دوران خونین حفیظ‌الله امین و سرکوب رهبران حزب دموکراتیک خلق…

https://www.youtube.com/watch?v=pxhsNfqSXRE افغانستان پس از قیام ثور؛ دوران خونین حفیظ‌الله امین و…

افغانستان و بحران سیاست‌زدگی؛ جامعه‌ای گرفتار منازعه و محرومیت

 نویسنده: مهرالدین مشید سیاست‌زدگی در افغانستان؛ ریشه‌های ساختاری و پیامدهای انسانی سیاست…

نصیب الله سیماب

*** له پښتو ژبې او پښتني فرهنګ تکړه شاعر، ادبپوه، څېړونکی،…

دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

https://www.youtube.com/watch?v=2d326hWQtcQ&t=12s دهمین جلسه گفت‌وگو با اسدالله کشتمند؛ روایت افغانستان در سال‌های…

از فرسایش دولت تا سرایت جنگ: زنجیرهٔ راهبردی بحران در…

Wahidullah Noorzai | Former Senior ANCOP/ANP Officer | Military and…

د سیستمونو ډولونه

نور محمد غفوری د سیستمونو د وېش عمده معیارونه سریزه په تېرو دوو…

سکوت پشتون‌ها در برابر طالبان؛ آتشی زیر خاکستر

 نویسنده: مهرالدین مشید تحلیلی دربارهٔ سکوت سیاسی، نارضایتی اجتماعی و امکان…

کابل چه زمانی می‌تواند ۹۹ درصد آب مورد نیاز خود…

نوشته : کریم پوپل مورخ ۲عقرب ۲۰۲۶ ** پیشنهاد کریم پوپل به…

ژورنالیست یا میکروفونِ خاموش؟

ژورنالیست واقعی نه سخنگوی قدرت، بلکه صدای مردم است؛ کسی…

فوتوریسم ادبی؛ میان توفان انقلاب و هورای فاشیسم

Futurism.   آرام بختیاری فوتوریسم؛ جنبشی ادبی هنری، آینده گرا اعتراضی، و شورشی…

انسان؛ در جست ‌وجوی خویشتن (1)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی پیشگفتار : انسان از نخستین…

انوره دو بالزاک

هغه د (۱۹)مې پېړۍ د فرانسوي ادبیاتو د مخکښانو په…

سیستم څنګه کار کوي؟

نور محمد غفوری د سیستم د فعالیت څرنګوالی - دوهمه برخه سریزه په…

طالبان، تی‌تی‌پی و چرخش به سوی هند؛ رمز یک رقابت…

 نویسنده: مهرالدین مشید یکی از پرسش‌های مهم و پیچیده در تحولات…

میدان، فشار و خطای پیروزی: چه زمانی هزینه به قدرت…

Wahidullah Noorzai | Noorzai International Doctrine Academy (NIDA) تز مقاله در منازعات…

سیستم څه ته وایي؟

نور محمد غفوری سریزه سیستم (System) د انسان د ژوند، طبیعت، ټولنې،…

آیا زمان همگرایی نیروهای سیاسی افغانستان فرا نرسیده است؟

 نویسنده: مهرالدین مشید از راست و چپ تا طالبان؛ ضرورت توافق…

آته ایسم؛ ضرورت انقلاب و روشنگری است؟

Atheism: خدا ناوری  آرام بختیاری 2600 سال بحث و جدل خونین؛ آته…

ابونواس اهوازی؛نمایندۀ شادخواریهای عصر ساسانی

(بخش۳)،علی میرفطروس -«من فرزندِ جامم؛ از آن شیر می‌نوشم  و تا روز رستاخیز،…

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

شرحی بر شعر اخلاق و تمدن

«
»

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی دی، چې د فبرورۍ میاشتې پر (۲۶)مه، پر(۱۸۰۲)زېږدیز کال د فرانسې په «بزانسون» سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. هوګو لومړنۍ زده کړې په پاریس کې سر ته ورسولئ. څه مودې وروسته یې په شعر، لاتيني ژبه او ریاضي کې ښه نوم وايست. هوګو په فرانسه کې ادبي شهرت لومړی د هغهٔ د شعرونو  او وروسته د هغهٔ د رومانونو او ډرامو له لارې تر لاسه کړ. دی د فرانسوي د رومانتیسم سبک پلوي وو. د هوګو شعري ټولګه په (۱۷)کلنۍ کې چاپ شوه. چې خلکو یې ښه هرکلی وکړ. هوګو د فرانسې تر ټولو ستر رومانتیک لیکوال وو، چې شهکار ناولونه یې لیکلې دي، د تیاتر لپاره یې نندارې کښلې دي او په نولسمه پېړۍ کې یې په فرانسه او اروپا کې د ازادۍ غوښتونکو نهضتونو سره ملتیا کړې ده.  د ده ځينې مهم نښیرونه (اثار) دا دي لکه: « بیوزلان یا بېنوایان، هغه سړی چې خاندي، د خزان پاڼې، د یوه محکوم وروستۍ ورځ، وړوکی ناپيلیون او نور …» 

