میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

«
»

افغانستان کې ايراني ترهګر، د فاطميون ليوا څه موخې لري؟

وروسته له هغې چې د اجرايه رياست دويم مرستيال محمد محقق په ايران کې د سپاه پاسدارانو قوماندان قاسم سليماني له دې امله وستايه چې په سوريه کې افغانان چې د فاطميون ليوا تر قيادت لاندې د اسد د رژيم په ملاتړ جنګوي؛ د افغانستان لپاره له فاطميون شورا څخه د راپيښو ګواښونو په اړه اندېښنې زياتې شوې. تازه د افغانستان د مشرانو جرګې د کورني امنیت او دفاعي چارو کمېسیون د ایران له‌خوا د افغانستان په یو شمېر هزاره‌جاتو سیمو کې د لشکر فاطمیون وسله‌والې ډلې د ځای پر ځای کېدو په اړه اندېښنه ښيي او وايي، داسې راپورونه ورته رسېدلي چې ایران په افغانستان کې د دغه ډلې د ځای پر ځای کولو هڅه کوي. په ورته مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا یو شمېر پخواني چارواکي هم د فاطمیون لښکر د افغانستان ملي امنیت ته یو بالقوه یا پټ ګواښ بولي.

د فاطميون ليوا چا او څنګه رامنځته کړه؟

ايران په نورو هيوادونو کې د لاسوهنې او مداخلې نوم لري، او ويل کيږي په نورو هيوادونو کې د خپلو اهدافو ترلاسه کولو لپاره يا د نوموړي هيواد له افراطي ډلو ملاتړ کوي او يا په مستقيم ډول په ياد هيواد کې خپلې افراطي ډلې زيږوي. د همدې هدف د ترلاسه کولو لپاره يې په سوريه کې د اسد د رژيم د ملاتړ په نوم يې افراطي ډلې رامنځته کړي چې يوه يې د فاطميون ليوا نوميږي. دغه ليوا چې پوځي فعاليت لري په کال ۱۳۹۰ کې رسمي اعلان شوه او فعاليتونه يې ښکاره شول. د ليوا رامنځته کوونکی او بنسټ ايښودونکی يې علي رضا توسلي نوميږي چې په ابو حامد مشهور دی او د فاطميون ليوا له رامنځته کولو درې کاله وروسته ووژل شو.

د فاطميون ليوا ترکيب له اهل تشيع افراطيانو جوړ دی چې په ډله کې يې افغان، پاکستاني، سوريايې او ايراني شيعه ګان برخه لري. دغه ليوا خپلې ترهګريزې کړنې او فعاليت «سپېڅلو ځایونو د ساتنې جهاد» يادوي او له جوړېدو څخه تر ننه يې په زرګونو افغان شيعه ګان د اسد رژيم په ملاتړ جنګولي او وژلي دي.

په افغانستان کې د فاطميون ډلې د خوځښتونو دلايل

۱ـ پر ايران د امريکا بنديزونو ته غبرګون

وروسته له هغې چې د امریکا متحده ايالتونو پر ايران د اټومي پروګرام له امله يو ځل بيا بنديزونه ولګول؛ د دغه هيواد حکومت په کور دننه له ګڼو اقتصادي مشکلاتو سره مخ شو. له نړۍ سره سوداګري يې بنده شوه او د سيمي له هيوادونو سره يې هم په اړيکو کې محدوديت وضع شو. کله چې ايراني حکومت ځان په تاوان کې وليد نو يې په سيمه کې له امريکا سره ښکر جنګول پيل کړل. ښه بېلګه يې د ايراني چارواکي د تېرې اونۍ څرګندونې يادولی شو چې ويلي يې دي؛ که امريکا په ايران بنديزونه ليرې نه کړي نو ايران به په افغانستان او عراق کې د امريکا پوځې اډې په توغنديز بريد په نښه کړي.

۲ـ د افغانستان د اوبو د مهار لپاره پر افغان حکومت د فشار وسيله

له کله نه چې د ايران او امریکا تر منځ ټانټې ژوول پيل شوي نو ايران لکه اوبو اخيستې شخص په شان هرې خوا ځګ ته هم لاس اچولی دی. څو مياشتې وړاندې د ايران ولسمشر حسن  روحاني د دې لپاره چې په کور دننه د امریکا د بنديزونو په اړه د ايراني ولس پام پلې خوا ته واړوي؛ د افغانستان د اوبو په اړه غير مسولانه څرګندونې وکړلې. نوموړي وويل چې له افغانستان څخه د اوبو د حقابې د ترلاسه کولو لپاره به له هر ډول امکاناتو او انتخابونو ګټه پورته کړي. نو اوس د دې لپاره چې په افغان حکومت يو ډول فشار راوړي څو له ايران سره د اوبو مساله د ايران په خوښه حل کړي؛ د فاطميون ليوا يې رامخې ته کړې ده.

۳ـ مذهبي او قومي جګړو ته لمن وهل

که څه هم له وړاندې ايران په افغانستان کې په مستقيم ډول د ځينو ډلو پر مټ قومي او مذهبي تعصب لپاره کار کړی دی؛ خو په وروستیو کې کله چې په کابل پوهنتون کې د محصلینو ترمنځ وروستی اخ و ډب ترسره شو؛ اوس د افغان شيعه ګانو او سنيانو تر منځ د نفاق اچولو په اړه د ايران په لاسوهنې شکونه زيات شوي دي. ځکه د کابل پوهنتون د محصلينو په شخړه کې د شيعه ايزم او سنيزم بحث راپورته شوی و. يو شمېر سياسيون او په خپله ځينې محصلان هم د کابل پوهنتون د تيرې اونۍ په پېښه کې د ایران فاطمیون ‌ډله مخامخ ښکېله بولي.

۴ـ له طالب سره له سولې وروسته د ايران د ګټو ساتل

وروسته له هغې چې د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزرات لخوا زلمی خليلزاد د ځانګړي استازي په توګه ټاکل شوی؛ ورسره سولې ته هم د افغان حکومت، افغان ولس او وسله والو طالبانو هيله مندي زياته شوې ده. په وروستيو کې دغو خبرو پرمختګ هم کړی او لا هم د پرمختګ پر لور روانې دي. ايران چې دغه حالت وليد نو اندېښنه ورسره پيدا شوه چې که له طالب سره سوله کيږي نو د ايران ګټې به څوک تعقيب کړي. د همدې په خاطر يې سر له اوسه په افغانستان کې د فاطميون ليوا د ځای پر ځای کولو هڅې روانې کړي دي.

لیکنه: خوشحال آصفي