نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

د دموکراسۍ د ناکامو تجربو انتقادي ارزونه

نور محمد غفوری سریزه  د تحمیلي جمهوریت او تقلبی دموکراسۍ تجربې موږ ته…

حکمت چیست؟

برهان الدین « سعیدی» حکمت دنیا فـزاید ظن و شک ــ …

این خون کسی ریخته یا می سرخ است یا توت…

نویسنده: جمشید کوهستانی    نظامی سابق فرستنده: محمد عثمان نجیب  ##########################نوتبرعلاوه شعر حضرت سعدی لکه…

افغانستان در تنگنای بن بست؛ انحصار طالبان و پراکنده گی…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت یک بن بست تاریخی؛ قدرت یک دست…

جوانی 

طی شد، دریغ و درد، زمان جوانیم مانده است بهره ی…

افغانستان؛ از انحصار و پراکندگی تا همگرایی و مشارکت

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ از واگرایی های سیاسی تا جستجوی وفاق…

 شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری

شمارۀ 71 سوسیالیسم کارگری نشریه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان

اقرار 

نوشته نذير ظفرپير  شدم   مرد  جوان  نيستملايق      الطاف …

نورم‌ها و ارزش‌های اجتماعی

 این مقاله نخستین‌بار در اوایل ماه می سال ۲۰۱۷ میلادی، در رسانه‌های…

محبتگاه عشق

رسول پویان زلف چین چین دام صید وتیغ ابرو قاتل است در…

افغانستان و «حاشیه نشینی ژئوپلیتیکی» در نظام بین الملل

نویسنده: مهرالدین مشید از اسیب پذیری ژئوپلیتیک تا نبود مشروعیت؛ «پاشنۀ…

در برابر جنایات ضد انسانی حلقه انسانیت ستیز طالبانیزم باید…

بصیر دهزاد  در هفته های اخیر افغانستان شاهد تشدید ارتکاب یک سلسله جرایم و…

از شمس النهار  و تجدد 

تا : نشريه «شريعت  » و تعصب کور ملا کراسی طالبانی  مصداق حال ما کلام شاعر…

 کاسیرر؛ فلسفه یعنی تئوری شناخت

آرام بختیاری تئوری شناخت جناب کاسیرر؛ متافیزیکی و لیبرالی است.   ارنست کاسیرر(1945-1874.م)،…

«
»

دسويډن دمالمو په ښارکي دهيواد دعلمي اومسلکي شخصيتونوپه وياړ کنفرانس جوړسو


په سويډن کي ددوستۍ فرهنگي ټولني په ابتکار ،دافغاني کلتوري ټولني،اريانا کلتوري ټولني ، دسويډن دفرهنگي اوټولنيزوسازمانو ،مدني ټولنو اودولتي اړونده فرهنگي ادارو لخوادروان کال داگست په دېرشمه (۳۰)نېټه په افغانستان کښي دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکي پوهنوال محمد رسول باوري ،زموږ دهيواد پېژندل سوي اوپياوړي ژورنالست ، د ازادۍ راډيو د جنوبي اسيا سيمه ييز مشر ښاغلی اکبر ايازي ، دکابل پوليتخنيک پخواني استاد،ليکوال اوشاعر پوهنمل حاجي محمد نوزادي ،دبي بي سي پښتو راډيو پېژندل سوې اوهڅانده ژورناليستي اوليکوالي اغلي  نجيبه ليمې دعلمي اومسلکي هڅو،لاسته راوړنو ددرناوي  اوهڅوني په وياړ نړيوال علمي او ادبي کنفرانس جوړسو. 

IMG_9050.JPG wordt weergegeven
په دغه کنفرانس کي   د امریکا او اروپا میشتو افغان فرهنګي څیرو ترڅنګ د هیواد دملي سرود شاعر  ، وتلی او پیژندلی سوی لیکوال عبدالباري  جهاني  هم  ګډون کړی و ، همدا راز دې پرتمیني غونډي ته  د سویډن یو شمیر دولتي چارواکي اود سویډن  د وتلو سیاسي ګوندونو سویډني استازي هم راغلي وه .

