي. اوس يو ځل بيا يې د هلمند د ابو د جنجال خبره مطرح کوي چې په حقيقت کې دا ستونزه آن د مرحوم ظاهرشاه  په وخت کې حل شوې ده. ايران نه يوازې د هلمند د سيند پر اوبو له افغانستان سره جنجال کوي، بلکې پر دې سربېره په فراه او نیمروز کې د بخش اباد او کمال خان بندونو د جوړېدو مخه هم نیسي. همداراز په هرات ولايت کې د سلما بند د جوړيد مخنيوی يې په ځلونو کړی او لا هم په همدې هڅه کې دی چې د بشپړيدو او فعاليدو مخنيوی يې وکړي.

افغانستان او ايران د هلمند سيند د اوبو د ستونزې د حل په موخه په ۱۳۵۱ لمريز کال کې د اوبو د ويش تړون لاسليک کړ. دا تړون يوه  ۱۲ مادې لري چې دوه ماده يې په ډاګه کوي چې ایران د يوه كال په اوږدو كې د كال د فصلونو په نظر كې نيولو سره كولاى شي په هره ثانيه كې ۲۶ مترمكعبه اوبه وكاروي. خو له بده مرغه ایران نه يوازې خپل حق ( يعنې په ثانيه كې ۲۶ مترمكعبه اوبه) په بشپړ ډول اخلي، بلكې د شوي تړون خلاف چې په كې درې سيمې د اوبو د اخستلو لپاره ټاكل شوي، له ۳۰ تر۴۰ سيمو څخه اوبه اخلي. د ياد تړون د پنځمې مادې له مخې ايران، د هلمند د سيند پر اوبو له هغې كچې پورته چې په تړون كې تثبيت شوې ده، د هېڅ ډول ادعا حق نه لري. د ياد تړون په هيڅ ماده کې افغان حکومت له ايران سره داسې تعهد نه لري چې ګويا ايران دې د سيستان او بلوچستان او د زاهدان ښار د ځمکو خړوبولو لپاره د اړتيا وړ اوبه د هلمند له سيند نه واخلي. خو له بده مرغه چې د راپورونو له مخې همدا اوس هم د تړون خلاف زاهدان ته ۳۷ مليون مترمكعبه اوبه د هلمند له سيند ورکول کيږي.

په اوس وخت کې د هلمند د سيند په هکله راپورونه نوي معلومات په ډاګه کوي چې په تيرو کلونو کې د پر له پسې وچکالیو له کبله د هلمند سیند اوبه کمې شوي خو ایران لا هم د هومره اوبو غوښتونکی دی چې دوو هیوادونو په ۱۳۵۱ لمریز کال پرې سلا کړې وه. افغان ولسمشر اوس ايران ته په وروستي سفر کې له ايران د هلمند د اوبو د جنجال د حل ژمنه کړې ده. اصلاً دا موضوع حل ده خو که بيا هم ايران يې له سره مطرح کوي نو افغان دولت خو لومړی بايد چې له ايران سره د دغو اوبو د حل په پخواني تړون کې د ايران په سهميې له سره غور وکړي او پخوانۍ سهميه يې هم راکمه کړي. ځکه چې پخوا د هلمند دسيند اوبه دومره زياتې وې چې هر کال به يي په شاوخوا سيمو کې يې د خلکو ځمکې تخريب کولې. او اوس د دغې سيند اوبه د پخوا په نسبت ډيرې کمې شوي دي. دلته مهمه خبره دا ده که ايران بيا هم دوه پښې په يوه موزه کې اچوي او د نوي تړون غوښتنه کوي نو افغان دولت بايد له ايران سره د محمد موسی شفيق شوی تړون خپله سره کرښه وبولي او ترې تير نه شي.

لیکنه : خوشحال آصفي