ائتلاف های شکننده و شجره نامۀ سیاه سیاستگران افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید تغییر ناپذیری طالبان و ناتاثیر گذاری مخالفان اعتماد…

             خواب ظلمانی

خفتگا ن رویا ی  یک  آرا مش ا ند  همچوکشتی بسته…

      نسبت ونسبیت 

نسبت بیان منسوب ومربوط ،ربط وتعلق وبا مفاهیم تناسب ،متناسب…

این هم بیاد تاریخ بماند

قومگرایی و ائتلاف ها بر بنیاد قومیت حلال مشکل افغانستان نیست! گرایش…

چرا اخلاق در همه‌ عرصه‌های زنده‌گی میان بیش‌ترین بشرِ قرنِ…

اخلاق‌نگری به سیاست‌مدارانِ بد اخلاق: مورد ترامپ محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مکتب-دینی فلسفی من…

برابری حقوی + استعداد ذاتی = شایسته سالاری...!

انسان ها٬ نظر به توانایی های ذاتی برابر آفریده نشده اند.…

مرغ رویا  

رسول پویان  مسوزان بال پـرواز پرستـوهـای زیبا را   میفگـن در قفسهای طلایی…

تعامل که انزوا؟

نور محمد غفوري په نړیوالو اړیکو کې د هېوادونو برخلیک د…

از کابل تا دیاسپورا؛ روایتی از هفت خوان رنج های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ در گره گاۀ تروریسم و مردم این…

هویت و عوامل تعیین‌کننده آن: بررسی علمی و تحقیقاتی

نور محمد غفوری خلاصه هویت یکی از مفاهیم بنیادین علوم اجتماعی و…

نقد متافیزیک؛ شرط انقلابی بودن،شد

Metaphisik. آرام بختیاری متافیزیک؛ میان الاهیات، و هستی شناسی توهمی.   آغاز بحث متافیزیک…

جهان در آستانهٔ زوال دموکراسی

نویسنده: مهرالدین مشید فروپاشی اتحاد جماهیر شوروی در سال ۱۹۹۱ نقطهٔ…

اتحاد 

تابکی در رنج  و دوری ها ستیم موج  نا  پید ا…

نان آوران کوچک

   ساجده میلاد در ازدحام جاده در شب ها  کودکی پرسه می‌زند هر…

یادهانی ضروری

خطاب به کسانی که به خطا، ببرک کارمل و محمود…

روناک آلتون

خانم "روناک آلتون" (به کُردی: ڕوناک ئاڵتوون)، شاعر و نویسنده‌ی…

جګړې او ورک شوي سرتېري

حميدالله بسيا په انساني تاریخ کې جګړې تل له وینو، وېر،…

تجربه های تاریخی که به سرمایه های ملی بدل نشد

نویسنده: مهرالدین مشید شکست هایی که هر روز ما را وحشتناک…

لنینگراد دیمیتری شوستاکوویچ سمفونــیِ پیروزی ارتش سرخ بر فاشیسم 

ترجمه و تنظیم: آناهیتا اردوان این ترجمه را  به مهندس ارشد…

ارزش نقد و کم‌رنگی نقدهای ادبی

یکی از بدی‌های تاریخی در جهان و کشور ما، رنگ‌باختنِ…

«
»

پاکستان ته د روسي پوځيانو د تګ معما

 

په افغانستان کې طالب روسۍ جګړه پېلوي

له ننه کابو درې مياشتې وړاندې د لومړي ځل لپاره داسې راپورونه خپاره شول چې يوه ډله روسي پوځيان پاکستان ته زي او هلته د پاکستاني ځواکونو سره په ګډه پوځي تمرينونه کوي. هغه مهال د پاکستاني پوځ د مطبوعاتي څانګې مشر عاصم باجوه په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي: “د روسیې د ځمکنيو پوځيانو دا ډله به په پاکستان کې دوه اوونۍ پاتې شي او له پاکستانيو پوځيانو سره به په ګډ پوځي تمريناتو کې برخه واخلي.” باجوه ويلي و، چې په دې تمرینونو کې د دواړو هیوادونو نږدې ۲۰۰ پوځیان برخه لري. چې  د سپتمبر له ۲۴ پېلیږي او د اکتوبر پر ۱۰ به پای ته رسیږي.