IMG_9044.JPG wordt weergegeven
د کنفرانس د دریز  چاري چي  د پېغلي اغلې موسکا اندړ اودمشعل راډيودوتلي اوپېژندل سوي ژورناليست او وياندښاغلي احمدشاه اعظمي لخواپر مخ بيول کيدې  ، پرګرام په ځايي وخت څه باندي یوه بجه  د دریز  له ادرسه د کلتوري ټولني یوفعال  سپین ږیري حاجي ګل کاکو ته په بلنه سره د قران اعظیم الشان  دمبارکو ایاتو په تلاوت پیل سو  .
وروسته د مالمو د ښار  د میشتو افغان ماشومانو یو ډلي  د افغانستان   ملي سرود ووایه او د غونډي ګډونوال ئې په درنښت ودریدل .
دملي سرودتراورېدو وروسته دراغلو مېلمنو  هر یو   آغلې نجيبه ليمې ،ښاغلي اکبر ايازي ،ښاغلي عبدالباري جهاني ،ډاکتر محمدالله ساپي ،ښاغلي حاجي محمدنوزادي ،ښاغلي حاجي محمد امين باوري او اوښاغلي افضل ټکورته بلنه ورکړل شوه تر څوټاکل سوي  ځاي ته  تشريف راوړي .
دغونډي په پيل کښي دمالمودښاردشرقي زون دسويډن دسياسي گوندونودسياسي دفترمشر اودسوسيال دموکرات گونداستازي ښاغلی جمال الحج دهمدې زون  داوسېدونکوسره دکلتوري او ټولنيزچارود ادارې استازې  اغلې ليندا دمالمودښار داړونده ادارواوسازمانو په استازيتوب ددې کنفرانس برخه والوته  هرکلئ ووايه اودداسي کنفرانسونوجوړول ئې دولسونوترمنځ دکلتوری مناسباتواوافغان نسل دسالمي روزني په لارکښي سترگام وباله .هغې وويل دغه تالارچي نن يوځل بياتاسوپکښي راټول سوي ياست څوځله دافغاني پوهانواوقلم خاوندانو ددرناوي اوافغان زلموته ددوي دورپېژندني په موخه دنړيوالو غونډواوکنفرانسونو شاهدپاته سوی دی کوم چي دافغانانوپه مټ اوځان گړې توگه دحبيب الله غمخورپه زياراوهڅوجوړېږي .
هغې زياته کړه موږ تاسوته پدې کلتوري اوعلمي هڅوکښي دلازياتوبرياو هيله کوو،اميددی  چي ددې ښکلي غونډي کارموهم په بري اودخوښيوپه فضاي کښي پايته ورسېږي ، نوموړې د خپلو خبرو وروسته دپرګرام جوړونکو په استازیتوب ښاغلي  حبیب الله غمخور ته یودګلو ګیډۍ  د ښه نیت د وړاندي کولو په دود وکړه .
تر هغه  وروسته په سويډن کي دوينستر دمليو،فولک اومدرات په نوم گوندونواستازوهم خبري وکړي اودداسي کنفرانسو جوړول یې وستايل .
 وروسته ددوستۍ فرهنګي ټولني دمشرتابه جرگې مشر ښاغلي حبيب الله غمخورته بلنه ورکړل سول ترڅودغونډي په پرانيستونکې ويناد علمي او څيړنیزي برخي پیل وکړي  ، نوموړي  د غونډي د ګډونوالو او میلمنو دواړو څخه مننه وکړه چي ددوی بلنه ئې ومنل او دلته ئې په دې لوی نړیوال کنفراس کي ددوی سره برخه واخستل  ، ښاغلي غمخور دمالمو میشتوفرهنګپالو افغانانو څخه هم یادونه  وکړه چي تل ئې د خپلو نومیالو قدرداني کړي او دهغوی هڅي او خدمتونه یې دهغوی  په ژوندوني لمانځلي په دې کار سره ئې  دلته  د ژوندو هیرولو او مړي ستایلو دود ته د پای تکی ایښی دی  .