ویکتور هوګو د مې میاشتې پر  (۲۲) مه پر(۱۸۸۵)ز کال کې د (۸۳)کلونو په عمر په پاریس کې مړ شوی دی. 

د ویکتور هوګو ځینې ګټورې او مهمې خبرې تاسو مخې ته ږدم:  

– یوه کوچنۍ مرغۍ، چې تر پاڼو لاندې غاړه وهي، د خدای د شتوالي، پېژندلو ته بس ده. 

– له ښکلا سره چې سپېڅلتیا نه وي د داسې ګل په شان ده چې عطر او بوی نه لري. 

– ادبیات د تمدن پټ راز دی او شعر د پټو هیلو سر چینه ده. 

– شعر هغه پاروونکی ساز دی، چې د پنځ (طبیعت)، بشر او پيښو غږونه او اوازونه یې سره یوځای کړې دي.         

– هغه څوک نيکمرغه دی، چې د نورو د عزت او درناوي لارې ورته مالومې وي او د نورو خوشالي د خپلو خوشالیو په اندازه احساس کړي. 

-د ضمیر او وجدان عذاب په سوزنده صحرا کې تر مړینې ډېر بد دی. 

– هره پاک لمنې ښځه ښکلې او زړه وړونکې ده. 

– له دغو دوو کلمو، انسان او انسانیت څخه؛  لومړی د کوڅو په منځ کې او دویم د کتابونو په مخ کې ګرځي راګرځي. 

– له داسې چا سره مینه وکړه، چې وړ یې وي، نه تږی ځکه تږی یوه ورځ نه یوه ورځ مړېږي. 

– له سر نه تېرېدل، بریالیتوب ته رسېدل دي. 

– چې مرګ دې ومانه، بری به وګټې. 

– هره زانګو یو ګور دی. 

– دوې ورځې د نارینه وو د خوښۍ ورځې وي: هغه ورځ چې واده کوي او هغه ورځ، چې خپله میرمن خاورو ته سپاري. 

– واده یو پیوند دی یا به ښه میوه ونیسي یا بده. 

– ټول واقعي جهنم یواځې په یوه کلمه کې دی: یواځیتوب. 

– بد مرغي، اروا روزي. 

– بد قسمتي د استعداد او وړتیا پالونکی دی. 

– بد مرغي، عقل و پوهه روزي. 

– بد مرغي د هوښیارۍ زېږنده ده. 

– حتا تر ټولو زیاته توره شپه هم رڼا کېږي او لمر راخېږي. 

– د نني هنر موخه ژوند دی، نه ښکلا. 

– هغه کسان چې نه شي کولای ځان کنترول کړي، اړ دي چې د نورو اطاعت وکړي. 

– تر ټولو نيکمرغه هغه څوک دی، چې له دې دوه څیزونو څخه یوه ته لاسرسی ولري : لومړی ښه کتاب او دویم هغه دوست چې د کتاب اهل وي. 

– باید د علم دړې او دروازې ټولو ته پرانیستې وي، هر ځاې چې د کښت او کرنې ځمکه وي او هر ځاې چې انسان وي، هلته باید کتاب هم وي. 

– د ټولنې ښه والی او بد والی زموږ د خپلو کړنو پایله ده، د ګیلې او شکایت پر ځای باید بدمرغي له منځه یوسو. 

– مخکې تردې چې منی راشي، نو له هر پسرلي څخه ګټه واخلئ. 

ـ  په هر ولس کې یو څراغ دی، چې ټولو خلکو ته رڼا ورکوي او هغه ښوونکی دی. 

– د ماشومانو راتلونکې د مور او پلار په روزنه پورې تړاو لري. 

– د مور غیږه یو نه هیریدونکی نرمښت لري چې ماشوم پکې آرامېږي. 

– د مور لاسونه له مهربانۍ او شفقت څخه جوړ شوې دي او کوچنیان ډېر په خوښۍ ورباندې خوب کوي.              

