پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د…

کتاب راز هستی

رسول پویان به زندانی که دل دربند آن زنجیر و برپا…

 اسلام سیاسی؛ از اصلاح دینی تا ایدئولوژی قدرت

 نویسنده: مهرالدین مشید اسلام سیاسی یکی از مهم‌ترین پدیده‌های فکری و…

روزهای آخر امین؛ روایت ناگفته از ورود شوروی و تغییر…

https://www.youtube.com/watch?v=K0xOd1gPFV0 تاریخ معاصر افغانستان؛ روزهای آخر حکومت حفیظ‌الله امین. روزهایی که…

وقتی عقل به راز و نیاز رسید

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist…

شورا در اسلام!

مقدمه  شورا ومشاوره واژه عربی است به معنی ابراز رای ،…

آئوزوف نویسنده‌ی شوروی و قزاقستان

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده . روسلان سمیاشکین  ،فرزانه‌ای از شرق و…

۲۰۲۱؛ افغانستان چگونه به نقطه عطف شکست غرب تبدیل شد؟

سقوط یک نظام، پایان یک جنگ یا آغاز یک نظم…

 از بیست سال جمهوریت قلابی تا پنج سال امارت استبدادی…

 نویسنده: مهرالدین مشید مردم افغانستان پس از سرنگونی دور نخست حاکمیت…

 اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

«
»

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب

له ښاغلي پروفیسور استاد نصیب الله سیماب سره چې د علم، ادب او فرهنګ په غوړېدلې او رنګینه نړۍ کې نوښتګر او هڅاند ادیب، خوږ ژبی شاعر، تکړه لیکوال، داستان او کیسه لیکونکی، څېړونکی او ژباړونکی دی، ځانګړې ادبي مرکه

مرکوال: انجنیرعبدالقادر مسعود

د شعر و شاعرۍ، علم او  ادب درنو او پتمنو مینه والو!

ادب د انسانیت تر ټولو ښکلی میراث او د تمدن تلپاتې خزانه او هغه ښېرازه بڼ دی، چې د پوهې، اخلاقو او ښکلا، رنګارنګ ګلان پکې غوړېږي. ادب هغه هینداره ده چې ملت خپل تېر، اوس او راتلونکی پکې ویني. او ادیب د قلم په څوکو تاریخ، کلتور او انسانیت ژوندی ساتي.  

شعر هغه ادبي ژانر دی چې احساسات، خیالونه، فکرونه او تجربې د ځانګړي وزن، اهنګ او هنري ژبې له لارې وړاندې کوي. شعر عادي خبرې نه دي؛ بلکې ژبه پکې ښکلا، موسیقيت او ژوره مانا خپلوي. تر هغه چې شعر ژوندی وي، احساس، مینه او انسانیت به هم ژوندی وي. شاعر هغه هنرمند دی چې یوازې شعر نه لیکي، بلکې زمانه احساسوي او وجدان راویښوي او د احساساتو خاموشې نغمې په ښکلو الفاظو بدلوي. د شاعر قلم هغه باران دی چې د وچو زړونو پر دښتو د امید ګلان راشنه کوي. تر څو چې شاعر ژوندی وي، احساس به ژوندی وي؛ او تر څو چې ادب ژوندی وي، انسانیت به خپله ښکلا له لاسه ور نه کړي. 

ګرانو مینه والو دا ځل  مې د پښتو ادب او فرهنګ په ځلیدونکي ډګر کې له یو وتلي او نومیالي استازي، شاعر، ادیب، کیسه لیکونکي، څېړونکي او ژباړونکي، ښاغلي استاد نصیب الله سیماب، چې په سهیلي پښتونخوا کې یې د پښتو ادب، شعر و شاعرۍ ډېوې ځلانده او روښانه ساتلې دي، د  یوې خوندورې او په زړه پورې ځانګړې مرکې له لارې له خپلو علمي او ادبي پنځونو او هستونو سره در پېژنم. 

ښاغلي استاد سیماب د خپلو علمي او ادبي نښیرونو(آثارو) له لارې د پښتو ژبې او ادب لمن زرغونه او پتمنه ساتلې ده. د ده په نښیرونو(آثارو) کې د هېواد او هېواد والو سره، د پښتو او پښتونولۍ سره، د سولې او سوکالۍ سره، د ملي یووالي او پیوستون سره ژوره مینه او همداسې د ښکلا او مینې، د طبیعت ښکلې او زړه وړونکې منظرې، د بیلتون، کډوالۍ او پردېسۍ کړاوونه او دردونه، د ولسي، ټولنیز، پښتني، او ملي ژوند و ژواک بېلابېل اړخونه په خوږو او زړه وړونکو الفاظو، شاعرانه او هنري ژبه انځور شوې دي. دلته د استاد سیماب صاحب د شعرونو څو بېلګې تاسو ته وړاندې کوم.

خدایه! ستا وړه دنیا کې لوی د مینې جهان راکړه

چې قربان پر ټول جهان کړم، ما له داسې جانان راکړه

چې یې سترګو کې نشه وي، چې مې ټول خمار خمار کړي

چې یې زه د تندي خال شم، دا تندی د زمان راکړه

هسې نه چې مې په مینه کې جانان درته خجل شي

ما په مینه کې مجنون کړه، ما ته څېرې ګرېوان راکړه

چې کرلي یو په بل وي، یو په بل سره ژوندي وي

چې جرس یې په نارو وي، ما ته داسې کاروان راکړه

لکه روح چې وي په تن کې، لکه وینه په رګو کې

بس یو نوم مې د سیماب وي، نور وجود د جانان راکړه

او یا وايي:

ستا کښته کاته زما د زړه و بام ته نه رسي

مينه پښتنه ده په ټيټ سر مقام ته نه رسي

هر سړى مجنون دی و هر چا ته ځان فرهاد ښكاري

ډېر شو عاشقان خو د منصور انجام ته نه رسي

عشق هغه سفر دی چي اغاز او انجام نه لري

يون زموږ د ميني په بېلتون تمام ته نه رسي

اوس به ستا له جوره زمانې په ژړا نه ژاړي

جوړي فاصلې ستا د سيماب و ګام ته نه رسي

او یا وایي:

خرڅه چې سي وینه، نو بې رنګه سي

خدایه! دا پښتون څنګه بې ننګه سي

چرته چې رهبر د قام، رهزن سي نو

بیا په هغه قام کې بیزو لنګه سي

خود به بې ننګي راباندې وخاندي

زما د سړیتوب خونه چې ړنګه سي

ستا له ملګرتیا به ځان ساتي سیماب

ستا په ملګرتیا سړی بدرنګه سي

او یا وايي: 

ته خو را نه ولاړې ستا يادونه دلې پاته دي

ستا بېرته راتګ ته مي لا سترګي كږې پاته دي

 تا به خود هېر كړی يمه ياره! مودې و شولې

زما خو لا په زړه كښي د پرهار نښانې پاته دي

څوک د چا له غمه نه مري دا وينا غلطه ده 

ډېر دي هجر مړه کړلو د چا لا ايرې پاته دي

راشه چي د ژوند كيسې په ژوند كښي سره خلاصي كړو

ما نه هم پاتېږي هم له تا نه كوڅې پاته دي

ستا هغه سيماب چي به وو ستا د زړه قرار همېش

ستا له جوره مړ شو ستا پر زړه لا ګيلې پاته دي

او یا وایي:

زموږ نسلونه نن د چا د خطا فصل اخلي

چې هره مور مې هره ورځ د ژړا فصل اخلي

زموږ ذهنونو کې د خپلې خوښۍ فصل کري

فکرونه پايي او د خپلې رضا فصل اخلي

داسې یو وخت به کله راشي چې د کلي نجونې

بیا د رنجو خالونه ږدي د خندا فصل اخلي

د بخت پر ځمکه مې دي مور ډېرې دعا کرلي

سیماب له خاورو څخه هم د طلا فصل اخلي

او یا وايي:

د ازادۍ ناوې ښايست غواړي څه نور ملګرو!

له چا رانجه له چا نه مينه له چا كور ملګرو!

څوك به يې نته څوك وږۍ څوك به يې خال جوړوو

په لافو نه ښايسته كېږي، نه په شور ملګرو!

راځئ! چي لاس په لاس كښي وركړو تفاوت ختم كړو

تر څو به سترګي پټوو تر څو به زور ملګرو!

د ازادۍ ناوې په څنګ د اږدها كښي اوسي

عيار دښمن مي راته جوړ نه كړي پېغور ملګرو!

دا كه نن نه وي خو سبا پر سر ډبره غواړي

راځئ! چي واړوو له غاړي دغه پور ملګرو!

او یا وایي:

چا ته به لاس ورکړمه، زه څوک په نغمو پورې کړم

زه خو لکه ګل داسې قسمت په ازغو پورې کړم

سرې سترګې به ګرځمه، احسان د رنجو نه وړمه

خاوره د قدم به دې اشنا! په لېمو پورې کړم

عقل لېونی شي، له شعور څه لاره ورکه شي

زه خپله کیسه چې د فرهاد په کیسو پورې کړم

هسې مې جانان سختوي دا ورځې او شپې د ژوند

لارې شوې جلا، اوس به تصویر په لمبو پورې کړم

نه کېږي سیمابه! ژوند له داسې لېونتوب سره

څه وکړم عالمه! څنګه لاس په توبو پورې کړم

او یا وایي:

چي له جانان سره يې کور او كلی جوړ نه شولو

څنګه مين وو چي پر سر يې څلی جوړ نه شولو

شايد په دې د خپل وجود څخه انكار كومه

چي د حالاتو په خنجر ويشتلی جوړ نه شولو

اوس به دا لاره بندوو دلته دېوال به وهو

په دغه لاره کښي بلا وهلی جوړ نه شولو

څنګه به چا ته د زړه حال وايي چي ولي مرمه

سيمابه! دا د وخت ښامار خوړلی جوړ نه شولو

او یا وایي:

په مينه مست زړه مي پاګل كړه يو وار

څراغ د حُسن راته بل كړه يو وار

چي مي بيا مرګ هم خلاصولای نه شي

 داسي مي زلفو کي ول ول كړه يو وار

بيا مي په دار باندي را و ځړوه

خو په تحقيق مي زړګی غل كړه يو وار

خير دی كه ستا را باندي زړه جوړېږي

داسي مي وران لكه كابل كړه يو وار

د لاس کچکول يمه په غاړه سيماب

ما د جانان کوڅه کي شل كړه يو وار

او یا وايي:

نه مي جهان نه مي جانان ته ژړل

ومه پښتون ځكه مي ځان ته ژړل

خپلوانو هسي کړم رسوا پر جهان

چا مي دستار چا مي ګرېوان ته ژړل

ستا د وجود ښكلا يې نه پېژنده

چا يې سايه چا يې ګمان ته ژړل

زه د يتيم وطن يتيم شاعر وم

شپه د اختر وه ما اسمان ته ژړل

د پښين په غېږ كښي را لوی شوى سيماب

پاس په باړه’ كښې خپل ارمان ته ژړل

او یا وايي:

درد مې باغي شو، د پرهار له کوره کډه کوي

ګوره ساده ته، د خپل یار له کوره کډه کوي

خاوره مې ژاړي لکه مور چې ځم تر پولې اوړم

لکه یو زوی چې د خپل پلار له کوره کډه کوي

موږ دا د ځالو ورانېدو روایت پرې نه ښود

ځکه مرغان مې د چنار له کوره کډه کوي

جانانه! ژر شه، تلوار وکړه، باد ته حکم کوه

وجود ایره شو، د انګار له کوره کډه کوي

سیمابه! غم یې وفادار دی، د تیارو ملګری

ماښام راځي او په سهار له کوره کډه کوي

او یا وایي:

د سترګو تور شونډو له رنګ د وطن

ور به كړو سر كه راغلی ننګ د وطن

د ازادۍ وينه له تنه ځبېښي

راشی چي و مينځو دا زنګ د وطن

دا حقيقت دی خوا به نه بدوو

څوك يې باچا څوك وي ملنګ د وطن

زه كه هر څو پكښې نهر ګرځمه

رقيب دې واوري يم پر څنګ د وطن

محبوبي! ستا پښو له يې څنګه دروړم

دغه يو سر مي دی قلنګ د وطن

د وطن خاوره خو مي مور ده خلګو!

ځکه خو ستا يمه فرهنګ د وطن

سيماب د توري حاجت نه لري اوس

قلم په لاس به كوي جنګ د وطن

***

او همداسې نور شعرونه.

ده د خپلې درنې ژبې د پراختیا، ودې او پرمختیا په لاره کې او د راتلونکي پښت او نسل په پالنه او روزنه کې کارنده او رغنده ونډه اخیستې ده. نوموړی د پاک او سپیڅلي قلم خاوند دی او په خپلو لیکنو کې یې تل د خپل قلم عفت او حیثیت ساتلی دی. د استاد سیماب صاحب په نښیرونو(آثارو) کې ډېر لوړ علمي او ادبي موضوعات او مفاهیم، انساني، ټولنیز، پښتني او ملي  تصورات او اندونه په خوږه، سلیسه، ساده او روانه ژبه بیان شوې دي.

پوهاند استاد محمد بشیر دودیال، چې د علم، ادب او فرهنګ په غوړېدلي ډګر کې پیاوړی ادیب، کیسه لیکونکی، نوښتګر څېړونکی او وتلی لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د استاد سیماب په اړه داسې کښلې دي:

((د سهیلي پښتیخا یو روڼ ستوری.

د پښتو ژبې د زده کړې،  ادب او څېړنو لپاره علمي او فرهنګي مرکزونه بېلابېلو سیمو  کې جوړ دي. دا سیمې  ظاهراً غرونو، پیچومو، سیندونو او آن (ډیورند) بېلې کړي؛ له کندهار تر کوټې، بنو، ټل- ادبی چمن، مردان، پېښور ، ننګرهار، کابل څو فرهنګی حوزې  جوړې شوي، خو احساس، ژبې ، کلتور او ادب سره یې مینه یو شان او واحده ده. که پېښور کې له پخوا څخه  تر نن پورې  استاد همیش خلیل، لایق زاده لایق، داکتر مروت، سوات کې پروېش، ننګرهار کې استاد قیام الدین خادم، استاد ګل پاچا الفت، استاد مجاور احمد زیار، استاد آصف صمیم، بیا کابل کې استاد حبیبی، کندهار کی علامه رشاد او استاد معصوم هوتک څېړنی، تالیفات او علمی کارونه کړي دي، کوټه کې هم درنو استادانو او لیکوالو لکه صادق ژړک او دوکتور استاد نصیب الله سیماب، نجیب آزاد،  په علمی څېړنو او تالیفاتو بوخت دي.   دا لویه نیکمرغي ده چې پښتانه طبیعي او سیاسي موقتو خنډونو نه دي بېل کړي، بلکې په معنوي لحاظ بیخي سره متحد دي. قدرمن اینجنیر صاحب عبدالقادر مسعود له کندهار او کابل نیولې، تر پېښور او د کوزې پښتیخا تر کوټې او نور شاوخوا ادبي محفلونو پوهنتونو او اکاډمیو څخه  موږ ته استادان او څېړونکي را پېژندلي او زموږ  د لوی او تاریخي وطن له ادب او ادبي لاسته راوړنو مو خبروي، د علم او ادب څېرو سره مو آشنا کوي او  د هر ادبي او فرهنګي څراغ له رڼا مو برخمن کوي.  دا دی داځل یې له دوکتور نصیب الله سیماب صاحب سره چې ټولو پښتنو ته یو ګران  او آشنا نوم دی، خوږه مرکه کړې ده. 

دوکتور سیماب د پښتو ژبې پراخه لمن کې د خوږ قلم لرونکی او هڅاند څېړونکی دی، ژبپوهنه، ارواپوهنه او فلسفه کې لوی لاس او راډیو او تلویزیون کې د کار تجربه لري، د پوهنتون استاد او د څو کتابونو مولف دی. په دې مرکه کې به د پښتو د بېلابېلو فرهنګي حوزو لوستونکي د ښاغلي مسعود صاحب د قلم له برکته د سیماب صاحب له علمي نظرونو، ژورو ادبي ځوابونو او د ښکلا له نړۍ او نویو پنځونو څخه خبر شي.

پوهاند استاد محمد بشیر دودیال ))

ښاغلی استاد سیماب صاحب  د پښتو ادب په ښېرازه او سمسور بڼ او د پښتنو په منځ کې د یو لوړ لیکوال، اديب، شاعر،څېړونکي، ژباړونکي او د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد او علمي شخصیت په توګه ډېر با ارزښته او دروند پوړی او مقام لري. دی د ټولنیز پوهنې، ولسپوهنې، څېړنپوهنې، کره کتنې، ښوونې، روزنې او ادبپوهنې له معیارونو سره  پوره اشنا دی او په خپلو نښیرونو(آثارو) کې یې په دغو برخو کې هر اړخیزې څېړنې او کره کتنې ترسره کړې دي.

(ډاکټر طارق رشاد)، چې پیاوړی او نومیالی لیکوال، تکړه شاعر، ژباړونکی او هڅاند څېړونکی دی، په خپله یو لیکنه کې د استاد سیماب صاحب په تړاو داسې وایي: 

((د شعر، فکر او ژبي یو روڼ  سیماب.

ځیني انسانان یوازي په یوه نوم او یوه دنده نه پېژندل کېږي، د هغوی ریښتینې پېژندنه د هغه د فکري او ادبي نړۍ له لاري کېږي چي په کلونو کلونو یې په قلم، پوهه او احساس جوړه کړې وي. ښاغلی استاد نصیب الله سیماب هم له همداسي ادبي شخصیتونو څخه دی . شاعر، استاد، څېړونکی، کره‌کتونکی او د پښتو ژبي او ادب یو ریښتنی خدمتګار.

