جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

کابل ته د حکمتيار راتګ

په داسې حال کې چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پلاوی شاوخوا میاشت مخکې کابل ته راغلی او تر اوسه یې په څو پړاوونو کې د سولې له عالي شورا سره خبرې کړي چې دا خبرې اوس هم روانې دي؛ په دې وروستيو کې کابل ته د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتیار د راتلو اوازې سختې ګرمې دي. راپورونه وايي چې ممکن په لنډ وخت کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار کابل ته راشي او د افغانستان له حکومت سره د سولې موافقه لاسلیک کړي. د سولې د عالي شورا سرچینې هم تاییدوي چې له اسلامي حزب سره موافقه نهايي شوې او هیله لري چې حکمتیار به په خپله د وروستۍ موافقې د لاسلیک لپاره کابل ته ورشي.

بل لور ته د ګلبدین حکمتیار زوی په یوې تازه ویډیويي پیغام کې هغو ټکو ته اشاره کړې چې د افغان حکومت او حزب اسلامي پر خبرو یې سیوری غوړلی. حبیب الرحمان حکمتیار د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهالوېش، د کډوالو ستنېدل، د ګوند د زندانیانو خوشې کول، په واک کې حزب ته ونډه ورکول، له تور لېسته یې د مشرتابه وېستل او د ټاکنو کمېسیون داسې جوړښت چې حزب اسلامي ته د منلو وړ وي د هغو ټکو په توګه یاد کړل چې تر اوسه پرې هوکړه نه ده شوې.

په نړۍ کې ټول جنګونه په سولې پای ته رسيدلي ځکه وينه په وينو نه مينځل کيږي او جنګ کول د حل لار نه ده. په نړۍ کې که جنګونه په جنګونو ختميدلای نو اوس به د فلسطين او اسرايلو جګړه ختمه وه. همداشان اوس افغان ولس هم هيلمن دی چې افغان حکومت به له حزب اسلامي سره سولې ته ورسيږي. خو اوس پوښتنه داده که د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله او حکومت د يو بل ټولې غوښتنې ومني او په سولې موافقه وکړه، دا کار به د افغانستان روان تاوتریخوالي په ختمېدو او امنیت په ټېنګېدو کې څومره اغیزناک او ګټور وي؟

د نړۍ په هر هيواد کې که د يو حکومت وسله وال مخالف له جنګه لاس اخلي او په ډيموکراتيکې لارې سياسي مبارزه پيلوي او سولې ته غاړه ږدي نو حکومت يې هرکلی کوي او د سولې دروازې يې پر مخ پرانيزې. د لته په افغانستان کې د ۷۰ يمې لسيزې د کورنۍ جګړې طراحان او عاملان ټول ولس ته معلوم دي. حزب  اسلامي، جمعيت اسلامي، طالبانو او نورو؛ يو او بل نه شول زغملی او په خپلو منځونو کې يې د واک پر سر شخړو زور اخيستی و چې په نتیجه کې يې په ميلونونو افغانانان شهيدان او ميلونونو کونډې او يتيمان شول. په تير کې د ګلبدين حکمتیار ستونزې پر خپل ځای، خو په اوسنيو حساسو حالاتو کې چې افغانستان په سياسي، اقتصادي او امنيتي لحاظ په پاڼ ولاړ دی؛ په اوس وخت کې له حزب اسلامي سره سوله د افغان حکومت لپاره لويه لاسته راوړنه ده.

همداشان په وروستيو کې چې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي حزب په څو ګروپونو ويشل شوی نو د ښاغلي حکمتيار لپاره هم دا زرين چانس دی چې ترې ګټه واخلي او خپل وېشلی ګوند په يو نوم او د يو چتر لاندې راټول کړي. د اسلامي حزب د ويشلو بيلګې په افغانستان کې د تيرو ولسمشریزو ټاکنو پر مهال ښه څرګندې شوې چې د حزب يوې ډلې له اشرف غني، بلې له عبدالله، بلې له زلمي رسول ملاتړ وکړ او ځينې يې له قطب الدين هلال سره پاتې شول چې بيا وروسته هلال هم د اشرف غني ملاتړ وکړ. نو اوس د حکمتيار لپاره هم ښه چانس برابر شوی دی چې له يوې خوا به خپل ویشلی ګوند يو موټی کړي او له بلې خوا به پر ده او د ګوند پر نورو غړو؛ د نړيوالو لخوا لګيدلي بنديزونه ليرې شي.

همداشان له حزب اسلامي سره سوله به د اسلامي حزب هغه مرور ورونه چې د کورنۍ جګړې پر مهال له وسله طالبانو سره يو ځای شوي و ؛ او همداشان د وسله طالبانو په ليکو هغه طالبان چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جنګيږي؛ سولې ته وهڅوي او د جګړې پر ځای به روغه جوړه وکړي او سياسي مبارزه به پيل کړي.

د حکمتيار سره د افغان حکومت سوله به ددې سبب شي چې د هيواد په ځینو سیمو کې د واک تعادل رامنځته شي. د هيواد په ځینو سیمو کې به د هغو کړيو زور راکم شي چې د حکومت یوه برخه ده او په جنګ کې خپلې ګټې لټوي.

د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ سولې سره به په زرګونو هغه حزبیان، چې په پاکستان کې د کډوالۍ سختې شپې تيروي، موقع ترلاسه کړي چې په خپل هیواد کې ژوند وکړي او څه نا څه له هغو امتیازونو برخمن شي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې یوازې څو ګوندونو ترلاسه کړي دي.

په ټوله کې ولس هيلمن دی چې حکمتیار له افغان حکومت سره د روغې په ټغر کېني او له مخالفت یې لاس واخلي.

لیکنه : خوشحال آصفي