اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

آمریکا و سیاست بیطرفی افغانستان

سیاست بی‌طرفی افغانستان برخاسته از موقعیت جغرافیایی آن است ،…

شرم و حیا

بزرگانِ اهلِ عرفان و تصوف، در بابِ حفظِ شرم و حیا بسیار تأکید نموده‌،  آن را بلند ترین درجه…

منطق سود و ویرانی: تحلیل مارکسیستی جنگ و استثمار در…

 تقابل کثرت‌گرایی و واقعیت طبقاتی درحالی‌که نظریه‌پردازان کثرت‌گرا (پلورالیست)، جامعه را…

جمهوریت در افغانستان؛ پروژهٔ گذار یا قربانی فساد و بی‌کفایتی…

نویسنده: مهرالدین مشید زوال جمهوریت؛ پروژه های زیربنایی و بازی های…

ژان پل سارتر

دی فرانسوي فیلسوف، ډرامه لیکونکی، ناول او رومان لیکونکی، ژوند…

پسا مدرنیسم؛ حامی عوام، منتقد نخبگان. 

postmodernism. آرام بختیاری  پست مدرنیسم؛ نه آتش به اختیار، و نه حیدر…

واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

«
»

زورگویی او قلدری 

نور محمد غفوری

(د یوه ګران دوست د پوښتنې په ځواب کې)

د زورګویۍ او قلدرۍ لغتونه یو له بله سره ډیر نږدې دی، خو بیا هم ځینې تفاوتونه لري.

زورگویی:

په (قاموس کبیر افغانستان) کې لیکي چې د زورګويي (/zor.goo.yee/) د لغت ترکیب دری دی چې لغوي معنا یې په پښتو ځورول، زور چلول، جبر کول یا څوک په زور یوه کار ته اړایستل دي. 

په عام مفهوم کې، “زورگویی” داسې عمل ته ویل کېږي چې یو څوک په زور، ویره، یا تهدید سره پر بل چا خپله اراده یا غوښتنه تحمیلوي. دا اصطلاح هم په فردي اړیکو کې کارېږي او هم په سیاسي، ټولنیز یا اداري چوکاټ کې ترې کار اخیستل کیږي.

په سیاست کې زورګويي یا سیاسي زورواکي یوه ډېره مهمه او پېچلې پدیده ده، چې د قدرت د ناسم استعمال، سیاسي انحصار، وېرې خپرولو، او د مخالفت د غږونو غلی کولو سره تړاو لري. دا عمل له ولسواکو ارزښتونو سره په ټکر کې وي او ډېر وخت د استبداد، دکتاتورۍ یا خپل‌سرې واکمنۍ نښې وي. زورواکان د خلکو غږ غلی کوي، ویره خپروي، یا انتقاد کوونکي بندیانوي. باید یادونه وکړم چې په سیاست کې زورګویي مختلف ډولونه لري چې دلته یې د توضیح اړتیا نشته. خو زورګويي که په هر شکل وی پایلې یې د ټولنې په تاوان وي، ځکه چې ټولنیز وېش، قومي شخړې او د خلکو تر منځ بې‌باوري رامنځته کوي. د فردي او ټولنیز ابتکار، فکري آزادۍ او سیاسی ګډون په لاره کې خنډونه را پیدا کوي، د دولت مشروعیت زیانمنوی او د داخلی کشمکشونو او ان انقلاب له پاره شرایط برابروي.

قلدری څه معنا لري؟

په قاموس کبیر افغانستان کې راغلی چې د قُلدُر (/qul.dur/) لغت ترکي منشأ لري چې د زورمند، زورگو، مستبد او خپل سری معنا ورکوي. قلدري د زور، قهر او جبر‌چلولو، ځورولو، بې دلیله برلاسي غوښتلو، یا د بل چا حق تر پښو لاندې کولو ته ویل کیږي. دا لغت معمولاً منفي معنا لري. قلدری په ټولنه کې هم ناوړه اغېزې لري، ټولنه له انصاف او برابري محرومېږي؛ د اختلاف، کرکې او تاوتریخوالي سبب کېږي. 

په سیاسي اصطلاح کې، قلدري یوه داسې کړنه یا چلند ته ویل کېږي چې یو واکمن، حکومت، یا سیاسي ځواک د زور، وېرې، یا نامشروع وسایلو له لارې خپل سیاسي واک پر خلکو یا پر نورو سیاسي سیالانو تحمیلوي. سیاسي قلدري هم د سیاسي زورګويۍ په شان ډیر ډولونه لري. 

قلدری او زورگویی دواړه ډیرې سره ورته معناوې لری، خو توپیر یې په دې کې دی چې قلدري معمولاً د شخصي زور‌ښودنې له پاره کاريږي او زورګویي بیا د حکومت او یا یوه سیاسي بنسټ د سیاسي، ټولنیز یا سیستماتیک زور د کارولو په وخت کې استعمالیږي. 

نور محمد غفوری

20.04.2025