 هغه د پښتو ادب په برخه کي لوړې علمي زده‌کړې کړي، په (۲۰۰۸)زېږدیز کال یې د پښتو کره کتني په برخه کي دوکتورا یا (PhD) ترلاسه کړې او د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد او علمي شخصیت په توګه یې اوږد مسلکي ژوند تېر کړی دی. 

خو د ښاغلی استاد سیماب اصلي انځور یوازي د هغه په دنده او رسمي  مقام کي نه رالنډیږي، هغه له (١٩٩٣)ز تر (٢٠٠٦)ز کال پوري د کوټې راډیو د اینکر(Anchor) یا د خپرونې د چلونکي ویاند  او د بولان ټلویزیون له لارې ادبي او فرهنګی فعالیتونه تر سره کړي، په کور دننه او نړیوالو علمي سیمینارو، کنفرانسونو او غونډو کې برخه اخیستې، ماسټرۍ او ام فیل(MPhil) څیړنې کړي، دوې ډوکتوراوې ، جایزې او طلایي مډالونه یې اخیستې او د هغه د شخصیت تر شا یو شاعر زړه او یو ویښ فکر سته. د ده له نښیرونو(آثارو) څخه څرګندېږي، چې د ده په شاعرانه نړۍ کي مینه، فکر او خپل‌ځان هغه درې ریښې دي چي شعر ترې اوبیږي او د ژبې خیال، احساس او عاطفي هنر سره تړي، ښه انځور، ژبنی هنر او د فکر تومنه سره ګډوي، عیني او ذهني دواړه انځورونه مهم ګڼی خو په معاصره شاعرۍ کې ذهني انځور ته ارزښت ورکوی او د شاعرۍ سمبول هم د شاعر د فردي او ټولنیز  حالت ګډوله ګڼي دا هم وایي : که شاعر خپله جذبه په هنرې ژبه داسي بیان کړي چې د نورو انسانانو له جذبې سره هم اړیکه پیدا کړي شعر ترې زیږي او د مینې ، ښکلا او فکر ګډه تجربه یې ګڼي او د شعر فورم یا بڼه هم د هغه د محتوا او هنري اړتیا له مخې ټاکي او  د دې تر څنګ هغه د شعر د تاریخي شالید په اړه سیستماټیک، ژور ، تحلیلي او پرله پسې نظر څرګندوي، شعر او نثر دواړه د انساني جذباتو او احساساتو لپاره غوره ګڼي. 

ښاغلی استاد سیماب  ادب د خپل وخت شاهد ګڼي او هم شاعر او لیکوال باید د خپلي زمانې دردونه، پوښتني، محرومیتونه، بدلونونه او هیلې ثبت کړي. د جګړې تر شا انسان ، دکډوالۍ تر شا ورکه سوې نړۍ او د بې کارۍ تر شا د یوې کورنۍ درد لیدل هغه انساني لید دی چي ادب له ساده وینا څخه په ژوره تجربه بدلوي.

د هغه په کره‌کتنیز فکر کي بیا یو مهم اصل دا دی چي نقد له دښمنۍ سره اوږه نه وهي،  که له یوه اثر، سبک یا نظریې سره اختلاف وي باید په دلیل، پوهه او علمي استدلال بیان سي. دا لید د ښاغلي استاد سیماب  ادبي شخصیت ته د شاعر تر څنګ د یوه پوه، متوازن او مسؤل کره‌کتونکي رنګ هم ورکوي.

د ښاغلي استاد سیماب  د ادبي او علمي اثارو پراخ لړ هم د هغه د اوږدې ادبي بوختیا څرګندونه کوي. 

دی په خپلو نښیرونو(آثارو) کې د ژبپوهنې ، ارواپوهنې او فلسفې نژدې اړیکې سره څیړي او د تخلیق اصل یې ګڼی ځکه ژبپوهنه د بیان وسیله ژوره کوي ، ارواپوهنه د انسان دننه نړۍ ته ننوزي او فلسفه د فکر او معنا افق اوچتوی او پراخوي .

ښاغلی  استاد سیماب هغه قلموال دی چي شعر ورته یوازي د الفاظو ښکلا نه ده، نقد ورته د مخالفت وسیله نه ده او ادب ورته یوازي د تفریح میدان نه دی بلکې ادب د انسان د زړه حافظه، د زمانې شاهد او د راتلونکي لپاره د شعور امانت ګڼي.

همدا وجه ده چي د ښاغلي استاد سیماب ادبي څېره د شعر له نرمو احساساتو، د فکر له ژورو پوښتنو او د نقد له علمي تلې سره یو ځای ولاړه ده .

 زه د ښاغلي استاد سیماب صاحب علمي او ادبي ډېوې تل بلې غواړم.

ډاکټر طارق رشاد.))

استاد سیماب صاحب یو دروند، پاک زړی، سپیڅلی او متفکر انسان، خواخوږۍ، متواضع، روڼ اندۍ، د لوړو انساني موخو، اوصافو او خصایلو خاوند شخصیت دی. ده پښتو ژبې او پښتنو ته په علمي، ادبي، فرهنکي او ټولنیزو چارو کې په پرله پسې هڅو سره له پاکۍ، تقوا، صداقت، اخلاص  او رښتنولي سره په عمل کې ارزښتناکه کارونه او فعالیتونه تر سره کړې دي. لنډه دا چې د استاد سیماب صاحب علمي، ادبي، فرهنګي او ټولنیز شخصیت د خورا ستاینې او درنښت وړ دی.

د ښاغلي استاد سیماب صاحب د پوره پېژندګلوي لپاره، ما له ده سره د ادب، شعر و شاعرۍ په تړاو یوه ځانګړې مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو د علم او ادب، شعر  او شاعرۍ درنو مینه والو پام ورته راګرځوم.

استاد سیماب صاحب اجازه راکړۍ خپل سلامونه او نیکې هیلې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم او خپلې پوښتنې ستاسو سره شریکې کړم.

ګران مسعود صاحب زه هم تاسو او ټولو مینه والو ته سلامونه وړاندې کوم ستاسو په خدمت کې یم.  

 مسعود: ګران سیماب صاحب که څه هم زموږ هیوادوال ستاسو له ادبي او فرهنګي سټې او له شعر او شاعرۍ سره اشنا دي، پریږدی یو ځل بیا زموږ د علم، ادب او فرهنګ  ګران مینه وال، په هیواد کې د ننه او بهر ستاسو علمي او ادبي څیره لا زیاته وپیژني. نو هیله کوم د خپل علمي، ادبي، فرهنګي او ځانګړي ژوند په اړه لنډ معلومات راسره شریک کړئ؟

استاد سیماب: له دې مهربانې پوښتنې څخه مننه. که خپل علمي، ادبي او فرهنګي ژوند په لنډ ډول بیان کړم، نو زه نصیب الله سیماب یم. د پښتونخوا د پښین د منزکي کلي اوسېدونکی یم .خپلې لوړې زده کړې مې د پښتو ژبې او ادب په برخه کې ترسره کړې دي؛ په ۱۹۹۶ کال کې مې له بلوچستان پوهنتون څخه په پښتو کې ماسټري او په ۲۰۰۸ کال کې مې له همدې پوهنتون څخه په پښتو تنقید کې دکتورا ترلاسه کړې ده.چي د سهيلي پښتونخوا د لومړی پښتو ادبيات پي ايچ ډي افتخار لرم.   

په (۲۰۰۰)زېږدیز کال کې مې د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې د استاد په توګه علمي ژوند پیل کړ او وروسته د مرستیال استاد، پوهنیار، پروفیسور او نورو علمي او اداري مسؤلیتونو تر کچې ورسېدم. د (۲۰۲۱)ز کال له سپتمبر څخه تر (۲۰۲۵)ز کال مې پورې د ادبیاتو او ژبو د پوهنځي د رئیس په توګه دنده ترسره کړې او اوس د بلوچستان پوهنتون د پښتو څانګې پروفیسور او د خان شهید چیر رئیس یم. 

زما د ادبي او علمي کار اصلي ساحې پښتو ادبي تنقید، ادبي تیوري، فولکلور، ادبي تاریخ، ژبه، کلتور، جمالیات او معاصر ادبي مطالعات دي. ما د پښتو ادب په برخه کې ګڼې څېړنې او کتابونه لیکلي دي. په دغو اثارو کې «بند دروازه»، «منجاري»، «د کره کتنې اصطلاحات»، «طالب خدای که به ملا شې»، «د تنقید تیورۍ»، «دستار»، «تصورات، رجحانات او تحریکونه»، «کابل ته ما وایه چې رنګ شي»، «پښتو ادبي تیوري» او «د پښتو ادبي تیورۍ په رڼا کې پښتو نظم» شامل دي.په ځانګړې توګه «پښتو ادبي تیوري» زما د علمي کار یوه مهمه برخه ده. په دې اثر کې مې هڅه کړې چې د پښتو ادب د مطالعې لپاره داسې تیوریک چوکاټ وړاندې کړم چې د پښتني فرهنګ، فولکلور، تاریخ، ژبې، ګډ شعور او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ ولاړ وي.زما ادبي ژوند یوازې په لیکلو او څېړنه محدود نه دی پاتې شوی. له اوږدې مودې راهیسې مې په ادبي او فرهنګي فعالیتونو، راډیو او ټلویزیون، ادبي ټولنو، څېړنیزو مجلو، علمي کنفرانسونو او سیمینارونو کې هم ونډه اخیستې ده. د راډیو پاکستان کوټې د اینکر په توګه مې له (۱۹۹۳)ز څخه تر(۲۰۰۶)ز پورې کار کړی او د بولان ټلویزیون له لارې مې هم د ادبي او فرهنګي فعالیتونو برخه اخیستې ده.ما په پاکستان، افغانستان، ایران او متحده عربي اماراتو کې په ګڼو ملي او نړیوالو علمي او ادبي سیمینارونو او کنفرانسونو کې ګډون کړی او خپلې څېړنې مې وړاندې کړې دي. د څېړنې په برخه کې مې هم د پښتو ژبې له ګڼو ځوانو څېړونکو سره کار کړی او تر څلوېښتو زیات د ماسټرۍ څېړنیز کارونه، (۱۸)ایم فل څېړنې او دوه دکتوراګانې مې تر څارنې لاندې بشپړې شوې دي.د ادبي او علمي کار په ترڅ کې مې یو شمېر ادبي او دولتي جایزې هم ترلاسه کړې  دي، چې په (۲۰۲۴)ز کال کې د علامه اقبال اکاډمۍ پاکستان د علامه اقبال ګولډ مډال هم پکې شامل دی.خو که له دې ټولو علمي او ادبي عنوانونو څخه تېر شو، زه خپل ځان تر هر څه وړاندې د پښتو ژبې یو خدمتګار ګڼم. زما لپاره ادب یوازې د کتاب لیکل نه دي؛ ادب د انسان، ټولنې، ژبې او فرهنګ د پېژندلو یوه لار ده. ما هڅه کړې چې د خپل قلم له لارې د پښتو ادب په تخلیقي، تنقیدي او تیوریک پرمختګ کې خپله ونډه واخلم او هغه ادبي میراث چې له موږ سره دی، د نوې زمانې له فکر او تجربو سره وتړم. زما د ژوند تر ټولو لویه پانګه کتابونه او علمي عنوانونه نه، بلکې هغه اړیکې، استادان، ملګري، زده‌کوونکي او ادبي ملګرتیاوې دي چې زما د ادبي او علمي سفر په اوږدو کې مې ترلاسه کړې دي. که په یوه جمله کې خپل ژوند راټولوم، نو وایم: ما له پښتو ادب څخه ډېر څه اخیستي او تر خپلې وسه مې هڅه کړې چې بېرته پښتو ادب ته هم څه ورکړم.

مسعود: تاسې له کله  راهیسې خپل استعداد او وړتیا  د شعر په هنر کې آزمویلی او په زړه پوري خوند او رنګ مو وربښلی دی. مهرباني وکړئ د خپلې شاعرۍ د انګیزې او پیلامې په اړه څه وویاست؟

استاد سیماب: ما شاعري د (۱۹۹۲)ز کال په شااوخوا کې پیل کړه. زما په اند په هر انسان کې یو نه یو شاعر موجود وي؛ خو دا بیا جلا خبره ده چې څوک هغه شاعر په خپل وجود کې پیدا کړي او څوک یې د ژوند په مصروفیتونو کې ورک کړي.زما په فکر، د انسان دننه شاعر هغه وخت راویښېږي چې دی د مینې په ټال کې وځانګي، د فکرونو په دریاب کې لاهو شي او بیا د تخیل په مرسته خپله یوه خیالي نړۍ جوړه کړي. د مینې په ټال خو هر انسان زانګي، خو هغه څوک چې د مینې په اصل او ژورتیا پوه شي، بیا خپل داخل اظهار د شعر په ژبه کوي.زه هم فکر کوم چې زما د شاعرۍ تر شا همدغه مینه، فکر او تخیل ولاړ دي. شعر زما لپاره یوازې د الفاظو یو ځای کول نه دي، بلکې د خپل دننه جذباتو او فکرونو هغه اظهار دی چې په بله ژبه یې ښايي بیانول راته ستونزمن وي.

مسعود: استاد پوهاند زیار د شعر د جوړښت لپاره، په خپل یو اثر ((پښتو بدلمېچ))  کې ژبه ، تول، واند، اند، ولوله (ژبه ، وزن، خیال، فکر، احساس یا عاطفه ) بنسټیز او اړین توکي ګڼي. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ او د استاد پوهاند زیار د دغو خبرو پر لاسوند، شعر څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟

استاد سیماب: زما په فکر، د استاد پوهاند زیار دا وېش ډېر مهم دی، ځکه شعر یوازې په وزن او قافیه نه جوړېږي؛ شعر د څو بنسټیزو عناصرو یو هنري ترکیب دی لکه. ژبه،هنر(فن)، خیال هر یو په شعر کې خپل ځانګړی نقش لري. که له دې عناصرو څخه یو هم کمزوری وي، د شعر هنري اغېز  کمېږي. ژبه د شعر د اظهار وسیله ده؛ وزن او اهنګ شعر ته موسیقي او حرکت ورکوي؛ خیال شاعر له عادي واقعیت څخه هنري نړۍ ته وړي؛ شعر ته فکري ژورتیا ورکوي او احساس یا عاطفه هغه ځواک دی چې شعر د لوستونکي تر زړه پورې رسوي.خو زه به دا هم ورزیاته کړم چې د دغو ټولو عناصرو تر څنګ هنري وحدت او تخیل ډېر اهمیت لري. شاعر باید دا عناصر داسې سره یوځای کړي چې شعر یوازې د ژبې، وزن، فکر یا احساس مجموعه نه وي، بلکې یو بشپړ هنري اثر ورڅخه جوړ شي.

زما په خيال، شعر د انسان د داخل هغه هنري اظهار دی چې احساس، فکر او خیال د ژبې او اهنګ په وسیله داسې منظم او هنري کېږي چې د شاعر شخصي تجربه له انفرادي حالت څخه ووځي او د لوستونکي له احساس او تجربې سره ګډه شي.

مسعود: تاسې د ادبياتو، شاعر، شعر او د ادیبانو او شاعرانو د پنځونو او هستونو پوړی او مقام د کلاسیکو فیلسوفانو لکه: «افلاطون، سقراط او ارسطو» د اندونو، افکارو او باورونو په رڼا کې څنګه ارزوی؟

استاد سیماب: که د ادبیاتو، شاعر، شعر او د ادیبانو د پنځونو مقام د کلاسیکو فیلسوفانو د نظریاتو په رڼا کې وارزوو، نو افلاطون، سقراط او ارسطو هر یو له بېل نظر څخه د ادب او هنر ته کتلي دي. د دوی په نظریاتو کې اختلاف شته، خو دا اختلاف د ادبیاتو د ماهیت د درک لپاره ډېر مهم دی.افلاطون له شاعرۍ سره یو څه محتاط چلند لري. د ده په اند، شاعرانه پنځونه تر ډېره د محسوسې نړۍ تقلید دی، په داسې حال کې چې حقیقت له دې محسوسې نړۍ ور هاخوا دی. له همدې امله افلاطون شاعر ته د حقیقت د مستقیمې سرچینې په سترګه نه ګوري او کله ناکله د شاعرۍ د ټولنیز او اخلاقي اغېز په اړه اندېښنه څرګندوي او شاعر له خپله سلطنت څخه پسې اخلي. خو دا خبره هم باید هېره نه کړو چې افلاطون خپله فلسفه په ډېر هنري او ادبي انداز وړاندې کړې ده؛ یعنې د ده په اثارو کې تمثیل، مکالمه، اسطوره او هنري بیان ډېر مهم ځای لري.سقراط بیا د شاعرۍ او شاعر په اړه له اخلاقي او معرفتي اړخه پوښتنې مطرح کوي. د هغه لپاره مهمه دا ده چې شاعر څه وایي، ولې یې وایي او دا وینا پر انسان او ټولنه څه اغېز کوي. یعنې هنر یوازې د خوند وسیله نه ده؛ له انسان سره د فکر کولو او د خپل ځان د پېژندلو اړیکه هم لري.خو ارسطو د شاعرۍ مقام ته په ډېر مثبت او ژور نظر ګوري. هغه د «محاکات» یا تقلید مفهوم د هنر د کمښت په معنا نه کاروي، بلکې محاکات د انسان یوه طبیعي ځانګړنه ګڼي. د ارسطو په نظر، شاعر یوازې دا نه بیانوي چې څه پېښ شوي دي، بلکې دا هم بیانوي چې څه پېښېدای شي. له همدې امله شعر د ځانګړي واقعیت تر څنګ د انساني تجربې له عمومي حقیقت سره هم اړیکه پیدا کوي. زما په خيال، د شاعر او ادیب مقام له همدې ځایه رپورته کيږي. شاعر تش د الفاظو ترتيبونکی نه دی؛ هغه د خپل عصر شاهد، د انسان د داخل ترجمان او د ټولنې د جذباتو او فکرونو هنري ترجمان دی. لوی ادیب هغه دی چې له خپل شخصي احساس او تجربې څخه داسې هنري اثر جوړ کړي چې د ده له زمانې هاخوا هم د انسان لپاره معنا ولري. زه ادب یوازې تقلید نه ګڼم. ادب د واقعیت، تخیل، فکر او احساس ګډه هنري تجربه ده. شاعر واقعیت ویني، خو یوازې یې نه نقلوي؛ هغه یې د خپل فکر او تخیل له لارې بیا تخليقوي او په داسې بڼه یې وړاندې کوي چې لوستونکی هم فکر ته را بولي، چي هم یې احساس کړي او هم ورڅخه جمالیاتي خوند واخلي.که د افلاطون، سقراط او ارسطو نظریات سره یو ځای کړو، نو ویلی شو چې د ادیب مقام یوازې په دې کې نه دی چې ښکلي الفاظ وکاروي؛ د هغه حقیقي مقام هغه وخت رامنځته کېږي چې ښکلا له فکر، احساس له حقیقت او هنر له انساني ارزښتونو سره یو ځای کړي.

