زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

نهايت سپکې څېرې

لکه څنګه چې سوله، ورورولي او خوښول خپل اصول او ځانګړنې لرې ؛ داسې جنګ، غچ او مخالفت هم خپل اصول لري. دا سمه ده چې جنګ له بربادۍ پرته بله معنا نه لري خو بشريت ته د درناوي په خاطر جنګ هم ځينې اصول لري چې بايد ښکيل اړخونه يې مراعات کړي. په جنګ او دښمنۍ کې دواړه خواوې معلومې وې، هر ا ړخ د مقابل لوري د تضعيف هڅه کوي خو دا هڅه داسې نه وي چې په ټولنه کې د بې ګناه ولس د وينې تويدلو سبب شي، دښمني داسې نه وي چې ملامت او سلامت معلوم نه شي او هر څوک له تيغه تير شي، بلکې په جنګ او جګړه کې هم بايد انساني کرامت ته درناوی وشي، ګناه ګار او بې ګناه وپيژندل شي او د ټولنې معصوم قشر ښځينه و هغه ډله چې اسلام ورته په ځانګړي مقام قايل دی؛ بې عزتي ونه شي. همداراز د دينې اماکينو او مقدساتو درناوی بايد وشي. مسجد، مدرسه، پوهنتون، ښوونځی، روغتون، پل پلچک، سړک او نورو عام المنفعه ځايونو ساتنه بايد ترسره شي. خو له بده مرغه په افغانستان کې بيا جګړه د وحشت تر هغو کچو رسيدلې ده چې آن د جاهلت په زمانه کې هم دومره وحشت نه و خپور.

دلته په مسجد کې چاودنه، د ملا امام په دار ځړول، په قرانکريم کې چاوديدونکي توکي ځای پر ځای کول، د مسجد په ممبر کې بم ايښودنه، د جمعې مبارکې ورځې په جماعت کوونکو بريدونه، ښوونځي سوځول، روغتون ويجاړول، روغتيايي کارکوونکي برمته کول او ځورول، په پوهنتون کې چاودنه، د پوهنتون د استاد وژل، په عام محضر کې د بې ګناه محصل په دار ځړول، د کوچني ماشوم تښتول او د پيسو لپاره شکنجه ورکول، او داسې نورې په لسګونو پيښې شته چې د اسلام ټيکه داران يې د مسلمان په څېره کې ترسره کوي. دلته ټولې ترهګرې ډلې که طالب دی که داعش دی او که القاعده ده؛ ټول همدا يو قانون لري چې د افغان وژنې او د افغان بې ستره کول يې خپل هدف ګرځولی دی.

همدا تيره ورځ هم په لوګر کې د نامعلومو کسانو لخوا د زده کړې يو ښوونځی د زده کړو او اسلاميت د دښمن له خوا وسوځول شو. نامعلومو وسله والو سختدریځو تېره شپه د لوګر ولایت د محمد اغې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړ. د ښوونځي د سوځېدو په نتیجه کې د محمد اغې د کُتب خېلو د نجونو ښوونځي ۱۰ ټولګي او درسي کتابونه، اداري او تدریسي اسناد، لابراتواري وسایل، مېزونه او چوکۍ له منځه تللي دي. په سوځېدلیو کتابونو کې قرآنکریمونه او دیني کتابونه هم شامل دي. تراوسه پوري کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. دا لومړی ځل نه دی چې د دين او زده کړو دښمنان د زده کړو مراکز سوځوي بلکې په لسګونو نورو پيښې داسې شوې دي چې آن د ښوونځي ساتونکي هم په کې ژوندي سوځول شوي دي.

له دې نه وړاندې د کنړ، ننګرهار، کندز او لغمان په ګډون د هيواد په ډیری ولايتونو ورته پيښې شوي دي چې په کې په لسګونو قرانکريمونه او د دينې زده کړو نور کتابونه سوځيدلي دي. آيا د قران سوځونکی مسلمان کيدلی شي؟ دوی په کوم دليل ځان ته دا اجازه ورکوي چې د ښوونځي او  په ښوونځي کې د قران له سوځولو وروسته بيا د دين د ساتلو په خاطر د جهاد ادعا هم کوي؟

دا کرغيړن عمل څوک کولی شي؟ يواځې هغه څوک يې کولی شي چې د خدای له رحمته شړل شوی وي، د خدای له کتاب قرآنکريم سره يې دښمني اعلان کړي او د زده کړو د مخنيوي زده کړې يې ترسره کړې وي. دا کار يا طالب کوي او يا هم داعش. که څه هم په ښکاره نارې وهي چې د ټولګټو پروژو او عام المنفعه ځايونو ساتنه کوي خو د بادار د امر پاکستان او ایران په مقابل کې بيا عام النفعه ځای څه چې آن په مسجد او ممبر کې هم خپل وحشي اعمال ترسره کوي. ښکاره خبره ده چې دوی په نورو هيوادونو کې د افغان او افغانستان د پرمختګ د مخنيوي لپاره زده کړي شوي دي. په دې ښوونځي کې سوځول شوی قرآن دې دغه ډله تباه کړي.

لیکنه : خوشحال آصفي