که څه هم هغه مهال پاکستاني چارواکو د پاکستان او روسيې دغه ګډ پوځي تمرينونه د دواړو هېوادونو د دفاعي همکارۍ د زياتولو لپاره بللي و خو پاکستان ته د روسيې پوځيانو په داسې حساس وخت کې تګ چې د پاکستان او امريکا اړيکې تر بل هر وخت ډيرې ټکنۍ شوې وې؛ له ځانه سره افغانستان، سيمې او امريکا ته د خطر زيګنال و. ما هماغه مهال هم په خپل يو تحليل کې ويلي و چې «پاکستان غواړي طالبان په روسيې وپلوري چې پر اساس به يې په افغانستان کې د طالب جګړه نوی رنګ واخلي او له بل لوري به پاکستان امريکا ته وښايې چې که ته له پاکستانه لاس اخلي نو روسيې ته به مخه کړي.» اوس پاکستان ته په هغه مهال د روسيې پوځيانو د تګ معما څرګنده شوه.

د سرخط ورځپاڼې د راپور پر اساس روسيه غواړي د طالبانو اوسنی مشر ملا هبت الله په هغو دغو وغولوي او د ملا هبت سره شريکې ترهګرې ډلې حقاني شبکې ته درنې او سپکې وسلې ورکړي. ورځپاڼه وايې «دیارلس ورځې وړاندې له روسيې څخه پنځه پوځي افسران د پاکستان لاهور ته تللي او په ۲۲م ، ۲۳م، او ۲۴م تاريخ يې له طالب مشرانو سره ليدلي او هغوی ته يې د درنو وسلو ورکولو ټټر ډبولی دی. سرچينه زياتوي د طالبانو اوسني مشر ملا هبت، لومړی مرستيال يې سراج الدين حقاني، د حقاني شبکې مهم غړی حاجي زرين، د پاکستان د جمعيت علما ګوند مشر ملا فضل الرحمن، د پيښور په اکوړه خټک کې د حقانيه مدرسې متهمم سميع الحق په پاکستان کې د آی ايس آی په مستقيمه لارښوونه په يوه غونډه کې له روسي پوځيانو سره کتلي دي. بيا تر دغې ليدنې وروسته په کندز کې د حقاني شبکې عملياتي مسوول لاووس خان په مشرۍ د دغې شبکې درې غړي روسيې ته تللي او هلته يې له روسيې څخه په بيلابيلو برخو کې د پوځي مرستو ژمنې ترلاسه کړي دي.

پوښتنه دا ده چې روسيه ولې د ملا هبت پر ځای حقاني شبکې ته درنې وسلې ورکوي؟

ځواب ډير روښانه دی. د تل لپاره مونږ همدا ويلي دي چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو نه بلکې د سيمې او د نړۍ د لويو قدرتونو د استخباراتو جګړه ده. دلته جګړه د نورو د هدفونو د ترلاسه کولو لپاره کله د مجاهد، کله د القاعده، کله د طالب او کله د داعش په نوم اوږدول کيږي. د دغې جګړي قرباني افغانان خو ګټې يې لوی استخباراتي ارګانونه ترلاسه کوي. اوس چې روسيه د طالبانو پر ځای حقاني شبکې ته ډير ارزښت ورکوي؛ دليل يې همدا دی چې دغې استخباراتي جګړې ته د خپلو ګټو مطابق حرکت ورکړي.

معنا دا چې افغانستان اوس د روسيې او امريکا د نيابتي جګړې په ډګر بدليږي. روسيه غواړي په افغانستان کې له امريکا ګټې د حقاني شبکې او طالبانو پر مټ وننګوي. روسيه ځکه  د طالبانو پر ځای حقاني شبکې ته لومړيتوب ورکوي چې دغه شبکه تر ډيره په افغانستان کې د امريکا خلاف جګړه پر مخ بيايي او طالبان د افغان حکومت پر ضد جګړه. اوس روسيه چې د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت په هغو دغو غولوي دليل يې همدا دی چې طالبان له افغان حکومت سره جنګيږي او حقاني شبکه له امريکا سره. يو ځل بيا هم وایو چې د افغانستان جګړه د افغانانو خپله جګړه نه بلکې د لويو استخباراتي کړيو جګړه ده او اوس چې طالب له روسيې او ايران سره د يارانې تارونه غځوي؛ همدا معنا ورکوي چې د طالب جګړه نوی رنګ اخلي او له روسيې څخه د پوځي تجهيز په ترلاسه کولو سره به د افغان وژنې لپاره دغې ډلې ته عصري وسلې په لاس ورشي.

لیکنه : خوشحال آصفی