مسعود: د يونانيانو د ادبي او شعري رسالو له امله د مسلمانو فیلسوفانو ادبي او فلسفي باورونه، اندونه او افکار اغېزمن شول. لکه څنګه چې فارابي، ابن سينا، ابوالبرکات بغدادي، ابن رشد او خواجه نصير طوسي هر يو د خپلو نښیرونو(آثارو) يوه برخه د شعر د لیدتوګي لپاره ځانګړې کړې ده.

مهرباني وکړئ، په لنډ ډول د دغو مسلمانو فیلسوفانو د ادبي او فلسفي اندونو او افکار په تړاو معلومات وړاندې کړئ.

استاد سیماب: هو، د یوناني فلسفې، په ځانګړي ډول د افلاطون او ارسطو د افکارو، ژباړې او خپرېدو د اسلامي نړۍ پر فلسفي او ادبي تفکر ژور اغېز وکړ. مسلمانانو فیلسوفانو دغه نظریات یوازې تکرار نه کړل، بلکې د اسلامي فکر او خپلې علمي تجربې له مخې یې وڅېړل او په ځینو مواردو کې یې نوي تعبیرونه ورکړل.فارابي د هنر او شعر په اړه د ارسطو له نظریاتو څخه اغېزمن و. هغه شعر د تخیل او محاکات له لارې د انسان پر فکر او احساس د اغېز وسیله ګڼي. د ده په اند، شاعرانه وینا یوازې د خوند لپاره نه ده، بلکې د انسان د تصور او ذهني حالت په جوړولو کې هم رول لري.ابن سینا هم د شعر د ماهیت او د هغه د اغېز په اړه بحث کړی دی. هغه د شعر اړیکه له تخیل، محاکات او انساني احساساتو سره څېړي. د ابن سینا په نظر، شعر د انسان په نفس اغېز کوي او د وینا له نورو ډولونو سره ځانګړی هنري او رواني ځواک لري.ابوالبرکات بغدادي که څه هم د شعر په اړه یې بحثونه د فارابي او ابن سینا په اندازه پراخ نه دي، خو د انسان د ادراک، نفس او عقل په اړه یې فلسفي نظریات د ادبي او هنري تجربې د درک لپاره ارزښت لري. هغه د انسان د باطني تجربې او ادراک مسئلې ته ځانګړې پاملرنه کوي.ابن رشد د ارسطو د افکارو ستر شارح ګڼل کېږي. هغه د شعر او ادبي بیان په اړه د ارسطو نظریات تشریح او تحلیل کړي دي. د ده په اند، شعر د محاکات او تخیل له لارې پر انسان اغېز کوي او د انساني افکارو او اخلاقو په جوړولو کې مهم رول لرلای شي.خواجه نصیرالدین طوسي بیا د اخلاقو، منطق او فلسفې تر څنګ د انسان د نفس، احساس او ټولنیز ژوند مسئلو ته هم پام کړی دی. د هغه په فکري نظام کې ادب او هنر له انساني اخلاقو او کمال سره اړیکه پیدا کوي.په پای کې ویلی شو چې دغو مسلمانو فیلسوفانو شعر یوازې د الفاظو او وزن یوه لوبه نه ګڼله؛ بلکې د تخیل، محاکات، احساس، اخلاقو او انساني ادراک له مسئلو سره یې تړاو ورکاوی. دوی د یوناني میراث په اخذولو سره د شعر او ادب د فلسفي مطالعې لپاره په اسلامي نړۍ کې یوه مهمه فکري زمینه برابره کړه.

مسعود: تاسې د ژبپوهنې، ارواپوهنې او د فلسفې د علم، مهم او ګډ اغېزمن اهمیت او ارزښت په نویو ادبي او فلسفي پنځونو او هستونو کې او د فلسفي شاعرانو په رامنځته کېدو کې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: زما په خيال، په معاصر ادب کې ژبپوهنه، ارواپوهنه او فلسفه درې داسې علمونه دي چې یو له بل سره ډېر نزدې اړیکه لري او د ادبي تخلیقاتو د ژورتیا لپاره ځانګړی اهمیت لري. نننی شاعر او ادیب یوازې د ښکلو الفاظو په کارولو بسنه نه کوي؛ هغه د ژبې جوړښت، د انسان د ذهن او نفسياتي کيفيت او د ژوند د معنا په اړه هم فکر کوي.

ژبپوهنه شاعر ته دا ور زده کوي چې ژبه یوازې د خبرو وسیله نه ده، بلکې پخپله د معنا جوړولو یو نظام دی. شاعر د کلمو له انتخاب، ترکیب، اهنګ، استعاره او نخښو څخه داسې استفاده کوي چې نوې معناوې رامنځته کړي. له همدې امله د ژبې ژوره پوهه د نوي ادب په پنځونه کې ډېر اهمیت لري.

ارواپوهنه بیا شاعر د انسان د داخلي نړۍ، احساساتو، عقدو، وېرې، مینې، یوازیتوب او ناخودآګاه ذهن له نړۍ سره مخامخ کوي. کله چې شاعر د انسان نفسیات وپېژني، نو د کردارونو او انساني تجربو انځورول یې له سطحي بیان څخه ژور هنري بیان ته انتقالېږي.

فلسفه بیا د ادب لپاره د پوښتنې او فکر ساحه پراخوي. فلسفه له شاعر سره د ژوند، مرګ، مینې، ازادۍ، حقیقت، عدالت، وجود او انسان د مقام په اړه د پوښتنې کولو زمینه برابروي. ځکه خو فلسفي شاعر یوازې احساس نه بیانوي، بلکې د احساس تر شا د موجود فکر او پوښتنې د بیان هڅه هم کوي.

زما په خيال، کله چې دا درې واړه ژبه، نفسيات او فلسفي فکر  په یوه شاعر کې سره یو ځای شي، نو د هغه شاعري له عادي جذباتي بیان څخه پورته ځي او فکري او فلسفي شاعري ورڅخه جوړېږي.البته فلسفي شاعر هغه څوک نه دی چې په شعر کې یوازې فلسفي اصطلاحات وکاروي. فلسفه باید د شعر په روح کې موجوده وي؛ یعنې شاعر باید د یوې ژورې پوښتنې، تجربې یا فکري کشمکش هنري اظهار وکړي.نو زه به ووایم چې د معاصر ادیب لپاره ژبپوهنه د اظهار وسیله‎ ژوره کوي، ارواپوهنه د انسان داخلي نړۍ ورښيي او فلسفه د فکر او معنا افق پراخوي. د دغو دریو علمونو ګډ اغېز کولای شي داسې ادبي پنځونې رامنځته کړي چې هم هنري ښکلا ولري، هم نفسياتي ژورتیا او هم فکري معنا.

مسعود: تاسې په شعر کې الهام، خيالونه، احساسات او عاطفي انځورونه څنګه ارزوئ؟ ستاسې پر اند، د شعر ويل او ليکل الهام دی که رياضت او انساني آزماېښت او تجربه؟

استاد سیماب: زما په خيال، الهام د شاعرۍ د پیل ټکی کېدای شي، خو یوازې په الهام شعر نه جوړېږي. الهام هغه ناڅاپي شېبه ده چې یو احساس، یو خیال، یوه خاطره یا یوه پېښه د شاعر په ذهن کې داسې څپه راولاړه کړي چې دی یې د بیانولو اړتیا احساس کړي. خو له دې وروسته د شاعر اصلي کار پیلېږي.خیال د شعر د تخیل نړۍ جوړوي، احساس ورته تودوخه ورکوي او عاطفه یې د انسان له زړه سره نښلوي. که شعر یوازې خیال وي، ښايي ښکلی تصویر ولري؛ که یوازې احساس وي، ښايي عاطفي وي؛ خو کله چې خیال، احساس او عاطفه د ژبې او هنري جوړښت له لارې سره یو ځای شي، نو شعر خپل حقیقي هنري قوت پیدا کوي.زما په خيال، شعر هم الهام دی او هم ریاضت. الهام د شاعر دروازه ټکوي، خو ریاضت هغه دروازه پرانیزي. شاعر باید ژبه زده کړي، ډېر ولولي، فکر وکړي، د ژوند تجربې وکړي او د خپل شعر پر هره کلمه بیا بیا غور وکړي. کله ناکله یو بیت په یوه شېبه کې راشي، خو د هغه د بشپړولو لپاره شاعر ساعتونه، ورځې او حتی میاشتې ورباندي فکر کوي.زه خپله هم داسې تجربه لرم چې کله کله یو خیال یا یو مصرع ناڅاپه ذهن ته راشي؛هغه هنري ښکلا هغه وخت پيدا کوي چي د ژبې، ادب، ژوند او انساني تجربې له سره ژوره اړیکه ولري، هغه الهام په بشپړ شعر نه شي بدلولای.نو زما لپاره الهام د شعر بڅرکی (شراره) دی او ریاضت یې اور دی. انساني تجربه یې تېل دي، فکر یې لارښود دی او ژبه هغه وسیله ده چې دا ټول د شعر په هنري بڼه بدلوي.په پای کې به ووایم چې ښه شعر یوازې د شاعر له تصور څخه نه پیدا کېږي؛ د هغه د ژوند له تجربو، مینې، درد، خوښۍ، ناکامۍ، مشاهدې او داخلي کشمکشونو څخه هم جوړېږي. شاعر څومره چې ژوند په ژوره توګه تجربه کړي، هماغومره یې شعر د انسان له حقیقي احساس سره نزدې کېږي.

مسعود: یوشمیر لیکوال او شاعران په دې ګروهه دي : (….چې د ښه شعر ځانګړتیا ښه انځور نه بلکې د هغه ښه ژبني بیان دی…) ستاسې پر اند په ادب او پښتو ژبه کې ژبني هنر، آرونه او ادبي معیارونه په خپل منځ کې څه اړیکې لري او اغیز یې څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: زما په خيال، په شعر کې ښه انځور او ښه ژبنی بیان دواړه مهم دي. که شاعر ډېر ښه خیال او انځور ولري، خو د بیان ژبه یې کمزورې وي، هغه خیال خپل بشپړ هنري قوت نه شي څرګندولای. له بلې خوا، که ژبه ډېره ښکلې او هنري وي، خو د هغې تر شا ژور خیال او جذبه نه وي، نو شعر به یوازې د الفاظو ښکلا پاته شي.زه ژبه د شعر د بدن او خیال، جذبه او فکر د هغه روح ګڼم. شاعر خپل داخلي حالت، خیال او تجربه د ژبې له لارې لوستونکي ته انتقالوي. له همدې امله په شعر کې د ژبې انتخاب، د کلمو تناسب، ترکیب، اهنګ، ایجاز، استعاره، تشبیه، سمبول او د کلمو ترمنځ اړیکه ډېر اهمیت لري. په پښتو ادب کې ژبنی هنر، آرونه او ادبي معیارونه له یو بل سره مستقیمه اړیکه لري. ژبنی هنر دا دی چې شاعر له خپلې ژبې څخه په داسې هنري ډول استفاده وکړي چې عادي خبره په ادبي او اغېزمنه وینا بدله شي. ادبي آرونه بیا هغه اصول دي چې د ژبې، خیال، وزن، موسیقیت، تصویر او معنا ترمنځ د توازن او همغږۍ زمینه برابروي. ادبي معیارونه د همدې هنري کیفیت د ارزونې لپاره موږ ته یو ډول کچه راکوي.خو ادبي معیارونه باید د شاعر تخليقي صلاحیت محدود نه کړي. ژبه ژوندۍ ده او ادب هم ورسره بدلېږي. یو نوښتګر شاعر کله ناکله له دودیزو معیارونو سره په شعوري ډول واټن اخلي او د ژبې د نوې تجربې له لارې نوي ادبي امکانات رامنځته کوي. البته دا نوښت باید د ژبې له طبیعي جوړښت او هنري منطق سره اړیکه ولري.

زه به دا خبره داسې لنډه کړم: ښه خیال شعر ته محتوا ورکوي، ښه ژبه ورته هنري بڼه ورکوي، او د دواړو ترمنځ همغږي شعر ته خپل اصلي جمالیاتي قوت ورکوي.په پښتو کې زموږ د کلاسیک او معاصر ادب لوی شاعران ځکه تر اوسه ژوندي دي چې هغوی یوازې خبرې نه دي کړې، بلکې خبرې یې په هنر بدلې کړې دي. د هغوی د ژبې موسیقي، تصویر، ایجاز او د کلمو انتخاب د دې سبب شوی دی چې شعر یې د وخت له قيده ازاد کړی دی،د هر وخت لپاره دی نو زما په خيال، ښه شعر نه یوازې ښه انځور دی او نه یوازې ښه ژبنی بیان؛ ښه شعر هغه دی چې خیال، احساس، فکر، تصویر او ژبه پکې په یوه هنري وحدت بدل شوي وي.

مسعود: فلسفي شاعر اقبال  لاهوري  وایي : (…. د شاعر طبعیت په  مینه  کې اخښل شوی او د مینې او ایمان  په  اور  کې پوخ شوی  دی …) تاسو په شعر کې ښکلا او مینه  څنګه  ارزوئ؟

استاد سیماب: زما په خيال، مینه د شعر له تر ټولو پخوانیو او ژورو سرچینو څخه ده. انسان چې له مینې سره مخامخ شي، د نړۍ لید یې بدلېږي؛ عادي شیان ورته نوې ښکلا پیدا کوي، فطرت ورسره خبرې کوي او د انسان د ژوند وړې وړې تجربې هم د شاعرانه احساس سبب ګرځي. له همدې امله زه د اقبال دا خبره ډېره مهمه بولم چې د شاعر فطرت باید په مینه کې اخښل شوی او د مینې او ایمان په اور کې پوخ شوی وي.خو زه مینه یوازې د عاشق او معشوق ترمنځ اړیکې ته نه محدودوم. مینه د انسان، وطن، ژبې، فطرت، انسانیت او حقیقت سره هم کېدای شي. کله چې شاعر له خپل چاپېریال او انسان سره مینه ولري، نو د هغه شعر له شخصي احساس څخه پورته ځي او د ټولنې او انسان د ګډ احساس ترجمان ګرځي.ښکلا هم زما په خيال یوازې د ظاهري حسن نوم نه دی. ښکلا د احساس، خیال، معنا او حقیقت یو ډول هنري ترکیب دی. یو شاعر کولای شي په درد کې هم ښکلا پیدا کړي، په غم کې هم شعر ومومي او په یوه عادي منظره کې داسې معنا وویني چې بل انسان یې نه ویني.زه به ووایم چې مینه د شاعر د احساس سرچینه ده او ښکلا د هغې هنري څرګندونه. شاعر مینه احساسوي، خیال یې انځوروي او ژبه یې په ښکلا بدلوي.البته یوازې مینه د ښه شعر لپاره بسنه نه کوي. مینه چې له فکر، تخیل، تجربې او هنري ژبې سره یو ځای شي، هغه وخت په شعر بدلېږي. که جذبه وي خو هنري بیان نه وي، ممکن هغه یوازې یو شخصي جذبه پاته شي؛ خو کله چې شاعر خپله جذبه په هنري ژبه کې داسې بیان کړي چې د نورو انسانانو له جذبې سره هم اړیکه پیدا کړي، نو شعر رامنځته کېږي.له همدې امله زما په خيال، شعر د مینې، ښکلا او فکر ګډه تجربه ده؛ مینه یې زړه دی، ښکلا یې هنري بڼه ده او فکر یې ژورتیا.

