جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

کونړ ژاړي، خو حکومت غوږ نه پرې ګروي 

کلونه کېږي، چې پاکستاني ځواکونه زموږ پر خاوره او دردېدلي ولس توغندي وروي، چې موخه یې نه خلک ته معلومه ده او نه حکومت یې د مسوول په صفت سمه پوښتنه وکړه.

ستاسې به په یاد وي،چې یو ځل پخواني دفاع وزیر بسم الله محمدي ویلې و”کرزي صیب د بالمثل عمل امر ورته کړی، خو دوی مني ،چې ناغېړي یې کړې ده” ، خو له بده مرغه دا لړی لا هم روانه ده او د ملي یووالي په څه ناڅه پنځه کلنه دوره کې د پاکستاني ړندو توغندیو باران په درز کې روان دی او دکنړ ولایت پر سرحدي ولسوالیو یې زرګونه توغندي ورولي، چې له کبله یې په سلګونو ملکي وګړیو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

دا لومړی ځل نه دی، چې پاکستاني ځواکونه پرکنړ ولایت توغندیز بریدونه کوي او یوازې کنړ ولایت هم ندی، چې پاکستان په کې د افغانستان په خاوره تیری کوي، بلکې له دې وړاندې په وار وار د ننګرهار په ګوشتې کې، د پکتیکا په انګور اډه کې، د هلمند په بهرامچه کې، د خوست په غلام خان کې او د کندهار په سپین بولدک کې د افغانستان خاورې ته په لسګونو کیلومتر وړاندې راغلي او ان دا، چې په افغان خاوره یې پوځي تاسیسات هم جوړ کړي دي، خو له بده مرغه افغان حکومتونو یي پر وړاندې چوپتیا غوره کړې ده. په ځانګړي توګه د اشرف غني او عبدالله په مشرۍ حکومت یې پر وړاندې د پټې خولې سیاست غوره کړی دی. په دې لیکنه کې یوازې په کنړ ولایت کې د پاکستان په تیري او تر شا یې په پرتو موخو، عواملو، د اوسني افغان حکومت پر چوپتیا او دکنړ ولایت پر ستراتیژیک اهمیت خبرې کوو.

د کونړ ستراتيژيک او اقتصادي اهميت او د نا امنه کولو تر شا يې د پاکستان موخه:

یاد ولایت د پاکستان تر ولکې لاندې پښتونخوا سره کابو ۱۸۰ کیلومټره ګډه پوله لري. لکه څرنګه چې د کونړسوېل ته ننګرهار ولایت او لوېدیځ ته یې لغمان ولایت موقعیت لري، نو په آسانۍ سره ترې ننګرهار او لغمان ولایتونه کنټرول کیدلای شي، چې د همدې ستراتیژیک اهمیت له مخې پاکستان غواړي یاد ولایت نا امنه او خلک یې پر حکومت بې باوره کړي، څو اړ شي د پاکستان شناختي کارډونه واخلي.
که د حکومت د چوپتیا سیاست په پایله کې خدای مکړه د پاکستان لاس ته پریوځي، نو معنا یې دا ده، چې ننګرهار او لغمان به په ډیرې آسانۍ د پاکستان تر نفوذ لاندې راشي. کونړ ولایت له پوځي اړخه هم ډېر ستراتیژیک اهمیت لري او پاکستان غواړي چې په هر قیمت او هر لاره وي د کونړخلک وځپي، څو خپلې شومې موخې ته ورسېږي.
بله او اصلي موخه یې دا هم کېدلی شي، چې دغه سیمه له خلکو څخه تشه او خپل “جاسوسان او ترهګر ” پکې وروزي.
همداراز کونړ ولایت د هېواد په کچه اصلي د نښترو (چهارتراش) بې سارې ځنګلونه لري، پر دې سربېره د ښون )زیتون) ، څېړۍ او د سون لرګیو نور ډول ډول ځنګلونه لري.
په کونړ کې پر قدرتي ځنګلونو سربېره د پېچ درې ولسوالۍ په ماڼوګي او چپه دره کې د قیمتي ډبرو (بیروج) کانونه ډېر زیات دي، همداشان په خاص کونړ او سرکاڼو ولسوالیو کې د (کرومایټ)کانونه دي، چې په قاچاقي توګه کیندل کیږي او پاکستان ته قاچاق کیږي.
بل پلو د کونړ د سیند اوبه دا مهال په وړیا توګه پاکستان ته ځي، خو که پر دې سیند بند جوړ شي، نو ډېرې اوبه به یې په افغانستان کې ولګول شي. دلته هم پاکستان د کونړ ولایت د ناامنه کولو په موخه پر دې ولایت توغندیز بریدونه کوي، څو د کونړ د سیند اوبه پرې بندې نشي او یاد هیواد ته د قاچاق کېدونکیو قیمتي ډبرو مخنیوی ونشي.
پايله:
له تېرو څو کلونو راهیسې په افغانستان کې د پاکستان د لاسوهنو په ځانګړي توګه د افغانستان په ځمکنۍ بشپړتیا د تیري پر وړاندې افغان دولت وړ او مناسب غبرګون ندی ښودلی، چې پایله یې د پاکستان زړورتیا ده.

د پاکستان پر وړاندې د افغان حکومتونو د چوپتیا ښه بېلګه د اشرف غني او عبدالله  شریک حکومت اوسنی دریځ دی، چې تر اوسه یې د پاکستان له لوري په افغان خاوره هر رنګه تیری یوازې غندلی دی او بس او تاسې به لیدلي وي، چې ان د کمپاین لپاره هم یوازې پر ټیلیفوني خبرو اتکا وشوه او خلاص.

پوښتنه:

دا، چې ولې یې تر اوسه وړ او جدي اقدام ندی کړی او کوم مجبوریتونه دي، چې نشي کولی له خپلو خلکو دفاع وکړي؟ بېلابېلې پوښتنې زېږوي.
یوه پوښتنه دا ده، چې آیا د حکومت مشرانو د افغانستان د خدمت هوډ او قسم ندی کړی؟

څوک یې غبرګون ته نه پرېږدي؟

آیا له غبرګونه ستړي شوې دي؟
آیا ډیپلوماسي یې ناکامه وه، چې نشي کولای ملګرو ملتونو ته  پر پاکستان د فشار راوړلو قناعت ورکړي؟

که د خلکو خادمان دي نو بیا ولي د خلکو وینه او ژوند ورته اهمیت نه لري؟
او لسګونه داسې نورې پوښتنې…

حل لاره: داسې ښکاري، چې د حکومت تېرې چوپتیا ته په کتو ولس باید لاس په کار شي او د حل لاره د حکومت په لاس کې نه، بلکې د ولس په لاس کې ده.
نو په کار ده، چې خلک را پاڅیږي، خپل حکومت اصلاح کړي او د خپل ژوند د خوندیتابه لپاره سره یو موټی شي، له خپلې خاورې دفاع وکړي او هماغسې، چې د نورو زبرځواکونو خوله یې په سوک سمه کړې ده؛ د تور پنجابي خوله په سوک ور سمه کړي، څو پوه شي:
«لا تراوسه یې ماغزه په قرار نه دي
چا، چې ما سره وهلی سر په سنګ دی»

پاکستان عملآ پر افغانستان یرغل کړی او کوي یې؛ او له خپلې خاورې دفاع که حکومت نشي کولی او په کمپاینونو کې بوخت دی، نو د ټولو دنده ده، چې مټې را ونغاړي او د هوساینې غږ پورته کړي.

لیکنه: خوشحال آصفي