دښاغلي غمخورترپرانستونکې ويناوروسته دارياناکلتوری ټولنې مشر ښاغلي کبير اميري نه غوښتنه  وشول چې دخپلې ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب پېغام  واوري . چي تر هغه وروسته بیا اغلې گل غوټۍ په مالمو کي دافغاني کلتوري ټولني دمشرتابه پيغام ووایه .
وروسته پیغلي  لېمې شنسب ته بلنه ورکړه سول چي دریز ته راسي تر چي  د اغلې نجیبه لیمې لنډ ژونلیک ولولي  .
وروسته  دښاغلي رحمت الله دوست  څخه غوښتنه وسول چي ددغه علمي کنفرانس  په هکله  د کاناډا نه دافغانستان دغښتلي ليکوال اوژباړونکي ښاغلي رحمت آريا  رالېږل سوي لیک ولوولي .
د ښاغلي  اریا  د لیک د لوستلو ورسته   ښاغلي محمد داود هوتک  د کاناډا څخه د څیړونکي  او  وتلي لیکوال محمد معصوم هوتک پیغام ولوست تر هغه وروسته  څیړندوی  زمري محقق د یادو کسانو پر  علمي هڅو  او خدمتونو خبري وکړې . 
وروسته  د مشرتابه ملیمنو د جملې څخه ښاغلي افضل ټکور اوښاغلي ډاکتر  محمدالله ساپي په جلا جلا توګه بلنه ورکړل سول ترڅو د یادو علمي او فرهنګي  شخصیتونو چي په ویاړ ئې دغه نړیوال کنفراس جوړ سوي دی  په ژوند او هڅو ړنا واچوي .  
ښاغلي افضل ټکور  د پوهنوال  رسول باوري  د علمي او تاریخي هڅو او په دې لاره کښي د هغه د لاسته راوړونو څه یادونه وکړه او همدا راز ئې د نجیبه لیمې  ، ښاغلي اکبرایازي  او پوهنمل حاجي محمد نوزادي پر هاند او هڅو هم ځغلنده ړنا واچول .
تر وینا والو وروسته  دبي بي سي پښتو راډيو پېژندل سوې اوهڅاندي ژورناليستي اوليکوالي اغلي  نجيبه ليمې ته بلنه ورکړل سوه تر څو دریز ته ورسي او خپل د زړه خواله  د غوندي د برخوالو سره شریک کړي .
اغلي نجيبې لېمې په خپلو خبروکي دکنفرانس دکوربه ټولنو او،مالمو اوسېدونکواوټولو راغلو مېلمنوڅخه مننه وکړه چي دداسي علمي او ادبي غونډودجوړېدو جوگه سوي دي .هغې خپله یو کیسه چي د ناوکۍ په نامه وه هم د کنفرانس ګډون والو ته واورول چي  تر ډيره د افغاني ښځو د کړاونو یادونه پکښي سوې وه . اغلې لیمې همداراز زیاته کړه چي افغان میرمني لا هم په ټولنه کي د سخت چلند ، ظلم او کړاونو ښکار ګرځي  او په  برخوالو ئې ږغ وکړ چي ددغسي ناخوالو  په وړاندي یو ټولنیزه مبارزه پیل کړي ترڅو افغاني میرمني هم د سړیو سره یو ځای د خپلو حقونو څخه برخمني سي . 
د اغلې لېمې تر وینا وروسته  لنډه دمه وشوه .
تر دمې وروسته ښاغلي نيازمحمد پياوړي  دښاغلي اکبرايازي لنډ ژوند ليک ولوست ،ورپسې  دبينوا پاڼي په استازيتوب  خالد هادي  خبري  وکړې  . تر هغه  وروسته له ښاغلي حاجي محمد امين باوري  څخه غوښتنه وسول چي په بلجيم کښي  دخپلي ټولني پيغام پر دریز ولولي . ښاغلي باوري ددې ډول ستاين غونډو اوکنفرانسونوجوړول گټوروبلل اوددې کنفرانس دجوړونکو نه ئې مننه وکړه چي ددوي دټولني مشرتابه ته ئې بلنه ورکړې وه  .
ښاغلي رحيم الله  دوست له هالنډ څخه رالېږل سوی  داحمد شاه بابا دعلمي ادبي ټولني پيغام ولوست،ترهغه وروسته اجمل حميد ستيج ته راغي اودښاغلي اجمل تورمان رالېږل سوی پيغام  ئې ولوست چي د ښاغلي اکبرایازي  ځیني خاطرې ئې پکښي  یادي کړي وې  . ښاغلي طاهرعزيزي خپل ليکل سوی مطلب دکنفرانس دگډون والوسره شريک کړ .
وروسته  له پراګ څخه دتکړه لیکوال او ژورنالیست  ښاغلي صالح محمد صالح رالیږل سوې لیکنه  ځوان شاعر  هیواد شیرزاد ولوستله  چي د ښاغلي اکبر ایازي پر ژوند او ژورنالیستي  هڅو ئې له نژدې ړنا اچولې وه . 
وروسته   ښاغلی اکبر ايازي ته بلنه ورکړه سوه چي خپل دزړه خواله دکنفرانس له برخه والوسره شريک کړي  . 
ښاغلي اکبر ايازي دکنفرانس له کوربه ټولنونه مننه وکړه اوڅرگنده ئې کړه چي دالمړی ځل دی چي پدې بڼه کنفرانس کي ستايل کيږم اوتاسو دوستانوته زموږ دستايني اوهڅوني په کنفرانس کي دگډون بلنه درکړه سوې ،کورمو ودان چي راغلاست اوپدې کنفرانس کي موزموږ هريوه په هکله له پيرزوينوډکي خبري وکړې ،  
هغه وویل زه لکه تاسو غوندي يوعادي انسان يم خويوازي مي دمايک نه دخپل ولس اوبشريت په گټه استفاده کړې اودې استفادې کولوته ژمن يم ،هغه دسالمو اوبې طرفه مطبوعاتوپر ارزښت هم څوټکوته اشاره وکړه .
تر ښاغلي اکبر ایازي وروسته  له ښاغلي ډاکټر محمد نعیم  مفتون څخه غوښتنه وسوه تر چي په هلمندکي دعلامه محمود طرزی  دادبي بهير  رالېږل  سوی پيغام ولولي ، ورپسې  ښاغلي پوهنمل  حاجي محمد نوزادي څخه  هيله وسوه  چي دریز ته ورسي او  دخپل ژوند اوکارپه هکله دکنفرانس گډونوالوته لنډ معلومات ورکړي  . ښاغلي نوزادي د خپل  علمي او مسلکي ژوند په لوړو او ژورو  وږغیده  او دمالمو مشیتو فرهنګي ټولنو څخه ئې مننه وکړه چي دده په شمول  افغان منورینو لمانځنه ئې  کړې .  
ورپسې تکړه لیکوال پوهندوي اصف بهاند ته بلنه ورکړه سول چي خپله ليکل سوې مقاله  دکنفرانس دگډونوالوسره شريکه کړي . ښاغلي بهاند  وویل چي دغه شخصیتونه چي نن لمانځل کیږي  تر ډيره ئې د هڅو او علمي  یون سره اشنا یم  خو په دوی ټولو کي د پوهنوال رسول باوري سره کلونه کلونه په مسلکي او علمي  ژوند کي ملګری پاته سوی یم  ،  ده د ښاغلي باوري ځیني خاطرې او دهغ د علمي ژوند پر اړخونو ړنا واچول او د ګیلې په دوی ئې هیله څرګنده کړه چي  پوهنوال رسول باوري به  د خپل سیاسي ژوند ترڅنګ خپلو څیړنیز اوفرهنګي  هڅو ته دوام ورکوي  ځکه ویریږم چي د سیاسي ژوند مصروفیتونو ئې په دې ورځو کي فرهنګي او څیړنیزي هڅي  کمي کړي دي .تر بهاند صاحب وروسته له ښاغلي شاولي آرين نه غوښتنه وسول چي خپله ليکنه برخوالو ته واوروي  .  