مسعود: تاسې نن سبا د جولې (فورم) له مخې د شعر کلاسیک او دودیز ځېلونه یا ډولونو لکه :  دوییزه (مثنوي)،  بولـله ( قصیده)، غزل، څلوریزه  (رباعي) ،   درېیزه  ( مثلث )، پاړکی (قطعه) … څومره اړين او ارزښتناک بولئ، که په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟

استاد سیماب: زما په فکر، د شعر کلاسیک او دودیز فورمونه تر اوسه خپل ارزښت له لاسه نه دي ورکړي.مثنوي، قصیده، غزل، څلوریزه یا رباعي، مثلث، قطعه او نور شعري ډولونه زموږ د ادبي میراث مهمه برخه ده. هر فورم خپل ځانګړی جوړښت، اهنګ، د بیان طریقه او هنري کشش لري.د غزل ځانګړتیا د احساس، مینې، عرفان او فلسفي افکارو د لنډ او موسیقايي بیان په برخه کې ډېره څرګنده ده. مثنوي د اوږدو داستانونو، تاریخي او حماسي موضوعاتو لپاره پراخ امکانات لري. رباعي بیا د یوې ژورې تجربې یا فلسفي مفکورې د لنډ او متمرکز بیان لپاره ځانګړی قوت لري. قصیده د ستاینې، ویناوې، ټولنیزو او فکري موضوعاتو لپاره کارېدلې ده او قطعه هم د یوې ځانګړې موضوع د متمرکز بیان کشش لري.خو زه فکر نه کوم چې معاصر شاعر باید یوازې د دې لپاره چې کلاسیک فورم دی، په هماغه قالب کې شعر ووایي. فورم باید د محتوا او هنري اړتیا له مخې انتخاب شي. که د شاعر فکر، احساس او موضوع په غزل کې ښه څرګندېږي، غزل دې وکاروي؛ که داستاني موضوع وي، مثنوي یا بل مناسب فورم ورته غوره کېدای شي.له بلې خوا، د معاصرې شاعرۍ ازاد شعر او نوي شعري فورمونه هم زموږ د وخت اړتیاوې دي. ادب ژوندی شی دی او د وخت له بدلون سره فورمونه هم بدلېږي.

نو زما په خيال، نه باید کلاسیک فورمونه پرېږدو او نه باید نوي فورمونه رد کړو. کلاسیک فورم زموږ ادبي حافظه او هنري تجربه ده، او نوي فورمونه زموږ د معاصر احساس او فکر د اظهار نوې لارې دي. اصلي معیار باید دا وي چې شاعر په هر فورم کې څومره هنري او اغېزمنه پنځونه کوي.

 مسعود: تاسې په خپله شاعرۍ کې زیاتره د سپین یا نوي او آزاد شعر پلوي یاست او که د غزل؟ مهرباني وکړئ د دغو شعري ډولونو په اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ؟

استاد سیماب: زه په خپله شاعرۍ کې هم غزل لیکم او هم سپین یا آزاد شعر، خو زما رجحان تر ډېره د موضوع او احساس له اړتیا سره تړلی وي. زه نه غواړم شاعر ځان یوازې تر یوه فورم پورې محدود کړي؛ ځکه هره موضوع خپل مناسب شعري جوړښت غواړي.غزل زموږ په کلاسیک او معاصر ادب کې ډېر مهم فورم دی. غزل د لنډو، موسیقايي او عاطفي بیانونو له لارې د مینې، درد، عرفان، فلسفې، ټولنیزو تجربو او انساني جذباتو د اظهار پراخ امکانات لري. په غزل کې د وزن، قافیې، ردیف او اهنګ له امله یوه ځانګړې موسیقي پیدا کېږي، او همدا موسیقي یې د لوستونکي او اورېدونکي له احساس سره ژر نښلوي. خو سپین یا آزاد شعر شاعر ته د بیان پراخه آزادي ورکوي. دلته شاعر اړ نه دی چې حتماً د غزل دودیز وزن، قافیه او ردیف مراعات کړي؛ بلکې د خیال، احساس، تصویر، داخلي موسیقۍ او معنوي تسلسل له مخې خپل شعر جوړوي. البته آزاد شعر دا معنا نه لري چې هره نثري جمله شعر ده. آزاد شعر هم خپل هنري جوړښت، اهنګ، تصویر، ایجاز او داخلي نظم لري.زما په فکر، د غزل او آزاد شعر ترمنځ اصلي توپیر په فورم کې دی، خو د دواړو روح خیال، احساس، فکر او هنري ژبه ده. که دا عناصر نه وي، نه دودیز فورم شعر ژغورلای شي او نه آزاد فورم.زه شخصاً هغه شعر خوښوم چې موضوع یې فورم ټاکي. کله چې یو احساس په غزل کې خپل بشپړ موسیقايي او عاطفي بیان پیدا کوي، غزل لیکم؛ او کله چې یوه موضوع پراخ نفس، ازاد حرکت او نوې ژبنۍ تجربه غواړي، آزاد شعر ته مخه کوم. په پای کې، زما لپاره د شعر ارزښت په دې کې نه دی چې هغه غزل دی که آزاد شعر؛ اصلي خبره دا ده چې شاعر څه ویلي، څنګه یې ویلي او د لوستونکي په ذهن او احساس کې یې څه اغېز پرې ایښی دی.

مسعود: شاعر وایي : 

د آفتاب پر کمند نه خیژم اسمان ته

نه ږدم بار لکه شبنم پر دوش  د ګلو

او یا دا لنډۍ لولو:

داسې د مخ په  سالو پټ کړه

لکه چې شپه پر ورځ خواره کړي تور جالونه

نن سبا کره کتونکي د یوه شعر په هنري ارزونه کې ترعیني انځورونو، ذهني انځورونه او بیا سیمبولونه هغه هم نوي نوي ډیر ټاکنده بولي.

تاسې په پښتو ادب او شعر کې عیني او ذهني انځورونه څه ډول ارزوۍ؟

استاد سیماب: زما په اند، په شعر کې عیني او ذهني دواړه انځورونه ډېر اهمیت لري، خو د معاصرې شاعرۍ په ارزونه کې ذهني انځور او سمبول ځکه ډېر مهم شوي چې شاعر یوازې د لیدل شوو شیانو بیان نه کوي، بلکې د هغو تر شا پټې معناوې، جذبات او فکري تجربې هم رااخلي.عیني انځور هغه دی چې شاعر یو شی، منظره، انسان یا حالت په داسې ژبه انځور کړي چې لوستونکی یې په ذهن کې تقریباً وویني. لکه په دې لنډۍ کې چې تاسو وويل دلته د شپې، ورځې او تور جالونو له لارې د مخ پټېدل په یوه ډېر ښکلي عیني تصویر کې وړاندې شوي دي. لوستونکی کولای شي هغه منظره په خپل ذهن کې وویني.خو ذهني انځور تر محسوسې صحنې یو ګام وړاندې ځي. شاعر د یوه شي له لارې یوه مفکوره، احساس یا نفسياتي حالت رامنځته کوي. لکه د شيدا دې بیت ،دلته د آفتاب کمند او د شبنم بار یوازې عادي تصویري عناصر نه دي؛ د شاعر د خیال، ارادې، ناتوانۍ، سپک‌والي او د انسان د وجود له فکري تجربې سره ژوره اړیکه پیدا کوي.زما په خيال، سمبول بیا د عیني او ذهني انځور ترمنځ یوه بله لوړه هنري مرحله ده. شاعر یو محسوس شی اخلي، خو هغه ته داسې پراخه معنا ورکوي چې له خپلې ظاهري بڼې څخه ډېر وړاندې ځي. په همدې وجه ننني کره کتونکي نوي سمبولونه ډېر مهم بولي؛ ځکه سمبول شعر ته د څو پوړیزې معنا امکان ورکوي.البته زه دا نه وایم چې عیني انځور کم ارزښته دی. د پښتو په کلاسیک او ولسي ادب کې زموږ د طبیعت، غرونو، سیندونو، ګلونو، شپې، ورځې، باران او انساني ژوند ډېر ښکلي عیني انځورونه لرو. خو لوی شاعر هغه دی چې له همدې محسوسو شیانو څخه ذهني او معنوي نړۍ هم جوړه کړي.زما په فکر، د شعر قوت هغه وخت زیاتېږي چې عیني تصویر، ذهني تصویر او سمبول یو له بل سره هنري اړیکه پیدا کړي. شاعر باید لوستونکي ته یوازې دا ونه وایي چې څه یې لیدلي؛ بلکې دا هم ورسره شریک کړي چې د هغه لیدلي شي په ذهن او احساس کې څه معنا پیدا کړې ده.لنډه دا چې عیني انځور د سترګو له لارې شعر ته راځي، ذهني انځور د فکر او خیال له لارې او سمبول د معنا ژور اړخونه رابرسېره کوي. د معاصر شعر یوه مهمه ځانګړتیا همدا ده چې له محسوس تصویر څخه د ژورې ذهني او سمبولیکې معنا پر لور حرکت کوي.

مسعود: یو شمیر شاعران په خپلو شعرونو کې د سیده، بربنډو او لوڅو خبرو، پیغامونو او موخو پر ځای د سیمبول او تمثیل ژبه پکاروي. ستاسې پر اند سیمبولونه په شعر کې د یو شاعر د ذهني او رواني حالاتو تمثیل دی او که په یوه ټولنه کې د اکربکر(حال احوال) څخه په طبیعي بڼه جوړیږي؟

استاد سیماب: زما په خيال، سمبول په شعر کې یوازې د شاعر د ذهني او نفسياتي حالت انعکاس نه دی او یوازې د ټولنې له حالاتو څخه هم نه جوړېږي؛ بلکې د دواړو ترمنځ د تعامل محصول دی.شاعر له خپلې ټولنې، تاریخ، کلتور او چاپېریال څخه اغېزمن کېږي. هغه څه چې په ټولنه کې پېښېږي، د شاعر په ذهن او نفسيات کې یوه ځانګړې تجربه جوړوي او شاعر بیا دغه تجربه د خپل تخیل له لارې په سمبول بدلوي. نو سمبول د خارج له نړۍ څخه شاعر ته راځي، خو د شاعر په داخلي نړۍ کې نوې معنا پیدا کوي.مثلاً «شپه» په خپله یو طبیعي حالت دی، خو شاعر کولای شي هغه د تیارې، وېرې، استبداد، ناهیلۍ یا د یوې ستونزمنې ټولنیزې مرحلې لپاره سمبول وګرځوي. همدارنګه «رڼا» یوازې رڼا نه پاته کېږي؛ کېدای شي د امید، پوهې، ازادۍ او بدلون معنا پیدا کړي. دا معنا په هر شاعر او هره ټولنه کې یو شان هم نه وي.زما په خيال، د سمبول لویه ځانګړتیا دا ده چې شاعر مستقیمه خبره نه کوي، بلکې لوستونکي ته د معنا د کشف زمینه برابروي. په همدې وجه سمبولیک شعر کله ناکله تر مستقیم بیان ډېر اغېزناک وي؛ ځکه لوستونکی یوازې د شاعر خبره نه اوري، بلکې د هغې معنا خپله کشفوي.خو دلته یو مهم ټکی دا هم دی چې هره استعاره یا هره مبهمه خبره سمبول نه شي کېدای. سمبول باید د شعر له ټولې فضا، د شاعر له فکري نړۍ او د موضوع له اړتیا سره اړیکه ولري. که سمبول یوازې د مبهم‌والي لپاره وکارول شي، شعر به ژور نه، بلکې مغلق شي.نو زه به ووایم چې سمبول د شاعر د باطن او چاپېریال ترمنځ د اړیکې هنري ژبه ده. ټولنه مواد ورکوي، شاعر یې په خپل ذهن کې تجربه کوي،په تخیل کي یې اچوي او شعر یې په داسې سمبول وړاندې کوي چې شخصي تجربه یې په ګډه انساني او ټولنیزه معنا بدله شي.

مسعود: په پښتو ادب کې بیلابیل ادبي سبکونه دود لري.مهرباني وکړئ دا سبکونه راته پرګوته کړئ، او تاسې د دغو سبکونو ځانګړتیاوې او اغیز د پښتو ادب د ودې، پرمختګ او پراختیا لپاره څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست، تاسې په شعر او شاعرۍ کې ځانته خپل سبک لرئ او که د کوم بل سبک پلوي کوئ؟

استاد سیماب: سبک تاسو په کومه مانا اخلئ؟ که چيري د فکر به مانا اخلی نو بيا ځواب يو دی که يې د فن په مانا اخلئ بيا ځواب بل دی(دا اوږد بحث دی) .زما په فکر، د سبک په اړه باید لومړی یوه خبره روښانه کړو. سبک په اصل کې د یوه شاعر یا لیکوال ځانګړی هنري او فني جوړښت او د بیان ځانګړې طریقه ده. یعنې هر شاعر د ژبې د استعمال، د خیال د وړاندې کولو، د تصویر جوړولو، د کلمو د انتخاب، د اهنګ، ترکیبونو، استعاراتو او د موضوعاتو د بیان له مخې خپل ځانګړی سبک پیدا کوي. په دې معنا سبک فردي ځانګړنه ده او هر پیاوړی شاعر خپل ځانګړی هنري غږ لري.البته د ادب په مطالعاتو کې «سبک» کله ناکله د یوه فکري یا هنري جریان او مکتب لپاره هم کارول شوی دی. لکه کلاسیکیزم، رومانتیزم، ریالیزم، سمبولیزم، سوریالیزم او نور. په دې معنا بیا سبک فردي نه، بلکې د ګڼو لیکوالو او شاعرانو ګډ فکري او هنري تمایل وي. په پښتو ادب کې هم موږ کولای شو دواړه مفاهیم سره بېل کړو. که د سبک خبره د فردي هنري جوړښت په معنا کوو، نو خوشحال خان خټک، رحمان بابا، حميدبابا،امير حمزه شنواری، اجمل خټک، غني خان او نور هر یو خپل ځانګړی سبک لري. د هغوی د ژبې، خیال، فکر، تصویر، عاطفې او د بیان د طریقې ترمنځ توپیرونه د همدې فردي سبک څرګندونه کوي. خو که سبک د فکري مکتب په معنا واخلو، بیا په پښتو ادب کې د تصوف او عرفان، مزاحمتي رنګ، پښتون ريالزم، ترقي پسند رجحان، رومانويت، مقصديت او نور  دي، نوې شاعرۍ او نورو فکري هنري تمایلاتو خبرې کولای شو. دا بیا د یوه فرد سبک نه، بلکې د یوه ادبي جریان یا ګډې فکري تجربې مسئله ده.زما په فکر، د پښتو ادب د ودې لپاره دواړه اړخونه مهم دي. ادبي مکتبونه د شاعر او لیکوال فکري افق پراخوي، خو فردي سبک هغه وخت رامنځته کېږي چې شاعر دغه اغېزې په خپل شخصي تخیل، تجربه او ژبه کې جذب او بیا یې په خپله ځانګړې بڼه وړاندې کړي.زه په خپله شاعرۍ کې هم هڅه کوم چې د کوم شاعر د سبک تقلید ونه کړم. له کلاسیکې شاعرۍ، معاصرې شاعرۍ، فلسفي او سمبولیک بیان څخه مې اغېز اخیستی دی، خو هڅه مې دا ده چې دغه اغېز په خپل فکري او هنري جوړښت کې داسې جذب کړم چې په پای کې خپل ځانګړی شعري ږغ پیدا کړم.زما په خيال د شاعر د سبک تر ټولو مهمه نخښه همدا ده چې شاعر د نورو په منځ کي خپل ځان پیدا کړي. مکتب فکري لار درښيي، خو سبک ستا د تګ خپله طریقه ده.

مسعود: ویل کیږي چې په پرتله د شعر د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر یو ښه او بریالی صنف دی. تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟ او دا راته وایاست خوشال خان خټک لکه څنګه چې پښتو شعر او نظم ښکلی او رنګین کړ، همدغسې په نثر کې هم د یوه داسې هنري نوښت بنسټ کیښود چې اوسنی پښتو ادب پرې ویاړي. که تاسې يې له څومره ييز او څرنگيز پلوه پر هنري او ادبي نوښتونو يوه لنډه رڼا واچوئ.

استاد سیماب: زما په اند، دا خبره په مطلق ډول سمه نه ده چې ګنې د انساني جذباتو او احساساتو د اظهار لپاره نثر تر شعر غوره او بریالی دی. شعر او نثر دواړه د انسان د داخلي نړۍ د اظهار پیاوړي هنري وسایل دي، خو د بیان طریقې او امکانات یې سره توپیر لري.شعر د وزن، اهنګ، ایجاز، خیال، تصویر، موسیقیت او عاطفي تمرکز له لارې احساس په ډېره لنډه او اغېزمنه بڼه وړاندې کوي. نثر بیا د تفصیل، تسلسل، وضاحت، داستاني فضا او د شخصیتونو د نفسياتي حالتونو د پراخ انځور امکانات لري. له همدې امله کله ناکله داسې احساسات چې په شعر کې په یوه بیت یا څو کرښو کې بیانېږي، په نثر کې د یوې بشپړې صحنې او داستان په وسیله څرګندېږي. نو زما په خيال د شعر او نثر ترمنځ د غوره والي مسئله نه، بلکې د هنري امکاناتو د توپیر مسئله ده.د خوشحال خان خټک په اړه بیا زه دا خبره ډېره مهمه ګڼم چې خوشحال یوازې ستر شاعر نه دی؛ هغه د پښتو د نثر په وده کې هم یو مهم بنسټګر دی. هغه پښتو نثر له پېچلي نيم شعري او مقفا بیان څخه تر یوه حده اسانه او خپل اصل بڼي پر لور بوت.د خوشحال په نثر کې د ده د شخصیت هغه ځانګړتیاوې هم ښکاري چې په شاعرۍ کې یې وینو: پیاوړی فکر، روښانه دریځ، د ژوند تجربه، حماسي روحیه، طنز، انتقاد، حکمت او د طبیعت او انساني ژوند ژوره مشاهده.په «دستارنامه» کې د پښتني ټولنې د مشرۍ، مېړانې، اخلاقو، نسب، دودونو او ټولنیزو ارزښتونو په اړه مهمي خبرې کوي. د دې اثر نثر د معلوماتو تر څنګ د شخصیتونو، پېښو او ټولنیزو ارزښتونو د انځورولو ځانګړی هنري رنګ لري.همدارنګه د خوشحال په نورو نثري اثارو کې موږ د طب، اخلاقو، سیاست، ټولنیز ژوند، تجربې او انساني طبیعت په اړه خبرې وینو. د ده نثر یوازې د یوې موضوع د بیان وسیله نه ده، بلکې د هغه د پراخ علم، تجربې او فکري نړۍ هنداره ده.که یې له کمیت او کیفیت دواړو پلوه وګورو، خوشحال خان د پښتو نثر لپاره یوه پراخه موضوعاتي ساحه پرانیسته. له کیفیتي پلوه یې نثر ته هر اړخيز فکري قوت، استدلال، روان بیان، طنزي رنګ، تجربوي لید او شخصیتي ځانګړتیا ورکړه.زما په اند، د خوشحال تر ټولو ستر نثري نوښت دا دی چې ده پښتو نثر یوازې د معلوماتو د انتقال وسیله نه؛ بلکې هغه یې د فکر، تجربې، انتقاد، ټولنیزې مشاهدې او ادبي اظهار وسیله وګرځوله.نو که د پښتو ادب په تاریخ کې د خوشحال مقام یوازې د شاعر په توګه وڅېړو، د هغه د شخصیت نیمه برخه به مو لیدلې وي. خوشحال شاعر، مفکر، مورخ، طبیب  و؛ او د ده نثر د پښتو د ادبي او فکري نثر په تاریخ کې یو مهم پړاو ګڼل کېږي.

مسعود: خوشال خان خټک وروسته له دې چې اورنګ زیب د مغولي دولت د زمامدارانو په سلا مشوره په  نامردانه ډول ونیوو او د هند د (رنتبور) په بندیخانې کې یې بندي کړ، د ده په نښیرونو (آثارو) کې په ځانګړي توګه د نوموړي د شعر په هنر کې ډیر بدلونونه او رنګینتوب څرګند شو.

ستاسې پر اند د دې لامل دک او دلیل په څه کې وُ؟

استاد سیماب: ‎زما په فکر، د خوشحال خان خټک د بند تجربه د هغه په شاعرۍ کې د فکري بدلون یو ډېر مهم لامل و. خوشحال له بند مخکې هم شاعر، جنګیالی، مشر او د خپل وخت له سیاسي حالاتو سره ژور تړاو لرونکی انسان و؛ خو کله چې د مغولي واکمنۍ له خوا په نامردانه توګه ونیول شو او د رنتبور په بند کې واچول شو، د هغه د ژوند تجربه ناڅاپه له یوه نوي او ډېر سخت حالت سره مخ شوه.بند د انسان له داخل سره د مخامخ کېدو یو ځانګړی حالت دی. له ازادۍ محرومیت، یوازېتوب، د خپل برخلیک په اړه فکر، د واکمن ظلم او د وطن او قوم د حالت اندېښنه د شاعر په ذهن او نفسياتو ژور اغېز کوي. همدا تجربه د خوشحال په شاعرۍ کې د ازادۍ، غیرت، مقاومت، پښتونولۍ او فردي کرامت مفکورې لا پیاوړې کړې.زه فکر کوم چې د خوشحال په شاعرۍ کې د بند دوره یوازې د موضوع د بدلون سبب نه شوه، بلکې د هغه د شاعرۍ عاطفي او نفسياتي ژورتیا یې هم زیاته کړه. هغه څه چې پخوا یې ښايي د یوه مشر او جنګیالي په توګه ویل، وروسته یې د یوه ځورېدلي، خو نه ماتېدونکي انسان له دننه څخه بیان کړل.د ده په شاعرۍ کې د بند درد، د ازادۍ ارمان او د مغولي واکمنۍ پر وړاندې مقاومت یو له بل سره داسې ګډ شول چې شعر یې یوازې شخصي درد پاتې نه شو؛ بلکې د یوه قوم د اجتماعي احساس او مقاومت ژبه شوه.له بلې خوا، بند د خوشحال د شخصیت یو بل اړخ هم راویښ کړی فلسفي او فکر انګېز اړخ. کله چې انسان له خپل عادي ژوند، واک، حرکت او ټولنیز چاپېریال څخه جلا شي، د ژوند، مرګ، برخلیک، انسان، عزت او ازادۍ په اړه یې فکر ژورېږي. خوشحال هم له دې تجربې څخه په استفادې خپل شعر له شخصي تجربې څخه د عمومي انساني تجربې پر لور بوت.نو زما په اند، د خوشحال د شاعرۍ هغه بدلون او رنګینتوب چې د بند له دورې وروسته لا ډېر څرګندېږي، د شخصي کړاو، سیاسي فشار، د ازادۍ د محرومیت، قومي احساس، مقاومت او ژورې فکري تجربې ګډه پایله ده.

په لنډه توګه، ویلی شو: بند خوشحال مات نه کړ؛ بند خوشحال لا پیاوړی، ژور او شاعرانه کړ. د زندان دېوالونو د هغه د بدن حرکت محدود کړ، خو د فکر او شعر افق یې لا پراخ کړ. له همدې امله د هغه د بند شعرونه یوازې د یوه بندي انسان فریاد نه دي، بلکې د ازادۍ، عزت او مقاومت ادبي سند هم ګڼل کېدای شي.

مسعود: زموږ په هیواد کې د لرغوني رزمي او حماسي ادبیاتو تاریخ یو ځانګړي بحث ته اړتیا لري، چې زیاتره یې د فولکلور په چوکاټ کې د خلکو په زړونو، سینو او مغزونو کې ځای نیولی دی. تاسې د یو لیکوال، ادیب او شاعر په توګه د دغو رزمي او حماسي ادبیاتو اغیز،  اهمیت او ارزښت د مضمون، منځپانګې او محتوا له مخې پر ادبي فورم او ډول او د تاریخ په روښانه کولو کې څه ډول ارزوئ؟ 

استاد سیماب: زما د پښتو ادب د تیورۍ له نظره چي ما په خپل کتاب کي وړاندي کړې ده د دې پوښتني ځواب دا کېدای سي چي، رزمي او حماسي ادبیات یوازې د جګړو، اتلانو او مېړانې روایت نه دی؛ بلکې دا د یوه ولس د اجتماعي حافظې، فرهنګي کوډونو، ارزښتونو، تخیل او تاریخي شعور هنري متن دی. په ځانګړي ډول زموږ هغه لرغوني حماسي روایتونه چې د فولکلور په بڼه له نسلونو نسلونو ته انتقال شوي، د ولس په ګډه حافظه کې د یوه ځانګړي ادبي نظام حیثیت لري.که د متن‌محورې تیورۍ له مخې ورته وګورو، نو په حماسي متن کې یوازې پېښه مهمه نه ده؛ بلکې ژبه، نخښې، تکرار، تصویر، کرکټر، روایت، تضاد او د معنا جوړښت ټول یو له بل سره اړیکه لري. اتل یوازې یو شخص نه پاتې کېږي، بلکې د یوې ټولنې د مطلوبو ارزښتونو سمبول ګرځي؛ دښمن هم یوازې یو فرد نه وي، بلکې د مقابل ارزښت یا ځواک استازیتوب کوي.له بلې خوا، د پښتني ادبي فرهنګي کوډ(ضابطه) له مخې په رزمي او حماسي ادب کې غیرت، مېړانه، وفاداري، ننګ، خپلواکي، میلمه‌پالنه، د خپلې خاورې دفاع او قرباني یوازې فردي صفتونه نه دي؛ بلکې هغه فرهنګي کوډونه دي چې د ټولنې د ګډ شعور برخه ګرځېدلي دي. حماسي روایت همدغه کوډونه په هنري ژبه بیا تولیدوي او له یوه نسل څخه بل نسل ته یې انتقالوي.د دې ادب په جوړښت کې اجتماعي تخیل هم ډېر مهم دی. ځکه فولکلوري حماسه د یوه لیکوال شخصي پنځونه نه ده؛ ولس پکې د وخت په تېرېدو سره خپلې تجربې، هیلې، وېرې، ارمانونه او ارزښتونه ورګډ کړي دي. له همدې امله په یوه حماسي روایت کې تاریخي واقعیت، افسانه، مبالغه او تخیل یو ځای لیدل کېږي.له تاریخي پلوه هم دا روایتونه مهم دي، خو زه یې له مستند تاریخ سره یو شان نه ګڼم. حماسي ادبیات موږ ته تل د یوې پېښې «عیني تاریخ» نه راکوي؛ بلکې د دې پېښې په اړه د ولس ذهنیت او تاریخي احساس راښيي. یعنې موږ ورڅخه دا پوښتنه هم کولای شو چې ولس خپل اتل څنګه تعریف کړی، د عدالت او ظلم تصور یې څه ډول و او کوم ارزښتونه یې د ساتلو وړ ګڼلي دي.د نوي تاریخپالنې له نظره هم دا حماسي روایتونه مهم دي؛ ځکه ادبي متن له خپل تاریخي او ټولنیز چاپېریال څخه جلا نه دی. په حماسي ادب کې د واک، مقاومت، قوم، خاورې، عدالت او خپلواکۍ هغه تصورونه چې رامنځته کېږي، د خپل وخت له ټولنیزو شرایطو سره اړیکه لري.نو زما په اند، د رزمي او حماسي ادب ارزښت یوازې په مضمون کې نه دی؛ مضمون، فورم، فرهنګي کوډ، اجتماعي حافظه، تخیل او تاریخي شعور ټول په ګډه د هغه ادبي ماهیت جوړوي. د حماسي ادب اتل د فرد له کچې پورته د ټولنې د ګډو ارمانونو استازی ګرځي، او همدا ټکی یې له عادي داستانه جلا کوي.له همدې امله زه زموږ د لرغوني حماسي فولکلور د پښتو ادب د تیورۍ لپاره ډېر مهم ګڼم. دا زموږ لپاره داسې ادبي تجربه ګاه ده چې پکې دمتن، فرهنګ، تاریخ، ټولنیز شعور، سمبول، تخیل او هویت اړیکې په طبیعي ډول مطالعه کېدای شي.که په یوه جمله کې یې ووایم: پښتو حماسي فولکلور د پښتني ټولنې د اجتماعي حافظې هنري متن دی؛ اتل یې د فرهنګي ارزښتونو سمبول، روایت یې د تاریخي شعور حافظه او ژبه یې د ولس د ګډ تخیل وسیله ده.

مسعود: دیو شمیر شاعرانو په شعرونو کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي زیات لیدل کیږي. تاسې په شعر کې دا لاملونه او فکتورونه څه ډول څیړئ؟ او دا راته وویاست چې تاسې هم په خپلو شعرونو کې له دغو لاملونو څخه هم کار اخیستئ او که نه؟

استاد سیماب: زما په خيال، مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي په شعر کې یوازې د شاعر د شخصي مزاج څرګندونه نه ده؛ دا ډېر وخت د شاعر د نفسياتي حالت، فکري دریځ، ټولنیز چاپېریال او فرهنګي کوډونو(ضابطو) انعکاس وي. شاعر چې له خپل وخت، ټولنې او ژوند سره ژوره اړیکه لري، د خپل چاپېریال کشمکشونه په شعر کې په بېلابېلو بڼو څرګندوي.مثلاً مستي کېدای شي د ژوند، مینې، ازادۍ او ښکلا د شدید احساس څرګندونه وي؛ یاغیتوب د حالاتو پر وړاندې د اعتراض او مقاومت ژبه کېدای شي؛ غرور کله کله د شخصیت د ځان‌باورۍ او انفرادي ځان خوښۍ نخښه وي او سرکښي بیا د جبر، محدودیت او تحمیل پر وړاندې د انسان د ازادۍ غوښتنه تمثیلولای شي.که د پښتني ادبي فرهنګي کوډ له مخې ورته وګورو، نو په پښتو شاعرۍ کې غیرت، ننګ، خپلواکي، مېړانه او د ظلم پر وړاندې درېدل له پخوانیو فرهنګي ارزښتونو سره تړاو لري. له همدې امله یاغیتوب او سرکښي په پښتو شعر کې یوازې انفرادي احساس نه دی؛ ډېر وخت د ټولنیز او فرهنګي مقاومت معنا هم پیدا کوي.له بلې خوا، د ارواپوهنې له مخې شاعر کله د خپل داخلي فشار، محرومیت، مینې، ماتې، غوسې یا ازادۍ غوښتنې د بیان لپاره هم له سرکښۍ او یاغیتوب څخه کار اخلي. یعنې هغه څه چې په ظاهره غرور ښکاري، کېدای شي په حقیقت کې د یو ژور داخلي درد یا د خپل «ځان» د اثبات هڅه وي.زه په خپله شاعرۍ کې هم له دې کیفیتونو سره مخامخ کېږم، خو زما لپاره یې استعمال هدف نه، بلکې د موضوع او احساس طبیعي نتیجه ده. کله چې د انسان د ازادۍ، کرامت، مینې یا مقاومت خبره کوم، هلته یاغیتوب او سرکښي د بیان یوه طبیعي ژبه ګرځي. کله چې د مینې او ژوند د مستۍ خبره وي، بیا مستي د خوښۍ او عاطفي سرشاره‌توب په معنا راځي.خو زه غرور په مطلقه معنا نه ستایم. که غرور د ځان‌باورۍ او خپل شخصیت د ساتنې معنا ولري، ادبي ارزښت پیدا کوي؛ خو که د بل انسان د سپکاوي او ځان‌لوړ ګڼلو معنا ولري، بیا یې مثبت ادبي ارزښت نه وینم.نو زما په اند، په شعر کې مستي، یاغیتوب، غرور او سرکښي هغه وخت هنري ارزښت پیدا کوي چې د شاعر له فکري نړۍ، نفسياتي تجربې، ټولنیز واقعیت او فرهنګي چاپېریال سره عضوي اړیکه ولري. شاعر باید یوازې د یاغي ښکاره کېدو لپاره یاغي نه شي؛ بلکې یاغیتوب یې باید د یوې ژورې تجربې او معنا هنري بیان وي.په لنډه توګه، زه دا کیفیتونه د شعر د موضوع په توګه نه، بلکې د شاعر د احساس، فکر او فرهنګي دریځ د بیان د هنري وسایلو په توګه ګورم.

مسعود: د رحمان بابا په شعر کې، په پرتله د نورو شاعرانو د تصوف رنګ ډیر زیات څرګند دی. مهرباني وکړئ په دې اړه په لنډه توګه معلومات راکړئ، او دا راته وویاست، چې د ده په مجازي او حقیقي عشق کې کوم ځانګړي توپیرونه شتون لري؟ 

استاد سیماب: رحمان بابا د پښتو کلاسیک ادب له هغو شاعرانو څخه دی چې تصوف او عرفان یې د شاعرۍ له بنسټیزو موضوعاتو څخه دي. د ده تصوفي فکر یوازې د اصطلاحاتو او صوفيانه تعبیرونو په کارولو محدود نه دی، بلکې د ده د شاعرۍ په اخلاقي نړۍ کې ریښې غځولې دي.د رحمان بابا په شعر کې مینه، انسانیت، عاجزي، صبر، زهد، د نفس تزکیه، د دنیا بې‌ثباتي او د انسان د باطني اصلاح مهم ځای لري. هغه د ظاهري ژوند تر شا د یوه معنوي حقیقت د موندلو هڅه کوي. د ده لپاره انسان د ظاهر له کچې ډېر ژور موجود دی او د انسان د کمال لار د باطن له اصلاح او د مینې له تجربې سره تړلې ده.د رحمان بابا د تصوفي فکر یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې هغه تصوف له انساني اخلاقو سره نښلوي. د هغه په شعر کې ریښتینی صوفي هغه څوک نه دی چې یوازې له نړۍ ځان ګوښه کړي؛ بلکې هغه څوک دی چې له انسان سره مینه، له خلکو سره ښه چلند او له خپل نفس سره مبارزه ولري.د مجازي او حقیقي عشق په اړه زما په اند د رحمان بابا په شاعرۍ کې دواړه سره تړلي دي. مجازي عشق د انسان د احساس، ښکلا او مینې له محسوسې تجربې څخه پیلېږي، خو شاعر هڅه کوي چې له دې ظاهري مینې څخه د یوې لوړې او معنوي مینې پر لور حرکت وکړي.مجازي عشق د محبوب د ښکلا، دیدن، فراق، وصال او انساني عاطفې په ژبه بیانېږي؛ خو حقیقي عشق بیا د الله تعالی، حقیقت او مطلقې ښکلا سره د انسان د روح د تړاو معنا پیدا کوي.د رحمان بابا ځانګړتیا دا ده چې مجازي عشق د حقیقي عشق پر وړاندې نه دروي، بلکې د هغه د درک لپاره یې یوه وسیله ګرځوي. ظاهري ښکلا د معنوي ښکلا نخښه ګرځي او انساني مینه د مطلقې مینې پر لور د تګ یوه تجربه.البته د رحمان بابا په شاعرۍ کې عشق یوازې فلسفي یا عرفاني مفهوم نه دی؛ هغه یې له انسانیت سره هم تړلی دی. له همدې امله د ده عشق د فردي محبوب له دایرې څخه وځي او د ټول انسان، سولې، محبت او اخلاقو تر کچې رسېږي.نو که په لنډه جمله کې یې ووایم: رحمان بابا په مجازي عشق کې د انسان د زړه تجربه ویني، خو په حقیقي عشق کې د روح منزل؛ مجازي مینه د لارې ښکلا ده او حقیقي مینه د لارې مقصد.

مسعود:  تصوف په پښتو ادب کې څه وخت او د لومړي ځل لپاره د چا له خوا په کوم پېر کې رامنځته شو، او دا راته وویاست چې د تصوفي شعرونو په برخه کې کومو نامتو شاعرانو رغنده او  فعاله ونډه اخیستی ده. مهرباني وکړئ د دغو شاعرانو د شعرونو څو بیلګې راته په ګوته کړئ ؟ 

استاد سیماب:  زما په خيال، په پښتو ادب کې د تصوف د پیل په اړه باید د «شفاهي ادب» او «ثبت شوي ادب» ترمنځ توپیر وکړو. د پښتو په شفاهي ادب کې ښايي عرفاني او دیني مفاهیم تر دې وړاندې هم موجود وو؛ خو په ثبت شوي پښتو ادب کې تصوف د یوه منظم فکري او ادبي جریان په توګه په ځانګړي ډول د شپاړسمې پېړۍ د پيرروښان له ظهور سره څرګند شو.بایزید انصاري، چې په پیر روښان مشهور دی، د روښاني مکتب بنسټګر و. د هغه خیرالبیان په پښتو کې د تصوفي او اخلاقي فکر له لومړنیو مهمو ثبت شوو اثارو څخه ګڼل کېږي. هغه د پښتو په نثر او نظم کې د عرفاني، اخلاقي او فکري مفاهیمو لپاره نوې ساحه پرانیسته.د روښاني مکتب له مهمو شاعرانو څخه ارزاني خویشکی، مخلص، میرزاخان انصاري، دولت لواڼی او واصل د یادونې وړ دي. په ځانګړي ډول میرزاخان انصاري د روښاني فکر او شاعرانه هنر ترمنځ د توازن له امله ځانګړی مقام لري. د روښاني شاعرۍ په اړه څېړنې هم څرګندوي چې دغو شاعرانو عرفاني اصطلاحات، رمز، اشاره او د باطني تجربې مفاهیم پښتو شعر ته داخل کړل.له بلې خوا اخوند دروېزه د روښاني مکتب مخالف و او د مخزن الاسلام په څېر اثارو له لارې یې خپل دیني او فکري دریځ وړاندې کړی. له دې کبله د پښتو د تصوفي او دیني ادب لومړنی پړاو یوازې یو رنګ نه لري، بلکې د مختلفو فکري لیدلورو ترمنځ یو ژور فکري تعامل هم پکې لیدل کېږي.وروسته په اوولسمه پېړۍ کې رحمان بابا، خوشحال خان خټک ،عبدالقادر خان خټک او نورو شاعرانو په بېلابېلو اندازونو کې عرفاني او تصوفي مفاهیم وړاندې کړل. خو د دوی تصوف یو شان نه دی؛ د هر شاعر د شخصیت، فکري نړۍ او هنري جوړښت له مخې یې بڼه بدلېږي.په دې لړ کې رحمان بابا ځانګړی مقام لري. د هغه په شاعرۍ کې مینه، انسانیت، اخلاق، نفس‌پالنه، د دنیا بې‌ثباتي، توکل او د انسان د باطني اصلاح مفاهیم په داسې ساده، روانه او هنري ژبه وړاندې شوي چې تصوفي فکر یې د ولس له ورځني احساس سره نزدې کړی دی. د هغه دیوان نزدې ټول په غزلو ولاړ دی او تصوفي فکر یې د شاعرۍ له مهمو ځانګړتیاوو څخه دی.د بېلګې په توګه د رحمان بابا دا بیتونه د دنیا د ظاهري ارزښتونو پر وړاندې د هغه د عرفاني لید څرګندونه کوي:

هوښیار مه ګڼه هوښیار د دې دنیا –  بې ‌وقوف دی وقوفدار د دې دنیا

***

روښنایي په هغو زړونو ده حرامه- چې پرې کېني ګرد غبار د دې دنیا

دلته دنیا، غبار او روښنایي یوازې عادي کلمې نه دي؛ بلکې د تصوفي فکر رمزي او معنوي کوډونه دي. د دنیا غبار د انسان د باطن د تیارو، او روښنایي د معنوي بیدارۍ او معرفت نخښه ګرځي. دا هغه ځای دی چې تصوف له ساده دیني وعظ څخه ادبي او هنري تجربې ته اوړي.

نو که د پښتو ادب د تیورۍ له مخې یې تحلیل کړو، زه تصوف یوازې د یوه دیني مضمون په توګه نه ګڼم؛ بلکې دا د پښتو ادب په تاریخ کې یو فکري ، هنري نظام دی چې د انسان د ظاهر او باطن، مینې، معرفت، حقیقت، نفس، اخلاقو او د نړۍ د معنا په اړه یې د شاعرۍ د فکر ساحه پراخه کړې ده.په بله وینا، روښاني پېر پښتو شعر ته د تصوفي فکر دروازه پرانیسته، میرزاخان انصاري او نورو روښاني شاعرانو یې هنري ژبه پراخه کړه، او رحمان بابا دغه عرفاني تجربه په ساده، روانه او ژوره ولسي ـ هنري ژبه کې یوې لوړې شاعرانه مرحلې ته ورسوله.

مسعود: تاسې په شعر و ادب کې اسطوره څه ډول راپیژنئ (تعریفوئ)؟ او دا راته وویاست، چې  د اسطورې او سیمبولونو تر منځ څه توپیر شتون لري، د یو شاعر په نوښتګرانه هاندو و هڅو او ادبي هستونو او پنځونو کې څه اغیز لري؟

استاد سیماب: زما په خيال، اسطوره د یوه ولس د اجتماعي تخیل، تاریخي حافظې، عقیدوي تصوراتو او فرهنګي تجربو هغه لرغونی روایت دی چې د انسان، طبیعت، اتلانو، خدایانو، فوق‌العاده ځواکونو او د نړۍ د پیدایښت او معنا په اړه ځانګړې معناوې او باورونه پکې نغښتي وي. اسطوره یوازې یوه پخوانۍ کیسه نه ده؛ بلکې د یوه قوم د نړۍ‌لید او فرهنګي حافظې یوه ژوره برخه ده.په ادبي متن کې اسطوره هغه وخت ځانګړی اهمیت پیدا کوي چې شاعر یا لیکوال له یوې لرغونې اسطورې څخه د خپلې زمانې د یوې نوې تجربې د بیان لپاره استفاده وکړي. په دې توګه اسطوره له خپل تاریخي وخت څخه راووځي او په نوي متن کې نوې معنا پیدا کوي.

اسطوره او سمبول نږدې اړیکه سره لري، خو یو شی نه دي. اسطوره عموماً یو بشپړ روایت، کرکټر، پېښه یا فرهنګي نظام وي؛ سمبول بیا یو نخښه، تصویر، شی یا مفهوم دی چې له خپلې ظاهري معنا څخه ورهاخوا یوه بله ژوره معنا انتقالوي.مثلاً رستم په اصل کې یو اسطوري ـ حماسي شخصیت دی؛ خو یو شاعر کولای شي رستم د مېړانې، مقاومت او ځواک سمبول هم وګرځوي. همدارنګه ققنس یوه اسطوري مرغۍ ده؛ خو په نوي ادبي متن کې د بیا رازېږېدو، قربانۍ یا نوي ژوند سمبول کېدای شي.له همدې امله ویلی شو چې هره اسطوره سمبولیک ظرفیت لري، خو هر سمبول اسطوره نه ده.د شاعر په نوښتګرانه تخليق کې اسطوره ډېر اهمیت لري؛ ځکه شاعر له یوه زاړه فرهنګي روایت څخه د نوې معنا د جوړولو لپاره استفاده کوي. دا کار د متن د معنا ساحه پراخوي او لوستونکی له تېر، حال او راتلونکي سره په یوه فکري اړیکه کې دروي.د بېلګې په توګه، که معاصر شاعر د ښامار له لرغوني تصور څخه استفاده وکړي، ښامار یوازې یو افسانوي شی نه پاته کېږي؛ شاعر یې کولای شي د ظلم، استبداد، فساد، زور، وېرې یا داسې ځواک لپاره وکاروي چې یو سر یې پرې شي او بل سر یې راټوکېږي. په دې توګه یو لرغونی اسطوري تصویر د معاصرې ټولنې د تجربې هنري بیان ګرځي.همدا ځای د اسطورې له بیا تخليق سره تړاو لري. نوښتګر شاعر اسطوره نه تکراروي؛ بلکې هغه اخلي، له خپلې زمانې سره یې مخامخ کوي او نوی معنويت ورکوي.زما په خيال، اسطوره د شاعر لپاره د فرهنګي حافظې خزانه ده او سمبول د هغې حافظې د هنري انتقال وسیله. شاعر چې له دې دواړو څخه په نوښتګر ډول استفاده وکړي، شعر یې څو پوړیزه معنا پیدا کوي او لوستونکی مجبورېږي چې د متن تر ظاهري سطحې لاندې پټې معناوې هم کشف کړي. په لنډه توګه: اسطوره د اجتماعي تخیل او فرهنګي حافظې لرغونی روایت دی، سمبول د معنا د انتقال هنري نخښه ده؛ او نوښتګر شاعر د اسطورې له پخوانۍ معنا څخه د خپلې زمانې لپاره نوې سمبولیکه معنا جوړوي. همدا بهیر د ادبي متن د ژورتیا، نوښت او معنايي پراختیا سبب کېږي.

مسعود: تاسې، لنډۍ چې زموږ د ولسي ادب او فلکلور یوه غوره، مهمه او با ارزښته برخه ده څه ډول راپیژنئ، او دا راته وویاست چې د لنډیو شاعران څوک دي او په پښتو ادب کې د لنډیو ژورې ځانګړتیاوې او اغیز څه ډول ارزوئ؟

استاد سیماب: لنډۍ د پښتو ولسي ادب او فولکلور یو له تر ټولو لرغونو، ژورو او ژوندیو شعري فورمونو څخه ده. لنډۍ عموماً له دوو مسرو څخه جوړه وي؛ لومړۍ مسره یې لنډه او دویمه یې نسبتاً اوږده وي، خو د دې کوچني فورم دننه د پښتني ولس پراخه عاطفي، فکري او ټولنیزه تجربه نغښتې ده.د لنډۍ یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې شاعر یې مشخص فرد نه دی.دا د ولس ګډه شتمني ده. موږ د ډېرو لنډیو شاعر یا پنځوونکی نه شو معلومولای. لنډۍ د ولس په ګډه حافظه کې رامنځته کېږي، نسل په نسل انتقالېږي او د وخت په تېرېدو کې یې ولس اصلاح، بدله او بشپړه وي. له همدې امله زه لنډۍ د یوه فردي شاعر پر ځای د د ولس ګډه شتمني ګڼم.البته دا معنا نه لري چې هره لنډۍ حتماً په یوه شېبه کې د ټول ولس له خوا جوړه شوې ده. کېدای شي لومړی یې یو فرد ووایي، خو کله چې هغه د ولس له احساس او تجربې سره همغږې شي، ولس یې اخلي، ساتي، بدلون ورکوي او خپل ګډ ادبي میراث یې ګرځوي. په دې معنا د لنډۍ حقیقي شاعر  ولس دی.

د لنډیو ژوره ځانګړتیا د هغوی په ایجاز او معنوي پراخوالي کې ده. په دوو مسرو کې د مینې، فراق، وصال، جګړې، وطن، کډوالۍ، مور، خور، ښځې، ټولنیز ژوند، غیرت، طنز، اعتراض، غم او خوښۍ ډېرې پراخې تجربې بیانېږي.لنډۍ په ځانګړي ډول د پښتنې ښځې د باطن د اظهار یوه مهمه ولسي ژبه هم ده. هغه احساسات چې ښايي په عادي ټولنیز ژوند کې په مستقیم ډول بیانول ستونزمن وي، په لنډۍ کې په ډېر جرأت او هنري رمز بیان شوي دي. له همدې امله لنډۍ د پښتني ټولنې د ښځینه او نارینه دواړو عاطفي او اجتماعي نړۍ یوه مهمه حافظه ده.ما په خپل کتاب کي د دې جمالياتي او نور اړخونه بيان کړي دي.ما خپل کتاب؛د پښتو ادب  تیورۍ؛ کي دا نظر وړاندي کړی دی چي لنډۍ د ولسي فرهنګي کوډونو د مطالعې لپاره هم ځانګړی اهمیت لري. په لنډیو کې مینه، وفاداري، غیرت، ننګ، وطن، کورنۍ، مېلمه‌پالنه، قرباني او مقاومت یوازې موضوعات نه دي؛ بلکې د پښتني ټولنې د فرهنګي ارزښتونو کوډونه دي چې په هنري ژبه انتقال شوي دي.د لنډۍ بله ځانګړتیا موسیقیت، طبیعي اهنګ، تصویر او ناڅاپي پای دی. دویمه مسره ډېر وخت داسې ټکان ورکوونکی تصویر یا معنا وړاندې کوي چې د لومړۍ مسرې عاطفي فضا لا ژوره کړي. له همدې امله لنډۍ د لږو الفاظو په وسیله ډېر زیات احساس او معنا انتقالوي.له تاریخي پلوه هم لنډۍ ارزښت لري. ځکه په ډېرو مواردو کې د هغو پېښو، جګړو، کډوالیو او ټولنیزو بدلونونو انعکاس پکې موندل کېږي چې رسمي تاریخ یې ښايي په بشپړ ډول ثبت نه کړي. نو لنډۍ د ولسي تاریخي حافظې یوه مهمه سرچینه هم ده.زه به لنډۍ د پښتو ادب د کوچني فورم او لویې معنا یوه بېلګه وبولم. د هغې ښکلا په دې کې ده چې د شاعر نوم نه لري، خو د ولس ږغ لري؛ کتاب یې نه درلود، خو حافظه یې کتاب شوه؛ او لیکلی مؤلف نه لري، خو نسلونو نسلونو یې پنځونه کړې ده.

نو په لنډه توګه، لنډۍ د پښتني ولس ګډ شعري وجدان دی؛ دوه مسرې لري، خو د یوه ولس د مینې، درد، ارمان، مقاومت او ژوند یوه پراخه نړۍ پکې ځای شوې ده.

مسعود: تاسې د لنډیو معنوي او حماسي انځورونه او تشبیهات څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو انځورونو او تشبیهاتو څو بیلګې را ته پر ګوته کړئ.

استاد سیماب: زما په اند، د لنډیو یوه لویه هنري ځانګړتیا دا ده چې په ډېر لږو الفاظو کې ډېر ژور معنوي، عاطفي او حماسي انځورونه جوړوي. لنډۍ یوازې احساس نه بیانوي، بلکې د طبیعت، انسان او کلتور له محسوسو عناصرو څخه د پراخو معناوو لپاره استفاده کوي.د معنوي انځور یوه ډېره ښکلې بېلګه دا ده:

جانان مې ستوری د اسمان دی – نه ورختی شم، نه مې زړه صبر کوینه

دلته جانان د اسمان له ستوري سره تشبیه شوی دی. ستوری ښکلی او روښانه دی، خو له انسانه لرې دی. په دې توګه د محبوب ښکلا، لوړ مقام او د عاشق د ناتوانۍ احساس په یوه کوچني تصویر کې راټول شوی دی.همدارنګه:

جانانه فکر پکې وکړه – مینه سور اور دی، وارخطا نشې مینه

دلته مینه له سور اور سره تشبیه شوې ده. اور د عشق شدت، سوځېدنه او خطر څرګندوي. نو یو محسوس شی، یعنې اور، د انسان د یوه ژور باطني حالت د بیان لپاره کارول شوی دی.د حماسي انځورونو یوه ډېره پیاوړې بېلګه بیا دا ده:

ځان د وطن په شمع سیزه – چې پتنګان دې د زیارت طواف کوینه

دلته وطن د شمعې او وطنپال انسان د پتنګ په توګه انځور شوی دی. پتنګ د شمعې په مینه کې ځان سوځوي؛ نو د وطن لپاره د قربانۍ، میړانې او فداکارۍ ډېر پیاوړی حماسي تصویر ترې جوړېږي. زیارت هم دې قربانۍ ته د تقدس او درناوي معنا ورکوي.زما په خيال، د لنډۍ د انځور اصلي قوت یوازې په تشبیه کې نه دی، بلکې په دې کې دی چې یو کوچنی محسوس تصویر د یوې لویې عاطفي، معنوي یا حماسي معنا حامل ګرځي. همدا ایجاز او تصویري قوت دی چې لنډۍ د ولس په حافظه کې ژوندۍ ساتي.

مسعود: تاسو په پښتني ټولنه کې د پښتو متلونو اهمیت او ارزښت د خلکو په منځ کې د انساني او اخلاقي اړیکو د ټینګښت په تړاو او د معنوي، رواني او عنعنوي اغیز، ښیګڼو او لارښوونو په اړه څه ډول ارزوئ؟ مهرباني وکړئ د دغو متلونو څو بیلکې راته پر ګوته کړئ ؟

استاد سیماب:  زما په خيال، پښتو متلونه د پښتني ټولنې د ټولنیز، اخلاقي او فرهنګي شعور یوه مهمه برخه ده. متلونه یوازې د خبرو د ښکلا لپاره نه کارېږي، بلکې د ولس د اوږدې تجربې، پوهې، اخلاقي ارزښتونو او اجتماعي ژوند لنډې او پخې پایلې دي. پښتون ولس ډېر  وخت د یوې اوږدې خبرې پر ځای په یوه متل کې خپله خبره داسې راټولوي چې هم پکې حکمت وي، هم نصیحت او هم د ژوند تجربه.د انساني او اخلاقي اړیکو د ټینګښت په برخه کې متلونه ځانګړی اهمیت لري. «یو لاس ټک نه کوي» د ګډ کار او همکارۍ ارزښت بیانوي او انسان ته ښيي چې ټولنیز ژوند د یو بل له مرستې پرته بشپړېدای نه شي. همدارنګه «څه چې کرې، هغه به رېبې» انسان د خپلو کړنو د پایلو مسؤولیت ته متوجه کوي او د نېک عمل، انصاف او احتیاط لارښوونه کوي.د متلونو معنوي او نفسياتي اغېز هم ډېر مهم دی. کله چې یو انسان له ستونزې، ماتې یا ناامېدۍ سره مخ شي، ولسي متلونه ورته د صبر، حوصلې او تجربې پیغام ورکوي. مثلاً «صبر که تريخ دی، مېوه یې خوږه ده» انسان ته دا روحیه ورکوي چې د ستونزو په وړاندې باید حوصله له لاسه ورنه کړي، ځکه د زغم پایله ښه کېدای شي.د عنعنوي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې له پلوه هم متلونه د پښتني ټولنې یوه مهمه حافظه ده. په متلونو کې د مېلمه پالنې، مشرانو درناوي، غیرت، عزت، همکارۍ، رښتینولۍ او ټولنیز مسؤولیت ګڼ ارزښتونه له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقال شوي دي. د بېلګې په توګه: «مېلمه د خدای دوست دی» د پښتني مېلمه پالنې هغه دودیز ارزښت بیانوي چې مېلمه ته درناوی د ټولنیز اخلاقو یوه برخه ګڼي.متلونه د انسان د نفسياتي حالت د درک او اصلاح وسیله هم ګرځي. انسان ته د شخصي تجربې او د حقیقت د پېژندلو اهمیت ورپه ګوته کوي. همدارنګه «د بل په عیب پسې مه ګرځه، خپل عیب به دې هېر شي» د ځان‌اصلاح او د نورو د عیبونو د نه لټولو اخلاقي پیغام لري.

زما په خيال د پښتو متلونو ځانګړتیا دا ده چې د ولس فلسفه یې په لنډو جملو کې خوندي کړې ده. دوی د کتابي فلسفې پر ځای د ژوند له تجربې راوتلې فلسفه وړاندې کوي. له همدې امله یې اغېز پر عام انسان ډېر مستقیم او ژور وي.نو په پای کې ویلی شو چې پښتو متلونه د پښتني ټولنې شفاهي اخلاق، اجتماعي تجربه، نفسياتي حکمت او عنعنوي ارزښتونه له یوه نسل څخه بل نسل ته انتقالوي. متل د ولس لنډه خبره ده، خو تر شا یې اوږده تجربه ولاړه وي؛ همدا وجه ده چې په پښتني ټولنه کې یې لا هم د نصیحت، پرېکړې، ټولنیزې اړیکې او اخلاقي لارښوونې په توګه ځانګړی اعتبار ساتلی دی.

مسعود: پښتو غزل هغه شعري ځیل( ژانر) دی، چې د پښتو ادب په بیلابیلو تاريخي پېرونو(دورو) کې نومياليو ويناوالو او شاعرانو د انساني ژوند د راز راز سکالوو (موضوعاتو) او اړخونو پر بنسټ د پښتو ادب دنگه ماڼۍ ځلانده او اوچته ساتلې ده. که مهرباني وکړئ د پښتو غزل د ودې، پرمختګ او پراختیا په اړه خپل لید راسره شریک کړئ؟

استاد سیماب:  ستا دا پوښتنه پوره د ايم فل د تهيسز تقاضا کوي خو  زه هڅه کوم چي لنډ او جامع غوندي ځواب ووايم او دا به نيمګړی وي.

زما په خيال، پښتو غزل د پښتو ادب له هغو مهمو شعري ژانرونو څخه دی چې د وخت له بدلونونو سره یې خپل ځان ته نوی رنګ او نوی بیان ورکړی دی. که د پښتو غزل تاریخي بهیر ته وګورو، نو وینو چې د دې ژانر وده یوازې د شاعرانو د شمېر له زیاتېدو سره نه، بلکې د فکري، موضوعي، هنري، ژبني او تخنیکي بدلونونو له لارې هم شوې ده.د پښتو غزل لومړنۍ ریښې له کلاسیکې شاعرۍ سره تړاو لري. په دې پړاو کې غزل تر ډېره د عشق، عرفان، تصوف، ښکلا او انساني عاطفې د بیان وسیله وه. خو پښتو شاعرانو ډېر ژر غزل له خپلې ټولنیزې او فرهنګي تجربې سره وتاړه او هغه یې د خپل ژوند، چاپېریال او فکري نړۍ د بیان یوه مهمه وسیله وګرځوله.په کلاسیک پړاو کې رحمان بابا او خوشحال خان خټک،حميدبابا د پښتو غزل د ودې په تاریخ کې ځانګړی مقام لري. رحمان بابا غزل ته د عشق، عرفان، اخلاقو او انساني معنویت ژوره فلسفه ورکړه؛ په داسې حال کې چې خوشحال خان خټک د مینې ترڅنګ د مېړانې، آزادۍ، پښتني ارزښتونو او انساني عزت موضوعات هم د شاعرۍ نړۍ ته داخل کړل. له همدې امله د دوی شاعري د پښتو غزل د موضوعي پراختیا مهم پړاو ګڼل کېدای شي.خو حميدبابا او د سبک هندي نورو شاعرانو پښتو غزل د پېچلو استعارو،تشبهاتو او تراکيبو سره داسي واخښوله چي د فارسي ژبي خواږه يې هم ډېر ورسره راوړه چي د غزل د پېچلتوب سبب شو.وروسته د پښتو غزل په بېلابېلو تاریخي پېرونو کې نویو شاعرانو د دې ژانر ساحه لا پراخه کړه. غزل له فردي عشق څخه ورو ورو د ټولنیزو ستونزو، سیاسي وضعیت، وطنپالنې، آزادۍ، هجرت، فقر، جګړې، سولې او انساني دردونو تر بیان پورې ورسېد. په معاصر پړاو کې شاعر نور یوازې د خپل محبوب له ښکلا سره خبرې نه کوي، بلکې له ټولنې، تاریخ، سیاست، انسان او خپل عصر سره هم خبرې کوي.د پښتو معاصر غزل یوه مهمه ځانګړتیا دا ده چې د کلاسیکې غزلې عاطفي او موسیقايي میراث یې ساتلی، خو د بیان او فکر ساحه یې پراخه کړې ده. معاصر شاعر له نوو تجربو، نوو تشبیهاتو، سمبولونو او ژبنیو امکاناتو څخه استفاده کوي. په دې توګه غزل د زمانې له فکري بدلونونو سره ځان عیاروي.

زما په خيال، د پښتو غزل د پراختیا په برخه کې د ښځینه شاعرانو ونډه هم ډېره مهمه ده. ښځینه شاعرانو د مینې، کورني ژوند، ټولنیزو محدودیتونو، ښځینه احساس، انتظار، فراق او خپلواکۍ موضوعاتو ته له خپلې ځانګړې تجربې څخه نوی شعري بیان ورکړی دی. په دې توګه د غزل عاطفي او انساني نړۍ نوره هم پراخه شوې ده.د پښتو غزل د پرمختګ بله مهمه وسیله ژبه او هنري تخنیک دی. د شاعرانو له خوا د تشبیه، استعاري، سمبول، تلمیح، ایهام او تصویري ژبې پراخ استعمال غزل ته هنري ژورتیا ورکړې ده. همدارنګه د موسیقايي جوړښت، وزن، قافیې او ردیف په برخه کې د شاعرانو نوښتونو د دې ژانر شعري ښکلا پیاوړې کړې ده.نو که په لنډ ډول ووایم، پښتو غزل له عشق څخه پیل شوې، خو په عشق کې محدوده نه ده پاته شوې. له فردي احساسه یې د ټولنې تر احساسه، له شخصي درد څخه تر تاریخي درد پورې او له ښکلا څخه تر فلسفې او ټولنیز شعور پورې سفر کړی دی.د پښتو غزل د ژوندي پاتې کېدو ستر راز همدا دی چې له خپل کلاسیک میراث سره اړیکه ساتي، خو د هر نوي عصر نوې پوښتنې او نوې تجربې هم په خپل شعري وجود کې ځایوي.که غزل د خپل وخت له انسان سره خبرې وکړای شي، نو د دې ژانر وده او پراختیا به تل روانه وي.

مسعود: شعر او موسیقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټیزي ستنې دي، او یو له بل سره تړاو لري. تاسې په دې اړه څه لید لرئ، او دا راته وویاست، چې ستاسې شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ویلي دي؟

استاد سیماب: شعر او موسیقي د هر کلتور د ماڼۍ دوه داسې بنسټیزې ستنې دي، چې یو د بل له سیوري پرته بشپړ اغېز نه شي ښندلای. شعر د انسان د احساس، فکر او تجربې ژبه ده او موسیقي همدې احساس ته اواز، حرکت او عاطفي ځواک ورکوي. په ځانګړې توګه زموږ په پښتني کلتور کې شعر او موسیقي له ډېر پخوا راهیسې یو له بل سره ژوره اړیکه لري. لنډۍ،غاړي، غزل، بدله، چاربیته او نور ولسي او ادبي شعري فورمونه د موسیقۍ له لارې له یوې سینې څخه بلې سینې ته او له یوه نسل څخه بل نسل ته رسېدلي دي.زما په اند، کله چې یو ښه شعر د موسیقۍ جامه واغوندي، نو د هغه د اغېز ساحه لا پراخېږي. شعر د فکر او کلام قوت لري او موسیقي هغه فکر او احساس ته عاطفي خوځښت ورکوي. له همدې امله زموږ په ټولنه کې ډېر داسې شعرونه شته چې خلک یې د کتاب له مخه نه، بلکې د سندرغاړو له اوازه پېژني. زما ځینې غزلې هم پخوا د پاکستان ټلویزیون (PTV) او راډیو پاکستان کوټې له لارې د سیمې ځینو سندرغاړو ویلي دي. دا زما لپاره یوه ځانګړې خوښي وه، ځکه چې شعر هغه وخت لا ډېر ژوندی احساس پیدا کوي، کله چې له کتاب او کاغذ څخه ووځي او د یوه هنرمند په اواز کې د خلګو تر غوږونو ورسېږي.

مسعود:  یو شمیر شاعرانو او لیکوالو د خپلو څیړنیزو او نوښتګرو کارونو او فعالیتونو لپاره  د بهرنیو لیکوالو نښیرونه(آثار) او شعرونه ژباړلي دي. ستاسې پر اند د بهرنیو نښیرونو(آثارو) ژباړه او یا زموږ د نښیرونو(آثارو)  ژباړه  په  نورو ژبو کې  د پښتو ادب و فرهنگ د  ودې  او پرمختګ  لپاره څه اغیز ښندلای شي؟  او دا راته وویاست چې تاسې  پکې  ونډه  اخېستې  ده  او که  نه؟

استاد سیماب: زما په خيال ژباړه د دوو ژبو ترمنځ یوازې د کلمو د انتقال وسیله نه ده، بلکې د دوو کلتورونو، فکرونو او ادبي تجربو ترمنځ د اړیکې یو مهم پُل دی. کله چې موږ د نړۍ د نورو ژبو مهم ادبي او فکري آثار پښتو ته راژباړو، نو زموږ ادب له نوو افکارو، ادبي نظریو، اسلوبونو او هنري تجربو سره اشنا کېږي. همدارنګه، کله چې زموږ پښتو آثار نورو ژبو ته وژباړل شي، نو پښتو ادب د خپلې ژبې له جغرافیایي او فرهنګي محدودې څخه وځي او د نړۍ له لوستونکو سره د خبرو امکان پیدا کوي.

په ځانګړې توګه د پښتو ادب لپاره ژباړه ځکه ډېره مهمه ده چې زموږ ادبي او فرهنګي شتمني ډېره پراخه ده، خو لا هم د نړۍ په ادبي چاپېریال کې په هغه اندازه نه ده پېژندل شوې چې باید پېژندل شوې وای. که زموږ کلاسیک شعر، افسانه، ناول، ولسي ادب او معاصر شعر په انګلیسي او نورو نړیوالو ژبو وژباړل شي، نو نړۍ به له پښتني ژوند، فکر، کلتور، تاریخ او جمالیاتو سره لا ښه اشنا شي.له بلې خوا، یوازې ژباړه بسنه نه کوي؛ د ژباړونکي ادبي ذوق او د دواړو ژبو له فرهنګي ځانګړنو سره بلدتیا هم ډېر اهمیت لري. ښه ژباړه باید د اصلي اثر روح، هنري کیفیت او فکري ژورتیا تر ډېره وساتي. په ځانګړې توګه د شعر ژباړه ډېره ستونزمنه ده، ځکه شعر یوازې الفاظ نه دي؛ وزن، موسیقي، استعاره، کلتوري رمزونه او عاطفه هم ورسره تړلې وي.ما هم د خپل ادبي او څېړنیز کار په ترڅ کې له ژباړې سره تر یوه بریده کار کړی دی او د نورو ژبو له ادبي او فکري اثارو څخه مې د استفادې هڅه کړې ده. زما په اند، زموږ د ادبي څېړنې د پرمختګ لپاره دا ډېره مهمه ده چې له نړیوالو ادبي نظریو او تجربو سره اړیکه ولرو، خو په عین وخت کې خپله ادبي او فرهنګي ځانګړتیا هم له لاسه ور نه کړو.بل دا چي سږ کال مي يو پي ايچ ډي سکالر په د سهيلي پښتونخوا پر ژباړه باندي ډګرۍ ترلاسه کړې ده.په پای کې به ووایم چې ژباړه د پښتو ادب لپاره د نړۍ پر لور یوه کړکۍ ده، او د پښتو ادب ژباړه بیا نړۍ ته زموږ د فکر، احساس، تاریخ او کلتور د ورپېژندلو یوه وسیله ده. که دې کار ته په علمي او مسلکي ډول پاملرنه وشي، نو د پښتو ادب د ودې، نړیوال معرفت او فرهنګي پیاوړتیا لپاره ډېر ستر اغېز لرلای شي.

مسعود: په یوه ټولنه کې چې د عقایدو او فرهنګ سانسور واکمن وي، ستاسې پر اند په یو شاعر او لیکوال باندې څه اغېز لري؟ شاعر او لیکوال څنګه کولای شي له دې ډول ناخوالو سره مبارزه وکړي؟

استاد سیماب: کله چې په یوه ټولنه کې د عقایدو او فرهنګ په نوم سانسور واکمن شي، تر ټولو لومړی اغېز یې د شاعر او لیکوال پر ازاد فکر او تخلیقي وجدان وي. شاعر او لیکوال د ټولنې د حساس احساس، دردونو او پټو حقیقتونو ترجمان وي؛ که د هغه پر فکر، ژبه او تخلیق محدودیتونه ولګول شي، نو د بیان طبیعي ازادي یې اغېزمنېږي او کېدای شي لیکوال د ځان‌سانسور تر کچې ورسېږي.خو زه فکر نه کوم چې سانسور د ادب مخه په بشپړه توګه نیولای شي. د تاریخ په اوږدو کې ډېرو شاعرانو او لیکوالو د سختو سیاسي، ټولنیزو او فرهنګي محدودیتونو په شرایطو کې هم خپل ږغ ژوندی ساتلی دی. کله چې مستقیمه خبره ممکنه نه وي، ادبیات د رمز، استعاري ژبې، تمثیل، طنز او هنري تصویر له لارې خپل پیغام رسوي. په دې معنا، ادب د سانسور پر وړاندې د مقاومت یوه پیاوړې وسیله هم ګرځېدلی شي.شاعر او لیکوال باید له داسې ناخوالو سره د مقابلې لپاره لومړی خپل فکري او ادبي استقلال وساتي. د هرې خبرې پر وړاندې بې‌ځایه ټکر هم د حل لار نه ده او چوپ پاتې کېدل هم مناسب نه دي. غوره لاره دا ده چې لیکوال په ژوره پوهه، هنري مهارت او مسؤلانه ژبه خپل فکر وړاندې کړي. هغه باید د ټولنې له عقایدو او فرهنګي ارزښتونو سره د انتقادي نظر ترمنځ توپیر وکړي؛ ځکه نقد د ارزښتونو د له منځه وړلو په معنا نه دی، بلکې د هغو د پوهاوي، اصلاح او بیاکتنې یوه وسیله ده. زما په خيال، د لیکوال تر ټولو ستره وسله قلم، پوهه او هنري صداقت دی. که لیکوال خپل قلم د حقیقت، انسانیت او ټولنیز شعور لپاره وکاروي، نو حتا په محدود چاپېریال کې هم د فکر څراغ بلولای شي. البته دا مبارزه باید له مسؤلیت، زغم او ادبي تدبیر سره مل وي، ځکه د ادب موخه یوازې مخالفت کول نه دي؛ بلکې د انسان او ټولنې د فکر پراخول، پوه رامنځته کول او د ژوند د لا ښه کېدو لپاره نوې لارې پرانیستل دي.زه دا وایم چې سانسور د ادب پر وړاندې یو خنډ کېدای شي، خو د ریښتیني تخلیق مخه په بشپړه توګه نه شي نیولای. ریښتینی شعر او ریښتینی ادب خپله ژبه پیدا کوي؛ که په ښکاره یې د ویلو لاره بنده شي، په رمز، استعاره او هنري بیان کې به خپل غږ پورته کوي.