– تر ټولو نیک اولاد هغه دی چې په اعمالو یې مور او پلار ویاړي. 

– لا موشوم وم چې د لویوالي او عظمت هوډ راسره وو. 

– د پوهې او علم ور دې د هر چا پر مخ پرانیستی وي، هر چېرته چې کړنه ده او هر چېرته چې انسان دی، نو هلته باید کتاب هم وي. 

– هغه قلم، چې د خیر په کار کې ونه چلول شي، نو مات دې شي. 

– الماس د ځمکې له ژورو  پرته موندل کیدی نشي، او حقیقتونه د اندو فکر له ژورو پرته نشي موندل کیدی. 

– د ناپېژندو تر منځ د ملګرتیا څرګندېدل د ستونزو ښکلا ده. 

– زما تر ټولو ښه ملګری هغه دی، چې ورین تندی لري. 

– تر دې چې نور له تا سره مينه ولري، دا ډېره پرتمينه ده چې ته له چا سره مينه ولرې. 

– ډېر ستر ازمون اخستونکی الله دی او ډېر کوچنی ازمون ورکوونکی د خدای بنده دی. 

– لوږه او بې وزلي، نارینه جنایت ته او ښځه فحشا ته هڅوي. 

ـ ریښتینې مینه څه ده؟ په کوڅه کې مې یو بې وزله  میین او عاشق ځوان ولید په داسې حال کې چې زړه خولۍ یې پر سر وه، او ټوټه ټوټه کرتی یې اغوستې وه او د باران اوبه یې د بوټانو څخه بهېدې،  د هغه اروا د ستوري په څیر روښانه ځلېده. 

– ژوند د یو ګل په څیر دی او مینه د هغه ګل عسل. 

– بې ښېګڼې ښکلا بې بویه ګل دی. 

– له  ښکلا سره مینه کول د رڼا لیدل دي. 

– هر ښونځی مو چې پرانیست د بندیخانې او زندان یو ور مو وتاړه. 

– ذهن د هغه څه له لارې بډای کیږي چې موږ یې ترلاسه کوو او زړه، د هغه څه سره چې موږ یې ورکوو.                

– د پوځ د يرغل مخه نيول کيدای شي، خو د اندونو او افکارو، ګروهو او عقایدو د يرغل مخه نه شي نيولای.       

– هغه څوک چې خپل تکل او اراده  نشي کولئ د نورو اطاعت کولو او پیروي ته اړ کیږي. 

– یواځې هغه کلمه چې څښتن تعالی د هر سړي پر ټنډه لیکلې ده، هیله ده. 

– د بشر له پاره په ژوند کې هیلې دومره ارزښت لري، لکه مرغانو ته بڼکې او وزرې. 

 – ته هغه رڼا یئ چې زما د سترګو په تیاره کې ځلیږې او ما ته اسره او امید او انګیزه راکوئ. 

 – واده عجیبه شی دی کله له زمري ګیدړه او کله له ګیدړې زمری جوړوي. 

– انسانان له توان نه بې برخې نه دي بلکې له تکل او ارادې نه بې برخې دي. 

– د انسان لپاره د هیلو مړه کیدل، رښتینی مرګ دی. 

– له مرګه مه وېرېږئ، له دې څخه ووېرېږئ، تر هغه چې تاسو ژوندي یاست ستاسو دننه یو څه د انسانیت په نوم که مړ شي. 

– د هغې مرغۍ په څېر اوسه چې يوه شېبه پر يوې کمزورې څانګه کيني، سندرې وايي او احساس کوي چې څانګه لرزېږي خو خپلې نغمې ته دوام ورکوي، ځکه ډاډمنه ده چې وزرې لري. 

– ژوند پخپله لنډ دی؛ د وخت په ضایع کولو سره یې نور هم مه لنډوئ! 

– ژوندي کسان هغه دي چې مبارزه کوي هغوی چې بې مبارزې ژوند کوي مړه دي. 

– خپلو ماشومانو ته د شتمن کیدو لوست او درس مه ورکوئ خو هغوی ته دا ور زده کړئ چې خوشاله واوسي تر څو د شیانو په ارزښت پوه شي نه د بیې او قیمت. 

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

– که د یو ملت په سر کې د پوهې او اخلاقو تخم وکرئ، څارنه یې وکړئ، روښانه یې کړئ او روزنه یې وکړئ، و به وینئ چې نور دا نازک خیاله سرونه د ډار او مړینې نه دي. 

– د نا پېژاندو تر منځ د ملګرتیا څرګندېدل د ستونزو ښکلا ده. 

***