وروسته  ښاغلي جنرال مجيد ارغستاني خپله ليکنه واورول  او  دیادو شخصیتونو په لاسته راوړونو هر اړخیزه ړنا واچول  . 
دښاغلي ارغستاني تر وينا وروسته له ښاغلي حبيب  الله غمخور ، محمد داود هوتک  او  کبيراميري نه غوښتنه وسول چې دخپلو ټولنولخوايوشمير ميندوته برابري سوي ډالی ووېشي . دوئ د دریز له ادرسه د هغو میندو  نومونه یادول او هغوي ئې دریز ته راغوښتلې  چي په مالمو کي ئې  په کلتوري او ملي دود د ځوان نسل په روزنه او ښوونه کي مهم رول لوبولی  او هغوی ته ئې  تحفې او ډالي ور ووېشلې .  .
دکنفرانس په وروستۍ برخه کي له ښاغلي شريف  عابدڅخه غوښتنه وسول  چي دپوهنوال محمد رسول باوري ژوند ليک ولولي . 
تر هغه وروسته ښاغلي قاهر اشنا د آسترلیا دملبورن له ښارڅخه  دافغان-آسترلیا دبشردوستانو دټولني  ،د دو ست آواز د را ډیو او د بشر دوستانو د ویب پاڼي د کارکونکو رالېږل  سوي  پيغام ولوست  .
ترپيغام لوستلو وروسته په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگي ټولني دمشر حبيب الله غمخورڅخه  غوښتنه وسول  چي دستاينليکونودتصويب  او ويش په هکله دټولني دمشرتابه جرگې پرېکړه  ليک ولولي او د همدې نړیوال کنفراس ویاړل سوي شخصیتونو ته د ستاینلیکونو د ورکړي  تر څنګ ښاغلي اکبر ایازي او پوهنمل حاجي محمد نوزادي  ته پګړۍ ور په سر کړل سوې او اغلې نجیبه لیمې ته په افغاني دود پړونی ډالۍ سو . 
یاده دي وي چي  په دې کنفراس کي دخوست دشيخ زايد دپوهنتون رئيس اولرغون پېژندونکي پوهنوال محمد رسول باوري  د ځينو رسمیاتو له کبله  برخه نه لرل  . او دهغه ستاینلیک  دهغه ورور حاجي محمد امین باوري  ته دهغه په نشتوالي  کي ورکړه سو . 
ددې ترڅنګ ددوستۍ فرهنګي ټولني لخوا په امریکا او اروپا کي یو شمیر وتلو افغان فرهنګپالو ته هم ستاینلیکونه  اعلان سول . 
د پرګرام تر رسمي ختمیدو وروسته   د ډوډۍ  خوړلولپاره  تیاری نیول سوی و او تر هغه وروسته یوه په زړه پوري مشاعره جوړه سول چي د یو شمیر پېژندل سوي شاعرانو ترڅنګ  د هیواد د ملي سرود شاعر  منلي او وتلي لیکوال  عبدالباري جهاني هم  برخه  پکښي لرل  پاته دي نه وي چي د  ښاغلي عبدالوهاب سرتیر ، نظیف تکل  سپینو شعرونو  ، د خالد هادي  ژړونکو اشعارو چي د پرګرام د ډيرو ګډونوالو له سترګو ئې اوښکي وبهیولې  او د ښاغلي جهاني  کیسه یز شعرونو او سرکښه غزلونو دمشاعرې برخي ته ځانګړي ښکلا ور وبخښله . 
د پرګرام په ورستیو برخه  کي د بصیر جان امیري  په  ښکلي او خوږ  ږغ د موسقۍ  فضا خپره سوه  او تر هغه وروسته د هیواد د کلاسیکي موسیقۍ  د سرلاري استاد رحماني  جادوګر و سندرو د پرګرام  د ګډونوالو پام  ځانته را واړوه  .
دغه  علمي کنفراس د مالمو  د ځايي وخت د بلي ورځي د سهار په دریو بجو پای ته ورسید .  

خالد هادی