وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

مونږ پخپله ګرم یو

د نظام دننه بهرني استخبارات شتون لري، بهرنیان ددوی له لوري پيل شوې جګړې ته قومي او مذهبي رنګ ورکوي، هیواد مو په فساد کې لومړی مقام ترلاسه کړ، افغانستان د مخدره توکو د کښت او قاچاق کوونکو هیوادونو په سر کې ځای لري، امنیتي حالات ورځ تر بلې ترینګلي کیږي، نړیوال راسره مرسته نه کوي، پاکستان د افغان سولې ستر دښمن دی، د ایران تر کلتوري یرغل لاندي یو او …
دا ټولې هغه ستونزې او خبرې دي چې له کلونو کلونو راهیسې د هر افغان چارواکي، سیاسیون، حزبونه، مدني ټولنې، لیکوالان، ژورنالیستان، قومي مشران او د هر جهادي رهبر په خوله په تکرار تکرار زمزمه کیږي. هر څوک او هر بنسټ د خپل ځان او یا حزب د مطرح کولو او یاهم د مقام او څوکۍ د ترلاسه کولو په خاطر یې زمزمه کوي. هیچا هم حقیقت ونه وایه او د ستونزې اساسي حل یې راونه ویست. ټول هوایې خبرې کوي. که د مسالې ژورو ته ښکته شو او په حقیقت سترګې پټې نه کړو نو هغه ترخه واقعیتونه به رابرسیره شي چې هیچا یې د ویلو هڅه نه ده کړې.

دلته د بهرنیانو جاسوسان څوک دي؟ د بهرنیانو له لوري پيل شوې جګړې ته څوک قومي او مذهبي رنګ ورکوي؟ هیواد مو د چا دلاسه په فساد کې لومړی مقام وګاټه؟ ولې مو هیواد کې ورځ تر بلې د مخدره توکو کښت او قاچاق پراختیا پیدا کوي؟ د امنیتي حالاتو د ترینګلتیا تر شا د چا لاسونه دي؟ ولې له نړیوالو څخه سمه ګټه نشو اخیستلای، پاکستان ته د افغان سولې په پروسه کې دلاسوهنې او ایران ته د کلتوري یرغل کولو فرصت چا برابر کړی دی؟ او …
پوښتنې ډیرې خو ځواب یې یو دی، همدا مونږ یو چې ددومره لویو بدبختیو عاملین یو، همدا مونږ یو چې پردیو ته د موخو د تر لاسه کولو لپاره آلې ګرځيدلي یو، همدا مونږ یو چې د یو څو روپو او یا هم د مقام او منزلت لپاره د نورو جاسوسي کوو، همدا زمونږ چارواکي دي چې له بهرنیو مافیایې کړیو سره لار لري او د نظام د فاسدیدو سبب شوي دي او همدا زمونږ د مشرانو اختلاف دی چې پاکستان، ایران او نورو هیوادونو ته مو د خپل حکومت په چارو کې د لاسوهنې فرصت ورکړی دی. د ملي مسایلو اړوند همدا زمونږه بې تفاوتي ده چې د نظام غل او مل نه پیژنو، که چیري ولسمشر یا کوم بل اړوند چارواکی د کورنیو غلو او جاسوسانو د نیولو یا افشا کولو پریکړه وکړي نو پخپله غله او جاسوس چارواکي او ملګري یې هم نارې کړي چې د نظام په دننه کې غله او د نورو استخباراتو جاسوسان شتون لري، دلته ده چې زمونږه ستونزه په بنسټیزه توګه نه حلیږي؛ علت یې همدا دی چې غل هم وایې خدای یو دی او مل هم وایې خدای یو دی. په دې اړوند د پخوانیو مشرانو یو حکایت ته ورځو.

په پخوانيو وختونو کې په يوه کلي کې ډیر غله اوسیدل، هره ورځ به د یو کلیوال کور غلا کیده، بلآخره یوه ورځ کليوال راټول شول او پرېکړه يې وکړه چې د کلي غله معلوم کړي؛ سزا ورکړي او له کلي یې وشړي، ځکه د دوى د کلي انځور او حيثيت يې په نورو کليو کې له خاورو سره خاورې کړى و.
غله له دې پرېکړې خبر شول چې سبا زموږ پر ضد کليوال عمليات پيلوي او غواړي له موږ څخه کلى وزګار کړي.
که څه هم دوى په خپلو منځونو کې رقابتونه لرل خو په بيړه يې غونډه وکړه او تصميم يې ونيولو چې سبا سهار به مخکې له دې چې کليوال له کورونو راوځي موږ به په کلي نارې وهو چې راځئ غله شړو.
سبا سهار کله چې کليوال له خوبونو را وېښېدل دوى سوټي په لاس د کلي منځ کې ولاړ ول او نارې يې وهلې چې کليوالو نن به چېرې نه ځئ؛ ځکه نن غله له کلي شړو، دوى زموږ د کلي حيثيت در په در کړى دى.
کليوال حيران شول او نه پوهېدل چې اوس به څه کوي؟

همدغه شان زمونږه لویه ستونزه هم همدا ده چې د خپل د کور غله مو ونه پیژندل، د جاسوسانو په پیژندلو کې پاتې راغلو، له نړیوالو مو لازمې مرستې ترلاسه نه کړای شوې، د فساد مخنیوی مو ونشو کړای او په لوی لاس مو د دښمن په ژرنده اوبه پریښې دي.
اوس پوښتنه دا ده چې مونږ ته څه کول پکار دي چې د دې ډول کسانو لاره ونيسو؟

پرته له شکه چې لومړی کار خپل منځي اختلافات له منځه وړل او په یو بل باندې باور کول دي ، دویم قدم کې د ناپوهۍ او جهالت پر ضد اقدام کول دي، په دریم قدم کې له خپل حکومت سره د مرستې لاس ورکول دي. او له دې وروسته بايد د دښمن ګريوان ونيسو.

لیکنه : خوشحال آصفی