بالیستیک چی‌ست؟

چرا این واژه‌ی صفت را به جای نام اصلی کار…

طالبان؛ پیامد فساد ساختاری و سازمان یافته حکومت‌های کرزی و…

نویسننده: مهرالدین مشید از امید تا انحطاط؛ فساد ساختاری و بازگشت…

قلۀ پیروزی

از قلـب خراسـان کهـن آمده ام با یعـقوب لیث و تهمتن…

بخاطر انفاذ قانون اساسی به مثابه شاه کلید نجات افغانستان

اعلامیه و فراخوان ملی بنام خداوند حق و عدالت با اتکا بر…

 لیبرالیسم، جنبش روشنگری، و نبوغ جان لاک

john locke (1632- 1704) آرام بختیاری جان لاک ؛ آغاز تئوری تقسیم…

از ترور میر اکبر خیبر تا کودتای ثور؛ بهای سنگین…

نویسننده: مهرالدین مشید تروریکه هنوز هم مردم افغانستان بهای آن را…

با عاشقان وعارفان همصحبت!

امین الله مفکر امینی                     2026-19-04! دل منــــــور میکـــند صحبت بـــا اهلـی عشق…

اهمیت و ضرورت آسیب شناسی تاریخی ، برای امروز و فردا های…

نوشته از بصیر دهزاد   این  مقاله که در کنفرانس علمی انجمن سراسری حقوقدانان…

داستایفسکی شوروی: داستایفسکی در فرهنگ، ایدئولوژی و فلسفه شوروی

 برگردان . رحیم کاکایی سه گفتار در واکاوی جایگاه داستایفسکی، نویسنده…

در مرز سایه و روشنایی انسان

 « از عشق تا خشونت ؛ سفربه درون انسان » تهیه…

نظم نوین

رسول پویان سازش به دشمنان وحشی ننگ است افـتــادن پا بـه پنجـۀ…

از  روح الله خمینی تا هبت الله؛ دو گلوله، دو…

نویسنده: مهرالدین مشید هبت الله گلوله ای از اعماق تاریخ؛ اما…

اولادی مبارزِ وطن!

امین الله مفکر امینی                    2026-13-04! بــی بنیاد میگردد پایه های ظلم وستـــم…

بلز پاسکال

هغه فرانسوی فیلسوف، اختراع کونکی، ریاضی پوه، فزیک پوه، الهیات…

مذاکرات هیئت های افغانستان

و پاکستان با پا در میانی چین یک روز قبل از…

افغانستان در آجندای مذاکرات اسلام آباد

عبدالصمد ازهر                …

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت

شماره یکم سال بیست و نهم گاهنامه محبت نشر شد 

رنه ډکارت

دی د پنځلسمې پېړۍ یو فرانسوي فیلسوف، ریاضی پوه، فزیک…

ماکسیم گورکی

برگردان. رحیم کاکایی نویسنده‌ی کلاسیک ادبیات روسیه و شوروی، نویسنده‌ی برجسته‌ی…

جنگ‌های ژئوپلیتیک و فروپاشی عقلانیت سیاسی در جهان معاصر

نویسنده: مهرالدین مشید فاجعهٔ فکری و سیاسی در پرتو منطق ساختاری…

«
»

ریدیه ګله

دا یوه څرګنده خبره ده چې دهیواد په کلیو اوبانډوکې اوسیدل د خدای  لوی نعمت او پیرزوینه ده او ددی پیرزوینې تر څنګ  که له یوې خوا کلیوالي ژوند د زیار او زحمت ژوند دی د بلې خوا ددې زحماتو  سره سره  کله چې په مالتونو کې مازیګر شي او زیړی مازیګری  په ماښام   بدل شي او بیاد کلي حجره د را بلل شوو میلمنولپاره په توشکو او کټونو سمباله شي ، د تورو او شنو هیل داره چایونو تابیا ونیول شي او په حجره کې د کلیوالي  سندرغاړو خواږه اوازونه د ستار او منګي  سره  اوچت  شي خوږې شیبې  او په دیره کې  د دیرې د مجلس د ټنګ ټکورفضا برابره شي بیا نو د ګلاجان استاد  هغه سندره په زړنو چنګ لګوي چې وایي :

ریدیه ګله، ګله ریدیه ببو جانې له دې وړمه

دګلاجان استاد د ریدیه ګله اوډیرې نورې مستې کلیوالي سندرې هر اوریدونکی په شوق او ذوق اوري  او پوره خوند ترې اخلي۰

هو! ګلاجان استاد هغه د کلیو اوبانډوخوږ ژبی سندرغاړی وه چې په محافلو کې به یې دحضرت باز استاد پیښې کولې اوپه کمیدی حرکاتو به  یې دټنګ ټکور  فضا  خوشاله  ساتله  چې ډیر زر  یې په لسهاو  سندرې  د اوریدونکو زړونو ته لار موندلې  او همدا وجه وه چې کلا جان او ډیر نورو خوږ ژبومحلي  سندرغاړو   د خپلو اوریدونکو او مینه والو  په زړونوکې ځای درلود او د همدې کلیوالي دیرو او نورو هنري فعالیتونو له وجې  د شهرت لوړ مقام ته ورسیدل۰

دا هم د ریدي ګله تر سر لیک د ګلاجان استاد دکلیوالي سندرې دشعر یوه لنډه بیلګه:

ریدیه ګله ، ګله ریدیه ببو جانې له دې وړمه

ریدي ګلونه جنکو راوړه ما لیدلي په اوربل کې

دخدای لپاره عالمه تاسې ورته وګورئ سیزل کی

یاري نه کوي جنکۍ ټولې دي ټګانې چل او ول کې

سودمندبه نه شې که ورته ټول عمرزاری وکړې مینه

 

دښاغلي ګلا جان استاد  د دیرې د مجلس د خوږو سندرو بیلګې ډیرې دي چې د نمونې په توګه د هغه یوه بله کلیوالي سندره  چې شعر یې خپل دی او پدې شعر کې د خپلې مینې  اظهار داسې کوي :

په غاړه دې اوږي شونډې پیزوان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

 

په غاړه دې اوږي ده په اوربل دې تاویزونه

نامردې دومره مه کوه په ما باندې نازونه

کمیس ګلې بخمل د اوچکان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

 

کمیس ګلې بخمل د ستا په غاړې مزېدار دی

چې داسې نزاکت کړې هر سړی دې خریدار دی

ستا مینه محبت د جان، قربان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

 

ستا مینه محبت په تګ راتګ باندې زیاتیږي

راځه دونیا فاني ده هر څوک ځي نه پاتې کیږي

دا لوبې بګتۍ د ګلاجان سره مزه کا

د لنډې زنې خال د دلبرجان سره مزه کا

خبره د ګلاجان استاد او په کلیو او بانډو کې د محلي سندرو او اشعارو یادونه ده  دا هم یو محلي شعر هیله ده چې دا کلیوالي ډالۍ ددوستانو د پام وړ وګرځي:

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

 

زلفې  ېې  تورې  تور اوربل ېې  مزې  دار دی نا

څومره ښايسته په غاړې پروت د زرو هار دی نا

دا سور چارګل ېې پاس په  پوزې پرې دار دی نا

مين ېې کړمه

دا پټ کاته ېې په زړګي ويشتل کوينه

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

 

دجلۍ شنه بنګړونه ډک سپين مړوندونه دي

د بنګړو شرنګ ېې ليوني کړه عالمونه  دي

ظالمې کړې  يې  دخيا له  ډیر  نازونه  دي

ستې ېې کړمه

شرنګ د بنګړو ېې عالمونه خبروينه

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

 

ریدي ګلونه نن د لیلا  په اوربل  سپور ښکاريږي

څومره ښاسته لباس کې وتې حال ېې نور ښکاريږي

ښايسته سور شال کليوالي ېې په سرخور ښکاريږي

نظره نه شي

دا افغاني لباس ېې ځانله زیب لرینه

سپرلي ګلونه

د جنکو په اوربل څومره خوند کوینه

———————————

سميع الدين افغاني

۲۲  –  ۳  –  ٢٠۱۸

م ۰ کال