مسعود: په لره او بره پښتونخوا او بهر کې یو شمیر ادبي او فرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادبي غونډې ترسره کیږي او د یو شمیر ادیبانو، لیکوالو اوشاعرانو کارونه او فعالیتونه څیړل کیږي. ستاسې پر آند دا کارونه او فعالیتونه د پښتو ادب د پراختیا او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟ او د دغو ټولنو د یووالي او د کارونو او فعالیتونو د سمون او خوځون په اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

استاد سیماب: په لره او بره پښتونخوا او له دې سیمو بهر د ادبي او فرهنګي ټولنو جوړېدل، ادبي ناستې، مشاعرې، سیمینارونه او د شاعرانو، لیکوالو او ادیبانو د اثارو څېړنه د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره ډېر مهم ارزښت لري. دا فعالیتونه د ادب د تولید ترڅنګ د ادبي فکر د تبادلې، د نوي نسل د هڅونې او د پښتو ژبې د فرهنګي هویت د ساتنې وسیلې هم دي.ادبي ټولنې هغه ځایونه دي چې لیکوال او شاعر پکې له یو بل سره فکري اړیکه پیدا کوي، خپل آثار وړاندې کوي او د نورو له تجربو څخه استفاده کوي. په ادبي ناستو کې د شاعرانو او لیکوالو د اثارو لوستل او پرې بحث کول د نقد او ادبي شعور د پیاوړتیا سبب جوړيږي. همدارنګه، کله چې د یوه شاعر یا لیکوال پر ادبي کار علمي څېړنه کېږي، د هغه اثر له شخصي ستاینې څخه د علمي ارزونې مرحلې ته داخلېږي او د پښتو ادب تاریخ او ادبي حافظه غني کوي.خو زما په اند، زموږ یوه مهمه ستونزه دا ده چې ډېرې ادبي ټولنې له یو بل سره منظمې اړیکې نه لري او ځینې وخت ادبي فعالیتونه یوازې تر مشاعرو او غونډو محدود پاته کېږي. موږ باید له غونډو څخه دایمي او منظم ادبي پروګرامونو ته ولاړ شو. د بېلګې په توګه، د ادبي ټولنو ترمنځ ګډې څېړنیزې پروژې، د پښتو د مهمو اثارو د چاپ او بیاچاپ پروګرامونه، د ځوانو لیکوالو د روزنې ورکشاپونه، د ادبي نقد منظمې ناستې او د پښتو د کلاسیک او معاصر ادب د ډیجیټل ارشیف جوړول ډېر ګټور کارونه دي.د دغو ټولنو د یووالي لپاره زما وړاندیز دا دی چې د لرو او برو پښتنو د ادبي او فرهنګي ټولنو ترمنځ یوه پراخه همغږۍ شبکه رامنځته شي. دا شبکه باید د کومې ځانګړې ډلې یا سیمې تر واک لاندې نه وي، بلکې د پښتو ژبې او ادب د ګډو ګټو پر بنسټ کار وکړي. د بېلابېلو سیمو ادبي ټولنې کولای شي ګډ کلنی ادبي کنفرانس، ګډه مجله یا وېبپاڼه او ګډې څېړنیزې پروژې ولري.همدارنګه، باید د ادبي فعالیتونو لپاره یو روښانه مهالوېش جوړ شي، د هرې ټولنې کارونه مستند شي او د ترسره شویو فعالیتونو ارزونه وشي. د شخصي اړیکو، ډلبندۍ او سیمه‌ییزو اختلافاتو پر ځای باید علمي معیار، ادبي وړتیا او د اثر ارزښت ته لومړیتوب ورکړل شي. زما په خیال،د پښتو ادب راتلونکی یوازې په دې کې نه دی چې موږ ډېرې غونډې جوړې کړو؛ بلکې په دې کې دی چې له دغو غونډو څخه فکر، څېړنه، نقد، کتاب، ژباړه او نوی ادبي تولید رامنځته کړو. که زموږ ادبي ټولنې خپل فعالیتونه له یو بل سره همغږي کړي او د عصري ټکنالوژۍ، ډیجیټل رسنیو او نړیوالو ادبي اړیکو څخه هم ګټه واخلي، نو د پښتو ادب د پراختیا لپاره به یو پیاوړی او منظم ادبي حرکت رامنځته شي.

په پای کې به ووایم چې لره او بره پښتونخوا او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې مېشت پښتانه له جغرافیایي واټن سره سره د یوې ژبې او ګډ فرهنګي میراث خاوندان دي. زموږ ادبي ټولنې باید دغه واټنونه په ادبي اړیکو بدل کړي. که ژبه ګډه وي، فکر هم باید ګډه ادبي فضا ولري.

مسعود: مهرباني وکړی د خپل ادبي او فرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې را ته بیان کړئ؟

استاد سیماب: انسان چې په ټولنه کې ژوند کوي، په ځانګړې توګه که د یوه ادیب، لیکوال او څېړونکي په توګه په ادبي ډګر کې فعالیت کوي، نو له بېلابېلو خلګو، مشرانو، ملګرو او هم‌فکرو سره د کار او اړیکو په ترڅ کې خوږې او ترخې خاطرې خامخا لري. زما ادبي او فرهنګي ژوند هم له دې تجربې مستثنا نه دی.ما د پښتو ادب له ډېرو درنو او نومیالیو مشرانو سره د ناستې، خبرو او ګډو ادبي فعالیتونو فرصت موندلی دی. له دروېش دراني، خیرمحمد عارف، سید عابد شاه عابد او نورو درنو لیکوالو او شاعرانو سره مې ډېرې خوږې او له خوند څخه ډکې خاطرې شته. په ځانګړې توګه له خپل درانه استاد رازمحمد راز سره مې ادبي او علمي اړیکې زما د ژوند یوه نه هېریدونکې برخه ده. له دغو مشرانو څخه مې یوازې ادبي زده کړه نه ده کړې، بلکې د ادب د درناوي، د علمي کار د ارزښت او د انسانانو د اړیکو ډېر څه مې هم زده کړي دي.خو د هر انسان په ژوند کې داسې خاطرې هم وي چې یادول یې اسانه نه وي. زما په ادبي او علمي ژوند کې هم یوه داسې تجربه شته چې له ډېرو ذهني او نفسياتي ستونزو سره یې مخامخ کړی یم. دا هغه مهال و چې زما د ادبي او څېړنیز کارو پر وړاندې له یوه لیکوال څخه داسې تورونه مطرح شول چې زما د کار د علمي او ادبي ارزښت پر ځای یې پر شخصي او منفي تعبیرونو ولاړ رنګ درلود. پر ما د «ضد دولتۍ»، «فحش» او «پلجېریزم» په څېر تورونه ولګېدل او له دې امله له داسې ستونزو سره مخ شوم چې اغېز یې یوازې پر ادبي کار نه، بلکې پر ذهني او نفسیاتي حالت هم پرېوت.زه نه غواړم د دې تجربې په اړه شخصي بحث اوږد کړم او یا د چا شخصیت تر پوښتنې لاندې راولم؛ زما لپاره مهمه خبره دا ده چې په علمي او ادبي ډګر کې باید د اختلاف د بیان لپاره علمي اصول، اخلاقي معیارونه او مستندې خبرې وکارول شي. نقد د ادب او علم د پرمختګ لپاره ضروري دی، خو نقد باید له شخصي دښمنۍ او تورونو سره ګډ نه شي. که څوک د یوه اثر له کومې نظریې، سبک یا محتوا سره اختلاف لري، باید هغه د دلیل، حوالې او علمي نقد له لارې ثابت کړي.له دې تجربې سره سره ما هڅه کړې چې خپل ادبي او علمي سفر ته دوام ورکړم. انسان شاید د نورو له ناحقې خبرې ځورېږي، خو که پر خپل کار باور ولري او ضمير یې مطمئن وي، نو باید د ستونزو له امله له خپل قلم او فکر څخه لاس وانخلي.زما لپاره خوږې خاطرې د ادب له مشرانو، استادانو او ملګرو سره تېرې شوې شېبې دي، او ترخې خاطرې بیا هغه تجربې دي چې انسان ته دا درس ورکوي چې د ادب په ډګر کې هم باید د علم تر څنګ زغم، اخلاق او حوصله ولرو. په پای کې مې دې تجربو ته د ژوند د یوې برخې په سترګه کتلي دي؛ خوږې یې د زړه پانګه ګرځېدلې او ترخې یې د تجربې.

مسعود: ستاسو پیغام د یو پېژندل شوي شاعر او تکړه لیکوال په توګه هغه ځوانانو ته، چې په هیواد کې دننه او بهر پر ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي څه دی؟

استاد سیماب: زما پیغام هغو ټولو ځوانانو ته چې په ادبي او فرهنګي فعالیتونو بوخت دي دا دی چې،ادب یوازې د شهرت او نوم پیدا کولو وسیله نه ده، بلکې د فکر، انسان او ټولنې د خدمت یوه ستره وسیله ده.ځوان لیکوال او شاعر باید لومړی له خپلې ژبې، خپل تاریخ، خپل فرهنګ او خپلې ټولنې سره ژوره اړیکه ولري؛ خو په عین وخت کې باید د نړۍ له معاصر فکر او نړیوال ادب څخه هم ځان خبر کړي. یوازې د خپل تېر میراث تکرار کول کافي نه دي؛ موږ باید له هغه میراث څخه د نوي تخلیق لپاره استفاده وکړو.زه ځوانانو ته دا هم وایم چې مطالعه ډېره وکړئ، خو یوازې د شعر او ادب مطالعه مه کوئ. فلسفه، تاریخ، ټولنپوهنه، ارواپوهنه، ژبپوهنه او د نړۍ ادبيات ولولئ، ځکه پراخ فکر له پراخې مطالعې پیدا کېږي. شاعر چې څومره د انسان او نړۍ په اړه پوهه ولري، شعر یې هماغومره ژورېږي؛ او لیکوال چې څومره د ژوند بېلابېل اړخونه وپېژني، لیکنه یې هماغومره له حقیقت سره نزدې کېږي. بل مهم شی صبر او دوام دی. ادبي کار د یوې ورځې، یوې غونډې یا یوه کتاب په وسیله نه بشپړېږي. ځوان باید د انتقاد، مخالفت او ناکامۍ پر وړاندې حوصله ولري. هره نیوکه باید د دښمنۍ په سترګه ونه کتل شي؛ سالمه نیوکه باید د خپل کار د اصلاح لپاره وکارول شي، خو بې‌دلیله تورونو او منفي تبلیغاتو ته باید د خپل تخلیقي سفر اجازه ورنه کړل شي.زه خپلو ځوانو شاعرانو او لیکوالو ته دا هم وایم چې د یو بل د کار درناوی وکړئ. ادبي اختلاف طبیعي دی، خو اختلاف باید په شخصي دښمنۍ بدل نه شي. د یوه بل د اثارو نقد وکړئ، خو د شخصیتونو سپکاوی مه کوئ. پښتو ادب د ټولو ګډ کور دی؛ که موږ په دې کور کې یو بل ته ځای ورکړو، نو دا کور به لا ښکلی او پراخ شي.او تر ټولو مهمه خبره دا ده چې خپل ځانګړی غږ پیدا کړئ. د نورو شاعرانو او لیکوالو تر اغېز لاندې راتلل د ادبي زده کړې طبیعي مرحله ده، خو د لوی لیکوال ځانګړتیا دا ده چې په پای کې خپله ژبه، خپل سبک او خپله نړۍ پیدا کړي. له تقلید څخه زده کړه وکړئ، خو په تقلید کې مه پاته کېږئ. زه له ځوانانو څخه دا هیله هم لرم چې له نوې ټکنالوژۍ او ډیجیټل امکاناتو څخه د پښتو ژبې او ادب د پراختیا لپاره استفاده وکړي. زموږ ډېر ادبي آثار باید ډیجیټل شي، وژباړل شي او د نړۍ لوستونکو ته ورسېږي.په پای کې به ووایم: قلم په بیړه مه پورته کوئ؛ لومړی ډېر ولولئ، ډېر فکر وکړئ، ژوند په ژوره توګه ووینئ او بیا ولیکئ. ځکه ښه ادب یوازې له الفاظو نه جوړېږي؛ ښه ادب د مطالعې، تجربې، فکر، احساس او صداقت له ګډې پایلې پیدا کېږي. که زموږ ځوان نسل دا اصول خپل کړي، زه باور لرم چې د پښتو ادب راتلونکی به ډېر روښانه وي.

مسعود: تاسو دیو شاعر او لیکوال په توګه زموږ د هیواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکیچن اکربکر(حال احوال) څه ډول څیړئ، او نورو شاعرانو او لیکوالو ته په دې اړه څه وړاندیزونه لرئ؟

استاد سیماب: زما په فکر، زموږ د هېواد اوسنی سیاسي، تاریخي او کړکېچن حالت باید یوازې د یوې ورځې د پېښو په توګه ونه کتل شي؛ بلکې د تاریخ، ټولنې، اقتصاد، فرهنګ او د خلکو د نفسياتي حالت په رڼا کې باید وڅېړل شي. موږ په داسې جغرافیه کې ژوند کوو چې له اوږدو سیاسي او ټولنیزو بدلونونو، جګړو، بې‌ثباتۍ، محرومیتونو او بېلابېلو بحرانونو سره مخامخ پاته شوې ده. د دې ټولو اغېزې یوازې پر سیاست نه دی پرېوتی، بلکې زموږ پر ټولنیز ژوند، فرهنګ، ژبه، ادبیاتو او د انسان پر نفسياتو هم ژورې اغېزې لري.زه د یوه شاعر او لیکوال په توګه هڅه کوم چې دې حالت ته یوازې د سیاسي خبر یا شعار په سترګه ونه ګورم؛ بلکې د انسان له زاویې ورته وګورم. د جګړې تر شا یو انسان دی، د بې‌کارۍ تر شا یوه کورنۍ ده، د کډوالۍ تر شا یوه ماتېدونکې نړۍ ده، او د هرې سیاسي پېښې تر شا د خلکو د ژوند، هیلو او وېرې یوه کیسه پرته ده. ادبیات باید همدا انساني اړخونه راوسپړي. زموږ د وخت لیکوال باید د خپل عصر شاهد هم وي. که یو لیکوال د خپل وخت دردونه، ستونزې، محرومیتونه، بدلونونه او د خلکو هیلې په خپل اثر کې ثبت نه کړي، نو د راتلونکو نسلونو لپاره به د خپل عصر یوه مهمه ادبي او انساني حافظه له منځه ولاړه شي. خو دا کار باید په جذباتي شعارونو او سطحي قضاوتونو نه، بلکې په ژور فکر، هنري صداقت او تاریخي شعور ترسره شي.زه خپلو شاعرانو او لیکوالو ته وړاندیز کوم چې د اوسنیو سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه ژور مطالعه او مستند کار وکړي. تاریخ دې ولولي، د ټولنې له بېلابېلو قشرونو سره دې خبرې وکړي او د خلکو واقعي ژوند دې وویني. شاعر او لیکوال باید د یوې پېښې یوازې ظاهري بڼه نه، بلکې د هغې تر شا علتونه، انساني اغېزې او ټولنیزې پایلې هم وڅېړي.بل مهم ټکی دا دی چې ادب باید د سیاسي اختلافاتو له امله د کرکې او وېش وسیله ونه ګرځي. موږ کولای شو له ظلم، نابرابرۍ، تاوتریخوالي او محرومیت سره مخالفت وکړو، خو د انسانانو ترمنځ د کرکې د زیاتولو پر ځای باید د پوهي، زغم او انساني همدردۍ فرهنګ پیاوړی کړو.

زه باور لرم چې د نن ورځې شاعر او لیکوال باید د خپل وخت منتقد، شاهد او حافظ وي. هغه باید د ټولنې دردونه ثبت کړي، پوښتنې مطرح کړي، د خلکو ږغ واوري او د راتلونکي لپاره د فکر او امید لارې هم پرانیزي. ادب یوازې د موجود حالت تصویر نه دی؛ ادب کولای شي د یوه ښه او عادلانه راتلونکي تصور هم رامنځته کړي.په پای کې به ووایم چې زموږ د اوسني کړکېچن حالت په اړه د لیکوال تر ټولو ستر مسؤلیت دا دی چې حقیقت له تعصب څخه، نقد له دښمنۍ څخه او ادب له شعار څخه جلا وساتي. که زموږ لیکوالان په دې توازن سره د خپل عصر تاریخ ولیکي، نو نن به د ټولنې د شعور برخه وي او سبا به د خپل وخت معتبره ادبي او تاریخي حافظه.

***

ګران استاد سیماب صاحب!

ستاسو له مرکې څخه څرګندېږي، چې د هرې پوښتنې په تړاو مو منطقي استدلال، لوړ اند و فکر، ارزښتمن، ژور او ګټور هر اړخیز ادبي او علمي مالومات وړاندې کړې دي او راتلونکو څېړونکو ته مو یوه معتبره علمي او مسلکي لاره هواره کړې ده. ستاسو دا  ادبي، علمې او مسلکي ځوابونه د علمي معیارونو، اکاډیمیکو اصولو او څېړنیزو اخلاقو بشپړ انعکاس دی. زه ستاسو له دغو نه ستړیکېدونکو هلو ځلو، علمي معیارونو او مسلکي تعهد، کره او بشپړو ځوابونو له عمله  منندوی یم. ستاسو د تخلیقي ځواک، فکري ژورتیا، ادبي مسؤولیت، علمي، ادبي او فرهنګي ارزښتمن چوپړ او د علمي سفر، لوړ هنري ذوق او مقام او له احساسه ډک قلم، مشال او ډېوې له لوی خدای څخه تل روښانه او ځلانده غواړم.

الله دې ستاسو ځواکمن او اوچت قلم تل پیاوړی، علمي، ادبي او فرهنګي اندو فکر مو ځلانده او هنري سفر مو لا بریالی او تلپاتې ولري.

***

قدرمن او دروند انجنیر عبدالقادر مسعود صاحب!

ستاسو له مینې، درناوي او ارزښتمنو علمي او ادبي پوښتونو څخه د زړه له کومې مننه کوم. ستاسو دا مثبت نظر او عالمانه ارزونه زما لپاره یوازې ستاینه نه، بلکې یو لوی مسؤولیت هم دی چې په راتلونکي کې خپلې علمي، ادبي او فرهنګي هڅې لا پسې پیاوړې کړم.

که زما خبرې او لیکنې د پښتو ژبې او ادب د مینه‌والو، څېړونکو او راتلونکو نسلونو لپاره د استفادې وړ وګرځي، نو دا به زما د ادبي هڅو تر ټولو ستره لاسته راوړنه وي.

ستاسو دا مینه او هڅونه ما ته نوی قوت راکوي. الله تعالی دې تاسو هم په علمي او ادبي خدمتونو کې بریالي، روغ او سرلوړي لري.

په درنښت او مننه

(سيماب)

*** 

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود