جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

پاکستان او طالبان ولې د سولې ډول ډنګوي؟

په داسې حال کې افغان ولسمشر غني وسله ‌وال مخالفین يو ځل بيا بین ‌الافغاني خبرو ته راوبلل؛ وسله والو طالبانو د جګړې د درولو او د مخامخ خبرو د پیلولو لپاره نوي شرطونه اعلان کړل. افغان دولت د یکشنبې په ورځ د ارګ په سلام ‌خانې ماڼۍ کې د دولتي چارواکو او دیني عالمانو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د زوکړې ورځ ولمانځله. په دغو مراسمو کې ولسمشر غني یو ځل بیا له وسله ‌والو طالبانو څخه وغوښتل چې له جګړې لاس واخلي او د سولې خبرو ته حاضر شي. د طالبانو په نویو شرطونو کې په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر په رسمیت پېژندل او د ملګروملتو له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل شامل دي. د پاکستان دي نیوز ورځپاڼې په قطر کې د طالبانو د دفتر د ویندوی سهیل شاهین له قوله لیکلي چې دا شرطونه له امریکا او د دغه هیواد له متحدانو سره د مخامخ خبرو لپاره ضروري دي.

وسله وال طالبان او پاکستاني بيلابيل چارواکي په وروستيو کې د سولې ډول په داسې مهال ډنګوي چې افغان ولسمشر د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې پاکستان ته شرميدونکی ځواب ورکړ. ولسمشر غني د هند په امرتسر کې په اسیا زړه کنفرانس کې یو وار بیا پاکستان ته د نيوکې ګوته ونیوله او له دغه هیواده یې وغوښتل چې د افغانستان د انکشاف لپاره ۵ سوه ملیون ډالره مرسته په خپله خاوره کې د تروریستانو په مخنیوي ولګوي. د افغان ولسمشر لخوا پاکستان ته د همدغې سياسي ګوزار څخه وروسته هم وسله والو طالبانو او هم پاکستانيو چارواکو د افغان سولې ډول په غاړه کړی دی. اوس په تازه کې د وسله والو طالبانو لخوا د سولې لپاره نوي شرطونه هم هغه زړې بابولالې ښکاري چې پاکستان يې د طالبانو په ژبه زمزمه کوي.

د افغانستان اوسنيو طبيعي او د پاکستان سياسي حالاتو ته په کتو د وسله والو طالبانو لخوا د سولې لپاره نوي شرطونه؛ له افغان حکومت سره د وسله والو طالبانو او پاکستاني حکومت يوه لوبه ده چې غواړي افغان حکومت دوکه او طالبان د راتلونکي کال جګړو لپاره سمبال کړي. اوس پوښتنه دا ده چې د وسله والو طالبانو په نامه سولې ته نوي وړاندي شوي شرطونه د طالبانو دي او که د پاکستاني حکومت؟

که ژور فکر وشي د طالبانو د قطر دفتر د وياند له خولې افغان سولې ته کيښودل شوي نوي شرطونه؛ د وسله والو طالبانو نه بلکې د پاکستاني حکومت شرطونه ښکاري. ځکه لومړی خو د افغانستان اوسني طبيعي حالاتو (موسم) ته په کتو؛ د سولې خبرې تش د طالبانو شعار ښکاري چې غواړي د ژمي په رارسيدو ځانونه په پاکستان کې خوندي او د نوي کال جګړې ته اماده کړي. ځکه دا لومړی ځل نه دی چې طالبان د ژمي په رارسيدو د سولې ډول غاړې ته اچوي بلکې له دې وړاندې هم افغان حکومتونه د پاکستان او طالبانو لخوا د ژمي په موسم کې غافل ساتل شوي او په مقابل کې يې وسله وال طالبان د پاکستان لخوا د راتلونکي کال جګړې لپاره تجهيز شوي دي.

دويم دا چې په قطر کې د طالبانو دفتر په رسميت پيژندل؛ په لوی لاس په افغانستان هم مهاله د دوه حکومتونو جوړيدل دي. ځکه وسله وال طالبان په خپل واک او اختيار کې نه دي بلکې د پاکستاني استخباراتو او آی ايس آی تر اغيز لاندې دي نو که په قطر کې يې دفتر په رسميت پيژندل کيږي نو معنا يې همدا ده چې د پاکستان په اشاره د طالبانو چليدونکي حکومت په رسميت وپيژندل شو. دا د وسله والو طالبانو شرط نه بلکې د پاکستان شرط دی چې د طالبانو په ژبه يې مطرح کوي. پاکستان غواړي په دې توګه له وسله والو طالبانو سره د افغان حکومت له سولې وروسته هم په دغې ډلې خپل نفوذ له لاسه ورنکړي او هر ډول يې که وغواړي؛ د افغان ولس او دولت په ضد يې وکاروي. د لته به د افغان دولت تر څنګ د طالبانو رسمي دولت هم شتون ولري. دوی به په راتلونکیو کلونو کې د حکومت د شريک نه بلکې د يو بيل دولت په شکل ځانونه مطرح کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي