سیاسي سیستم– سیاسي فعالان او ډلې
نور محمد غفوری
(دریمه برخه)
۳.۳ . سیاسي فعالان او ډلې
سیاسي فعالان هغه کسان، ډلې او سازمانونه دي چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول د یوې ټولنې پر سیاسي ژوند، د واک پر کارونې، د پرېکړو پر نیولو او د عامه پالیسیو پر جوړولو او پلي کولو اغېز کوي. په ساده ژبه، سیاسي فعالان یوازې هغه کسان نه دي چې په حکومت یا پارلمان کې رسمي دنده لري، بلکې هر هغه شخص، ډله یا سازمان هم په کې شاملېږي چې د سیاسي موضوعاتو په اړه نظر څرګندوي، د پرېکړو د بدلون هڅه کوي، د خلکو غوښتنې مطرح کوي یا د حکومت پر فعالیتونو اغېز کوي.
ځینې سیاسي فعالان خپل اغېز په مستقیم ډول څرګندوي؛ لکه ولسمشر، وزیران او د پارلمان غړي چې د خپلو رسمي صلاحیتونو له مخې پرېکړې نیسي. ځینې نور بیا رسمي دولتي واک نه لري، خو د خلکو د نظرونو په راټولولو، د ټولنیزو غوښتنو په مطرح کولو، د عامه افکارو په جوړولو او پر دولتي ادارو د فشار په راوړلو سره پر سیاسي بهیر اغېز کوي.
په دې ډله کې ولسمشر، وزیران، د پارلمان غړي، سیاسي ګوندونه، د مدني ټولنو استازي، د ټولنیزو خوځښتونو فعالان، د ګټو ډلې، رسنۍ او نور سیاسي شخصیتونه شامل دي. د دغو فعالانو رول او د اغېز اندازه د هر هېواد د سیاسي نظام، قانوني شرایطو او د سیاسي ګډون د امکاناتو له مخې توپیر لري.
۳.۳.۱. دولتي مسئولان او سیاسي شخصیتونه
ولسمشر، لومړی وزیر، وزیران، د پارلمان غړي او نور لوړپوړي دولتي مسئولان د سیاسي سیستم مهم فعالان دي. دوی د خپلو رسمي دندو او صلاحیتونو له مخې د دولت په اداره کولو، د سیاسي پرېکړو په نیولو، د قوانینو په جوړولو او د عامه پالیسیو په ټاکلو کې ونډه لري.
د بېلګې په توګه، د پوهنې وزیر د ښوونې او روزنې د چارو د تنظیم مسئولیت لري او د دې برخې د ستونزو د حل له پاره وړاندیزونه او پلانونه جوړوي. د پارلمان غړي بیا کولای شي د ښوونې او روزنې په اړه بحثونه وکړي، اړوند قوانین تصویب کړي او له حکومت څخه وغواړي چې د ښوونځیو د نشتوالي یا د ښوونکو د کمښت ستونزه حل کړي.
د دغو مسئولانو پرېکړې د ټولنې پر بېلابېلو برخو اغېز کوي. له همدې امله، د هغوی د صلاحیتونو حدود، د کړنو څارنه او حساب ورکونه ځانګړی اهمیت لري.
۳.۳.۲. سیاسي ګوندونه
سیاسي ګوندونه هغه منظم سیاسي سازمانونه دي چې د ګډو سیاسي موخو، نظریاتو او پروګرامونو پر بنسټ رامنځته کېږي. د دوی اساسي موخه دا وي چې د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي، په سیاسي پرېکړو کې ونډه واخلي او په ډېرو مواردو کې د ټاکنو له لارې دولتي واک ترلاسه کړي.
سیاسي ګوندونه د ټولنې د بېلابېلو ډلو غوښتنې او نظریات راټولوي او هغه د سیاسي پروګرامونو او وړاندیزونو په بڼه وړاندې کوي. د بېلګې په توګه، یو ګوند ښايي د اقتصادي ودې، بل د ټولنیز عدالت، بل د ملي یووالي او بل د چاپېریال ساتنې موضوعاتو ته لومړیتوب ورکړي.
د سیاسي ګوندونو د فعالیت یوه مهمه برخه د ټاکنو له لارې د خلکو د رایو ترلاسه کول دي. دوی نوماندان معرفي کوي، خپل پروګرامونه له خلکو سره شریکوي او هڅه کوي چې د رایو په ترلاسه کولو سره په حکومت یا پارلمان کې ونډه واخلي.
خو د سیاسي ګوندونو رول یوازې د واک ترلاسه کول نه دي. هغه ګوندونه چې په حکومت کې برخه نه لري، هم کولای شي د حکومت پر کړنو نیوکې وکړي، د پالیسیو بدیلې لارې وړاندې کړي او د خلکو غوښتنې مطرح کړي. په دې توګه، سیاسي ګوندونه د سیاسي سیالیو، د نظرونو د تنوع او د خلکو د سیاسي استازیتوب په بهیر کې مهم رول لري.
۳.۳.۳. مدني ټولنې او ټولنیز خوځښتونه
مدني ټولنې له هغو خپلواکو سازمانونو، اتحادیو، ټولنو او بنسټونو څخه عبارت دي چې د خلکو د ګډو ګټو، حقونو او ټولنیزو غوښتنو د ملاتړ له پاره فعالیت کوي. دا سازمانونه عموماً د حکومت برخه نه وي او د خپلو موخو د ترلاسه کولو له پاره د خلکو د رضاکارانه ګډون او همکارۍ پر بنسټ کار کوي.
د بېلګې په توګه، د بشري حقونو سازمانونه، د ښځو د حقونو ټولنې، د ښوونکو اتحادیې، د کارګرانو سازمانونه، د ځوانانو ټولنې او د چاپېریال ساتنې بنسټونه د مدني ټولنې بېلابېلې برخې دي.
دغه سازمانونه د ټولنې د یوې ځانګړې برخې ستونزې او غوښتنې په منظم ډول مطرح کوي. د بېلګې په توګه، د ښځو د حقونو یوه ټولنه کولای شي د ښځو د زدهکړې، کار او سیاسي ګډون په اړه ستونزې وڅېړي، د خلکو نظرونه راټول کړي او له حکومت څخه د اړینو اقداماتو غوښتنه وکړي.
ټولنیز خوځښتونه بیا هغه ګډ او منظم فعالیتونه دي چې د یوه مشخص ټولنیز یا سیاسي هدف د ترلاسه کولو له پاره رامنځته کېږي. د بېلګې په توګه، د چاپېریال ساتنې، د زدهکړې د حق، د کارګرانو د حقونو یا د ټولنیز عدالت له پاره پراخ ولسي خوځښتونه رامنځته کېدای شي.
ټولنیز خوځښتونه د مدني ټولنې د فعالیتونو یوه مهمه برخه ګڼل کېږي؛ خو د مدني ټولنې له رسمي سازمانونو څخه پراخ کېدای شي او د بېلابېلو ډلو او خلکو ګډون پکې شاملېدای شي. مدني ټولنې او ټولنیز خوځښتونه دواړه د خلکو د ستونزو او غوښتنو په څرګندولو، د عامه افکارو په جوړولو، د حکومت د پالیسیو په ارزونه او د دولتي فعالیتونو په څارنه کې مهم رول لري. همدارنګه، دوی کولای شي د خلکو او دولتي ادارو ترمنځ د اړیکو او خبرو اترو وسیله شي او د ټولنیز بدلون په رامنځته کولو کې ونډه واخلي.
۳.۳.۴. د ګټو ډلې
د ګټو ډلې هغه منظمې ډلې، ټولنې یا سازمانونه دي چې د خپلو غړو یا د یوې ځانګړې ټولنیزې، اقتصادي او مسلکي برخې د ګډو ګټو او غوښتنو د ساتنې او پرمختګ له پاره فعالیت کوي. د دوی موخه عموماً د دولتي واک ترلاسه کول او د حکومت جوړول نه وي، بلکې هڅه کوي چې د حکومت پر پرېکړو او سیاسي پالیسیو اغېز وکړي او د خپلو اړوندو ډلو غوښتنې د دولتي پرېکړو په بهیر کې په پام کې ونیول شي.
د بېلګې په توګه، د سوداګرو ټولنې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د مناسبو قوانینو او اسانتیاوو غوښتنه کوي. د کارګرانو اتحادیې د کارګرانو د معاشونو، کاري شرایطو او حقونو د ښه کېدو لپاره هڅې کوي. د بزګرانو ټولنې د کرنیزو ځمکو، اوبو، تخمونو، کرنیزو محصولاتو او دولتي مرستو په اړه خپلې غوښتنې مطرح کوي. همدارنګه، د ډاکټرانو، ښوونکو، صنعتکارانو او نورو مسلکي ډلو اتحادیې هم د خپلو مسلکي او اقتصادي ګټو د ساتنې او پرمختګ له پاره فعالیت کوي.
د ګټو ډلې خپلې غوښتنې د دولتي مسئولانو سره د خبرو اترو، د رسمي وړاندیزونو د وړاندې کولو، د غونډو او کنفرانسونو د جوړولو، په عامه بحثونو کې د ګډون، د رسنیو له لارې د خپلو نظرونو د خپرولو او کله ناکله د سولهییزو اعتراضونو له لارې مطرح کوي. د بېلګې په توګه، که د کارګرانو یوه اتحادیه په دې باور وي چې د کارګرانو اوسني معاشونه د ژوند له لګښتونو سره سمون نه لري، کولای شي له حکومت څخه د لږ تر لږه معاش د لوړولو غوښتنه وکړي.
د ګټو ډلو او سیاسي ګوندونو ترمنځ مهم توپیر دا دی چې سیاسي ګوندونه عموماً د دولتي واک د ترلاسه کولو او د حکومت د جوړولو هڅه کوي، خو د ګټو ډلې تر ډېره غواړي چې د خپلو غړو یا اړوندې برخې غوښتنې د سیاسي پرېکړو او دولتي پالیسیو په جوړولو کې منعکسې شي. سره له دې توپیر، د دواړو فعالیتونه پر سیاسي بهیر اغېز لري.
البته، د ګټو ډلو د اغېز کچه تل یو شان نه وي. ځینې ډلې د مالي امکاناتو، پراخو اړیکو او سیاسي نفوذ له امله پر دولتي پرېکړو ډېر اغېز کولای شي، په داسې حال کې چې د کمزورو او بېوسه ټولنیزو ډلو غوښتنې ښايي لږې واورېدل شي. له همدې امله، د یوه عادلانه او متوازن سیاسي نظام له پاره اړینه ده چې د بېلابېلو ټولنیزو، اقتصادي او مسلکي ډلو د نظرونو او غوښتنو د مطرح کولو او اورېدل کېدو مناسب امکانات موجود وي.
د یادونې وړ ده چې د ګټو ډلې عموماً د مدني ټولنې په پراخ چوکاټ کې شاملېږي، خو د دواړو مفهومونه یو شان نه دي. مدني ټولنې ښايي د بشري حقونو، چاپېریال ساتنې، عامه پوهاوي او ټولنیزو خدمتونو په څېر پراخو موخو له پاره فعالیت وکړي، په داسې حال کې چې د ګټو ډلې تر ډېره د یوې ځانګړې ټولنیزې، اقتصادي یا مسلکي برخې د ګټو او غوښتنو استازیتوب کوي. البته، د یوې ډلې خپلواکي او له دولت سره د هغې اړیکې هم په دې کې مهمې دي چې آیا د مدني ټولنې د خپلواک سازمان په توګه پېژندل کېدای شي که نه.
۳.۳.۵. رسنۍ (مطبوعات)
رسنۍ د سیاسي سیستم له مهمو فعالانو څخه دي، ځکه چې د ټولنې او دولتي بنسټونو ترمنځ د معلوماتو د لېږدولو، د عامه موضوعاتو د مطرح کولو او د سیاسي بحثونو د پراخولو وسیله ده.
په رسنیو کې راډیو، ټلوېزیون، ورځپاڼې، مجلې، خبري ویبپاڼې او ټولنیزې شبکې شاملې دي. د رسنیو له لارې خلک د حکومت له پرېکړو، قوانینو، سیاسي بدلونونو او د هېواد له مهمو موضوعاتو څخه خبرېږي.
رسنۍ یوازې معلومات نه خپروي، بلکې د مهمو سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو په اړه بحثونه هم رامنځته کوي. د بېلګې په توګه، که په یوه سیمه کې د ښوونځیو د نشتوالي ستونزه موجوده وي، رسنۍ کولای شي د دې ستونزې په اړه راپورونه خپاره کړي، د سیمې د اوسېدونکو نظرونه واوري او د مسئولانو نظرونه هم له خلکو سره شریک کړي. په دې توګه، یوه سیمهییزه ستونزه په یوه پراخه عامه موضوع بدلېدای شي او دولتي ادارې هڅول کېدای شي چې د حل له پاره یې اقدام وکړي.
رسنۍ د حکومت د فعالیتونو په څارنه کې هم مهم رول لري. خبریالان او څېړنیزې رسنۍ کولای شي د فساد، د عامه بودیجې د ناسم مصرف، د دولتي ادارو د کمزورۍ او د خلکو د حقونو د سرغړونو په اړه څېړنې وکړي او معلومات خپاره کړي.
خو د رسنیو د دې رول د ترسره کولو له پاره د بیان ازادي، معلوماتو ته لاسرسی، مسلکي ژورنالېزم او د رسنیو خپلواکي مهم شرایط دي. همدارنګه، رسنۍ مسئولیت لري چې معلومات په دقت وڅېړي، کره خبرونه خپاره کړي او د ناسم او بېاساسه معلوماتو له خپرولو ډډه وکړي.
په دې توګه، رسنۍ د خلکو د خبرتیا، د عامه افکارو د جوړولو، د سیاسي بحثونو د پراختیا او د واک د څارنې یوه مهمه وسیله ده.
د سیاسي فعالانو او ډلو اهمیت
سیاسي فعالان او ډلې د سیاسي سیستم هغه برخه ده چې د خلکو غوښتنې، ګټې او نظریات د سیاسي بهیر له نورو برخو سره نښلوي. دولتي مسئولان د واک له لارې پرېکړې کوي، سیاسي ګوندونه بېلابېل پروګرامونه او سیاسي لیدلوري وړاندې کوي، مدني ټولنې او ټولنیز خوځښتونه د خلکو ستونزې مطرح کوي، د ګټو ډلې د خپلو غړو غوښتنې څرګندوي او رسنۍ د معلوماتو په خپرولو او د فعالیتونو په څارنه کې ونډه اخلي.
د دغو فعالانو د شتون او فعالیت یوه مهمه پایله دا ده چې سیاسي پرېکړې یوازې د دولتي ادارو په دننه کې محدودې نه پاتې کېږي، بلکې د ټولنې بېلابېل غږونه او غوښتنې هم د پرېکړو په بهیر کې د ګډون فرصت ترلاسه کوي.
البته، د سیاسي فعالانو شتون په یوازې ځان د اغېزمن سیاسي ګډون ضمانت نه کوي. د هغوی د فعالیت ازادي، د نظر څرګندولو حق، د سیاسي سیالیو عادلانه شرایط او د خلکو د ګډون امکانات هم باید موجود وي. هر څومره چې د بېلابېلو سیاسي او ټولنیزو ډلو د فعالیت او ګډون زمینه برابره وي، هماغومره د ټولنې د نظرونو او غوښتنو د منعکس کېدو امکان زیاتېږي.
ددې بحث په راتلونکې لیکنه (څلورمه برخه) کې به د سیاسي سیستم د (سرچینو او اداري وړتیاوو) په اړه معلومات وړاندې شي.
نور محمد غفوري
08.11.2026










