که سیاست نه کوئ، سیاست به درباندې کېږي!

نور محمد غفوري یادونه: دا مقاله د لومړي ځل لپاره د…

 تونل‌های زیرزمینی، دکترین دفاعی یا گسترش زیرساخت‌های پنهان؟

 نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و گسترش شبکه‌های زیرزمینی؛ پیامدهای منطقه‌ای و…

پوهاند محمد بشیر دودیال

د نړېوال او پښتو داستاني ادبیاتو په تړاو له پوهاند…

      اسرار هوش طبیعی یا خالق طبیعت

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۴ نوامبر ۲۰۲۶ مقالهٔ علمی ـ فلسفی…

۵. د سیاسي سیستم د غبرګون او اصلاح بهیر

نور محمد غفوری  (د لومړي څپرکي، سیاسي سیستم- شپږمه برخه) سیاسي سیستم…

انسان؛ در جست‌وجوی خویشتن (4)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی ...عشق و نفرت گاهی به…

د سیاسي سیستم د فعالیت څرنګوالی

نور محمد غفوری (پنځمه برخه) ۴.  د سیاسي سیستم (د سیاسي نظام)…

جهان در آستانهٔ سرنوشت ساز ترین و بی ثباتی بزرگ

 نویسنده: مهرالدین مشید  آیندهٔ انسان در گرو رقابت قدرت‌ها و بحران…

پَسیخانیان؛صدای «اصالت انسان»

علی میرفطروس اَسْتَعِنْ بِنَفْسِكَ الَّذِي لَا إِلٰه إِلَّا هُوَ از خویشتن یاری…

د سیاسي سیستم سرچينې او اداري وړتیا

نور محمد غفوری (د سیاسي سیستم په تیر پسې- څلورمه برخه) ۳.۴.…

!  (   K   ) چگونگی اتخاذ سیاست جنایی…

چکیده : استفاده از مواد مخدر تحت نام تابلیت (k )…

محمد اقبال محمدی

استاد "محمد اقبال محمدی" شاعر، ترانه‌سرا، هایکویست، دبیر بازنشسته و…

افغانستان؛ چهارراه قدرت و معادلات پنهان منطقه‌ای

از جغرافیای راهبردی تا کنترل حرکت، کریدورها و شبکه‌های نفوذ Wahidullah…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌ های ازدست‌ رفته و توطئه‌های پی‌درپی

 نویسنده: مهرالدین مشید از کودتای داوود تا بازگشت طالبان؛ افغانستان در…

سیاسي سیستم– سیاسي فعالان او ډلې

نور محمد غفوری (دریمه برخه) ۳.۳ . سیاسي فعالان او ډلې سیاسي فعالان…

سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه

نور محمد غفوری د لومړي څپرکی: سیاسي سیستم(دوهمه برخه) ۳.  د سیاسي…

انسان؛ در جست‌وجوی خویشتن (3)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی ...انسان تنها موجودی نیست که…

هرات؛ جغرافیایی که تاریخ را به راهبرد پیوند می‌دهد

وحیدالله نورزی بنیان‌گذار NIDA | افسر ارشد سابق ANP/ANCOP | استراتژیست…

سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه

نور محمد غفوری ځانګړتیاوې، داخلي جوړښت او د فعالیت څرنګوالی سریزه انسانان په…

مهاجرت سیاسی ایرانیان به افغانستان؛ روایت ورود، اسکان، زندگی و…

https://www.youtube.com/watch?v=4VlvDEplC-8 گفت‌وگوی سیزدهم رسانه ما با اسدالله کشمند، از رهبران حزب…

«
»

پوهاند محمد بشیر دودیال

د نړېوال او پښتو داستاني ادبیاتو په تړاو له پوهاند محمد بشیر دودیال سره، چې پیاوړی لیکوال، ژباړونکی، ناول لیکونکی، د علمي، ادبي او اقتصادي مسایلو څېړونکی دی ځانګړې ادبي مرکه.

مرکوال: انجنیر عبدالقادر مسعود

***

د پوهې، ادب او فرهنګ درنو او پتمنو مینه والو!

ادب د يو ملت د اندیز او فکري، فرهنګي او معنوي ژوند هینداره ده. د هرې ژبې او ولس ادبيات د هغه د تاريخ، تمدن او احساساتو ژبه ده. ادبیات د انسان د اندو فکر، احساس، تجربو او ټولنیزو ارزښتونو د بیان یوه مهمه وسیله ده. ادبیات یوازې د کلمو هنري پیوستون نه دی، بلکې د انسان د روح هغه پټه ژبه ده چې د زمانې له پولې او د جغرافیې له واټن څخه تېرېږي او د انسان د ژوند و ژواک، احساس، اندو فکر، درد، هیلو او ټولنیز حقیقت انځور په خپل هنري وجود کې خوندي کوي. 

نړیوال داستاني ادبیات د بشري ټولنو د ژوند، تجربو، تاریخي پېښو، رواني حالتونو، فلسفي اندونو او ټولنیزو اړیکو هغه هنري بیان دی چې د کیسو، رومان، ناول او لنډو کیسو په بڼه وړاندې کېږي.

نړیوال داستاني ادبیات د انسان د فردي او ټولنیز ژوند یوه پراخه هنري هینداره ده. په دې ادبیاتو کې د انسان د ژوند، تاریخ، ټولنې اندو فکر، احساس، هنري او فرهنګي هویت بېلابېل اړخونه انځور شوي دي. نړیوال داستاني ادبیات؛ د انساني تجربو ګډ میراث دی.

د نړۍ داستاني ادبیات د بشري تمدن د فکري او فرهنګي تاریخ یوه ارزښتناکه خزانه ده. له لرغونو روایتونو او ولسي کیسو څخه نیولې، د معاصرو داستانونو، لنډو کیسو، ناول او تجربوي داستاني ځېلونو او ژانرونو پورې، هر ادبي بهیر د خپل عصر د انسان د اندو فکر، ژوند، ټولنیزو تحولاتو او فرهنګي ارزښتونو استازیتوب کوي.

پښتو داستاني ادبیات؛ د ژبې د هویت او فرهنګي حافظې هنري خزانه ده.

پښتو داستاني ادبیات د پښتنو د تاریخي، ټولنیز، فرهنګي، سیاسي، رواني او عاطفي ژوند هنري انځور دی.

زموږ ولسي کیسې، شفاهي روایتونه، افسانې، لنډې کیسې، ناولونه او نور داستاني نښیر(آثار) د پښتني ټولنې د ژوند، دودونو، ارزښتونو، بدلونونو او انساني تجربو بېلابېل اړخونه راڅرګندوي.

نړیوال داستاني ادبیات موږ له نورو ملتونو، تمدنونو او انساني تجربو سره اشنا کوي؛ پښتو داستاني ادبیات بیا موږ ته خپل تاریخي هویت، فرهنګي واقعیتونه، ټولنیز دردونه او انساني تجربې راپېژني.

لنډه دا چې داستاني ادبیات هغه تلپاتې سیند دی چې د ملتونو د تاریخ له غرونو سرچینه اخلي، د انسان احساسات او عواطف په څپو راولي، او د نړیوال انساني تفاهم په سمندر کې خپل ابدي سفر ته دوام ورکوي. نړیوال داستاني ادبیات د انسان د ګډ تمدني اندیز او فکري میراث یوه پراخه برخه ده، او پښتو داستاني ادبیات د همدې انساني میراث ځانګړی، ژبنی او فرهنګي غږ دی.

ښاغلی پروفیسور استاد محمد بشیر دودیال د پښتو ژبې او ادب په غوړېدلي ګلبڼ کې د پوهې او فرهنګ له مخکښو او ځلانده څېرو څخه دی، د خپلو علمي، څېړنیز، تحقیقاتي او ادبي لیکنو، ګټورو، اغېزناکو نښیرونو(آثارو) له لارې یې د پښتو ژبې او ادب ډګر تل تود او ښېرازه ساتلی دی. ده خپل ارزښتناک نښیرونه(آثار)داسې انځور کړې دي، چې د هر لوستونکي او اورېدونکي  په ذهن او زړه کې ښکلا، ځلا او مینه راپاروي او ترینه خوند او پند اخلي.

پوهاند استاد محمد اسماعیل یون د علم او ادب هغه ځلېدونکی ستوری دی، چې د خپلو اغېزناکو او ګټورو نښیرونو(آثارو) له لارې یې د پښتو ژبې او ادب غوړېدلی ډګر تل روښانه او ځلانده ساتلی دی. دی په خپله یوه لیکنه کې د پوهاند استاد دودیال د علمي او ادبي سټې په تړاو داسې وایي:

(( محمد بشیر دودیال یو کره او په تول پوره لیکوال. 

محمد بشیر دودیال د افغانستان د هغو لیکوالو له جملې څخه دی چې د مانا او محتوا له مخې یې په تول پوره لیکنې کړي دي ، نږدې نیمه پېړۍ یې لیکوالي کړې ، خو په لیکوالۍ کې یې کومه وقفه نه ده راغلې . 

د ښاغلي پوهاند دودیال لیکنې په عام ډول پر دوو برخو وېشلی شو: ادبي او هنري لیکنې ، چې په هغو کې د دودیال صیب د لنډو کیسو ټولګې او ناولونه ، لکه :

(تانده غوټۍ ، شاهین ، د مینې ډالۍ ، موږ بېرته خپل کلي ته ځو ، ګوندې بیا به ښې ورځې راشي ) او ځینې نور اثار شامل دي او دویمه برخه یې علمي اثار دي چې ښاغلي دودیال د علمي ترفعیاتو لپاره لیکلي او یا یې پر اقتصادي ، ټولنیزو او کرنیزو مسایلو لیکلي څېړنیز او تحليلي اثار دي، لکه: (د افغانستان د طبیعي سرچینو پېژندنه، حیات وحش افغانستان، اقتصادي پلان جوړونه، د کرنیزې مناسبې تکنالوژۍ ستونزې او د حل لارې، د کرنې او صنعت متوازنه وده، د اقتصادي پرمختیا تیوري او پلان جوړونه، دیموګرافي او د نفوسو تحلیل، د طبیعي منابعو اقتصاد، د اقتصادي پروژو تحلیل او مدیریت، د اقتصاد تشریحي قاموس، د کرنې تشریحي قاموس، منطقه‌یي اقتصاد، د سازماني اړیکو مدیریت، د سازماني شخړو مدیریت، د مالي خطرونو مدیریت، په افغانستان کې د غالۍ اوبدلو صنعت،  په افغانستان کې د ګاڼو جوړولو هنر، په افغانستان کې هنر او ښکلي هنرونه، د افغانستان د اقتصادي او ټولنیزو پلانونو په طرحه او تطبیق کې د محمد داوود خان ونډه، د افغانستان یوه لنډه دیارلس کلنه تجربه، په افغانستان کې د خط او خطاطۍ بدلون ته کتنه، د حیواناتو او څارویو په زړه پورې نړۍ، د پروژې مدیریت په عمل کې، اقتصادي سنجشونه ) او ګڼ شمېر نور اثار شامل دي. په ادبي برخه یې کې طنزونه هم لیکلي او د دې تر څنګ یې یو شمېر مهم علمي او تاریخي اثار ژباړلي هم دي، په ټولیز ډول یې د اثارو شمېر تر اتیا (۸۰) عنوانو اوړي . 

د بشیر دودیال د ادبي اثاروه ژبه ډېره خوږه، پسته، کره او نرمه ده، ابهام، تصنع او تکلف په کې نه شته او په علمي اثارو کې یې بیا علمي ژبه کارولې چې عام او خاص ټول خلک پرې پوهېږي . 

له ټولنیز پلوه، دودیال یو ټولنیز، صمیمي، ډېر مودب او مهربانه شخصیت دی، په تېرو نږدې پنځوسو کلونو کې یې تر ډېره حده له بې ځایه او نا ضرورته ټولنیزو، سیاسي او فرهنګي جنجالونو او ناندریو څخه ځان ژغورلی او خپل علمي او ادبي کار ته یې کار ویلی دی. که دا کار یې نه وای کړی نو نن به د دومره زیاتو علمي او ادبي اثارو خاوند نه وای . ده په تول پوره او کره لیکوالي کړې او په لیکوالۍ کې یې په بحراني شرایطو کې هم ځنډ او خنډ ته اجازه نه ده ورکړې . زه یې د هغو پښتنو لیکوالو په ډله کې شمېرم چې د یوه ښه کره، پوخ او په تول پوره لیکوال اطلاق پرې کېدی شي . د لا زیاتو بریاوو هیله ورته لرم.))

پوهاند استاد محمد اسماعیل یون.

***

پوهاند استاد دودیال د ژور اندو فکر او عقایدو ځواکمن لیکوال، هڅاند اندیال او متفکر، پیاوړی کیسه او داستان لیکونکی، تکړه څېړونکی او ژباړونکی دی. پوهاند استاد دودیال صاحب دروند، با احساسه او خواخوږی شخصیت، زړه سواندی انسان، او د لویې حوصلې خاوند دی. له خپلو ملګرو، یارانو، دوستانو او مینه والو، له هیواد او هیوادوالو سره سپیڅلې او ژوره مینه لري.

پوهاند استاد دودیال زموږ د هېواد له هغو اندیالو او نومیالیو فرهنګپالو له ډلې څخه دی، چې خپل ټول ژوند یې علمي او فرهنګي چارو ته ځانګړی کړی دی.

پروفیسور نصیب الله سیماب د پښتو ژبې او ادب هغه پوخ، ځواکمن او غښتلی لیکوال، څېړونکی، ادیب او تکړه شاعر دی، چې د خپلو علمي او ادبي نښیرونو (آثارو) په وسیله یې د پښتو ژبې او ادب ته نه هېریدونکي او نه ورکېدونکي خدمتونه او چوپړ ترسره کړې دي. ده په خپله یوه لیکنه کې د پوهاند استاد دودیال صاحب د علمي او ادبي شخصیت په اړوند داسې کښلې دي:

(( پوهاند استاد محمد بشیر دودیال د افغانستان له هغو علمي او فرهنګي شخصیتونو څخه دی چې د خپل ژوند ډېره برخه یې د علم، پوهې، څېړنې، تدریس او فرهنګي خدمتونو لپاره ځانګړې کړې ده. 

پوهاند دودیال د افغانستان په یو شمېر علمي او تحصیلي بنسټونو، لکه کابل، ننګرهار، خراسان او آریانا پوهنتونونو کې د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده. همدارنګه یې په پاکستان کې د افغانانو په پوهنتون کې د کرنې، وترنرۍ، عامه علومو، ادارې او پالیسۍ، ژورنالیزم او اقتصاد په پوهنځیو کې تدریس کړی دی. نوموړي د افغانستان د علومو اکاډمۍ د علمي غړي، د آریانا دایرةالمعارف انستیتیوت د مشر، د ننګرهار پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د مرستیال او د عامه ادارې او پالیسۍ پوهنځي د رئیس په ګډون ګڼ علمي او اداري مسؤلیتونه ترسره کړي دي. د دې ترڅنګ یې د پوهنتونونو په علمي شوراګانو، علمي ترفیعاتو، کانکور او څېړنیزو کمېټو کې هم فعاله ونډه لرلې ده.

د استاد دودیال علمي او ادبي فعالیتونه یوازې تر تدریس او اداري چارو محدود نه دي پاتې شوي، بلکې د لیکوالۍ او څېړنې په ډګر کې یې هم پراخ او ارزښتناک کار کړی دی. نوموړي شاوخوا ۸۴ کتابونه لیکلي او د پښتو، دري او انګلیسي ژبو په بېلابېلو مطبوعاتو، علمي مجلو، ورځپاڼو او انلاین خپرونو کې یې نزدې ۷۵۹ مقالې خپرې شوې دي. همدارنګه یې د آریانا دایرةالمعارف لپاره ۶۲ علمي مدخلونه لیکلي دي. د دې ترڅنګ یې په ګڼو ملي او نړیوالو کنفرانسونو، سیمینارونو او علمي ورکشاپونو کې ګډون کړی او د مېلمه پروفیسور په توګه یې د ایران، هند، جرمني، پاکستان، هسپانیې، هنګري، سویس، اتریش، فرانسې او ترکیې په ګډون بېلابېلو هېوادونو ته علمي سفرونه کړي دي.

زما په اند، د پوهاند استاد محمد بشیر دودیال علمي او ادبي شخصیت د هغه د لیکنو، څېړنو، تدریسي خدمتونو او فکري تجربو په مجموعه کې د ارزونې وړ دی. نوموړی د هغو علمي او فرهنګي شخصیتونو له ډلې څخه دی چې د پوهې بېلابېلې څانګې یې له یو بل سره تړلې او د لیکوالۍ، څېړنې او تدریس له لارې یې د علمي او فرهنګي بهیر په پیاوړتیا کې ونډه اخیستې ده. د هغه علمي آثار او فکري هڅې د افغانستان د علمي او فرهنګي میراث یوه ارزښتناکه برخه جوړوي او د راتلونکو نسلونو لپاره د مطالعې او څېړنې وړ پانګه ګڼل کېدای شي.))

پروفیسور استاد نصیب الله سیماب.

***

پوهاند استاد دودیال د خپل ځواکمن قلم، علمي او ادبي تحقیقاتو او څېړنو له لارې خپلو درنو او پتمنو پښتنو، پښتو ژبې، پوهې او ادبیاتو ته کارنده او رغنده خدمتونه او چوپړ ترسره کړې دي. همدا وجه ده چې ما له ده سره د نورو مرکو تر څنګ دا ځل د ېوې پوره او بشپړې مرکې له لارې د نړېوال داستاني ادبیاتو او پښتو داستاني ادبیاتو په تړاو ځانګړې څېړنیزه او تحقیقاتي مرکه جوړه کړې ده، چې ستاسو درنو او پتمنو مینه والو پام ورته راګرځوم.

ګران او منلی پوهاند استاد دودیال صاحب زما سلامونه او درنښت ومنئ، کمو اجازه وي ، زه به خپلې پوښتنې ستاسو درانه حضور ته وړاندې کړم.

ګران مسعود صاحب تاسو او ټولو درنو مینه والو ته زه هم خپل سلامونه وړاندې کوم. ستاسو په خدمت او چوپړ کې یم.

***

مسعود:  نړېوال داستاني ادبیات څه ډول راپېژنئ؟ ستاسو ارزونه د داستاني  ادبیاتو د مهمو ځېلونو (ژانرونو) او ډولونو لکه: «حماسه، داستان، ناول، لنډه کیسه، حکایت، افسانه او رومان» په تړاو څه ده؟ ښه به وي که د دغو داستاني ډولونو او ژانرونو د مهمو او بنسټیزو ځانګړتیاوو او د موضوع د اصلي تمرکز په تړاو خپل اند او لید راسره شریک کړئ؟

استاد دودیال:

بسم الله الرحمن الرحیم

مخکې تر دې چې نړیوال داستاني ادب باندې خبرې وکړو، ډېر لنډ او یو- دوه کرښو کې به ادبیات وپېژنو: 

ادبیات هغه کلام ته ویل کېږي چې د ورځنیو خبرو په پرتله هنري ارزښت ولري. ادبي نثر هغه دی چې په ادبي او هنري بڼه لیکل شوی وي، ادبي قواعد،صنایع او د ګرامر، املا، تنقیط او انشا ټول اجزا پکې رعایت شوي وي . په بله وینا: د وییونو یا کلماتو په جامه کې د انساني افکارو، احساساتو او تجربو د لیـږدولو هنر ته ادبیات ویل کېـږي.

 ادبیات د بشری ټولنې اړتیا او د ځوان نسل د روزنې لپاره یوه  خوږه او پسته عاطفي وسیله ده. د همدې منل شوي اصل له مخې لویو لیکوالو تل د ادبیاتو پر اړتیا ټینگار کړی دی .ادبیات د انسان د ذهن ترټولو اساسي او اړین فعالیت گڼل کېـږي.. ارزښت یې په دې کې دی چې ادبیات تر ټولو ښه او داسې مهربانه ښونکی دی چې موږ ته په ټولنه کې موجود ارزښتونه، معنوي پانګه، د وګړو ترمنځ توپیرونه او د ټولنې ټوله تیره کولتوري ــ فرهنگي شتهمني او تجربې راښيي.ادبیات د انسان د فکر، احساس، اخلاقو او ټولنیز شعور د روزنې یوه اغېزمنه وسیله ده. ادبیات او په دې لړ کې داستاني ادبیات د ټول بشریت ګډ ارزش او د فکري فعالیت مشترک محصول دی. 

اوس مو چې د ادبیاتو په اړه یو څو کرښې ولیکلې، رابه شو نړیوالو داستاني ادبیاتو ته:

نړیوال داستاني ادبیات د نړۍ په کچه بیلابیلو ژبو او هېوادونو کې په نثر سره،  هغه پام رااړوونکي نوښتیز روایتي آثار دي چې ټوله نړۍ کې نامتو شوي وي. نړیوال ادبیات (World Literature‎) او په اوسني مفهوم؛ د بشریت ادبي ایجادیات، په لومړي ځل په نولسمه پېړۍ کې د جرمني فیلسوف او لیکوال ګویټه لخوا د “Weltliteratur” په نوم مطرح شول، چې موخه یې د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو او یو بل ته د درناوي رامنځته کول  و. په اوسني پېر کې نړیوال ادبیات د یوې داسې وسیلې په توګه کارول کېږي چې لوستونکو ته اجازه ورکوي د نړۍ د نورو قومونو په تاریخ، احساساتو، ویاړونو، هڅو، بریالیتبونو او ټولنیزو ستونزو پوه شي. دا د ادبیاتو هغه بڼه ده چې د ژباړې او کلتوري تبادلې له لارې په نړیواله کچه خپرېږي او د انسانانو ترمنځ د فکري پلونو د جوړولو دنده پر غاړه لري. نړیوال داستاني ادبیات په بېلابېلو ژبو، له بېلابېلو سیمو او هیوادو څخه د بېلابېلو ملتونو، کلتورونو او تاریخي دورو هغه اثار دي چې  لیرې او نیږدې سیمو کې د خلکو د تجربو، د ژوند دلوړو- ژورو، د هرملت د دود-دستور او سوچونو، مادی او معنوي ارزښتونو کیسې راته کوي. نړیوال داستانی ادبیات او د هغو روایات له یوې ځانګړې سیمې او هېواد او کلتوري چاپېریال څخه اوړي او د ټول بشريت د تجربې په توګه په نړیواله کچه موږ ته د درک او پېژندنې لاره هواروي. نړیوال داستانی ادب هغه ادبي میراث دی چې د بېلابېلو هیوادونو د خواریکښانو او ولسونو د کړاوونو، خواریو، ستومانیو او د فکر طرز او د شاهانو له عیاشي، لښکر او جنګونو او د عام بشریت  له نړیوالو مسئلو څخه کیسې او روایتونه  لري.  د بشریت د دغه مشترک تخلیق مهمه ځانګړنه دا ده چې د هرې سیمی د خلکو عُرف او عادات او سیمه‌ییزه تجربه په نړیواله بشري معنا راته افاده کوي.

داستاني ادبیات په ټولو هېوادو کې شته، یوه بیلګه یې د  لرغوني یونان ادبیات دي چې (هومر )د بېلګې په توګه یادولای شو، یا هسپانوي لرغوني داستاني آثار، بیا همداسې راوروسته وختو کې؛ د شکسپیر او جیواني بوکاچیو آثار، په هسپانیا کې د سروانتس ادبي پیاوړی میراث، دچارلز ډیکنز او فیودور داستایوفسکي، محمد درویش، تولستوی، توفیق الحکیم، کافکا، ګاربریل ګارسیا مارکز او نورو نامتو آثار.  

تر ډېره پورې اروپا د داستانې آثارو مخکښه بلل کیږي، آن دا چې ناول او رومان  ( Roman) له ایتالوي اوفرانسوي ژبې نورو ژبو ته تللي دي. د هنریت او ادبي ښکلا او فن له پلوه د لاتینې امریکا داستاني ادبیات نامتو دي او د محتوا د ژورتیا او اغیز له پلوه روسي ادبیات نوم لري. د انګلیسی، روسي، اسپانوی او فرانسوي داستاني ادبیاتو ژباړې د نړۍ په ډېرو ژبو نشر شوي دي. 

دا ټول د نړیوالو ادبیاتو مثالونه دي. اوس نړېوال داستاني نښېرونه د نړۍ د بېلابېلو کلتورونو د ادبي اثارو یوه ګډه ټولګه ده چې له ملي او جغرافیایي پولو هاخوا د بشریت د فکري میراث په توګه پېژندل کېږي او  د بشريت د تمدن د پراخوالي او تنوع استازیتوب کوي،  بېلابېل کلتورونه، ژبې، او تاریخي پس منظرونه او مهمې نړیوالې پېښې د همدغو داستاني ادبیاتو له لارې څرګندېږي. د دې ادبیاتو مطالعه د نړۍ د مختلفو برخو د ادبیاتو د پرمختګ، کلتوري تبادلې، او ټولنیزو بدلونونو په اړه ژوره پوهه وړاندې کوي. د نړیوالو داستاني ادبیاتو د ارزونې او مطالعې له لارې، موږ کولای شو د بشریت د مشترک انساني تاریخ، ګډو تجربو، مادي او معنوي پرمختګونو، او کلتوري اړیکو په هکله پوهه ترلاسه کړو. 

دا آثار د ژباړی له لارې د نړۍ ډېرو ژبو او هر هېواد ته رسیدلي او د بشریت شریک فرهنګي میراث دی. په دې کې اسطوره، حکایتونه، لنډې کیسې، ناول او رومان راځي. دا ټول حکایتي او داستاني ادبیات هره ژبه کې مینه وال لري. داستاني ادبیاتو د ادبي ذوق، دعواطفو تلطیف، د تاریخي پېښو بیان، د افکاور د تبادلې او د ژبې د بډاینې برخو کې رول درلود او لري یې. غوره به وي داستاني ادبیات په لنډ ډول وپیژنو، بیا به یې په بیلابیلو ډولونو خبرې وکړو:

هنري نثرونه دوه ډوله دی: داستانی یا کیسه ییز نثر( لنډه کیسه، ناول، منځی داستان، ډرامه او ناول.) او غیر کیسه ییز (ادبی لیکونه، ادبي انځور، تکل، ادبي راپورتاژ، ادبي یونلیکونه، طنز، ادبي ځانپېښې( پېښلیک)، یونلیک، خاطره لیکل او ادبي ټوټه ). لومړي ډول ته داستاني ادبیات وایو.

داستاني ادبیات هر هغه ادبي( عمدتاً نثري) اثر ته وایو چې خلاقانه او نوښتیز روایت او ځانګړي عناصر لکه کرکتر، وخت، ځای، پېښې، ځانګړی جذاب او خوږ لحن او د یوې ټاکلې زاویې لرونکی وي.

پښتو یوه هغه ژبه ده چې د داستاني ادبیاتو له پلوه بډایه ده. موږ خپل فولکلور یا شفاهي ادب کې په زړه پورې نکلونه، کیسې او حکایات لرو، په معاصر دوران کې ښکلې لنډې کیسې، ناول او رومانونه هم لیکل شوي دي.  عجیبه ده چې همدې معاصر تعریف سره سم او په همدې ځانګړنې او تعریف لا ډېر پخوا زموږ نکلچیانو او انا ګانو کیسې پیل او دوام به یې ورکاو:

اورېدلې مې کیسه ده، له شاتو هم خوږه ده…

و، نه و یو پاچا و، ناست په دوکانچا و، پرتوګ یې د الچا و…!!

مېندو او انا ګانو به  دغه نکلونه په ډېره ارامه  او خوږه ژبه ویل، پیل به یې زیاتره موزون او مُخیل و،  لکه:

 د خدای کړه وو، د بنده ورته کاته وو….

د حکایتونو او نکلونو له هماغه پیل څخه به یې د اوریدونکی عواطف ویښ او د نکل اورېدو ته به یې  تنده شوه.  په دغه پورتني تعریف کې کټ مټ همدا مفهوم پروت دی. کله چې موږ او تاسو د داستاني ادبیاتو دغه پورتنی تعریف لولو، کټ مټ د نکلچیانو او اناګانو هغه خواږه نکلونه او په خاص طرز یې بیان رایادیږي چې دغه تعریف کې کټ مټ بیان شوی دی. په تېره بیا؛  چې د داستاني ادب دا نړیوال تعریف لولو، شک راولویږي چې مبادا  د ادب معاصرو څېړونکو چې د نړۍ سراسر کې دي، زموږ زاړه داستاني شفاهي(فولکلوریک) نکلونه اوریدلي او بیا یې دا تعرف ورته کړی!؟ 

داستاني ادبیات ښکلي ادبي ژانرونه دي چې په هغو کې لیکوال په هنرمندي سره خیال، تفکر او فکر خپل اثر کې ځایوي. په دې کې کیسه، رومان، لنډه کیسه، حماسه، داستان، ناول، حکایت، افسانه او  ډرام راځي. داستاني ادبیات د ارادې له مخې د یوې ټاکلې موخې لپاره لیکل کیږي چې د پند او عبرت، د معني ارزښتونو د ساتنې او لېږد، انګیزه ورکولو، دعواطفو د روزنې ، ښکلا، زړه راکښون او سبک له مخې خپله ځانګړنه لري. په همدې خاطر حکایت، اسطوره، لنډه کیسه، رومان او ناول خپل خپل تعریف لري. 

زموږ پښتو او دري حکایتونه، نکلونه او داستانونه د ښکلا او هنرمندانه بیان ترڅنګ؛ مقصد هم لري. زیاتره یې د پند او عبرت، د صداقت د توصیف، د جمال  او کمال د وصف لرونکي دي. لکه رودابه و زوال، آدم خان درخانۍ، د بُست شهزاده، یوسف زلیخا… تر معاصرو رومانونو او ناولونو. د بیلګې په توګه د سلیمان لایق (مردی از کوهستان)، د امین افغانپور (د خلکو د ارمان سپېلنی)، د مصطفی جهاد(د تخت غمی) او د غوث خیبري ناولونه، د فردوسی شهنامه، د دوکتور لیوال سلسال او شاه مامه او یو شمېر نور نښېرونه چې هر یو یې  د تاریخ کتاب او ورسره د ادبي ښکلا، نوښت، ځانګړي طرز، فکر  او تخیُل  سره مقصد او موخه لري. پورته بیلګو کې ځینې یې منظومې دي، چې  اوږد داستان بیانوي. د فردوسي شاهنامه یوازې یوه حماسي منظومه نه ده؛ بلکې د تاریخ، هویت، اتلولۍ، اخلاقو، عدالت، واک، مینې او انساني برخلیک ستر ادبي روایت دی. فردوسي د اسطورې او تاریخ له لارې د انسان او ټولنې د ارزښتونو انځور وړاندې کوي او د لرغوني  آریانا او فرهنګي حافظې په ساتنه کې یې بېساری رول لوبولی دی. سلسال او شاه مامه زموږ شفاهی ادب کې د یوې فولکلوریکې افسانې یا کیسې په بڼه  شته. په دې منظومه کې د موضوع، ځایونو او پېښو ښکلي انځورونه کښل شوي دي. کیسه دومره تلوسه را پاروي، چې له کتاب بل خوا مخ اړول نا ممکن کوي. په شاهنامه او سلسال او شاه مامه؛ دواړو کې زموږ د ټاټوبي د بیلابیلو سیمو نومونه راغلي دي، پیام یې حماسي، وطن او د وطن شتمنیو سره مینه او د هغو ساتنه، مینه، د انسانیت درناوی، مهرباني او مېړانه ده. دا مفاهیم زیاترو فولکلوریکو داستانو کې شته.

  دا ټول هغه پرتمین ادبي نښېرونه دي چې په هر یوه کې د تخیُل تر څنګ زموږ لرغوني ویاړونه، د ولسونو کارنامې او د وطنپالنې د احساس ښکلی او عاطفي بیان شوی او هر یو یې واقعي نړۍ سره مانا لرونکې اړیکه لري. زموږ داستاني ادب کې سلسال او شاه مامه چې یوه لرغونی کیسه یې رااخیستې ده  یا د (آرش کمانګیر) داستان د وطنپالنې او ملي ارزښتونو د ساتنې بیلګې دي. په دې توګه داستاني ادبیات د ادبیاتو د نورو ژانرونو ترڅنګ؛ هغه روایتي ښکلي ( عمدتاً منثور) آثار دي چې واقعي ژوند سره تړلی موخه لرونکی نوښتګر روایت ولري. د دغو آثارو تمرکز پر بیلابیلو سرګذشتونو، لکه؛ د شاهانو قیصې، د اتلانو کارنامې، پند، د تاریخي پېښو بیانول، جنګ، مینه، مبارزه لنډه دا چې د ژوند هره موضوع ده، آن دا چې اوس ځینو پښتو داستان لیکوالو د  ساینس فیکشن موضوعات، چې داستاني ادب کې یوه بیخي نوې موضوع او سبک دی، تجربه کړی دی. 

د داستاني ادب او د کیسو د اثر د ارزښت په اړه یوه بېلګه د دیني متونو یادولای شو: قرآن عظیم الشان یو شمیر مسایل د کیسو په بڼه راوستي دي، د دې فلسفه  داده چې د یوې  موضوع بیانول  د حکایت، کیسې او روایت په بڼه ډېر اغیز کوي. د اصحاب کهف کیسه یواځې د ډېر پخواني او یونیم زرکلونو پخوا د قرآنی قصې په بڼه نه، بلکې دا چې وروستیو کلونو کې توفق الحکیم په جادویي قلم د معاصرې ناول لیکنې په فُرم کې  ولیکله، د معاصر ادب یو ښکلی داستانی اثر شو.  دا نښېر  څوڅو ځلې طبع او بیا به بازار کی نه موندل کېده. د هابیل او قابیل کیسه هم له پند ډکه کتابی کیسه ده او همداسې د کنعان د ښار او د یوسف کیسه. په دې ډول سره لیدل کیږي چې  دیني داستاني اثارو کې زیات تمرکز په عبرت او اصلاحي بدلون راوستل شوی دی، نورو کیسه ییزو نښېرونو کې هم همدا موخه او خوند غځول شوی دی. 

مخکې تر دې چې د داستاني ادب په نویو ژانرونو او ځېلونو او هغو د ځانګړنو او محتویاتو په اړه خبرې وکړو، د دغو ادبیاتو تاریخي پس منظر او وروسره تړلي مفاهیم او بیلابیل ډولونه به په لنډ ډول وپیژنو:

  • اساطیر د اسطورې جمع حالت دی، په اسطوره به ځکه لږ زیات تم شو چې د معاصرو داستاني آثارو تخیُلي برخه او جوړښت ورڅخه خړوب شوی دی. دغه کلمه له یونانی historia ( د پلټنې،موندلو او کیسې په مانا) Mythیا mythos (د شفاهی خبرو په مانا) څخه اخیستل شوې، چې اوس یې مانا او تعریف توپیر موندلی دی. 

د اسطورو استعاري او سېمبولیک ارزښت ډېر د پام وړ دی، ځکه خو هره اسطوره د انسانانو د يوه ژور او لرغوني باور لپاره د استعارې په توګه کارول شوې ده. په بله ژبه: اسطورې هغه قراردادي سېمبولونه دي، چې انسانان یې د خپلو ګډو باورونو او اوهامو لپاره ټاکي، چې په خپله لنډه جوله کې يې تر شاد پرتو پراخو مفاهیمو، پېښو او اشیاوو استازیتوب وکولای شي.

نن ورځ اسطوره د داستاني ادب یو ډول دی، چې ډېر پخوا څخه را پاتې ، تر زیاته حده سپیڅلی رنګ او قدسیت لري او د یوې  ډېرې حیرانوونکې او فوق العاده پیښې بیان پکې وي. حکایت او افسانې سره  یې زیاتره وخت توپیر دا دی چې مذهبي عقیدې پورې اړه لري، لکه د پیغمبرانو ډېر ویاړلي او د عادي انسان له توان اوچت کارونه او خبرې. ځینې وخت اسطوره  یوه خیالي، د نه منلو او  «  غیرواقعی » بڼه لري؛ نو استاطیر هغه روایتونه دي چی یوه بېسارې اتلولي راښیي. څرنګه چې روایات دي نو، له دې اړخه په داستاني ادب کې شمېرل کیږي. اسطورې پخوانيو انساني ټولنو کې د دوی د باورونو، وهمونو،خیالونو، وېرو، خوبونو او غوښتنو هغه افسانه یي شوې خبرې دي، چې د دوی له ریښتيني ژوند او عقيدې سره خامخا اړیکه لري. اسطورې له مبالغې سره مل وې، تخييُلي موجودات، تر طبیعت پورته یابهر ځواکونه، دطبيعت توکو ته د تجسم یا شخصیت ورکولو (Personification)هنر په کې لیدل کېدل. ډېر ځله دغه ډول شخصیت ورکول په طبیعت کې دانسانانو د بېلابېلو غوښتنو، وېرو او رواني سکون د لټون لپاره په کیسه ییز چوکاټ کې ځای مونده، چې ورو ورو په باورونو او ګروهو بدلېدل. د بیلګې په توګه د حضرت یونس هغه نکل چې څرنګه د کب په نس  کې ژوندی پاتې  او بیا د زمکې پر مخ عادي ژوند ته را وګرځېد، یوه اسطوره(غیرعادی پېښه، خو معجزې ته ورته یا د عقیدې له پلوه بیخي معجزه) ده.

نن ورځ د اسطورې لپاره دا تعریف منل شوی دی: اسطوره (Myth) هغه زاړه داستانونه دي، چې يو مهال لرغونو قومونو رښتیا ګڼل، خو اوس افسانوي شوي دي او څوک یې نه مني. ځکه مانایې د اسطوره له لغت څخه څرګندېږي، چې له  HistoryاوStory سره یوه ده.اسطوره يو مهال (هیستوري) وه، چې اوس یې د داستان (ستوري) ځانګړنه خپله کړې ده. نن ورځ اسطوره داستاني ادبیاتو کې ورګډه او د ملتونو د شفاهي ادب په زړه پورې او حیرانوونکې برخه جوړوي، اوس هم داسې اثار تخلیق و هست کیږي چې اسطوره  یا د  اسطورو بیان بلل کیږي. د اسطورو د لېږد، ژوندي پاتېدو او له یوه نسل څخه بل ته د ور رسېدو یو لوښی فولکلور دی. فولکلور د اسطورو روایت کوي او د ټولنیز ژوند په اړیکو، انګېرنو او ګډو ارزښتونو کې یې اغېز ژوندی ساتي. د داستاني ادب یوه حیراونوونکې ځانګړتیا دا ده چې په یو ځل اورېدو، بیا نه هیریږي، نو په همدې خاطر نسل په نسل ژوندۍ پایي. د ژور اغیز او په زړه پورې توب له مله ډېر لرغوني نکلونه، حکایات او اسطورې تر موږ پورې رارسیدلي دي. په لرغونو زمانو کې چې د تاريخ لیکنې مېتودولوژي لا نه وه رامنځته شوې، ګڼو لیکوالو، چې غوښتل یې تاریخ ولیکي، نو د لیکنو نیمايي برخه یې له اسطورو څخه جوړه شوې وه. په دې توګه موږ ګورو، چې ډېر ځله د تاريخ سېمبولیک روایت د اسطورو په مرسته تر موږ راسیدلی دی او دا کار د همدې اسطوره یي داستاني ادب په مرسته شوی دی، یوه بېلګه: دکربلا پېښه یوه تاریخي مذهبي پېښه ده، چې د اسلام او عربو په تاریخ کې خپل ځانګړی مکان او زمان لري. د دغې پېښې په اړه په سلګونو اسطوره یي روایتونه جوړ  او د ادبی متونو په مرسته خوندي شوي دي. د اسطورو اغېز  په انساني ژوند ژور دی. یو شمېر اسطورې د انسان د روزنې او متمدن کېدو منبع بلل کیږي. ګڼ تاریخي مدنیتونه په هغو باورونو کې ریښه لري، چې له اسطورو څخه رازېږېدلي دي. د هندي مدنیتونو هره دوره په اسطوره یي پېښو سره بېلېږي؛ ویدي، بودایي، اوستايي او نور مدنیتونه له اسطوره یي روایتونو څخه ډک دي. د تاريخ په اوږدو کې تاریخي روایات په اسطورو بدل شوي او اسطورو تاریخي مدنیتونه زېږولي دي. مدنیتونه په حقیقت کې د فکري او عقیدوي دورو په چاپېريال کې جوړېږي. تاریخ د  بشري ټولنو د سرګذشت کیسه ده او اسطورې یې د ایډیالونو، تخيلاتو، افکارو، ارمانونو او غوښتنو تمثیلوونکي دي، ځکه خو په لرغونو مدنیتونو کې تاریخ او اسطورې سره نږدې اړیکې لري، او تر نن پورې موږ ته رارسیدلي او د تاریخ په شان ورته ګورو. اسطوره راباندې جادویي اغیز کوي، دا ځکه پېښوته یې حیرانیږو، خو ځینې وخت یې هغه د نه منلو برخې هم منو لکه د کب په ګېډه کې د یونس ژوندي پاتې کېدل او د کوه طور کیسه، نو ځکه (پل ریکور) وايي : “…موډرن انسان ځان له اسطورې څخه نه شي خلاصولای او نه یې هم په هماغه ظاهري شکل منلای شي. اسطوره به تل له موږ سره وي، خو موږ به ښايي انتقادي چلند ورسره وکړو…”. 

اسطورې یواځې شرقي روحیه نه لري او نه یواځې شرقی ټولنو کې لیدل کیږي، بلکې غربي نړۍ کې هم لرغونی تاریخ لري او ترټولو نامتو فلمونه له لرغونو اسطورو څخه ډک شوي او الهام یې ورڅخه اخیستی دی. معاصر وخت کې ډېرو ناول لیکونکو له اساطیرو الهام اخیستی او اسطورې یې د ناول په بڼه لیکلي دي، (دتوفیق الحکیم د اصحاب کهف رومان وګورئ). 

پوښتنه پیدا کیږی چې اسطورې څنګه له داستاني ادب سره دومره کلکه تړلتیا لري؟ ځواب داسې دی: د يوې ناڅرګندې راتلونکې په اړه د انسان پوښتنو، له طبیعي پېښو څخه وېرې او اوهامو انسانان مجبور کړل، چې له کوډګرو، کاهنانو، راهبانو،کیمیاګرو، جټانو اوکوچيانو، پیرانو، پالګرو (پال لیدونکو)، فیلسوفانو، مذهبي مبلغانو او ان شاعرانو څخه مرسته وغواړي، چې څه پېښیږي؟ ولې پېښیږي او د دوی راتلونکې به څه وي؟ … د دغو پوښتنو ځواب بشریت ته ډاډ ورکاو او له اندیښنو یې ژغورل. پورتنیو مخاطبانو هم د ځوابونو د موندلو لپاره تخيُل، اسطورو او د روایتونو  نقلولو ته پناه وړله او اسطورې د دوی د تخيل، تفکر او تجربو له ګډ شعور څخه را وزېږېدلې. دغه کیسه ییز روایتونه له یوه نسل څخه بل ته ولېږدېدل او پر ځينو یې زیاتونې کېدلې، د دې لپاره چې دغه ځوابونه د قناعت ترڅنګ د اورېدونکي د ښکلا خوښونې  یااستیتیکAesthetics) )ذوق هم خړوب کړي، نو د هنریت بڼه یې ورکړه چې هغه داستاني ادبیات وو. په دې ډول اسطورې د داستانی ادب د لومړنی ژانر په توګه تلپاتې ژوند وموند او د ادبي ارزښت په مټ تلپاتې تر نن ورځې راورسید. دا د ادب او اديب ارزښت وروبخښل شول. د ادبیاتو او اسطورو ملګرتیا له همدې ځایه پیل شوه، چې د بشري پنځونو په تاریخ کې یوه خورا لرغونې ملګرتیا ده. د اسطورې او داستاني ادبیاتو د تړون په اړه داسې هم ویلای شو:

کله چې اسطورې له مذهبونو او عقیدو څخه بېلې شي، نو خپل حضور په ادبیاتو کې ساتي. د اسطورې او  داستاني ادبیاتو د اړیکو په اړه څېړنې ښيي، چې دواړه یو له بل پرته په بشپړه توګه نه شي مطالعه کېدلای. په ځینو بحثونو کې دواړه دومره  سره نږدې شي، چې داستاني ادبیات د اسطورو د تلپاتې کېدا لپاره  یواځینی ارزښت ګڼل کېږي. دغه نږدېوالی دوه بنسټونه لري:  یو ؛ هغه ګډون چې دا دواړه یې په انساني تخیُل کې لري او یا ښه به وي چې ووایم، هغه ژور اغېز چې داستاني ادبیات او اسطورې یې پر انساني تخیُل باندې لري او دوهم؛ په داستاني ادبیاتو او اسطورو کې د مفاهیمو د ګڼ اړخیزه تعبیر او تفسیر له مخې، چې پر بنسټ یې د بشري تاریخ په اوږدو کې د داستاني ادبیاتو او اسطورو موازي حرکت تر نن پورې را رسېدلی دی او بېشکه چې تر راتلونکو زمانو پورې به  یې هم وغځوي. د پیر “آلبوې” په نظر: (…د ادبیاتو او اسطورو تر منځ ژورې اړیکې شته، چې ان کولای شو، هغوی سره ورته وبولو او داستاني ادبیات د اسطورو ساتونکي او د تکیې ځای وګڼو). 

د اسطورو د پېژندنې او یا هم د هغوی د رامنځته کېدو منطق په هر هغه ځای کې چې ګونګ او مبهم دی، د ادبياتو په مرسته روښانه کېږي، د زړو زمانو اسطورو ته د نوې ارواپوهنې لاسرسی هم د داستاني ادبياتو له برکته ممکنه شوې  ده. ترکومه چې له داستاني ادبیاتو سره د اسطورې د تړاو خبره ده، که د نړۍ پرمخ د هرې ژوندۍ ژبې د داستاني ادبیاتو او فولکلور تاریخ وګورو،نو وینو چې لرغونو اسطورو په واقعیت کې ژبې او ادبیاتو ته ډېرڅه ورکړي او هغه یې خامخا لږ و ډېر تر اغېزې  لاندې راوستي دي. اسطورې داستاني ادب ته داسې لارموندلې ده چې د هغو یوه مهمه برخه کرځېدلې ده.

اوسني ادبپوهان او ادبپوهنه د دواړو تر منځ په یو ستر توپیر د بېلتون قانع دي او وايي: داسې څرګندیږي،چې له ډېر پخوا څخه خلکو پر ټولو اسطورو بارو درلود. موږ دلته د خلکو په عقیدوي اړخ خبره نه کوو، بلکې موخه مو داستاني ادب او اسطوره او داستاني ادب کې د اسطورې رول او اساطیري داستان دی. اسطوره داستاني ادب ته یو تخیلي ځواک ورکوي، اسطوره په داستاني ادب کې تلوسه پیدا کوي او د لوستونکي یا اوریدونکي ذهن تحریک او تخنوي چی کیسه تر پایه ولولي یا واوري. اسطوره کیسه کې عاطفي خوځښت راولي، تخیل پیاوړی کوي، د تفکر وزرې غوړوي او الوتلو ته یې لاره ښيي، د تاریخ منظرې راښیي، عواطف تلطیفوي، عدالت ستایي، حقیقت راښيي او موږ د دنیا سړو- تودو سره آشنا کوي. بشریت د همدی حماسي او ساطیري داستانو په مرسته پرمختګ وکړ او د نن ورځې بریالیتوبونه یې ترلاسه کړل. داستاني ادب کې حماسې او اسطورو د انسان فکر له ستومانی وژغوره، ښکلا یې ترسیم کړه، ښکلي پیغامونه یې راونغاړل او انسان یې د خپل رسالت په وړاندې ژمن کړ، مینه یې وستایله، کرکه یې وغندله، کینه یې ورټله او زغم یې وستایه. د مینې په لاره کې یې د قرباني درس وښود او موخې ته درسیدو لپاره یې د صبر سپارښت وکړ، وفا یې د مینې مهم عنصر وګاڼه او دژوند رنګارنګي یې انځور کړه. د اروپا لرغوني ادب کې د  (افروریتي) او(ایډوس) د مینې داستان نامتو دی . کله چې افروریتی خپل معشوق په وینو لژند ویني ، منډې وروهي چې ویې ژغوري، دمنډو په ترڅ کې د ګلبوټو اغزی یې بدن ټپی کوي او جامې یې په وینو سرې کیږي. کیسه وایي چې د ګلبوټې سپین ګلان د دغو وینو په څاڅکو سره شول، نو ځکه د ګلانو رنګ سور دی. تر نن ورځې خلک داسې انګیري چې  د ګلانو سوررنګ د مینې په لاره کې د بهېدلو وینو له رنګ څخه اخیستل شوی دی، کنه ګلان خو اصل کې سپین وو. شعر کې هم ځینې وخت داسې مثالونه شته، رحمان بابا خپل یو بیت کې اسطوره داسې بیانوي:

لاله نه دي کشته ګان دي ستا د سترګو

چـې په سره کفن له زمکې  را بیرون  دي

او همداسې هم موږ داسې معاصرې لنډې کیسې لرو چې د لرغونو وختونو د اسطورې رنګ لري.

  • حماسه: 

دا اصطلاح ځکه دلته تشریح کوو چې یو شمېر داستاني ادبیاتو کې حماسه انځور شوی، یو شمېر نور حماسي بڼه لري، چې دغو داستاني ادبیاتو ته په لنډیز حماسه یا حماسي داستاني ادب وایي. مانا دا چې د هغو محتوا کې ممکن یوه حماسه بیان شوې وي او د کیسې په بڼه راغلي وي، نو دلته به په خپله حماسه وپېژنو چې داستاني ادب سره  اړیکه لري:

حماسه په لغت کې زړورتیا ته وايي او په اصطلاح  کې د وصفي شعرونو (او ځېنې وخت د داستاني ادبیاتو) هغه ډول دی، چې د يوه قوم یا وګړي د پهلوانیو، مېړانې او ویاړنو کیسه په کې تمثیل شوې وي. حماسه (په عربي کې د زړورتیا په مانا) له ادبي انواعو څخه، (چې اغلب په شعر کښل شوي وي یا حماسي منظومې وي)  او دا منظومې د ملي  اتلولیو ، ویاړونو مېړانو، جګړو، پهلوانیو په یاد او د هغو په بیا بیانولو او توصیف کې وي. نړیوال ادب کې د هومر آثار؛ په تېره بیا د آشیل دکیسې بیان یوه حماسه ده، د  امیر کروړ او د شاهنامې له اشعارو را نیولې د خوشحال بابا، د غنی او لایق ترځینو اشعارو پورې ټول حماسي ادب دی. حماسي داستاني ادب هم لرو، لکه د ارواښاد غوث شهامت خیبري، عبدالرحمن پژواک، ارواښاد بینوا، نجیب تورویانا، زریاب  تاریخي کیسې یا د مصطفی جهاد د تخت غمی او زیات نور مثالونه. ځینې تاریخي آثار چې په ادبي ژبه لیکل شوي یا یو شمېر خاطرات هم حماسي ادبیاتو کې راتلای شي لکه د ارواښاد د. فاراني ځینی داستان ډوله لیکنې او د ارواښاد ساهو لنډې کیسې چې د جهاد په توصیف او د مجاهدینو د حماسې په صفت کې یې لیکلي دي، یا (وینه په قلم کې) او( یوکارتوس به ځان ته ساتم). همدارنګه د جنرال سید عبدالقدوس(حماسه نبرد جلال اباد)، د تورویانا  (اوشاس، فرزند رویګر، آخرین خوارزمشاه) حماسي- ادبي اثار دي.   په ټوله کې؛ حماسه د داستاني ادب په پرتله،  شعر کې ډیره تمثیل، ستایل، او بیان شوې ده.له دې دوو سره ورته تعریفونو څخه پوهېږو، چې حماسه د وګړیو(فردي یا جمعي) پهلوانیو او مېړانو داستاني روایت دی.  په لاتین کې حماسې ته Epicوايي. لوېديځوال د حماسي داستاني ادبیاتو پیدایښت د يوناني پهلوانانو، اساطیري اتلانو او ارباب الانواعو په پېښو پورې تړي چې دا شپږ ځانګړنې لري:

۱.د کیسې په طرح کې د داسې یوه اتل شتون، چې فوق العاده ځانګړنې لري او هغه کار چې نور یې نه شي کولای، دی یې د یوه لوی ځواک په ملاتړ تر سره کوي،

۲.د عادي بشر تر توانه پورته بریالیتوب تر لاسه کول، چې بشپړول یې د نورو په توان کې نه وي،

۳.د ټاکلي زمان او مکان له محدودې څخه بهر وي او یوه پراخه عیني او ذهني زمینه ولري،

۴.د ماوراء الطبيعي موجوداتو یا د هغوی د ځواک موجودیت،

۵.د حماسي داستاني اثر د بیان سبک باید ځانګړی او تر عادي سبکونو لوړ وي، چې حماسي لحن یې د تشخیص وړ وي او په ټول اثر کې د سبک دغه ځانګړنه ولیدل شي،

۶. لیکوال یې د خپل اثر په ټول پرمختیايي بهیر حاکم او حاوي وي، په دې به پوهیږي، چې کیسه د کوم هدف خوا ته ځي.

له دې شپږو ځانګړنو څخه پوهېدای شو، چې د ادبیاتو وربوی کې اسطوره له حماسې سره څومره او کوم توپیرونه لري، اسطوره یوازې هاغه مهال له حماسې سره ګډه پوله مومي، چې له بشري ځواکه ورپورته ځواکونه یې مرستې ته راشي او یا هم دی له غیر بشري قدرتونو سره مخامخ شي، یوازې دلته هم د اسطورې شتون لازمي نه دی، غیر بشري ځواک باید خپل اساطیري ماهیت خامخا ولري. د حماسې په پورته یادو شویو ځانګړنو کې لومړۍ او څلورمه ځانګړتیا د اسطورو تداخل ته لاره هواروي. خو له توپیرونو سره سره، د اسطورو او حماسو ګډ حضور په ادبیاتو کې تر دې بریده ده، چې د دواړو د ګډې مطالعې او څېړنې اړتیا پېښیږي،کېدای شي اسطورې هيڅکله حماسي ځانګړنې ونه لري، خو حماسه د اسطورو له ملګرتیا پرته نیمګړې ښکاري. يو شمېر څېړونکي خو تر دې بریده مخکې ځي چې حماسه له اسطورې څخه رازېږېدلې بولي:  (حماسه له اسطورې څخه رازېږېدلې ده، اسطوره هغې روزونکې مور ته ورته ده، چې حماسه زېږوي او په خپله لمنه کې یې روزي او ستروي یې. ریښتينې او بنسټي حماسه پرته له دې چې د اسطورې له زړه څخه راووځي، نه  شي رامنځته کېدای. حماسه یوازې د هغو خلکو په فرهنګ او ادبیاتو کې راڅرګندېږي، چې لرغونی تاریخ او زړې اسطورې ولري. هغه حماسې چې له اسطورو څخه نه وي زېږېدلې، رښتينې حماسې نه دي، یوازې یې شکل وشمایل حماسې ته ورته  دي).

داسې فکر هم شته، چې حماسه په داستاني ادب کې د اسطورې هنري روایت دی، په داستاني ادبیاتو کې د اسطورې انعکاس او تبلور د  حماسو په جوله کې وینو. د حماسې رواني بستر په انسان کې دننه د هغو تمایلاتو له جګړې څخه جوړېږي، چې یو له بل سره مخامختیا او دښمني لري. حماسه د ناسازګاره ځواکونو جګړه ده، ډېر ځله دوه عام قالبونه یې (خیر) او (شر) یا (نېکي) او (بدي) وي. په داستاني ادب کې د اسطورو دنده هم همدا ده چې د دغو دوو سره دښمنو ځواکونو استازیتوب وکړي. په ظاهره (شر) ګټونکی برېښي، خو په پایه کې  بری د (خیر) وي. په داستاني ادبیاتو کې که شر برلاسی و، نو (تراژیدي) زېږوي. عجیبه دا ده چې حماسه او اسطوره دواړه د همدې تضاد د مبارزې لیکه تعقیبوي او د دوی د اوږد مهالي تاریخي جدال هنري بیان ډېره ځله ادبياتو کړی دی.

خوشحال بابا وايي:

خبر د  دهر په مکر د  روه شــــــــــــــــــوم

دا څه چې ښاد شم یا په اندوه شوم

نه یې ښادي شته نه یې اندوه شته

دواړه فساد دی چې ښه پرې پوه شوم

زموږ یوه فولکلوریکه کیسه کې دوه کرکترونه دي؛ یو یې (نیکی )او بل یې (بدی) نومیږي.  کیسه ډېره په زړه پورې ده چې څو ځایه پکې د بدي او نیکي د خیر او شر بیلګې شته: کیسه د یوې اوږدې لارې منظره انځوروي او لږ وړاندې د بدي مزل او ورپسې د نیکي مزل بیانوي. بدی مزل کوي، یو ځای کې آسونه په غوجل کې تړلي دي، او تازیان سپي د غوجلی څخه هاخوا. بدی هډوکي آسونو او بوس تازیانو ته اچوي. کله چی نیکی رارسیږي، بوس آسونو ته او هډوکي تازیانو ته اچوي. نیکی مزل کوي او یو ځای کې ستومانه شي، نو د یوې ونې سیوري ته ډډه وهي. پاس ونه کې د یو لوی مرغه ځاله ده، ځاله کې د مرغه دوه بچي دي. نیکي لا دمه نه ده کړې چې یو مار ونې ته د ختلو هڅه کوي چې د مرغه بچیان وخوري، خو نیکی ورباندې ګوزار کوي او مار  وژني. بېرته ونې ته  ډډه وهي چې پاس د شنه آسمان لمن کې مرغه د خپلې ځالې او د بچو په لوري راځي کله چې مارغه ونې لاندې د مار وینې ولیدې، فکر یې وکړ چې دغه ونې لاندې ناست انسان د ده بچي وژلي، هوا کې لار بدلوې له دښتې یوه تیږه پنجو کې رااخلي چې ونې لاندې نیکي باندې یې وغورځوي او د بچیانو غچ ورڅخه واخلي. کله چې مارغه له تیږې سره را دوره کیږي، د بچیانو غچ-غوچ غږ اوري چې هغوی د حال په ژبه مور په نیکي باندې د تیږې د غورځولو څخه منع کوي، مارغه بچی روغ جوړ ولیدل چې ځاله کې دي، خوشحاله شو. تیږه یې هیسته وغورځوله. کله چی بچو سره ځاله کې کیني بچي یې ورته کیسه کوي چې نیکي مار وواژه . مارغه ځان د نیکي احسانمند احساسوي. دا وخت نیکی پاتې مزله ته دوام ورکوي. له دې امله چې لمر ډېر تود او دښته کې ګرمي ده، نو دغه مارغه د نیکي پاتې مزل کې د دښتې ترپایه په هغه سیوری جوړوي. د دې برخلاف؛ داچې بدی په څه ستونزو  اخته کیږي، دا  دکیسې بل اړخ دې.  کیسه ډېره خوږه ده. د کیسې یوه بله برخه کې  مرغه د نیکي ښېګڼو  د ادا کولو په نیامت  هغه ډېر قیمتي غمی چې چیرې یې موندلی،  له هوا څخه یې  نیکې ته  ورغورځوي… دا کیسه څو عجیبې پېښې بیانوي، اوږده او د تلوسې لرونکې ده چې ډېرو ځایو د (خیر) بری پر(شر) باندې او د نیکی ښه برخلیک او بدي ته د بدو پایلو د پېښېدو بیلګې پکې دي. 

په ټوله نړۍ کې حماسي او اساطیري داستاني ادب اوږد تاریخ لري. د بیلګې په توګه د حماسي ادب ترټولو لرغونی بیلګه د ګېلګمېش لیکلی حماسه ده. دا ادبي اثر د انسانانو له هغې زړې اساطیري تندې سره اړیکه لري، چې له مرګ څخه د خلاصون او تلپاتې ژوند ته د رسېدو لپاره یې لري. ګېل ګمېش غواړي په آسمانونو کې خپل نیکه (او ته نه پېش تم) ومومي. د ده نیکه په لوی توپان کې د بشریت نسل ژغورلی و، بېړۍ یې جوړه کړې وه او خپل پیروان او له ټولو ژوندیو موجوداتو څخه یې یوه یوه جوړه په کې له توپان څخه ژوندي وساتل. دی پر زمکه د حیات ژغورونکی شو. ګېل ګمېش غواړي له خپل نیکه څخه د تلپاتې ژوندون راز ومومي. د الیاد او اودیسې ترڅنګ؛ د ګېل ګمېش د حماسې او د لوی توپان داسطورې تر منځ اړیکه په زړه پورې ده. دا د لوی توپان تلپاتې اسطوره ده( دې ته ورته کیسه د نوح(ع) د کښتۍ هم ده)،چې د ګېل ګمېش په کیسه کې د روح /روان حیثیت لري. په داستاني ادبیاتو کې ګڼو اسطورو خپل هویت او تلپاتې وجود د حماسې حضور له برکته ژوندی ساتلی دی. زموږادبیاتو کی رودابه اوزال، او یوکارتوس به ځان ته ساتم، د آرش کمانګیر نکل، د میوند دملالې د اتلولي داستان او ډېر نور د حماسې بیلګې دي. معاصر داستاني ادب کې هم داسې بیلګې شته چې حماسي رنګ لري، 

حکایات :

ټول هغه قصص، نقل قولونه او شفاهي او لیکلي روایات دي چې د پند، حکمت اوعبرت او دهغو د په زړه پورې والی له امله به خلکو یو بل ته ویل او له نسلونو نسلونو سینه په سینه را پاتې دي. زموږ ولس کې حکایاتو ته نکلونه هم وایي. افغانستان کې نکل ویل او نکل اورېدل له پخوا دود و. حکایات به زیاتره بوډاګانو او مجربو کسانو ځوانانو ته اورول. اروپا کی د شوالیه ګانو، کامرون  او کانتریری حکایات او نکلونه د دې غوره بیلګې دي. د حکایت لغت له (محاکات/ mimesis) څخه اخیستل شوی، یعنی ورته والی یا مشابهت.  حکایت د بوختیا لپاره یو ډول لنډه کیسه ده چی اخلاقی موخې پکې وي. دا داستاني فورم ځانګړی جوړښت، پېښې، کرکتر/ کرکتورنه ، انځور او بیلابیل عناصر لري. د حکایت دپند او زده کړې وړ پایله د حکایت په آخره کې راوړل کیږي. ټول حکایتونه او نکلونه د انسانانو په اړه نه دي، او نه یې کرکترونه تل انسانان وي، بلکې ژوي هم د حکایاتو یا نکلونو کرکتر کیدای شي. په حکایت کې ژوي خبرې کوي، احساسات بیانوی او عمل کوي لکه د کلیله او دمنه حکایتونه، یا د انګک وبنګک حکایت او نور. پښتو حکایاتو کې  د اوښ، وزې، بیزو، چرګ، کشپ او ډېرو نورو ژویو په اړه حکایات شته. دلته به یو حکایت د بیلګې په توګه راوړم چې ما وړکتوب کی له خپل بابا څخه اورېدلی و:

وای یو اوښ، پسه او وزه په لاره روان وو. مخې ته یې یوه ټانټه راغله. وزې بیړه وکړه چی لومړی یې وخوري پسه لانجه ورسره وکړه چی ټانټه باید زما شي. دا وخت اوښ ټانټه راپورته کړه د لارې ترڅنګ یې د دیوال پر سره کېښوده او دوی ته یې وویل: دا به دهغه چا خوراک شي چې لوړ قد او پیاوړې غاړه لري. دا وخت یې ټانټه یوه مړۍ کړه او له ستوني یې تېره کړه. 

دغه حکایت کې د زور، لوړ قد، جسمي توانایي او پیاوړتیا انځور وینو. دا ډول حکایتونه په کلیو کې زیات رواج وو. آن په جرګو او مرکو کې به حکایتونه د سرګذشت او پند په بڼه اورول کېدل او د هغو بیلګه به د قضایاوو د روښانه کولو لپاره روایت کېدله. جالبه ده چې پخوابه جوماتونو کې ځینې حکایات لکه سکندرنامه، یوسف- زلیخا او ډېر نور لکه دیني متون لوستل کېدل(!)، خو که تاریخ او جغرافیه وګورو، سکندر چیرې او افغانستان چیرې!  داچې سکندر او یوسف او نور تر شیخ متي او بیټ نیکه ډېر مشهور دي، دا د حکایاتو په قوت دي!!

خو هېره دې نه وي چې موږ زښت ډېر خواږه  او تلوسه پاروونکي ملي او ولسي حکایتونه هم لرو چې سوچه زموږ د خلکو مال او زموږ تاریخ او جغرافیې پورې اړه لري. په دغو ګڼ شمېر حکایتو کې  د پند، عبرت او تجربو خبرې شته. له بده مرغه موږ ټول حکایتونه ثبت کړي نه دي، زیاتره یې هېر شول. حکایتونه په حقیقت کې تعلیمي او روزنیز روایتونه وو. زیاترو حکایاتو کې به طنز او هجو هم وه. ځینې به د خندا او ټوکو په بڼه روایت کېدل. عجیبه ده چې اروپایي هېوادو کې یې له پخوانیو حکایتونو او نکلونو د ماشومانو لپاره کارتوني فلمونه جوړ کړي دي، او آن دا چې اوس هم مصورو روزنیزو کتابو کی ډېر پخواني حکایتونه راوړل کیږي. د خپګان خبره ده چې موږ ډېر په زړه پورې حکایات او پخواني نکلونه هېر او ثبت مو نشو کړای. اټکل کیږي چې اوس به هم هغو کلیو کې چې تلویزیون او دا نورې تکنالوژیکي بوختتیاوې نشته، نکلونه به وي. حکایات د معاصرو داستانی ځېلونو په پرتله تخنیکی او فنی جوړښت نه لري، استیتیکی اړخ یې هم د پام وړ نه وي، خو روایت یې د یوه مقصد لپاره وي.

  •  افسانه: د یوې نه باور کیدونکې پېښې یا شخص په اړه له واقعیت څخه  لېرې روایت دی.

د عوامو په ژبه افسانه هغه څه ده چې خلکو له خپل ځانه راجوړه او ریښتیانی او واقعی نه وي. خو د عوامو په نزد اسطوره له افسانې سره یو شان بلل تېر وتنه بلل کیږي، دا ځکه چې دوی د یو شمیر پیغمبرانو، مذهبي لاررښوونو او عرفاوو معجزه یی روایات اسطوره بولي  چې د هغوی د عمل او عقیدې مصداق یې ګڼي. په زړه پورې داده چې حکایتونو تر اسطورو او افسانو زیات رواج موندلی دی. ډېر حکایتونه د ژویو، پیریانو، شیطانانو په اړه دی، چې خبرې هم پکې کوي او عمل، فکر، قضاوت او رول لوبول یې د انسانانو په شان وي، دا ټول خلکو منلي او په مینه ورته غوږ ږدي، له افسانې او  اسطورې یې جلا بولي. حکایتونه له تاریخي پلوه د اسطورو، افسانو او معاصرو داستاني ژانرونو ترمنځ  موقعیت نیسي. داسې نده چې داستاني ادبیات یواځې همدې فُرم کې پاتې وي، بلکې پخوانیو حکایاتو، حماسو، اسطورو او افسانو په ولسي سندرو متلونو او  لنډیو کې ځان څرګند کړی دی. د کونړ غلام مامد، فرحت په تبۍ تور ولسی سندره ، شیرعلم او میمونې، توره، رادو، علم ګنج در ګرفت، چو به میدان آیی میدانیم، او نورو د دی مثال کیدای شی. 

یوشمېر لنډۍ هم یوه تاریخي کیسه لري دا یې بیلګې دي:

چې د خالو لښکرې راغلې     زه به ګومل ته د خپل یار دیدن ته ځمه

دا لنډۍ څه باندې زر کاله(د محمودغزنوی) د وخت یوه کیسه لري،

یا: خال به د یار له وینو کښېږدم      چې شینکي باغ کې ګل کلاب وشرموینه

دا لنډۍ د افغان- انګلیس دجنګ یوه حماسه بیانوي. د ملی اتلانو نومونه چې چاربیتو او لنډیو کې یاد شوي، هر یو یې یوه کیسه او داستان لري. زیات شمېر متلونه هم د یو ځانګړې داستان لرونکي او د یوې پېښې له کیسې جوړ دي، لکه:

ترکاڼي د بیزو کار نه دی،

چې بدګرځي، بد به پرځي،

چې خوب کوي، میښه یې نرکټی زیږوي،

هوښیاره مرغۍ دوو لومو کې نښلي،

غل هم وایي خدایه، مل هم وایي خدایه،

ناصرخان او سره یې اوښان،

چې نه کار هلته څه کار؟!

دنیا چې پر خره بار کړې، خیرالله خان سی،

د غریب سړي د خیرات په ورځ غوا ورکه وي،

ډمې نڅا نشوه کولای، ویل یې زمکه کږه ده!

نیم پټی یې وخوړ وای مږه ده!

الحمدو هغه ده، خو خوله دی ملا شاګل غواړي،

ښامار مومن خان مړ کړ، توره هرڅوک سره کوي چې ما مړ کړ،

قصابان چې ډېر شي، غویي مردار شي،

… سلګونه داسې متلونه شته چې له په زړه پورې کیسو جوړ او د پند او عبرت لپاره راپاتې دي. دغه پورته متلونه هر یو  یوه کیسه لري، چې له مفهوم او لنډیز یې متل جوړ شوی، خو ټول متلونه هرومرو کومې کیسې او سرګذشت سره تړاو نه لري، بلکې عمومي دي لکه:

ژرنده که دپلار ده ، هم په وار ده،

زمکه هغه سوځي چې اور پرې بلیږي،

مه کوه په چا چې وبه شي په تا  او نور.

په دې توګه داستاني ادب یواځې د کیسې، نکل، حکایت او افسانې په فرم کې نه، بلکې د منظومو او په نورو بڼو، یا اقلاً د هغو په سیوري او د هغو اغېز کې هم شته، آن دا چې متلونه له یو شمېر کیسو راجوړ شوي دي. دا هم لکه اسطورې او حکایات له لرغونو وختونو سره تړاو لري، خو معاصر داستانې ادبیات ځانګړی تعریف او تخنیک لري. معاصر داستانی ځېلونه لنډه کیسه، ناول، رومان، یونلیک او آن ځینې وخت اوتوګرافي او خاطرات هم کېدای شي. هریو به جلا جلا وپېژنو:

  • لنډه کیسه د داستانی ادبیاتو یو بل په زړه پورې فُرم(ځېل) دی.  

دا په حقیقت کې د معاصر  وخت نکل او حکایت دی چې ځانګړی هنري او تخنیکی جوړښت لري. دا یواځې په دې خاطر نه چې لنډه کیسه(داستان کوتاه/ short story)  لنډه وي او له څلور یا پینځه زره کلماتو زیاته نه وي، بلکې مهمه دا چې لنډه کیسه ځانګړی جوړښت او خاص عناصر لري. د لنډې کیسې لیکل د لیکوالي پوره تجربه او مهارت غواړي. لنډې کیسې ته یوه کره طرح او پلات غوره کول، د مناسبو کرکترونو، دیالوګ، د پېښو پرمخ بیول، د دیالوګونو او منظرکشي کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیکوالی) او د موادو فني او هنرمندانه اوډنه ضروري شرطونه دي.  څومره چې کیسه او هر داستاني اثر تلوسه پاروونکې وي، کیامیابه بلل کیږي.  د داستاني اثر پیل، منځ او پای د یوې انتباهي او هیجاني پایلې لرونکی وي.  هیجاني پایله هغه وخت ایجادیږي چې کیسه له پیل څخه منطقي  پلاټ، هیښوونکې پېښې او منطقي بیان،  په زړه پورې دیالوګ اوکافي منسجم او له ولولو ډک سکښت ولري. د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطري درک او ایډیاوو څخه جوړېږي، په دې کې تجربه او د لیکوال حسی درک مهم دی.

د لنډې کیسې لپاره د کرکترونو(شخصیتونو) مناسب غوره کول، پېښې او کشمکش ایجادول او د کیسې ِغوټه او د اوج مرحله کی دغوټې پرانیستل لوی هنر دی له تخنیکی پلوه هر عنصر خپل ځای لري. لنډه کیسه د ناول او رومان په پرتله لنډه وي، دا یو داسې روایت دی چې په هنري بڼه، ادبي ژبه او طبیعی ښکلیوایماژونو سمبال شوې وي. له دې امله چې دا داستانې فُرم د نوي او صنعتي عصر لاسته راوړنه ده، نو پیغام یې هم مترقي، نوی او انساني دی. لنډه کیسه یواځې د عادې خبرو په شان د پېښو بیان نه دی، بلکې له تخنیکی پلوه یو بل سره تړلي عناصر لري. په همدې خاطر لنډه کیسه اغیز لري، کیف لري، زړه راکښونکې ده، لوستونکي او اوریدونکی‎ي ورڅخه خوند اخلي، ورڅخه متاثر کیږي، احساست را پاریږي او فکر کولو ته اړ کیږي. دا هغه وخت چې د دغه داستاني فرم په چوکاټ کې طرح( plot)، شخصیت( chracter)، منظرکشي( image)، اوج او غوټه پرانیستل رعایت شي. د ښې کیسې پلات تلوسه پاروونکی وي او انساني مزاج او روان(psychology ) یې ښه خوښوي. تخنیکی او فنی لنډه کیسه چې یواځې بریالی لیکوال یې لیکلای شي، یو څو ځانګړتیاوې لري:

۱. پلا ت دومره منسجم وي چې پېښې په منطقي تسلسل   له پیل څخه تر اوج او بیا پای پورې پاشل کیږي نه، بلکې په مطلوب ډول د یوې اخلاقی پایلې په لرلو پای مومي،

۲.د ښې کیسې پیل کولای شي لوستونکی داسې راجلب کړي چې سم له پیل کولو سره نور هر کار پریږدي، ترڅو کیسه پای ته ونه رسوي، بل خوا سترګې نه اړوي،

۳. کرکترونه دخپل رول سره سم کړه وړه، خبرې اترې او اکتونه ترسره کوي. هر کرکتر د یو ټاکلی نقش لپاره کیسه کې ځایول کیږي. لنډه کیسه یو ټکی اضافی څه نشي منلای،

۴.دکیسې نوم، پیل، دیالوګ او د پېښو انځورول باید داسې ترتیب شي، چې مصنوعي بڼه ونه لري، د منلو وې او ترټولو مهم دا چې تلوسه پاروونکی وي،

۵.د کیسې پای باید دومره عالي او اغیزناک وي چې اثار یې د لوستونکي ذهن کې د ده د ژوند ترپایه پاتې شي. د کیسې په پای کې باید یو پیغام وي.

  • ناول 

هغه داستاني ژانر دی چې له نولسمې پیړۍ راوروسته یې د زښت زیاتو لوستونکو پام راواړاو او د داستاني ادب نړۍ یې لا زیاته ښایسته او رنګینه کړه، ناول د ایټالوي ژبې له ناوله(Novella) څخه جوړه شوې کلمه ده، په لغت کې نوي، تازه، په زړه پورې، عجیبه، ښایسته او ښکلي شي ته ویل کېږي او په ادبي اصطلاح کې هغې اوږدې کیسې ته ویل کېږي چې د ژوند پر محور چورلي. ناول هغه نثري کیسه ده چې موضوع یې انساني ژوند وي او لیکوال پکې د ژوند بېلابېل اړخونه په پوره او ځانګړي ترتیب سره وړاندې کړي.  وروسته بیا د ایتالیایی ژبې (ناوّلا) څخه  فرانسوي ژبې او بیا فرانسه کې هم و پېژندل شو . په دې توګه ناول ټولو اروپایي ژبو او بیا دري او پښتو ته راغلی دی. نن ورځ موږ دري پارسي او پښتو ژبو کې ښکلي ناولونه لرو.  ناول د لندې کیسې په پرتله لوی او سلګونه پاڼې وي لکه د تولستوی (جګړه اوسوله) چې درې ټوکو کې پښتو ته ژباړل شوی دی. په کیسه ییزو ادبیاتو کې د ناول نوم د لومړي ځل لپاره جیمز هانري خپلو کیسوته له فرانسوی ژبې څخه غوره کړ. ناول رومان سره ورته والی لري، خو د محتوا او ځینو ځانګړنو له مخې توپیر هم ورسره لري. په ټوله کې حکایت، نکل، کیسه، ناول او رمان ټول داستاني ادبیات دي.  ناول لکه لنډه کیسه کرکترونه، ټاکلې پلات، دیالوګونه، چاپیریال، مرکزي پېښه او خوندور او حیرانوونکی پای لري.

  • رومان 

رومان فرانسوي کلمه ده،په ځینو فرهنګونو کې يې معنا خیالي داستانونه ياکيسې اوپه ځينو کې د مینې او محبت کيسې راغلي دي. په ادبي اصطلاح کې هغه داستاني اثر ته ویل کېږي چې له ناول څخه اوږد وي، د ژوند ډېری او بیلابیلې کړۍ او لړۍ  یې منعکس کړې  وي او د بیلابیلو پیښو انځور په ادبي قالب کې ځايوي. داستاني ادب کې مهم ځای لري، چې  د شکل یا جوړښتله پلوه له ناول سره زیات فرق نه لري، یوازې د مضمون يا موضوع په ټاکنه او د واقیعتونو په څېړلو کې توپیر لري. هغه داچې:  په ناول کې  تر ډېره پورې  واقعينونه د علمي او منطقي اصولوله مخې بیان او څېړل کېږي،خو په رومان کې په تخیلي ډول، مانا دا چې کوښښ کېږي چې خیالي پېښې لوستونکو ته په رښتینې یا انځوریزه- ریالیستیکه بڼه وړاندې کړي. په لومړيو وختونو کې رومان هرې هغې اوږدې کیسې ته ویل کېدل، چې مضمون به یې مينه او رومانس و. خو په وروستيو کلونو کې رومان پراختیا ومونده. د ژوند هر ډول مسايل په کې ځای شول. د نورو کیسه ييزو ادبي ژانرونو په پرتله په رومان کې پېښېې په خورا مفصل شکل وړاندې کېږي. همدارنګه په رومان کې د پېښو، مکالمو او کریکټرونو شمېر ډېر زیات وي. د رومان د پراخې لمنې له کبله نولسمه پیړۍ  او د شلمې پیړۍ پیل کې یو شمېر سترو لیکوالو دغه قالب ته مخه کړې وه، چې د دوی له منځه د تولستوی، تیکېري، شولوخوف، بلزاک، چارلزډيکېنز، کافکا، ګابریل ګارسیا او  نورو نومونه د یادولو وړ دي. اوس هم  نړۍ کې ښکلي رومانونه لیکل او خپریږي. دغه نثري ادبي ژانر د جوړښت او موضوع له پلوه په بېلابېلو ډولونو لکه د موضوع له پلوه؛ ښوونيز رمان، اجتماعي (Sociological) رومان، رواني (Psychological) رومان، محلي، نړېوال او تاريخي  رومان او د جوړښت له مخې د مفکوروي، د شخصیت رومان، د پېښو رومان اوروايتي رومان ویشل کیږي.د رمان موضوعات زیاتره تخیلی او د مینې او یوڅه هم د خلکو له ورځني ژوند بهر یا لږ پېښېدونکي  وي. په اروپاکې رومان د ناول په پرتله زیات لرغونتوب لري. دواړو د خلکو په ویښتابه کې مهم رول لوبولی او د اروپا زیات خلک یې په مطالعه روږدي او بوخت کړي دي. 

قدرمن اینجنیزصاحب پورته نسبتاً  تفصیلي ځواب ستاسو د لومړۍ او څو اړخیزه پوښتنې د روښانه کولو په خاطر ولیکل شو چې د نړیوال داستاني ادب، د داستاني ادبیاتو د پېژند، داستاني ادبیاتو سره د اړوندو نورو مفاهیمو  او د داستاني ادبیاتو د ډولونو په اړه و.  د پوښتنې په ځواب کې مو په کرونولوژیک ډول له لرغونو وختونو تر معاصر وخت را ورسیدو. ورسره څو بیلګې د وضاحت لپاره لیکل شوې دي.  

مسعود: تاسو د نړېوالو داستاني ادبیاتو، تاریخي بهیر، سرچینې او مهم پړاوونه څنګه ارزوئ؟

استاد دودیال: داستاني ادبیات د ادب په زړه پورې برخه ده، په دې ټوله موده کې یې د زیاتو خلکو پام ور اړولی دی. داستاني ادبیات ورځپاڼو، ذوقي مجلو، د ښوونځیو کتابونو، د عسکرې او نظامي تعلیماتو رسالو، دیني وعظونو، د سیاسي لیډرانو ویناوو او ډېرو نورو ځایونو کې راغلي، معاصر وخت او د فلم او سینما له جوړیدو وروسته زیات شمېر فلمونه ورباندې جوړ شوي، شاعرانو یې حماسي او اسطوري شعر کې بیان کړي دي او متلونو، د لویانو وجیزو، لنډیو او د پند او نصیحتونو برخو کې یې یادونه شوې ده . آسماني کتابو هم کیسې رااخیستي دي. نکلونه او کیسې آن د تاریخ لومړنیو نښو څخه رادېخوا پیل شوي دي. پوښتنه پیدا کیږی چی تاریخ کله پیل شو؟

 تاریخ  پر تیږو، د ونو پر ډډونو او د سمڅو پر دیوالونو له ا نځور شويو کرښو، خاطراتو او یادګارونو څخه را پیل شوی، چې پخوانیو انسانانو یا په آګاهانه یا نااګاهانه ډول دا کرښې او انځورونه کښلي وو. تاریخ  د لومړني خط او انځور له کښلو څخه را شروع کیږي، ښايي هغو وختونو کې به په سمڅو، ډبرو او دیوالونو انځور کښل کوم مهم کار نه و، خو نن ورځ دا آثار فوق العاده اوچت ارزښت لري. عجیبه او جالبه ده آیا هغوی پوهېدل چې د دوی له دغو نښو ، ساده انځورونو، کږو وږو رسمونو او ګډووډو خطونو به یو وخت کیسې جوړې او دومره به اهمیت ومومي چې د تاریخ پیل به وګرځي؟ آیا ابن بطوطه په دې باندې خبر وو چې د ده د یونیلیک کیسه به د نړۍ په کچه مشهوره شي او څومره به د لرغونپوهانو لپاره اهمیت ولري؟ خو نن موږ ګورو چې دا ټولې زړې کیسې راته ارزښت لري او لازیات نور دا ډول کیسې او داستاني اثار هم پلټو. دا  د دې لپاره چې همدا ساده او لومړني آثار او انځورونه د لرغونپوهانو، انتروپولوجی او اتنوګرافي د کار مواد جوړوي، دا ټول د تاریخ د پیل مواد دي او علمي څیړنو کې اهمیت لري. وروسته چې لیکل او د الفبې توري جوړ شول، نو د لرغونو وختونو کیسو او خاطراتو، لا زیات اهمیت وموند. په دې لړکې کیسې او نکلونه ځانګړی ځای لري.

له تاریخي پلوه لومړني داستاني ډوله آثار له میلاد څخه څلور پېړۍ مخکې یونان کې لیدل شوي دي، په مصر کې هم کیسو ته  ورته  سرګذشتونه ثبت شوي دي. وروسته بیا د (ګریکو رومن) دوران کې د نامتو مخورو څېرو د ژوند کیسې ثبت کیدلې او خدمات یې ستایل کېدل. په منځنیو پېړیو کې د مذهبي لویو سټو کیسو لیکلو ته پام واوښت. داستانی لیکنې او خاطره ډوله نکل لیکل له لرغونو وختونو دود وه  او ده. په نړۍ کې مشهور او نامتو داستاني آثار شته چې د پیړیو په تېرېدو سره بیاهم  په زړه پورې او ډېر لوستونکي لري. لکه: د ابن خلدون، ابن بطوطه، د سوفی نړۍ، د چینایي نړۍ ګرځیدونکو تاتشن او د هیوان تسنګ، ناصرخسرو، داستان ډوله  سرګذشت او د سفر  خاطرات، د سینوهه لیکنې نړۍ کې نوم لري او پښتو ته هم ژباړل شوي، د دغو کیسو خوږوالی دومره اغیزناک دی چې لوستونکي ِغواړي چې دا هر یو لوی کتاب په یوه دمه ولولي، همدا د یوه بریالي داستاني اثر بریالیتوب دی چې لوستونکی وتخنوی او د پای ته روسول انګیزه ورکړي. سینوهه تر ټولو زیات لوستل شوی، پښتو ژباړه یې افغانستان کې هم د پام وړ ګرځېدلې ده. په دې تاریخي بهیر کې اوس موږ معاصر ادب کې هم داستاني ادبیات لرو.

د معاصرو ادبیاتو په تعریفونو کې د داستاني ادب ژانرونه تعریف او فنی – تخنیکي اړخونه وښودل شول، خو خلک خاطرات او یونلیک هم د کیسو په مینه لولي. د انسان ذهنی ځانګړنه داده چې  سرګذشت اورېدل ورته په زړه پورې وي  او غوږ ورته نیسي.  په (۱۲۱۲م.)کې د برتانوي نړۍ ګرځېدونکي چارلزماسون اوږدې  داستان ډوله لیکنې چې زموږ د هېواد تاریخي ځایونه یې لیدلي، په تېره بیا د هډې، میرزکې او توپ درې عجیب خاطرات یې لیکلې دي او نور دا ټول اوس ډېر معتبر تاریخي اسناد دي. د تاریخي داستاني ادبیاتو په لړ کې مو د ګېل ګمېش، هومر، سروانتس او نورو بېلګې مو لږ مخکې لومړۍ پوښتنه کې یاد کړل. آسماني سپېڅلي کتابونه او هغو کې راغلي قصص هم د نړېوالو داستاني ادبیاتو، تاریخي بهیر راښيي. په تېره بیا چې دا سپیڅلي کتابونه د نړۍ په ډېرو زیاتو ژبو ژباړل شوي دي او آن له هغو څخه په الهام اخیستو نور داستاني آثار وکښل شول. که له تاریخي پلوه وګورو، د داستاني ادبیاتو تاریخي بهیر او پړاوونه په لنډ ډول داسې لیکو:

الف ) دلرغونې دورې داستاني آثار : په دې دوره کې  اساطیرې داستانونه او کیسې، حماسه‌، ولسي نکلونه،عامیانه شفاهي کیسې او دیني روایتونه راځي (لکه گیلگمش او ایلیاد حماسه، د سینوهه  لیکونه…)،

ب ) د کلاسیکې دورې داستاني ادبیات( منځنۍ پیړۍ) دا تر  ډېره اخلاقي، مذهبي  او بیا فلسفي محور پورې تړلي وو. دا وخت د رومانتیزم لومړنۍ نښې داستاني ادب کې ښکاره شوې، مارسل پروست، مالرو او نور د دې دورې  بیلګې دي.

ج ) د  رنسانس  دوره او معاصر ادب؛ په تېره د لنډې فني کیسې، ناول او   رُمان د رامنځته کېدو مهال: د  «دن کیشوت» داستان چې (سروانتس) په اوولسمه پیړۍ کې لیکلی ، د نن ورځې د رومان او مډرن داستاني ادب پیل دی. البته یو بل پړاو هم شته چې هغه د نولسمې پیړۍ د روښانتیا دوره ده، ځینې ادبي څیړونکي یې څلورم پړاو بولي، ځینې نور یې د رنسانس دورې دوام  بولي. دا نو د رومان د ځلا او ښکلا دوران یا عصر  دی.  همدا وخت داستاني ادب کې د رئالیزم  او رمانتیزم ادبي مکتبونه رامنځته او تفکیک شول، دې پسې نور و ادبي سبکونو  وده ومونده لکه سورریالیزم، جادویي ریالیزم، فوتوریزم او دا نور چې تر اوسه دوام لري. د همدغه پړاو لومړني لیکوالان   تولستوی، داستایوفسکی او بالزاک  بللای شو چې  ناول او رمان لیکل یې اوچت پړاو ته  و رسول.

د )  مډرن(معاصر- اوسمهاله ) داستاني ادبیات:  په دې پړاو کې لنډې کیسې، ناول او رومان  خپل ټاکلي تعریفونه وموندل، داستاني ادبیات د نامتو او تجربه لرونکو لیکوالو له خوا کره شول، یوې فني مرحلې ته راغلل، منځپانګه کې یې سایکالوژیکي اړخونه، استیتتیک اړخ او ریښتیاني رومانیت ځای ونیو. ساینس فیکشن، کوډګر ریالیزم ، د بشري ټولنو د کړکیچنو شرح، د تاریخی پېښو شننه، دخپلواکې ارزښت موندنه، طبیعت ته نږدې کېدل، ښکلا خوښول او ښکلا ایجادول، د خلکو بیداري  او  سیاست یې په لفافه کې یوه ځانګړتیا ده. تاریخي داستاني ادبیات پرون ورځ له نن سره تړي.  معاصر  یا اوسمهالي داستاني ادب خلک کار، کتاب، تفکر او مطالعې سره عادت کړل، د دوی عواطف او د ښکلا خوښونې ذوق ته یې روزنه او پالنه ورکړه، د دوی رواني غوټې او ګرومونه یې اسانه کړل، جهان دیده یې کړل او د کتاب له مخې یې په نړۍ وګرځول… اوس چې څوک الوتکو ، بېړیو او ټرنونو کې  ساعتونه ساعتونه سفر کوي، خامخا د رومان، ناول یا لنډو کیسو کتاب ورسره وي، د یوې غوره تفریح ، روحي تسکین او بوختیا په توګه یې لولي.

نن ورځ لنډه کیسه لیکل، ناول او رومان لیکل یو نامتو او د خلکو د خوښې ادبي ژانر پورې اوچت شوی دی. وروسته تر اووه لسمې پېړۍ لنډه کیسه، رومان او ناول په نوې بڼه دود شول. دا وخت د معاصرو داستاني ادبیاتو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. دغه ذ‌کر شوی تفصیل د نړېوالو داستاني ادبیاتو، تاریخي بهیر څرګندوي. په افغانستان کې اوسنۍ لنډې کیسې،  زموږ له نکلونو د سره  یو څه اړخ لگوي، په اوسني وخت کې ډېر لیکوالان لرو چې لنډې کیسي لیکي. د خوشحالي ځای دی چې د لنډو کیسو او ناول برخه کې ښه لیکوال لرو لکه؛ سلیمان لایق، امین افغانپور، دوکتور اکرم عثمان،ایمل پسرلی، عبدالوکيل سوله مل شينواری، ره نورد زریاب،  اکبر بری، اکبرکرګر، ارغند، کامله حبیب، محمود نظري، محمد صديق پسرلی، زرین انځور، غوث خیبري، شریفه شریف، سعدالدین شپون، ببرک ارغنند، پسرلی، تراب، ابراهیم سپېڅلی، نصرت ارمان او ډېر داسې نور یادولای شو.

مسعود: د نړېوالو داستاني ادبیاتو مهمې ځانګړنې، بنسټیز او رغوونکي توکي او عناصر څه ډول څېړئ؟ 

استاد دودیال: نړیوال داستاني ادبیات د بشریت ګډه معنوي شتمني ده. د دې ادبیاتو په هستولو او تخلیق  کې ډیرو لیکوالو او د هر ملت قلموالو برخه لرلې ده. د دغو ادبیاتو د رامنځته کوونکو لویه برخه ژمن او رسالتمن لیکوال وو.  د دوې داستاني نښېرونو کې نه یواځې ادبی غنا، بشریت ته انساني پیغامونه او  د ښکلا خوښونې او ښکلا انځورونې هنر  شته، بلکې له فني او تخنیکي پلوه خپل عناصر او رغوونکي توکي لري.  زیاتره یې د انساني عالي ارمانونو، دپوهې او نیاو خورولو، د ملتونو د ویاړونو د یادولو، د اخلاقو او عالي انساني سجایاوو ترویج او توصیف، آزادي  او وطن سره د مینې، له خپل ټاټوبي دفاع او ساتنه، زړورتیا او شجاعت ته د درناوي منځپانګه لري. نړیوال داستاني ادبیات د ځوان کول لپاره د الهام سرچینه ده. زیاتره دغه آثار ډېر غوره معلومات هم لري، ساینس فیکشن داستاني ادب د بشریت نبوغ ته وده او پیاوړې انګیزه ورکړه او ننني کشفیات د همدغو داستاني ادبیاتو برکت دی. د معاصرو داستاني ادبیاتو رغوونکي توکي او عناصر دا دي: یو یا څو کرکترونه(شخصیتونه)،  پېښه (چې طبعاً استثنایی او هیښوونکې وي)، دعلت او معلول ښودل، راوي، د لید ځانګړی لوری( چې د لیکوال آرمان پورې اړه لري)، طبیعت انځورول، فضا جوړول، ایماژونه او خوندور  متلونه، تخیُل او وجیزې یا تاریخي روایات پکې راوړل. دغه عناصر عمومی مقالو او معلوماتي  او خبري لیکنو کې نشته. تخیل او ایماژ د دغو آثارو مهم عناصر دي. 

مسعود: په نړېوالو داستاني ادبیاتو کې مهم، نوموتي او پېژندل شوي لیکوال او استازي، چې د خپلو اغېزناکو او ګټورو نښیرونو(آثارو) له لارې له مهمو مخکښانو څخه ګڼل کېږي دا دي: «هومر- هېواد یونان»، «جیواني بوکاچیو- هېواد ایتالیا»، «میګل د سروانتس- هېواد هسپانیه»، «چارلس ډیکنز- هېواد انګلستان»،«فیودور دوستویفسکي- هېواد روسیه»، «لئو تولستوی- هېواد روسیه»، «آ ندره مالرو- هېواد فرانسه»«میخائیل شولوخوف- هېواد روسیه»، «ویلیام سامرست موام – هېواد انګلستان»، «انتون چیخوف- هېواد روسیه»، « ایف. سکاټ فیټزجرالډ – هېواد امریکا»، «فرانز کافکا- هېواد چک»، «خورخه لویس بورخیس- هېواد ارجنتاین»، « مارسل پروست- هېواد فرانسه» او «ګاربریل ګارسیا مارکیز- هېواد کولمبیا». ښه به وي که تاسو  په دغو برخو کې: (د لیکوال ژوند او ادبي شخصیت، ادبي او تاریخي دوره، ادبي سبک او هنري ځانګړنې، مهم داستاني نښیرونه(آثار)، د نښیرونو(آثارو)تحلیلی ارزونه، پر نړېوال ادب د دوی د نښیرونو(آثارو) اغېز،) د دغو نوموتو سټو په تړاو خپله ارزونه راسره شریکه کړئ.

استاد دودیال:  هومر (Homer) :  د لرغوني یونان د دغه ړوند شاعر او داستان لیکونکي د ډېر زیات شهرت سره سره، د ده د ژوند په اړه کره او پوره معلومات نشته ، خو د لرغوني یونان دوه ستر حماسي آثار (ایلیاد Iliad) او (Odyssey)د ده منظوم آثار دي چې د تاریخ لوی ادبي آثار ګڼل کیږي او د ده نوم یې تلپاتې کړی دی. د ژبپوهنې او تاریخ څخه ښکاري چې دغه اشعار له میلاد څخه اته پېړۍ مخکې د کوچنۍ آسیا لویدیزو سواحلو کې د یونان په یوه کوچني ښار کې لیکل شويدي. هومر پورې اړوند دغه دواړه حماسي آثار له هغو افسانوي پېښو سره تړاو لري چې اټکل کیږي چې له هغه زمان څخه به څلور پېړۍ وړاندې شوی وي. د بېلګې په توګه ایلیاد د تروا (Troy)د جګړې په وروستي کال کې چې د یونانیانو او دغه کوچني ښار د اوسېدونکو ترمنځ شوې وه، لیکل شوی او اودیسه هغه نکل دی چې د تروا له جګړې څخه د یوناني اتل اودیسه د بریالي راستنېدو په اړه ليکل شوی. ایلیاد د لویدیځ ادب ترټولو لرغونی اثر دی. ویل کیږي چې ممکن دغه اثر به له اودیسه څخه څو لسیزې وړاندې لیکل شوي وي. د هومر دغه دوه نامتو آثار له میلاد څخه یونیم سل کاله مخکې د سکندريې د کتابتون د رئيس له خوا خوندي شوي دي چې تر نن ورځې پورې زمونږ په واک کې دي. هرودت (Herodotus)داسې فکر کاوه چې هومر به له میلاد څخه نهه پېړۍ مخکې (له میلاد څخه مخکې په (۸۵۰) کال کې ژوند کاوه) او ډېر ښایسته چنګ یې غږولای شو. ځينې نور څېړونکي بیا وايي چې هومر له میلاد څخه اووه پېړۍ مخکې ژوند  کاوه. اولیور (Oliver Tap Lin)په دې باندې ډاډه دی چې هومر له میلاد څخه مخکې د (۷۵۰-۶۵۰) کلونو تر منځ ژوند کاوه. دا ځکه چې د اوسنیو څېړونکو د څېړنو پایلې دا خبره ثابتوي.له ایلیاد او اودیسیې پرته (Homeric Hymns)په نوم  د یو شمېر نسبتاً روحاني لنډو اشعارو مجموعه هم چې د بېلابېلو خدایانو د جشن له امله ویل شوي وو، د حماسي سبک د لرلو له امله هومر ته منسوبه بلل شوې ده. پوهان په عمومي توګه په دې هکله په یوه خوله دي چې د هومر حماسي اشعار (الیاد او اودیسه) په شفاهي بڼه (نه په ليکلي بڼه) په ميراث راپاتې دي، دا ځکه چې د شفاهي ادبیاتو بنسټيزې ځانګړتیاوې او فورمول پکښې ليدل کيږي. هومر د یوناني ادب پلار و. ډرامه، تاریخ لیکل او آن فلسفه او خواشینونکي او خندونکي پېښې د هومر په حماسه کې راغلي دي او دا ټول هغه تخنیکونه وو چې نوموړي ورڅخه کار اخیستی دی. د لویدیځ د ادبیاتو حماسه بولو شاعران زیاتره له هومر څخه اغېزمن وو. آن دا چې ایټالیوي نامتو شاعر دانته الیګيري (Dante Alighieri)باندې یې هم اغېزه ښکاري. د هومر له آثارو څخه د انګلیسي ژبې په ژباړو کې د جورج چپمن ((George Chapman(۱۶۱۶)نسخه، ایلیاد د (۱۷۱۵- ۱۷۲۰) او اودیسه (۱۷۲۵ –۱۷۲۶) آثار ليدل کیږي چې د کلاسیکو اثارو تر نامه لاندې د الکساندر پاپ (Alexander Pope) له خوا رامنځته شوی دی. په معاصرو انګلیسي ژباړو کې بېلابېلې لیکنې شته لکه: د امریکايي شاعر ريچموند (Richmond Lattimore ۱۹۵۱- ۱۹۶۷) ټکي په ټکي ژباړه. د رابرت فیتز جرالد (Robert Fitzgerald ۱۹۶۱- ۱۹۷۴) ژباړې، او د امریکايي شاعر او ژباړونکي رابرت فګلز (Robert Fagles) د ایلیاد د ۱۹۹۰م. کال او د اودیسه د ۱۹۹۶م. کال ژباړې او د ستنلي لومباردو په نوم د کنزاس (Kansas) د پوهنتون د یوه کلاسیک پروفیسور د ایلیاد ۱۹۹۷ کال او د اودیسه ۲۰۰۰ کال ژباړې. 

د هومر آثار د لرغوني يوناني شعرونو بېلګې دي چې  نړیوال نوم  او له پېړیو پېړیو راهیسې پر خلکو جادویيٍ  اغیز لري، خلک یې  ډېر خوښوي  او د لوستلو  لیوال یې دي.  د هومر آثار د ده د ژوند پرمهال ندی چاپ شوی او نه هغه وخت د لیکلو او چاپ وسایل و، بلکې په  شفاهي بڼه له یونسل بل ته لیږدلو شوي دي، ترڅو چې دا دی زرګونه کاله وروسته د ده له مړینې اوس  زموږ په واک کې دي. نړېوال په دې باور دي چې دا شعرونه د نالوستو شعر ويونکو له خوا له میلاد مخکې په اتمه او اوومه لرغونې پېړۍ کې چې يوازې ژبنی ادب  موجود و، یعنې له میلاد څخه شاوخوا اته نیمه سوه کاله پخوا ایجاد او  د یوه فرهنګي میراث په توګه موږ ته را پاتې دي. نوموړی د يونان لومړنی حماسه ویونکی بلل کېږي. داسې هم ویل کېږي چې هومر ړوند و؛ ځینې نور بیا وايي چې د بوډاتوب تر وخته روغ و، خو  د عمر په وروستیو کې یې خپل دید له لاسه ورکړی و. د هومر ویناوو  او ادبي  تخلیقاتو په یونان کې ډېر اغیز  درلود، چې لامل یې اخلاقي محتوا ، پند، نصیحت او  د ژوند لپاره  ګټورې مشورې وې.  دغو اوصافو د ده اثارو ته د مذهب تر کچې د درناوي دریځ ورکړی و . مشهور مورخ هېرودیتس په دې باور و، چې نوموړی اصلاً آسيايي نژاده و. د یونان په پراخه زمکه او د یونان ډېرو  کلیو او سیمو کې د هومر د زېږېدو دقیق ځای هم نه دی معلوم؛ د یونان مختلفو سیمو اوسېدونکي دعوه لري، چې نوموړی د هغوی په ښار کې زېږېدلی و.

د  هومر تر ټولو مشهور آثار (ايلياد او اودیسه) نومېږي، چې تر ډېره د هغه وخت د خلکو افکار او عقاید ورڅخه معلومولای شو. دا اثر د ارزښت له مخې له  سینوهه سره  برابر شمېرل کیږی. د هومر  دغه آثار د تاریخي شهرت له امله  ګڼو ژبو ته ژباړل شوي دي.   لکه چې وویل شول ، دا هغه وخت په لیکلی بڼه نه وو، بلکې  خلکو له دغو اثارو سره د مینې په خاطر نسل په نسل  لکه زموږ  د پښتو ژبی د لنډیو او نکلونو په شان خپلو سینو کې ژوندي ساتلي دي  او زموږ د لرغونو متلونو په شان تاریخي پېښې راښيي. په شفاهي بڼه دا معنوي زېرمه  ډېر وروسته د بېلابېلو خلکو له خولې راټوله او منظمه شوې ده. زموږ لنډیو سره یې توپیر دا دی چې زموږ زیات شمیر لنډۍ ، پخواني نکلونه، حکایات ، اساطیر او شفاهي ادب هېر  یا د طبیعي او ټولنیزو ناخوالو او پېښو له امله خاورو  لاندې شول او ټول مو ثبت نشو کړای، خو یونانیانو  ټول ثبت او راټول او نن ورځ ورباندې ویاړي.

لکه چې وویل شول، د هومر دوه ادبي منظوم داستانونه چې  ايلياد او اوډيسې  نوميږي په ټولو نړېوالو ژبو باندې ژباړل شوي. دغه داستانونه نړيوال شهرت لري.  د هومر د اثارو سره د خلکو  مینه او هغو ته یې پام  شپږ کاله مخکې له ميلاد نه پيل شوی ده، ډېرو مينه والو به يې شعرونه په يادي زده کول، ډيرو پلويانو به يې د ده په شعرنو باندې مجلسونه جوړول او د دغو شعرونو له ويلو څخه به يې خوند اخيست. د لومړي ځل له پاره هغه چا چې د هومر اشعار راټول او په ډير ښکلي خط  یې وليکل، هغه (اريستارکوس) د اسکندريې د کتابتون ريیس و. ده يو سل پنځوس کاله د ميلاد نه مخکې دوه کتابونه راټول کړل چې تر اوسه پورې دغه با ارزښته ادبي اثر د امانت په توگه پاتې دی. 

الماني پوه او محقق فريدريک اگوست ولف (۱۷۵۹م.- ۱۸۲۴م.)  ليکلي دي : (…هومر د ايلياد او اوډيسې اهمې برخې ليکلي دي، خو نورو شاعرانو وروسته په هغه کې نور څه ورزيات کړي دي. .. ).  اګوست ولف نور توضیحات هم لري، چې دلته ورڅخه تیرییږو.

د ايلياد او اوډيسې ارزښت  په  دې کې دې چې د لرغوني یونان کلتور، تاریخ، جغرافیا، خلک او ژوند را پیژني. دا هغه دوه منظوم يوناني داستانونه دي چې د هومر  د شعر ترڅنګ؛  د عام ولس افکار هم ځغلیدلي دي . يوه داسې نظريه لا هم شته چې وايي دا منظوم داستانونه په پخوا زمانه کې جوړ شوې دي او هومير هغه په ياد کړي وو. او هرځای کې به يې ويل : د يونان په ادبي تاريخ کې د (قهرمانانو عصر) په نامه يوه زمانه قيد ده چې دا داستانونه هم د هغه عصر بيانونکي دي او دا عصر د وياړ او افتخار زمانه بلل کيږي ، څرنگه چې په دې داستانوکې د لرغونې يونان ولس قهرماني او د قهرمانانو کارنامې ستايل شوي دي، نو د ښې ډېرې زمانې له پاره د مقدساتو په جمله کې شميرل کيدل او همدا لمانځنه، نمانځنه او تقديس وو چې دغه قديمي ادبي اثار يې له هيرېدو څخه ساتلي دي . د دې داستانونو ناظم هرڅوک چې و، د هومير په شمول د خپل ولس د قهرمانانو شهامتونه او شجاعتونه يې توصيف کړي، دا د ولس مشترک ذهنیت دی، نو دا وجه وه چې ولس د هغو د اوريدو څخه خوند اخيست او وروسته نو خبره دې حد ته رسېدلې وه چې پر ټاکلو وختونو د هغو اوريدنه يو سنت ګرځېدلی و. دا د اتلانو، د یونان د مدافعانو او د جگړو بيان کوي ، ايلياد (۲۴) برخې لري چې د جگړې وروستی (۴۹) ورځې یې د ټولو قهرمانيو له نومونو سره پکې توصيف شويدي. په  دغه منظومه حماسه کې د (ترای ) د کلابندۍ کیسه راغلې ده.  اوديسه يو بل داستان دی چې څلورویشت برخې لري او د (ترای) تر سقوط وروسته د اتاکا د پادشاهي څخه غږيږي . ددغه منظوم داستانونو د لهجې څخه پوره معلوميږي چې د لهجې اختلاف يې د يوه زمان محصول نه دی . د دغې منظومې کيسې لنډیز دا دی : د (ترای) د پادشاه زوی (پاريس) د يونان د پادشاه د کورنۍ يوه شهزادگۍ د (ليدا) لورد (بلوکس)، د ( کاستر) خور او د (منيلاس) ښځه وه . په دې کې د تښتولو خبره راغلې وه. کله چې  (اگاممنون) پاچا په دې کيسه خبر شو، نو غيرت يې په جوش راغی او د خپلو زورورو پهلوانانو (اچيل) او (اوليس) سره د (ترای) خواته روان شو، چې د شهزادگۍ تښتونکو ته سزا ورکړي ( باید ووایو چې زموږ کوز پښتانه آشیل د آچیل په بڼه او هومر د هومیر/هیومر په بڼه هم لیکي او تلفظ کوي، نو دلته مې هم په دواړو بڼو ولیکل. (دودیال) . 

د ترای پاچا چې خبر شو هغه هم د خپلو زامنو (هکتور) او (پاريس) سره د جنگ ډگرته راغی هغه مهال چې جگړه توده روانه وه د اگاممنون پاچا او د هغه د پهلوان اچيل ترمنځ خوابدي پيښه شوه او اچيل له جگړې څخه لاس ويوست خو هغه وخت چې د جگړې په ميدان کې د (اچيل/ آشیل) ملگری د (پاتروگل) د ( ترای) د پاچا د زوی ( هگتور) په توره ووژل شو، نو  آشيل  ته هم درد ورغی او د جنگ ميدان ته داخل شو، ده په يوه ګوزار (هکتور) مړ کړ. د اچيل له بېرې د ترای خلک له ميدان څخه وتښتېدل، په ښار ننوتل او دروازې يې وتړلې. د اگاممنون لښکر چې  څومره په تمه شو، ښار خلاص نه شو او د کلابندۍ په حال کې پاتې شو. آخر يونانيانو  یو چل وکړ:  د لرگیو یو آس يې جوړ کړ او په هغه کې د ننه کېناستل د ښار دروازه وانانو دوی ته فکر نه شو او کله چې آس ښار ته ننوت خلک ځنې راووتل، د دروازه وانانو سرونه يې پرې کړل ښار يې پرانيست. او د ښار خلک يې ټول له تيغه تېر کړل او د يونان شهزادگۍ يې د هغو څخه خلاصه کړه او بېرته يې خپل وطن ته راوستله . په دغه جگړه کې د يونانيانو سره د مرستې لپاره د (الپ) ټول خدايان راغلي وو او دوی  آشيل پهلوان ته وسلې جوړې کړې وې. د اشيل مور هغه ته په کوچنیوالي کې په داسې اوبو کې غسل ورکړی و چې بدن يې ټول د اوسپنې شوی و، یواځې د پښې  يوه بجلکه (هغه برخه چې مور په ګوتو نیولې وه) طبیعي او د غوښې وه.  کله چې په جگړه کې د ټرای د پاچا زوی (باريس) په زهرو لړلې غشې د هغه خواته وروويشته نو پر دغه لوڅه بجلکه يې وموښت او له دغه زخم څخه  آشيل پهلوان مړ شو . په دغه وخت کې د اشيل له لاس څخه په لوېدلې  وسله د (اوليس) او ( اجاکس) پهلوانانو ترمنځ جگړه ونښته.  اوليس پهلوان دنورو لښکرو څخه جلاشو او ديونان پر خوا لاړ په درياب کې يې کښتۍ ماته شوه او ده پر يوه تخته باندې تکيه وکړه . اوليس يوويشت کاله په درياب او ټاپوگانو کې سرگردانه و، کله به يې د سمندر له څپو سره ډغرې وهلې او کله به  له (سايکلوپاڼو) سره په جگړو بوخت و. دی پس له یوویشت کلونو خپل وطن ته راورسيد او ويې ليدل چې ښځه يې تر دغه وخته پورې دده په نامه ناسته وه . 

د ټرای جکړه دايلياد او اديسې د داستانونو اساسي موضوع ده . تر هغه وخته پورې چې د  ترای ښار بشپړ نیول کيږي، د ايلياد موضوع ده او تر هغه وروسته د  اوليس سفر او نورې پېښې د اوديسې په داستان پورې اړه لري. څرنگه چې په دغو داستانونو کې د يونان د ملت قهرماني ستایل او نمانځل کيږي، نو همدا وجه ده چې نوموړي اثر ته د نړۍ په ادبياتو کې د حماسې لقب ورکول شوی دی . د اديسې حماسه د زمان په لحاظ له ايلياد څخه وروسته راځي. که څه هم د  اديس په داستان کې د ارباب الانواعو جادو گرانو او اشباحو نقش  ډېر جوت دی او حتی په دې نړۍ کې د يوې بلې مرموزې يا په اصطلاح (پټې نړۍ) خبرې هم په کې راغلې دي، خو سره له دې دغه حماسه د يونان د فرهنگ تاريخ او فلکلور په برخه کې ډيره بډايه ده او د لرغوني يونان د مدنيت له روښانه کولو سره پوره مرسته کوي. څرنگه چې په اديس کې د يونانيانو ژوند په واقعي بڼه منعکس شوی دی، له همدې امله د هومر دغه اثر د نړۍ په ادبياتو کې د رياليزم لومړنی اثر گڼل کيږي . په اديس کې د نارینه وو او ښځو ترمنځ مناسبات ،د هر يوه کار او شغل، د سولې او جگړې شرايط، برخليکونه، جامې، وسلې، ديني معتقدات، د کورنۍ ژوند جزييات او د چاپيريال خصوصيات په ښه توگه تمثيل شوي دي، نو د معلوماتو او تاریخ سرچینه یې بللای شو . د اوديسې سبک ډير برمیال او پرتمين دی. اديسويس  د حماسې اتل، د پوهې، زړه ورتوب او زغم بیلکه انځور شوې  ده. پنسيلوپ د ده ميرمن د وفا دارۍ نمونه ده او د خپل ميړه په غياب کې د هر ډول نفسي او شيطاني وسواس سره مبارزه کوي. اديسويس هڅه کوي چې ډېر ژر د خپلې کورنۍ غيږې ته پناه وروړي، خو جادوگران ارباب الانواع او هر ډول بلاوې په هره شپه او هر گام کې دی له مشکلاتو او خنډونو سره مخامخ کوي، د ده وفاداره ميرمن د بډايو طلبگارو سره لاس په گريوان ده . د ده زوی (تياماخوس) د خپل پلار د موندلو له پاره له هرې لارې څخه کار اخلي . کله چې دغه ښکلې او په زړه پورې نکل شروع شي، اوریدونکي  په تلوسه ورته غوږ وي، آن ماشومان خپلې لوبې پريږدي، او بزګران او کاریګر يونانيان هم خپل کارونه بل وخت ته ځنډوي، خو کیسه هرومرو اوري. 

جیواتی بوکاچییو ایتالیایی لیکوال و چې له (۱۳۱۳م. تر ۱۳۷۵م.)کال پورې یې ژوند کړی و. اروپا څوارلسمه ، پینځلسمه او شپاړسمه پیړۍ کې د اختناق او استبداد  سره تنور کې وریت وه.  ژمنو روڼاندو او په تېره لیکوالو، د ټولنې  د روښانه کولو دروند مسوولیت ته اوږه ورکړه.  د هغه وخت داستاني ادبیات د مبارزې او روښانتیا ادبیات وو.  په دې کې یو یې بوچاچیو و. هغه د ایتالیا د رنسانس په دوره کې د کیسه ییز ژانر پخه ستنه ودروله. سره له دې چې یوه اشرافي ماحول کې ستر شو، خو یو وګړنیز  او د ولس په درد  دردمن لیکوال و چې خپلو داستانونو او کیسو کې یې د  عامو خلکو او خپل ولس ژوند انځور کړ. د نوې ځوانۍ په عمر له فلورانس څخه ناپل ته ولاړ، تمه دا وه چې د خپلوانو په شان به سوداګري پیل کړي، خو ده شپږ کاله حقوق ولوستل، خو آخر کې لیکوال ورڅخه جوړ شو. ده  د ( دانته) آثار ولوستل او د هغه په ګامونو یې ګام کېښود. د سودا ګري او حقوقو پر ځای یې ادبیاتو کې ژور کار وکړ، خوارۍ یې وګاللې او د ایتالیا د کلتور او ادب دغوړېدا لپاره چمتو شو.  د ناپل ښار کې په یوې شتمنې ښخې مین شو. د مینې نړۍ نور هم د ده ادبي نړۍ رنګینه کړه. پراخه  ټولنیزو  اړیکو او د دانته د آثارو مطالعې ده سره مرسته وکړه چې  د ټولنپوهنې  او ارواپوهنې په رازونو پوه شي، په همدې خاطر  دده لیکنو کې اروایي شننه ګورو. سایکالوجي او رواني تحلیل هغه وخت یوه نوې موضوع وه. په (۱۳۴۱م.)کې یې پلار مړ شو، له دغه شتمن پلار څخه جوواني  پوکاچیو ته لویه شتمني په میراث پاتې شوه. د ده کور د هغه وخت د روڼاندو د را ټولیدو ځای شو.  ادبی بحثونه، کره کتنې او پرکتابونو به یې  خبرې کولې.  د ده لومړنی اثر( د کامرون) نومېد چې د منځنیو تیاره پیړیو غندنه یې کړې او روښانه ژوند ته د ورتګ زیری یې ورکړی دی.  لوی آرمان یې دا و  چې ایتالیا د خرافاتو او کلیسا له  دام وژغوري او ولس ته د روښنایي،  نیاو، آزادۍ  او عصري تعلیم لاره وښيي. پوکاچیو داسې وخت کې ژوند کاو چې ایتالیا کې د عیسوي پاډریانو جهل او وبا خوره وه. ده  او د ده منورو ملګرو هوډ وکړ چې د سم ژوند لار ومومي او خلکو ته فاضلانه ډیوه په لاس ورکړي. دوی په لاتي ژبه څو کتابونه ولیکل. د ده خوږ ملګری (پترارک) و چې هغه هم د ولس د خېر- ښېګڼې ژمن شخص و، خو په (۱۳۷۴م.)کال د پیرارک په مړینې  سره پوکاچیو زښت زیات غمجن شو. له (۱۳۷۴م.) وروسته یې  د خپل ژوند وروستي آثار ولیکل او په بل کال یې د ایتالیا   نامتو ښار، فلورانس ته نږدې د (سرتالدو) سیمه کې مړ او همالته خښ شو. په دې توګه د رنسانس د دورې د لومړیو لیکوالو په کتار کې یې نوم ځلاند پاتې دی.   

میخایل شولوخوف:  د شولوخوف نوم او آثار له کلونو کلونو افغانستان کې پېژندل شوي دي.  د دغه نامتو لیکوال آثار په پښتو او دري ژبو ژباړل شوي او له رومانونو څخه یې  جوړ شوي فلمونه او سریالونه  افغانستان کې ډېر مینه وال لرل.  د نوبل د ادبي جایزې وړونکی میخایل شولوخوف په (۱۹۰۵م.)کال زېږېدلی او په  (۱۹۸۴م.)کال ومړ. هغه د شوروي اتحاد د دوران لیکوال و.  له نازیانو او هلتر سره د میهني جګړې او بیا وروسته تر دوهم نړیوال جنګ د شوروي اتحاد د بیارغاونې د سخت او ستومانه کوونکې کار شاهد او ګډونوال و. په (۱۹۱۸م.) کې چې د (دُن) په سیمه کې مېشت او د   دیارلسو کلونو په عُمر و، د دوی سیمه کې  جګړه ونښته. شولوخوف پوځ کې عسکر شو. د همدغه دوران خاطراتو د ده په زیاترو آثارو  کې غبرګون وموند، آن دا چې د خپل یو نامتو رمان نوم یې (آرام دُن ) ایښی و.  دُن د دوی د سیمې  د یو لوی سیند نوم هم دی.  دغه حماسي رمان یې په (۱۹۲۸م.)کې پیل او په څلورو ټوکو کې یې په (۱۹۴۰م.)کې بشپړ کړ.  دوه ځله یې د شوروی اتحاد د دولت جایزه او په (۱۹۶۵م.)کې یې د نوبل نړیواله ادبي جایزه وګټله. روسي ادب کې د تولستوی د ( جګړه اوسوله) تر رمان وروسته دا دوهم نامتو رومان دی.  په دې رومان کې کورني، ټولنیز او تاریخی مسایل راغلي دي. رمُان  د (میلاخوف) د کورنۍ له کیسې پیل او ډېره برخه همدا ده، ورپسې د نړیوال جنګ لویه غمېزه او بیا د (۱۹۱۷م.)کال د انقلاب مسایل او د روسیې کورنۍ جګړه په مهارت سره راته بیانوي. هغه جګړه چې د عدالت او د وطن د ساتنې لپاره  وه. د ده د داستانو اتلان خپل تجارب بیانوي. د بیلګې په توګه (ګریګوري) د لومړۍ نړیوالې جګړې د تجاربو په اړه خبرې کوي. په رومان کې یې مینه هم شته  او د طبیعت د منظرو ښکلي انځورونه هم لري. بل نامتو اثر یې ( نوې آباده زمکه) ده. د ده رومانونه با مقصده، متعهد(ژمن)، ریالیستیک او د رومانتیزم د خوږو او کیفیت لرونکي دي، چې د طبیعت رنګینۍ پکې له ورایه ښکاري او د موضوعاتو له پلوه یی زیاتره تاریخي بللای شو .  

ایف. سکاټ فیټزجرالډ ( F. Scott Fitzgerald) نامتو امریکايي کیسه لیکونکی او رومان لیکونکی د (۱۸۹۶م.)کال د د سپټمبر په (۲۴) مه نړۍ ته سترګې پرانیستي دي. پلار یې ایډورډ فیټز جرالډ آیرلنډي او انګلیسي الاصله و. د ده نیکونه په مریلینډ کې د لومړنیو مېشتو شویو اروپایانو کورنۍ ګڼل کېږي.  سکاټ فیټزجرالډ د امریکا د ادبیاتو د تاریخ یو تر ټولو مهم لیکوال ګڼل کېږي، ناولونو ته یې د ادبیاتو د کلاسیکو اثارو په سترګه کتل کېږي. مشهور ناول یې  (The Great Gatsby) نومېږي چې په (۱۹۲۵ م .)کال یې لیکلی و. دنوموړي  په خپلو ناولونو کې د امریکا ټولنه او چاپېریال په ډېر ښه ډول انځورکړې دي. جرالډ د پرینسټن پوهنتون  (Princeton University) کې زده کړې کړي دي. ده لا د محصلي په دوره کې  (له جنت آخوا (This Side of Paradise  په نوم یو ناول کښلی و. دا ناول د امریکا د ادبیاتو د تاریخ یو خورا مهم اثر وګڼل شو. ستر ګټسبي (The Great Gatsby) یې وروسته (یعنی په  ۱۹۲۵م. کال کې )  لیکلی او چاپ کړی دی. د سکاټ فیټز جرالډ شخصي ژوند له لوړو ژورو ډک و. له خپلې ماندینې زلدا فیټزجرالډ سره یې د ژوند کیسې او ناولونه په فرانسه او امریکا کې خلکو په ځیر لوستلي. نالونه یې بیلابیل مسایل  رااخلي: کورني موضوعات، سیاست، ټولنه او اروایي شننې. 

په (۱۹۳۰ م.) کال د ده مېرمن ( زلدا) په روحي ناروغۍ اخته شوه، یو کال یې د اروپا په بیلابیلو ځایونو کې په درملنه تېر کړل، که څه هم په (۱۹۳۱)کې  روغه شوه، خو یو کال وروسته بیا په روحي ناروغۍ اخته شوه. زلدا، چې په خپله هم هنرمنده وه، هڅه کوله چې د ډارمو، ناولونو، انځورګرۍ او نورو هنري کارونو له لارې مطرح شي، خو بریالۍ نه وه. سکاټ فیټز جرالډ په (۱۹۳۹ م.)کال لاس انجلس ته لاړ چې د امریکا د هالیوډ د فلمونو لپاره سناریو ولیکي. ده په دې موده کې د یوه نوي ناول په لیکلو پیل وکړ چې اصلي کرکتر یا اتل یې د هالیووډ یو ډایرکټر و، خو دا ناول یې بشپړ نه کړای شو. دی یو کال وروسته (د ۱۹۴۰ د دسمبر په ۲۱ مه) د زړه په سکته ومړ.  ناولونه یې  خلکو خوښ کړل ، خو  هغه سناریوګانې یې  چې کښلې وې بریالۍ نه وې. د ده له ستر ګټسبي ناول څخه په (۲۰۱۳ م.)کې یو فلم جوړ شو . په دې فلم کې د لیوناردو دي کاپریو په شان سترو امریکایی فلمي لوبغالو کار کړی دی.  همداراز د سکاټ فیټز جرالډ د یوې کیسې په اساس (وروستی ځل چې پاریس مې ولید) فلم جوړ شوی دی. په دغه فلم کې د الیزابیت ټایلر په شان د هالیووډ د سینما سترې لوبغاړې کار کړی دی. 

میګل سروانتس د اوولسمې پیړۍ هسپانوي لیکوال و. له (۱۵۴۷ تر ۱۶۱۶م.)کلونو یې ژوند کړی دی.  د اسپانیا خلک، اسپانوي ژبې ته د ده خذمتونه نه هیروي او نړۍ هم د ده د داستاني ادبیاتو درناوی کوي. د ده نامتو رومان  ”  دن کېشــوت ” نړېوال نوم لري. د سروانتس د ژوند ډېر کلونه په بیوزلي کې تېر شول، له همدې امله یې زیات نښېرونه پرته له چاپ او خپرېدو له منځه ولاړل، خو بیا هم د ده ستر ادبي میراث دمره ستر و چې اوس اسپانویانو ته دمره ارزښت لري، چې په درناوی سره اسپانوي ژبې ته د سروانتس ژبه وايي.  لالهاند ژوند یې درلود، په (۱۵۶۹م.)کال له اسپانیا څخه د ایتالیا د روم ښار ته ولاړ . ده د اسپانیا پلي پوځ کې پینځه کاله خدمت وکړ، خو یووخت د سمندري غلو  په لاس کې ولوید، هغوی زنداني کړ، کله چې  له زندان بهر شو، بېرته د اسپانیا پلازمنیې (مادرید) ته ستون شو. دا وخت یی لیکوالي ته زیاته پاملرنه وکړه. په (۱۵۵۸م.)کې یې د “لاګالتها”  په نوم خپل لومړنی رمان، بیایی په (۱۶۰۵م.)کې دون کیشوت دوو برخو کی ولیک چې په (۱۶۱۵م.)کې خپور شو.  سروانتیس په اسپانوی ژبه شعر او  تر شلو زیات نندارلیکونه هم لیکلي دي، خو زیات کار یې په رمان لیکلو کړی دی، چې شمېر یی دولسو ته رسیږي. وروستی اثر یې د ( زیګسموندا او پرسیلزی مشتقات”Los trabajos de Persiles y Sigismunda”  نومیږي چې په ۱۶۱۶ک. کال، یعنی د ده تر مړینې وروسته خپور شو. سروانتس د دن کیشوت په خپرولو کې ستونزو سره مخ شو، ځکه د وخت سیاستوالو یې مخه ډب کړې وه. نوموړی د خپل ژوند په کلونو کې د مقاماتو د پام وړ ونه ګرځېد، خو ولس کې یې محبوبیت درلود. له مړینې دوه پیړۍ وروسته ادب څیړونکو د ده د آثارو درناوی وکړ او (دن کیشوت) په انګلستان ډېر د پام وړ وګرځید. پر ۱۷۸۱م. کال  جان بول استاندال  ټول دن کیشوت چې بیلابیلو برخو کې لیکل شوی و، یوځایی خپور کړ. د دې اثر په خپرېدو  سروانتس د لرغونی یونان او روم د لیکوالو په اندازه د منښت وړ وګرځېد. اوس دن کیشوت د نړۍ په اووه سوه  ژبو ژباړل شوی دی. 

انتون چیخوف: ا نتون چيخوف (Anton Chekhov) د نړۍ په کچه د نوولسمې پېړۍ د تر ټولو تکړه روسي لیکوالانو، ډرامه لیکونکو او د لنډو کیسو د پلار په توګه پېژندل کېږي. هغه په مسلک کې ډاکټر و، خو ادب ته یې داسې بېساري او رېښتیني شاهکارونه وړاندې کړل چې د نړۍ د لنډې کیسې او تیاتر په تاریخ کې یې لوی انقلاب راوست. چیخوف په ۱۸۶۰ م. کال کې په روسیه کې زېږېدلی و. د هغه کورنۍ په مالي توګه ډېره غریبه وه، خو بیا یې هم وکولای شول خپلې زده کړې سرته ورسوي. د چيخوف لومړنۍ زده کړې دا وې چې په مسکو پوهنتون کې یې د طب پوهنځی ووایه او طبیب شو، خو ډېره مینه یې ادبیاتو، په تېره داستاني ادب سره وه. هغه به تل ویل: “طب زما قانوني ښځه ده او ادبیات مې معشوقه ده.” هغه اکثرا د غریبو خلکو وړیا درملنه کوله. د چیخوف د آثارو ځانګړتیا دا وه چې په زیاترو داستانونو او ډرامو کې یې  لکه د  ده  د  دوران د نورو لیکوالو په شان، پاچاهان او افسانوي اتلان نشته؛  د دې پرځای د انتوان چیخوف د آثارو اتلان عام خلک، بزګران، ښوونکي او مامورین دي. انتون چیخوف سره له دې چې  په مسلک کې ډاکټر و، خو ادب ته یې داسې بېساري او رېښتیني شاهکارونه وړاندې کړل چې د نړۍ د لنډې کیسې او تیاتر په تاریخ کې یې لوی انقلاب راوست. له اقتصادی  پلوه د چيخوف  ژوند متوسط حد کې و، په بزګرانو، بېوزلو، کلیوالي محرومو خلکو ډېر مهربان و.  د  ده داستاني آثارو د ښاري خلکو پام بیوزلو او بزګرانو ته واړاو. ورو ورو د کلیو آبادي او بزګرو سره مرسته  د وخت موضوع شوه.  سره له دې چې  چيخوف  ډېر بوډا نه و، خو د نري رنځ (ټي بي) په ناروغۍ اخته  او په ۱۹۰۴ کال کې په ۴۴ کلنۍ  عُمر  په ځوانۍ کې مړ شو. زیات شمېر آثار یې پښتو ته ژباړل شوي دي. نامتو اثر یې چې پښتو ته ژباړل شوی، څورب او خوار نومیږی. په دې اثر کې د ټولنیزو طبقاتو  ژوند او توپیر ښودل شوی دی. 

ویلیام سامراست موام: انګلیسی داستاني ادبیاتو کې، موام یو نه هیریدونکی نوم دی.  ویلیام سامراست موام اصل کې داستان لیکوال و،  د داستاني آثارو تر څنګ یو نامتو ننداره لیکونکی هم و. موام په فرانسه کې د پاریس په ښار کې هغه مهال وزیږيد چې پلار یې هلته د انګلستان په سفارت کې کار کاو. نوموړي  له ۱۹۶۵ تر ۱۹۷۴م. پورې یعنې لس کاله فرانسه کې ژوند وکړ. ډير ژر یې پلار ومړ او دخپل تره ترلاس لاندې چې یو روحاني سړی و، د کنت په ښار کې وروزل شو. په دیارلس کلنۍ کې یې د (کنتربري) په سلطنتي کالج کې زده کړې پیل کړې. وروسته بیا د هایدلبرګ پوهنتون ته ولاړ او له هغه ځایه لندن ته ولاړ او هلته یې د طبابت په څانګه کې زده کړې وکړې. د ده په ډیرو آثارو کې د دغو پیښو او د وختونو خاطرات ترسترګو کیږي. په دې لړ کې دده لومړنیو آثارو لکه د لیزا آو لمبث رومان (۱۸۹۷م.) او د (بانو کړیداک) رومان، چې په ۱۹۰۲ کې چاپ شول، د ده نوم وځلاو او داستاني ادب کې یې ډير شهرت ګټلی و. همدا نوم او شهرت ددې لامل شو چې طبابت پریږدي او ادبیاتو ته مخ  واړوي. (انساني مرئیتوب -۱۹۱۵م.) دده شهکار بلل کیږي او دده د معنوي او فکري حال ښه بیانوونکی دی. دا رُمان د اروپا د رومانتیزم د سبک یوه ښه بیلګه ده. دغه اثر ده ته ډیر بری ورپه برخه کړ. له دې وروسته موام په سفرونو پیل وکړ، له اروپا څخه لرې ختیځ ته او بیا امریکې ته ولاړ. په لومړۍ نړیواله جګړه کې د یوه پټ سازمان په تشکیل کې روسیې ته ولاړ، وروسته تر جګړې څخه د فرانسې په جنوب کې مېشت شو. سامراست موام د خپلو سفرونو او تجربو څخه خپلو آثارو کې ډیره ګټه اوچته کړه. د ده همدغو سفرونو نوموړی د نړۍ نورو هیوادو سره نژدې کړ. موام په لومړیو کې د خپلو رومانونو له امله د خلکو پام ځانته واړاو، وروسته یې ننداره لیکونو هم د خلکو پام  راواړاو. د موام تر ټولو غوره داستان(میاشت او شپږ پنسی) نومیږي چې د فرانسوي نامتو انځورګر ګوګن له ژوند څخه یې الهام اخیستی دی.( اشندن) يې بل اثر دی چې زیاتره پکې د لیکوال تجربې راغلي دي چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې یې په روسیه کې د انګریزانو د پټ مامور په توګه دنده ترسره کوله.”ورږې او ممیز” (۱۹۳۰)،”کاتالینا” (۱۹۴۸م.) او داسې نور یې داستانونه دي او نندارې یې هم د خلکو د پاملرنې وړ وې. د موام ډير ښه نندار لیکونه دا دي: لیډي فردریک(۱۹۱۲م.)، زمونږ مخکښان(۱۹۲۳م.) انجمن(۱۹۲۱م.)، لیک(۱۹۲۳م.) او داسې نور. د موام ډیره وړتیا په لنډ داستان کې ده. د هغه د لنډو داستانونو شمیر ډیر دی. د دغه لیکوال د لنډو کیسو ټولګه په ۱۹۵۱م. کال کې خپره شوه. د همدې ټولګې له څو داستانونو څخه نندارې جوړې شوې. موام یو شمیر مقالې هم لیکلي دي. د مقالو یوه ټولګه یې چې نوم یې  ( د یوه لیکوال یادونې) و،  په پینځو ټوکو کې په ۱۹۴۹م. کې خپره شوه. 

لیو نیکولایویچ تولستوی :(Leo Tolstoy) د نړۍ او روسیې د معاصر تاریخ یو تر ټولو ستر، نامتو او اغېزناکو لیکوالانو او فیلسوفانو څخه دی. د هغه بېساري حماسي او ریالیستي شهکارونه د نړۍ په ادبیاتو کې ځانګړی ځای لري.  لیو تولستوی د ۱۸۲۸ م. کال د سپټمبر په نهمه نېټه د روسیې په «یاسنایا پالیانا» سیمه کې په یوه بډایه او اشرافي کورنۍ کې نړۍ ته سترګې پرانیستې وې. په ماشومتوب کې یې مور او پلار له لاسه ورکړل نوره پالنه یې  عمه وکړه. د کازان په پوهنتون کې یې د ختیزو ژبو او حقوقو په څانګه کې زده کړې پیل کړې، خو د پوهنتون رسمي او وچ سیستم یې خوښ نه شو او نیمګړی یې پرېښود.  د پوځي خدمت سره د لیوالتیا او هلته د ده  لپاره د اړتیا له مخې  د روسیې په پوځ کې شامل شو. دا وخت تولستوی پوخ ځوان او څه ناڅه د لیکوالي په فن او هنر پوهېدلی و.  کله چې  د قفقاز او کریمیې  امنیتي پېښې رامنځته شوې، په جګړو کې یې ګډون وکړ، چې د جګړې دغه  په سترګو لیدلې  تجربې د هغه د راتلونکو سترو لیکنو بنسټ وګرځېدې.  پوځی چاپیریال د ده فکري بدلون کې رول درلود. سره له دی چې تولستوی  په یوه اشرافي  چاپیریال کې د ځوانۍ  عمر ته رسیدلی  و، خو ساده ژوند یې  غوره کړ. تولستوی د ژوند په منځنیو کلونو کې له یو ژور روحي او فکري بحران (Spiritual Crisis) سره مخ شو. هغه له عیاشۍ او خپلو اشرافي شتمنیو لاس واخیست، ساده جامې به یې اغوستې، د بزګرانو په څېر یې په پټیو کې کار کاو. ادبیاتو او لیکوالۍ سره یې مینه وه، چې مهم اثر یې ( جګړه اوسوله) ده. دا اثر په دریو ټوکو کې  پښتو ته هم ژباړل شوی دی.  دغه رومان ډېر زیات کرکترونه او د پېښو بېلابېل ځایونه لري او د رمان د کیسی موده هم ډېره اوږده انځور شوې ده. په دې لوی رُمان کې  زښته ډیرې پېښې راغلي دي، کورنۍ، رسمي مسایل، کلیوالی ژوند، ښاری چاپیریال، وچه او سمندر، تاوده او خوندور اوړي او ساړه ژمي، جګړې، سوله او د ژوند نور اړخونه یې په ښکلي قلم او په تلوسه پاروونکي توګه کښلي دي. ده د فرانسې او روسیې ترمنځ جګړه انځور کړی ده. دا یو تاریخي رومان دی. (جګړه او سوله) د پښتو ژبې  او نورو سلګونو مهمو نړیوالو ژبو ترڅنګ، په دري هم ترجمه او ایران کې څو څو ځله خپور شوی دی. دې ته  دمینې، دروغو، خیانت، صداقت ، رښتینولی، ساده والی او محبت داستان ویل شوی دی. د زیات شمیر کرکترونو د بیخی زیاتو دیالوګونو په ترڅ کې یې  د روسیې د تاریخ ، ټولنې او فرهنگ  ښه پېژندنه کړې ده، چې د نړۍ یو پیچلی رومان یې  بللای شو. 

آندره مالرو: فرانسوي نامتو رومان لیکونکی دی. په زړه پورې ده چې د داستاني ادبیاتو یو شمېر نامتو څېرې، رُمان او ناول  لیکونکي په  سیاست کې هم مخکښ او په ټولنیزو چارو کې  ښکېل کسان وو . په دې کې یو هم  همدا آندره مالرو دی چې دخپل وخت نوښتګر رومان لیکونکی، کره کتونکی او سیاستوال و.  نوموړی پر ۱۹۰۱م. کال  دپاریس په ښار کې په یوه شتمنه کورنۍ کې نړۍ ته راغی. له منځنۍ دورې زده کړو وروسته، د پاریس د ختیزو ژبو مدرسه کې د سانسکریت ژبې او نورو ختیزو ژوندیو ژبو په څانګه کې شامل شو. په اتلس کلنۍ کې یې په بیلابیلو خپرونو کې لیکنې پیل کړې. د ده لومړني داستانونه ژور  تخیُلي او تمثیلي وو چې د ریالیستیکو آثارو په پرتله، د سورریالیزم او کوبیزم اغیزې ورباندې ښکاریدې. دغه ادبی مکتب هم د ریالیزم او رومانتیزم په شان خپلې ښکلاوې لرلې.  مالرو په ۱۹۲۳م. کې له خپلې میرمن او یوې ډلې لرغونپیژندونکو سره د ختیځ په لوري سفر وکړ او د کامپوچیا په ځنګلونو کې یې د لرغوني تمدن نښې پیدا کړې او په یو شمیر زړو مزدکونو کې یې ښکلي انځورونه وموندل. يو ځل ددغه ډول آثارو په غلا ونیول شو او درې کاله بندي شو، خو دخپل ژوند د ملګري او یو شمیر لیکوالو په وساطت بیرته خوشې او د قاضي حکم بدل شو.  هند او چين کې یې د څه مودې په تیرولو او د خلکو د بیوزله ژوند په لیدلو او د ځبېښاک او ښکېلاک د ظلم په احساسولو سره یې د بشر د حقونو په دفاع لاس پورې کړ او د یو شمیر مجلو او اخبارونو په خپرولو یې پیل وکړ.  آندره مالرو د  ویښتیا او روڼتیا د موخو لرونکو مقالو په لیکلو، له سیمه ییزو انقلابیونو سره مرسته وکړه.  مالرو څوکاله د پاریس او لرې ختیځ ترمنځ تګ راتګ کاو. د چین له انقلاب سره یې مینه وښوده او د چین د رهبرۍ لپاره په یوه دولس کسیزه پلاوي کې غوره شو، خو کله چې( چیانګ کای- شک) پر کمونستانو بریالی شو، مالرو بیرته د لرغونپیژندنې په چارو بوخت شو او د افغانستان او ایران له لارې فرانسې ته ولاړ. له ختیځ سره د مالرو پیژندګلوي د دې لامل شوه چې دغو خلکو سره اړیکې زیاتې او د ښکیلاک پرضد د دوې مبارزې انځور کړي. ده د استعمار په ضد خپل افکار( دلویدیځ وسوسه)(۱۹۲۶م.)، سوبمن(۱۹۲۸م.) سلطنتي لاره(۱۹۳۰م.) او  د بشر وضعیت(۱۹۳۳م.) کلونو په آثارو کې وښودل.

کله چې جرمني کې هتلر واک ترلاسه کړ مالرو کمونستانو سره شو او  له فاشیستي ضد غورځنګ سره یو ځای یې فعالیت پیل کړ. په ۱۹۳۲م. کې د انقلابي هنرمندانو او لیکوالو ټولنې سره یوځای شو. د نازیزم په وړاندې د مالرو غبرګون د سپکاوي دوران(۱۹۳۵م.) په اثر کې اوچته ښکاري.

 مالرو په ۱۹۳۷م. کال اسپانیا ته سفر وکړ او هغه هوایي ځواک سره یې مرسته پيل کړه چې جمهوري غوښتونکو جوړ کړی و او په جګړه کې ورګډ شو. څو میاشتې وروسته ټپي شو او بیرته فرانسې ته ستون او د “هیله” په نوم یې یو رومان ولیک. مالرو د فرانسې د مقاومت په غورځنګ کې د یوه نظامي افسر په توګه ګډون وکړ او د نازیانو په وړاندې یې جګړه وکړه. په دې جګړه کې ونیول شو، خو بیرته وتښتېد. ده د خپل هیواد د اشغال د ورځو تجربې( د ملائیکې لرونکې بیړۍ) په رومان کې بیان کړي دي.

 مالرو په فرانسه کې د جنرال دوګول د واکمني پر مهال د اطلاعاتو او کلتور د وزیر په توګه وګومارل شو، خو کله چې په ۱۹۴۶م. کې دوګول د جمهوري ریاست له دندې لرې شو، مالرو هم له دندې لاس واخیست. کله  چې دوګول دوهم ځل واک ترلاسه کړ، مالرو یو ځل بیا د اطلاعاتو وزیر شو. وروسته په فرانسه کې د ملت د ټولنې د ګوند د اجرائیه پلاوي غړی شو او ددغه ګوند د اطلاعاتو په څانګه کې یې فعالیت پیل کړ چې د جنرال دوګول د حکومت ترپای پورې د ده کلک ملګری او شخصي دوست پاتې شو. د جنرال دوګول تر استعفا وروسته مالرو د خپلو یادداشتونو په تنظیم کولو پیل وکړ او (د خاطراتو ضد) کتاب یې په ۱۹۶۷م. کال کې خپور شو.

  مالرو د خپل عمر په پای کې رومان لیکل پریښودل او د هنر په اړه یې یو شمیر آثار خپاره کړل. په دغو آثارو کې: د (خیالي موزیم)، (د هنر ارواپوهنه)، ( دهنر رامنځته کول)، ( د چوپتیا غږ) او ( د خدایانو مسخ) نوم اخیستلای شو. د مالرو بشپړ آثار په اوو ټوکونو کې په ۱۹۴۵م. کال کې په ژنیو کې خپاره شول. مالرو د پینځه او یا کالو په عمر د تنفسي ناروغۍ له کبله پاریس ته نژدې په ۱۹۷۴م. کال یوه روغتون کې سا ورکړه.

چارلز دېکنز: چارلز دېکنز د ۱۸۱۲ م.کال د فبروري په اوومه  د انګلستان په پورټسموت سیمه کې زېږېدلی و. ماشومتوب یې له سختیو ډک و. د ډېکنز کورنۍ د اقتصادي ستونزو سره مخ وه. کله چې د هغه پلار د پورونو له امله زنداني شو، چارلس مجبور شو چې په  دولس کلنۍ کې د بوټانو د تور رنګ جوړولو فابریکه کې د کارګر په توګه کار پیل کړي، دا یو دروند  او ستومانه کوونکی کار و، ځکه هم د کار ساعتونه زیات وو، هم د کیمیاوی موادو ترکیب، د ماشینونو غږ او د فابریکی زوړ سیستم ځوروونکی وو. دغې ترخې تجربې د هغه پر راتلونکو اثارو ژور اغېز وکړ.

دیکنز د لیکوالي د استعداد له مخې د قلم نړۍ ته مخه کړه، چې دا وخت قلموال د ګوتو په شمار وو. چارلز دیکنز لومړی د یو خبریال او د پارلمان د راپورټر په توګه کار پیل کړ او وروسته یې کیسې او ناول لیکلو ته مخه کړه. د چارلز ډیکنز ناولونه په لومړي ځل په میاشتنیو یا اوونیزو جریدو کې د برخو برخو(Serialقسطوار) په بڼه خپرېدل. د هغه ځینې خورا مشهور شاهکارونه دا دي:

اولیور ټویسټ (Oliver Twist)؛ دا ناول د یو بې کوره یتیم ماشوم ژوند انځوروي چې د لندن په کوڅو کې د غلو له ډلې سره مخ کیږي. په دې نښېر کې د ماشومانو د کار د استثمار او بېوزلۍ په اړه بحث شوی دی.

ډېوېډ کاپرفیلډ (David Copperfield)؛ دا تر ډېره بریده د ډیکنز خپل ژوندلیک ته نږدې ناول دی، چې د ډېوېډ په نوم د یو هلک د ماشومتوب، سختیو او بالاخره د یو بریالي لیکوال کېدو کیسه کوي.

د دوو ښارونو کیسه (A Tale of Two Cities)؛ دا یو تاریخي ناول دی چې پېښې یې په لندن او پاریس کې د فرانسې د انقلاب پر مهال رامنځته کیږي. دا د نړۍ له تر ټولو زیات پلورل شویو کتابونو څخه دی.

لویې هیلې (Great Expectations)؛ د “پیپ” په نوم د یو یتیم هلک کیسه ده چې غواړي په ټولنه کې یو معزز او شتمن سړی (Gentleman) شي. دا ناول د شتمنۍ، مینې او طبقاتې موضوعات څېړي.

د کرسمس سندره (A Christmas Carol)؛ د “ایبینزر سکروج” په نوم د یو کنجوس او بې رحمه سړي مشهوره کیسه ده چې د کرسمس په شپه د روحونو په لیدو سره د هغه په ژوند او اخلاقو کې بدلون راځي.د چارلس ډیکنز اثار د ځانګړو کرکټرونو، طنز، او د غریبو خلکو د حقونو د دفاع له امله تر ننه پورې د نړۍ په کچه لوستل کیږي او  څو سینمايي فلمونه هم ترې جوړ شوي دي. چارلس ډیکنز د ۱۸۷۰ م. کال د جون په نهمه د ۵۸ کلونو په عمر  نړۍ سره مخه ښه وکړه.

فیودور داستایوفسکي: داستایوفسکي  د ۱۸۲۱م. کال د نومبر په یوولسمه په مسکو کې نړۍ ته سترګې پرانیستي.  د روسیې یو له تر ټولو سترو او اغېزمنو لیکوالو څخه و، چې په خپلو رواني او فلسفي رمانونو کې یې د بشري روح ژورې، اخلاقي ستونزې او د آزادۍ مسایل وڅېړل. د هغه ژوند له ستونزو، جلاوطنۍ او ځینې وخت بیوزلۍ ډک و، روغتیا یې هم ښه نه وه، خو په ادبیاتو کې یې تر ټولو ستر شاهکارونه  وپنځول. دی. داستایوفسکي د سیاسي فعالیتونو له امله په ۱۸۴۹ کال کې ونیول شو او له مسکو څخه سیبریاته جلاوطن شو، هلته یې څو کلونه په سختو شرایطو کې تېر کړل. له دې امله چې جلاوطنۍ کې راز راز خلکو سره اخته شو، هغوی سره به په قمار هم بوخت شو، قمار کې یې ځو ځله بایلوده. د همدغو دردونو او تجربو له لارې یې د انسان د زړه تر ټولو تور او پټ رازونه ولیکل. د ده لومړنی  رمان د پرله پسې لیکونو  په بڼه لیکل شوی و چې دهغه وخت نامتو کره کتونکي، ویساریون بلینسکي  ډېر زیات خوښ کړ. بلینسکي دومره خوشحاله شو، چې د دغه رمان په لوستو سهار وخته څلور بجې چې لا پوره رڼا نه وه، د ستاینې لپاره د داستایوفسکي کورته ورغی. داستایوفسکي لیکنو ته دوام ورکړ او بېلابېل رمانونه یې ولیکل لکه:

جنایت او مکافات (Crime and Punishment): د یو ځوان (راسکولنیکوف) کیسه ده چې د یو چا په وژنه لاس پورې کوي، وروسته د ضمیر له عذاب سره مخ کېږي. کارامازوف وروڼه (The Brothers Karamazov)د هغه وروستی او تر ټولو ژور فلسفي کتاب دی چې د ایمان، اخلاقو او د خدای او انسان په اړیکه بحث کوي.ابله (The Idiot): د پرنس میشکین په نوم د یو داسې صمیمي او پاک انسان کیسه ده چې په یوه بې رحمه او مادياتو غوښتونکې ټولنه کې تباه کېږي. تر زمکې لاندې یادښتونه (Notes from the Underground): یو فلسفی او د ژبې او بیان له پلوه توند اثر دی چې د عصري انسان یواځېتوب او رواني پیچلتیاوې انځوروي. قمارباز (The Gambler): د قمار د بدې پایلې او په دغه عادت د روږدي انسان د شخصیت نیمګړتیاوې بیانوي. رڼې شپې (White Nights): یوه لنډه، خورا لطیف و احساساتي مینه ناکه کیسه ده. له دې امله چې لیکنو کې یې ترخه سیاسي او ټولنیز واقعیتونه و، نو ځینې وخت سانسور سره مخامخ کېد. د ده (ترزمکې لاندې یادښتونه) رومان نهه برخې چندان د پام وړ ونه ګرځېد، خو کله یې چې لسمه برخه خپره شوه، سانسور شو، ځینې واقعیتونه یې د طنز په ژبه ویلي دي. د جوزف فرانک په وینا؛  په اوسنیو ادبیاتو کې د ده د رمانونو لوستونکي دومره زیات دي چې ساری یې کم دی. د ده دا کتاب هغه وخت بشپړ شو چې د ده لومړنۍ مېرمن مړه شوې وه.  

بل رومان یې (جنایت او مکافات) هم خوږه او له تلوسې ډکه کیسه لري. د داستان مرکزي اتل، راسکولنیکوف، دوو لارو کې حیران او سربداله دی. داستان په پترزبورگ ښار کې پېښ شوی دی، چې نیمایي برخه کې وختونه بېرته شاته ځي. د دې رمان جوړښت داسې دی چی له نیمایي پیل شوی دی؛  نیم وړاندې ځي، نیمایي کې بیا بیرته شاته ځي. پینځم څپرکی د راسکولنیکف د ماشومتوب نکل رااخلي. د راسکولنیکوف د ژوند پېښې عجیبې او ټول رومان د انساني روحیاتو شنونکی دی. د انسان دنننی رواني وضعیت د جرم، بیوزلي، ستونزو او نورو ناوړه حالاتو کې بیانوي. په پای کې راسکولنیکف د یو جنایت له ترسره کولو پښیمانه کیږي، پر زمکه پریوځي تندی په خاورو ږدي، توبه باسي او اعتراف کوي. 

قمارباز هم په زړه پورې دی. دغه رومان وروسته تر خپرېدو یو نړیوال نښېر وپېژندل شو. دا ځکه چې یواځې د یو هیواد او یو ملت کیسه نه ده، بلکې په مجموع کې د انسان روحی حالات ښيي. د هر انسان غبرګون د ستونزو پر مهال بیانوي.

کمعقله یې بل رومان دی چې ایران کې د( ابله) په نوم ژباړل شوی دی. په دغه رمان وروسته تر خپرېدو جوزف فرانک کره کتنه کړې ده او هغه یې د داستایوفسکی د نورو آثارو په پرتله یو منفرد او  ځانګړی اثر بللی دی. کره کتونکي وایي چې په دې رمان کې  لیکوال ډېر صمیمی دی او خپل سپیڅلي عقاید یې بیان کړي دي. په خپله داستایفسکي هم خپل دغه رومان خوښ کړی دی. 

بل رومان یې پېرانیان نومیږی چې ایران کې د(جن‌زده گان) په نامه ژباړل شوی دی. لیکوال خیالي کرکترونه جوړ کړي، چې هر کرکتر یو ټولنیز- فرهنګي سمبول او مفکوره وه، ټول رمان د هغه وخت د روسیې د ټولنې واقعیت ښوده. د رومان دغه نوي او جالب جوړښت د خلکو په شعور او پوهه اغیز درلود. رومان کې خیالي سمبولونه دومره واقعي کیږي چې د یوې اسطورې تر بریده رسیږي. د پېریانیانو (جن زده ګان)د رُمان دوه بُعدونه( ادبي-فرهنگي) د ټولنې ویښتیا او اصلاح کې  اغیزمن وو. 

کارامازوف وروڼه: دغه رومان ایرانیانو پارسي کې په برادران کارامازوف ژپاړلی دی. دا رومان په دولسو کتابو کې د داستایوفسکی یو لوی او مهم رومان دی. درې کرکترونه یې آلیوشا کارامازوف (تازه‌کار)، ایوان کارامازوف (بی‌ایمان) او دیمیتری کارامازوفِ یو سرتیری دی. لیکوال د مسیحي ایمان او عقل کشمکش او تضاد ښکاره کوي. د کیسې یوه برخه کې ایوان د (یهودی-مسیحي) خدای په وړاندې پاڅون او د مظلوم او خواریکښ انسان پلویتوب کوي. یوه بله برخه کې مسیحیان نیاو ته ځیر کوي. لیکوال  انجیل یوحنا کې انساني کرامت او عدالت ته زیات پام کوي، او آن نیوکه کوي، د داستان اصلي اتل آلیوشا ده. دغه رومان د تراژیدو واقعیتونو بربنډول دي. فیودور داستایوفسکي د ۱۸۸۱م. کال د فبروري په نهمه په سن پټرزبورګ کې ومړ.

کافکا: فرانتس کافکا د ۱۸۸۳ م. کال د جولای په درېیمه په پراګ (اوسني چیک جمهوریت) کې په یوه یهودي کورنۍ کې زېږېدلی دی. ویل کیږي چې  پلار یی یو توندخویه سړی و. د پلار کلک او بې رحمه چلند یې په روح او روان ژور اغېز وکړ، چې د هغه په ډېرو لیکنو کې یې رواني غبرګون ښکاري. نوموړي په حقوقو کې تر دوکتورا پورې لوړې زده کړې وکړې او د بیمې په یوه اداره کې یې کار کاوه. مشهور آثار یې دا دي: 

مسخ  چې په جرمني ژبه د(Die Verwandlung) په نوم دی؛ د ده تر ټولو مشهور اثر دی،  مسخ ناول په ۱۹۱۵ م.کال کې خپور شو. کیسه د «ګرګور سامسا» په نوم د یو کارمند ده چې یو سهار له خوبه په داسې حال کې راویښیږي چې په یوه لویه حشره بدل شوی وي. دا د ناول او رومان لیکنې تاریخ کې ېو بیساری نوښت او تخیُل دی. کیسه ډېره حیرانوونکې، ویروونکې او د پیغام لرونکې ده. دا رومان همدا اوس هم جرمني کې زښت زیات لوستونکي لري، تقریباً هر جرمن دا رومان یو ځل لوستی دی.

محاکمه (Der Prozeß)؛ د یوه سړي کیسه ده چې بې له دې چې خپل جرم وپیژني، د یو پېچلي او مبهم قضايي سیستم له خوا محاکمه کیږي( د دغو نالونو په بهرنۍ ژبه نومونه ټول جرمني ژبه ده).

قصر (Das Schloss)؛ د یوې نابشپړې لیکنې په توګه پاتې شو چې د یو سړي بې ګټې هڅې د یوه نامعلوم واک او قصر سره د اړیکې نیولو لپاره انځوروي.

پلار ته لیک (Brief an den Vater)؛ یو شخصي او ژور عاطفي اثر دی چې د پلار او زوی ترمنځ ترینګلی اړیکه په کې څېړل شوې ده.

(۱۸۸۳-۱۹۲۴) د شلمې پیړۍ یو له تر ټولو لویو او اغېزمنو جرمني ژبو لیکوالو څخه دی چې په پراګ کې زېږېدلی و، د جرمني ژبې ترڅنګ په  چکی ژبه هم پوهېده.   لیکنی یې په آلمانی- پراگ (هغه ژبه چې یهودی او مسیحی آلمانی اقلیتونو‌ور باندی خبرې کولی) وې.  ده- آلمانی پراگ ژبه د هغه وخت د آلمان تر دودیزې آلمانی غوره وبلله او داسې یې وکاروله چې تر ده مخکې چا ورباندی لیکنې نه وې کړی.   دا په ژبه کې  دده یو ځانګړی مهارت و. دغه مهارت د ده آثار یو ځانګړي دریځ ته اوچت کړل. لوستونکی اړ دی چې د ده د آثارو لوستلو کې ډېر ځیر شي او په هره کرښه  او هر ټکي کې دقت وکړي. د بیلګې په توګه د گرگور سامسا لپاره چې څه پېښیږي، حیرانوونکي دي.د ده په آثارو کې یوازیتوب، اضطراب، او د انسان بېوسي د پېچلو او نامعلومو ځواکونو په وړاندې انځور شوي دي؛ چې دغه ځانګړی اوس په ادبیاتو کې د «کافکايي سبک» په نوم یادیږي. کافکا د ۱۹۲۴ م.کال د جون په ۳ د توبرکلوز (سږو ناروغۍ) له امله په اتریش کې وفات شو.

خورخه لویس بورخیس (Jorge Luis Borges): د شلمې پېړۍ د نړۍ تر ټولو نامتو او اغېزناکو ارجنټایني لیکوال، شاعر او فیلسوف تېر شوی دی. ، په ۱۸۹۹ م. کال کې په بوينوس آيرس کې زېږېدلی و. د هغه کورنۍ لوستي او د کتابونو مینه واله وه، ځکه یې د ماشومتوب راهیسې له کتابتون سره مینه پیدا شوه.په ځوانۍ کې له خپلې کورنۍ سره اروپا ته لاړ او په سویس کې یې زده کړې وکړې. هلته یې څو ژبې (جرمني، فرانسوي او انګلیسي) زده کړې. بورخیس د ځوانۍ په عمر  له یوې ارثي ناروغۍ کړېده، چې له امله یې په خپل ځانګړي سبک لیکنو او کیسو کې د فلسفې، تصوف او افسانو په پیوند او یو ځای کولو سره، په نړیوال داستاني ادب کې یوه نوی بېلګه رامنځته کړه.دلته د هغه د ژوند او مهمو آثارو یادونه کوو:

د (Labyrinths) په نوم اثر کې  هغه نړۍ ته د یو پېچلي لابراتوار په توګه کتل. د دې عنوان مفهوم ناپایه کتابتونونه ژباړل کیدای شي. هغه تصور کاوه چې کاینات په اصل کې یو لوی، بې پایه کتابتون دی. د نړۍ په هرڅه کې یې یوه ژوره فلسفه او هره پېښه یې یو کتاب بلل. نړۍ یې یوه لابراتوار سره ورته بلله.په آثارو کې یې هندارې او د انسان د هویت دوه‌ګونوالی ډېر تکرارېدل، فلسفه او فلسفي ژورو مفاهیمو ته یې پام و، وخت یې د ژوند او نړۍ عجیب عنصر باله؛ ځغلي او نه دریږي.  د وخت د مفهوم، برخلیک او خوبونو په اړه یې فلسفي پوښتنې رابرسېره کولې. 

 ورخیس اوږده رومانونه نه دي لیکلي، خو ژور او فلسفي مفاهیم یې ښودلي دي؛ د هغه شهرت په لنډو کیسو، مقالو او شعرونو کې دی. د هغه تر ټولو مشهور کتابونه دا دي:

فکشنونه (Ficciones): دا د هغه تر ټولو نامتو د لنډو کیسو ټولګه ده چې د نړۍ په ادبیاتو کې یو ماسټرپیس ګڼل کیږي.

الف (The Aleph): بل مشهور کتاب دی چې په کې د کایناتو د پټو رازونو او فلسفي مفاهیمو په اړه جادویي کیسې لیکل شوي دي.

د بابل کتابتون (The Library of Babel): یوه مشهوره لنډه کیسه ده چې نړۍ د داسې یو کتابتون په توګه انځوروي چې ټول ممکنه کتابونه په کې شته. بورخیس له رومانونو پرته یې ګڼ شمېر فلسفي مقالې او ژور احساساتي شعرونه هم خپاره شوي دي.

مارسل پروست: د فرانسی نامتو معاصر لیکوال دی چی بشپړ نوم یی والنتین لویی ژرژاوژون (Valentin Loui Georges Marcel Proust) دی. نوموړی د ۱۸۷۱ م. کال د جنوری په لسمه نیټه د پاریس ښار ته نژدی د اوتوی په سیمه کې زیږیدلی دی. له پلار څخه کاتولیک او د مور له خوا یهودي دی. پلار یی طبیب و او بډای سړی و. شوخ طبیعت او ادبیاتو او هنر سره مینه یې له مور څخه زده کړې وه، خو د جسمي ناتوانۍ او ناروغۍ له کبله یې د ځواني عمر په کور کې تیر شو او ډیر وخت یی فکر کولو ته ورکړ. د ځواني په کلونو کې یې له ارواپوهنې، فلسفې او ادبیاتو سره مینه وه، خو د فلسفې په پرتله یې داستاني ادبیات ډېر خوښېدل، دا ځکه چې ده فکر کاو چې داستاني ادبیات کولای شي چې فلسفې ته ښکلې جامې ورواغوندي او د تخیُل په مرسته هغه وځلوي. هغه له ۱۹۰۳ څخه تر ۱۹۰۵ م. کلونو پورې مور او پلار له لاسه ورکړل چې له هغوی څخه ښه ډیره شتمني ورته پاتې شوه. پروست په ۱۸۸۰ م. کال، یعنې د ځوانۍ پر مهال په تنفسي ناروغۍ اخته شو، خو سره له دې یې هم د یوه نوي رومان په موضوع باندې فکر وکړ. دغه رومان یواځې د مینې او جوړو شویو پیښو کوم داستان نه، بلکې ډیرې ټوکې او خواږه بیانونه هم لري. هغه غوښتل چې ادبي اثر ته فلسفي مضمون پیدا کړي. څو ځله پاریس ته ولاړ تر څو هلته ودانۍ، منظرې او د لمر پریوتل خپل ذهن کې انځور کړي. هغه زاړه کتابونه وکتل او د فرانسې د پخوانیو وختونو په تړاو  د پوهېدو په خاطر یې موزیمونه وکتل. (د ورک شوي مهال په لټون کې) یې یو رومان د یوولسو کتابونو یو غورچاڼ دی چې پرلپسې، خو جلاجلا موضوعات لري، دا د شلمې پیړۍ یو ډیر ښه رمان دی. په ۱۸۸۲ م. کال کې د روسیې ښوونځی ته ولاړ او په ۱۸۸۶ م. کې په شانزلیزه کې د لهستان د یوې اشرافي کورنۍ له لور (مری دو بنارداکی) سره آشنا شو چې د د ورک شوي مهال په لټون رومان کې د ژیبلر سوان یوه الګو وه. د ۱۸۸۸ – ۱۸۸۹ م. کلونو په ترڅ کې د فلسفې څانګه کې شامل شو چې د دغې څانګې منشي (ماری الفونس دایو) د ده په فکري روزنه باندې ژوره اغیزه وکړه. نوموړې د دغه دفتر له ادبي خپرونې Revue Lilas سره قلمي همکاري پیل کړه او په دې توګه یې له اشرافو سره پیژندګلوي او تګ راتګ پیل شو او د ۱۸۸۹ م. کال د نوامبر په میاشت کې یې ادبي دیپلوم ترلاسه کړ. د ۱۸۸۹ م. کال په نوامبر کې د پروست د خدمت دوره پیل او د سرتیري په توګه دغې دورې ته شامل شو او بیا یې په همدې کال د پاریس د حقوقو په پوهنځي کې نوم ولیک او په ۱۸۹۱ م. کې یې د حقوقو پوهنځي تر څنګ د سیاسي علومو پوهنځي په لوستنو کی هم ګډون کاو. په همدې کال د ژیلبر سوان له یوې بلې الګو (ژان پوکه) سره آشنا شو. په ۱۸۹۲ م. کال کې د پروست پوره ادبي فعالیتونه پیل شول او د Banquet له خپرونې سره یې کار پیل کړ. په دغه خپرونه کې یې  پینځلس مقالې خپرې شوې وروسته بیا همدا مقالې د خوښيو او بیا دوباره ورځو په کتاب کې خپرې شوې. له اشرافو سره په ناسته ولاړه کې له کنتس لور دوشینه (د دوشس دوګرمانت ) سره آشناشو. په ۱۸۹۳ م. کال کې یې له (کنت اوبر دومونتسکیو) سره وپیژندل چی دا مهال یې (د بې اعتنا) رُمان ولیک. د همدې کال د اکتوبر په لسمه نیټه یې په حقوقو کې لسانس ترلاسه کړ. په ۱۸۹۴ م. کې یی د پاریس شاوخوا د فوبورسن ژرمن د اشرافو مجلسونو او میلمستیاوو ته تګ راتګ پیل شو او د سوربن په پوهنتون کې یې په ادبیاتو کې له دارلو سره لوست پیل کړ او په دی څانګه کې یې هم لسانس ترلاسه کړ. په همدې کال کې یې د مانسه له زده کوونکي ونزویلایي ځوان او موسیقی پوه (وینالدوهان) سره آشنایي وشوه. په ۱۸۹۵ م. کې یې د ادبیاتو لسانس واخیست او دې پسې په پاریس کې د مازاران په کتابتون کې د کتابتون د مدیر د مرستیال په توګه د کار موندنې مسابقه کې ګډون وکړ او بریالی شو. له ادبي خپرونو سره  یې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړ. په ۱۸۹۶ م. کال کې یې د معاصر ژوند په خپرونه کې د بې اعتنایي رُمان چاپ شو، د همدې کال د جنورۍ په دیارلسمه یې د خوښیو د ورځو په نوم کتاب خپور شو. د دغه کتاب سریزه آناتول فرانس لیکلي وه او انځورګر یې ماولن لومر و. په ۱۸۸۹ م. کې یې د انګریز هنر پیژندونکي جان راسکین له آثارو سره مینه پیدا شوه په همدې کال یې د د تورات ژباړه پیل کړه. په ۱۹۰۰ م. کال کې د مازاران کتابتون له کار څخه ووایستل شو چې بیا یې په ۱۹۰۲ م. کې  د تورات ژباړه پای ته ورسوله چې په ۱۹۰۴ م. کې ژباړلی تورات خپور شو. په ۱۹۰۳ م. کې یې د فیګارو ورځپاڼی ته د پاریس د سالونونو په اړه مقالې ولیکلې ، دا وخت د ناروغي له امله په روغتون کې بستري شو. په ۱۹۰۶ م. کی د هوسمن په بولوار کې میشت شواو په ۱۹۰۸ کی یې د لټون د اثر لیکل پیل کړل. په ۱۹۰۹ م. کې یې ګرځېدل راګرځېدل پرېښودل او لیکنو ته په پرلپسی ډول کښیناست چې د (عشق سوان) اثر یې همدا مهال بشپړ کړ. په ۱۹۱۲ م. کې یې د (لټون) د اثر ځینې برخې د فیګارو ورځپاڼه کې نشر شوې. وروسته تر ډیرو هلو ځلو څخه یې د ورک شوي مهال په لټون رومان په دریو ټوکونو کې چاپ کړ. په ۱۹۱۶ کې مارسلی پروست له (برنارګراسه) خپرندویه موسسې څخه ووت او د خپل اثر د دوهم ټوک د خپرولو حق یې ګالیار خپرندویه موسسې ته ورکړ. په ۱۹۱۸م. کې یې د ژاک امیل بلانس د لیکنې لپاره سریزه ولیکله، په جنوري کې یې (د پیغلو سیوری) او د Pastiches et Melamges د مقالو ټولګه خپره شوه چې د نوامبر په میاشت کې یې دغه اثر ادبي جایزه وګټله او د ده نوم یې په ټولو وپېژاند او نامتو لیکوال شو. د پروست لیکنې د ځینو اړخونو له پلوه د ارواپوهنې تومنه لري چې د لیکوال د دوران او ټولنیز وضیعت اغیز ورباندې ښکاري. د ده د کتابونو پینځم او شپږم ټوک د (دګارمانتانو د تیریدو لاره) نومیږي چې د طبقاتو په تړاو معلومات لري. د کتابونو نهم ټوک یې د یوه ناریینه بېرحمانه مینه توصیف کوي. دغه نارینه ځواکمن، واک غوښتونکی، خود خواه او دمدمي مزاجه دی چې په اثر کې په همدغو صفتونو ښودل شوی دی، نهم او لسم ټوک پخوانیو وختونو ته ورګرځي او مارسل غوښتي چې هغه نړۍ یې چې په نهم ټوک کې نړولې ده، بیرته یې ودانه کړي چې په یوولسم ټوک سره دغه لوی شهکار پای ته رسیږي. هغه ټولنه چې پروست انځور کړې ده، داسې یوه ټولنه ده چې اشراف او منځنۍ طبقه وګړي په هغې کې ژوند کوي. د منځنۍ طبقې وګړي د انقلاب له وخته د اشرافو په کچه هوسا او ښه ژوند لري. همدغه ټولنیز علت و چې پروست هغوی له روحي پلوه وڅیړل. په دې نړۍ کې تر ټولو اعتباري قانون هغه دی چې پروست خپل (د پیغلو سیوری) کتاب کې ښودلی دی. پروست دغه قانون ته د کالیدو سکوپ ټولنه نوم ورکړی چې د دوامداره تحول او بدلون قانون دی یعنې هیڅ شی ثابت نه دی او د وخت په تېرېدو سره د نن ورځې ټول اټکلونه  له منځه ځي او نوي قضاوتونه د هغو ځای نیسي.

ګاربریل ګارسیا مارکیز: د کولمبیا ادبیاتو، په تیره داستاني ادب نړیوال نوم ګټلی دی. ګابریل مارکېز د کولمبیا له مخکښو ناول لیکوالانو څخه دی. د داستاني ادبیاتو کره کتونکي او څېړونکي د کولمبیا داستاني ادبیات او په ځانګړې توګه  د ګارسیا مارکیز رومانونه د کولمبیا د ادبیاتو تر ټولو مهم نړیوال استازی ګڼي. د هغه ناولونه د تاریخ، سیاسي شخړو، فردي حافظې او ټولنیزو بدلونونو موضوعات څېړي ( سل کاله یوازیتوب) یې له مهمو اثارو څخه دی. د کولمبیا ادبیات او له هغی ډلې د مارکیز داستانی ادبیات او اثار د نړۍ ګڼو ژبو ته ژباړل شوي او په نړیوالو ادبي محافلو کې یې پراخ شهرت موندلی دی. د هغه د فکري ژوروالي او ادبي کچې له امله د نوبل د جایزې وړونکی شو. د دغه هېواد داستاني ادب نه یواځې دا چې د ریالیزم، بلکې د جادویی ریالیزم او فوتو ریزم بیلګې دي.

د داستانی ادبیاتو د پورته بېلګو او لیکوالو د ژوند لیکونو څخه جوته شوه چې  داستاني ادب پوره تجربې، پراخه نړۍ لید، آفاقي مطالعې، روانپوهنې، ریاضت او ښکلاپیژندنې سره آشنایي او د قلم او لیکوالي مهارت ته اړتیا لري. 

مسعود: ستاسو په اند د نړېوال داستاني ادب د ښه پېژندلو، څېړنو او ارزونو لپاره کومو مهمو پړاوونو او د کومو نومیالیو، پېژندل شويو سټو مهمو او اغېزناکو نښیرونو(آثارو) ته باید ځانګړې پاملرنه وشي؟

استاد دودیال: نړیوال  داستاني  ادبیات  دبشریت لویه خزانه ده. په تېره بیا له کلاسیک دور وروسته کله چې رومانتیکي ناولونه او رومانونه ولیکل شول، دغو ټولو کې د طبیعت د ښکلا ستاینه، آزادي، نیاو، انساني لوی آرمانونه او  د علمي لاسته راوړنو انځورول له ورایه ښکارېدل، دغو ادبیاتو د منځنیو پېړیو تورې دورې ته د پای ټکی کېښود او روښانتیا او روڼتیا یې راوستله. د اتلسمې پیړۍ د داستاني ادبیاتو ایجادګر، نه یواځې دا چې ادیبان وو، بلکې زیاترو فلسفي افکار لرل، له ارواپوهنې او ښکلا پېژندنې خبر وو، بشري حقونو، سولې، تساند او زغم ته ژمن وو او په تاریخ، سیاست، اقتصادي او ټولنیزو مناسباتو پوهېدل. د دوی آثارو کې  سایکالوژیک مسایل  او د انسان د اروا تحلیل له ورایه ښکاري. دا چې پوښتنه مو کړې ده چې د کومو نومیالیو، پېژندل شويو سټو مهمو او اغېزناکو نښیرونو(آثارو) ته باید ځانګړې پاملرنه وشي، یو څو بیلګی به  یادې کړو: پوشکین، آرنست همینګوی، هوګو او تولستوی هغه لیکوال دي چې ټوله نړۍ ورته درناوی لري. د دوی آثار افغانستان کې په دری/پارسي او ځینی په پښتو ژبه شته. د آرنست همینګوی بوډا او سمندر پنځوس کاله پخوا امین افغانپور پښتو کړی و، د تولستوی جنګ اوسوله پینځلس کاله مخکې لطیف بهاند پښتو کړ، دغسې اناکارنینا او بیا د ګورکي، هوګو او چیخوف آثار…، دې سره  یو څو نور د ګوتو په شمار ژباړل شوي ناولونه لرو، موخه مې  دا ده چې د نړۍ لوی ادبي شهکارونه موږ خپلو ژبو ته ندي  ژباړلي، یا مو د ګوتو په شمار ژباړلي دي. له بلې خوا زموږ خپلو ژبو باندې لیکل شوي ناولونه هم کم دي. په کار ده چې د خپلو لیکوالو اوپه خپلو ژبو د لیکل شوېو ناولونو خپرېدا ته پام وشي او د جین آیر کتاب چې د شارلوت برومته په نوم دی، د موبی دیک ناول، د ګابریل ګارسیا ناولونه، د تولستوی جنګ اوسوله او اناکارنینا(ژباړونکی ل. بهاند)، د زاڼو وختي راتګ، ژوبڼ( ژباړونکی میرزاعلم حمیدی)د غاښی ډزه( ژباړونکی زیور) او داسې نور آثار ولولو.  تر ډیره پورې  افغانستان کی د ایراني ژباړونکو او خپرندویانو له خوا ژباړل شوي  داستاني نښېرونه لرو، خو پښتو ته په معیاري ژبه ژباړل شوي نړیوال ادبیات بیخي لږ دي. له نیکه مرغه اوس برېښنايي تکنالوژي دې برخه کې ډېرې آسانتیاوې برابرې کړي دي چې د نړۍ نامتو داستاني آثار ولولو. د دې مانا دا نه ده چې موږ د خپلو لیکوالو آثار او کتابونه هېر کړو، دا هم لویه خبره ده چې  په پښتو ژبه لیکل شوي ناولونه ، لنډې کیسې  او رمانونه ولولو او تر بهرنیو آثارو مخکې،  لومړی د خپلو لیکوالو آثار  وپېژنو. خو واقعیت دا دې چې ډېر کم خلک مو نصیر احمد احمدي پېژني ، د شپون، زریاب، خیبري او نو رو درنو لیکوالو ډېر خواږه او ښه نالونه شاید دېرکمو کسانو لوستي وي. علت دا دی زموږ زیات شمېرخلک متاسفانه کتاب نه لولي، ادبي او هنری ذوق نه لري، د سواد کچه یې ټیټه او مطالعې سره عادت نه دي. دې برخه کې موږ لازم کار نه دی کړی.

موږ او زموږ همزولو  په کاغذی بڼه چاپ ناولونه لوستل؛ هغه به مو هم په ډېرو ستونزو موندل، ځینې به مو امانت رااخیستل. د الیکین رڼا او د مني او ژمي پیتاوي ته به مو لوستل، نوځکه به یې خوند  زیات و. اروپا کې خلک ناولونه د سفر پرمهال ترن کې لولي هم یې د سفر ستوماني هېره شي او هم د مطالعې خوند ډېر زیات وي.  زموږ ځوان کول نه لکه زموږ د دوران په شان مطالعې سره مینه لري او نه  لکه د نورې نړۍ د خلکو په شان داستاني ادبیات پېژني.  په همدې خاطر مطالعې سره روږدي نه دي، آفاقی معلومات یې کم، د لغاتو دایره یې محدوده، سوچ او تفکر یې منزوي، د استدلال قوت یې پڅ، له تجربو بی برخې او مهارتونو کې بې نوښته او بېخونده دي. باید له دې حالته راووځو.

مسعود: تاسو د داستاني ادبیاتو منځپانګه، موضوع، اصلي مفکوره، پیغام، ادبي او هنري ارزښت څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: دا سمه ده چې ادبي آثارو کې تخیل، ایماژونه، مینه او ښکلا ستاینه وي، خو نه هېروو چې زیاتره ادبي آثار  روزنیز، هڅوونکي، معلوماتي،  تاریخي او ساینسي اړخ لري،  ذهني او فکري تمرکز  زیاتوي، عواطف ویښ ساتي او امید او  اراده بخښونکي هم دي.  داستاني ادبي ژانرونه؛ له شفاهي روایاتو، تر  فولکلوریکو نکلونو او بیا تر معاصرو  تخلیقاتو  پورې د پند او عبرت،  د انساني عالی افکارو، تجربو او  مبارزاتي روحیې  لرونکي دي. د پښتو  معاصرو داستاني ادبیاتو  یو اړخ ژمنیتا ده.   د پښتو داستاني ادبیاتو هنري ارزښت  اوچت دی. کېدای شي، د څومره والي له پلوه به زموږ د  داستاني ادبیاتو د کتابونو او لیکوالو شمېر کم وي، خو د هنریت او څرنګوالي له پلوه ارزښتمن دي.

مسعود: کیسه، رومان او ناول مو روښانه کړ، خو زیات خلک، په  تېره بیا عوام د تاریخ لوستونو او بحثونو ته هم دکیسې په سترګه ګوري، آن یو شمیر پوه خلک خاطرات لیکل،  واقعه نګاري(پېښلیک) او آن نوستالیژې هم (کیسه او داستان )بولي !  نو مخکې تر دې چې د داستاني ادبیاتو په اړه بحث دوام ومومي، ښه به وي که تاسو لومړی د تاریخ، پېښلیک، ژوندلیک، خاطره او ورسره نوستالیژې په تړاو خپل مالومات راسره شریک کړئ. د دغو برخو پېژندنه په زړه پورې ده.

استاد دودیال : داستاني ادبیات مو په پیل کې تعریف کړل، خو دغه پورته څلور- پینځه مفاهیم چې داستاني ژانرونه( ځېلونه) نه دي، خو پوهېدل ورباندی ضرور او په زړه پورې دي، په کار ده  چې ویې بپژنو:

تاریخ یو نا داستانی اثر دی چې پخوانۍ پېښې ثبت، تشریح او راته تفسیر کوي. تاریخ کې تخیُل او د لیکوال عواطفو ته ځای نشته، بلکې د سرچینې، لاسوندونو، عینی شواهدو، ځایونو، نېټې او د عواملو، علتونو اوپایلو په ښودلو مستندات دي. 

په بله وینا: تاریخ هغه مستند، زموږ له ذهني نړۍ بهر(تېر واقعات) او په شواهدو متکي علم دی چې ګڼ شمېر سرچینی، د تېر وخت د پېښو د بیان د سپیناوي لپاره کاروي. تاریخ ښکلا نه توصیفوي، نه هم ښکلا ایجادوي، عواطف هم نه تلطیفوي. نه هیروو چې کېدای شي یو لیکوال یوه تاریخي پېښه د خپل داستان یا ناول سوژه کړي او ورباندې داستاني اثر ولیکي، دې ته (تاریخي ناول) یا (تاریخي لنډه کیسه)ویل کیږي. دا ډول ناول او کیسه تاریخ نه دی، بلکې موضوع یې یوه تاریخي پېښه ده. د ارواښاد غوث خیبري درې ناولونه، تاریخي او ډېر ښکلي ناولونه دي. د ارواښاد اکرم عثمان (کوچه ما) هم همدې ته ورته کتاب دی. د زریاب (آوازی از میان قرنها)،  د مصطفی جهاد  (د تخت غمی) او د احمدي (نیکه) او یو بل نوې ناول (ګوندې بیا به ښې ورځې راشي) هم تاریخي ناولونه دي، خو  دا یو هم  تاریخ نه دی.  تاریخ هغه دی چې پورته مو تعریف کړ.

پېښلیک په مقطعی ډول د یوې یا څو ځانګړو پېښو ثبت او لیکل دي، چې موخه ورڅخه تاریخ، داستان یا خاطره نه، بلکې د یوې پېښې بیانول دي.

خاطره: زموږ په حافظه کې د یوې شخصي مهمې ، خوږې، ترخې، استثنایي، ښکلې یا خواشینۍ کوونکې پېښې کلک ضبط او ثبت چې ځانګړو حالاتو کې رایاده شي.  د هرچا خاطره د هغه خپل خصوصي ژوند پورې اړه لري. ټول لیکل شوي آثار وروسته تر نشر د ټول ملت او ژبې شتمنی او ملکیت ګرځي، له خپل لیکوال څخه د جلا معنوي ارزښت حیثیت پیدا کوي، دکاپی رایت حق لاندې راځي. خاطراتو ته د تېر وخت منظرو، بڼونو او چمنونو ته سفر کول هم وایي، چې لیکوال یا د خاطرې بیانوونکی یې په ذهني ډول ترسره کوي. آن دا چې د دې بڼ او چمن اغزي هم ورته ښکلي او خاطره لیکونکي ته خواږه وي! کیدای شي خاطره لیکل لکه یونلیک، ناول او رومان لیکل یو ادبي ژانر پورې اوچت شوي وي، خو داستاني ادب نه دی، آن هغه د لاشعور ژورو ته لویدلي انځورونه چې په ځانګړي حالت کې د یوې قرینې په لیدو رایادیږي او د شعور او حافظې سطحې ته راشي، خاطره ده.  ځینې وخت خاطرات لکه کمیاب او انتیک قیمتي لرغوني اجناس، تاریخي ارزښت پیدا کوي، خو کیسه ییز ځېلونه نه دي.  یونلیک هم داستاني ادب نه دی. یونلیک د لارې د مزل کټ مټ بیان دی چې تخیل، ښکلا ستاینه، منظره کښل او ادبي صنایع پکې نه وي.

د خاطره او یونلیک  لیکلو ترڅنګ اوتوبیوګرافي (ژوند لیک لیکل) هم بهرنیو هېوادو کې د لیکوالی یو شخصي احوالو پورې اړوند، ناهنري  بیان کې حسابیږي. بیوګرافي لیکنه کې یو څوک د خپل ژوند، لیدلي حالات، خپل نوښتونه او هڅې او شخصي ژوند کې مهمې پېښې راغونډوي. ، خو دا هم لنډه کیسه، ناول یا رومان نشي کېدای.

نوستالېژې (nostalgia) هم کیسه، داستان یا ناول او رومان نه دی، بلکه دا د تېر دوران، د خپل کلي، ښوونځی، پلرني کور، پخواني دوران، د وطن او پخوانیو دوستانو د یادون یو غمجن- خوندور احساس دی چې پخواني وختونه، د هغه مهال چاپیریال، د هغه وخت مشران، کشران، دود-دستور او یادونه تازه کوي، له حسرت، ارمانونو، او مینې سره یوځای وي. خاطرات که د پند، عبرت او تاریخی پېښو د فهم په موخه وي، نوستالېژې بیا د تېرمهال غمجن عاطفي احساس او زیاتره  ویاړونه، بریالیتوبونه او ولولې رانغاړي. لیکوالان؛ په تېره بیا د داستاني ادب لیکوال او مینه وال ټول عاطفي خلک او د نازک احساس لرونکي دي، د دوې عاطفي حافظه ( emotional memory) نظر نورو خلکو ته ډېره فعاله او دوی ته دا انګیزه ورکوي چې د نیکیو، لطف او مهربانیو او ښکلاوو منندوی او احسانمند اوسي، خو له تاوتریخوالي، ناځواني، بدیو او دوکې ځانته د ګیلو او شکایت حق هم ورکوي. 

مهمه دا ده چې خاطره لیکل، بیوګرافي لیکل، تاریخ، پېښلیک او یونلیک هم د لیکلو مهارت او پیاوړی قلم غواړي. په دې کې ادبي صنایع، تخیل، هنریت، منظرکشی او ښکلا ایجادول او ښکلا ستایل حتمي شرطونه نه دي.

تاریخ د څیړنې اصولو او میتودولوژی ته اړ دی، خو خاطرات، یونلیک، نوستالېژې او پېښلیک کوم ټاکلی چوکاټ  او میتود نه لري، داستاني ادبیات خپل ځانګړی فني- تخنیکي ځانګړنې او  اوصاف لري، چې لیکنه کې رعایت نشي، هغه لیکنه نه داستان دی، نه ادب، نه تخلیق او نه به ښکلا ولري او نه هنریت. په دې توګه هر تاریخ لیکوال او خاطره لیکونکی داستان لیکونکی نه دی، اما هغه لیکوال چې ممارست لري، د لیکوالی ریاضت یې ګاللی وي، داستاني ادبیاتو باندې پوهه ولري، ممکن ډېره ښه خاطره، نوستالیژی، یونلیک او پېښلیک  ولیکلای شي. 

یو بل ډول هنري نثر هم لرو، چې هغې ته ادبي ټوټه وایو. دا ډول هنري نثر د ایماژونو او منظرو،  ادبي ښکلا، خوږو احساساتو، ځانګړي کيفيت او د اغېزمن کولو ظرفیت او لنډ پیغام  لري، خو نه لنډه کیسه ده نه کوم بل داستاني اثر. دا ژانر یووخت فرانسه کې دود شو، یو شمېر نورو هېوادو  او افغانستان کې هم مطبوعاتو کې را ښکاره شو، خو اوس ډېر نه لیدل کیږي. ډرامه هم په حقیت کې کیسه ده، خو د لنډې کیسې، ناول او رمان سره توپیر لري. موږ دلته تر ډېره  لنډه کیسه، ناول او رُمان باندې خبرې کوو. 

مسعود: ستاسو په اند، د داستاني ادبیاتو د ښه جوړښت او اغېزناک ادبي او هنري بیان لپاره یو لیکوال باید له کومو بېلابېلو مهمو ادبي او هنري لارو چارو او وسایلو څخه کار واخلي؟

استاد دودیال: له نولسمې پیړۍ را دېخوا  ناول لیکنې ګړندی پرمختګ وکړ، د کمیت او کیفیت له پلوه لوړ برید ته ورسیدل. ناول خلکو ډېر خوښ کړ.  په تېره بیا اوس امریکا او اروپا کې د لیکوالانو زیات تمرکز په ناول او لنډې کېسې لیکلو دی، خو دا هسې یو(شوق) نه دی، دا مطالعه ده، تجربه ده، د خلکو، چلندونو، خبرو، غوښتنو او کړنو-غبرګونونو لیدل ، ارزول او تجزیه او تجربه کول دي، د ښکلا پنځول لنډه دا، چې دا  یو ریاضت ده. داستاني ادبیات د ادبي  ژانرونو ښکلی، جذاب،خو پیچلی او له رازونو او رموزونو ډک فورم دی.داستاني آثار هریو خپل جوړښت، عناصر او اوډون  لري. که د اثر(لنډې کیسې، ناول او رومان) موضوع او سوژه (تاریخي، واقعیتي، فکري، اخلاقي، رومانتیکي/ د مینې، پولیسي، ټولنیز، جاسوسي، سیاسي، ساینسي، اروایي یا سایکولوجیکال) وي او که څومره هم یو بل  سره  توپیر لرونکې وي، خو د داستاني اثر عناصر او فني تخنیک باید  پکې رعایت شي. لږ مخکې مو د نړۍ نامتو ناولونه او دهغو لیکوال وښودل،  د دوې ناولونه بېلابیلو سبکونو او بیلابیلو موضوعاتو کې وو، خو هنریت او تخنیک په ټولو کې وو. د داستانی اثر جوړښت ممارست او تجربه غواړي، باید د لویو لیکوالو آثار مو لوستي وي، کرکتر موپیژندلی وي او د هغه ځای ورک نه کړو، دیالوګ د چاپیریال سره  برابر وي او پېښه معقولیت ولري:

یو ښه ناول، رُمان یا لنډه کېسه کې  طرح(پلاټ)، کرکټرونه، پیغام، خبرې اترې(دیالوګ)، منظر کشي(ایمژونه)، غوټه پرانیستل، تلوسه او احساس له مهمو ځانګړنو څخه دي.  همدا د داستاني اثر عناصر دي. نوښت لرونکی لیکوال  باید په ښه پیل او پای، د داستاني اثر د بیانولو په ادبي- داستاني ځانګړې ژبې، هنريت، د نويو ترکیبونو او اصطلاحاتو په راوړلو، له کلیشه یی او تکراري خبرو ډډه وکړي،  د مانا لرونکو لنډو جملو په راوړلو، په  اړوند ځایونو او د اړتیا له مخې د شعر، متلونو او یا لنډیو  په راوړلو کېسه نوره هم ښکلې کېدای شي.

مسعود: داستاني ادبیات یوازې د پېښو بیان نه دی؛ ژبه او سبک هغه څه دي چې ساده پېښه په ادبي او هنري نښیر(اثر) بدلوي.تاسو په داستاني ادبیاتو کې د ژبې او ادبي سبک مهمې ځانګړتیاوې او اغېزناک ادبي او هنري ارزښت څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: ښه خبره مو وکړه. داستاني اثر یواځې د پېښې بیان نه دی، بلکې د بیان د طرز ژبه هم مهمه ده.  بریالی لیکوال د ژوند مسایل او تجربې په هنرمندانه ژبه او روان عاطفي نثر بیانوي، دغه ډول نثر  ژبې ته ښکلا ورکوي، ژبه صیقل کوي او د ژبې وړتیا اوچتوي. دا چې ځینې ژبې اوچت ظرفیت نه لري، صیقل شوي نه دي، علت ېې همدا دې چې نثر ته یې کار نه دی شوی. پښتو نثر کې په دې برخه کې  تر ټولو مخکې د رواښاد اُلفت نوم مخې ته راځي. که (غوره نثرونه) پرانیزو، په لوستلو به یې زموږ تنده ماته نشي، په همدې خاطر نن د هرچا کور کې د الفت کتابونه شته. پښتو داستاني آثارو کې د شپون، افغانپور، مهدي شاه او عصمت قانع نثر او سبک خلک خوښوي، دري/پارسي داستاني ادب کې د داکتر اکرم عثمان، ره نورد زریاب، ببرک ارغند، اسدالله حبیب سبک او لیکنه ډېره خوږه ده. دا چې زموږ ژبه یوڅه (زیږه) پاتې ده او د بیان، لغاتو، ایماژونو، تشریح او قلم چلولو وربوې راته لنډ-تنګ ښکاري، علت یی دا دی چې موږ همدې ټکي ته پام نه دی کړی.  داستاني ادبیات هغه وخت دا خوند او صفت پیدا کوي چې ولس ته مراجعه وکړو، د خلکو خبرې د همدوی په ژبه واورو، دوی ته غوږ ونیسو ، د ښکلو لغاتو، بیان، د جملاتو د سکښت زیرمه ومومو، مطالعه وکړو او کتاب ولولو. د شپون د داستاني آثارو خوند او پایښت همدې کې و چې له ولس څخه یې  زده کړه کړې وه. عوام  او د دوی  ژبه زموږ ترټولو لویه تومنه، مرجع او پانګه ده. روسان وایي پوشکین زموږ ژبه بډایه، خوږه، آسانه، نړیواله او د پوهاوي او لیک وړ کړه. دا ریښتیا ده. د پوشکین خدمت ادبیاتو ته نه هیریدونکی دی، موږ پوشکین او د هغه د داستاني آثارو په شان آثارو ته اړ یاستو. 

دا چې د ېوه  ښه او اغیزناک ناول د ځانګړنو پوښتنه مو کړې ده، په لنډه توګه به د یوه ناول د جوړوونکو  عناصرو  پېژندنه وکړو. کله چې  دا ټول عناصر موجود او په روانه- خوږه ژبه یې  سکښت موندلی وي او د ناول ټوله کیسه بیان کړي، نو خوند او صفت پیدا کوی. دا عناصر به دلته یو یو ووایو:

۱.د ناول کيسه او د هغې طرح او پلاټ : دا د ناول  بنسټ دی . کیسه باید زړه راکښونکې وي. کيسه کې پېښې او واقعات یو بل پسې راځي.  اوس داسې ناولونه هم  لیکل کیږي چې کیسه یې  څرګنده نه وي، خو ناول داسې روان وي چې  لوستونکی نه په ځان خبر وي، نه په شاوخوا . ناول په جادویي ژبه لیکل شوی او پای مومي، دا نو جلا هنر دی، لکه د ګوګول  مشهور ناولDead Soul   کې  اصلاً دکیسې ستون فقرات نشته.  دا نو نوښتونه دي. ځینې کیسې له منځ څخه پیل کیږي،  ځینې پېښې مخکې وخت ته ورګرځي، نورې وروسته راځي.

۲. ناول کې د پېښو معقول او منطقی  اړیکې: د پېښو جوړښت او یو بل پسې یې داسې راوستل چی یوه پېښه د بلې منطقی زیږنده وي.  دا د ناول سيکم جوړوي.  شرط دا دې چې د پېښو   خام مواد ښه پاخه شي. یو شمېر امریکایی ناول لیکوالو دا مسئله مهمه نده بللی.

۳. کرکتر یا کرترونه: د ناول کرکتر او کرکترونه یا اصلی او فرعی اشخاص چې  کیسه پر مخ بیایي او پکې لوبیږي،  باید هنرمندانه ولوبول شي.  په ناول کې موږ په خپله د کرکتر له کړو-وړو، خبرو-اترو هغه پېژنو . د کرکترونو  انځور شوې  څیره ، د دوی حرکات او سکنات  را پېژني.  د اروایي شننې ناولونو کې د کرکترنو يا  اشخاصو په ځاى انساني احساسات، عواطف، جذبات، نفسيات او د هغۀ د اندرون د دنيا ولولې او  انفُسونه خوځنده  وي. ځینو ناولونو کې د انسان په ځای ژوي د کرکتر یا شخصیتونو رول لوبوي.

۴.دیالوګونه: ښه او هنرمندانه دیالوګ د داستاني ادب موتور دی. د کرکترونو ترمنځ خبرې- اترې د ناول د پېښو د پرمختګ او د کرکترونو او د چاپیریال پېژندنه کوي، د پېښو د لاملونو په پوهېدنه کې هم اهمیت لري. د دیالوګ له مخې د کرکترونو اجتماعی موقف، پوهه، رواني اوصاف او ډېر نور خصلتونه پېژندلای شو.

۵. تلوسه:   د لوستونکي او اوریدونکي ټول فکر او پام د کیسې دوام ته او د پېښو په کشمکش سره د لوستونکي د تندې ایجادول یو بل  هنر دی. ښه  suspense   لوستونکی/ اورېدونکي ته د پوښتنو د پیدا کیدو حيرانتیا، تلوسې او ډېر ژر د ناول په پای باندې د خبرېدو بیړه  رامنځته کوي او لوستونکی/ اوریدونکی لازیات تمرکز کوي چې  کیسې ته دوام ورکړل شي.  مهارت دی کې دی چې لیکوال دا حیرانتیاوې ، د ناول د پای لپاره اندېښنه او سودا د شک او د حيرت فضا تر اخره  همداسې تلوسه پاروونکې  وساتي.

۶. ایماژونه:  د چاپیریال انځورول او منظر کشي  او د  ښکلو کلماتو او الفاظو او د خیال په قوت ښکلا ترسیمول او تخلیق کول ناول کې لوی هنر دی. 

۷. ارزښتونه پېژندل او د ژوند فلسفه:  معاصر ژوند ډېرې ځانګړنې او انساني غوښتنې او اړیتاوې یوبل سره توپیر لري. مازلو د انسان اړتیاوې په یو هیرارشي کې ښودلي دي، هغو کې د فزیالوجیکي  اړتیاوو تر څنګ نورې اړتیاوې هم شته،  یعنی مالي اړتیاوې، دوستان، ټولنیز حیثیت او موقف،  د ژوند فلسفه او نور چې کرکتر او آن په خپله لوستونکي د هغو د پوره کېدو آرمان او تنده لري، دا ورته د ژوند د يوې مسئلې يا ډېرو مسئلو ښۀ او بد اړخونه او د هغو عوامل او  پایلې را مخته کوي. دغې ته د ژوند فلسفه وايي.  

دغه پورته ذکر شوي عناصر نه یواځې ناول کې،  بلکې په ټولو داستاني آثارو کې  مهم دي. لنډه دا چې ناول او نورو داستاني ځېلونو  کې نور ټکي   ژبه او د بيان طرز چې تاسو ورته اشاره کړې،  د احساساتو او  ولولو راپارول، عجیبه او استثنایي پېښې، او په پای کې اوج او غوټه پرانیستل  دا ټولې ځانګړتیاوې او اغېزناک ادبي او هنري ارزښت لري چې تاسو یې پوښتنه کړې ده. 

مسعود: ادبي صنایع هغه هنري او مهمې لارې دي چې لیکوال پرې خپله ژبه ښکلې، اغېزناکه او هنري کوي. په ادبي داستانونو کې ډېرې کارېدونکې ادبي صنایع دا دي: تشبیه، استعاره، کنایه، مبالغه، تشخیص، تکرار، تضاد او انځورګري. ښه به وي که تاسو د دغو ادبي صنایعو او د دوی د مهمو ځانګړتیاوو په تړاو رڼا واچوئ.

استاد دودیال: ادبیات په ادبي صنایعو  له عادي وینا توپیر مومي. هر ادبي صنعت د ادبي اثر د ودانۍ د خښتې حیثیت لري.  لکه هغسې چې ادبي صنایع  په شعر کې پېژندل شوي دي، په داستاني ځېلونو کې هم مهمې دي. که د شپون داستاني لیکنې وګورو، سراسر یې ادبي صنایع، په تیره تشبه، استعاره او کنایه کارولې ده. دا صنایع آن زموږ ولسي نکلونو او کیسو کې شته. د بیلګې په توګه د فرهاد او شیرینو نکل به رایاد کړو: فرهاد د شیرینو په سپارښت او د مینې د یو شرط په توګه فرهاد ته د غره د کیندلو وایي. فرهاد په تېشه یو کلک او لوی غر سوری کوي. البته داستان له پیل څخه ترپایه ډېر خوږ، د تلوسې لرونکی، له پېښو او ادبي صنایعو ډک دی، دا چې پای یې څومره تراژید دی، دانو یو بل هنري  کمال دی. دغه د غره سوري کول په تیشه مبالغه بریښي. په ډېرو ولسي کیسو کې د چالاک او دوکه مارو خلکو تشبه کول له ګیدړې سره ، د زوړرو خلکو تشبه له زموري سره، همتناک خلک له ګربت سره او داسې نور تشبیهات وینو. معاصرو کیسه ییزو نښېرونو کې هم دا ټول ادبي صنایع وینو.  

مسعود: تاسو د بشپړو داستاني ادبیاتو د ادبي تحلیل، تفسیر، اکادیمیک او  علمي ارزونې او څېړنې، علمي، ادبي او مسلکي کره کتنې او نقد په تړاو څه لید لرئ؟

استاد دودیال: قضاوت او مُنصفانه حُکم کول ډېر  دروند مسوولیت دی. یو عادل قاضي تل ځان تر فشار لاندې احساسوي، دا ځکه چې قضاوت کې د بېخبري، بیړې، پلویتوب، ناڅرګند حکم او  پرېکړې څخه وېره کې وي. کره کتونکی قاضي نه دی، خو  هغه څه چې کره کولو کې مخې ته ورځي، کټ مټ  قضاوت کولو او رڼولو ته ورته دي. نو  د داستاني ادبیاتو  او ادبي نښیرونو د کره کتنې مهم معیارونه دا دي:

• په پراخه نظر، منصفانه او په ناپېیلي بڼه ارزونه: کره کتونکی باید له شخصي تعصب، کینې، دوستۍ او دښمنۍ پرته، اثر د معیار او عدالت په تله وسنجوي.

• کره کتونکی باید په ژبپوهنه، ادبي تیوري او هنري تلازماتو کې لوی لاس ولري او د آفاقي معلوماتو لرونکی اوسي. داستاني ادبیاتو، ادبي سبکونو او په نامتو آثارو (ناول، رومان، لنډې کیسې) کې پوهه او بشپړه مطالعه لرل کره کتنه کې مهم دي. کره کتونکی باید دا وړتیا ولري چې د یوه ښه ناول، رومان یا لنډې کیسې په فني اړخونو  خبرې  وکولای شي او خپلواک نظر  و لیکلای شي،

•      کره کتونکی باید مخکې له نقد څخه اثر په پوره دقت او ژور لید ولولي او د لیکوال په اصلي مفکوره ځان پوه کړي.

• کره کتونکی باید فیلالوژیک صلاحیت او د ژبې د اسلوب ارزولو وس ولري: ښایسته او تشریح کوونکې غونډلې جوړل، د کلماتو انتخاب، د مناسب متن جوړښت، د بیان رواني او د لیکوال ځانګړی طرز بیان باید وڅېړل شي. داستاني ادبیات د دیالوګونو، منظرکشي، روایت، د لوستونکی د احساس او عاطفې تخنولو، د تلوسې ایجاد او نورو هنرمندانه باریکیو سره سروکار لري چې دا د ژبې اسلوبو پورې  اړه مومي، چې کره کتونکی باید ورڅخه خبر  وي.

• په اثر باندې د کره کیدونکي موضوعي احاطه:  ښه کره کتونکی د داستاني اثر موضوع څیړي. هره موضوع او سوژه ځانګړې پېښې، دیالوګ، مناسب کرکتر او ژبه غواړي. کره کتونکی په دې غور کوي چې آیا لیکوال، له موضوع سره سم دغو ټولو اړخونو ته پاملرنه کړې ده که نه.

• پرانیسیې علمي او عالمانه تګلاره لرل: کره کتنه باید په پراخ نظر د احساساتي خبرو پر ځای پر منطق، دلیل او د ادب پرمختللو اصولو باندې ولاړه وي. کره‌کتنه لوستونکي ته څرګندوي چې د اثر(نښېر) اساسي فکر څه او څه ډول القا شوې دی، کومې هنري ځانګړتیاوې شته او کومې هنری او ادبي ځانګړتیاوې نشته، له کوم فلسفي او ادبي مکتب سره اړیکه لري او د خپل وخت په فکري او ټولنیز بهیر کې یې ځای څه دی. په دې توګه کره‌کتنه یو داستاني اثر نور هم اصلاح او ځلوي. د کره کتنې د برنامو او غونډو جوړلو د لیکوالانو او څېړونکو فکري افق پراخوي. هغوی کولای شي خپلې ادبي تجربې له یو بل سره شریکې کړي. د  یوه داستاني ادبي اثر  د کره کتنې د پورتنیو اصولو او قواعدو په  پام کې نیولو سره به د لته  ښه کره کتنه داسې را لنډه کړو: 

که کره کتونکی د داستاني آثارو د کره کتنې پر وخت د یو  ناول ښیګڼي ویني او هغه بیانوي، دې  سره که څه نیمګړتیا هم ورته تر سترګو کیږي، نو دوهم ګام کي یې کمزوري او خام ټکي  هم باید په ډېر هنر او صمیمی توګه سره بیان کړل شي، چي دا ناول د دغو خامیو درلودونکي دي. او هغه په دغو، دغو دلایلو سره.  په درېیم ګام  کی یې که د هغو د یادوو شوو نیمګړتیاوو او خاميو د حل لاره وړاندې شي، غوړي لاغوړ.  په کره کتنې کې بحث پر اثر متمرکز کول ضرور دي، نور مسایل لکه د لیکوال شخصي حریم، د هغه خصوصي ژوند او نور مسایل یادول او ورګډول ضرور نه دي.  مانا دا چې،  کره کتونکی باید د لیکوال شخصي ژوند او حریم ته له ورننوتلو  ډډه وکړي او یوازې پر خپله اثر (ناول، رمان، کیسه) تمرکز وکړي.

مسعود: ښه به وي که د داستاني ادبیاتو او واقعي پېښو توپیر راته په ګوته کړئ؟

استاد دودیال: ډېر خلک دا مني چې  کیسه یو واقعي سرګذشت دی چې په هنري پیرایه او  ادبي- تخیلي انداز سره لیکل شوی وي. زیاتره په افسانو د واقعیت تر بریده باور کوي.  دا هم د منلو ده چې  ډېر داستاني آثار  واقعي پېښ شوي دي، ډېر ناولونه د تاریخي پېښو پر بنسټ لیکل شوي دي، خو لیکوال په تخیل، ښکلي کولو، ادبي پیرایه، هنري پرداس، ادبی صنایعو او ایماژونو او د قلم په مهارت توصیف او ښکلي کړي دي.  معمولاً  عادي خلک  واقعي پېښې هغسی بیانوي، لکه څنګه یې  چې لیدلي دي،  تاریخ لیکوال یې  د تاریخي قضاوت، نیټو، اسناد او شواهدو ، دلیل، پایلو، جغرافیایي موقعیت، دلیل و مدلول، اثراتو  او  د عاملینو په ښودلو ثبتوي،  خو  یو داستاني  اثر  ممکن کاملاً  تخیلی وي،  یو بل ممکن په واقعي ډول  پېښ شوې وي، خو لیکوال د خپل تخیل او هنر په ښکلا  له سره پنځولی وي. عجیبه ده چې هیڅوک د لندې کیسې، ناول یا رومان د پېښو شواهد او اسناد نه غواړي، بلکې په خوند یې لولي او د  داستاني اثر د لیکوال له قلم سره یو ځای په تلوسه او پارېدلو احساساتو او تنده روان وي(په دې شرط چې داستانی اثر ریښتیا هم ښکلی وي). البته د رومیو او ژولیت، لیلا او مجنون،  آدم او درخانۍ، یوسف  زلیخا  او ډېر نور  داستانونه  تاریخ کې راغلي او  واقعي ښودل شوي دي، خو موږ  د داستاني  آثارو په توګه لوستي دي چې  د لیکوال د قلم او تخیل  په  قوت ورته  ښایسته بڼه ورکړل شوې  او د  مطلق روایت څخه،  د ادب په ګاڼه  سمبال  زموږ مخې ته  ایښي  او دا  بڼه یې  ډېره  ښکلې، اغیزمنه او  خوندوره ده.

مسعود: د داستاني نښېرونو(آثارو) په لیکنه کې سیاست او مذهب، سياسي او مذهبي لاملونه يا فکتورونه د یوه داستان پر منځپانگه، سکالو، موضوع او مضمون څه اغېز لري؟

استاد دودیال: په زړه پورې پوښتنه ده. سیاست، تاریخ او مذهب او دا درې لاملونه د داستاني آثارو  د لیکلو  په اراده او مقصد، د دغو آثارو پر منځپانګه  او آن د هغو په موخه او بڼه تاثیر درلود او لري یې. له دې امله چی رومان او ناول نولسمه او شلمه پیړۍ کې د لیکلو د فن او تخنیک، د چاپ او نشر، د لوستونکو  د شمېر  او مینه والو له پلوه لوړ پړاو ته ورسېدل، یو علت یې سیاسي مسایل وو. ډېر سیاستوال خپله د ناول لیکوال وو. ډیر ناولونه او رمانونه سیاسي روزنې ته وقف شول. همداسې هم تاریخ سره یې اړیکه نه هیروو. ارواښاد قتیل د کیسو د  یو کتاب سریزه کې لیکلي و: ( تاریخ په کیسو کې او کیسې په تاریخ کې دي). دا ډېره پخه خبره ده. سیاست هم د تاریخ مهمه برخه ده. 

سیاسي کیسه ییز ادبیات هغه دي چې هغو کې د داستاني کرکترونو بوختیا، ستونزه، دیالوګونه او آرمانونه سیاسي او د حاکمیت او قدرت په اړه وي. په دغه ډول نښېرونو کی د سیاسي ځواک مناسبات او د سیاسي اشخاصو فکر او آن دا چې په اشرافیت، حاکمیت او سیاسي رجالو نیوکې ځای شوي وي. په  لویدیزه نړۍ کې لومړني داستاني اثار لکه  “ د  سروانتس دون کیشوت” چې لومړنیو رومانونو کې شمېرل کیږي، د سیاسي فکر په لرلو لیکل شوی و. دغه اثار چې په سیاسي زړورتیا لیکل شوي، د اروپا د اوولسمې پېړۍ د فیوډالي اشرافیت زوال او د یوې نوې ټولنیزې طبقې را څرګندیدل او واک ته درسیدل بیانوي.  دا ډول داستاني آثار او دا ډول سبک د ټولنیزو بدلونو سره تړلی وو. د ادبیاتو او سیاست‌  او په داستانی ادب کې  سیاسي انځورونه او آرمانونه، نوی بحث‌ نه دی. په ټوله نړۍ کې یې لرغونتوب، د زاړه‌ یونان‌ دوران پورې رسیږي. آن د اپلاتون آثارو کې   د سیاست څرک ښکاري.  وروسته بیا نورو دورو کې هم  یو شمېر لیکوالو لکه؛ ژان‌ ژاک‌ روسو؛  دواړه، یعنی هم سیاست او هم ادب پام کې نیولي  وو. د روسو رُمان‌ کې ټولنیز او سیاسي  مسایل وو.  ورپسې برتراند راسل‌ او ژان‌پل‌ سار‌تر، خپلو فلسفی‌  او سیاسی‌ – ټولنیزو عقایدو  ته په پاملرنه ، نوي رُمانونه ولیکل، چې سیاسي اړخ یې  درلود. دوی د خپل وخت ‌ سیاسي‌ او ټولنیزې څیرې وې، چې  د نوبل‌ جایزې ګټونکی هم شول. که افغانستان کې د ادب او سیاست دشریک کېدو خبره کوو، هم پخوا وختونو ته ور ستنیږو. نوي دوران کې( له نیمې پیړۍ را دېخوا)؛ د پیرروښان، خوشحال بابا او نورو اثار په ښکاره سیاسي اړخ لري. له سل یو نیم سل کلونو را دیخوا د مشروطه غورځنګ او ویښ ځلمیانو  لیکنې او ادبي آثار سم نیمایي سیاسي وو. د مهدي شاه مهدي لنډې کیسې له ورایه د سرخپوشانو او خدایي خدمتګارو سیاسی آرمانونه ځلوي، د ارواښاد غوث خیبري کیسه ییز نښېرونه تاریخی – سیاسي دي، …په دې توګه ګورو چې د انسان د ژوند یوه برخه سیاست دی، نو خامخا ادبیاتو  او په تېره بیا داستاني ادب کې یې څرک له ورایه ښکاري.

 د اروپا د ګړندیو سیاسي بدلونو په بهیر کې دا ډول لیکوال او سیاسي رُمانونه او ناولونه (د خلکو د فکري  او معنوي لارښوونکو) په توګه وپېژندل شول.  دغو سیاسي داستانو او ناولونو نه یواځې ټولنه بدله او خلک یې تنویر کړل، بلکې حاکمیتونه اوسیاسیون یې سمون ته اړ کړل، د بیداري او ټولنیز عدالت د ټینګښت برخه کې یې ژمنتیا ترسره کړه. 

له څلویښتمې لسیزی وروسته تر شپیتمو کلونو  افغانستان، خصوصاً  کابل کې د ناول او لنډو کیسو کتابونه او آثار  لوستل زیات شول. هغه وخت او همدا اوس هم زیاتره  ایراني کتابونه کابل ته راتلل او اوس هم شته . په هغو کې  د علی اشرف درویشان  «۱۸مه شمېره خونه »  د رضا براهنی « زما د هیواد رازونه » یادولای شو. رضا براهنی افغانانو ته یو پېژندل شوی نوم و. په نوره نړۍ کې امیل زولا، برتولت برشت، جورج اورول، ماکسیم گورکی، نیکوس کازانت زاکیس  او جان اشتاین‌بک د سیاسی داستانونو نامتو لیکوال وو. افغانستان کې د ماکسیم ګورکي (مور) ناول او د جورج اورول ( ژوبڼ) ډېر لوستل شوي سیاسي ناولونه دي.  نو نامتو رومانونه او ناولونه سیاسي دي لکه مور، ژوبڼ او نور. آن زموږ هېواد کې د نور محمد تره کي داستاني آثار او ایران کې د بوف کور په شان آثار په ناسیده توګه سیاسي اړخ لري( سره له دې چې بوف کور روان تحلیلی هم دی). سیاستوالو خامخا ناولونه او رومانونه لوستل او اوس یې هم لولي. د امریکا د متحده ایالاتو له مخکني ولسمشر اوباما څخه وپوښتل شول چی ۲۰۲۶ م. کال کې مو تراوسه څو کتابونه لوستي؟ هغه وویل اته کتابونه، چې شپږ یې ناولونه وو.  ډېرو سیاستوالو خپلو ویناوو کې د نړیوال ادب د اتلانو او کرکترونو یادونه کړې ده.  انګلیسي او روسي ادبیاتو کې زیات شمیر سیاسی ناولونه خپاره شوي دي، یو شمېر ترکي ناولونه هم سیاسي دي، آن د عزیزنسین یو څو طنزی داستانونه سیاسي دي او په عربي داستاني ادبیاتو کې به د نجیب محفوظ نوم واخلو، د بیلګې په توګه د ده په قلم د( بین القصرین) په نوم لیکل شوی ناول یو غوره نښېر دی چی د نړۍ په څو ژبو ژباړل شوی او ډېرو هیوادو کې لوستل شوی دی.  همداسې هم مذهبي آثار داستاني ادب سره اړیکه څه چې، بیخي داستاني ادب د مذهبي روایاتو او نصوصو سرچینه او الهام بخښونکی دی. د آسماني دریو نورو منسوخو کتابو( زبور، تورات او انجیل) څخه به تیر شو، همدا قصص القرآن به وګورو چی څومره لیکوالو ورڅخه سوژې اخیستي دي. له بلې خوا  د داستانی اثارو نثر د خپل اغیز له مخې د پام وړی دی، نو ځکه قران شریف کی ډېر د پند مسایل د قصو او داستان په بڼه راغلي دي لکه: د حضرت یوسف کیسه چې د وروڼو د رخې له امله څاه ته وغورځول شو، د موسی او فرعون نکل یا کیسه چې  موسی د بنی اسرائیلو د ژغورلو په خاطر د فرعون د ظلم په وړاندې پاڅون وکړ. دې کیسه کې د معجزی برخه یې په زړه پورې ده. د نوح(ع) نکل چې خپل قوم یې د نیکۍ لوري ته دعوت کړ، خو هغوی و نه منله، پایله کې صالح خلک وژغورل شول، ګمراهان اوبو کې ډوب شول. مصر ته د ابراهیم سفر ، د سارا کیسه او بیا د هاجرې کیسه، د ملکه سبا او  د هغې د تخت کیسه او حضرت ایوب ته یې راتلل….دا کیسې ټولی دیني دي او د پند او عبرت دي.  هندي ادب کې د حضرت محمد (ص) د حج الوداع کیسه، اروپایي داستاني ادبیاتو کې د داود (ع) یا بی بی مریم حکایات، عبراني مذهبي آثارو کې نکلونه او عربي ادب؛ په تېره بیا د نامتو کیسه لیکونکي توفق الحیکم د آثارو انګیزه او د الهام  او سوژې سرچینه مذهبی سپېڅلي متون دي. 

مسعود: د داستان، لنډې کیسې، ناول او رومان ترمنځ د پراخوالي، منځپانګې، موضوع، جوړښت، ټولنیز ارزښتونو، اخلاقي انځورونو، ادبي او هنري بیان له مخې مهم او بنسټیز توپیرونه څه دي؟

استاد دودیال: لنډ داستان یا لنډه کیسه لکه چې له نوم څخه یې ښکاري، لنډه داستاني لیکنه ده. ممکن یوه لنډه کیسه یواځې نیمه پاڼه او نهایتاً دوه – درې پاڼې وي.  رومان بیا یو اوږد داستان دی چې سلګونه پاڼې کیږي.خو ناول تر رومانه لږ لنډ او تر لنډ داستان او منځنۍ کیسې زیات اوږد وي. د ناول ځانګړنه دا ده چې په یوه نوي انداز له پېښو، وګړو او د دوی ژوند سره د حیرانونکو تړلو مسایلو ښه انځور وړاندې کوي.

داستان په دري ژبه کې یوه عامه اصطلاح ده، د یوه سرګذشت او پېښې بیان ته داستان وایي. له دې امله چې لنډه کیسه(داستان کوتاه)، ناول، رومان ټول همدا ځانګړنه لري او په نثر سره لیکل کیږي، نو ځکه ورته داستاني ادبیات ویل کیږي. لنډه کیسه، ناول او رومان یوبل سره  توپیر لري: 

 لنډه کیسه یو نوی ادبي نثري ژانر دی، چې په لنډ وخت کې پر یوه واحده پېښه یا کرکټر راڅرخېږي. د لنډې کیسې تاريخچه له شفاهي نکلونو او پخوانیو کیسو څخه سرچینه اخلي، خو اوس ځانګړي فني او ښکلاپوهنیز اصول لري. لنډه کیسه د ژوند د یوې ځانګړې برخې، پېښې یا احساس هنري انځور دی. د دې لمن لنډه وي. لوستونکی یې په لنډ وخت (له دېرشو دقیقو تر دوو ساعتونو) کې لوستلی شي. اساسي ځانګړتیاوې یې لنډوالی، کم حجم او کرکتر/ کرکترونه او دیالوګ/ دیالوګونه پکې محدود وي او اضافي توضیحات نه لري.د پلاټ (جوړښت) له پلوه؛ پیل، منځ او پای لري. پېښې په کې په منطقي توګه سره تړلې وي. ځانګړی کرکټر (شخصیت) ټاکلی مرکزي رول لوبوي.یو کوټلی او ځانګړی تأثیر پر لوستونکي پرېږدي. د لنډې کیسې ټولې پېښې په یوه مشخص ځای او وخت کې تر سره کېږي. 

ناول/نوول دلاتیني ژبې کلیمه ده لغوي مانايې نوي، تازه اوعجیبه څيز دی. په ادبي اصطلاح کې هغې ادبي نثري کيسې یا داستان ته وايي چې له لنډې کیسې څخه لویه او له رومان څخه لنډ وي. په لیکني چوکاټ کې  پېیلې طرح، اصلي او فرعي کرکترونه، مکالمې او د کیسې پیل، منځ اوپاي لري. له لنډې کیسې سره یې توپیر په دې کې دی چې هم په کې پېښې په تفصیل سره بیانېږي او هم يې کرکترونه زیات وي. ناول د لنډې کیسې په پرتله یوه اوږده موضوع  رااخلي، ډېرې صحنې لري او د کرکټرونو شمېر یې له یوه څخه زیات وي. داستاني نثر کې  ناول هغه په هنري او ادبي ژبه کښل شوې  کېسه ده چې موضوع یې له انساني ژوند سره په داسې تار پېیلې وي چې د ژوند بېلابېل اړخونه پکې په مسلسل ډول وړاندې شي اوموږ په یو نوی سفر روان، نوي خلک او نوي ځایونه را وپېژني، هیښ موکړي، یوڅه را زده کړي…، خو لنډه کیسه د ژوند یوه شیبه راته انځوروي. د دې دوو توپیر داسې دی چې: ناول ټوله ګلبوټه را ته بیانوي، خو لنډه کیسه په ټول بوټي کې یواځې یوګل رااخلي او د هغه ټول ښایست راباندې ویني، د ټول بوټي او یوه ګل تر منځ توپیر شته. د لنډې کیسې او ناول هم همدومره توپیر دی.  همدارنګه ناول د هغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي، چې په اظهار سره یې په نورو انسانانو کې همدردي پیدا شي. مهمه دا ده  چې د ادبي نثر په بڼه خوږ ليکل شوی وي او د کرکټرونو د رښتيني ژوند يوه برخه د تخيل په هنداره کې وړاندې کوي، نو ځانګړتیاوې یې دادي: 

  د ناول اتل هرې عجیبی او استثنایي پېښې سره مخ کیدای شي او هر څه پکې شوني دي. لیکوال کولای شي چې يوه کوچنۍ موضوع په سلګونو پاڼو کې د په زړه‌ پورې وییونو په واسطه ځای پر ځای کړي؛ کولای شي خپل هر تخيل ته حقيقي بڼه ورکړي، د ساري په توګه، داسې تخیلي نړۍ جوړه کړي چې هلته بې روحه توکي خبرې وکولای شي، انسانان ګونګيان شي. په ناول کې د يو موجود بدلېدل په بل موجود اسانه کار دی، مړي پکې ژوندي کېدای شي او داسې نورې کړنې پکې ترسره کېدلای شي، خو په دې شرط چې ليکوال وکولای شي په ښه توګه لوستونکی د دا ډول غير معمولي پېښو منلو ته اړباسي. د ناول بله ځانګړنه ریالیزم یا رښتینولي ده، یعنې موضوع یې له رښتني ژوند سره مستقیم تړاو لري او په رښتنو پېښو وڅرخي، خو لنډه کیسه او رومان کې دا مهمه نه ده. درېیمه خبره دا ده چې  د ټول پلات په پرتله کرکټر ته ډېره پاملرنه کېږي.

زیاتره لیکوال وایي چې ناول کې د اروا پېژندنې برخې ته هم پاملرنه کېږي، یعنې هڅه کېږي چې د کرکټرونو ذهني اندېښنې او داخلي غوښتنې خلکو ته رابرسېره کړي او هغوی پرې پوه کړي. يا په بله وینا په ناول کې له باندنۍ نړۍ سره د کرکټر د ښکاره چلند تر څنګ د هغه دنننۍ نړۍ هم لويه برخه لري.

رومان هم د ژوند مسایل او تجربی په ښکلي داستاني ژبه او روان عاطفي نثر بیانوي، خو ناول تر رومانه لږ لنډ او تر لنډ داستان او منځنۍ کیسې زیات اوږد وي. د ناول ځانګړنه دا ده چې په یوه نوي انداز له پېښو، وګړو او د دوی ژوند سره د حیرانونکو تړلو مسایلو ښه انځور وړاندې کوي.

داستانی نثر کې  ناول هغه په هنری او ادبی ژبه کښل شوې  کېسه ده چې موضوع یې له انساني ژوند سره په داسې تار پېیلې وي چې د ژوند بېلابېل اړخونه پې په مسلسل ډول وړاندې شي اوموږ په یو نوي سفر روان، نوي خلک او نوي ځایونه را وپېژني. ناول اروپا کې زښته زیات مینه وال لري. هرکال سوونه عنوانه ناولونه خپریږي او خلک ورباندې رامات وي. 

خو رومان بیا ناول سره توپیر لري: رومان په نثري ادبي ژانرونو کې یو مشهور ژانر دی. د رومان په اړه ویل کېږي، چې دا کلمه د فرانسوي ژبې ده. معناوې یې “خیالي داستانونه او یا هم د مينې کیسې” ښودل شوي دي. په ادبي اصطلاح او توضیحي توګه ویلای شو، رومان هغه نثري ادبي ژانر دی، چې په کمي لحاظ له ناولونو اوږده وي. په موضوعي اړخ کې یې ګڼ شمېر مسايل راتللای شي.  په رومان کې هڅه کېږي، چې بېلابېل موضوعات په هنري شکل وړاندې او منعکس شي. هغه ځوانان چې د لنډې کیسې، ناول او رمان د لیکلو اراده لري، باید دا توپیرونه وپیژني. پآیله کې ویلای شو چې لنډه کیسه له ناول او رومان سره یواځې د لنډوالی توپیر نه لري، بلکې د جوړښت له پلوه هم ورسره توپیر  لري، ناول د لنډې کیسې په پرتله یوه اوږده موضوع او صحنې لري او د کرکټرونو شمېر یې له یوه څخه زیات وي.  همدارنګه ناول د هغو انساني جذباتو او احساساتو بیان کوي، چې په اظهار سره یې په نورو انسانانو کې همدردي پیدا شي. مهمه دا ده  چې د ادبي نثر په بڼه خوږ ليکل شوی وي او د کرکټرونو د رښتيني ژوند يوه برخه د تخيل په هنداره کې وړاندې کوي. لنډه کیسه کې پېښه تر کرکتر دپام وړ وي، ناول کې په کرکتر ډېر تمرکز وي. په آخره کې به ستاسې د پوښتنې د پوره ځواب لپاره د لنډې کیسې او ناول د توپیرونو لرلو ترڅنګ ورته والی هم یاد کړو، یعنې د داستان، لنډې کیسې، ناول او رومان ترمنځ د پراخوالي او لنډوالی توپیر شته، خو د منځپانګې، موضوع، جوړښت، ټولنیزو ارزښتونو، اخلاقي انځورونو، ادبي او هنري بیان له مخې مهم او بنسټیز توپیرونه  پکې کم دي، ځکه دا ټول هنرې او ادبي ایجادیات دي. د نوي‌عصر غوښتنه دا ده چې د ادبیاتو په دایره کې باید هغه څه ولیکل‌شي په سم، علمي او مدرن لوري د نوي‌نسل په لارښوونه کې اغیزناک وي.  په دې لړ کې داستاني ادبیات باید نوي‌نسل ته د تېرونسلونو د مثبتو تجربو یوروښانه انځور په مخ‌کې کېـږدي او داسې ډیوه په لاس کې ورکړي چې نوي نسل ته د پرمختگ لاره روښانه کړای شي.

مسعود:  ښه به وي که تاسو د حکایت، افسانو او نکلونو ترمنځ د پراخوالي، موضوع، منځپانګې، جوړښت، ټولنیز ارزښتونو، اخلاقي انځورونو، ادبي او هنري بیان له مخې مهم او بنسټیز توپیرونه راته په ګوته کړئ؟

استاد دودیال: زموږ د ښکلي او قیمتي  فولکلور بډایه  برخه یعنې نکلونه او حکایات زیاتره د معاصرو لنډو کیسو په اندازه  پراخوالی لري.  زیاتره نکلونه به په یوه شپه کې ویل کېدل او پای ته رسیدل، خو یو شمېر نور به  څو څو شپو کې ویل کیدل لکه د نیکي او بدی نکلونه یا د نیمبولا- تیمبولا اوږده کیسه، خو حکایتونه به ډېر لنډو.  ولسي  نکلونه د موضوعاتو او منځپانګې له مخې اوچت روزنیز او معنوي  اړخ لري. زموږ ولسي نکلونه ډېر ښایسته او زړه راکښونکې بیان او ژبه او تلوسه پاروونکي پېښې لري.  ښایي د معاصرو داستاني ادبیاتو  عناصر، سکښت او د لیکلو او لوستلو د هڅو تومنه به هماغه زموږ د نیکونو نکلونو څخه سر چینه رااخلي (؟!).  له نېکه مرغه پښتو معاصرې لنډې کیسې، ناول او رومان د موضوع، جوړښت، ټولنیزو او اخلاقي ارزښتونو، ادبي او هنري بیان له مخې د ستایلو وړ دي.  

مسعود: پښتو داستاني ادب له شفاهي ولسي روایتونو څخه تر معاصر ناول او لنډې کیسې پورې بډای بهیر لري. تاسو د «پښتو داستاني ادب تاریخي بهیر» سرچینې او مهم پړاوونه څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: د پښتو شفاهی ادب( فولکلوریکو ادبیاتو)  ډېره برخه نکلونه، حکایات او کیسې دي. د پښتو داستاني ادبیاتو بهیر له شفاهی بڼې بیا تر معاصرو ژانرونو پورې بډای، حیرانوونکی  او ډېر په زړه پورې دی. زموږ فولکلوریک ادب کې هغه کیسې  زیاتې دي چی ژوره روزنیزه، حماسي او وطن سره د مینې او فداکاري منځپانګه لري. حیرانوونکې  دا ده چې زیاتره دغه  کیسې له  ویاړ، پرځان ویساوالي، ولولو، اتلولیو، میړانې، زړروتوب او د نیکی او خیر له پند او عبرت ډکې دي. د همدې کیسو اهمیت په کتو پښتانه یو متل لري:  

( څوک پیسې ګټي و څوک کیسې!)

دا  “ګټل “  ژوره مانا لري. له کیسو ګټلو څخه یې موخه د پښتو داستانو هغه پیاوړی او ویاړمنه محتوا ده چې د نېکو خلکو، ملي اتلانو، د وطن د ساتنې سرسپارلیو سرتېرو، د کار او رغاونې د اتلانو او د جرګو- مرکو د پتمنو مشرانو، سیاسي نامتو لارښوونکو او نورو په اړه دي او سینه په سینه له  یوه نسل څخه بل نسل  ته لیږدېدلي او نوي نسلونه ورباندې ویاړي او هڅه کوي چې  ددغو کیسو اتلان  او مثبت کرکترونه ځانته الګو وګرځوي.  

زموږ د خلکو د تجربې له مخې کیسې له هغه چا راپاتې دي ،  یا د کیسو اتلان هغه کسان وو چې د اخلاقو، ځوانمردي، فداکاري، وطن سره د مینې او غوره اوصافو بیلګه وو.  دا ډول یو څو کیسې د مثال په توګه د (ملي هینداره) کتاب  کې شته .ارواښاد محمدګل نوري په دغه کتاب کې د شفاهی ادب یو څو کیسې  راوستي دي. دلته به د بیلګې په توګه د فتح خان نکل یاد کړم:

فتح خان کالبس کې د پت او ناموس د ګټنې یوې معرکې ته روان و، دا یوه قرباني وه، خو د مور له زړه یې  یو خدای خبر و، نو کیسه داسې پیلیږي: ….پتې خان خبر سو، چې مور یې راغلې ده، په پالنۍ دروازه کې ولاړه ده، نه دی پریږدي، د کالبُس دوې دروازې وې، فتح خان پربله دروازه ځني ووت، چي مور یې خبره سوه چي فتح خان پر بله دروازه ووت، نو یې ناره وکړه:

که دوې دي لویه خدایه د کالبُس دروازې دوې دي

پر دا یوه مې فتح وځي پر دا بله یې د  مور سوي نارې دي…

د دغو داستانونو پیل ډیر تلوسه پاروونکی دی. د یو کامیاب داستاني اثر ځانګړنه باید همدا وي چې بیلګه ییز کرکترونه، دیالوګ، پېښې او تلوسه ولري. زموږ ډېر لرغونې ولسي داستاني ادبیات همدا ځانګړنې لري. 

یوه پښتو څېړونکي ختیځپوه یوځل لیکلي وو، چې که د پښتو ژبې نور هېڅ لیکلي ادبیات نه دي راپاتې، یوازې لنډۍ، ولسي نکلونه او همدغه د ملي هنیداره کیسې یې هم بس وې، چې له فرهنګي پلوه د نړۍ د بډایو ژبو په کتار کې ودریږي. خو که موږ همت کړی وای او له شفاهی/ ولسي داستاني ادب د نن ورځې تر معاصر داستاني ادب پورې مو ټول ضبط و ثبت کړی وای، اوس به مو یوه لویه زیرمه لرلای، بیا هم غنیمت خبره ده چې  د ملي هیندارې په شان یو اثر لرو، دغه کتاب کې ثبت شوې داستاني شفاهي کیسې د پښتنو په ګډه ملي حافظه کې د دوی د لرغونیو تمدنونو له میراث او معنوي ارزښتونو څخه هغه راپاتې خزانه ده، چې په کمو تمدني حوزو کې یې داسې سوچه ولسي بېلګې موندلای شو. ملي هینداره په پراخه پیمانه د بهرنیو پښتوڅېړونکیو او ختیځپوهانو لپاره پاموړ کتاب دی. پښتو ملي کیسې  او شفاهي نکلونه نه یوازې دننه په هېواد کې هېوادوالو خوښې کړي دي، بلکې د خارجي مستشرقینو توجه یې هم جلب کړې ده او په ځینو خارجي ژبو ترجمه شوي هم دي. په پښتو داستاني ادب کې له اوږدې مودې را دې خوا  په کرونولوژیک ډول  له تاریخي پلوه له اساطیري دوران څخه تاریخي زمانې ته د پښتنو د تکاملي مزل تګلوری موندلای شو. دغه د لرغوني او اوږده تاریخ لرونکې کیسې د مینې، هجران، کار او خواریو، له وطن څخه د دفاع، اساطیرو او نورو مسایلو لرونکې دي. د مینتوب او رومانتیک اړخ لرونکی یو څو نامتو کیسې دا دي: ښادی او بیبو، زبزبانه ښاپېرۍ، مومن خان او شیرینو، فتح خان بړیڅي یا فتح خان او رابیا، خوشکیار او شاترینه،دلۍ او شهو، ادم خان او درخانۍ انار ژړان او سېب خندان، لمبولا یا نیمبولا او نورې. ځینې نورې یې اساطیري، یو شمېر حکایتونه او ځینې یی د مهمو پېښو بیانوونکی دي چې  تاریخي عظمت لري، څه کیسې پکې د ژویو د کرکټرونو په مرسته لوبیږي، چې فابل (د ژویو په ژبه کیسې)  ته ورته دي.  

زموږ  فولکلوریکې کیسې، حکایتونه او نکلونه لا هم هغسې ندي پېژندل شوي، کوم چې نورو هېوادو خپل فولکلور څېړلی او پیژندلی دی. د خواشیني ځای دا دی چې د فولکلور دغه برخه( نکلونه او کیسې) هېرې شوې. اوس هغه بوډاګان او اناګانې نشته، چې دا ډول نکلونه به یې ویل.  یواځې د  ارواښاد محمدګل نوري په قلم راټولې شوې څو بیلګې یې لاس کې لرو.  که موږ دغه برخه کې غافل نه وای او د فولکور د ثبت او ضبط یوه پیاوړې اداره مو لرلای، اوس به مو دا پانګه  د یوې ملي وثیقې په توګه لرلای.

دا چې له ولسي نکلونو او فولکلور تر معاصرو داستانی ادبیاتو پورې بهیر نیمګړی راغلی او لکه د نورو هېوادو په شان مو دا لړۍ ونشوه ساتلای څو لاملونه لري:

آن زموږ د ادبیاتو د څانګې محصلان، هغوی چې ځانته څیړونکي وایي او لوستي  افغانان له خپل لرغوني فوکلور  څخه ډېر ندي خبر، آن دا چې د ارواښاد  محمد ګل نوري له دغې ټولګې او د هغې له تاریخي فرهنګي ارزښتونو ډېر نه دي خبر. یواځې داستاني ادب نه، موسیقی مو هم دغسې ده.  ارواښاد سلیم سرمست فولکلور موسیقی ته یو څه کار وکړ او یو ځانګړی انسامبل یې جوړ کړ، خو وروسته له هغه هرڅه له منځه ولاړل. خدای دی نه کوي چې ادبیات مو هغسې نشي.

 افغانستان یو بېوزلی هېواد دی، په تېره بیا  په ښوونځیو کې د پښتو ژبې تدریس، پوهنتونو کې د پښتو ژبې دیپارتمنتونه، د افغانستان د علومو اکاډمی کې د پښتو څانګه  او رسنۍ ، راډیو او تلویزیونو کې  پروګرامونه دومره خوار دي  چې د ګوتو په شمار ښه څېړونکي، خبریالان، ویندویان، لکه د څو کلونو پخوا په شان ښه لیکوال او ښه استادان نه لرو. هغه (پښتو) مجله چې د یونسکو په ژبو به خپرېده، نوره نشته، د اطلاعاتو او کلتور وزارت کې د فولکور دفتر او کارکوونکی له منځه تللي دي، دلیکوالو ټولنه چې خپل وخت کې یې ستر کار کړی و، یا هغې ته ورته بله ټولنه یا ادبي انجمن نشته.  د نورو ژبو په پرتله دا ګیله سترګو ته دریږي چې سره له دې چې پښتو ژبې ته پخوا هم چندان کار نه و شوی، خو اوس ورځ په ورځ هېره ده. 

یو بل دلیل دا دی چې حکومتونه د څېړنیزو مراکزو ملاتړ نه کوي، هومره کار چې ارواښاد نوري د  (ملي هینداره) برخه کې کړی، د حکومت یوې بشپړې ادارې نه دی کړی.  باید دا اثر نړۍ په  ډېرو ژبو ژباړل شوې وای او نن د هغو ولسي متنونو په کتار کې  وای، چې بشریت یې د خپل ګډ نړیوال فرهنګي میراث برخې بولي، بیا به نو موږ هم نړیوال داستانی ادب کې سر لوړي وای.

له دې ټولو نیمګړتیاوو سره سره ، پښتو داستانی ادب له لرغونو وختونو تر نن پورې زموږ د مشرانو نیکونو او اناګانو له خوا سینه په سینه تر څو کلو مخکې نسلونو ته راورسېد، خو دغو وروستیو کې دا سلسله  ودرېده، 

د چاپ د صنعت په راتګ د ګوتو په شمار  لیکوالو داستاني ادب ته کار وکړ، پنځونې  یې وکړې، لنډه کیسه، رمان او ناول یې ولیک. دا  د دوی خپل همت و، کوم حکومتي او رسمي پلان دی برخه کې نه و. د همدې  زړه سواندو او ژمنو لیکوالو په همت زموږ داستاني ادب د بڼې او تخنیک له پلوه، عصري بڼې ته بدلون وموند، خو خوند او کیفیت یې هغسې لکه د فولکلوریکو داستانو په شان پاتې دی. زموږ لرغونی شفاهي داستاني ادب(حکایت، اسطورې، ولسې نکلونو…) تاریخي مسایل هم را نغاړل. 

مسعود: تاسو د پښتو داستاني ادبیاتو مهم ډولونه لکه: حماسه، داستان، ناول، لنډه کیسه، حکایت، افسانه او رومان څه ډول ارزوئ؟ ښه به وي که د دغو داستاني ډولونو د مهمو ځانګړتیاوو، پراخوالي، منځپانګې، جوړښت، ټولنیز ارزښتونو، اخلاقي انځورونو، اصلي موضوع او بېلګو په تړاو او د دوی د مهمو او نوموتو لیکوالو د لنډې پېژندنې په اړه رڼا واچوئ.

استاد دودیال:

پښتو داستاني ادبیاتو کې پراخ مسایل لکه دین، اخلاق، عرفان، حماسه، تاریخ، ملي شعور، ټولنیز ژوند، انساني روان، مینه، حکمت، طبیعت او د ژوند فلسفي مسئلې راغلي دي. لنډه کیسه او ناول له څلویښتمې لسیزې وروسته کله چې خیبري، افغانپور، مهدي او یو شمیر نورو ډېرې ښکلې او د ملي تاریخ او ملي ژوند د پیغام لرونکی او د  ولس آزادي، آبادي، یووالي او ارتقا ته ژمن داستاني متن خپور او دود کړ، مخ په بره روان او تر اوسه ښه پر مخ ځي(سره له دې چې لومړنۍ لنډې کیسې راحت زاخیلی او محمد ادریس او یو شمیر نورو لیکلې وې). د پښتو معاصر داستاني ادب ژبه او ادبي سبک د کلاسیک ادب د ژبني او هنري میراث پر بنسټ ولاړ، خو د نوې زمانې له فکري، ټولنیزو او فرهنګي اړتیاوو سره سم یې د پام وړ بدلون موندلی دی. اوس هم  لا موږ د پخوانیو نکلونو او حکایتونو د احسان تابع یاستو . موږ  د خپلو اناګانو په ژبه اورېدلو کیسو او نکلونو څخه اوسني لیکلي نثر ته وده ورکړه او هغه خواږه لا پکې شته. په معاصر داستاني ادب کې ژبه د کلاسیک دور د اشعارو او یا هم د دیني متونو د تکلف، درنو ترکیبونو او محدودو موضوعاتو څخه تر ډېره راوتلې او د ورځني ژوند، ټولنیزې تجربې او نوې فکري نړۍ سره یې تړاو موندلی دی. د دې تر څنګ چې روزنیز، مسلکي، دیني او د ډېرو نورو موضوعاتو نثر نوی شو، ادبي نثر هم د بشپړتیا په لوري ولاړ. زموږ داستاني ادب کې  د لیکوال د فردي احساس ترڅنګ؛ د ټولنې، وطن، ازادۍ، سولې، جګړې، کډوالۍ، مینې، فطرت، هویت او انساني ژوند موضوعات بیان شوي دي. په ټوله کې معاصر نثر د داستاني ادب له برکته  روان او خوږ شوی دی. ناول، لنډه کیسې، ډرامې، ادبي مقالو، یونلیکونو، پېښلیکونو او ادبي کره کتنې پښتو  ژبه تر ډېره پورې ساده، محاوروي، طبیعي، خوږه او روانه کړې ده. په داستاني نثر کې د کرکټر و پېښو د توصیف مکالمې، فضا، منظر، روایت او سایکالوجیکي تجربې د بیان لپاره بېلابېل سبکونه رامنځته شوي دي. که دا څو وروستي خپاره شوي ناولونه ولولو، د خوښۍ احساس راته پیدا کیږي.

مسعود: تاسو  د ولسي کیسو سرچینې، ډولونه، ځانګړنې او په پښتني فرهنګ کې یې ارزښت څنګه څېړئ؟

استاد دودیال: پښتو ولسي ادبیات چې په علمي اصطلاح ورته فولکلور ویل کېږي، د پښتنو د ملي هویت، ټولنیز ژوند، کار ، بزګري، سوداګري، سیاست او تاریخ  او تاریخي لاسته راوړنو هېنداره او سرچینه یې  په خپله خلک او ولس، د دوې د ژوند لوړې- ژورې،مړی- ژوندی،  پېښې، دښمن او ښکېلاک سره ډغرې او مبارزه او د ویالو، کروندو، کلیو، لارو- ګودرنو د جوړولو روایات  دي. 

ولسي داستانی روایات  او کیسې د شفاهي کلتور او ادب هغه بډایه برخه ده چې د پېړیو په اوږدو کې له يوه نسل څخه بل ته لېږدول شوې او د پښتنو د  اوسېدلو د هرې  برخې، هر کلي، هرې سیمې، دېرې او حجرې،  تاریخ، کلتور، د دوی  ټولنیزه روحیه او افکار یې انځور او لېږدولي دي. د ولسي کیسو مفهوم، سرچینې او ارزښت په لاندې توګه په لنډه او روښانه توګه تشریح کېږي:

  • فولکلور د فرهنګي میراث په توګه:  په دغه  مفهوم سره ولسي کیسې هغو نکلونو، افسانو، اسطورو او پېښو ته ویل کېږي چې لیکوال یې معلوم نه وي او په شفاهي ډول (خوله په خوله) له یو نسل څخه بل ته رالیږدېدلي او د خلکو په حافظو کې ساتل شوې وي. په دې کیسو کې ډېری وخت د انسانانو، حیواناتو، پیریانو، ښاپېریو او دېوانو کردارونه شامل وو، چې د نورو اړخونو ترڅنګ یې  د ژوند حقایق د تمثیل په ژبه بیان کړي دي. لکه د مومن خان کیسې، د حکیم جالینوس د حکمت نکلونه، د پتې خان نکل، سکندرنامه، یوسف-زلیخا او سلګونه نور نکلونه.
  • . د عامیانه نکلونو او حکایتونو پیل او آغاز له بېلابېلو مادي او معنوي سرچینو څخه دی، لکه تاریخي پېښې او اتلولۍ، د پخوانیو جګړو، سفرونو، مېلو، اخترونو، کاروانونو، ملي مبارزو او د قومي اتلانو واقعي کارنامې چې د وخت په تېرېدو سره د قصې منبع شوي وي. لکه دسکندر او چنګیز کیسې او د محمود غزنوي نکلونه، د بهلول کیسې او نور.

دشفاهی یا ولسی ادب د نکلونو برخه د پېړیو په اوږدو کې په غیرمدون او نالیکلي  ډول له یوه نسل څخه بل ته لېږدول شوي او د پښتو ژبې د بډاینې او پایښت اصلي سرچینه ګڼل کېږي. البته اوس د چاپ د آسانتیا په راتګ سره دغه یو شمیر نکلونه د مطبوعاتو پاڼو او آن ویبیسایتونه ته رسیدلي دي. د ولسي ادبیاتو منځپانګه د پښتنولي کوډونو، اخلاقو، مېړانې، میلمه پالنې او انساني عاطفې پر بنسټ ولاړه ده. دا یې یو معنوي ارزښت دی.

د فولکلوریکو نکلونو او کیسو علمي او ادبي ارزښت په دې کې دی چې ولسي ادبیات په نړیوالو اکاډمیکو مرکزونو کې د لاندې ځانګړنو له امله د مطالعې وړ ګرځېدلي دي: 

لومړی ) د پښتو ولسي ادبیاتو اصالت د دې لامل شوی چې د نړۍ په معتبرو پوهنتونونو لکه د شوروي اتحاد د ختیځپوهنې انستیتیوت، د لندن ثقافتی مرکز، د جواهر لال نهرو پوهنتون (JNU) کې. د دغه میراث په کتلو سره څېړونکو د پښتو ادبیاتو په نورو ځانګړو څانګو کې علمي څېړنې وکړې.  د ف. ګیرس ( دمیړني ولس ادبیات) د دغو څیړنو یوه بیلګه ده و همداسې د انګلیس نارویژي او نورو څېړونکو علمي کار چې د قدر وړ دی. پښتو شفاهي ادب د منځنۍ او سوېلي اسیا د کلتوري وصل د یوې مهمې وسیلې په توګه پېژندل کېږي، چې د امریکا د کانګرس کتابتون په څېر مرکزونو کې یې تاریخي نسخې خوندي دي. د ولسي ادبیاتو جوړښت، په ځانګړې توګه د لنډیو، کاکړیو، بګتیو، چاربیتو، حکایاتو او بدلو هنري ترکیب، د ژبپوهنې او ولسي کلتور (Ethno-culture) له نظره خورا لوړ علمي مقام لري. هغه حقدار فولکلوریست چې زموږ د بډاې فولکلور یو څو بیلګې یې دریو ټوکونو کې خوندي کړي، ارواښاد محمد ګل نوري و. ارواښاد نوري په ۱۲۷۹ل. کال په کندهارکې نړۍ ته سترګې پرانیستي او په ۱۳۵۲ل. کال د لیندۍ په دوهمه په ډېره بیوزلي کې په کندهار کې وفات شو. د ولسي ادب په اړه د ده نامتو اثر د «ملي هینداره» په نوم  په درېو ټوکو کې دې. دا قیمتي خزانه  د پښتو فولکلور، کلتور او نکلونو شاهکار ګڼل کېږي. د دې کتاب لومړی جلد په ۱۹۳۸، دویم په ۱۹۴۵ او درېیم په ۱۹۷۲ کال کې چاپ شوی دی. د ده په قلم را ټول شوي ولسي نکلونه زیاتره یې اخلاقي، یو څو یې ملي او د خاورې او وطن د ساتنې او میړانې، څو نور د مینې او یو څو د لویانو، حاکمانو او پاچاهانو دي.

باید ووایو چې  زموږ ولسي ادبیات له موضوعي پلوه بېلابېل دي لکه : رزمي او حماسي، اساطیر، تاریخي ( چې د ملی مبارزو او مېړانو داستانونه په منظومه او نثري بڼه پکې راغلي وي )، د مینې او عشقي  محتوا او غنايي ادبیات چې د پښتني ټولنې عاطفي اړخ او د ژوند ټولنیز رنګونه انځوروي. حکمت او متلونه چې د پښتنو د زرګونو کلونو تجربې او اخلاقي لارښوونې په لنډو او اغېزناکو جملو کې رانغاړي. 

مسعود: ستاسو په اند د پښتو داستاني ادبیاتو ژانرونو او ډولونو لکه: حماسه، داستان، ناول، لنډه کیسه، حکایت، افسانه او رومان، په خپل منځ کې د اصلي او مهمې موضوع، منځپانګې، اوږدوالی او مهمو توکو او عناصرو له پلوه څه توپیر لري.

استاد دودیال: حکایت، افسانه، حماسه، داستان، ناول، لنډه کیسه،ډرامه او رومان هر یو په حقیقت کې داستان یا کیسه ده، خو د فُرم، لنډوالی او پراخوالي، لرغوني زمانې او د معاصر ادب د دوران  او مهمو توکو له پلوه یو بل سره توپیر لري. د کلاسیک داستاني ادب یوه برخه د لیکدود او تمدنونو رامنځته کېدلو څخه وروسته کله چې ښارونه، مطبعه،  او د خپرولو وسایل رامنځته شول؛ دې سره شفاهي ادبي میراث په لیکلي متن بدل شو. آن د هومر کیسې په معاصر دور کې د چاپ ماشین ته وسپارل شوې، د لیلا او مجنون، رومیو-ژولیت  په شان کیسو څخه خو آن فلمونه جوړ شول. د الف لیلیه له بیلابیلو کیسو، نوې داستاني آثار رامنځته شول. لنډه دا چې معاصر داستاني ادب له لرغونو داستاني آثارو څخه اغیزمن دی.  کلاسیک  داستاني ادبیات د معاصرو داستاني ژانرونو لپاره  فکري او هنري بنسټ  جوړ کړی دی. مهم موضوعات یې  لکه کار، دوستي- دښمني پالل،  د ژوند او مرګ تفسیر، مینه، جګړه، د نیاو لپاره هڅې او آزادي پالنه، پاچهي او سلطنتونه او د هغو ماجراګانې او نکلونه، اخلاق او د انسان او ټولنې اړیکې هغه موضوعات وو  چې له لرغوني ادب څخه تر معاصر ادب پورې دوام لري؛ خو هره زمانه یې د خپلو شرایطو له مخې په نوې بڼه بیانوي.

د ادبي ښکلا او هنري سکښت، نوښت او  ایماژونو له پلوه هم کلاسیک ادب  بېلابیل رواني او  عاطفي حالات د حماسې، ټراژیدۍ، روایتونو، سمبولونو، اسطورې، شخصیت‌جوړونې او دیالوګ، پېښو او د پېښو د انکشاف له پلوه بډای و چې ګڼې ځانګړنې یې معاصر ادب ته په میراث را پاتې دي. معاصر لیکوالان کله د کلاسیکو اثارو له موضوعاتو او اسطورو سره مستقیمه اړیکه جوړوي او کله یې په نوې معنا او نوې هنري بڼه بیا راژوندي کوي، لکه یو څو منظومې مو چې مخکې یادې کړې. معاصر داستاني ادب( لنډه کیسه، ناول او رمان) د کلاسیک داستانی ادب (حماسو، حکایتونو، ولسی نکلونواو افسانو)یوازې کاپی نه کوي؛ بلکې له هغو څخه یو بډای  معنوي میراث یې بولو. یو شمېر نوېو داستاني ژانرونو( لنډې کیسی، ناول او رومان)  د پخوانیو حماسو، اساطیرو او نکلونو تفسیر کړی او د خپل وخت له فکري، ټولنیزو او فرهنګي اړتیاوو سره یې نوې بڼه ورکړې ده.

 د دغو ټولو معنوي او کلتوري ارزښت لوړ  او د اساسي فکر، انسان او نړۍ لید،  ژوند، مرګ، تقدیر، عدالت، اخلاقو او نورو بنسټیزو مسئلو په اړه  یې منځپانګه په زړه پورې ده.  هغه پخواني یې لکه نکلونه، حماسه او حکایت ښکلي او  هنري او ادبي معیار باندې برابر وو ، کوم چې ډېر اغیزمند نه وو، هغه هېر شول، خو د هنري او ادبي تومنې او د عبرت او پند د پانګې لرونکي لا اوس د خلکو حافظه کې شته. اوس هم معاصر داستاني ادب( لنډه کیسه، رمان او ناول) لکه د فولکلور د پورته بېلګو په شان باید په ادبي معیار برابر او د ځانګړو عناصرو لرونکي وي.  د اثر ژبه، اسلوب، تخیل، تصویر، سمبول، روایت، کرکټر جوړونه، حماسي یا تراژیډي جوړښت او د بیان هنري ځواک باید په پام کې ونیول شي.  له دې امله چې دا هریو یې  یو بېل ادبي ژانر دی، نو ژانري او جوړښتي معیارونه یې  باید د خپل ژانر له ځانګړتیاوو سره سم په پام کې وي. له دې امله چې یو بل سره توپیر لري، نو  د ارزونې معیارونه یې یو شان نه شي کېدای. د بیلګې په توګه؛ د لرغونو داستاني ادبیاتو پیژند او ارزونه کې د شفاهي روایت او شفاهي ادب ځانګړتیاوې، تکرار، موزونیت، حافظوي جوړښت او د روایت د انتقال ځانګړنې په پام کې نیسو، خو د معاصرې لنډې کیسې یا ناول په برخه کې بیا نور معیارونه دي.

دغه داستانی ژانرونه د بڼې، عناصرو، اوږدوالي او لنډوالي له پلوه یو بل سره توپیر لري. د بیلګې په توګه لنډه کیسه دومره لنډه وي چې د امریکایي لیکوال له تعریف سره سم یې وکولای شو د ډوډۍ پرمیز اورېدونکی ته ووایو، خو ناول بیا یو بشپړ کتاب وي. لنډه کیسه معمولاً یو اصلی کرکتر لري، خو د ناول او رومان کرکترونه زیات او پېښې پرله پسې او زیاتې وي، سیمې هم بدلیدای شي او نور توپیرونه چې مخکې هم و لیکل شول.

مسعود: د پښتو داستاني ادب په تاریخ کې د ځینو لیکوالو نومونه ځانګړی اهمیت لري، لکه: سید راحت زاخیلي، استاد ګل پاچا الفت، نور محمد تره کی، حمزه شینواری، زیتون بانو، تورویانا،  ناصر احمد احمدي، سید مهدي شاه مهدي او داسې ګڼ شمېر نور… تاسو د دغو سټو د ادبي او فرهنګي پېژندنې او د دوی د نښیرونو(آثارو) ځانګړتیاوې، اصلي او مهمه موضوع، منځپانګه، د پښتني، انساني او ټولنیز ژوند ارزښتونه، اخلاقي او فکري پیغامونه څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: پښتو ادبي نثر کې د همدغو  درنو لیکوالو نومونه او آثار ځانګړی ځای لري. راحت زاخیلی او ادریس خان لومړنۍ پښتو لنډې کیسې ولیکلې، بره پښتیخا کې باید د احسان الله هېر نوم هم هېر نه کړو او ورسره د ا نور درانه لیکوال. د پښتو لومړنیو داستاني آثارو موضوعات ټولنیزې ناخوالې، د ښکېلاک په وړاندې مبارزه او ټینګار، طبقاتي نابرابري او اخلاقي او فکري پیغامونه وو. تر ټولو مهم دا چې داستاني ادبیاتو د پښتو نثر ښکلی کړ، ژبه یې بډایه او متون د دې جوګه شول چې  راز راز مسایل پکې تشریح او را ونغاړل شي. د دې ترڅنګ یې زموږ د ټولنې پټ دردونه وسپړل او د اصلاح لار یې  وښوده. د بیلګې په توګه دراحت زاخیلی د (کونډه نجلۍ ) کیسه د هغه وخت هغه ناوړه رواجونه غندي چې پښتني ټولنه کې وو. البته دا ډول ناوړه دود-دستور او ظلمونه شاوخوا نورو ټولنو کی هم وو، د بیلګې په توګه هندوستان کې هم له ښځو سره ظلم او ناوړه چلند و. هند کې داسې اصلاحي افکار او لیکوال را څرګند شول چې نه یواځې د داستانی نثر لمن کې یې اصلاحي فکر ته ځای ورکړ، بلکې ډرامه او فلم کې یې هم اصلاحي افکارو ته وده ورکړه او ټولنه یې د سمون لوري ته رهنمایی کړه. د هند پخواني فلمونه لکه(مادر اندیا)،(انکور) او نور فلمونه یادولای شو، خو پښتني ټولنه کې یې توپیر دا و چې د عنعناتو او دود ترڅنګ دیني صبغه هم ورکول کېده. یو شمېر ناوړه دودونه احسان الله هېر هم انځور کړي دي، خو د ارواښاد الفت صاحب نثري کلیات زیاتره اخلاقي او فکري، د مهدي شاه مهدي د نثري آثارو محتوا د انګریز او پنجابي سامراج په وړاندې مقاومت او ملی مبارزه، د تره کې لیکنې د طبقاتي نابرابري او د ارواښاد خیبري لیکنی تاریخي وې.

بېرته به خپلې خبرې ته راشم؛ د راحت زاخیلی  لومړنۍ کیسې په هکله به درته ووایم:

د پښتو د لومړنۍ لنډې کيسې ليکوال سيد راحت زاخېلی د سيد قريح الله زوی په ۱۸۸۴م. کال د پېښور د نوښار اړوند په زاخېلو کلي کې زېږېدلی و ، دوديز ديني او ادبي علوم يې ولوستل ، پياوړی ليکوال ، شاعر ، ژباړونکی ، ژورناليست ،مورخ او خطاط  و.    د ده لومړنۍ لندې کیسې( شلیدلی پڼه او کونډه نجلۍ)  د هغه وخت د ناخوالو انځور دی. د کونډه نجلۍ په کيسه کې مرکزي کرکټر ( مرغۍ ) ده ، چې لومړی اړخ يې د کيسې له پيله تر پايه څومره ښه انځور شوی ، ښه په دې مانا چې په پښتني ټولنه کې د کونډې تصوير د لوستونکي ذهن ته داسې يو مظلوم او عاجز موجود دروي لکه مرغۍ ، ځکه چې زمونږ په ټولنه کې کونډه له عادي ښځو سره بايد په خبرو ، جامو ، ناسته پاسته ، کړو وړو او کې توپير ولري . کونډه د خوشحالي کولو او خندا حق نه لري،کونډه بايد په زوره خبرې ونکړي، ونه خاندي ، ځان پاک و نه ساتي او نور جبري محدودیتونه چې په پورته کيسه کې چې له  نن څخه څه باندې سل کاله پخوا ليکل شوې ده، ښودل شوي دي. په زړه پورې خو داده چې لا هغه وخت په کیسه کې د پېښو ترڅنګ او د کرکټر د توصیف او ظاهري فزیکي انځورولو ترڅنګ؛ دويم(پټ) يا اروايي اړخ هم  انځور شوی  دی چې هغه په کيسه کې د کیسې د اصلي کرکتر(مرغۍ ) دروني ښځينه احساسات دي. لوستونکی دغه مظلومانه حالت ښه درک کولای شي. په کيسه کې چې مرغۍ له خسره د ځان سوځونې غوښتنه کوي، نهایت مجبوریت، محدودیت او ناامیدي راښيي.ممکن هره کونډه دغسې ، زمونږ د ټولنې د  دود په ژبه خپه ناهیلي بیان کړي، لکه کیسه کې چې وايي:

(…بابا که رښتيا داسې وي لکه ته چې يې وايې نو ما اوس وسېزه چې سبا ستاسې د ډېران ايرې يم او څوک مې نوم په خوله وانخلي !) دلته اصلاً د جملې وروستۍ برخه د مرغۍ ناهيلي، خواره خوله ، ښځينه توب او عاجزي ټول يو ځای وړاندې کوي، بېخي داسې نه ښکاري چې د خسر ځواب دې يې وي، بلکې خپله غوښتنه په ډېره خواره خوله کوي، خو څرنګه چې د هغې له خوا دومره عکس العمل هم خسريې د ځان سپکاوی بولي ځکه خو يې  ظالم (نارینه!) خسر په وهلو شروع کوي .

   که کوم نارينه د چا تر وهلو لاندې راشي، يا خو ځان کلک نيسي چې ممکن يوازې زګېروي يا کله کله اخ ، اوف یې هم تر خوله راووځي ،اما په پورته کيسه کې د مرغۍ کرکټر په پوره مانا د يوې ښځې کرکټر دی او په داسې سختيو او بې علته وهلو کې هم د خسر د وهلو سره سره خاموشه مظلومه ده.  دلته په کیسه کې د هغه وخت  يوه مظلومه ښځه انځور شوې او له خولې  یې د یوې ښځينه عذرونه او زارۍ  وځي چې وايي يا کاکا صاحب راورسېږې يا هم … د خدای دپاره ، رسول ته وګوره !

   کیسه کې د يوې ښځينه مظلوم غږ دی . دا د هرې ښځې خوی دی چې پټه ژړا کوي ،خو که د تمې يا غمشريکۍ څوک وويني ، نو بيا ښه په زوره زوره ژاړي تر دې چې خپل ويښتان هم شکوي ، د کيسې په پای کې د کرکټر دومره لوی بدلون چې ځان وژنې  ته تياريږي . لږ به ورته تم شو ، چې ښځينه تر دې حده له مرګه وېريږي چې پر لري پردي مړي باندې هم کله اوښکې تويوي ، خو دغسې ښځينه احساساتو او عواطفو ته په کتو سړی حيرانيږي چې مرغۍ ولې ځان سيند ته غورځوي ؟ دا یوه  واقعي او د هغه وخت ریالیستکي لنډه کیسه ده، چې د ټولنې اصلاح کې یې  بریالی رول درلود. نن ورځ ډېر هغه زاړه او ظالمانه چلندونه  اصلاح شوي  دي، دا د ارواښاد زاخیلی د قلم برکت و.

خو د لومړنیو کیسو په کتار کې،  د محمد ادریس خان لنډه کیسه ( په تېره بیا د “پېغله “په نوم لنډه کیسه) د معاصری داستان لیکنې یوه غوره بېلګه وه.  د محمد ادریس نوم به پښو داستانې ادبیاتو کې هېر نه کړو.  

د هېر نوم هم باید هېر نه کړو: سيد احسان الله هېر د سيد غلام احمد پاچا زوی د لغمان له ساداتو څخه دی ، په کابل کې زېږېدلی او رالوی شوی دی . لوړې زده کړې يې د کابل په طب پوهنځي کې سرته رسولي دي ، له کوچنيوالي څخه يې لوړ ادبي ذوق درلود ، د ادبي اثارو ژوره مطالعه يې کړې او د زړه په وينه او مينه يې خپل ادبي ذوق پاللی و.

   د لنډې کيسې په ليکنه کې يې پوره مهارت درلود ډېرې خوږې ، پخې او معياري-اصلاحي لنډې کيسې يې ليکلي ، چې د هېواد په خپرونو کې خپرې شوې او د (رنځور ) په نوم يې د لنډو کيسو يوه ټولګه په ۱۳۴۶ل. کال د پښتو ټولنې لخوا چاپ شوې ده. د الفت صاحب غوره نثرونه اخلاقي او فکري درسونه دي. په دې توګه پښتو معاصر نثر او داستاني ادبیات  له هماغه پیل څخه تر اوسه د محتوا او موضوعاتو له پلوه بډای او رنګارنګ دي. د تره کي ( د بنګ مسافري) او ( د غوايي لاندی) او نور ناولونه او داستانونه د طبقاتي تضادونو په اړه دي. په دې توګه  پښتو داستان او رومان راز راز مسایل رااخیستي دي چې زیاتره د ریالیزیم او رمانتیزم خواږه پکې دي.

د زیتون بانو په اړه مو پوښتنه کړی، هو ! زيتون بانو د یوې سمونپالې او منورې میرمن په توګه خپل رسالت د ټولنې په وړاندې ادا کړی دی. هغې  لومړنۍ زده کړې د پېښور په اسلاميه کالج های سکول ،منځنۍ او ثانوي زده کړې يې د الزابېت ګرلز های سکول او فرانټير کالج کې تر سره کړي  دي، وروسته يې په پښتو او اردو ادبياتو کې د ماسټرۍ تر سويې زده کړې وکړې او د ښوونکې د دندې ترڅنګ يې په پېښور راډيو کې د پروډيو سرۍ دنده ترسره کوله ، نوموړې د ډرامې او لنډې کيسې د نوميالۍ ليکونکې په توګه د لوړ نوم او شهرت څخه برخمنه ده ، د لنډو کيسو دغه ټولګې يې چاپ شوي دي : هنداره (د ډرامو او لنډو کيسو ټولګه)، مات بنګړي، خوبونه ،د لنډو کيسو ټولګه، ژوندي غمونه او  کچکول( پښتو درامې). زیتون بانو په اردو ژبه هم لیکل کول. هغې د پېښور د خلکو د اذهانو روښانولو کې لوی کار کړی دی.  د افغانستان په پرتله کوزه خوا کې زیات خلک د تعلیم پلویان شول، آن نجونې ښوونځیو ته ولاړې او لږ وخت کې د ټولنې د اړتیا سره سم؛ ښځینه طبیبانې، ښوونکې او  د عامه سکتور نورو برخو کې ښخو ته د کار ډګر پراخ شو.       

مسعود: په پښتو داستاني ادبیاتو کې داستان له پخوا څخه د شفاهي ادب مهمه برخه وه. ستاسو په اند شفاهي داستانونه څنګه له یو نسل څخه بل نسل ته لېږدول شوي دي؟ ښه به وي که د دغو داستانونو نوموتې بېلګې راته په ګوته کړئ؟

استاد دودیال: نکلونه، حکایات او داستان د شفاهي داستاني ادب برخه وه. اوس ورته د فکري، تاریخي او فرهنګي ژوند د یوه ادبي میراث په نظر ګورو او راته ارزښت لري، آن دا چې یو شمېر معاصر آثار مو د هغه پر بنسټ نوي پنځولي دي. په پخواني داستاني ادب کې ډېرو غوره ادبي او هنري ځانګړنو د وختونو په تېرېدو بیاهم خپله ځلا او پرتم ساتلی او زموږ د ټولنې  او ژبو تاریخي شالید، د ټولنیز ژوند طرز او دود-دستور، روایتونه او نور معلومات پکې راپاتې دي. حیرانوونکې ده چې د کتاب او کتابت، تذهیب او چاپ تر صنعت مخکې  زموږ د نیکونو ډېره ادبي او فرهنګي حافظه د شفاهي روایت له لارې له یوه نسل څخه بل نسل ته  راپاتې شوه، د هغې د بډاېینې، خوږوالي، تربیتي اړخ، ښکلا او پیغام له امله مو وساتله او دغه ارزښتونه مو نوېو ژانرونو کې بیاځلي را غبرګ کړل، د خپل وخت له فکري او ټولنیز ژوند سره  مو اړیکه ورکړه او دوام به مومي.

پخواني داستاني  اثار یواځې په دې نه دي مهم چې څومره پخواني او زموږ د نیکونو میراث دی؛ بلکې د هغو  جوړښت، ادبي پیرایه، مانا او مفاهیم، هغه فلسفه چې پکې وه، له هغو فکري او کلتوري موادو چې جوړ وو او د خپل وخت د انسان او ټولنې کومه تجربه چې راښيي او د هغو د ژبنۍ زیرمې له پلوه راته مهم  او دا دی  اوس دا ارزښتونه نوېو ژانرونو ته لیږدلو شوي دي. نه هیروو چې د پخوانیو داستاني ادبیاتو څېړنه یعنی فولکلوریکه مطالعه اوس له ساده تاریخي معلوماتو څخه علمي، ادبي او فرهنګي څېړنې ته لوړ شوې ده. د هغو نامتو بیلګې آدم خان- درخانۍ، یوسف خان او شیربانو، موسی خان او ګل مکۍ، د ملنګانو او پاچایانو نکلونه، د لویو لارو، د اوبو د بندونو، ویالو او ودانیو د جوړولو کیسې، د سیمو د پېښو نکلونه او ډېر نور مسایل وو. په دري ژبه کې هم داسې بیلګې شته؛ د زریاب (کاکه شش پر و دختر شاه پریان)  ناول  زموږ د یو فولکلوریک نکل څخه رنګ اخیستی دی. د تورویانا، اکرم عثمان او ببرک ارغند څو داستانونه هم داسې بیلګې لري.

تر دې ځایه مو ستاسو د پوښتنې سره سم، د شفاهي داستانو خبره وکړه، خو نه هیروو چې په مجموع کې شفاهی/ ولسي ادبیات (فولکلور) یوه لویه زیرمه ده. له نیکه مرغه زموږ ولسي یا شفاهي ادب له داستاني صنف ور هاخوا نورو برخو کې هم ډېر بډای او د لاتینې امریکا او اروپا د فولکلور په اندازه لرغونتوب او خوږوالی لري. په فوکلور کې د پند، عبرت، تجربې، حماسې او د ملي اتلانو نکلونه شته. 

متلونه، لنډۍ، کلاسیک شعر، لرغونې ټوټکې، وجیزې، رباعیات او ولسي چاربیتې او سندرې د اوسني وخت د فرهنګي مجموعې په توګه د درناوي او ساتنې وړ فرهنګي میراث دی. د لنډیو مثال د نړۍ په هیڅ ادبي صنف کې نشته. د ولسي شفاهي ادب هیندارې کې موږ د خپلو نیکونو احساسات، له چاپیریال سره چلند، د دوی مجبوریتونه، عقاید او ډېر نور واقعیتونه وینو. متلونو، لنډیو، وجیزو او کیسو کې د خلکو ذوق، تاریخي پېښې او تجربې منعکس شوي، او هنري تنده خړوبوي. آن په ورځنیو خبرو- اترو کې له فوکلور څخه نقل قول وینا ښکلې کوي. د شفاهي ادب او فولکلور لمن له عواطفو، د طبیعت د ستاینې او منظرکشي، انساندوستي، مینې، آزادي خوښولو او ولولو څخه مالامال ده. شفاهی ادبیات یا ولسي ادب د یوه ولس او ملت د احساساتو، تاریخي تشخُص، انګیرنو،افکارو، دود ـ دستور، عقایدو او هویت یوه بشپړه هېنداره  او دهویت برخه ده.

مسعود: په پښتو داستاني ادبیاتو کې ټولنیز بدلونونه څه ځای لري، آیا پښتو داستاني ادبیاتو زموږ ټولنیز شرایط انځور کړې دي او په ټولنه کې یې اغیزکړی دی او که نه؟

استاد دودیال: داستاني ادبیاتو زموږ  د ټولنې بېلابېل حالات انځور کړي دي. له کله چې پښتو لنډه کیسه پیل شوه، د پښتني ټولنې د خوشحالیو، ناخوالو، سړو-تودو او د وګړو ترمنځ اړیکې یې  انځور او ثبت کړي دي. داسې ویلای شو چې پښتو هره لنډه کیسه د ټولنپېژندنې یوه پاڼه  او د هر ېوې په لوستلو سره د هغه وخت بشپړو پېښو او حالاتو باندې  خبریږو. لنډې کیسې یوه درنه پازه په غاړه لرلې ده. زموږ بشپړ اکثریت لیکوال ژمن او د سمون راوستو لپاره رسالتمن لیکوال وو. آن هغه لومړنۍ لنډې کیسې ( کوڼده نجلۍ) او بیا ( شلیدلې پڼه) ریالیستیکه، اصلاحي او  د سمون راوستو هڅه کړی ده. د لنډو کیسو لیکوالو د خپل دور ستونزې لکه د خلکو بیسوادي، د تعلیم وروسته والی، طبقاتي تضاد او ستم، د ښځو د حقوقو غصب، د ښکیلاک په وړاندې په مېړانه مبارزه، ټینګار، جرګې، مرکې، د کروندې او کیږدیو کیسې او د ژوند نور اړخونه انځور کړي دي. افغانستان کې د لومړي جمهوریت په راتګ سره لنډو کیسو کې بدلون راغی، د فیوډالي مناسباتو بدلون او د اقتصاد نوي کولو، دیموکراتیکو ارزښتونو ځلول، د تعلیم لوري ته پاملرنه او د انساني کرامت درناوی د کیسو نوې سوژه شوه. له کله چې کورنۍ جګړې، مهاجرتونه او بې ثباتي پېښه شوه، دا ټول په داستاني ادبیاتو کې راغلل. د دغو کلونو هر ناول او هره لنډه کیسه د دغو حالاتو انعکاس دی. 

ستاسو د پوښتنې په ځواب کې، چې پوښتنه مو کړې؛ پښتو داستاني ادبیاتو کې ټولنیز بدلونونه ځای لري او پښتو داستاني ادبیاتو زموږ ټولنیز شرایط انځور کړي ؟ ځواب دادی چې هو ! 

 له بلې خوا فکر کوم دا کافي نه ده، باید په دې هم فکر وکړو چې آیا بالمقابل داستاني ادبیاتو د ټولنې پر وضعیت اغیز کړی که نه؟  دا مهمه پوښتنه ده.د دې پوښتنې ځواب خواشینوونکی دی. 

نوره نړۍ کې داستاني ادب د ټولنې اصلاح او سمون کې رغنده  او ځلنده رول لرلای دی. ټولنپوهان وایي چې اروپا کې رنسانس  اصلاً د لیکوالو او د کیسه ییز ادب له برکته پېښ شو. په تېره بیا رُمانتیزم اروپا روښانه او د ترقي، ارتقا او تعالي په لوري روانه کړه، خو  له بده شامته د پښتو کیسه ییز ادب، د ژمنو او ریښتینو لیکوالو  آرمان، د لوستو او منورو ادیبانو خواریو، بېخوبیو، ستوماني، دالیکین رڼا ته د شپو له رڼولو نیولې د کمپیوتر تر پاڼو پورې، د ژباړې تر  زیار ګاللو پورې؛ هغه بدلون، روښنایي، ویښتیا او سمون چې باید راغلی وای، رانغی، فکري، اصلاحي او تنویري نښې ډېر لږ ولیدل شوې. لیکوالو او ادیبانو، خوارۍ وکړې، شپې یې رڼې تېرې کړې، آن خپل ژوند یې د لیکوالۍ د ژمنې لپاره قربان کړئ، خو سمون ډېر ورو و. د مشروطه غوښتونکو د غورځنګ د هر غړي ژوند موږ او تاسو ته معلوم دی،  د ویښ زلمیانو ښکلي ملي ارمانونه او د هغوی د زړونو ماتېدل، … د پاچا خان (جدوجهد)، د پژواک د قلم رنګ، د الفت اخلاقي او د خادم فکري لارښوونو، د ابراهیم عطایي، خیبري، ملنګ جان او نورو هیلې پوره نشوې . ارواښاد مجروح دغې ټولنې ته داسې فلسفي- ادبي نښر وړاندې کړ، چې نړۍ ورباندې بحثونه وکړل، خو پښتنو ونه لوست. زموږ هر لیکوال له  خوشحال خان خټک، محمود طرزي، مولانا صالح محمد کندهاري، فخر افغان  او پژواک نیولې ، تر انیس، جویا، کشککي، استادکاظم آهنګ، بختاني، پرهېز، الفت، مجروح او قتیل او نورو پورې د ټولنې د سمون او د پښتون د بیداري په ارمان تورو خاورو ته کوز شول. پخوا وخت به پریږدو؛  دا تازه نويو کلونو کې د نصیر احمد احمدي په شان لیکوالو هڅو هم د ویښتیا او روڼتیا برخه کې ډېر لږ اغیز ونشو کولای، سره له دې چې یوویشتمه پیړۍ کې یاستو. [وای فریاد له درده کیږي!(رحمن بابا(رح))]. خدای وکړي زموږ په دې فریاد او ګېله لوستونکي خپه نشي. [وای چې نه وایم له غمه یې وایم]. دې قلم هم له غمه دا څو کرښې  ولیکلې.

زموږ داستاني ادبیات له هماغه پیله رسالتمن او متعهد وو.  لیکوالو لویه قرباني ورکړه، خو د ټولنې سمون، پښتنو کې یووالی، تعلیم او د نوي عصر تقاضاوو سره د ځان برابرولو هیلې لا هم ندي پوره.  داستاني ادب مو ښکلی او د درنښت وړ دی، خو د ټولنې شرایط او وضعیت دردوونکی دی.

ډېر قدرمن او معزز اینجنیر صاحب ! پوهیږم چې دا پوښتنه دې له زړه سوي کړې وه. ستاسو پوښتنه کې (د ټولنې بدلون) او( ټولنیز شرایط) ډېر درانه ټکي دي، خو زموږ د زړه پټ ټپونه دې راوسپړل، مالګه ورباندې ولوېده، پوښتنې دې قلم اړ کړ چې لوستونکو سره د زړه خواله او تر یوې اندازې له پښتنو ګیله وکړي.  اوس مو چې ګیله وکړه، بخښنه هم غواړم هیله ده څوک خپه نشي. 

مسعود: تاسو پښتو لرغوني داستاني ادبیات، چې د پښتو ادب یوه مهمه برخه ده څه ډول راپېژنئ؟ ښه به وي که د دغو ادبیاتو د تاریخي بهیر، سرچینې، مهمو پړاوونو، موضوع، منځپانګې او ځانګړتیاوو په تړاو او د دوی د مهمو او نوموتو لیکوالو د لنډې پېژندنې په اړه رڼا واچوئ. 

استاد دودیال: پښتو  لرغوني داستانونه د موضوع له پلوه توپیر سره لري. په هغو کې د آدم (ع) او بی بی حوا له نکلونو رانیولې، د پیغمبرانو داستانونه( لکه د یوسف زلیخا، یعقوب (ع)، داود(ع)  او بلقیس داستانونه… تر  سکندر پورې، د سلطان محمود او بهلول دانا تر هوتکي پاچایانو، بیا د هوښیارو وزیرانو تر کیسو، بیا یو شمیر د درویشانو، صوفیانو ، د جنګ او ټینګار روایتونه، د الف لیلی کیسو او د پند او عبرت حکایتونه، د زمري او ګیدړ داستانونه چې د زړروتیا او هوښیارۍ، مکاری او نورو پیغانونو لرونکي دي، حماسې ته ورته نکلونه، د دیوانو او پریانو او د کوه قاف داستانونه، د مینې داستانونه لکه د بدرۍ جمالې، شهو او دلي، طالب او ګل بشرې، مومن خان اوشیرینو او ډېر نور داستانونه. عجیبه ده چې دغو داستاني بیلګو کې هم د نړیوال لرغوني او کلاسیک داستاني ادب بیلګې شته او هم ملي او سیمه ییز. دا داستانونه له شفاهي بڼې ورو ورو په کتابونو کې خطاطی او تذهیب شول، هغو چې دیني او مذهبي بڼه لرله، زیات شهرت وموند، خو زیات نور یې هېر شول.  پخواني داستانونه یواځې د متن په بڼه نه، بلکې  زیات یې د مثنوي ګانو او منظومونو په بڼه را پاتې دي . داستاني مثنوي کې داستان ویونکي د یوې ثابتې قافیې په تکرار اړ ندي، بلکې  په نظم ډول  کولای شي په سلګونو یا زرګونو بیتونو کې داستان په ازادۍ سره وغځوي. په اوږدو رومانټیکو او رزمي داستانونو کې د پېښو تسلسل، کرکټر جوړونه، د پېښو روایت، تمثیل او د صحنو انځورول، مکالمې او د پېښو تفصیلي بیان حیرانوونکی و. خو معاصرو داستانې ادبیاتو له  هغو څخه ادبي او هنري ښکلا زده کړه، نثر یې وکاراوه.  زیات شمېر پخواني داستاني ادبیات اوس هېر دي، یواځې ارواښاد محمدګل نوري د سلګونو داستانو له جملې یو څو داستانونه درېو ټوکونو کې تدوین کړل چې له نېکه مرغه د بیلګې په توګه یې لرو. یو شمېر یې ښایي اوس هم د سپینږیرو په حافظه کې وي، خو له بده شامته چې زیاته برخه یې هېره شوې ده. 

مسعود: تاسو پښتو کلاسیک داستاني ادبیات، چې د پښتو ادب یوه مهمه برخه ده څه ډول راپېژنئ؟ 

استاد دودیال: سره له دې چې پښتو  کلاسیک داستاني ادبیات ( چې زموږ د فولکور مهمه برخه ده) د اوسنیو داستاني ځېلونو چوکاټ کې نه دي، خو د خوږوالي، تلوسې، کرکترونو، دیالوګونو او پېښو له پلوه ډېر ښکلي، هنرمندانه، جذاب او د اخلاقي، فکري، وطني، دیني او ملي منځپانګې لرونکي دي.  لږ شمېر یې په نظم او نور یې  په نثر تر موږ را پاتې دي، خو زیات شمیر یې نه دې ضبط او ثبت شوي، بلکې  هېر شوي دي. ښايي ځینو ته به داسې ښکاره شي چې د پښتو کلاسیکو داستاني ادبیاتو اهمیت د هغو  تاریخي  قدامت یاد  پخوانیو  پېښو په بیان کې دی، حال دا چې   تر دې هم د هغو زیات اهمیت د ژبې بډاینې، ادبي ښکلا، انځورونو، محتوا او پیغام کې ده. یو بل اهمیت یې  دا دی چې په دغو داستانو او نکلونو کې  د یو شمېر جغرافیایي سیمو  او قومونو نومونه راغلي دي، دا نومونه زموږ د جغرافیې تاریخ او د وروڼو قومونو ترمنځ وروري او نیک مناسبات ثابتوي. کله چې اوس د یوې سیمې په اړه پوښتنه پیدا کیږي، له دغو نکلونو څخه یې موږ زباتولای شو چې دې سیمه کې څوک و؟ او دا سیمه چیرې ده. د بیلګې په توګه په کلاسیک ادب کې له کشمیر سره د افغانانو تجارتي اړیکې ثابتیږي. ډېرو نکلونو کې کابل، کندهار، شالکوټ، ملتان، غور او دغسې بنو او تیرا پورې ټوله زموږ د نیکونو واحده سیمه او جغرافیه او په دې ټولو کې د خپلوي، اقتصادي معاملاتو او د کاروانو د تګ راتګ کیسې شته. 

د فردوسي شاهنمامه کې دوه ډوله نومونه راغلي دي؛ یو یې تاریخی او جغرافیایي دي، چې اوس یې هم پیژندلای شو، بل یې اساطیري. یو څو نومونه دا دي:  زابل او زابلستان، کابل او کابلستان، بخدي، سیستان، نیمروز، هري، غزنین، بُست، قندهار، بامیان، آموی، طالقان، غرچګان( اوسنی غور) او څو نور ځایونه. سلسال او شاه مامه کې دغه لرغونی نومونه راغلي دي: سورغر، پامیر، بخدي، لوګر، هیندوکوښ، پاروپامیزاد، کپروک، شیبر، بامیکان، ګربت غر، کاشغر، پنجهیر، سوات، هري، ساکستان، آریانا، سیکارام، ګندهارا، اوزبین او نور چې په دې کې د ځینو سیمو نومونه بدل شوي، خو نور یې زیاتره هغسې پاتې دي. د ارواښاد تورویانا او غوث خیبری کیسو کې هم  د څو سیمو جغرافیه او تاریخ یاد شوی دی.

کله چې موږ  د خپل کلاسیک ادب جوړښت، مانا، محتوا، اخلاقي، فکري او کلتوري اړخونه ګورو، ورته حیرانیږو.  زموږ نیکونو په ادبي او هنرمندانه توګه د خپل ژوند حالات، چاپیریال، د کور او کار لوښي او وسایل، ټولنیز وضعیت او تاریخي پېښې او تجربې موږ ته را پریښي دي.  دوی د خپل ژوند واقعیتونه د تخیل په  قوت په هنري متن بدل او یوه کمه برخه یې موږ ته راپاتې، خو ډېره برخه یې ناوړه پېښو له منځه وړې او هېره کړې ده، افسوس چی ډېره برخه یې ثبت شوی نه ده. دا چې راپاتې ده دا زموږ فرهنګي درون میراث دی. په دې مانا چې؛ پښتو کلاسیک  داستاني ادب یوازې د پخوانیو اثارو مجموعه نه ده، بلکې  زموږ د نیکونو د فکري، کلتوري او هنري حافظې او خلاقیت یوه ژوره برخه ده. د پښتو کلاسیک داستاني ادب پانګې یوه ځانګړتیا دا ده چې ځانګړې محلي تجربه په پراخه او لارښوونکې بڼه موږ ته راښيي. زموږ کلاسیک داستاني ادبیات تجارب او پندونه دي، زموږ د نیکونو د ژوند ترخه او خواږه دي،  معنوي ارزښتونه یې راته خوندي کړي دي، موږ  یې په اوریدو د خوښي احساس کوو، عواطف او احساس مو تخنوي، مو ږ  په نوستالیژې کې ډوبوي، د خیالونو  زانګوګانو کې مو  زنګوي، ژورو انساني آرمانو او د سولې او مینې الهام ، د پخلاینې، کار، کوښښ او د وطن د ساتنې لپاره د قربانۍ درسونه راکوي. په مجموع کې کلاسیک ادب د کلتور له تجربو څخه راپاتې شوی  میراث دی. پښتو داستاني کلاسیک ادبیات د ننني ادبي فکر د تاریخي حافظې او بنسټونو یوه مهمه برخه  او سرچینه ده.  موږ یې په همدې ډول پیژنو.

مسعود: ښه به وي که تاسو د پښتو په کلاسیکو داستاني ادبیاتو کې  د تاریخي بهیر، سرچینې، مهمو پړاوونو، مهمې ځانګړنې، داستاني توکي او عناصرو په تړاو خپل اندو لید راسره شریک کړئ؟

استاد دودیال: د پښتو داستاني ادبیاتو ریښه زموږ فولکلور او عامیانه نکلونو کې ده. دا د پښتو ادب هغه بډایه  زیرمه  او د الهام سرچینه ده چې د کیسو، روایتونو او تاریخي پېښو په بیانولو ولاړه ده. زموږ داستاني ادبیات په دوو برخو ویشل کېدای شي:  معاصره او له معاصرې دورې مخکې داستانی ادبیات.

ولسي داستانونه (منظوم او غیر منظوم) او معاصر داستاني ادب (نثر لکه لنډه کیسه،رومان او ناول) دواړه د بیلابیلو موضوعاتو لرونکي دي. داستاني ادبیات د پښتني ټولنې د تاریخ،اخلاقو، مېړانې، سړو-تودو پېښو، جنګونو، دښمنیو او مینې د انځورولو تر ټولو پیاوړې وسیله ګڼل کېږي.

د پښتو اوسمهالي(معاصر)داستاني ادب ریښې په شفاهي فولکلور کې دي. په پخوانیو وختونو کې د ادم خان او دُرخانۍ، فتح خان، بړيڅي،  کمال او رابیاجانې، نیکي او بدي، بارام خان، د مومن خان او شیرینۍ ، طالب او ګل بشرې، بدرۍ او سیف الملوک، پخوانیو خیالي پاچاهانو، دیوانو او پریانو… په څېر د پند، عبرت، صبر، زغم او د مینې کیسې چې زموږ د نیکونو او اناګانو په سینو کې خوندي وې، له هغوی څخه موږ ته راپاتې دي. راوروسته بیا د لیلا مجنون او یوسف زلیخا کیسې او یو څو دیني نکلونه هم پښتو ته راغلي او  زموږ خلکو کې مشهوره شوي دي. ځینې نکلونه د بدلو او نظم په بڼه اودل شوي(چې  عوام یې داستان بولي) دا د هېواد بېلابېلو سیمو کې یو بل سره په لږ توپیر راپاتې دي. د دغو (داستانو) څو بیلګې د راډیو په جوړیدو سره، راډیو کې هم ضبط او ثبت شوي دي. ګلکی(ګل محمد ولسي سندرغاړی)، محمدخان، منور او څو نورو سندرغاړو دا داستانونه محلي موسیقي سره راډیو کې ثبت کړي دي. د دیو او پري ، پیرانو او پېریانو، زیارتونو، جنګونو ، هدیرو، ژرندو، غرونو او دښتو نکلونه هم لرو. د تاریخي څېړنو په ترسره کولو سره ثابته شوه چې پښتنو د حماسو او داستانونو د ویلو لرغونی دود درلود.  تر دوه- درې نسله پخوا پورې  دا ډول نکلونه ویل کېدل. له دی پړاو وروسته، معاصر پړاو ته راځو.

په معاصر دور کې، پښتو داستاني ادبیاتو له نظم څخه نثر ته مخه کړه. د لنډو کیسو او ناولونو لیکل پیل شول چې پکې ټولنیز اصلاحات، په ټولنه کې د واکمنو فیوډالي مناسباتو، د خان او ملک، مړي- ژوندي دود- دستور، ملي مبارزو، د استعمار ضد سرغندنو او بیا د دیموکراتیکو ارزښتونو ننګه، ښوونه اوروزنه او د ټولنیزو ریفورمونو موضوعات رانغښتل شوي دي. د معاصرو داستاني ادبیاتو بحث مو په زړه پورې دی دوام به ورکړو. 

مسعود: په پښتو کلاسیکو ادبیاتو کې څو نوموتي داستانونه ډېر شهرت لري. لکه: د آدم خان او درخانۍ داستان، د یوسف خان او شیر بانو داستان، د موسی خان، جنتۍ او ګل مکۍ داستان، د ګل صنوبر داستان د کمال خان او رابیا داستان. د دغو داستانونو د ادبي، هنري منځپانګې، موضوع، موخه او پیغام په اړه او د ټولنیزو ستونزو او خنډونو په تړاو ستاسو ارزونه څه ده.

استاد دودیال: زموږ کلاسیکو ادبیاتو کې نه یواځې د مینې او مینتابه نکلونه، بلکې د بهادرۍ، نیکي کولو، زغم، نیاو، د وطن د ساتنې او میړانې نکلونه هم شته. د مومن خان نکل یا د نیکي او بدي د نکلونو سلسله د پند او عبرت نکلونه دي. د بهلول دانا او حکیم جالینوس نکلونه د حکمت محتوا لري، د داود عیه السلام او بلقیس، د یوسف او زلیخا او د شام او کنعان نکلونه هم پښتو ته راغلي وو او ویل کیدل به.  په دې ټولو کې د مینې د موضوعاتو نکلونه لکه آدم خان او درخانۍ داستان، د یوسف خان او شیر بانو داستان، د موسی خان، جنتۍ او ګل مکۍ داستان، د ګل صنوبر داستان او یو څو نور ډېر ویل کېدل.

مسعود: د پښتو کلاسیکو ادبیاتو په برخه کې داسې داستاني نښیرونه شته چې یوازې د کیسې له پلوه نه، بلکې د اخلاقو، مینې، عرفان، حماسې، ټولنیز ارزښتونو او انساني شخصیت له پلوه هم ژور اغېز لري. د بېلګې په توګه: د یوسف او زلیخا داستان( یوڅو بیلګې مو مخکنیو پوښتنو کې یادې کړې)، مومن خان او شرینو، آدم خان او درخانۍ، شرین او فرهاد، لیلا او مجنون، او… د ولسي عاشقانه روایتونو لړۍ، شاه و ګدا، فولکلوري حماسي داستانونه: لکه د ملا مست، د میرویس، احمدشاه بابا، یوسف خان او شیر بانو، ایمل خان او نورو اتلانو ولسي روایتونه، حماسي او عشقي داستانونه او داسې نور. تاسو د دغو داستانونو او کیسو ځانګړتیاوې، اصلي موضوع، ادبي او فکري ارزښت، اخلاقي، ټولنیز، پښتني او انساني ارزښتونه، د آزادۍ، مېړانې او وطنپالنې پیغامونه څه ډول ارزوئ.

استاد دودیال:

یقییناً؛ لږ مخکی د ړومبنۍ پوښتنې ځوابولو کې مې هم کوښښ وکړ چې د فولکلوریکو نکلونو او پخوانیو کیسو د موضوعاتو  رنګارنګي او متنوع  مسایل روښانه کړم. تاسو چې په دغه پوښتنه کې نورې بیلګې هم یادې کړی، خبره لږ نوره هم رڼه شوه. زموږ ټول شفاهی ادبیات د اخلاقو او فکري روزنې ترڅنګ راز راز نور اړخونه هم لري. دا چې دپیړیو په پوړیو کې په یاد پاتې دي او له  یوه نسله څخه بل ته په میراث رسیدلي دي، د دې مانا لري چې د پیغام له پلوه  د  لوړ ارزښت لرونکي دي، که یې ارزښت نه درلودای، تر نن ورځې به نه و راپاتې. آن هغه برخه یې  چې نده ثبت شوی او هېره یا د هېریدو په حال کې ده، دهغو لپاره هم  افسوس کوو چې کاشکې مو خوندي او ثبت کړی وای. 

مسعود: په پښتو ادبیاتو کې ډېری کلاسیک داستانونه منظوم دي، یانې کیسه د شعر په ژبه بیان شوې ده. د خوشحال خان خټک او رحمان بابا په نښیرونو(آثارو) کې داسې تاریخي روایتونه، حکایتونه،  انساني او اخلاقي ارزښتونه، موضواعات، مفاهیم او ادبي پیغامونه شته، چې د کلاسیک داستاني ادب له فکري نړۍ سره نږدې اړیکې لري. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ؟

استاد دودیال: دا واقعیت دی چې یو شمیر زاړه  داستانونه په نظم کې راغلي دي. دې ته منظوم داستان ویل کیږي.  دا نه یواځې کلاسیک ادب کې، بلکې دې وروستیو کې یې هم بیلګې وینو .

مسعود: پښتو کلاسیک داستاني ادبیات یوازې د مینې کیسې نه دي؛ بلکې د پښتني ټولنې حافظه، کلتور، اخلاقو، دودونو، ټولنیزو اړیکو، وطنپالنې، اتلولۍ، آزادۍ، ټولنیز پازوالي او مسوُلیت او معنوي ارزښتونو ادبي انځور هم وړاندې کوي. ستاسو ارزونه په دې تړاو څه ده؟

استاد دودیال: د هغو داستانو  نومونه  تاسو مخکې یاد کړل چې موضوع یې مینه وه، خو ډېر نور داستاني آثار لرو چې  تاریخي پېښې بیانوي، د حکیمانو د حکمت، د سوداګرو د سوداګري او د ژوند نور اړخونه یې  بیان کړي دي لکه د شپېتو بړېڅو نکل، د الدین د څراخ نکل، دبیربل نکلونه، ناصرخان او د هغه سره اوښان. بېرم خان(بهرام) او د هغه د دوران پېښې او آن د آدم او حوا.  دا وروستي مثالونه د مینې د کیسو نه دي ، بلکې د ژوند د نورو اړخونو بیانوونکي دي.  

مسعود: په پښتو ولسي، فولکلور او شفاهي ادب کې د ډېرو ټپو تر شا د مینې، بېلتون، جګړې، کډوالۍ او هجرت، پښتني او ټولنیز ژوند داستانونه او همداسې د پښتو متلونو او ولسي حکایتونو شتون، چې د یوې پېښې له لارې اخلاقي یا ټولنیز لوست او درس وړاندې کوي. تاسو په دې تړاو څه لید لرئ؟

استاد دودیال: دپښتو ژبې فولکلور  تر ټولو  لویه برخه اخلاقي او د ټولنیزو غوره اوصافو بیان ته وقف شوی ده.  زموږ  او تاسو دین لله الحمد د اسلام مبارک دین دی. اسلام نېکو اخلاقو ته اوچت ارزښت ورکوي.  پښتو او پښتنو ته اخلاق او انساني عالی سجایا د زرتښت له مهاله د (نقش فی الحجر) په شان پاتې  دي. د اسلام د سپېڅلي دین په راتګ پښتنو نه یواځې دا چې  اسلام ومانه،  بلکې  د دغه سپیڅلي دین لپاره یې پوره کار او مجاهدت هم وکړ. دا ځکه چې  اسلامي احکام کټ مټ او هو به هو  پښتني ارزښتونو سره  تطابق درلود. د دوی د مجاهدت بیلګې به وروستیو څلور-پینځه سوه کلونو کې  را یادې کړو: روښان پیر او روښاني نهضت یو معنوي او اخلاقي، د آزادي، برابري او مساواتو پالونکی حرکت و چې له هندوستان څخه تر افغانستان او مرکزي آسیا  پورې یې  مریدان او مخلصان لرل. د بایزید انصاري آثار چې په څلورو ژبو(دري، پښتو، هندي او عربي)  یې  لیکلي وو، دغو سیمو کې خلکو لوستل، ورپسې حاجي میرویس نیکه،  احمد شاه بابا، سیدجمالدین افغان او تر  باچاحان ټولو د پښتني کودونو او اخلاقي مجموعې سره د اسلام احکام توصیه کول. د پښتنو د نامتو مشر  افضل خان لالا خبره بیخي پرځای ده چې ویلي یې و(.. پښتانه فطرتاً  مسلمان او د منزه  سیرت لرونکي دي). 

کله چې دوی زرګونه کاله ثبات لرونکی ژوند درلود، له خپلو اصلي سیمو څخه نه وو بېځایه شوي او د ځبېښاک او استخباراتو لاسوهنې نه وې، دوی تل اخلاق او انساني عالي سجایاوو  رعایت کړی دی، نو د پښتو ولسي، فولکلور او شفاهي ادب کې نکلونو او ولسي داستانونو د نورو موضوعاتو ترڅنګ؛  اخلاقي  او ټولنیز لوستونه، پندونه او د عبرت پیغامونه لرل  او تر نن ورځې یې نویو نسلونو ته دا درس وړاندې کړی دی. 

مسعود: د پښتو په وګړني  ادب (نثر او نظم) کې ډېرې داسې بېلګې او نمونې شته چې د تېرې زمانې کړه وړه، دودونه او رواجونه، انګېرنې او روایتونه موږ ته په ګوته کوي، چې موږ په دې لړ کې  نکل، نارې، چاربیتې، بدلې، بګتۍ ،لوبې، داستانونه او کیسې (فولکوریک نثر او نظم)، د مروتو کسرونه، ازاد ولسي شعرونه، د اتڼ نارې، د ښادۍ بدلې د میندو سندرې، د هوتکو نارې، د کاکړۍ او نورې یادولای شو.که چېرې د یادشوي وګړني ادب هره بېلګه وڅېړو نو ارومرو پکې یو ډول  کیسه تر سترګو کیږي. تاسې د دغو ملي او وګړني ادب د بېلابېلو بېلکو کیسې او نکلونه څه ډول ارزوئ او د دغو ملي او وګړني ادب د کیسو او نکلونو سایکلوژیک او رواني حالت، اروایي، معنوي، ادبي او ولسي ارزښت څرنګه څېړئ؟

استاد دودیال: لږ مخکې د ېوې بلې پوښتنه په ترڅ کې ېادونه وشوه چې ډېر متلونه او  لنډۍ خامخا یوه کیسه لري او  له کیسو څخه جوړ او را پاتې دي. کیسو خلک اړ ایستلي چې په هغو، د هغو په اتلانو، د هغو په پایلو او علتونو فکر وکړي او بیا د متل،  چاربیتې، بګتۍ یا د لنډۍ په بڼه هغه ضبط کړي. آن دا چې تازه وختونو کې چې راډیو او د ثبت وسایل رامنځته شول، زیات شمېر پخواني داستانونه سندرو سره وویل شول. د بیلګې په توګه دغه لاندې سندره په خپله یو لرغوني کیسه لري:

محبت اول آسانه په نظر راغی          –          په آخر کې مې نصیب خون جګر راغی

تل زه هیر انسان، خجل تر هره سیاله شوم-  د عشق کښت چې مې کاوه دا یې ثمر راغی

تصور کې د شیرینې ناخبره وم –      د فرهاد دیتشې وارې مې پر سر راغی….

د توره جان، د کونړ د غلام محمد، رادوجان، فرحت په تبۍ تور، ملامحمد جان سندرې هریوه یې یو داستان لري. نو ستاسو پوښته بیخي سمه ده. په دې سندرو، چاربیتو او کاکړیو کې د اصلي تېر شوي داستان درد، آرمان، غم او اثر ښکاري. هغه ارزښت چې لري یې دفولکلوریستانو د څېړنې موضوع ده او ولس دغو ارزښتونو ته په درناوي سره دا ډول موضوعات خپلو ذهنونو، حافظه او سینه کې ساتلي دي.

مسعود: هغه نکلونه او کیسې چې تر اوسه کومو شاعرانو نظم کړي دي  او له ساز او اواز سره زمزه کیږي  عشقي، جنګي، مذهبي او حماسي رنګ لري  چې د بېلګې په توګه د مومن خان او شیرینو داستان، د لیلا او مجنون کیسه، د نمرود کیسه، د حضرت علي جنګنامه، د ممتاز شهزاده او بوقلمون کیسه، د نیکه داستان، د امامانو کیسه، د یوسف او زلیخا کیسه، د ګل مکی او شیر بانو کیسه  او بې شمېره نورې کیسې په پښتو ژبه کې نظم شوي دي. تاسې د دغو کیسو د مضمون، موضوع، منځپانګې په تړاو څه لید لرئ او د دغو کیسو او نکلونو موخه، وګړني، هنري او ادبي، معنوي او رواني ارزښتونه څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: کله چې یو هنر په بل سره التباس مومي، رنګ او خوند یې نور هم ښایسته کیږي، لکه غوړي لا غوړ. کیسه او روایت یوه معنوي شتمني او کله چې دا په نظم او سندرو کې له نورو هنري صنایعو سره سینګار شي، کیفیت یې نور هم اوچتیږي. 

مسعود: په کلاسیکو داستاني ادبیاتو کې د اخلاقو او معنویت ارزښتونه څه ډول ارزوئ؟ 

استاد دودیال: په زغرده ویلای شو چې زموږ  کلاسیک داستاني ادبیات له دې ډول ( اخلاقي او معنوي) ارزښتونو  څخه چې تاسو یاد کړل، مالامال وو.  د پښتو کلاسیکو داستاني ادبیاتو ارزښت په دې کې و چې زموږ د هیواد د تمدن، اقتصادي آبادي، سوداګري، د خلکو د فکري تومنې، زموږ د پخواني نسل هنري، ټولنیزې او انساني تجربې یې تر موږ پورې را رسولي دي. موضوعات یې د اوسني ژوند تر موضوعاتو هم  رنګارنګ او پیچلي دي.  دا ځکه چې هغه وخت انسان له راز راز طبیعي پېښو، ساده تخنیک او ستونزمنو شپو-ورځو سره مخامخ وو. نوي تخنیک او رفاه ژوند ساده او آسانه کړ، اوس تکنالوژي  او نوې آسانتیاوې د پخواني ستونزمن ژوند په پرتله جوړه مړۍ زموږ خولې ته رارسوي، خو پخوا ژوند ستونزمن او فزیکي کارونه سخت وو. دغو داستانو کې د ژوند او مرګ، کار، مینې، جګړې او سولې، پاچایانو، وزیرانو، بزګرانو او د زمکو د مالکانو حاکمیت او ورسره د نیکو خلکو عادلانه مبارزې او بالاخره د اخلاقو او انساني کرامت په څېر تلپاتې انساني مسئلو ځای درلود. د کلاسیکو داستاني ادبیاتو مخیل هنري ځواک، فکري ژورتیا، ښکلی جوړښت موږ ته الهام بخښونکی دی. باید زموږ نوی نسل یې ولولي، ورڅخه خوند واخلي، ورڅخه زده کړه وکړي او هغسې احساس او عواطف ځان کې وروزي.  

مسعود: تاسو د پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو، تاریخي بهیر، سرچینې او مهم پړاوونه څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: په زړه پورې ده؛  څومره چې زموږ فولکوریک داستانونه د لرغونو وختونو روایات او لوړې- ژورې  راته بیانوي، څومره چې ولسي نکلونه  راز راز پېښې راته وایي او په وطنونو مو ګرځوي، هومره  هم حیرانوونکي، د تاریخ سپړونکي، هنرمندانه، د جادويي اغېز لرونکي او خواږه دي.  همداسې هم د کلاسیک دور منظوم داستانونه، بیا معاصر داستاني ادب ښکلی او په زړه پورې دي. د دغو کیسو اورېدو ته زموږ تنده نه ماتېدونکې ده. ډېرې کیسې او روایات، په تېره بیا هغه چې تاریخي او مذهبي اړخ لري، شرقي ادب کې ګډ او سره ورته دي. په شرقي ادب کې کيسه په بېل فورم کې له پخوا نه موجوده وه.  ختیځوال له پېړیو پېړیو داستاني ادب سره  له پخوا بوخت پاتې شوي دي.  په آريايي اثارو کې له ميلاده دوه زره کاله وړاندې د (پانچاتنتارا يا پانچا کيانه) په نامه کيسې موجودې وې ، چې تر  اوسه پورې د نړۍ په بېلابېلو ژبو ژباړل شوې دي  او د يادو کيسو پښتو ژباړه له ننه شاوخوا درې سوه کاله وړاندې په ۱۲۲۸سپوږميز کال افضل خان خټک  کړې وه،  له هغه  وروسته  بېلابېلو وختونو کې يې درې یا څلور نورې ژباړې هم شوي دي.  

له ژباړو پرته؛ په خپله پښتو لرغوني کیسې هم له یو نسل بل ته په میراٍث پاتې دي. لرغوني او کلاسیک نکلونه، حکایات او کیسې په شفاهي توګه سینه په سینه تر موږ رارسېدلي دي، له نیکه مرغه اوس یې  یو شمېر مطبوعاتو په لیکلي بڼه خوندي کړي دي. 

که له شفاهی کیسو او داستانونو تېر شو او لیکلو آثارو ته راشو، نو وایو چې: 

پښتو معاصر ادب کې د داستاني ادب، د دریو لویو او نامتو فورمونو(ځېلونو) یعنې لندې کیسې، ناول او رومان له ډلې، لنډه کیسه لومړی  دود شوه.

 پښتو ادب ته د لنډې کيسې راتګ کې  د اردو ژبې کیسې او آثار اغیزمن بلل کیږي. په دې اړه ځينې څېړونکي  وایي چې  له اردو ادب (د پريم چند له کيسو) څخه، لنډه کیسه پښتو ادب ته راغلې ده . څومره چې موږ ته ښکاري په پښتو ادب کې لومړنۍ دوه لنډې کيسې (کونډه نجلۍ او شلېدلې پڼه ) نامتو دي، خو  دا چې کومه یوه مخکې او کومه دوهمه وه، په دې کې یوڅه دقت په کار دی:

  د  ارواښاد تقويم الحق کاکاخېل د پښتو داستاني اثارو د کرونولوژيک فهرست له مخې ویلای شو چې د مرحوم سيد راحت زاخېلي  (شلېدلې پڼه ) چې په د ۱۹۰۸ م. کال کې لیکل شوې ده، پښتو لومړنۍ لنډه کیسه وه. په همدې خاطر ځینو طنازو څیړونکو مشهوره کړې ده چې: 

پښتو ته لنډه کیسه په شلېدلې پڼه کې راغلی ده ! خو ګړندی او بریالی مزل یې وکړ.

شلېدلی پڼه هغه وخت ولیکل شوه چې د شلمې پېړۍ لومړۍ لسيزه وه. 

په لويديځ کې د لنډو کيسو لومړۍ ټولګه د نولسمې پېړۍ په دويمه لسيزه کې (۱۸۱۴-   ۱۸۱۸م.)کلونو ترمنځ، جرمني کيسه ليکوال راټي ډبليوهوفمين خپره کړه. ورپسې امريکايي دارونـــګ په( ۱۸۱۹ – ۱۹۲۰م.) کې (The short stories ) کیسې خپرې کړې .امریکایې لیکوال(ادګار الن پو) په ۱۸۴۲م. کال کې لنډې کیسې ته يو لړ ځانګړي اصول وړاندې کړل چې  د دغو اصولو له مخې معاصره لنډه کيسه له نورو داستاني فُرمونو څخه توپير شوه .لویدیز کې څه کم سل کاله مخکې په انګلیسي او نورو اروپایي ژبو د معاصر فن او تخنیک سره سم، لنډې کیسې ولیکل شوې. د طباعت او چاپ د آسانتیاوو په زیاتېدو سره او د نولسمې پیړۍ په بهیر کې امریکا او اروپا کې لنډې کیسې چاپ او خلکو په مینه لوستلې. پښتو لومړنی لنډه کیسه  د شلمې پیړۍ لومړیو کې  په چاپي اثارو کې  راغله . یو شمېر نور ليکوال وایي چې (کونډه نجلۍ ) تر (شلېدلې پڼه ) لنډې کيسې  يو کال مشره ده(سره له دې چې د دې دوو کیسو وړاندې- وروسته والی ډېر مهم نه دی) . د کاکا خېل د څېړنې پر بنسټ ځينې وايي چې پښتو ادب ته مخکې له دې چې په اردو ادب کې منشي پرېم چند پر کيسه ليکلو لاس پورې کړي، لنډه کيسه لیکل شوې وه.

 په هر حال په پښتو ادب کې د لنډې کيسې د پيلامې وياړ مرحوم زاخېلي صيب ګټلی دی . وروسته د شلمې پېړۍ د درېيمې لسيزې په نيمايي۱۹۲۶م. کال په (افغان) مجله کې د ابولمعاني ازاد (د يوه مړي پيغام ) او د سربلند خان د (نواب صيب آشنا يي ) لنډې کيسې خپرې شوې او په دغو مخکښانو کې د ادریس خان نوم هم راځي. وروسته بیا کوزه پښتونخوا کې د سید مهدي شاه مهدي په شان کیسه لیکوال را میدان ته شول چې داستاني ادب یې نه یواځې له فني اړخه، بلکې د محتوا او مقصدیت له پلوه اوچت دریځ ته ورساو.

 بره پښتیخا کې کیسه له شمس النهار اخبار پیل شوه، وروسته لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي په ۱۳۱۲ ل.( ۱۹۳۳م.) کال کې د طلوع افغان په کلنۍ کې د (سرو زرو ګېندتوب) تر سرليک لاندې يوه داستاني طرح خپره کړه چې د لنډې کيسې څرکونه پکې لګېدل.  درې کاله وروسته بيا هم لوی استاد علامه عبدالحی حبيبي د (توريالۍ پښتنه  ۱۹۳۶م.) په نامه يوه حماسي کيسه خپره کړه چې د يوې بشپړې لنډې کيسې  بېلګه  يې ګڼلای شو. وروسته ګڼ شمېر ژباړلې کيسې خپرې شوې او ليکوالانو پر لنډه کيسه ليکلو لاس پورې کړ. په دري ژبه کې لومړنۍ کیسه ارواښاد نجیب تورویانا (۱۹۱۴م.-۲۰۲۴م.)ولیکلې چې تاریخي او حماسي بڼې یې  لرلې لکه (اوشاس)، (مرګ محمد)،(فرزند رویګر)،( آخرین خوارزمشاه)،(قبه خضرا) او(هیرمند)..  د ارواښاد  غوث خیبري تاریخي او حماسي کیسې لکه ابدالي توره، د اور لمبه، د کندهار ناوې، اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر،  یا د پژواک تاریخي داستاني آثار او نور مثالونه.

د  پښتو لنډې کیسې پیل پېښور کې وشو، کله چې بره پښتیخا کې مطبوعات پراخ او له کابل څخه نیولې تر ولایتونو مجلې او اخبارونه نشر شول، ډېرو لیکوالو لنډې کیسې ولیکلې چې د یو شمېر نومونه دا دي: عبدالحی حبیبي، نورمحمد تره کي، سلیمان لایق، غوث شهامت خیبري، عبدالرووف قتیل خوږیاڼي، امین افغانپور، سعدالدین شپون ، محمد صديق پسرلی، زړه سواند شینواری، مصطفی جهاد او یو څو نور پخواني او وفات شوي لیکوالان.  په اوسنیو لیکوالو کې اکبرکرګر، بریالی باجوړی، ایمل پسرلی، عبدالوکيل سوله مل شينواری، اکبر بری، محمود نظري، خالق رشید، زرین انځور، ابراهیم سپېڅلی، حفیظ الله تراب، نصیر احمدی او ډېر نور. له لنډې کیسې وروسته  ناول لیکل هم پر مخ ولاړل.  نن ورځ کوزه پښتونخا او بره ؛ دواړو کې ډېر زیات لیکوال لرو چې لنډې کیسې او ناول لیکي او  زیات شمېر د لنډو کیسو ټولګې او ناولونه  خپاره شوي دي. 

کېدای شي چې د قلم، کاروبار او حرفو یوه ځانګړنه دا وي چې پکې بوخت کسان باید حتماً حرفوي وي او د مسلکي زده کړو په لرلو سره یې (فیلدfield) مربوطه بوختیا وي، خو عجیبه داده چې پورته درنو ذواتو کې یو څو تنه د ادبیاتو مسلکي نه دي او نه یې  د کار ساحه (فیلد) وه، خو ډېرې معیاري او ښکلې لنډې کیسې او ناولونه یې  لیکلي دي.  نو دا ثابتیږي چې ادبي تخلیق کې تر مسلکي زده کړو علاقه، استعداد، ذوق او ښکلا پېژندنه مهمه ده، که مسلکي زده کړې او آفاقي مطالعه ورسره ولري، نو غوړي لا غوړ. تجربو وښوده چې د داستاني ادبیاتو یو شمېر بریالیو لیکوالو بهرني او ملي ادبیات په مینه لوستي، د لیکلو پوره مشق او تمرین یې کړی، ریاضت یې ګاللی  او بیا یې چې قلم ته لاس وروړی، نو ډېر ښکلي ادبي تخلیقات یې کړي دي. 

د پوښتنې بله برخه مو هم په زړه پورې ده. باید ووایو چې: انسان په فطري ډول د کيسې اورولو او اورېدلو ذوق لري.  کیسو ته د غوږ نیولو تنده کوچنیانو او لویانو کې یو شانته ده. په همدې خاطر لنډه کیسه یوه ادبي ګلدسته ده. لنډه کيسه د اوسني پرمختللي عصر زېږنده او پيداوار دی ،څومره چې بشري ټولنې له يوې ورځې څخه بلې ته په ذهني او مادي لحاظ د پرمختګ پړاوونه وهلي په هماغه اندازه د انسانانو ضرورتونه او مصروفيتونه هم زيات شوي دي ، پرونی انسان چې یوڅه وزګار وختونه يې لرل او د ژمي اوږدې شپې به يې د مينې او محبت په روماني ناولونو، د جنګونو او ننګونو په حماسو او د ښاپېريانو او ديوانو په خيالي اوږدو کيسو په لوستلو او اورېدلو سبا کولې او له هغو څخه به يې خوند، پندونه او یوه غوره پایله ترلاسه کوله، سوچ به یې ورباندې کاو او خپله د کيسې اورېدنې تنده به يې پرې خړوبوله. نن ورځ داستاني ادبیات ایجادول، لوستل، خپرول او ټولنه ورباندې عادت کول، د نوي تمدن یوه بیلګه ده. زیاتره کیسې تربیتي او معلوماتي بڼه لري، لوستونکی غور او تعمُق ته رابولي، یو شمېر نورې کیسې د ارادې دپیاوړتیا لامل کیږي، ځېنې نورې بیا آن د رواني علاج په توګه اغیزمنې وي. دا نه یواځې زموږ او تاسو هېواد کې، بلکې ډېرو نورو هیوادو کې هم همداسې و، خو د اوسني عصر انسان د صعنتي ژوند په بهير کې د ډېرو مصروفيتونو او بوختياوو له کبله ستومان انسان داستاني ادب ته د تفریح په توګه مراجعه کوي. دا چې د کيسو يا پېښو اورېدنه، متلذذ کېدل او ادبي تنده ماتول او روحي تسل موندل، یو څو شیبې له کیسو خوند اخیستل، کیسه لوستل او ځان پرې پوهونه د انساني ذهن فطري غوښتنه ده او د بشر د روحي تسکين لپاره همېشه د يوې مهمې اړتيا په توګه محسوسيږي، نو نوي داستاني ادبیات دوام لري او لاهم د خلکو تنده ورته شته او وي به.

مسعود: تاسو د پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو مهمې ځانګړنې، منځپانګه، موضوع، اصلي مفکوره، ادبي، هنري، انساني، پښتني او ټولنیز ارزښت او پیغام څنګه څېړئ؟

استاد دودیال: د پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو لومړۍ ځانګړنه دا وه چې   ملي ارزښتونه او ملي هویت ځلول یې را ونغاړل.  د ښکېلاک په وړاندې  یې  د افغان ولس  زړوره  مبارزه او حماسي پېښې او د ملي اتلانو  اتلولۍ ثبت او توصیف کړې، ورسره یو ځای یې د خلکو د بیوزلی انځور وړاندې او د افغاني فیوډالي ټولنې د طبقاتي ژوند ریالیست ادبیات شول.  ناوړه دودنه یې و غندل  او استیتیکي ذوق ته  یې وده ورکړه، خلک یې سیاست سره آشنا او آن دا چې افغاني وروسته پاتې ټولنه کې یې سیاسي مسایلو کې د خلکو ګډون ته جرات او زړروتیا ورکړه، د ولسونو ترمنځ یې  یووالي ته لاره جوړه کړه، د ادبي ذوق روزنه کې یې ونډه ترسره کړه، افغانان یې  نړیوال کلتور سره آشنا کړل. مینه یې وستایله او کرکه یې وغندله. زموږ لرغوني شفاهي او ولسي ادب ته یې د زربفتو نوې شال ورپه سر او د فولکلور ځینې برخې  یې  له هېریدو وژغورلې، پښتو ادب یې د نړۍ ادب سره  سیال کېدو ته نږدې کړ. 

مسعود: د پښتو  معاصر داستاني ادب په بهیر کې،  د لرو بر پښتونخوا ګڼو لیکوالو او کیسه لیکونکو د پښتو داستاني نثر د ودې او پراختیا په برخه کې د پام وړ ونډه لرلې ده. ښه به وي که تاسو د دغو نوموتو لیکوالو د پېژندنې په تړاو او د دوی د مهمو او اعېزناکو نښرونو(آثارو) په اړه خپل لید راسره شریک کړئ.

استاد دودیال: ویل کیږي چې  پښتو  لومړنی ناول د (نقش نګین)  په نوم ژباړل شوی ناول و.  د هنري او ادبي آثارو ژباړه هم هنر دی.  دا ډېره ښه خبره ده چې  آثار  پښتو ژبې ته او  له پښتو  نورو ژبو ته وژباړل شي.  د  لومړني لیکل شوي ناول د ليکلو وياړ سيد راحت زاخېلي ته  ورګرځي.  سید راحت زاخیلي د پښتو داستاني نثر  د لیکلو او ژباړې سرلاری و. ده پر١٩١٢م. کې د “ماه رخ، نتيجۀ عشق”. د مینې ناول لیکلی چې  کيسه یې تقریباً واقعي ده. ورپسې پر ١٩٣٩م. کال کې نور محمد تره کي يو سياسي او فکري ناول په “کابل” مجله کې د “بې تربيته ځوى” خپور کړ،  خو  دا دواړه له فني  پلوه او د ناول د عناصرو د نه پوره والي له امله  معیاري نه وو، خو لومړني وو.

هغه لومړنی پښتو ناول  چې د فن او تيکنيک له مخه  معیاري او بشپړ و، د صاحبزاده محمد ادريس د “پېغله” په نوم   و چې په ١٩٥٠م. کې  یې  بشپړ  او خپور کړ . دا   د مینې  کیسه ده چې  هم تلوسه لري، هم منظرې او  دیالوګونه، په دې کې له  سایکالوجیکي پلوه  جذبات او احساسات هم څرګند دي. فزیکی کړه وړه یې هم  طبیعي دي چې هنرمندانه  پرداس ور کړل شوی دی.  ورپسې دعبدالله جان اسير  د “درسِ عبرت” نوم  راځی چې  د هغه وخت د کوزو پښتنو ژوند یې  انځور کړی دی. بېرته به کابل ته راشو: د غوث خيبري تاريخي ډوله ناول “د ابدالي توره” په کال  ١٩٥٦م.  کې خپور شو.  کوزې خواته پر ١٩٥٧م.  کې د اشرف دراني عاشقانه ناول “زرکې سترګې” چاپ شو. دې پسې  وروسته د حمزه شینواري نوم  راځي چې هغه داستاني ادب کې ملي، سياسي، تعليمي، تصوفي او فلسفيانه مسایل و نغاړل.  حمزه لکه د شعر (غزل) په شان فلم، ډرامه او داستاني آثارو کې  ژمنتیا ته ځای ورکړ. وروسته بیا  د میلادي  پېړۍ  شپېتمه لسیزه کې د رشید علي دهقان “د سرو تعويذ”، د محمد ابراهيم شبنم “خواښې نږور” او “اجړه” او د روغ لېوني “چرسي”  ناولونه چاپ شول. 

د شلمې پېړۍ اوومه لسيزه د کمیت او کیفیت له پلوه د پښتو داستاني ادبیاتو د ځلا او ښکلا دوره   وه.  ميا سيد رسول رسا،  د بنو غازي سيال، شېرزمان طايزى،  نورمحمد تره کى، د سوات رحيم شاه رحيم، پاينده محمد خان،  شيرين زاده خدوخېل او  غلام حبيب افغاني، محمد حسن خليل، سعدالدین شپون، خیبري، امین افغانپور، سلمى شاهين ،ع.ا.محک، زرین انځور ، اسیر منګل، ننګیال، آصفه عمرلور، کرګر، ن. ا.احمدي، ارش ننګیال، خ. رشید، تراب، طاهر اپريدي، ا. پسرلی، امان الله ساهو، عقاب خټک، مصطفی سالک، عبدالباری جهانی ،  شېرحمد شېر، ساغر افريدي، د عبدالبصير زخمي، پرويز شيخ، ميا مکمل شاه، محمد ظريف خان، محمد اعظم ملازو، خيرالحکيم حکيمزي، دلسوز خټک، تاج سعيد خټک،  مجاوراحمد زيار، کبرا مظهري، صفيه حليم او نورو درنو لیکوالو پښتو ناولونه ولیکل(ځان په هیڅ صورت دعفوی وړ نه بولم چې د موضوع د اوږدوالي په خاطر مې د ډیرو حقدارو لیکوالو نومونه ونه لیکل، بل وخت به ان شااله د ټول حق ادا کړم).  پښتو لنډې کیسې او د لنډو کیسو ټولګې هم  لرو، چې شمېر یې زیات دی، خو د ځینو پښتو ناولونو نومونه دا دي: ګل خان،امانت، میخانه،  رحمان کورونه، غونډى، وادۀ ونۀ شو، بې تر بيته ځوى، څړه، د بنګ مسافري ، سپين،  سنګسار ، موچي، ښاپېرۍ، مينه او فرض، ناوې، غشى، بنزي، ابدالي توره، هغه وژړل، یو کارتوس به ځانته ساتم،   کۀ رڼا شوه ، لوی بوټان، کاڼو کې رګونه ، ترله، راجګڼه،  بي بي مبارکه، سکندر اعظم، د مینې ډالۍ، دشت لوط مسافر، دا خو مینه نه وه،  غازيان، موږ بېرته خپل کلي ته ځو، ګټیالی، شین ټاغی، و نه و یو شپون و، د خلکو د آرمان سپېلنی، زمرده، قوماندان، ګوندي بیا به ښې ورځې راشي، د تخت غمی، په وزرونو سوي پتنګان، سیوری، نیکه، ولسمشر ما وژلی، د ارواحو له ښاره،  نوى ژوند ، نوى کول يدي، وړه بي بي ، توده بکره ، ژوندۍ مينه مزل او منزل پاتې شه باران دى، شاهين ، د سيند په غاړه تږى ، ګل خوبانه دا يم، کډه په سر ،  مينه د زړۀ په وينه ، سپوږمۍ، زبېښناک ، سکندر اعظم،  بهګوان ، منګری اونور( بیا هم ځان پړ بولم چې ډېر ښکلي ناولونه مې  د موضوع د لنډیز په خاطر پرېښودل، بل وخت به خبرې ورباندې کوم، دلته مې د قدرمن اینجنیر صاحب د پوښتنې د ځواب په خاطر فقط څو بیلګی راوړي دي. درناوی).

مسعود: د پښتو داستاني ادبیاتو د ودې او پراختیا لپاره، شفاهي ولسي ادبي میراث د داستاني تخیل مهمې او ګټورې سرچینې دي. که دا میراث له معاصرې هنري ژبې سره پیوند ومومي، داسې داستانونه به رامنځته کړي چې هم ژور ولسي ریښې ولري او هم معاصر ادبي خوند او جوړښت. ستاسو ارزونه په دې برخه څه ده؟

استاد دودیال: پښتو شفاهی ادب نه یواځې دا چې  لنډیو ښکلی او بېساری کړی، بلکې زموږ متلونه، ولسي نکلونه، د پند او عبرت حکایات او ماشومانو ته د میندو سندرو او بوللو رنګین او ښکلی کړی دی. دغه ستر معنوي میراث زموږ پر معاصرو داستاني آثارو هم  اغیز کړی دی.  یو شمېر لنډو کیسو او  ناولونو  تاریخي نکلونو څخه تومنه اخیستې ده. لږ مخکې دا خبره په تفصیل راغلې ده.

مسعود: تاسو د پښتو داستاني ادب پرتله له دري- پارسي، اردو او نړیوال داستاني ادب سره څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: پښتو داستاني ادبیات د نړیوال داستاني ادب یوه برخه ده، په تېره بیا چې اوس ګڼ شمېر  لنډې کیسې او آن ناولونه  نورو ژبو ته ژباړل شوي او نړېوالو  ورته پام کړی دی، خو تر هرڅه زیات زموږ فرهنګي حوزه کې دري پارسي، عربي او اردو ژبو پښتو ادبیاتو او  پښتنو ادیبانو سره نږدې اړیکې لرلې او لري یې. د علامه عبدالحی حبیبی او تورویانا داستاني ادبیات ایران کې د خلکو د پام وړ ګرځېدلي وو.  ډېر زیات داستاني لرغوني او کلاسیک روایتونه  د دري او پښتو ژبو تر منځ شریک او کټ مټ دي. ځینې کیسې د هندوستان او کشمیر سره شریک برخلیک او کرکترونه  لري. د بهلول دانا نکلونه وګورئ، دري او  پښتو کې کټ مټ راغلي دي، د لیلا او مجنون کیسه بیا دري/پارسي، عربی، پښتو او اردو کې بیخي کټ مټ ده. اوس یې لا هندوستان فلم هم جوړ کړی دی. آن د ملا نصرالدین کیسې  تر دې هم  پراخ وربوی کې خپرې دي. له دې څخه ښکاري چې  په ولسونو کې کیسې  د شعر په پرتله ژر  او په پراخه اندازه له پولو اوړي، منل کیږي او د خلکو په ژبو جاري کیږي. د چاپ او طباعت دور کې هم ډېرې کیسې له اردو او دري پښتو ته ژباړل شوي دي، نو په دې توګه ګورو چې د داستاني ادب برخه کې دغو ژبو یو بل سره  نږدې تعلقات ساتلي دي، خو دکمیت او کیفیت له پلوه  توپیر شته. پښتو معاصر داستاني ادبیات د اردو ژبې د داستاني ادبیاتو په اندازه  نه دي. د دې یو لامل دا دی چې د پښتنو سیمه کې د چاپ چارې او مطبوعات وروسته رامنځته شول. اوس  د  دري پارسي او اردو د داستاني ادبیاتو( لنډو کیسو،  ناولونو او  رمانونو) په پرتله د شمېر له پلوه  پښتو داستاني آثار کم دي،  خو د خوشحالي ځای دا  دی چې د کیفیت او موضوعاتو له پلوه بیخي له دغو ژبو سره سیالي کولای شي. آن پښتو داستان لیکونکو ډېر ښه دري/پارسي داستانونه او ناولونه لیکلي دي. موسی شفیق  او پژواک په دواړو ژبو لیکل کول. امین افغانپور په ژوندون مجله کې  هم دري او هم پښتو کیسې نشر کړي دي. ره نورد زریاب د دري ژبې نامتو لنډه کیسه لیکوال و، خو د (ګلنار و آئینه)،( چار ګرد قلا ګشتم)، (کاکه شش پر و دختر شاه پریان) ، سکه ی که سلیمان یافت) ښکلي ناولونه پښتنو هم په مینه لوستي دي. دغه وروستی یې عجیب  فلسفی رنګ هم  لري، چې  آن بهرنیو ژبو کې یې ساری لږ دی. کاکه شش پر و دختر شاه پریان یو داسې ناول دی چې پخوانیو افسانو څخه روایت کوې او د کلاسیکې دري ژبې څخه بیا په معاصره بڼه لیکل شوی دی.  اردو او هندي ژبو لیکوالو ډېرې ښې پښتو کیسې  لیکلې دي       ( لکه روشن لال میلهوترا) او نورو. څومره چې د هند او افغانستان ترمنځ سیاسي، اقتصادي او تجارتي اړیکې  نږدې او ګڼې پاتې شوي دي، همدومره مو فرهنګي تعلقات کلک وو  او وي به. د کمیت یا څومره والي له پلوه د اردو او دري ژبو داستاني آثار د پښتو داستاني آثارو په پرتله زیات دي. 

مسعود: تاسې په پښتو داستاني ادبیاتو کې مهمې سټې، د پاموړ څېرې، سترې پېښې او د پېښو ارزول او ټولنیز بدلونونه څه ډول څېړئ، او دا راته ووایاست ایا زموږ په ټولنه کې ادیبانو او لیکوالو په خپلو ادبي نښیرونو (اثارو) کې زموږ ټولنیز شرایط انځور کړي دي او که نه؟

استاد دودیال: دا پوښتنه له مخکنۍ یوې پوښتنې سره بیخي ورته والی لري، چې هلته مو  ځواب ورکړ، خو په  لنډ ډول یو وار بیا وایم چې :  پښتو  اوسني داستاني ادب کې، د معاصر افغانستان بیلابیلو دورو او واکمنیو کې داستاني اثارو  په ریالیستیک ډول ټولنیز شرایط انځور کړي دي.  آن دا چې که د هرې دورې  داستاني ادب ولولو، د هغې دورې د تاریخ  لنډیز یې بللای شو.

مسعود: تاسو د ښځینه وو لیکوالو پښتو داستانونو، منځپانګه، مهمه او اصلي موضوع، پښټني، انساني او ټولنیز ارزښتونه او پیغامونه د نړېوالو ښځینه وو لیکوالو له داستانونو سره څه ډول پرتله کوئ؟

استاد دودیال: کلاسیک دور کې د شپږو ښځو شاعرانو ذکر  راغلی دی، لکه زرغونه انا، نازو انا، بي‌بي زینب هوتک د میرویس نیکه لور، د شاه محمود هوتک او شاه حسین هوتک خور او او یو شمیر نورې چې دوی د پښتو ادب د منځنۍ/کلاسیکې دورې پورې اړه لري، هغه وخت موږ لنډه کیسه او ناول نه درلود. د نولمسې پیړۍ وروستیو کې مېرمنو نثر کې لیکنې وکړې، خو بیا هم لنډه کیسه او ناول یې نه دی لیکلی. د بیلګې په توګه مېرمن زرغونه د ملا دين محمد کاکړ لور او د سعدالله جان نورزي ښځه وه، چې د نولسمی میلادی پیړۍ پای او د شلمی بیړي لومړیو کی یی سوات کې ژوند کاو، هم یې نظم او هم یې نثر  موجود دی .  هغی یوه داستاني واقعه نظم کړې وه. زرغونې کور کې  زدکړې کړې وې او د کلاسیکو دري ژبو او پښتو ژبو شاعرانو شعرونه ئې لوستلي وو ، د شېخ سعدي  کتاب (بوستان) یې د”بوستان د پښتو”په نوم پښتو منظومه ترجمه کړې وه . د بلې معاصری دورې لیکوالې نوم سېده منصفه ده. دغه مېرمن د کاکاخېل د لویې  کورنۍ اړوند د اعتکاف الدين په کور کښې په کال ۱۹۰۶ م. کې پېدا شوې وه ۔ بيا وروسته د دوبيانو کلي ته وادۀ شوې وه . ديوان یې په  ۱۹۸۴ م. کې  چاپ شوی و.  له شعر پرته یې نثر هم لیکلی، خو د لنډې کیسې، ناول یا رومان په بڼه لا تر دې وخته د کومې مېرمن اثر نه لیدل کیږي. ورپسې د بخت پري او مهرالنسا بانو نومونه راځي.  بخت پري په ۱۹۲۷ کښې په سېدو شريف کښې پېدا او په ۱۹۷۹ م. کې همالته  وفات شوې ده . د هغې د نثر په بڼه کوم کتاب لاس کې نشته، خو “د بخت پري سوغات” په نوم د شعرونو ټولګه یې محفوظه ده ، ورسره د سعيده لائق ام وسيم او بي بي فاطمې، کشره بېګم دوه شعري مجموعې “ نيمګړے ژوند او “يادونه” او د مختار بېګم “د ارمان چغه”شامل دي . داسې ښکارې چې زیتون بانو هغه لومړنۍ مېرمن وه چې پښتو لنډه کیسه یې ولیکله. معاصر وخت کې د زیات شمېر ښځینه وو لیکوالو نوم مخې ته راځي لکه شریف شریف، سلماشاهین ، کبرا مظهري، سیده حسینه ګل، عمرلور، پروین ملال، زرغونه زیور او نورې.  زرغونې زیور خپله لنډه کیسه یا رومان نه دی لیکلی، خو  له روسي ژبې څخه یې له  خپل مېړه، زیورالدین زیور سره د ” غاښي ډزه” او ” پولاد څنګه کلکیده” ناولونه ژباړلي وو.   معاصر وخت کې نورو خویندو  د پښتو نظم او نثر برخه کې آثار کښلي دي. د هغو مېرمنو نومونه چې ادبیاتو کې یې معاصر وخت کی کار کړی، ستاسې بله پوښتنه کې ځواب شوی دی، خو دا چې د دوی د داستانونو، منځپانګه، مهمه او اصلي موضوع څه وه، باید وویل شي چې دوی  معمولاً  د اجتماعي او روزنیزو مسایلو په برخو کې لیکنې کړي دي، انساني او ټولنیز ارزښتونه او پیغامونه یې خپلو لیکنو کې راغبرګ کړي دي، البته لا وخت شته چې  د نړېوالو ښځینه وو لیکوالو له داستانونو سره پرتله شي. ان شاالله داسې ورځ به هم راورسیږي، چې د خویندو داستاني آثار  د نړیوالو داستاني آثارو کتار کې راشي او ور سره  پرتله شي.

مسعود: تاسو د پښتو داستاني ادب د اوسني اکربکر(حال و احوال) او راتلونکي امکاناتو په تړاو څه لید لرئ؟

استاد دودیال: پښتو کیسه لیکنه او د کیسو خپراوی ورځ تر بلې ډېر مینه وال مومي. اوس نه یواځې موقوته مجلو ، اخباورنو، ویبسایتونو  او راډیویي پروګرامو کې لنډې کیسې  خپل ځای لري، بلکې ځانګړی برېښنایي پاڼې ورته  وقف شوي دي. “پښتو کیسه ډاټ کام”  یې یو مثال دی. “هوډ “ویبسایت پښتو ناولونه او د کیسو ټولګې آنلاین کړي دي. موده مخکی د داستانو ځانګړې مجله خپرېدله. کابل، ننګرهار، کندهار، پېښور او کوټه کې  هر کال د لنډو کیسو ټولګې،  ناولونه او رومانونه  چاپ او خپریږي. ډېر پښتو ناولونه دیجیتال او آنلاین شوي دي.  اوس ګڼ شمېر ځوانان لنډه کیسه او ناول پنځوي او د ناول د خپرېدو او لوستلو کاروان ښه روان دی.  ترڅو کالو مخکې زموږ لیکوالو د  بهرنیو ناولونو په ژباړه بسنه کوله، خو  دغو وروستیو کلونو کې  پښتو لیکوالو خپله ناولونه ولیکل او د لنډو کیسو ټولګې  یې  نشر کړې، آن دا چی  بهرنیو ژبو ته وژباړل شوې. د بېلګې په  توګه  ښاغلي تراب (دېوال خبرې کوي) د لنډو کیسو ټولګه په همدې ۲۰۲۶م. کې په انګلیسی نشر کړه  او د( Par-dela Les portes closes) په نوم کتاب کی د لسو پښتو کیسه لیکوالو کیسې فرانسوي ژبې ته وژباړل شوې او دا کتاب همدې ۲۰۲۶م. کې په فرانسه کې په ښکلی قطع او صحافت چاپ شو. د(وطن ادب) ویبسایت کې  له سلو کلونو رادیخوا لیکل شوي داستاني ادبیات  په دیجیتل بڼه  خوندي او دغه ویبسایت همدا اوس آنلاین دی.  دا ټول د پښتو داستاني ادب د ځلانده راتلونکی زیری ورکوي. 

مسعود: . په پښتو داستاني ادبیاتو کې کومې ټولنیزې موضوعګانې ډېرې تکرار شوې دي؟

استاد دودیال: د پښتو داستاني ادبیاتو موضوعات متناسب دي: ملی ارزښتونه خوندي کول، د تاریخي پېښو ثبت او په هنری پیرایه او ادبي ژبه یې بیاانځورول، د فیوډالي زړو مناسباتو  په وړاندې پاڅون، د ښکلا، مینې، ادبي صنعتونو او ژبنیز اړخ پالل، د ناوړه دودونو غندل، وطنپالنه او د ښکېلاک په وړاندی ټینګار او اصلاحي او د سمون فکر روزل د دغو ادبیاتو موضوعات دي. دیوې یا  دوو موضوعاتو ستومانه کوونکی تکرار پکې نه وینو،  خو  باید ووایو چې  لاهم ځینې موضوعات شته چی دغو ادبی ژانرونو کې یې ځای تش یا ډېر لږ ښکاره کیږي؛ هغه : د ښځو دریځ په ټولنه کې، د تعلیم تعمیم ته پاملرنه، دکلیوالی وروسته پاتې مناسباتو ړنګول او مدني ارزښتونه ستایل، خرافاتو، فتالیزم او بیوزلی سره مبارزه او سیاسي شعور اوچتول دي. دغه وروستي پینځه  ‌یاد شوي موضوعات هغه څه دي چې داستاني ادبیاتو کې یې  د سوژه ګرځولو هیله او توقع کیږي، دا ځکه چې لنډه کیسه او ناول د معاصر  ادبي ژانر په توګه د عصر ایجابت رااخلي، خو دغو  پینځو برخو کی پڅ روان یاستو. په نوره نړۍ کې د موضوع له پلوه  ګڼ  او بیلابیل ناولونه شته، لکه :   اصلاحي ناولونه، تاریخي ناول، روماني او د مینې د کیسو ناولونه، پولیسي او جاسوسي ناولونه، ډرامايي ناول، سایکالوجیکي ناولونه، فکري ناولونه او  ساينسي ناول . دا چې ناول کوم ادبی سبک او مکتب پورې تړاو لري، هم توپیر کوي، ځینې ناولونه کلاسیک، ځینې د رمانتیزم د دورې او د سیمبولیزم سبک اړوند، ځینې ریالیستیک او همداسې دا نورو سبکونو لکه اکسپرسیونیزم او ماډرنیزم کې  لیکل شوي ناولونه لرو.

مسعود: ستاسو په اند، معاصر پښتو داستاني ادبیات څه وخت کولای شي نړېوال ادبي او هنري ارزښت وموندي؟

استاد دودیال: له نیکه مرغه پښتو داستاني ادبیات اوس هم نړیوال دریځ لري او بهرنیو ژبو ته ژباړل شوي دي، خو یو څو ټکیو ته پاملرنه  ضرور ده:

  • د داستاني ادبیاتو ښکلاییز اړخ پیاوړي کول،
  • د پنځولو فني او تخنیکي قوت، نوښت، د داستان ښکلاییز اړخ او ایماژونه انځورولو ته پام. نن ورځ ساینس فکشن کیسو د خلکو پام رااړولی. موږ کولای شو، خپل فولکلوریک نکلونه د نوي کیسه ییز تخنیک په مرسته له هېریدو بچ او د نړیوالو پام ورته راواړوو. زموږ دودیزې ټولنه کې بویه چې عصریت  ته پام او  د ویښتیا او روڼتیا پازه پالل او د تنویر ژمنې ته وفاداري هېره نه کړو،
  • د موضوعاتو تنوع،
  • ژباړه( له نورو ژبو پښتو ته ژباړل او له پښتو نورو ژبو ته ژباړل). 

دا هغه وخت کېدای شي چې موږ د خپلې ژبې د نثر برخې او بیا د داستاني ادبیاتو برخه کې د تمرین او مشق کولو لوري ته پام وکړو.  دا هیله له ځوانو داستان لیکونکو څخه لرو. 

مسعود: د پښتو معاصر داستاني ادبیات له پخواني لرغوني او کلاسیکو داستاني ادبیاتو سره څه توپیر لري؟

استاد دودیال:  ښکاره خبره ده چې  هر عصرو زمان خپل ایجابات  او ایجادیات لري. داستاني معاصر ادبیات د ایجادیاتو په حیث له لیکوالو څخه غواړي چې  د وخت نوې غوښتنې په هنري او ادبي بڼه تولنې ته وروپیژني. له  بلې خوا د بڼې او د ادبي سبک او د عناصرو د ترکیب له مخې هم معاصر ناولونه له کلاسیکو سره توپیر لري. پښتو کې ناول د نولسمې پیړۍ له نیمایي راوروسته  دود شو، نو ځکه یې مسایل او سبک هم معاصر دي،  خو د شفاهي ادب نکلونه او حکایتونه ډېر متنوع او مختلف دي. کلاسیکو داستاني ادبیاتو کې دیني مسایل، د جنګ کیسې، جادو، پیریان، دیوان، دمینې داستانونه، د پیغمبرانو د ژوند کیسې، د پند او عبرت او آن د سوداګري او تجارت موضوعات  وو.  تر دې ځایه د پخواني شفاهي ادب او معاصر داستاني ادب د تړاو خبره وه،اما توپیر یې دا دې چې اوسنیو داستاني آثارو کې د اوسني عصر مسایل دي، حال دا چې فولکلور کې لویه بشري، تاریخي او فکري زیرمه پرته ده. په دې اړه فولکلوریستانو ، ارکیالوجستانواو د اتنوګرافی پوهانو په زړه پورې څیړنې کړي دي.

د محتوا او ښکلا له پلوه زموږ پخواني شفاهي ادبیات یوه لویه پانګه ده. د ټولنپوهنې او کلتوري انسان پېژندنې له لحاظه په شفاهي ادبياتو يا فوکلور کې تر ټولو زياته په زړه پورې برخه نکلونه او حکایات يا کيسه ییز صنف دی. کيسې د قومونو او ملتونو د اجتماعي اړيکو، کړو وړو او تعاملاتو روښانه هندارې دي. دا د ولسونو د واقعي کرکټرونو يا کردارونو په شاوخوا راڅرخي. د ټولنيز او تاريخي معرفت په لړ کې د فولکلور کيسه ييزه برخه موږ ښه قانع کولاى شي. د يوې ټولنې تاریخ، دود-دستور، معنوي ارزښتونه، د اجتماعي تکامل د مسیر او بهیر پېژندنه د فوکلور په داستاني برخه کې په روښانه ډول موندلای شو.

د کيسې کولو او ويلو شوق په پښتنو کې ډېره سابقه لري. مونټ سټوراټ الفنسټون(١٧٧٩-١٧٥٩) د کليوالو او بانډه چي پښتنو په اړه ليکلي دي: …(له ډوډۍ نه وروسته دوى کښېني او د نکلونو او بدلو ويلو د پاره يوه دايره جوړوي. زیاتره نکلچیان بوډاګان دي. د دوى قصې د پاچايانو، وزيرانو، زیارتونو، غرونو او دریابونو، د پېريانو او ښاپېريانو دي، خو ډېرې يې ديني او د جنګ په باب هم دي. دغه کیسې له غزلو او نارو سره ګډې شوې او ان د غيرت په ټکي ختمېږي. پښتانه له کیسو او غزلو څخه ډېر خوند اخلي. څه وخت چې يوه کیسه ويل کېږي، دوى ټول چپ ناست وي. د هغې په پاى کې ټول د ستاينې نارې وهي: اى شاباش،….) 

د پښتو نکلونو آدم درخانۍ، دلى شهۍ، پتې رابيا، موسى خان ګل مکۍ، جلات محبوبا، مومن خان شيرينۍ، يوسف خان شيربانو، تاج محمد نمرو او نورو اصلي مأحذونه او منابع د همدغو کيسو شفاهي روايتونه او نکلونه دي چې لوستيو او نالوستيو شاعرانو زياتره د بدلو او مثنويانو په بڼه ليکلي دي.

ادبپوهان د هغه ولس د ادبياتو زېرمه پياوړې بولي چې په بنسټ کې يې د فوکلور ډبرې لګېدلې وي. دوى ځوانو ليکوالو ته سپارښتنه کوي چې که غواړي خپل ادبي ايجاد پر مناسب مقام ودروي، نو هڅه دې وکړي چې د ولس له ذوق څخه الهام واخلي، دا ذوق کلاسیک ادب کې مونده شي. دغه راز، دوى وايي چې ننني کيسه ليکونکي به په خپل فن کې هغه وخت بريالي وي چې خپله نوې کيسه د شفاهي کيسې په تقليد کې وليکي. زموږ په شفاهي ادب کې هره کيسه د يوې هيندارې په شان د ټولنې ټول مناسبات منعکسوي. 

مسعود: تاسو د پښتو معاصر داستاني ادب مهم ځواک او پیاوړتیاوې، خو له بلې خوا مهمې ستونزې، کمزورتیاوې او د ودې او پراختیا اړتیاوې، څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال:  پښتو معاصر داستاني ادب د شلمې پېړۍ په دویمه لسیزه کې را څرګند شو. چې د پخواني ادب سره یې په ګڼو برخو کې لوی توپیر درلوده.د پښتو  پخواني ادب  زیاته برخه نظم کې و، په ځانګړي توګه غزل او قصیده له عربي ژبې څخه اغېزمنه  او پښتو شاعري او غزل لیکنه د عربي عروضو تابع شوې وه. په لومړۍ او دویمه دوره کې د عربي ژبې څخه ګڼ نظمې ژانرونه پښتو ته داخل او د پښتو د شعر لمن پرې سینګار شوه. مګر د داستاني معاصر ادب (لنډې کیسې، ناول او رومان) رامنځته کېدل او مخکښو نثر لیکونکو  پښتو معاصر نثر را جوړ کړ. د ارواښاد حبیبی، محمدګل مومند، خادم، الفت، پرهیز، پژواک، بېنوا، قتیل او نورو درنو مشرانو لیکنو ښکلی معاصر نثر ترویج کړ. لږ وروسته  بیا د بهرنیو ژبو څخه  د داستاني ادبیاتو په ژباړې سره د پښتو ژبې اړیکې له لویدیځ ادب سره هم وتړل شوې، وار په وار نثر پیاوړی شو. په هېواد کې د مطابعو او د چاپ د صنعت له پرمختګ سره د پښتو نثر نور هم  د بڼې او جولې له پلوه پراخه شو ( ادبي ټوټه، یونلیک، خاطرات لیکل، لنډه کیسه، ناول). دغو ادبي ژانرونو ته هنري صنعتونه لکه سیمبول، استعاره، تشبه، پاراډکس او نور  راغلل او دا دی اوس تر جادویي ریالیزم  او ساینس فکشن پورې را ورسیدو. اوس پښتو ادب او په تېره داستاني ادب  کې، خوږ او روان نثر، معیاري لیکدود، د ژبې علمي مطالعې،  د نوې یا معاصرې ژبپوهنې د میتودونو زده کړو او  دود کېدلو (لکه فون، فونیم ، تنقیط…) او نوی متن ته پام وشو. مخکې د  ناظمانو “نثر مسجع” او “بحرطویل” (!)… دوره کې دا مسایل چا پېژندل هم نه. پرله پسې ټولنیزو او سیاسي بدلونو پښتو ادبیات او داستانی آثار له دودیزې بڼې څخه را وکاږل او نوې تکنالوژي د هنري نثر  د پرمختګ لامل شوه. دا پرمختګ د نثر دواړو برخو؛ یعنې هم هنري نثر کې او هم عادي/ عمومی نثر کې ښکاري. اوس زموږ داستاني ادب د مینې، طبقاتي تضادونو، تاریخی سوژو او ملي فکرې اوډون څخه ووت، د ښځو د ژوند مسایل، ښاري پېښې او مناسبات، ښوونه او روزنه او رواني مسایل آجندا ته راغلي دي.

خو هیره د ې نه وې چې د داستاني ادب د موضوعاتو د تنوع، فني او تخنیکي  اړخ ترڅنګ بايد چې د (Free flow of the Stream of Consciousness)  فضا او احاطه هم هېره نه شي. 

بل دا چې کره کتنه وکړو: ادبي کره کتنه یوازې یوه وسیله نه، بلکې د ادبي فکر د پرمختګ او د هنري معیارونو د ارتقا عامل ده. په علمي کره کتنه کې ادبي اثر د خپل وخت له ټولنیزو، فکري او فرهنګي شرایطو سره  د ښېګڼو او نیمګړتیاوو په ښودلو سره تلل کیږي، د اثارو هنري جوړښت، فکري محتوا، ژبه، تخنیک، اسلوب، نوښتونه، له ټولنیز او فرهنګي چاپېریال سره یې اړیکې او په ټولنه یې اغیز په علمي او تحلیلي توګه څېړل کیږي.د ادبي کره کتنې په پرمختګ سره، د ادبي اثر د ارزونې معیارونه هم بدلېږي. په یوه دوره کې کېدای شي د ژبې فصاحت، عروضو، لفظي ښکلا او دودیزو ادبي اصولو ته ډېره پاملرنه وشي لکه د پښتو کلاسیکه دوره؛ خو په بله دوره کې ممکن د انسان رواني مسایل او سایکالوجیکي تحلیل، ریالیزم، د ادبي اثر عناصر او سکښت، ژبني معیار، ادبي صنایع او سمبولونه، روایت او  له متن څخه د لوستونکي د تاویل څرنګوالی د ارزونې مهم معیارونه وګرځي. پښتو داستاني ادبیات چې له دوه سوه کلونو زیات لرغونتوب نه لري، باید په ګړندي ډول خپله لمن کې نویو مسایلو ته ځای ورکړي چې دا د کره کتنې په  مرسته د ثابتو معیارونو پر ځای د بدلېدونکو او تکامل موندونکو معیارونو په رامنځته کولو کې کیدای شي. د شلمې او یوویشتمې پېړۍ ادبي تاریخ دا څرګندوي چې کله د ادبي ارزونې زاړه معیارونه د نویو ادبي تجربو د تشریح توان له لاسه ورکړي، نو د کره کتني نوې لارې باید رامنځته شي. ورسره یو ځای نوې ژبه یا نوی هنري تخنیک د کره کتنې له لارې پېژندل کیږي. کره کتنه د نوښت او ادبي بدلون ترمنځ د منځګړي او لارښود رول ترسره کوي او د ادب لپاره ټاکل شوي معیارونه، د اثر له داخلي جوړښت، تاریخي شرایطو، فرهنګي شالید، ټولنيز واقعيت او هنري ځانګړتیاوو سره په ګډه د ارزونې مناسب معیارونه راښيي. کره کتنه له یوې خوا له معاصر پلوه د آثارو د ارزونې معیارونه او له بلې خوا د نویو ادبي تیوریو د ښودلو او  دود کولو د ودې لپاره فکري او علمي زمینه برابروي.دا هغه وخت چې د صدیق روهي، تقويم الحق کاکاخېل ، افضل رضا ، پرېشان خټک، اياز داودزى، همېش خليل، ډاکټر شېرزمان طايزى، اقبال نسيم خټک، رحيم شاه، پروفيسر رب نواز مايل، ګل باچا الفت، ابراهيم عطايي، دوست محمد شينوارى، ډاکټر مجاوراحمد زيار، استادرحیم الهام، خالد خان خټک، ډاکټر اعظم ، دوکتور عبدالغفورلیوال، استاد ښکلي، غضنفر ، آصف صمیم، نافع همت، استاد معصوم هوتک په شان پیاوړي قلموال، چې له فرهنګ، ادب، ژبې ، تاریخ او ټولنې سره آشنا او ادبی تیوري باندې آګاه لیکوال وو/ دي، دغې برخې ته پام وکړي. دلته مې د یو شمېر هغو درنو لیکوالو نومونه هم یاد کړل چې وفات شوي دي، خو  لارښوونکي نښېرونه یې د معتبر اخځ په توګه شته چې ځوانانو ته یې لوستل بیخي ضرور دي او دغه نور درانه ذوات چې شکر الحمدلله حیات دي او دا  اوس هم  لیکنې کوي، کره کتنه کوي، ښکلي تخلیقات ایجادوي، دوی ته مو ډېره تمه ده چې ستاسو د وینا سره سم ؛ کمزورتیاوې  راته بشپړې او د ودې او پراختیا لاره راوښيي. په تېره بیا نثر او داستاني ادب کې  د کمیت او کیفیت، شکل او محتوا   ( څومره والي، څرنګوالي، جولې او بڼې) پرمختیا ته اړ یاستو. 

مسعود: د مصنوعي ځیرکتیا، ټکنالوژۍ او  ډیجیټلي فرهنګ پرمختګ او پراختیا د پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو پر راتلونکي څه اغېز کولی شي؟

استاد دودیال: مصنوعي  ځیرکتیا او دیجتلي تکنالوژي او تخنیک یو بل سره توپیر لري. مصنوعي ځیرکتیا د چاپ او نشر ماشین او ویبسایتونو سره هم توپیر لري. د مصنوعي ځېرکتیا اوسني وضعیت په کتو او  دا چې زموږ ځوانان ورڅخه څرنګه کار اخلي، د داستاني ادب په راتلونکې ممکن څه  مثبت او ښه اغېز  ونه لري، خو دیجتال وسایل، د چاپ او نشر نوې آسانتیاوې، ویبپاڼې، د کتابونو د طبع کولو نوې تکنالوژی او ماشینونه د کتاب او خپراوي ښه وسایل دي، د ادبیاتو او پوهې په وده او  پرمختیا کې مثبت رول لري. مصنوعي ځیرکتیا یوه  بې احساسه ښکارنده ده، خو ادبي نښیر پنځول احساس، ښکلاخوښونې، نوښت او عاطفې سره تړاو لري. دیجتال تخنیک په اکاډمیکو مرکزونو او پوهنتونونو کې د نړیوالو ادبیاتو  د مطالعې، د ادبي مکتبونو د پیژندنې او د بشري علومو او ټولنپوهنې په برخه کې د نویو څېړنو لپاره لاره هواروي. پوهان په دې باور دي چې د نړۍ د مشهورو لیکوالانو لکه هومر، شکسپیر، هوګو، داستایوفسکي څخه رانیولې تر ګابریل ګارسیا مارکز پورې، د دوی د اثارو مطالعه موږ ته د بشر د تېر تاریخ او د هغه د راتلونکو هیلو په اړه ژور لیدلوری راکوي. دا مطالعه هغه وخت ممکنه کیږي چې موږ  پرمختللې تکنالوژی ولرو. د معلوماتي ټکنالوژۍ په پراخېدو سره اوس د نړۍ ادبي شهکارونه د ډیجیټل کتابتونونو له لارې هر چا ته په اسانۍ د لاسرسي وړ دي، چې دې چارې د کلتوري تنوع په ساتلو او د تمدنونو ترمنځ د تعصب په کمولو کې بېساري مرسته کړې ده. په دغو اثارو کې د فلسفې، اخلاقو او ټولنیز عدالت په اړه بحثونه د یوې باخبره او متمدنې نړۍ د جوړولو لپاره بنسټیز ګڼل کېږي. د چاپ او نشر نوې تکنالوژي د کتابونو ښکلي ډیزاینونو او صحافت، د لوستوالو لپاره  آسانتیا راوستې ده. انترنیت ټولو خلکو ته د آنلاین کتابونو د رسولو آسانتیا برابروي، ویبپاڼې د ګړندي، ارزانه او لوړ کیفیت لرونکې خپروونکې وسیلې په توګه یوه بله نوې آسانتیا ده، خو مصنوعي ځیرکتیا لا هم د تخلیق برخه کې نده آزمویل شوې. دا لا تر اوسه یوه نوې ښکارنده ده، ګورو به چې د انسان د طبیعی ځیرکتیا او خلاقیت سره سیالی کولای شي که نه ؟ ځواب دا دی:  اټکلونه وايي چې مصنوعي ځیرکتیا د انسان طبیعی هوش او ذکاوت سره سیالي نشي کولای.

مصنوعي ذکاوت یا د ماشین او تخنیک ځېرکتیا د انسان د فکري اوچته توانایي او استعداد په برکت یو جوړ شوی سیستم دی چې یواځې په معلوماتو او الګوریتمونو باندی تکیه کوي، خلاقیت نه لري. مصنوعي یا د بشر په استعداد او لاس دغه جوړه شوې تکنالوژي داسې یو سیستم دی چې یواځی هغه ځوابونه راکوي چې ورزده شوي، پکې ثبت دي او له  بیلابیلو سرچینو یې رااخیستي دي، که چیرې کوم استثنایي او ناوړه او نااشنا وضعیت پېښ شي، ممکن سمه پرېکړه ونشي کولای او موږ ته به سم ځوابونه را نه کړي. دا سیستم د انسان د خلاقیت او ذکاوت په پرتله محدوده برخه کې (پوهه) لري. اما همدغه محدوده پوهه چې تراوسه دې سیستم کې ځای شوې ډېر زیات معلومات دي او د ستونزو او اړتیا پر مهال موږ سره لویه مرسته کوي، خو د هنري او ادبي ایجاد او هغه ښکلا انځورول چې طبیعي ذکاوت یې توصیف او تخلیق کوي، نشي تخلیق کولای. پایله دا چې تکنالوژي موږ سره ډېره لویه مرسته کړې او کوي یې، مصنوعي ذکاوت هم یو پرمختللی سیستم دی، خو د هنر او ادب نړۍ جلا نړۍ ده چې طباعتي او برېښنایي تکنالوژي پکې ډېر مثبت رول لري، خو مصنوعي ځېرکتیا نه!

ماته د آنلاین او برېښنایي کتاب په پرتله د کاغذي کتاب لوستل خوند راکوي، د کاغذ بوې راباندې ښه لګیږي او د کتاب مخ راته تر هر مخ ښایسته ښکاري. د معاصرو دیجتال امکاناتو او انترنیت د مهیا والي سره سره کاغذي(طبع شوي) کتاب ته لومړیتوب ورکوم. اروپا کې  دا اوس هم  هر کال سلګونه عنوانه کتابونه چاپ او بازار کې د خلکو سیلاو ور مات وي، ترن، بس، تمځای، پارک او کورکې خلک د رومان او ناول کتابونه لولي او د لنډو کیسو لوستلو ته هوسیږي. لاهم د کاغذ او کاغذي کتابو دوران پای نه دی موندلی او نه به پای ومومي.

مسعود: پښتو داستاني ادب له شفاهي نکل څخه لیکلي داستان، له ساده ټولنیز روایت څخه هنري کیسې، او له سیمه‌ییزې تجربې څخه د جګړې، مهاجرت او معاصر انسان نړیوالو مسئلو ته اوږد سفر کړی دی.  تاسو د پښتو داستاني ادبیاتو دا اوږد سفر او راتلونکی څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: پښتو ژبه ډېر ښکلې، بډای او پراخ ولسی(شفاهی/فولکلور ) ادب لري. ولسي لرغونی ادب مو د لنډیو او متلونو  ترڅنګ؛ تاریخي روایات ( په تیره روایتي تسلسل سره)، حکایتونه او نکلونه لري. له څه کم دوه سوه کاله را دېخوا موږ  لیکلي معاصر داستاني ادب ته را ورسیدو. اوس دا ځېلونه د کلاسیک دور  د داستانو  او نکلونو  په تجربو سره  دوام لري.  پښتو  کلاسیک ادب کې اخلاق، عرفان، حماسه، ملي شعور، ټولنیز ژوند، انساني روان، حکمت، طبیعت او د ژوند فلسفي مسئلې وې. د همدې موضوعاتي تنوع له امله زموږ معاصر داستاني ادبیات له یوې خوا د کلاسیک او شفاهي ادب میراث او له بلې خوا د خپل عصر د فکر، فرهنګ او ټولنیز ژوند حامل بلل کېدای شي. موږ خپلو معاصرو  داستاني ادبیاتو کې د فولکلور او کلاسیک ادب بډای میراث، د ارزښتونو دوام او انعکاس وینو. دا دوام د پښتني فرهنګ او کلتور د ساتنې، انتقال او بیا ژوندي کولو په برخه کې ځانګړی رول لري. ځکه کلاسیک ادب یوازې د ښکلا او هنري بیان مجموعه نه وه، بلکې زموږ د درنو نیکونو د فکر، منل شویو کودونو، دودونو، اخلاقو، تاریخي حافظې او ټولنیزو اړیکو یوه مهمه ادبي ذخیره هم ده. په دې ادب کې پت، ننګ، مېلمه‌پالنه، غیرت، مېړانه، جرګه، حجره، خپلواکي، وفاداري، کورنۍ اړیکې او ټولنیز مسئولیت په ادبي او هنري بڼه و. اوس هم زموږ معاصر داستاني ادب کې مېړانه، پښتني ارزښتونه، ملي شعور او ټولنیز مسئولیت اخلاقي او انساني ارزښتونه، وطنپالنه، تواضع، ورورولي او انسان‌دوستي له کلاسیک ادب په میراث اخیستي دي. کلاسیک ادب د شفاهي فرهنګ ډېری عناصر لکه متلونه، اصطلاحات، ولسي تصویرونه، دودونه، مینه او ټولنیزې تجربې له پخوانیو  زمانو څخه زموږ زمانې ته رالېږدولي دي. له همدې امله د کلاسیک ادب مطالعه موږ ته یوازې د پخوانیو شاعرانو د شعرونو و متنونو پېژندنه نه راکوي، بلکې د پښتني ټولنې د کلتوري حافظې او فکري جوړښت د درک وسیله هم برابروي. البته کلاسیک ادب ته درناوی او هغه ته د  یوه درون میراث په توګه کتل باید د فرهنګ یو ثابت او نه‌ بدلېدونکی تصویر نه وي؛ بلکې د هغه د منلو وړ ارزښتونه یې ثبت، نیمګړتیاوی یې نقد، اوسني دوران سره یې تطابق تفسیر او کله ناکله یې اصلاح، هم کړو. نو ویلای شو چې زموږ د نیکونو معنوي میراث، زموږ بډاې فولکلور او ولسي نکلونه او کلاسیک ادب د معاصر فرهنګ لپاره هم حافظه ده، هم ادبي بیان او هم د ارزښتونو د نسلونو ترمنځ د لېږد یوه مهمه وسیله ده. زه یقین لرم چې ځوان کول به داستاني ادب ته لازیاته ښکلا او ځلا ورپه برخه کړي. 

مسعود :  لږ مخکې مو  د داستاني ادبیاتو په لړ کې لنډه کیسه د ناول او رومان ترڅنګ؛ د یوه ځانګړي ځېل او ژانر په توګه یاده کړه، که د دغې ښکلي هنري او ادبي ځېل او ژانر  د پېژند او تخنکي ځانګړو توکو(عناصرو)، لنډې تاریخچې په اړه  او دا چې ولې دا ځېل دومره په زړه پورې دی. ښه به وي که تاسو په دې برخه کې لنډ مالومات را کړئ.

استاد دودیال:  لومړی به د لنډې کیسې پیژند ته راشو: لنډه کيسه ، چې په پښتو ژبه او ادب کې د دري ژبې د داستان کوتاه او د انګريزي ژبې د شارټ سټوري (short story) سره معادله او هم مانا ده ، د اصطلاحي پېژندنې په لړ کې يې د بېلابېلو ادبپوهانو او ليکوالانو له خوا بېلابېلې توضيحي او تشريحي څرګندونې شوي ، چې ځينې يې دلته د دغه منثور ادبي ژانر د پېژندنې لپاره رااخلو:

لنډه کیسه یا داستان کوتاه يو نوی ادبي نثري داستاني ځېل دی، چې د پېژند لومړنۍ ځانګړنه يې لنډوالی دی. د کيسې دغه لنډوالی هغه وخت محقق کېدای شي چې ليکوال د یوه اصلي کرکتر(کیدای شي فرعي کرکتر/کرکترونه هم ولري) او یوې اصلي پېښې(کېدای شي کومه فرعي پېښه هم کیسه کې راوستل شي) په رعایت او بیان سره، خپله کیسه داسې ښکلې راته ووایي چې يوازې اړينې برخې يې د دیالوګ، دمنظزو د ښکلي انځورونو سره د کیسې تر اوج او غوټې پرانېستو پورې راونغاړي. مهم شرط پکې تلوسه ده. 

ډېر نور د ادب د تیوري ماهرین  د لنډې کيسې بنسټیز توکي داسې راپېژني؛ څوک( کرکټر يا کرکټرونه)، چېرته( مکان)، کله(وخت)،  څرنګه( پېښه / پېښې)، ولې( د پېښو منطقي دلیل/دلايل) او څه وشول(پای). خو ستونزه دا ده چې دا عناصر په ډېره خوږه ادبي ژبه او په هنري ایماژونو او دیالوګونو او منظرو سره په اغیزمن ډول پای ته ورسول شي او په طبیعي بڼه وسکڼل شي. يو شمېر نور عناصر هم په اساسي توکو کې شمېرلای شو لکه تلوسه، معقول تصادف، ډراماتيک يون، په فني مسلسل ډول ټکر، اوج او بيا داسې پای چې لوستونکی ونه انګېري چې ګواکې ليکوال تېر ایستی دی. په دې توګه لنډه کیسه یو داسې فن دی چې ځان ته ښکلاییز اصول او فني غوښتنې لري لکه کوټلی تاثیر، رمزیت (سمبولیک والی) او د موادو فنکارانه اوډنه، هره کیسه باید تلوسه، پیل ، منځ او پای سره یو ځای د یوې انتباهي او هیجاني پایلې لرونکې وي. کیسه باید له پیل څخه منطقي وي پلاټ او بیان یې د منلو وړ، کافي منسجم او له ولولو ډک وي. د کیسې پلاټ (جوړښت) د احساساتو، فطري درک او ایډیاوو څخه جوړېږي .

د تاریخچې پوښتنه مو هم کړی ده، باید ووایو چې: لنډه کیسه له آره له هغو نکلونو څخه راپيلېږي چې په تېرو وختونو کې به خلکو په شفاهي ډول د وخت د ښه تېرولو، پند، له تیرو وختو څخه د خبرتیا، د ملي اتلانو د درناوی او د هغوی په یاد ساتلو، روزنې او نورو موخو په لرلو سره  یو بل ته ویل، په ځانگړي ډول ماشومانو ته. کیسه ویل یو ټولنیز عمل او یو بل سره د انسان د (اُنس) دښودلو ثبوت دی. د انسان د ژوند سره سم کيسې هم پر ځمکه پل کېښود . په انساني ژوند کې د هرې کړنې بيانول خپله يوه کيسه ده.  يوه فلسفي مقوله ده چې وايي: ( انسان د انسان په وړاندې انسان دی) په دې مانا؛ که انسان غواړي خپل انسانيت ثابت کړي، نو مجبور دی چې نورو ته د زړه حال ووایي او بالمقابل یې له نورو واوري، ورڅخه زده یې کړي، له پخوا وختونو خبر شي، یو بل سره اړيکې ولري او داچې انسان يو ټولنيز مخلوق دی ، هرو مرو غواړي چې له خپل همنوعه سره راشه درشه او اړيکې، خبرې- اترې او مرکې ولري او په دې خبرو-اترو کې کیسې هم راځي ، او د همدې ټولنيزو اړيکو له امله کيسه راوزېږېده .کیسه یواځې د انساني ټولنې ځانګړنه ده، کیسه اورېدل او کیسه کول د یوې رواني اړتیا، تندې او غریزې تر بریده رسیږي. 

نننۍ فني هنرمندانه لنډه کيسه په لويديځ ادب کې د نولسمې مېلادي پېړۍ په پيل کې پيدا شوه . هرکلی يې ځکه وشو چې نور نو نوې نړۍ د بوختياوو په حال کې وه او د پخوانيو افسانو او اوږدو کيسو اورېدلو يا لوستلو ته چا وخت نه مونده او بل لوی لامل يې دا و چې په افسانو کې به کرکټرونه ، پېښې ، چاپېريال او آن کله کله خبرو اترو له انساني ژوند سره اړخ نه لګاو، له رواني پلوه انسان اورېدو ته اړ، سرګذشتونو څخه خبرېدل ورته جالب او خپل همنوع ته غوږ نیول یې یوه غریزه ده، نو ځکه کیسې ته اړتیا ده.

د لنډې کيسې معاصره او تخنیکي  ليکلې بڼه د ډېرو پوهانو په اند د لومړي ځل لپاره په انگریزي ادبیاتو کې پیدا شوه چې  امریکا کې ځینو لیکوالانو لکه (E. A. Poe; Mark Twain, Sherwood Anderson; James Baldwin, F. Scott Fitzgerald; Ernest Hemingway, Edith Wharton, William Faulkner; Sinclair Lewis; Henry Slesar ) دا ادبي ځېل پیل او پرمختیا یې ورکړه. افغانستان کې هم  دلنډو کیسو لړۍ، زموږ د نیکونو او اناګانو نکلونو سره تړلې ده. کټ مټ لکه نوره نړۍ کې. زموږ د نیکونو موخه هم له نکلونو څخه پند، پوهه، عبرت، د نیکی توصیف او د بدي غندنه، د وطنپالنې د روحیې روزنه او دې ته ورته غوره موخې وې. په افغانستان کې لنډه کیسه چې لرغونو نکلونو سره ډېر اړخ لگوي، له تقریباً سلو کلونو څخه په معاصر او فني ډول دود شول. په اوسني وخت کې ډېر لیکوالان هڅه کوي چې لنډې کیسي ولیکي.         

پوښتنه مو کړې چی ولې کیسه دومره مقبوله واقع شوه؟ دا چې د داستاني ادب د هر صنف او ډول په پرتله لنډه کيسه خلکو ډېره مقبوله کړې ده او د مقبولیت لامل يې لنډون، د وخت د ضايع کېدو مخنيوی او سپما ده ځکه چې لوستونکی يا اورېدونکی يې په لږ وخت متلذذ  او يوه لنډه ناسته کې یې هم لوستلی او اورېدلی او له کيسې څخه  پند ،خوند او انتباه په اسانه توګه ترلاسه کولای شي.

قدرمن اینجنیرصاحب اوس چې د پوښتنې څلور برخې(تعریف، تاریخچه، ځانګړي عناصر او دمقبولیت دک او دلیل) روښانه شول، باید ووایو چې لنډه کیسه یو مهین هنر دی، نو ضرور ده چې ځوانان دغو څو کرښوته هم پام وکړي: 

په کيسه ليکنه کې د ادبي اصولو او قواعدو په نظر کې نيول حتمي دي. لنډې کيسې په دوه ډوله؛ ساده کيسه او تحليلي کیسه ويشو. تحليلي کيسه لیکل تر نورو سخته ده، هغه يو ډول نبوغ، الهام او موهبة غواړي، خو د ساده کيسې لپاره تکنیک او د لیکلو استعداد لرل کافي دي.  په کيسه کې باید د ادبي ژبې په کارولو ټينګار وشي . ځوانان او نوې کيسه ليکوال بايد له ژبنيو اصولو څه ناڅه خبر وي، ترڅو یې کیسه بریالۍ وي.لنډه کيسه کې باید د پېښې، کرکټر او تلوسې ترمنځ يو نه شلېدونکی تړون وي. د کيسه ليکنې لومړی ګام د موضوع موندل دي. کيسه ييز موضوعات ممکن دېر زیات نه وي، خو دغه هره موضوع په يو میليون لارو او له بېلابېلو زاويو کښل او لیکل کېدای شي(!)، يعنې میليونونه موضوعات ترې جوړېږي. ليکوال کولای شي  چې د کيسې موضوعات په کور، کارځای، لاره،  هوايي ډګر، موټر، تمځای، دغم اوښادۍ مجلسونو او هرځای کې ومومي. د ژوند ډګر ډېر پراخ دی.هره خبره که ډېره عادي هم وي، د یو ماشوم معصومیت، د یو بیوزله مجبوریت، د یوه الوتونکی ازاد پرواز، د سمندر د اوبو وهمناک غږ، د پېغلو خندا، د اخترونو او نوروزونو خوشحالي، د سرتیري په زړورتیا د سنګر سوبه … کېدای شي د کيسې پر يوې او يا ګڼو موضوعاتو بدل او د الهام سرچینه شي، خو په دې شرط، چې خيال، ادبي صنایع او فني تخنیک ورسره مل شي. کيسه ليکوال بايد لوستونکو ته داسې موضوع وړاندې کړي چې هغه ته دا پوښتنې پیدا شي:  

له کرکټر سره څه کېږي؟

څنګه به کرکټر له دې ستونزې څخه وځي؟

آیا د غوټې اوارېدا ته به سم د منلو وړ حل پيدا شي، پایله به څه وي؟

له دې پوښتنو مطلب دا دی چې په موضوع کې خوځښت پیدا کړي، راويې سپړي، ويې پېچي او تلوسه په کې خوندي کړي چې لوستونکی موضوع تر وروستۍ کلمې په خوند ولولي. غوره ده چې په کيسه کې دې خيال له حقیقت سره ونغاړل شي او موضوع دې د خيال په مټ پر مخ يووړل شي.د موضوع له پیدا کولو وروسته باید پلات پوخ شي پېښه او کرکټرونه يې ښکاره او روښانه شي بيا دې کيسه بشپړه شي. يوازې په زده کړه څوک تکړه کیسه ليکوال کېدای نه شي، خو ځينې قواعد او لارې شته چې د کيسې چوکاټ جوړوي، د هغو په زده کړه يو مستعد ليکوال کولای شي کاميابې کيسې وليکي. د کيسې چوکاټ پر دريو اساسي ستنو ولاړ دی؛ غوټه، له غوټې رازېږېدلی ټکر او له ټکره پېدا شوې پايله.  د کيسې د چوکاټ توکي دا مرسته راسره کوي چې لاندې پوښتنو ته ځواب پیدا کړو چې آيا د کيسې موضوع غوټه درلوده، آيا کرکټر له کومې ستونزې سره مخ شو، آيا داسې څه په کې وو چې کرکټر يوې ځانګړې پرېکړې ته اړ کړي او په پای کې کرکټر څنګه له پېښې سره مخ شو او آيا ترې ووت؟

تر دې وروسته د کيسې پیل او پای، د کيسې غوټه، کرکټر، د نثر اسلوب او مکالمې پرمخ بیول ضرور  دي. دلته مکالمه د کيسې يو مهم توکی دی، ځکه په کيسه کې د دې عنصر شته والی د موضوع له حرکت او پرمختګ سره مرسته کوي. ماهر کيسه ليکوال کله هم مکالمه کټ مټ د عوامو د عادي خبرو اترو په څېر نه وړاندې کوي. ځکه چې خلک عادتا مشخصې، روزمره او  د ټاکلې موخې خبرې کوي او ټکي په ټکي د خلکو د خبرو اترو رانقلول په کيسه کې د داستاني متن استازیتوب نه کوي. بلکې هغه وخت دا خبرې د داستاني متن بڼه خپلوي چې ليکوال يې مخیل کړي، چاڼ یې کړي، ويې تلي، د قلم په قوت او نوښت لرونکی بڼه یې انځور کړي او په هغه لیکه يې وربرابر کړي  چې د کيسې له پېښو سره سمون خوري.

  مسعود: په پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو کې د معاصرې لنډې کیسې پیل او د لنډې کیسې د ژانر راڅرګندېدل، لومړني پړاوونه او مخکښ لیکوال څوک ول؟ ښه به وي که تاسو په دې تړاو لنډ مالومات راسره شریک کړئ.

استاد دودیال: قدرمن او منلی اینجنیر صاحب تاسو د لنډې کیسې د تاریخي بهیر پوښتنه کړې. د پښتو په داستاني ادب کې د لنډې کيسې د تاريخي بهير د څېړنې په لړ کې د دې خبرې يادونه ضروري ده چې مونږ د پښتو ژبې په ليکلي ادب کې له لسمې هجري پېړۍ راهيسې د نکلونو او لنډو حکايتونو او کيسه ييزو رواياتو بېلګې لرو. البته هغه وخت او دوران د معاصرې تخنیکي- فني لنډې کیسې څرک نه و لګیدلی او نه چاپي رسنۍ وې، خو د فرهنګي میراث په توګه راپاتې دي. یو شمېر نکلونه، دیني کیسې او روایتونه پخوانیو کاتبانو په قلم لیکلي دي . د  معاصر داستاني ادب د پوښتنې د پوره ځوابولو لپاره دوه ټکي مخکې تر مخکې یادوم:

د هنري نثر او داستاني ادبیاتو څېړونکو د سیمې او پښتنو اوسني سیاسي وضعیت او له ۱۹۴۷م. وروسته د مصنوعي جغرافیې له رامنځته کیدو وروسته، پښتو داستاني ادبیات دوو حوزو کې څېړلي دي؛ کوزه پښتیخا او بره.  ریښتیانۍ خبره خو دا ده چې پښتو ټوله یوه ژبه ده، کوز او بر بېلول یې  چندان سم نه بریښي. هنری پښتو نثر ټولو پښتو ادبیاتو کې ګډ بحث دی، خو مشکل دا دی چې کله ۱۹۴۷م. کې جغرافیه لږ بدله شوه، دا وخت څيړنیز کارونه، مطبوعات او څېړنه هم دوو خواوو پورې تعلق وموند، داځکه چې اړوند ادارې ټولې حکومتي وې، خو ژبه او روایات ولسي وو. په دې ډول ملي او ولسي فرهنګي میراث سخت د سیاست تر اغیز لاندې راغی، دا هم لکه د واحد ملت په شان دوه برخې شو. نو زه وایم چې د پښتو ادب په برخه کې باید د کوز او بر توپیر نه وي، خو اوس چې زموږ ریفرنس د دوو جلا حوزو(کوز اوبر) اغیز لاندې بېل شوی، اړ یاستو موږ هم هغسې ولیکو.

دوهمه خبره دا  ده چې زموږ معاصر داستاني ادبیات تر ډېره د پخوانیو ولسي نکلونو او شفاهي ادبیاتو او حکایتونو خواږه لري، نو د هغو یادونه هم ضرور ده.

اوس مې چې دا دوه شرطونه کېښودل، ستاسې د پوښتنې په اړه به لنډ ځواب ولیکم: 

لا ډېر مخکې  زموږ فولکلور کې داسې ولسي نکلونه وو چې د محتوا له پلوه یې  ټولنیز پیغام، د تلوسې له پلوه یې عجیب زړه راکښون، د رسالت له مخې یې د سمون، برابري، میړانې ، نیکي، تساند، زغم او د ستونزو په وړاندې ټینګار تلقین کاو. دغو نکلونو عواطف تلطیف کول، ذوق ته یې پالنه ورکوله، د ژمي په اوږدو او سړو شپو کې به یې اوریدونکي خوښ او تودول. دا نکلونه به مشرانو؛ په تېره بیا باباګانو او انا ګانو بچیانو او لمسیانو ته په ځانګړي خوند اورول. د ژمي پیتاوې ته به هم خلکو د سپینږیرو او مشرانو نکلونو ته غوږ نیو. دا نو هاغه د سندلیو، تاوخانو او پلته یې ډیوو دوران و. د اناګانو دغو نکلونو به لکه پېلوځه توره شپه رڼا، لکه دنداسه به یې  کوټه عطرجنه او خوند به یې د لاندي تر ښورا هم زیات و. 

د نکلونو، حکایتونو او کیسو دا دوران د مطبوعاتو د ستوري په رابره کېدو سره، یو بل پړاو ته واوښت؛ هغه د معاصر لنډ داستان یا نوې تخنیکی- فني لنډې کیسې د لیکلو او مجلو او اخبارونو کې دهغو د خپرېدو دوران دی. د  پښتو ادبیاتو په افق کې  معاصره لنډه کیسه لکه د سباوون ستوری وځلیده، چې وروسته یې د هنري نثر په وده اغېز وکړ. 

د کیسو د څېړنې او د نننۍ لنډې کیسې  د سر رښتې د موندلو لپاره به د اوسنۍ کوزې پښتیخا د ارواښاد اخوند احمد ( ژوند: يوولسمه هجري پیړۍ) لنډې منثورې کيسې یادې کړو.  دا کیسې له نن څخه  څلور سوه کاله پخوا په ساده قلمي بڼه ليکل شوي دي،  وروسته یې بیا د طباعت او ماشین په راتګ سره چاپي بڼه هم ومونده. چې له هغو څخه د بېلګې په توګه د (( ورک زوی څنګه پيدا شو!)) نومې کيسه ده چې  د نننۍ کيسه ليکنې په چوکاټ کې ښه مطالعه پرې کېدای شي او د اوسنۍ لنډې کیسې ډېر هغه  ټکي پکې شته چې اوسنۍ کيسه ليکنه يې له مونږ څخه غواړي. برسېره پر دې د مولوي نور محمد نوري افغان په نچه روه  په  ۱۲۰۸ه ق. کال کې تاليف  شوې کیسې دوهمه بیلګه ده چې تر اوسه موږ  موندلې ده. په دې ټولګه کې اووه لس واړه واړه حکايتونه او روايتونه، چې ډېر په خوږه ژبه د ولس له محاورې سره برابر ليکل شوي دي ، راغلي دي .

لکه مخکې مو چې وویل د چاپي رسنیو را میدان ته کیدو د پخوانیو نکلونو او معاصرې لنډې کیسې ترمنځ کرښه وکښله، اما د ولسي نکلونو خوند لا هم د هیچا هېر نه دی.  پښتو ژبه کې لومړنی ليکوال چې په دغه لړکې يې خپل قلمي ځواک ازمويلی ارواښاد سيدراحت زاخېلي و، چې پر  ۱۹۰۸م. کال يې د (کونډه نجلۍ ) خوږه لنډه کيسه  ولیکله.  دغه لنډه کيسه د لومړي ځل لپاره په پېښور کې افغان اخبار او بيا وروسته د مردان قند مجلې پر ۱۹۵۹م.  کال خپره کړې ده، چې اوس له هغه وخته څه کم اویا کاله کیږي. د ارواښاد سيد راحت زاخېلي دوېمه لنډه کيسه (شلېدلې پڼه ) نوميږي چې په ۱۹۱۸م. کال ليکل شوې ده( د هغه وخت د مطبوعات له مخې شلېدلې پڼه تر کونډه نجلۍ وروسته خپره شوې ده، خو شک دا دې چې لومړۍ شلېدلې پڼه لیکل شوې، بیا کونډه نجلۍ ؟!). خو دا یقني ده چې د اوسنۍ کیسې پیل د راحت زاخیلي په قلم له نن څخه څه کم یوسل و شل کاله مخکې شوی دی. داسې اټکل کیږي چې راحت زاخیلي د نورو ژبو ادب (په تېره د هندوستان ادبیات اومطبوعات) لوستل، آن دا چې د هند د ادبي نثر لیکوالو سره یې پېژندل.

په کوزه پښتونخوا کې د لنډې کيسې په ليکوالو کې په سيد راحت زاخېلي پسې د ميا آزاد ګل نوم د يادونې وړ دی چې په ۱۹۲۶م. کال يې (د يوه مړي پيغام ) په نوم لنډه کيسه ولیکله او په افغان اخبار کې يې خپره کړې ده، بیا د ادریس نوم راځي. ورپسې د بدرښو د سربلند خان نوم مخې ته راځي چې په ۱۹۲۶م. کال يې په افغان اخبار کې د (خان صاحب اشنا يې ) په نوم لنډه کيسه خپره شوې وه. بره خوا بیا په ۱۹۳۶م. کې لومړنۍ لنډه کیسه مطبوعاتو ته راغله.  د پام وړ او په زړه پورې خبره خو داده چې د پښتو همدغو لومړنیو لنډو کیسو ژور اصلاحي او د عدالت غوښتنې، د ټولنیز طبقاتي ‌ژوند، د کلیوالو د بیوزلي  غمجن انځور او  د ریالیستیک ادب رنګ درلود . ارواښاد ماسټر عبدالکريم هغه وخت  لنډه کیسه لیکله  چې بره پښتونخوا کې هم لنډې کیسې خپرې شوې وې (۱۹۲۲م.) . د دغو  لیکوالو کيسې په بېلابېلو خپرونو ، لکه افغان ، پښتون ، نن پرون ، او نورو کې خپرې شوې دي ، کوزه پښتیخا کې کیسه لیکلو ته لاندې لیکوالو دوام ورکړ :  مولانا عبدالقادر ، ميا سيدرسول رسا، فاروق شينواری ، ايس ايس ای رحمان ، حمزه شينواری ، مفلس دراني ، اديب سرحدي ، مراد شينواری ، ندا سرحدي او نورو کې.

افغانستان کې معاصره کیسه او  کیسه ییز ادبیات په دري /پارسي او پښتو( دواړو) ژبو کې تقریباً یو وخت کې را څرګند شول. ترکومه چې خبره بره پښتیخا کې د پښتو لنډې کيسې په تاريخي بهير پورې اړه لري، ویلای شو چې:  د ادبي څېړنو له مخې جوته شوې چې لومړنی ليکوال چې په دې ډګر کې يې خپل قلم چلولی يا ازمويلی ، هغه له نن څخه شپږ نوي کاله مخکې ارواښاد علامه پوهاند عبدالحی حبيبي و. (توريالۍ پښتنه ) د ارواښاد استاد لومړنۍ په معیار برابره او په تول پوره او کره لنډه کيسه ده،  چې د طلوع افغان په څوارلسم خپرنيز کال (۱۳۱۵ل.) د دې  کال په لومړۍ ګڼه کې خپره شوه . (توریالۍ پښتنه) لنډه کیسه، د لنډې کیسې هغه ځانګړنې لري، چې غرب کی د لنډې کیسې لپاره ښودل شوي دي. غوث خيبری د پښتو ژبې د داستاني اثارو يو له لومړنيو ليکوالانو  څخه دی چې  فني او تخنیکي لندې کیسې او تاريخي ناولونه يې وليکل . څومره یې چې لنډې کیسې ښکلې او په معیار برابرې وې، هومره یې د ناول برخه کې هم ښکلی قلم چلولی و. نژدې نيمه پيړۍ وړاندې غوث خيبري د( ابدالۍ توره ) ناول خپور کړ . د شننونکو په ګومان همدا په پښتو ژبه هغه لومړنی ناول دی چې په تاريخي پېښو او څيرو  کښل شوی دی او بره پښتونخوا کی نشر شو.له دې ناول وروسته یې دغه څلور ناولونه هم ډېر ښکلي او د تاریخ هنري بیان دی: ابدالي توره، د اور لمبه، د کندهار ناوې، اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر. د ښاغلي غوث خيبري دې د لنډو کيسو درې ټولګې هم چاپ شوي دي :هغه وژړل، پردېس او د ګوګامنډې لېوان.

بیا د ارواښاد تورویانا نوم راځي او ورپسې نور لیکوالان. د بېلګې په توګه  دغه نومونه يادولای شو :  استاد ګل پاچا الفت ، سراج الدين سعيد ، عبدالرحيم هاتــف، استاد قيام الدين خادم، عبدالرووف بېنوا، بختانی، عبدالقدوس پرهېز ، غلام محــــی الدين زرملــــوال، امین افغانپور، استاد زیار، سلیمان لایق…

په دغو نومونو کې یو شمېر یې  مسلکي ادیبان( د ادبیاتو د ځانګې فارغان) نه وو، دوې په اماتور او شوقي ډول او د خپل اصلی مسلک او بوختیا تر څنګ او د نورو ډېرو علمي او  فرهنګي بوختياوو  سره یو ځای په ضمني توګه له لنډې کیسې سره د خلکو د مینې  او  د  خپل  ادبي ذوق له مخې لنډې کيسې ليکلي دي. هغه وخت لنډو کیسو مطبوعاتو کې زیات لوستونکي لرل. سره له دې چې دا لومړني او مخکښ اماتور لیکوالان وو، خو لیکل شوې کيسې یې ډېرې ښکلې وې. لومړنیو لنډو کیسو تر یوې اندازې پخوانیو ولسي کیسو سره ورته والی درلود، چې وروسته بیا یو شمېر کره کتونکو ولیکل چې دا وخت لا لیکل شوې لنډې کیسی د معاصر وخت لنډ داستان( short story ) تعریف سره پوره برابر والی نه درلود. خو ډېر ژر  ولیدل شول چې د پښتو لنډې کيسې ليکنې په برخه کې له ۱۳۳۰ل. کال  وروسته بنسټيز کار پيل شو او ځينې داسې ليکوال ډګر ته راووتل چې له نويو  نړۍ والو ادبياتو او دادبي جريانونو سره اشنا ول او داسې لنډې کيسې يې وليکلې چې نن مونږ د معيار له مخې پرې حساب کولی شو ، لکه : استادحبيب الله تږي ، عبدالروف قتيل خوږیاني ، سعدالدين شپون،  ميراجان سيال ، نورمحمد تره کې ، غوث خيبري، محمد موسی شفيق او نور. په دوې کې یو شمیرو یې هم پښتو او هم په دري پارسي کې لنډ داستانونه لیکل لکه ارواښاد موسی شفیق چی د پښتو کیسو تر څنګ یې د دري ژبې کیسو نوم درلود. استاد بختانی هم په دواړو ژبو لیکل، خو د ده په هنري نثر کې (ادبي ټوټه) زیاته لیدل کیږی. وروسته یې  له روسي ژبې ډېرې غوره لنډې کیسې وژباړلې. د دی مانا دا ده چې همدوی د لنډو کیسو ژباړه هم پیل کړه. 

اوس چې د (ادبي ټوټې) یادونه وشوه، نو ضرور  ده چې لږ یې وپېژنو، چې داستانی ادبیاتو سره یې توپیر باندې پوه شو:

دوه ډوله هنري نثرونه لرو: داستانی نثر( لنډه کیسه، ناول، منځی داستان، ډرامه، رومان چې موږ او تاسو ورباندې خبرې وکړی او دوام لري.) او غیر کیسه ییز (ادبی لیکونه، ادبي انځور، تکل، ادبي راپورتاژ، ادبي یونلیکونه، طنز، پېښلیک، او ادبي ټوټه )چې اوس زموږ بحث نه دی.

ادبی ټوټه چې په دري ژبه ورته ( پارچه ادبی) وایي، لومړی یونان کې، بیا  د فرانسوي لیکوال دي. مونټین (۱۵۳۲- ۱۵۹۲م) له خوا فرانسه کې رامنځته شو. خو د یونان هغه لومړنۍ بیلګې یې د ادبي ټوټې اوسني تعریف سره اړخ نه لګوي. د ادبي ښکلا د خوږو احساساتو، ځانګړي کيفيت او د اغېزمن کولو  د ظرفیت او لنډ پیغام رسولو له امله دغه ژانر د پښتو ادبیاتو د معاصرې دورې په دویم پړاو کې مطبوعاتو کې را ښکاره شو؛ که په دقت ووایو ادبی ټوټه د شلمې میلادی پېړۍ په لومړيو کې پښتو ژبې ته راغلې، چې ورو ورو يې وده وکړه. که څه هم په هغه وخت کې یې په فني او موضوعي لحاظ وده نه وه کړې، د اردو او انګریزي ادب اغېزې پرې وې؛ خو بیا هم لیکوالو کوښښ کړی وو، چې په دغه ادبي ژانر کې پنځونې وکړي. په درېیم پړاو کې ادبي ټوټو په فني لحاظ وده وکړه، خو آثار پکې دومره زیات چاپ نه شول. په څلورم پړاو کې دغه ژانر ښه وده وکړه، ډېرو لیکوالو ادبي ټوټې ولیکلې او د آثارو په بڼه چاپ شوې. ادبي ټوټه نه لنډه کیسه ده، نه طنز او نه ناول.

منلی او ښاغلی اینجنیز صاحب!  ستاسو د پوښتنې د پوره ځواب په خاطر به دلته د پښټو لنډو کیسو د لیکوالو نومونه له پیل تر اوسه یاد کړم:  راحت زاخیلی، ماستر عبدالکریم، سربلندخان، استاد عبالحی حبیبی، قلندر مومند ، اجمل خټک ، ميرمهدي شاه پاچا ، ، هميش خليل ، ا قيام الدين خادم ، عبدالرؤف بېنوا ، صديق الله رښتين ، ګل پاچا الفت ، استاد عبدالشکور رشاد ،زيتون بانو ، سلطان محمد صابر ، اشرف حسين ، ډاکټر شېرزمان طايزی ، اکمل اسدابادي ، پروفيسر هدايت الله خټک ، درمحمد کاسي ، غوث خيبري ، مېرمن بلقيس ، ساغر اپريدی ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، سعدالله جان برق ، مهدی شاه،  سحر يوسفزی، نورمحمدسهیم ، عبدالله جان مغموم ، سيف الرحمن سيد ، جمال رازي ، رضا مومند ، محمد اقبال اقبال ، عنايت الله ضيا ، رحمت شاه سايل ، فاروق سرور ، پيرمحمد کاروان ، زرين انځور ، پروين فيض زاده ملال، امین افغانپور ، عارفه عمر لور ، جميله مجاهد ، ساره سادات ، ناجيه هاروني ، اکبر بري ، عبدالخالق رشيد ، شفيق شاپنزي ، اکبرکرګر ، ولي محمد ،نظر پانيزی ، سيدامين مجاهد ، بريالی باجوړی ، لايق زاده لايق ، نورالامين يوسفزی ، شيرين خدوخېل و علي کميل قزلباش ، خليل باور و مشتاق مجروح ، اسماعيل ګوهر ، عصمت قانع ، محب الله شوق ، قيوم مروت ، ډاکټر سيد چراغ ، حسين شاه ، مجيدالله خليل ، سلما شاهين، سوله مل شینواری ، پروفيسر شاه صابر ، صالح محمد صالح ، علم ګل سحر، زړه سواند شینواری ، نذير احمد سهار، عبدالخالق خليق ، نجيب عامر ، وږمه سبا عامر ، مېجر الطاف خټک ،مراد شينواری ، غزانور غزا ، محمد اياز غزل ، نصير احمد احمدي ، عظما هما ، عرفان خټک ، مېرمن عصمت بي بي ، م . ر . شفيق ، حفيظ الله تراب ، مجيب الرحمن اميري ، عبدالرحمن احساس، خورشيد اقبال ، نعمان دوست ، بازمحمد عابد ، مېرمن صفيه حليم ، ډاکټر محمد اکبر يوسفزی ، اجمل اند ، اجمل تورمان ، نصيب الله سيماب ، تاج الدين تاجور ، اظهارالله اظهار ، پروفيسور محمد يوسف ، اورنګ زېب ارشاد ، ذبيح الله شرر، ذبيح الله احساس ، حنان حبيبزی ،علي خېل درياب ، سيدصابرشاه صابر ، سيده حسينه ګله، آرش ننګیال ، اسير منګل ، نصرت ارمان او داسې نور … دي چې پښتو لنډې کيسې يې تر هسکه ورسولې.( دغې پوښتنې ته ورته یوې بلې مخکینۍ پوښتنې ته هم دې برخه کې څه ناڅه ځواب ورکړل شو).

مسعود: تاسو په پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو کې  د پښتو لنډو کیسو د پرمختیا او پراختیا پړاوونه د شلمې پېړۍ په اوږدو کې د لنډو کیسو موضوعاتي، ادبي او هنري بدلونونه څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال:  لنډه کیسه له هغه اول څخه چي کله یی د پښتو ژبي ور وټکاوه او لومړني قدمونه یې د پښتو ژبي په ګلبڼ کي په ناز سره واخیستل، د پښتو ژبی او لیکوالو له خوا ورته په ورین تندی ښه راغلاست وویل شو، هرکلی یې وشو، او په مینه ورته کار کول پیل شوه، چي تر اوسه یې ښه په زړه پوري پر مختګ کړي دئ. پښتو داستاني ادب کې تر ناول او رومان، لنډه کیسه ښه پرمخ ولاړه. 

په پښتو ژبه کي د لنډي کیسې د پرمختګ د ګڼو نورو علتونو سره تر څنګ یو دا هم یادولای شوو، چي د لنډي کیسې د لیکلو سره سم په دې ژانر کي کره کتنه پیل شوه. نو هغه د کره کتنونکو او پوهانو په خبره چي: ( د ادبیاتو روح کره کتنه ده).

نو ځکه لنډي کیسې په پښتو ادب کي هم پرمختګ، وده وکړه او بډایه شوه .

په پښتو ادب کي نه یوازي لنډي کیسې لیکل کیږي، بلکه د ګڼو نورو ژبو څخه پښتو ته را ژباړل کیږي هم، چي په دي سره نو پښتو لنډه کیسه لیکوال د نړۍ د لنډو کیسو د لیکوالو له تجربو څخه هم برخمن شوه.

خو په هغه اویلو کي په پښتو ژبه کي لنډي کیسې دومره لنډي نه وې. بلکي د اوسنیو لنډ و کیسو څو برابر به اوږدې وې. خو اوس داسي نه ده. اوس په پښتو ادبیاتو کي لنډه کیسه په رښتیا سره هم لنډه کیسه شوې ده. دا چی ولی داسې شوې ده؟

څو علتونه لري چي د هغوی څخه به یې د ځینو ضروري یادونه وکړو.

لومړی- په یویشتمه پیړۍ کي او دا د کمپیوټر او انټرنیټ په عصر کي د لوستونکو سره دومره زیات وخت نشته چي هغه دي په ساعتونو، ساعتونو وخت د یوې کیسې په لوستلو سره تیر کړي. ولی د دې کیسی پر ځای په تلویویزن کي تر دې ښې کیسې په تصویری بڼه نه ګوري. نو همدې علت ته په کتو سره لیکوالو دا د ځان سره وپیتله چي د لوستونکو د راجلبولو لپاره باید په واقعي معنا سره لنډه کیسه لنډه شي ، چي وروسته به یې په مثال کي درته وړاندي کړو.

دوهم ـ علت کېدای شي دا وي چي د لنډه کیسو لیکوالو په دې ژانر کښي تجربه تر لاسه کړي وي. هغه په دې معنا چي اوس لیکوالان کولای شي هغه مفهوم چي پخوا به یې په اوږدو جملو، او پارګرافو کي وړاندې کولې، نن کولای شي چي هغه مفهوم په لڼدو او کمو کلماتو کي وړاندې کړي.

لکه څنګه چي مخکي وویل شوه کېدای شي چي نور علتونه هم ولري. خو دلته  یې د یادولو څخه ډډه کوو.

مسعود: ښه به وي که تاسو  د پښتو لنډو کیسو د جوړښت او هنري تخنیکونو په تړاو رڼا واچوئ.

استاد دودیال: دا ډېر په زړه پورې او  اساسي ټکی دی. هغه لیکوال، په تېره بیا ځوانان چې غواړي لنډې کیسې ولیکي او  لیکنه یې  ریښتیا هم وځلیږي او وستایل شي، باید د لنډو کیسو په جوړښت او هنري تخنیک پوه  وي. دا پوښتنه نیمايي یې د لنډې کیسې په پېژندنه او تعریف کی ځواب کیږي، نو ځوانان دې دغه تعریف او پیژند ټکي په ټکي پام وکړي، دلته یې لیکو:

لنډه کيسه هغه هنري ایجاد او ادبي- تخلیقی اثر دی چې په هغې کې ليکوال د يوې منظمې طرحې په مرسته يو اصلي شخصيت يا کرکټر په يوې اصلي پېښه  کې څرګندوي او دغه اثر په ټولو يو ژور اغېز پریباسي .

په پورته تعریف کې په طرح(پلاټ)، کرکتر او پېښه تاکید شوی دی. ورسره یو ځای ځینی نور ټکي هم شته ، لکه: دیالوګ، ښکلې منظره جوړونه، تلوسه ایجادول او د کیسې ژمنتیا او د ټولنې اړتیا او ارتقا ته ځواب ویل. 

لنډه کیسه رواني تداوي ده، د عواطفو تلطیف ده، ذ‌وق روزنه، ښکلا ستاینه او ښکلا جوړونه ده. دغو موخو ته هغه وخت رسیږو چې ښه داستاني آثار ولرو.

پوښتنه کې مو د لنډ داستان دجوړښت ټکی هم شته. د دې پوښتنې د ځواب لپاره وایو: 

لنډه کيسه هغه نثري داستان دی چې لنډ وي او له نيم ساعت څخه تر دوو ساعتونو پورې یې لوستل یا اورېدل ختم شي، په دې  هنري لیکنه کې يو چاپېريال (ماحول ) ، يو کردار يا يوه کيسه د نورو وړو کردارونو يا پېښو په مرسته داسې بیانیږي چې د مکان او زمان پوره يووالی  پکې موجود وي او انځورونه له چاپیریال سره مطابقت ولري .

امريکايي ليکوال ادګارآلن پوو  چې په نړۍ کې د لنډو کیسو لومړنی او نامتو لیکوال و، پورته تعریفونه خپلو لنډو کیسو کې رعایت کړی، نو ځکه یې کیسې د خلکو خوښیږي.

د یوې ښې لنډې کيسې د تخنیکی او فني جوړښت لپاره دا لاندې ځانګړنې ښودل شوې دي :

۱ )  لنډې کیسې ته د یوې منظمې او مشخصې طرحې جو ړول،

۲ )  يو اصلي کرکټر  غوره کول،

۳ ) د کیسې شخصيت يا اصلي کرکټر په يوې پېښې کې  داسې لوبول چې واقعي تصور شي، یا هم د واقعي کرکتر داسې انځورول چې په ادبي او هنري پیرایه کې انځور او دو باره راڅرګندشي.

۴ ) د کیسې هنرمندانه او عالي سکښت، یعنې د لیکنې ټولې برخې باید يوله بلې سره متقابلې اړيکې ولري،

۵ ) د لوستونکی په ذهن د یوې واحدې اغیزې ښندل.

دلته مو د کیسې د سکښت او اوډون خبره وکړه.  د دې مانا دا ده چې د لنډې کيسې د جوړښت توکي پوره او ډېر ښه سره ونښول شي، دا یوولس توکي دلته لیکو:  

پېښه يا واقعه،   پلاټ يا طرح، د کيسې پيلامه او کیسې ته زمینه جوړول، کرکټر ، سپنس (تلوسه /کشش)، مکالمې(دیالوګونه) او منظر کشي، تخيل ،  د کيسې د اوج ټکی او د کيسې پايله او انتباع، خو شرط به دا وي چې کیسه ډېره اوږده نه بلکې ریښتیا هم چې لنډه وي.

د لنډې کیسې مبتدي لیکوال، ځوانان او د داستاني نثر  څیړونکي ته اړینه ده چې دغه توکي( د کیسې عناصر یا ترکیبی اجزا)  وپېژني:

۱. په کیسه کې پېښه (واقعه یا حادثه ) : او پېښې ته انکشاف ورکول:  ښکاره خبره ده چې کیسه یوه پېښه بیانوي، اصلاً کیسه د یوې پېښې بیانول دي.    پېښه يا حادثه د لنډې کيسې د جوړښت لپاره بنسټيز اهميت لري. پرته له حادثې او پېښې څخه د کيسې رغښت او جوړښت ناشونی دی . همدغه پېښه يا واقعه ده چې د هغې له مخې د کيسې طرحه يا پلاټ جوړيږي. کیدای شي کیسه کې د اصلي پېښې ترڅنګ یوه یا دوه  فرعی پېښې هم وي.  

اصلي پېښه هغه ده چې شته والی يې د کيســـې د طرحــې لپاره ضروري او حتمي وي فرعي پېښه هغه ده چې ليکوال د هغې په مرسته د کيسې طرحه پراخوي او له اصلي پېښې سره یې په هنرمندانه توګه  تړي او منطقي پيوند/ اړيکه ورکوي.

۲.پلاټ (طرح ) : دکيسې د پېښې یا حادثې طرح او  اډانه کې راوستلو ته پلاټ ويل کيږي. لومړی باید دا یوه خاکه کې جوړه او سوچ ورباندې وشي ، چې د يو شخص فکري او ذهني يا روحي حالت او يا داخلي جذباتو او احساساتو څرګندوېه وي. البته د پلاټ د دغې خاکې د تجزيې او تحليل دنده معمولا د کيسې د مهمو پېښو په غاړه ده . د پلاټ لپاره دا درې ځانګړنې ښودلې دي:

لومړی باید په دې سوچ وشي چې طرح (اډانه) یا پلاټ  ساده وي، منسجمه او ښه تنظیم شوې وي چې اغېزه او خوند يې زيات شي.

دویم، دا چې پلاټ بايد له حقيقت او ریښتينولۍ سره اړه ولري او د ژوند لکه چې څرنګه دی، هغسې انځور کړي .

درېیم دا چې نوښت او جدت د يو ښه پلاټ لپاره ضرور ده.  ليکوال بايد دا ځواک او وړتيا ولري چې زوړ شی هم په نوي ډول او انداز وړاندې کړای شي .ابتکار د خلاقیت لومړې شرط دی.

کله چې د کیسې لپاره د طرحې په خاکه جوړولو لاس پورې کوو، دوه ټکي مهم دي:

طرح او پلاټ به منظم وي، یا به غير منظم.

په منظم پلاټ کې پېښې او کردار يو له بل سره  سیده او یو وخت اړيکې لري چې يو د بل له مرستې پرته وړاندې نشي تللی، خو په نامنظم پلاټ يا طرحه کې نه د کردار او نه د پېښو ترمنځ اړيکې وي او نه هم پکې پېښې کوم ځانګړي ترتيب او نظم لري. ځینې وخت لیکوال د لوستونکي د فکر تحرک او لوستونکی ژور فکر ته د اړ کولو په خاطر پلاټ نا منظم جوړوي. د ادبی اثارو، داستان او ناول د لوستلو یو کمال دا دی چې استعداد، منطق، د خبرو وړتیا او ژور فکر کولو ته وده ورکوي.

۳. درېیمه خبره  د کيسې پيلامه  او زمینه داسې برابرول چې  لوستونکی پېښه پرله پسې تعقیب او ترپایه ولولي( واوري).  د داستان، ناول او رومان ښه پيلامه کولای شي چې لوستونکی يا اورېدونکی لوستو يا اورېدو ته داسې لېوال کړي چې تر پای پورې هغه پرېنږدي . دا ډول جاذبیت او کشش جوړول، د داستاني ادب کمال او هنر دی. 

په هنري- ادبي ليکنو کې د داستان زمینه او پیلامه جوړول په دوو لارو ترسره کيږي : يوه لاره داده چې ليکوال کيسه له پای څخه پيل کوي او  د ليکوالي په فني او تخنيکي مهارت بېرته د کیسې پيل ته راځي او بيا په کيسه کې د شاملې موضوع تفصيل بشپړوي . دا پيلامه په ساده او روانه  توګه وې یا هم په شاعرانه تخیل ایجادیږي. په دغو لارو کې  د یوې غوره کول د لنډې کيسې د ليکوال خوښې پورې اړه لري، خو په هر حال دې ته پاملرنه په کار ده چې پيلامه د بې مقصده اوږدوالی ښکار نه شي .

۴ . د داستان او کیسې  کرکټر يا شخصیت او لوبغاړی  باید د ټولنې یو واقعي فرد او لوستونکي ته د منلو وي. البه ساینس فکشن، یا نورو حالاتو کې مسئله توپیر مومي، لکه د بوف کور داستان کې. د کیسی اتل یا مرکزي شخصیت ډېر د پام وړ  وي. دا مرکزی کرکتر هغه څوک دی چې په خپلو کړنو، ويناوو، عمل او عکس العمل سره پېښه او کيسه رامينځته کوي او تر آخره پکې لوبیږي. زیاتره لیکوال که غواړي چې مرکزي شخصیت له ننګونو، چلنجونو ، ستونزو او سختیو سره مخامخ او ورڅخه تېر یې کړي، نو هغه ته بېلابېل حالتونه او پړاوونه جوړ او کرکتر ورسره مخامخ کوي. که کرکتر مثبت رول کې وي، طبیعي خبره ده چې لوستونکی او اورېدونکی غواړي چې کرکتر له ستونزو بریالی راووځي او که منفي وي، لوستونکی یا اوریدونکی په یو ناخودآګه ګروم د هغه د ناکامی او د یو چا په لاس د کسات اخیستو ته په تمه وي.  دا حالت لوستونکی نور هم هڅوي چې د کرکتر په وروستي حالت خبر شي، نو کیسی لوستلو/ اورېدوته دوام ورکوي. د داستان کرکتر له کړکیچونو اوړي، مبارزه کوي او غورځي پرځي، خو په خپل ټول وس او ځواک د موخې او هدف په لوري له وړاندې تګ څخه لاس نه اخلي .  د يوې لنډې کيسې په پېښه کې کېدای شي له يوه څخه زيات  شخصیتونه يا کرکټرونه يا کردارونه څرګند او د لیکوال په قلم انځور او وروزل شي خو مرکزي کرکټر يا د داستان اتل پکې هغه وي چې د پېښې جزئيات د هغه پر شاوخوا څرخي. اصلي یا مرکزي کرکټر د پېښې د جزئياتو په بهير کې ورو ورو راڅرګنديږي او  د کیسې په آخر کې یوې پایلې ته رسيږي . د یوې غوره او ښکلې کیسی د لیکلو مهارت همدغه ځای کې دې.

۵ ) د کیسې د پېښې ځای:  په کيسه کې د محل او ځای ښودل او انځورول، باید د کیسې له نورو ټولو عناصرو سره اړخ ولګوي. ښکاره خبره ده چې که د ژمي یخه سیلۍ کې یو مسافر د پنا ځای په لټه کې وي، نو شنې ګورې ونې لاندې ځان له واورو  او یخنۍ نه ژغوري.  په کیسه کې ځای هغه محل دی، چې پېښه پکې ترسره کېږي، کرکټر پکې اوسېږي، کار کوي، يا هسې ورغلی وي او هلته خلکو سره اړیکو کې وي. کیدای شي، الوتکه کې وي، جېل(زندان) کې وي، تردې هم لوی؛ کیدای شي دکیسې ځای يو هېواد وي، يو ښار وي، يو کلی وي، مغازه، یا هوټل وي. د کیسې لیکوال او راوي به د کیسې له روال سره سم دکیسې ځای ټاکي. ځای باید داسې انځور او وکښل سي چې واقعی وبریښي. البته د ساینس فکشن یا طنزیه کیسې حالت جلا دی. موږ داسې طنز لوستی چې پاچا غوجل کې څارویو ته مخامخ دی !

د ځای او محل ترڅنګ؛ وخت هم باید ریالیستیک وي. زمان او مکان په لنډه کیسه، ناول او رومان کې د ټاکلي ټولنيز، اقتصادي، سياسي او عقيدوي چاپېريال بڼه روښانه کوي، چې پر بنسټ يې لوستونکي ته  د داستان د اتل او نورو کرکټرانو وضعیت،  د دوی اوصاف او ځانګړنې، هیلې او د ژوند اړخونه اړخونه راښيي. په کیسه او ناول کې موږ د یوې ټولنې هغه حالت پیژنو، چې یو ټاکلي وخت کې یې درلود. د ځای او زمان او د کرکترونو په توصیف سره موږ  د هغه وخت له دود- دستور خبریږو. د سیمې د طبیعت په انځورلو سره مو د سیمې جغرافیې سره  آشنا کیږو او په کیسه او ناول می سفر کوو.  په ځينو کیسو او ناولونو کې دغه عناصر سېمبوليکه بڼه غوره کوي. د بېلګی په توګه د هدیرې چاپیریال ښایي د سکوت او خاموشۍ سمبول وي، یو ګڼ ځنګل ممکن  وېره تداعي کړي، داستان کې کنډواله د پیریانو او شیشکو د اوسیدو ځای ښيي،  رڼاګانې د خوشحالي سیمبول او شور-زوږ او هیجان د کار او خوشحالی انځورونه  دي.  دا زموږ لرغونو نکلونو کې هم راغلي دي. 

۵ ) سپنس ( تلوسه او د د کرکتر او د کیسې په پایلې ته دلوستونکی بیړه): دا یوه ذهني هڅونه ده چې د لیکوال مهارت او هنر پورې اړه لري، چې په څه ډول کولای شي، لوستونکی یا اوریدونکی کیسې ته داسې رامات کړي، چې تر آخره یې ولولي.  د هنر دا جادو نه یواځې  لنډه کیسه، بلکې په هره هنري او ادبي ليکنه کې په ځانګړې توګه داستاني ادب کې  اووسي. دې  موخې ته د رسېدو په خاطر ليکوال د خپل فن په مهارت د پېښې جزئيات په داسې ترتيب راوړي چې لوستونکی يا اورېدونکی د لوستنې يا اورېدنې پر مهال  په يو ډول فکري او ذهني تجسس، تلوسه او کشمکش کې راښکېل کړي، دا غوښتنه او پوښتنه ورته پیدا شي چې دا ولې؟ داڅه وشول؟ چا وکړل، لامل څه و ؟ او آخر څه کیږي؟  په دې توګه يې کرښه په کرښه او شېبه په شېبه د راتلونکو پېښو په تړاو بیړه او تلوسه لاپسې زياتيږي ، چې نور به څه کيږی ؟

۶  ) دیالوګ او  د منظرو کښل: ادبیاتو کې د ښکلا توصیف، طبیعت ته نږدې کیدل، آزد فکر ته وزرونه ورکول او منظره د رومانتیزم د دورې  سوغات دی.  په  طبیعی دیالوګ، طبیعی منظرو کښلو، د ښکلا په توصیف او  د واقعيت انځورولو سره یو ښکلی داستاني اثر لیکلای شو. دیالوګ زموږ فکر تخنوي، خبرې راښيي، منطق پیاوړی کوي، کیسه ډېره ښه پرمخ  بیایي او د کیسې  اصلی اتل او نور کرکتورنه د دوی په دیالوګ سره بیژندلای شي .  په لنډه کيسه کې د ناول،  رومان او ډرامې په پرتله پکې دیالوګونه لږې وي ، خو بيا يې هم له اهميت څخه سترګې نشو پټولای ،ځکه چې د  کرکترونو  له خبرو څخه د دوې  په هویت، عادتونو او خصلتونو  پوهېدای شو.  دیالوګ  او کیسه کې د  شخصیتونو ترمنځ راغلې خبرې- اترې بايد د دوی  او د کیسې  له پېښې سره سمون ولري او بې ضرورته مکالمې دې ونه کارول شي .

دا هم ضروري ده چې  دیالوګ او  د کرکترونو  خبر- اترې بايد له حال او مهال سره برابرې  او منطقي وي . مانا دا چې د خوښۍ په وخت کې د خوښۍ په  الفاظو او لهجې خبرې او مکالمه او د غم يا خواشينۍ پر مهال دې لهجه او الفاظ  غمناک او خواشيني کوونکي وي ، څومره چې په کيسه کې دغه برخه قوي، ځواکمنه او طبيعي وي، هومره  داستاني اثر ښکلی او په زړه پورې  کيږي .

یو بل څه چې ضرور دی، هغه د رومانتیزم د دورې د داستانی ادب  له وخته را پاتې دی او تر اوسه اهمیت ورکول کیږي، هغه د  طبیعت د منظرو کښل، طبیعت سره نږدې کېدل او  د ښکلا د توصیف لپاره د کیسو یو غوره عنصر دی. په دې سره یو داستان او ناول ډېر ښکلی کیږي دا د انسان فطرت دی چې غواړي ښکلې منظرې وویني. منظرکشی او د چاپیریال انځورول یواځې فزیکی چاپیریال نه دی، دې کې تودوخه، یخني، تیاره او رڼا او نور هم راځي. لنډه دا چې  د لنډې کیسې، ناول او رومان پېښې چې په کوم چاپېریال، زمان او مکان کې واقع کیږي، د هغه ځای او وخت د تصوير وړاندې کولو ته منظر کشي وايو. دغه هر عنصر خپل ځای لري.

۷ . تخيل :  تخیل او  انځور کښل  د هر ادبي  او هنري اثر ځانګړتیا ده. تخیل یواځې شعر کې ندی مطرح، بلکې د داستاني ادب ځېلونو کې هم  ( لنډه کيسه، ناول، رمان او ډرامه )کې هم له لوړ تخيل څخه کار اخيستل کیږي. د داستاني ادب په سراسر کې باید تخیل باید داسې  په الوت وي چې بیخي واقعيت یا واقعیت ته نږدې او په ټولنيز ژوند کې  واقع کېدونکی، دمنلو وړ  وي،

۸ )  د داستاني ادبیاتو یوه ځانګړه د  د اوج ټکی یا هغه پړاو دی چې نور نو کیسه  کې د پوښتنې څه نه پاتې کیږي. لوستونکی یا اوریدونکی دغه ځای ته په رسیدو، تر ډېره پورې د کیسې پای سنجولی او اټکل کولا شي ، خو د یوه ښه اوج لیکل له کړاوه ډک کار دی .په دې ځای کې  داستاني ادبیاتو لیکوال نه یواځې باید هنرمند او د پیاوړی قلم  لرونکی وي، بلکی د اروایي مسایلو پوه، د ښکلا پالونکی، ټولنپوه، تاریخ څخه خبر وي.     

۹). په پای کې به ووایو چې  لنډه کیسه باید لنډه ، ناول باید د ټولو پېښو چې پلاټ کې په پام کې وې بیانوونکی او هر کرکتر  خپل رول ترسره او  پېښې په منطقی تړون پای ومومي. 

مسعود: تاسې د پښتو ژبې کلیوالي او ښاري کیسې او مدرن او سنتي داستانونه یو تر بله څه ډول پرتله کوئ او توپیر یې په څه کې وینئ؟ د یو مدرن داستان د لیکلو لپاره د افسانې له تجربو څخه باید کومې لارې او نظریې په کار واچول شي؟

استاد دودیال: د پخوانیو روایتونو  راوړل او په معاصرو  ژانرونو کې یې بیا انځورول ټوله نړۍ کې معمول ده.  د دون کیشوت او شکسپیر له لیکنو اوس  ډرامونه جوړیږي، د شوالیو له ژوند ناولونه لیکل کیږي، د سکندر ، پرومته  او نورو په اړه له زړو کیسو ،نوي ناولونه لیکل شوي دي. په فرانسه کې  داسې معاصر ناولونه شته چې د څلور -پینځه سوه کاله مخکې  بادي ژرندو  کیسې لري او فلمونه یې  جوړ شوي دي. دا ډول داستان او فلم ډېر زیات مینه وال لري.  پښتو شفاهي ادب کې  داسې تومنه او  تجربه شته چې  معاصرو داستاني ادبیاتو کې ورڅخه کار واخلو.  زموږ سنتي یا لرغوني حکایتونه او کیسې  ساده، خو له پند او عبرت ډک وو. معاصره پښتو کیسه لیکنه کې هم  لکه د نورې نړۍ  د داستاني ادبیاتو په شان  ډېرې داسې  بیلګې شته چې په پخوانیو نکلونو ډډه لګوي.  تر اوسه چې موږ څومره ګورو  زیاتره  کیسې  او ناولونه  کلیوالي سیمې  انځوروي.  په تېره بیا د شپون، احمدي، لایق، غوث خیبري، انځور  او خالق رشید ناولونه او لنډې کیسې زیاتره کلیوالي چاپیریال انځوروي، سره له دې چې دوی کې یو  شمېر یې  له هېواد بهر او  یو شمېر یې ښاري  چاپیریال کې  اوسیدلي او لیکنې یې هم ښاري ماحول کې کړي دي، خو په کره توګه یې کلی او کلیوالي ژوند انځور کړی دی. البته د محک یو ناول ، د مصطفی سالک یو ناول او د ګوتو په شمار لیکوالو کیسو ښاري چاپیریال انځور کړی دی. 

مسعود: ستاسې له انده د پښتو ژبې لنډه کیسه او ناول او بيا دا دواړه له نورو ناپېيلو(منثورو) ځېلونو (طنز، تکل، نندارمې يا نمایشنامې، فیلمنامې…) سره د میتود له پلوه څه توپیر لري؟

استاد دودیال: د داستانی ادب هر ځېل خپل میتود، معیارونه او عناصر لري. د داستاني ادب د هر ځیل د لیکلو میتود په خپل منځ کې تقریباً سره ورته دی،  خو له نورو ادبي ځېلونو سره توپیر لري. البته دا لکه د ریاضی او کیمیا د فرمولو په شان وچ او  مقید نه دي، خو  ښودل شوي دي.  په دې کې مهمه ده چې لیکوال د کیسې له پیل مخکې یو  ښه پلات چې هدفمند، منطقي، د تلوسې پاروونکی او ورته د انځورولو او انکشاف ورکولو وړ وي، طرح کړي. دې ته  لومړنی ګام یا د طرح پړاو وایو. د لنډې کیسې، ناول یا ډرام لپاره یوه پیلامه هم په کار ده چې د اوریدونکي، لوستونکي یا لیدونکي پام راواړوي او څه ناڅه موضوع څخه خبر شي. د کرکتر غوره کول، د هغه د رول او نقش سره سم د هغه توصیف کول، درېیم ګام دی. توپیر دا دی چې ممکن لنډه کیسه کې یو کرکتر ولرو، خو ناول او ډرامه کې ممکن څو کرکترونه او نور فرعی کرکترونه او پېښې هم زیاتې وي.  په ننداره او ډرامه کې د کرکتر د توصیف ترڅنګ،  په ستیژ د هغه مکیاژ او  جوړول هم لوی هنر دی.  ناول کې کرکتر د هغه په ټولو ځانګړونو لوبول کیږي، خو لنډه کیسه کې د کرکتر  یواځی یو مهم او جوت انځور کاږل په کار دي. هره  لنډه کیسه او لنډ ډرام اقلاً په یوه پېښه او ناول او رمان په څو پېښو راڅرخي. د کرکتر / کرکترونو دیالوګ عمومي فضا او د پېښو پرمختګ بیانوي.  پېښې باید دومره تخنوونکې او د تلوسې پاروونکې وي چې د لنډې کیسې/ ناول لوستونکی ځان او خپل ماحول هېر او په کیسه کې دومره ډوب شي چې ترپایه پورې یې له لوستولو سر پورته نه کړي.  د داستاني ادب د تخلیق هنرمندانه مهارت او وړتیا همدې کې ده.  

د داستاني ادب د لیکوالو لوی مهارت  به دا وي چې صحنې، کرکترونه او پېښې داسې  انځور کړي چې لوستونکی یې نه یواځې ریښتیانۍ و بولي، بلکې ورته حیران شي. ځینو میجیک ریالیزم او  ساینس فکشن کې انځور ګري جلا مهارت غواړي. دلته باید په لوستونکي، اوریدونکي یا د ډرام او فلم په لیدونکي نه باور کیدونکي مسایل د هنرمندانه ایماژونو په قوت ومنو(!).   

تخيل د ادب هر  ځېل کې  یو عنصر دی، خو لنډه کیسه او  ناول کې د تخیل پر وزرونو لوستونکی او اورېدونکی تر اوج پورې   رسول کیږي.  عجیبه ده  چې دغه عنصر لا آن زموږ  ولسي نکلونو کې  شته.  په تخیل سره ادبي تخلیق ښایسته او په همدې مخیل والي سره هنري کیږي. د داستاني ادبیاتو  په لیکلو د دغه میتود  پام کې نیول د لیکوال د بري ضمانت کوي.

د مخکنیو یادو شویو عناصرو سره یوځای په لنډه کيسه، ناول، رمان او ډرامه کې باید لوړ تخيل وي. دا  نو د لیکوال فکری قوت پورې اړه لري. سره له دې چې داستاني ادب کې څو پورتني عناصر  او د لیکلو میتود شریک دي، خو لنډه کیسه کې اوج یاد پرمختګ لوړ ټکې د کیسې د شاخص نقطه او هغه پړاو دی چې نور نو کیسه  کې د پوښتنې څه نه پاتې کیږي او لوستونکی د کیسی پاې اټکل کوي. دا هغه وروستۍ او پرېکنده شېبې دي ، چې  لیکوال ورته په ټوله لیکنه کې  چمتووالی نیولی او دلته یې  لوړې څوکې ته رسوي. دا پړاو اروایي تحلیل سره ډېره اړیکه لري. په دې پړاو کې د لوستونکي ذهن کې ټولې  راجمع شوې پوښتنې ځواب مومي او د کیسې له پیل  تر دې ځایه  اچول شوې غوټې يو په بل پسې پکې  پرانيستل کیږي  او کيسه د منطقي پايلې په  لرلو سره د یو ژور  رواني اغیز  پر  پریباسلو پای ته رسیږي .

د لنډې کیسی او ډرامې د اوج  د ټکی د کښلو لپاره ضروري ده چې  :

۱. اوج بايد د هغې تر ټولو لوړ  او د پېښې د پای ته نږدې کېدو نقطه وي. دغې برخې ته په رسیدو سره لوستونکی د کيسې د پېښو منطقي پايله او نتيجه تر لاسه کوي.

۲. باید اوج د کیسې له ټولو پېښو یا اصلي پېښې او په کیسه کې د رامنځته شویو    کمپلکسونو او کړکېچونو سره چې د مخه راغلې وي، ټينګه اړيکه ولري .

۳. باید قناعت بخښونکی ، د منلو وړ او روښانه وي،   

۴. د کیسې اوج ته په رسیدو کې بیړه نه ده په کار، بلکې فقط هغه وخت لوستونکی ور  ورسول شي، چې نور  غوټه پرانیستل کیږي او  د انتباع سبب کیږي.

۵. وروستۍ خبره  د کيسې پايله  ده چې اغېزمنده وي او  اثر  تر عمرونو پورې د لوستونکي ذهن او حافظه کې پاتی شي.   دا په واقعيت کې هغه پړاو دی چې دلته بايد ټول هغه مقصد، اغېز او تاثير يا پيغام چې ليکوال يې لوستونکي ته رسول غواړي، بشپړ شي . د کيسې پايله بايد په داسې ډول وشي چې لوستونکي يا اورېدونکي ته کټ مټ د حقيقت په څېر وبرېښي او که څه مصنوعيت او غير طبيعي والی پکې څرګند شي د ټولې کيسې خوند به خراب کړي.. کله چې  لیکوال د لنډې کیسې دا مهارتونه ولري، هغه ډېر ښه ناول او رمان یا ډرامه هم لیکلای شي. 

  داستاني ادبیات د خپلو ځانګړنو، سکښت، عناصرو  او  هنري بیان له مخې یو بل سره نږدې دي، په همدې خاطر  هغه لیکوال چې لنډه کیسه لیکلو کې تجربه او مهارت لري، ښه ناول او رومان هم لیکلای شي، همدغه لیکوال ډېره ښکلې ډرامه هم لیکلای شي. په همدې خاطر د نړۍ  دېر  کیسه لیکوال، نامتو  ناول لیکونکي او د ډرامو  ریژوسور کوونکی هم وو.  دا میتودونه په لږ او زیات توپیر سره ټولو داستاني ادبیاتو که شته، خو ځینې توپیرونه هم لري.  د بېلګې په توګه لنډه کیسه باید لنډه وي، خو ناول او رمان ته دا شرط نشته، لنډه کیسه معمولاً یو کرکتر او یوه پېښه تعقیبوي، خو رمان او ناول کې دا شرط نشته. ناول او رمان په څو څپرکیو ویشل کیږي، خو لنډه کیسه څپرکي نه  لري.  ډرامه د نندارې لپاره لیکل کیږي، جذابیت یې ډیکور، دیالوګونو، د نندارې ظاهري ډول پورې اړه لري، کیدای شي د یو پیغام ترڅنګ زیاتره د خندولو اوتفریح په موخه وي.  نو په دې ډول دا هر یو د مشترکاتو ترڅنګ؛ د میتود له مخې  یو بل سره توپیرونه هم لري.

مسعود: پښتو ناول د پښتو معاصر داستاني ادب له مهمو ادبي ژانرونو څخه دی. تاسو د پښتو ناول د رامنځته کېدو تاریخي بهیر، سرچینې، د پرمختګ مهم پړاوونه او د لومړنیو ناولونو پېژندنه څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: لومړی به  معاصر وخت کې د نړیوال داستاني ادب په اړه لنډه خبره وکړم: 

اوسنی عصر د ساینس، تخنیک او د هنرونو د رنګارنګۍ او ایجادیاتو عصر دی. لنډه کیسه، ناول او رُمان د همدې نوي عصر ادبي ایجادیات دي. ناول او رومان د اروپا په ویښتیا او ترقۍ کې پرېکنده رول درلود. ناول  لوستل د اروپائیانو ډیره  خوږه تفریح ده. دا چې د ناول، داستان او رومان پوښتنه مو کړی ده، باید وویل شي چې دا ټول په ادبی نثر او بیا په داستانی ادبیاتو کې شمېرل کیږي.

ناول نه یواځې د نړۍ په کچه، بلکې پښتو ادب کې هم نوی ادبي ژانر دی. د ناول کلمه په اوسنۍ بڼه په اتلسمې ميلادي پېړۍ کې را پیدا شوې، چې وروسته بيا له انګليسي او هسپانوي څخه په نورو ژبو ورګډه شوې ده. ځینې کره کتونکي او ادبپوهان ناول د ادبي ژانرونو ملکه بولي. په انګرېزي ژبه کې لومړنی کتاب چې د ناول نوم  ورکړ شو، د درچارډسن کتاب و. په دغه کتاب کې ډېر نوښتونه شوي وو، په دغه ناول کې یوه خادمه له یو تور رنګ سړي سره مینه کوي، په یاد ناول کې، د لرغونو وختونو د کیسو برخلاف،  د لومړي ځل لپاره د دېوانو او پریانو پرځای د انساني ژوند کیسه بیان شوې ده. 

له نولسمې پیړۍ را دېخوا  عصر کې  ناول لیکلو ګړندی پرمختګ وکړ، د کمیت او کیفیت له پلوه لوړ برید ته ورسیدل.   په تېره بیا اوس امریکا او اروپا کې د لیکوالانو زیات تمرکز په ناول او لنډې کېسې لیکلو دی. داستاني ادبیات د ادبي  ژانرونو ښکلی، جذاب،خو پیچلی او له رمزونو او روموزونو ډک فورم دی.  پښتو داستاني ادب او ناول له نولسمې پیړۍ را پیل شو،  دا دی اوس موږ پښتو کې هم غوره ناولونه لرو. پښتو ناول کې هم د دېوانو، پریانو او شیشکو ځای اوسنیو واقعیتونو ونیو.  د پښتو داستاني ادب  پیل ارواښاد راحت زاخیلي ته منسوب دی چې کوزه پښتیخا کې یې لومړنۍ لنډه کیسه ولیکله او بیا یې یو اردو ناول ژباړلی و.  پښتو داستاني ادبیات په  زه پورې تاریخچه لري. زموږ لندې کیسې، ناولونه او رمانونه هومره خواږه او بډاې دي، لکه فولکلور او شفاهی -ولسي ادب کې مو چې نکلونه او افسانې له خوږو پندونو، عبرت او عجیبو پېښو ډک، روایات او راز راز کرکترونه حیرانوونکی او بیان یې جذاب دی. له دې څخه پایله ترلاسه کیږي، چې معاصر داستاني ادب مو په حقه سره د فولکلور خواږه په میراث وړي دي. 

ستاسو د  پوښتنې بله برخه د داستاني ادب سرچینې او لومړني  آثار او د داستاني ادب پړاوونو په اړه ده،  په لنډ ډول به ووایو چې:

د پښتو معاصرو لنډو کیسو او ناولونو سرچینې په خپله د ټولنې وضعیت، روایات، حماسې، اسطورې، د خلکو دردونه، له پخوا څخه راپاتې د حکایتونو او ولسی نکلونو دود-دستور او تر ډېره پورې له هغو څخه متاثر والی او د لیکوالو ژمنتیا د ټولنې په وړاندې او بالاخره د ادبي تخلیق  تنده او پازه ده. 

د پښتو لومړنی ناول د میاحسیب ګل کاکاخېل (نقش نګین) و، څېړونکي  یې د اردو ناول( مراة العروس) ژباړه بولي.  ډېر څیړونکي د سیدراحت زاخیلي  ماه رخ یا نتیجه عشق لومړنی پښتو ناول بولي چې په ۱۹۱۲م. کال کې خپور شو، ورپسې نورمحمد تره کې ( بې تربیه زوی) په ۱۹۲۹م. کې نشر کړ. په دې توګه پښتو داستاني ادب او ناول لیکنه کې د راحت زاخیلي او نور محمد تره کی نومونه تر نورو مخکی مخې ته راځي. په ۱۹۵۰م. کې د محمد ادریس ناول د(پېغله) په معیارونو برابر ناول و، چې د معاصر ناول ټولې  ځانګړنې یې لرلې. د پړاوونو  پوښتنه مو کړې ده ، په لنډ ډول به ووایو چې: د د پښتو ناول لومړی پړاو د شلمې پیړۍ لومړۍ نیمایی وه، چې بیلګه یې (پېغله) او (بی تربیه زوی) کیدای شي، 

 دویم پړاو یې له ۱۹۵۰ وروسته تر ۱۹۷۰م. پورې و. دا وخت په داستاني ادب کې هنریت ، نوښت او ژمنتیا څرګند شول، موضوعات هم متنوع وو. دې کې د مهدي شاه مهدي، غوث خیبري، تورویانا او پژواک نومونه یادولای شو.

درېیم  پړاو له ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۰۱م. کال  پورې و، چې دغه دوره کې  زیات لیکوالان لرو، لکه: مصطفی جهاد چې ( دتخت غمی) یې لیکلی، ع.ا.محک (زمرده)، شپون شین ټاغی، افغانپور(د خلکود آرمان سپیلنی) او نور چې دلته د ټولو یادول زیات ځای نیسي.

څلورم پړاو  له ۲۰۰۱م. وروسته.  په دې پړاو کې زیات ځوانان را څرګند شول لکه ارواښاد نصیراحمد، عمرلور،ننګیال، تراب، پسرلی، نصرت آرمان او څو نور. باید ووایم چې دلته مې د برې پښتونخوا د لیکوالو نومونه یاد کړل، خو په مجموع کې که د پښتو داستاني ادبیاتو تاریخ او پړاوونه یادوو، باید د پښتو ژبې اثار وشمیرو چې دې کې بیا ډېره برخه د کوزې پښتیخا ده، چې نومونه او بیلګې یې ما یوه بله پوښتنه کې لیکلي دي.

مسعود: پښتو ناولونه د موضوع، سبک او موخې له مخې بېلابېل ډولونه لري. ښه به وي که تاسو د دغو بېلابېلو ډولونو په تړاو رڼا واچوئ؟

استاد دودیال: د ناول لیکلو سبک ټولې هغه ځانګړنې، د لیکلو طرز، فکر او هنري- ادبي اصول او منځپانګه ده  چې ناول لیکوال یې رعایتوي. نړیوال ناولونه بېلابیلو مکتبونو پورې اړه لري، خو  د  پښتو  ناول لیکنې یواځې دوه پیړۍ تیریږی. په همدې خاطر موږ کلاسیک سبک کې ناول نه لرو، خو د کلاسیکې دورې حکایتونه ، نکلونه او اسطورې لرو.  پښتو ناول شلمه پیړۍ کې را منځته شو. دا وخت رومانتیزم مروج او عام ادبي سبک و.  لومړنیو ناولونو کې تخیل، طبیعت سره پیوند، مینه او د چاپیریال د ښکلاوو ستایل،  آزادي او عدالت پالل پکې له ورایه ښکاري. آن د ښځو ژوند ( لکه د کونډه ناول، پېغله او یوڅو نورو کی)، طبقاتی بیعدالتی       ( لکه د بنګ مسافری) کې او  د زړو فیوډالي مناسباتو غندنه او د ملي اتلانو ستاینه او تاریخي پېښې یې رانغښتي دي. وروسته له هغه ریالیستیک ناولونه ولیکل شول. دا وخت ریالیزم یا آرمان پالنه یوه اړتیا شوې وه، په تېره بیا د لمریزې پنځوسمې او د شپیتمې لسیزې لومړیو کې دا ډول ناولونه هم له بهرنیو ژبو پښتو ته و ژباړل شول او هم  زموږ د لیکوالو له خوا  په پښتو ژبه خپاره شول. د ناتورالیزم څرګنده  بیلګه نه لرو،  خو  د اسحاق ننګیال، ( سیوری) د سیمبولیزم یوه بیلګه کېدای شي. د سوریالیزم، فوتوریزم او اګزیستالیزم بیلګې ما نه دي لیدلي. د تراب، ( هغه به څوک و) ناول د خپلو ځانګړنو له مخې جادویي یا کوډګر ریالیزم ته ورته دی.

زموږ لیکوال ډېر ښه پوهیدلي دي چې افغاني ټولنه وروسته پاتې ټولنه ده، نو ناول لیکوالو ډېرې عالي او انساني موخې پام کې نیولي دي، لکه:  تعلیم، کار او زیار  ته درناوی، د ښځو د حقونو درناوی او د محرومو وګړو د ژوند انځور، کورني مسایل، سوله، د ملي اتلانو  د ژوند انځورول او  ولسواکي. البته یو شمېر لیکوالو تاریخي ناولونه هم لیکلي دي چې موخه یې د ګران وطن او زموږ د نیکونو  د پرتم  او د ملی دود-دستور پېژندنه او د تاریخي پېښو روښانه کول دي.

مسعود: تاسو د پښتو ناول د ودې او پراختیا پړاوونه له دودیز روایتونو څخه ټولنیز، تاریخي، رواني او انتقادي بدلون ته، څه ډول څېړئ؟

استاد دودیال: پښتو ناول او د هغه پړاوونو زیاتره له سیاسي  تحولاتو سره  مزل کړی دی. د همدغو سیاسي بدلونو له امله یې منځپانګه هم بدله شوې ده . له ۱۹۲۰ تر ۱۹۵۰ م. پورې موږ د ګوتو په شمار ناولونه، هغه هم زیاتره کوزې خوا کې  لرل، له ۱۹۵۰م. وروسته د موضوعاتو په بدلون سره هم کوزه او هم بره خوا کې هم د ناول او هم د لیکوالو شمېر زیات شو.  زیات ناولونه چې موضوعات یې  بیخي متنوع وو، له ۱۹۷۰ او بیا وروسته تر ۲۰۰۱م. پورې پېښ شول. لږ مخکې دا پړاوونه یاد شول. د منځپانګې بدلون په ترتیب سره  له ټولنیزو مسایلو ، تاریخي موضوعاتو ته او بیا  طبقاتی تضادونه، بیوزلي او د سیاست مسایل او  وروستیو کې  ځینو کې  رواني موضوعات راغلي دي. دا پړاوونه تر اوسه د کوم خپلواک تحقیق پر بنیاد نه دي، خو  ثابته خبره ده چې ډېر ګړندي نه، بلکې په محافظه کارۍ سره روان وو. تېرو دوه سوو کلونو کې د ناولونو شمېر ډېر کم او د بیسوادي له امله یې  د لوستونکو شمېر هم کم و.  ستونزمنه خبره ده چې د بدلون خبره یې وشي. آن دا چې یو شمیر ادبي نویو سبکونو کې ناول نه لرو. د سیمبولیزم، فوتوریزم او سیانیس فکشن برخو کې زموږ نظرته کوم معیاری ناول مخې ته نه راځي، خو هیله لرو چې لږ وخت کې به له خیره ښه  او د بیلابېلو موضوعاتو لرونکي او نویو سبکونو کې نوښتیز او خواږه ناولونه ولرو. 

مسعود: ستاسو په اند، د پښتو ناول د ښه جوړښت او اغېزناک ادبي او هنري بیان لپاره یو لیکوال باید له کومو بېلابېلو مهمو ادبي او هنري لارو او تخنیکي وسایلو څخه کار واخلي؟ 

استاد دودیال: داستاني ادبیات؛ په تېره بیا ناول د نوي عصر ژانر دې. د ناول لپاره معیارونه لرو. د ناول لیکوال باید تر هرڅه د مخه پراخه او ژوره مطالعه ولري، خپله ټولنه یې  پیژندلي وي، د ولس له ذوق او اړتیاوو خبر اوسي. کله چې ناول خپریږي، ډېره به ښه وي چې کره کتنه ورباندې وشي. کره کتنه کې کېدای شي د نښېر د ښه جوړښت او اغېزناک ادبي او هنري بیان، د بېلابېلو مهمو ادبي او هنري لارو او تخنیکونو او وسایلو  ارزونه وشي.  زموږ داستاني ادبیات اکاډمیکې، ادبي، فلسفي او ټولنیزې کره‌کتنې ته اړتیا لري. ناول لیکنه  په هر اړخیزې ارزونې سره وده کوي چې په دې ډول ارزونه کې  د ادبي اثر نوي اړخونه  رابرسېره، ارزښتونه یې جوت او د نوښت لپاره فکري زمینه برابره شي. اکاډمیکې کره‌کتنې د  ناول جوړښت، ژبه او هنري بیان  راښيي. ادبي کره‌کتنه یې ژبه او د لیکوالي طرز او هنري ارزښتونه راښیي،  فلسفي کره‌کتنه یې فکري او وجودي پوښتنې؛ او ټولنیزه کره‌کتنه یې له ټولنې، تاریخ، کلتور او انساني ژوند سره اړیکه روښانه کوي. ډېره مهمه ده چې د لیکوالو ټولنې ولرو چې د لیکوالو لاسنیوی وکړي، د خپرو شویو آثارو لپاره مارکیت وموندل شي، ملي ادب مو په بهرنیو ژبو وژباړل شي او نړیوالو ته معرفي شي. د ادبیاتو تجربه لرونکي استادان دې لکچرونه، سیمینارونه  او کنفرانسونه دایر کړي،  غوره ناول وهڅول شي او هغه ناول چې د سمون او اصلاح لپاره اړتیا لري، ورته لارښوونه وشي. د ناول د چاپ مصرف دې له حکومتي بودېجې څخه مجرا شي او کتاب په ارزانه بیه لوستونکو ته ورسول شي. د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې لیکوالو ته حق الزحمه وټاکي او لیکوال وکولای شي د خپل قلم له برکته د ژوند اړتیاوې پوره کړي. هرکال د ادبي سیالیو اعلان او ناول لوستلو ته د ځوانانو هڅونه یوه حتمي اړتیا ده. کله چې د ادبي آثارو د لیکلو او خپرولو برخه کې دا ډول ګامونه اوچت شي، لیکوال خامخا د خپلو آثارو د ښه جوړښت او اغېزناک ادبي او هنري بیان لپاره نوښت کوي، زیار ګالي او په بېلابېلو مهمو ادبي او هنري لارو او تخنیکي وسایلو ځان بلدوي.

مسعود: ستاسو ارزونه د پښتو ناولونو د مهو موضوعاتو، منځپانګې، د پښتني، انساني او ټولنیز ژوند د بېلابېل اړخونو، موخو او  پیغامونو، د ادبي، تاریخي، اقتصادي او ټولنیزو ارزښتونو په تړاو څه ده؟

استاد دودیال: د ناول موضوعات له پخوا محدود وو. مینه، ټولنیز مسایل، ظلم او بیعدالتي غندل، د ښځو د  دردونو انځورول او بیا وروسته تاریخی مسایل. یو شمیر نوي مسایل لکه د سیاست، روحیات، اقتصاد، د حقوقو موضوع  یا د ساینسی پرمختګونو موضوعات مو نه  لرل. له بلې خوا لومړني ناولونه  زیاتره  فزیکي اخ وډب  او ظاهري حرکات او د  کرکتر یا کرکترونو میخانیکي چلندونه وو، د پرسوناژ  سایکالوژیکي انځورول او د هغه د  د ننني حالت ښودل نه و. د کیسې په مسیر کې به کرکتر یا څېرې او پرسوناژونه د کیسې څوکې (اوج ) ته ورسول شول. البته  لیکوالانو مو ښه پیغامونه لرل، خو  پلات او پېښو تر ډېره ځايه فعاله او روايتي بڼه درلوده ، په اروایي  تحلیل  به دومره نه څرخېده او ټوله پاملرنه به يې فزیکي کړو- وړو ، حرکاتو او ظاهري څېرې ته اړولې وه. د داستان د کرکتر  رواني حالت انځورول چې یو جلا هنر دی، پخوانیو کیسو کې نه و .  ښکاره خبره ده چې دې ډول کيسې د وګړو د نننی روحي حالت ښودل، د ټولنې د حقايقو انځورول او رابرسېره کول په سمه توګه نشو کولای. د لومړنیو یو شمیر ناولونو  موضوعات هسې د بوختیا لپاره وو، ټولنیز رسالت او لوستونکي ته یې د ده پازه نشوه القا کولای، لوستونکي به يې د څو شېبو لپاره بوخت ساتل. خو ورو ورو  پښتو ناول جدي مسایل مطرح کړل، لوستونکو ته یې هېواد او تاریخ ورمعرفي کړ، ملي اتلان یې وځلول، آن دا چې ناول کې داسې سیاسي موضوعات راغلل، چې د لوستونکو پر سیاسي شعور  یې اغیز وکړ.  د ارواښاد خیبري ناولونو ملی شعور راویښ کړ،  ورپسې نورو ناولونو  د ژوند په نورو برخو  کې مسایل طرح کړل، خو  هغه څه چې هېر  وو، هغه د تربورګلوي غندنه، د اتفاق راوستل، د نوي عصر تعلیم ته هڅونه او د ژوند اقتصادي او معیشتي برخو ته پام  وو.  دې اړتیا ته  نصیر احمد احمدي ځواب ووایه. 

ښکاره خبره ده چې یو ناول په یوه مرکزي پېښه  او  ورسره د یوې یا څو  فرعي پېښو  په لرلو سره په مخ ځي، دا پېښه/ پېښې باید د تخيل له وزرو نو سره سره واقعي بڼه او د احساساتو د پارونې  څپې هم  ولري . یوه ښه ناول کې د واقعيت او تخيل تر منځ يو منطقي تړاو  وي، تر څو  د ټولنې ناخوالې او  واقعيتونه څرګند کړي. پښتني ټولنه ډېرو زیاتو ناخوالو سره مخ ده. که ناول اروپا د کلیسا له جبر او خرافاتو وژغورله، پښتني ټولنه باید د ناول په قوت  له وروسته پاتېوالي، بی اتفاقي، بیسوادي، بیوزلي او فتالیزم  وژغورو.  همدا  دردونه او نیمګړتیاوې زموږ واقعیتونه دي او کوم ناول چې په واقعيت ولاړه وي ، بريالی او د ټولنې د درد دوا کوونکی کېدای شي. دا سمه ده چې ادب کې تخیل او ښکلا انځورول  وي(ادب د  ادب لپاره) ، خو زمونږ د پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو یوه پازه باید ( ادب د ژوند لپاره ) هم وي. موخه دا نده چې د لنډې کیسې، ناول او رومان ليکنې بهير کې هنریت او ادبی صنایع، ایماژونه او ښکلاییېز اړخونه هیر   او کټ مټ پکې واقعيت تصوير شوی وي او د تخيل هيڅ تومنه پکې محسوسه نشي، يوازې د پېښې/پېښو تخنیکي او فزیکي  بيان او اخ وډب وي يا  بیخي تخيلي، خيالي  او له واقعیت لرې وي. پښتو ناول  باید په افغاني ټولنې او چاپېريال کې اووسي نه پردي  چاپېريال او ټولنه کې .  (موخه هغه ډرامې او فلمونه دي چې له بده مرغه دغو وروستیو کلونو کې پاکستان کې د پښتو فلم او ډرامې په نوم  ډکیږي چې  قطعاً  پښتني کلتور  نه ښيي، بلکې د پښتني ټولنې  سپکاوی دی.)

البته کله چې  ناول د تخيل په زور لیکو څه شاوخوا داسې انځورونه به راځي چې  لوستونکی حیرانوي، خو دټولنې د ارزښتونو، دود-دستور او معنوي دریځ خلاف به نه وي او دا ډول انځورونه ناول ته ښکلا وربخښي.  شپون دا انډول ډېر ښه رعایت کړی و.  دا هیله هغه وخت تحقق مومي  چې د  داستاني آثارو فني تخنيکونه او اصول تطبيق شي. دغه برید ته رسېدل هله ممکن کېدای شي چې  لیکوال مو  ادبی مکتبونه، د نړۍ او نورو ژبو نامتو داستاني آثار  او څه ناڅه ادبي تیوري لوستي وي  او په لیکوالي کې یې پوره مشق او تمرین کړی وي، د کره کتونکو خبرو ته یې  غوږ نیولی وي او  ټولنه او ولس  یې  سم پیژندلی وي. زموږ داستاني ادبیات بايد داسې  انځور او وليکل شي چې د ټولنې او ولس پر واقعيتونو ولاړ وي ،لوستونکو  ته نوی او رغوونکی اغیزناک فکر ورکړي،  د سمون لامل شي او د دوی پر ژوند او چاپېريال راوڅرخي او هم يې استازيتوب وکولای شي.  په ډېرو داستاني پېښو کې د پند او عبرت ټکی نغښتل یوه اړتیا ده. 

مسعود: د پښتو داستاني ادب په تاریخ کې ګڼو لیکوالو د ناول او اوږده داستان په برخه کې ډېره زیاته پاملرنه کړېده. ښه به وي که تاسو د پښتو ناولونو د نوموتو لیکوالو د پېژندنې په تړاو او د دوی د مهمو او اعېزناکو نښرونو(آثارو) په اړه خپل لید راسره شریک کړئ.

استاد دودیال: لږ مخکې  د داستاني ادب د لنډ تاریخ د توضیح ترڅنګ، د نامتو ناول لیکوالو او  نامتو پښتو ناولونو  نومونه  یادشول. دلته به د یو څو تنو چې ډېر حقدار دي، نوم بیا ځلي یاد کړم: محمد ادریس، قلندر مومند، ډاکتراحسان الله هېر، سعدالدین شپون، محمد صدیق پسرلی، نصیر احمد احمدي، زیتون بانو، فاروق سرور ،درمحمدکاسی، زرین انځور، پروین ملال، امین افغانپور، اکبر کرګر، او ګڼ نور لیکوال چې مخکې پوښتنه کې په تفصیل د دوی  له آثارو سره یو ځای یاد شول. د دغو لیکوالو د داستانی آثارو  له لارې پښتو نثر له نویو موضوعاتو، نویو فکري لیدلورو او بېلابېلو اسلوبونو سره مخ شوی او ښه پرمخ روان دی.

مسعود:  ښه به وي که د یو ښه پښتو ناول د ځانګړتیاوو، بنسټیز او رغوونکي توکي او عناصرو او ادبي سبک په اړوند خپل لید راسره شریک کړئ.

استاد دودیال: یو ښه ناول او کېسه کې  پلاټ، کرکټرونه، پیغام، مکالمې، غوټه پرانیستل، منظر کشي، غوټه پرانیستل، تلوسه او احساس له مهمو ځانګړنو څخه دي.  نوښت لرونکی لیکوال  باید په ښه پیل او پای، د کېسې د بیانولو په ژبې، هنريت، د نويو ترکیبونو او اصطلاحاتو په راوړلو، له کلیشه یي مسئلې په تېرېدلو، معنا لرونکو لنډو جملو راوړلو، په ځانګړو وختونو کې د شعرونو، متلونو او لنډو کېسو په استعمال او ځینو نورو برخو هم برلاسی وي. د ادبي صنایعو د رعایت، د غوره دیالوګ او ایماژونو  ترڅنګ؛ ښه ناول هغه دی چې د ټولنې په وړاندې یې ژمنتیا پوره کړي وي، د ولس دردونه انځور، د حل لارې وښیی او روڼتیا او ویښتابه سره مرسته وکړي. زموږ ټولنه اوس دغو  ارزښتونو ته اړه ده. 

مسعود: په پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو کې د پښتو ناول پیل او د دې ځېل (ژانر) راڅرګندېدل، لومړني پړاوونه او مخکښ لیکوال څوک ول؟ ښه به وي که تاسو په دې تړاو لنډ مالومات راسره شریک کړئ.

استاد دودیال: د پښتو د لومړنۍ کیسې کې هم ډېر لږ اختلاف شته، زیاتره څېړونکي شلېدلې پڼه لومړنۍ لیکل شوې لڼده کیسه بولي، د ناول په اړه هم یو څه اختلاف شته. ځینې څیړونکی د ارواښاد میاحسیب ګل کاکاخېل (نقش نګین) ناول لومړنی لیکل شوی او خپور شوی ناول بولي. څېړونکي وایي چې لومړنی ناول اردو ( مراة العروس) ژباړه وه. ژباړه هم یو فرهنګی کار و، خو  ډېر څیړونکي د سیدراحت زاخیلي په ماه رخ یا نتیجه عشق حساب کوي چې همدا لومړنی پښتو ناول دی. سید راحت زاخیلی  هغه لیکوال و چې لومړنۍ لنډې کیسې هم لیکلی وې. د پښتو دغه لومړنی لیکل شوی ناول په ۱۹۱۲م. کال کې خپور او خلکو ولوست. برې خواته نورمحمد تره کې ( بې تربیه زوی) په ۱۹۲۹م. کې نشر کړ. په دې توګه پښتو داستاني ادب او ناول لیکنه کې د راحت زاخیلي او نور محمد تره کی نومونه تر نورو مخکی مخې ته راځي. وروسته بیا هم  کوزه خوا او هم بره خوا ناول لیکنه ورو ورو پرمخ ولاړه او په ۱۹۵۰م. کې د محمد ادریس ناول د(پېغله) په نوم نشر شو.  دا یو ډېر ښکلی ناول و. دا ځکه چې د معاصر ناول ټولې  ځانګړنې یې لرلې. د شلمې پیړۍ لومړۍ نیمایی د پښتو ناول لومړی پړاو بلل کیږي. بل پړاو یې له ۱۹۵۰ وروسته تر ۱۹۷۰م. پورې و. دغه دوره کې داستانی ادب کی هنریت وځلېد او موضوعات هم متنوع شول: لکه ټولنیز مسایل، ښوونه اوروزنه، ټولنیز طبقاتی تضادونه، د ناوړه دودونو غندنه،  د ښځو د ژوند انځور  او دې ته ورته د ټولنیزو ستونزو عکاسي او د نیمګړتیاوو ښودل او د سمون پیغامونه د داستاني ادب محتوا شوه. ورپسې بل پړاو له ۱۹۷۰ څخه تر ۲۰۰۱م. کال او څلورم پړاو  له ۲۰۰۱م. وروسته.  دا پړاوونه او  وېشنې د شرایطو د بدلون  سره موازي په داستاني ادبیاتو بدلونونه او تغییرات ښیي. فکر کوم  نور  درانه لیکوال به هم  دې خبرې او وېشنې  سره موافق وي . 

مسعود: په پښتو معاصرو داستاني ادبیاتو کې پښتو ناول یوازې د پېښو بیان نه دی؛ ژبه او سبک هغه څه دي چې ساده پېښه په ادبي او هنري نښیر(اثر) بدلوي. تاسو په پښتو ناول کې د ژبې او ادبي سبک مهمې ځانګړتیاوې او اغېزناک ادبي او هنري ارزښت څه ډول ارزوئ؟

استاد دودیال: په پښتو ژبه ناول د نولسمې پیړۍ  وروستیو او د شلمې پیړۍ پیل کې ولیکل شو. دا دوران د رومانتیزم او ریالیزم دوران و. افغاني ټولنې هم همدې سبک ته اړتیا لرله. طبیعت پالنه، خپلواکي سره مینه او ملي مسایل ستایل، عدالت او نیاو، د طبقاتي تضادونو؛ په تیره د فیوډالي زړو مناسباتو غندل او ټولنې ته د نوي دوران زیری ورکول او دې ته ورته مسایل لومړیتوب و.  دا هغه کلونه وو چې د پښتو ژبې د نثر او لیکدود خواته پام  اړول شوی و.  په افغانستان کې د علامه عبدالحی حبیبی، لایق، تره کي، الفت، عبدالقدوس پرهیز، ژواک او نورو نثري لیکنو نوی سبک او نوې سوژی راوپېژندلې. د ارواښاد پژواک، موسی شفیق، عبدالله بختاني، استاد رشاد، بینوا، استادحبیب الله تږي او خادم نثر؛ یا غوره ده هنري نثر  یې وبولو، د اختصار، د جملو نوې سکښت او سلاست بیلګه شو. د هغه وخت اخبارونو، راډیو او مجلو د دغه نثر په پراختیا کې اغیز درلود. د روغتیا مجلې، د کابل پوهنتون د اجتماعي علومو او طبیعي علومو، د علومو د اکاډمي پښتو، آریانا او زیري مجلو او اخبارونو، اصلاح او هېواد د عمومي او معلوماتي او ورسره د علمي لیکنو بیلګې د ځوانانو لپاره لارښوونکې شوې. وروسته بیا پښتون ژغ او ژوندون کې لنډې کیسې هم خپریدې.  کابل پوهنتون کې ارواښاد رشاد، پوهاندحبیبي،  پوهاند دوکتورحمزه خېل، پوهاند دوکتور بازمحمد شیرزاد، پوهانددوکتورزیار، پوهاند دوکتور عبدالقهار ثمین، د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځی کې داکتر شیرزاد لومړني پښتو درسي کتاب او عبدالرووف خپلواک او محمد طاهر څرک د اقتصاد پوهنځي کې لومړني درسي پښتو کتابونه ولیکل. آن دیني علماوو لکه مولانا ارشاد، مولوي خالص او مولانا کشاف په روان نثر موعظې او مقالې او د( دین او تمدن) او             ( حقپالونکي) په شان کتابونه په همدې روان نثر ولیکل، حال دا چې پخوا دیني موعظې او نور متون ساده  او روان نه وو، بلکې ځینې وخت نثر مسجع او طویل بحر دود و.  تر دا وخته پښتنو هغه خپاره شوي دیني ارشادات چې دوی ته رسېدل، په مسجع نثر یا په نظم سره لوستي او ورسره عادت وو. تر پنځوس- شپېتو کلونو مخکې پورې زموږ د بېلابیلو څانګو متخصصینو او مسلکي تکړه کادرونو په پښتو یوه علمي او مسلکي مقاله او کتاب نه و لیکلای، حال دا چې په خپل مسلک کی به ډېر لایق و، علت دا و چې دوی پښتو نثر باندې  آثار نه وو لوستي. دا ستونزه هله هواریږي چې د ښوونځی زده کوونکي او ځوانان پښتو داستاني ادبیات ولولي. دا د دوې لپاره هم ذهنی تمرین، تفریح، د ادبی ذوق خړوبول او د عواطفو روزنه ده، او مهمه دا چې د دوی د مطالعې عادت پیاوړی او د نثر لیکنې وړتیا یې اوچتیږي. روسان وایي روسي ژبه  د پوشکین او تولستوی  د ادبي شهکارونو له برکته دومره بډایه، خوږه او روانه ده. دغسې نورې ژبې.

له څلوېښتمې لسیزې وروسته پښتو نثر ته پام وشو. دا نوې بیلګې د ادبي نثر او عمومي لیکنو برخو کې په یو وخت او یو شان ولیدل شوې. څلوېښتمه لسیزه یوه د تحول لسیزه وه چې لنډه کیسه پکې ښه وځلېده او لومړني ناولونه هم همدا وخت خپاره شول. د دغو لیکنو  پیغامونه هم نوي وو.

مسعود : پښتو ژبه کې د شعرونو دیوانونه زیات لرو، د نظم برخه کې زیات کار شوی، خو نثر ته پام نه دی شوی.  نننۍ ورځ کې د نثر د اهمیت او دا چې څو ډوله نثر لرو  په نثر کې کوم ډول لیکنې ځای لري راته روښانه کړئ، څه باید وشي چې بې تېروتنو، خوږ او روان نثر ولرو؟

استاد دودیال: اوس چې د نثر خبره راغله، او د نظم او شعر ترڅنګ د نثر  د اړتیا یادونه وشوه،  باید د ژبې  موضوع ته راشو. ننني وخت کې ډېر متون، لیکنې او خپرونې په نثر سره دي. د نړۍ د نامتو ژبو لیکوالان هڅه کوي چې نثر خوږ، له مانا ډک، روان او سلیس او ښه د پوهېدو وړ وګرځوي. که موږ د انګلیسي، جرمني، روسي او نورو ژبو نثر ولولو، ډېر روان او ادبي دی. دا ځکه چې دوی نثر ته پام کړی دی. د دوی ماشومان له وړکتوبه خپله ژبه ښه زده کوي، د ماشوم د ادبیاتو برخه کې تر ټولو تجربه لرونکي پیداګوګان، فلالوجستان، لیکوالان او د ادب متخصصان بوخت وي، ماشومانو ته املا، انشا او ګرامر ورزده کوي، مصورې کیسې ورته لیکي او دلیکلو تمرین او مشق ورباندې کوي. له بده مرغه موږ دې برخه کې کار نه دی کړی. بهرنیو هېوادو کې ځوانانو ته راز راز د کیسو کتابونه او نالونه شته چې دوی یې  لولي، نو ډېره اړینه ده چې موږ هم نثر ته کار وکړو. سره خپه کیږو به نه، واقعیت به ووایو چې: زموږ د دولسم ټولګي د فارغ  املا او انشا سمه نه ده، د لغاتو دایره یې ډېره محدوده او یو ساده متن نشي لیکلای. حال دا چې پښتو زموږ ملي او رسمي ژبه ده. څه ناڅه اویا میلیونه وګړي یوه لویه جغرافیه کې ورباندې خبرې کوي، د ژبو د نړيوالې معتبرې سرچينې “ايتنالاګ” له څېړنې سره سم ، پښتو په ژونديو او باثباته ژبو کې حسابېږي او د ويونکو د شمېر له پلوه د نړۍ په لومړيو لویو څلوېښتو ژبو کې ځای لري. په پښتو ژبه کې له څلوېښت-پنځوسو کالو رادېخوا بدلونونه، په نثر د لیکنو زیاتوالی او د داستاني ادب وده د دې لامل شوه چې پښتو د نړيوالو ژبو په لومړي قطار کې ودروي. په نړۍ کې د پښتو يو شمېر راډيو او ټي وي چېنلونه فعاليت کوي او هغو سيمو ته هم خپل غږ رسوي چيرې چې انټرنېټ نشته. مخکې به زياتره د لیکوالو پام شاعري ته و. اوس باید نثر ته پام واړوو. اوس په پښتنو کې دا پوهه او احساس را ژوندی شوی چې لومړنۍ زده کړې بايد په مورنۍ ژبه وي. په نړۍ کې تر ټولو زيات پښتانه يا پښتو ويونکي په پاکستان کې استوګن دي چې د دې هېواد د ۲۰۱۷ز کال له سرشمېرنې سره سم، د څه باندې ۲۰۷ میليونه وګړو څخه شاوخوا ۳۸ میليونه ( ۱۸.۲۴) پښتانه دي. پښتو له پنجابي وروسته د پاکستان دويمه لويه ژبه ده. د سرچينو او څېړنو له مخې، د افغانستان له اټکل شوي ۴۱ مليونه نفوس څخه نیمایي یې پښتانه دي. پر دې سربېره د نړۍ په يو شمېر نورو هېوادونو کې هم پښتانه ژوند کوي چې شمېر يې څه باندې پينځه میليونه کيږي. په دې توګه په نړۍ کې د پښتنو يا پښتو ويونکو شمېر تر اویا مليونه يا اویا کروړه اوړي.

پښتو ژبه له ۱۹۸۴م. کال  رادېخوا په کمپيوټر کې کارول کیږي، اوس سلګونه وېبپاڼې، راډيو او تلويزیون چېنلونه لري. په ۲۰۱۶م. کال د انټرنېټي پلټونکي ماشين ګوګل ژباړن برخه هم وګرځېده. خو له دی ټولو سره سره نثر ته پام نشته. د نثرې کتابونو، ورځنیو معلوماتو، آفاقي پوهې او مطالعې سره ناآشنایي پښتانه له سياسي، اقتصادي او ټولنيزو ننګونو، بی اتفاقي، افراط ګرایي او بې ګټې شخړو سره مخامخ کړي دي.

دا ننګونه هله جبران او حل کیږي، چې په نثر خپرونې ولرو، چې یوه مهمه لاره یې  د داستاني ادبیاتو خپرول دي چې خلک یې په علاقې سره لولي. په دې سره به ځوانان مطالعې سره آشنا او عادت شي، د مورنۍ ژبې تومنه او د لغاتو زیرمه به یې پیاوړی او خبرې، محاوره او لیک به یې روان شي. دا یوه نړیواله تجربه او د زړه کړې وړ خبره ده. نن چې پښتانه له کومو ننګونو سره مخامخ دي نو ژبه یې هم ورسره مخامخ ده. د پښتنو پر خاوره جنګونه او ناامني او افراطي ډلې واکمن کېدل د دوې ژبې، پښتني کودونو، دود-دستور او ملي ادب او فرهنګ ته لوی ګواښ دی. په نثر سره لیکنې پښتو د اقتصاد، سیاست، حقوقو، ساینس، ترانسپورت او د ژوند د نورو ډګرونو او اړتیاوو ژبه ګرځوي. کومه ژبه چې د اقتصاد برخه وګرځي نو په هغې کې شعور، تشخص، کلتور او سياست پرمخ ځي. که موږ د انګلیسي، روسي، جرمني او ځینو نورو ژبو نثر وګورو، روان، خوځنده، سلیس،مستحکم او استوار او له مانا ډک دی، مترادفات، سیمبولونه، تشبهات…لنډه داچې ټول د دوی د داستاني ادب او د داستاني آثارو د لیکوالو د قلم برکت دی. زموږ د داستاني ادب لیکوال لیکنه کوي، ښکلې لنډې کیسې او ناولونه لیکي، خو د خپلو آثارو دغو اغېزو ته ممکن ځیر نه وي.

 پر دې سربېره، پښتو ژبه هغه وخت زيات پرمختګ کولای شي او د اداري ژبو په صف کې درېدلای شي چې د رسمي مکاتباتو او دفتر ژبه شي. د مکاتباتو او دفتر لیک نثر دی، نه نظم او شعر. په تيرو پنځوسو کلونو کې د نثر د زیات رواج کېدو، په تېره د داستاني ادبیاتو له برکته  پښتو ژبې وده وکړه او له ډېرو زړو ژبو سره يې ځان برابر کړ. همدغو کلونو کې درسي او علمي کتابونه ولیکل شول، چې ما یې بیلګې لږ مخکې یادې کړې. 

د پوښتنې بله برخه مو د لیکنو د ډولونو په اړه وه. باید ووایو چې د لیکنو ډولونه بېلابېل دي. یو نظم او شعر، بل نثر.  په نثر هم دوه ډوله  لیکنې لرو: هنري نثر او عمومي نثر. هنري نثر بیا خپله دوه ډوله دی: داستاني نثر(لنډه کیسه، رمان، ناول او ډرام) او غیر داستاني نثر(یونلیک، پېښلیک، خاطره او ادبي ټوټه).

عمومی نثر یا عمومي لیکنې( general writing) د میدیا ډېره برخه نیسي؛ هر ځای مهیا وي، په دې کې راز راز کتابونه، مقالې، مرکې، دیني وعظونه، اعلانونه، خبرونه او ویبپاڼې راځي. مانا داچې د عمومي لیکنو محتوا له خبرونو نیولې، تر سیاسي او ټولنیزو تبصرو، ذوقي مطالب، تبلیغات، اقتصادي شننې دي، چې د نن ورځې اړتیا ده.

دعمومي لیکنو یوه برخه  علمی لیکنې( scientific writing) دي.  ځانګړو واقعیتونو د موندلو او ساینسی مسایلو د روښانه کولو په موخه وي او د علمی بنسټونو ځانګړو ژورنالو کې خپریږي. علمی لیکنه د څیړنې د پیچلې او ټاکلې پروسې له مخې یو واقعیت راسپړي. څېړنه د معیار او اصولو له مخې ترسره کیږي. علمی                         ( heavy/scientific writing) لیکنه باید د علمی لیکنې ټول خصوصیات ولري. دا ځکه چې څیړنه( research) هغه ژوره او عالمانه پلټنه ده چې په هغې سره حقایق او واقعیتونه موندل او روښانه کیږي. دا ټولې لیکنې په نثر سره دي.  د عمومي لیکنو لوستونکي عام خلک دي. کیدای شي اکاډمیک کسان هم د دغو لیکنو لوستونکي وي، خو علمی لیکنې د پوهنتونو، علمی مراکزو، اکاډمیو او د ریسرچ د ادارو صنعت او تولید دی. اکاډمیک کسان په نثر سره څېړنیزه لیکنه خپروي.  هیله ده هغه درانه لیکوال او ځوانان چې ځان دغه ملی مسوولیت ته ژمن بولي دا رسالت ترسره کړي چې ژبې او نثر ته کار وکړي، دا هغه وخت کیدای شي چې ځوانان کتاب لوستل او مطالعې باندې روږدي او د لوستلو سرعت یې ګړندی او د لغاتو دایره یې پراخه وي، چې دا توانایي او وړتیا د داستاني ادبیاتو لیکلو، چاپ او رسولو پورې اړه مومي. خدای وکړي د نثر او هنري نثر ارزښت او رول روښانه شوی وي.

مسعود: یو شمیر لیکوال په تېره بیا د پښتو ژبې لیکوال د خپلو ناپېيلو(منثورو) پنځونو، داستانونو، ناولونو په تېره تکل او گپ و شپ کې خورا خوږه، او له طنز و کنايې ډکه ژبه کاروي، ستاسو په آند د دې لامل او دک ودلیل څه دی؟

استاد دودیال: چا چې له ښارونو او بازارونو  لیرې کلیو  کې ساده کلیوالي ژوند لیدلی وي، زموږ  د صادقو کلیوالو خوږه ژبه، د دوی د ادا طرز، کنایې، خوږه مودبه افاده، ساده وینا او د ځانګړې فلسفې لرونکې خبرې به یې اوریدلې وي. دوی آن د غوسې او خپګان په مهال لا خوږه ژبه کاروي، خپل ناپایه دردونه او غمونه له زغم  په ډکو الفاظو، خو په ضمني ډول په خوښي بخښونکو ویناوو بیانوي، په متلونو، لنډیو، وجیزو، حکایتونو او نکلونو کې یوه ژوره  فلسفه رانغاړي. دوی درناوی او قناعت نه هیروي، ګستاخي نه کوي، په طنز، ټوکو او کنایه پوهیږي او خپل مطلب ډېر ښه افاده کوي. د بیلګې په توګه که یو کلیوال سره له موضوع لیرې او بی ارتباطه خبره وکړو، کېدای شي، موږ په یوه خوږه مسکا ځیر کړي او راته ووایي:

  • ته هغه ځای ګرو چې خارښت نه کوي !

دغه نیمه جمله، لویه مانا لري، ظاهراً خندوونکې هم ده، ژوره مانا هم  لري. نو اوس چې د متلونو خبره رایاده شوه، یو څو  خواږه او د  ژورې  مانا لرونکی متلونه به  رایاد کړو:

  • زه چې ستا په منګ وم، ونه د لونګ وم ( د مخاطب نیمګړتیا ته په مودبانه ډول اشاره او خپل شخصیت هغه ته معرفي کول)،
  • ملا مې کړې، د ځان بلا مې کړې ( د عوامو په فکر؛کم اصل ته عقل ښودل او د هغه کم ظرفیت)،
  • اوبه له پورته خوا خړیږي ( د حاکمیتونو، مقاماتو، ملکانو او خانانو خامي، تفرقه اچول، دوکه او بې پروایي ته اشاره ده)،
  • اوبه په ډانګ نه بیلیږي،
  • له څاڅګو سېلاو جوړیږي،
  • د نوي منګي اوبه خوږې وي،
  • د ښار دروازې تړل کیږي، خو د خلکو خولې نه،
  • د ورغوي تڼاکه مرغلره ده،
  • رنګ مې ګوره، حال مې پوښته( یوه پیچلی اروایی مسئله رانغاړي)،
  • رنګ یې د مُلا، عمل یې د بلا. ( د دوکې غندنه)،
  • شرمیږي هغه چې په شرم پوهیږي( وجدان او ضمیر ته اشاره ده)،
  • غوا توره، شیدی یې سپینې دي( حقیقت نه پټیږي)،
  • کوږ بار تر منزله نه رسیږی( د عدالت ستاینه او نیاو ته بلنه)،…

په دې توګه موږ خپله خوږه ژبه کې لسګونه زره خواږه، له حکمت او باریکي ډک متلونه لرو. همداسې هم  عامیانه  نکلونه، د میندو سندرې او بولنې او د لویانو حکایتونه چې ټول فولکلور کې  شمېرل کیږي، له حکمت، طنز، پند او عبرت ډک دي. کوم حکمت چې فولکلور کې را څرګندیږي، د هغو ټولو نسبت زموږ پتمن ولس او باتورو نیکونو ته ورکول کیږي او ولس په اجمالي او مجموعي توګه عالم، حکیم، مبتکر او فیلسوف دی. نو تاسو په  داستاني ادب او ناولونو کې د  خوږو جملو، حکمت، او له طنز و کنايې ډکې  ژبې د لامل او دک ودلیل پوښتنه کړې ، د دې ځواب  دا دې چې د دې ډول خوږوالي، ژورې مانا او طنز ریښه زموږ بډای کلتور او ژور هڅووب او ویړ ولسي شفاهی ادب کې  ده.  په دې اړه به یو څو لنډۍ هم د بیلګې  په توګه یادې  کړم:

-په  لویو غرو د خدای نظر وي       په سر یې واورې شاوخوا ژیړي ګلونه

-زما د زړه ناپایه غمه      اور دې چې هرڅو پټوم لوګې دې ځینه

-نارې وهم ژغ راته نه کړې      بیا به دنیا را پسې ګورې نه به یمه

-څوک په رضا له ملکه نه ځي     یا ډېر غریب شي یا دیار له غمه ځینه

-بېګا د اوښکو په دریاب کې     لامبوزن زړه راڅخه ورک شو مړ به وینه

-عالمه یو تر بل ځاریږئ    دنیا فاني ده بیا به وکړئ ارمانونه

-په غم پیدا په غم کې لوی شوم      په غم به مړ په غم به تورې خاروې شمه.

دا ټولې هغه بیلګې دي چې زموږ پتمن ولس، عامو پرګنو او سرګردانو پرګنو د خپل زړه آرمانونه، ناویلي اظهارات، ګیلې، موخې او امیدونه، پندونه، تجربې او حکمتونه پکې په میراث پریښي، یقیناً چې د هغو تبلور به معاصر ادب؛  په تیره  داستاني ادب کې وي. راځئ ولس او  د ولس خوږې، درنې، له حکمت، پوهې او تجربې ډک میراث،  فرهنګ او ادب ته د درناوی سر ټیټ کړو.  دا  د دوی برکت دی چې اوس څه ناڅه داسې داستاني آثار  لرو چې تومنه یې د ستاینې وړ ده.

مسعود: په معاصرو پښتو ادبیاتو کې پښتو ناولونه د موضوع، منځپانګې، محتوا او هنري سبک له مخې په بېلابېلو ډولونو وېشل کېدای شي. ښه به وي که تاسو د  د پښتو ناولونه د ډولونو په تړاو رڼا واچوئ. 

استاد دودیال: د پښتو ادبیاتو موضوعات رنګارنګ او متنوع دي. په ټوله کې  له لنډیو را نیولې تر اوسنۍ لنډې کیسې،  ناول او رومان پورې یې  د مینې ، ښوونې او روزنې، د نیکي کولو او ښېګڼې لپاره د نصیحت او پندونو، حماسو او اسطورو، وطنپالنې او  تاریخ موضوعات رااخیستي دي، خو دا به په دوو برخو وویشو؛  د محتوا  له اړخه او د جوړښت او سبک له پلوه. د محتوا له پلوه تاریخي رمانونه، ښوونيز رومانونه، اجتماعي (Sociological) رومانونه، رواني (Psychological) رومانونه، محلي رومانونه  او دمینې ناولونه  لرو. د جوړښت او سبک له مخې یې په مفکوروي ، د کرکتر یا د شخصیت رومان، د پېښو رومان او روايتي رومان باندې ویشلای شو. د محک (ګل په جبه زار کې) او د مصطفی جهاد( د تخت غمی)  ناولونو کې مینه او تاریخ دواړه غبرګ ښکاري، مصطفی سالک د ځوانانو په ذوق برابر یو ناول لیکلی( پاتې شه باران دی). نامتو لیکوال غوث خیبري بیا تر ډیره د وطنپالنې، له آزادي سره د مینی او تاریخی رومانونه لیکلي دي. د نصیر احمد احمدي ناولونه  تر ډېره فکري او د اجتماعی مسایلو په اړه دي. د اسحق ننګیال(سیوری)  ناول مطلقاً  د اروایي تحلیل بڼه لري، خو لوستل یې ډېر دقت او فکر کول غواړي، ډېر سمبولونه یې پکې کارولي دي، تراب د طنز ژبه کاروي او وفا سمندر ځانګړې  فلسفه لري، چې هغه یې د مینې فلسفه بولي. د شپون ناولونه بیا بېل دي. د نصیر احمد احمدي ( نیکه) ناول د افغانستان د تاریخ د یوې زریینې پاڼې انځور او ډېره ښکلې کیسه ده. په دې توګه د پښتو ادبیاتو؛ په ځانګړې توګه د ناولونو موضوعات رنګارنګ دي. څومره یې چې وشمېرو د تاریخي ناولونو شمیر به زیات وي. 

تاریخی ناول څه دی؟  تاریخي داستاني ادبیات موږ ته د تېر وخت کیسه کوي، دا نو په کیسه کې د پېښو کیسې یا کیسه ده! د دې ډول ناول (ادبي کیسه ییز ژانر) موخه تاریخ ته ژوند ور بخښل، له تاریخ زده کړه او  تېر یادونه دي.  دلته باید لیکوال تاریخي مطالعه ولري. غوث خیبری د خپلو تاریخی ناولونو سیمې (جغرافیه)، پېښې، کرکترونه( تاریخي اتلان) او کلونه ټول  مطالعه کړي وو، نو ځکه یې  بریالی ګڼو.  په دې ډول ناول کې کرکترونه، پېښې، د ژوند بهیر او د تېر وخت یاد یو ځل بیا انځوریږي. هر تاریخي داستان او ناول کې  تاریخ مرکزي ټکی وي، د بیلګې په توګه « آرام دُن »، چې  د قزاقانو پخوانی  ژوند، لومړۍ نړیواله جګړه،  د روسیې  انقلاب  او د روسیې کورني جنګونه انځوروي، خو د لیکوال تخیُل او ادبی ایماژونه وچ تاریخي روایات ښکلي او په زړه پورې کوي. د دغه ډول ناولونو لیکوال له تاریخ څخه الهام اخلي او لوستونکي یې  له تاریخ څخه زده کړه کوي. د دې ډول  ناول لیکل ځکه ستونزمن دي چې  لیکوال باید د هغه زمان او هغه وخت خلک وپېژني، د هغوی له  دود-دستور خبر وي، د هغه وخت اقتصادې ، حقوقی او نور مناسبات ورته معلوم او هغه داسې نځور کړي لکه ده چې لیدلي وي.

 هغه ناولونه چې سوژه او موضوع یې مینه وي، د وفا، ښکلا، عواطفو او روحي کشش مسایل رااخلي. د ارواښاد عبدالرحمن پژواک (درې مینان) یې یو مثال دی. دا کیسه له تیزین څخه شروع کیږي، دا د مومن خان او شیرنو د سوځنده مینې داستان دی.  په دې کې یې  عاشقانه شعرونه او لنډۍ هم راوستي دي. لوستونکی چې داستان پیل کړي، ترڅو یې تر پایه ونه لولي، کتاب له مخې نه لرې کوي.  دا داستان د خلکو له روایتونو راپاتې دی، خو پژواک صاحب د خپل تخیُل او قلم په قوت ډېر ښکلی کړی دی. لیلا او مجنون، رومیو او ژولیت په نړیوال ډګر د مینې او محبت کیسې کوي. درخو او آدم خان، بدرۍ جماله او سیف الملوک  او دې ته ورته  داستانونه زموږ پښتو ژبه او ملي فرهنګ کې  د مینې کیسې رانغاړي چې  له پلرونو ، نیکونو او اناګانو مو اورېدلي دي. ارواښاد محمدګل نوري یو څو دا ډول  داستانونه  ثبت او له نن څخه پنځوس کاله مخکې کابل کې خپاره شوي وو. په دې ډول ناولونو او کیسو کې مهمه  دا ده چې لیکوال احساسات، عواطف، ښکلا، د انسان روحي سپړنه او ژور تمایلات درک او انځور کړای شي. که لیکوال دا ډول داستانونه له پخوانیو روایاتو را اخلي، نو باید د هغو ولسي ژبه، خوځنده عامیانه بیان، خوږوالي او روان، پوست او عام فهمه سلاست یې وساتلای شي. د ولس د ژبې کښل ( د قلم څوکې اوکتاب ته راوړل) یو جلا هنر دی. 

د فکري ناولونو بیلګې د ارواښاد احمدي  نښېرونه دي.  ارواښاد د یوه روڼ او ژمن لیکوال په توګه خپلو ناولونو کې ولس ته فکر ورکوي، د نن ورځې د ژوند پیغام ورته استوي، روښنايي نمانځي، تیاره غندي، د اتفاق، زغم او ساینسی افکارو منل هڅوي. د نورمحمد تره کې ناولونه اجتماعي اړخ لري، زیاتره فیوډالي زاړه مناسبات انځوروي او طبقاتي اخ وډب کې ښکېل دی. د محک( زمرده) ناول سیاسي دی. د اکبرکرګر ( د ارواحو له ښار) ناول، یو اروایي ناول دی، چې لیکوال د داستان کرکتر یوه ژور نفسیاتي(سایکولوجیکال) پېښه کې ښکېل کوي او له پېښو سره ډوب رواني حالت کې پرمخ ځي.  دا ناولونه ریالیستیک او  رومانتیک سبک کې  لیکل شوي دي. یو شمېر سبکونو لکه سانیس فیکشن کې ما تر اوسه کوم ناول ندی لیدلی.  په هر ترتیب؛ دا و د پښتو ناولونو د موضوعاتو او محتوا(منځپانګې) په اړه زما نظر چې له یو څو بیلګو سره مې راوړل، ډاډه یم چې لوستونکي تر دې هم ښه معلومات  لري.

مسعود: تاسو په داستاني معاصرو ادبیاتو کې د پښتو ناول د پرمختیا او پراختیا په تړاو ادبي تحلیل، تفسیر، علمي او اکادیمیکه ارزونه او څېړنه، علمي، ادبي او مسلکي کره کتنه او نقد څنګه ارزوئ؟

استاد دودیال: د نقد یا کره کتنې منظمې بېلګې د پښتو ادب په دویمه ادبي دوره کې موندل کېږي چې د خوشحال خان خټک، رحمان بابا او وروسته د نورو شاعرانو په شعرونو کې یې بېلګې ولیدل شوې. د پښتو ادب په درېیمه ادبي دوره کې د نورو بدلونو ترڅنګ؛ د کره کتنې اړتیا هم محسوس شوه. په اول کې یې ستونزې هم درلودې مګر وروسته ماهئیت ته په کتو ورځ تر بلې د ښه کېدو په حال کې ده. د ادبي انجمنونو، مجلو او د لیکوالو ترمنځ ناستو او بیا د تکنالوژيکي وسایلو پرمختګ د  ادبي آثارو په نقد کې هم بدلون رامنځته کړ. دا بدلون تر ډیره د پښتو ادب د ښه والي او پراختیا لامل شو. د چاپي رسنیو په زیاتیدو سره چې د کره کتنې  لپاره یې  ځانګړې کلیشه لرله، کره کتنې یوه  نوې بڼه غوره کړه چې کره کتونکي به د یوه داستاني اثر په اړه خپله لیکنه اخبار او مجلې ته استوله، خو دا به هغه وخت نشر شوه، چې د اصلي اثر  له خپراوي به میاشتې تیرې وې، ځینې وخت به لیکوال خبر نشو چې  کوم اخبار کې د ده پر اثر نقد شوی دی. کره کتنه په شعر، ناول او آن د مجلو او اخبارونو په خپرونو او  د راډیو په پروګرامونو کې دود شو.

که له نورو ادبي ځېلونو تیر شو؛ خبره به یواځې داستاني ادبیاتو باندې را وګرځوو، نو وبه وایو:  زموږ پښتو داستاني ادبیاتو کې ناول  د شعر په پرتله  لږ لیکل شوی دی، خو لیکوالان یې  پاخه، د سیاسي او ټولنیزو تجربو لرونکي، ژمن او له تاریخ او  پېښو څخه خبر  قلموال وو.  دا له راحت زاخیلي را نیولې تر غوث خیبري، امین افغانپور، مصطفی جهاد، ننګیال، نورمحمد تره کی، س. ا. شپون، محک، او  بیا آصفه عمر لور او  نصیر احمداحمدي پورې . څومره چې موږ ناول لږ لرو، کره کتنه یې  هم  بیخي  لږ شوې ده. دا  لویه پوښتنه او غوښتنه ده، چې باید ناول باندې  مسلکي کره کتنه وشی،  تر څو ښه ناول و لرلای شو. دا هم  مهمه ده چې  کره کتنه، د ناول تحلیل او تفسیر باید  ادبي تيوريو او محورونو باندې  متمرکزه وي، نه دا چې خدای مه کړه د خوش بیني یا بدبیني له مخې هرې تبصرې ته  کره کتنه ووایو. افغانستان کې د معاصر میتود له مخې  ادبي تحلیل او کره کتنه د لمریزې پیړۍ پنځوسمو کلونو کې پیل شوه. تر ډېره پورې  د راډیو  د ( کره کتنه/ تراوزی طلایي)  برنامې چې  هرو پنځلسو شپو، کې یو ځل، وروسته بیا اونۍ کې یوځل خپرېده، پر ادبی آثارو  کره کتنه  په متعارف ډوله پیل کړه. وروسته بیا د ادبی آثار و  په خپرېدو ، په ادبی ناستو کې  پر خپور شوي نښېر کتنه کېده. د  افغانستان د لیکواولو د ټولنې موقوته مجلې( ژوندون) هم کره کتنې ته څو پاڼې پریښې وې. د لیکوالو  ټولنه کې د ادبي نقد څانګه هم  جوړه شوه. په دې توګه  هم لیکوال او هم  ټولنه  کره کتنې سره  آشنا شول، پرمختیا او پراختیا یې ومونده. تر ډېره پورې هغه معیارونه هم  دود شول  چې له مخې يې نقد  او مسلکي ارزونه ممکنه کېږي. 

داستاني آثار  ځانګړی تخنیک لري. د دغه ډول  ادبي اثر  کره کتنه له تخنيک، ژبې، موضوع، د لیکوال سبک  او  د ليکوالۍ له اصولو سره تړاو لري.

د داستاني ادبیاتو او په تېره د ناول  د تحلیل، تفسیر  اوکره کتنې موخه یوازې د  لیکل شوي ناول ارزونه نه ده، بلکې شننه، تشريح او تبصره هم په ادبي کره کتنه کې راځي، د بیلګې په توګه  يو ښکلی  نوی نشر شوی رومان یا ناول لولو، کیداې شي دا  ناول یا لنډه کیسه داسې  سمبولیک ایماژونه، تاریخي پېښې، پېچلې ماناوې ولري چې  له عادي لوستونکو پټې وي، یا ناول ساینس فیکشن موضوع رااخیستي وي،  ښه کره کوونکی باید د دې ناول سمبولیکې او پیچلې خواوې وشنې، تشريح يې کړې، ورسره به یې  نیمګړتیاوې هم ووايي. دا شوه  کره کتنه.  کره کتنه هم د  هنریت او غوره ټکیو برجسته کول دي او هم د نیمګړتیاوو. کره کتنه  یعنی سره او ناسره یوبل څخه بېلول. د  دې اصل په رعایت سره  ادبي نقد وشو او ټولنې ته  ناول په پېژندلو کې مرسته وشوه.

باید هېره نشي چې نه یواځې  ناول او هر داستاني اثر کې باید د کره کتنې په  ترڅ کې  د ادبي کره کتنې تخنيکي اړخ، موخې او ماهيت سره ګډ نشي او له دې نه ادبي کره کتنه په يوه معما بدله نه شي، بلکی باید  صفا او رڼه وي، له ښېګڼو سره یو ځای یی نیمګړي ټکي هم یاد شي.

د  داستاني ادب او  په دې کې د ناول  د کره کتنې ماهيت هغه نظريه جوړوي، چې د ناول د لیکلو یا ايجاد پر وخت د لیکوال په ذهن او اراده ، لیکلی شوي اثر(ناول) او د لوست پر مهال یې پر لوستونکې اثرات وښیي، ښکلا یې توصیف او  نوښت یې وستایو، نیمګړتیا یې جوته کړو. دا ډول  کره کول د علومو او ادب د تيورۍ له مخې وي. په نوره نړۍ کې چې (ادبي تيوري) او (ادبي کره کتنه )خوا په خوا يادېږي، مطلب يې دا دى، چې دا له يو بل سره نېژدې تړاو لري. د یو ناول د ښکلا ارزونه د استیتیک نظریې یا ښکلا پېژندنې سره  اړه مومي، فورماليستي ادبي  کره کتنه  بیا فورمالیستي تيوري سره  تړاو لري، د یوه  ریالیستیک ناول کره کول باید د ریالیزم له نظره وشي  او داسې نور الزامات، آثار او نظریات(تیوریګانې).

د تحلیل، تفسیر، نقد او کره کتنې پر مهال باید د  ناول ډول، بیان، کرکترونو، دیالوګونو، انځورونو او  نورو اړخونو ته   وګورو، چې  کوم سبک او  نظريې  سره  برابروالی لري،   بيا یې مناسبه تیوري او  سبک کې کره کړو. ځینې وخت د داستانی اثر لیک او متن  د یوې ترافیکې علامې په شان ده  چې په موخه او  ماناوو او  اشارتي اړخونو يې د پوهېدو لپاره  لارښوونې ته اړتيا ده. د ناول کره کتونکی  نه یواځې داچی باید له ادبي سبکونو او ادبی تیوري څخه پوره  خبر وي، بلکې  ژوره ارواپوهنيزه پوهه او  د ښکلا پېژندنې معیارو  څخه هم باید خبر  وي.  د پښتو آثارو هیڅ کره کتونکی دې نه هیروي چې  زموږ نثر باید ښکلی، روان، سلیس او خوږ شي.

د ناول  مسلکي ارزونه  له هر پلوه  ( ټولنيزو، فلسفي، تاريخي او ادبي-ژبنیز) اړخونو کیدای شي.  ناول معمولاً  د حجم له مخې زیات وي، کرکترونه، پېښې، زماني واټن  او دیالوګونه یې له  لنډې کیسې  سره  توپیر لري، نو  کره کتنه  یې هم  زیات کره کول او دقت غواړي. د شعر  په پرتله د داستاني ادبیاتو لوستونکي بېلابېل او د ټولنې د هر  لوستي وګړي د خوښې ژانرونه دي، نو باید تر ډېره د خواصو په پرتله، د عوامو د لید لوري څخه کره شي.  ځینې نالونه( په تېره بهرني ناولونه)  د خواصو ذوق سره  برابر وي، لکه د ګابریل مارکیز ( سل کاله یواځیتوب)، خو  پښتو ناولونه  زیاتره د عوامو  ذوق او  ذهن سره  برابر دي. د دغو ناولونو ژبه ساده او عامیانه ده، لکه پخواني نکلونه، خو  په معاصر فن او تخنیک باندې  لیکل شوي دي. دلته مو  درې اړخونه / عناصر  پام کې نیولي دي:  د ناول لیکوال، ژبه  او  د ناول لوستونکي. د کره کتنې دا  دود عام دی، نه یواځې د ناول کره کولو کې، بلکې  نورو ادبی  ژانرونو کې یې  هم تطبيقولاى شو. په  هره ادبي پنځونه کې پنځګر، پنځونه او لوستونکى په پام کې دى. د ادبي پنځونو کره کتنه هم دا درې اړخونه لري. ځينې کره کتونکي پر پنځګر ډېر تمرکز لري، ځينې پر پنځونو او ځينې پر لوستونکو. ښه کره کتنه هغه ده چې  درېواړه متوازن را ونغاړي. 

نه هیروو چې  موږ لږ شمېر ناول لیکوال  لرو او  دا یو معاصر ادبی ژانر  دی چې پښتو ادب ته نوی راغلی دی؛ د هرې زمانې او هرې ټولنې لوستونکى د بلې زمانې او بلې ټولنې له لوستونکو سره توپير لري. زموږ  د ټولنې خلک  له پنځوس کلن ناورین وروسته باید ادبیاتو  سره آشنا او  عادت کړو.  د دوی  عواطف باید تلطیف شي.  کره کتونکې دی  وسنجوي چې لوستونکى  کوم وضعیت کې دی او کومه نظريه لري او په کومو شرايطو کې ژوند کوي، له همدې زاويې نه يوازې ادبي متن ته نه، بلکې هر ډول متن ته  وګوري.  ښه، معیاري او  مناسبه کره کتنه د  کره کتونکي مطالعې، د ښکلا خوښونې ذوق، منصفانه قضاوت او  ځانګړي لیدلوري پورې  اړه لري.  که یو ښه ناول  یوه مبتدي کره کتونکي ته وسپارو، ډېر څه به پکې و نه مومي؛ خو که يوه تجربه لرونکي، په معیارونو خبر او  دراک  کره کتونکي ته یې وسپارو،  د ښکلا او باریکیو خواوې به يې را وښیي. په نوې بڼه کره کتنه لومړی راډیویي برنامو کی پیل شول، دا نه یواځې د(کره کتنه/تراوزی طلایی) برنامه، بلکې وروسته بیا د رادیویي مجلې پروګرام، ولولې، دبوډۍ ټال/هفت اورنګ  او د (کتاب) برنامو هم کره کتنې ته دوام ورکړ، د لیکوالو ټولنه کې به نوي چاپ شوي نښېرونه د کره کتنې مخامخ غونډو کې ارزول کېدل.  د ژوندون مجلې ادبي آثار نقد کړل او د ادبیاتو پوهنځي کې د کره کتنې تیوري تدریس کېده، استاد صدیقی روهی دې برخه په معاصرو معیارونو برابره کره کتنه را وپېژنده او مقالې او مستقل آثار یې ولیکل. د کره کتنې په برخه کې د ارواښاد روهي کار د عطف ټکی و. یو شمېر کلتوري بنسټونو لکه افغان ادبي بهیر، ختیځ ادبي بهیر، تاند ویبپاڼۍ او نورو هم کره کتنه هېره نه کړه. استاد رحیم الهام نړیوال ادبي آثار کره کړل او ځوانانو ته یې لارښوونه وکړه.

اوس د کره کتنې مخامخ ناستې ډېرې نشته، خو انټرنېټي شبکو  په پښتو ادبیاتو کې  کره کتنې ته نوی بدلون ورکړ. نوې لارې او نوي لوري یې را څرګند کړل. د پښتو ادبیاتو نقد د انټرنیټي شبکو(ویبپاڼې، فیسبوک، مسینجر، واتساپ ، تلګرام، یوټیوب…) غېږې ته ولوېده.  اوسنۍ تکنالوژي په داستاني ادبیاتو اغېزه کړې ده. د انټرنېټ په راتګ سره انلاین کره کتنه هم رامنځته شوه.  یوه بېلګه یې (تاندtaand.com) برېښنايي پاڼه ده. اوس چې د ادبي نښېرونو د کره کتنې لپاره انلاین شکبو څخه کار اخیستل کېږي. دا لړۍ هم ګټه او زیانونه لري.  د دې بهیر ګټې او مثبت اړخونه  زیات دي. یوه ستونزه پکې داده چې کره کتونکی او لیکوال یو بل سره مخامخ نه دي، ځینې وخت لیکوال د خپل اثر له کره کېدو نه خبریږي، ممکن انترنت ته لاسرسۍ ونه لري، یابه د پام وړ برېښنا پاڼې څخه خبر نه وي. 

په هر ترتیب؛ له نېکه مرغه دا دی  اوس د نورو ادبي ژانرونو ترڅنګ؛ د داستاني ادبیاتو د کره کتنې بهیر د پرمختیا او پراختیا په حال کې ده.  یوه بېلګه یې  له لندن څخه د ایمل پسرلي په همت د کیسه ډاټ کام ویبسایت دی چی د داستانی ادبیاتو د خپرولو تر څنګ؛ د هغو کره کتنه هم کوي. 

یو وخت هره چهار شنبه دوه بجې د لیکوالو ټولنه کې د یو لیکوال په نوي خپور شوي کتاب د یو تن پېژندل شوي تجربه لرونکې لیکوال له خوا کره کتنه کېده او د کتاب د لیکوال ترڅنګ به د ادبیاتو ګڼ شمېر مینه والو ګډون کاو، ځینې وخت به د ادبیاتو د پوهنځي محصلان هم راتلل.  د هغې تجربې په دوام اوس د انلاین کره کتنې په راتګ سره پنځګر او کره کتونکي  یو بل سره  ناسته او دوستانه خبرې په مخامخ بڼه کولای شي، خو دا ډول کره کتنه لا هم عامه شوې نه ده او د دوی تر منځ واټڼ را لنډ شوی نه دی، هیله ده دا ارمان پوره شي.  

اقلاً تر پخوا اوس کره کتنه ګړندۍ شوې ده، پخوا به د یو شاعر شعر په ورځپاڼه کې خپرېده یا به یې څو کاله وروسته شعري ټولګه چاپ شوه. د وخت په تېرېدو به د کره کتونکي لاس ته ورغله، هغه به خپل نقد وړاندې کړ؛ مګر نقد به هم  د میاشتو یا کلونو په تېرېدو سره د چاپ لمن ته ولوېده. بیا به پنځګر د خپلې لیکنې یا شعر په تړاو د نقاد  له نظر څخه په ناسیده ډول  او ډېر وروسته خبر شو.  

په انلاین کره کتنه کې همغه مهال یا لږ وروسته پنځګر د خپلې لیکنې یا شعر په تړاو نظرونه ویني یعنې په لنډ وخت کې کولای شي د خپل شعر ښېګنې او نیمګړې برخې چې د نقاد له لوري مشخصي شوې دي وویني. انلاین کره کتنې یو شمېر نوي لیکوال ټولنې ته ور وپېژندل. د هغوی له تیوري او نقد څخه نورو لیکوالو ګټه پورته کړه. انلاین کره کتنې وکولای شول، چې ادبي متون له ورکېدو څخه وژغوري. انلاین کره کتنې لړۍ په ګڼو نویو ځوانو لیکوالو کې د  غوره داستاني آثارو (په تېره لندې کیسې او ناول) د ایجاد روحیه هم پیاوړې کړې ده. دې لړۍ په پښتو ادب ( په تېره هنري نثر لیکلو) کې د لیکوالو شمېر زیات کړ او په کمې  او کیفي لحاظ زیات اثار رامنځته شول.اوسمهال نه یوازې د یوې سیمې کله ان له هېواده بهر ځينې نومیالي لیکوال، شاعران او کره کتنونکي برخه اخلي او دا لړۍ ښه پالل کېږي. خدای وکړي چې کره کتنې مو د شعر ترڅنګ، نثر ته لازیاته پاملرنه وکړي.

مسعود: تاسو د پښتو ژبې نوموتي ناولونو ژباړه، نړیوالو ژبو، په ځانګړي ډول انګلیسي، فرانسوي، عربي او نورو ژبو ته په لوړ ادبي څرنګوالي او کیفیت سره، د نړیوالو لوستونکو او څېړونکو لپاره څه ډول ارزوئ؟  

استاد دودیال: د نړیوالو داستاني آثارو  ژباړه یو بل سره د آشنا کېدو، د کلتوري ډیالوګ د پیاوړتیا، د نړۍ د بېلابېلو ملتونو ترمنځ د تفاهم او پوهې د کچې د لوړولو لامل ده. د بشري ارزښتونو ترویج، د تجاربو تبادله او د معاصر تمدن او ګډ فرهنګ وده د داسې اثارو ملاتړ کوي چې د عدالت، ازادۍ او انساني کرامت پیغام نړیوالو ته رسوي. ژباړه د ژبني تنوع ساتنه په نړیواله کچه د کوچنیو ژبو د ادبي هستیو د ژوندي ساتلو او هغوی ته د نړیوال ستیج د برابرولو امکان او لاره هواوري. له بلې خوا د ملتونو دپیوستون او دکلتوري او نورو  اړیکو ټینګښت د ادبیاتو په مرسته د تاریخ، ارواپوهنې او سیاست ترمنځ د نویو څېړنیزو لارو د موندلو زمینه برابروي ترڅو د ټولنې ستونزې په هر اړخیزه توګه وڅېړل شي. د نړۍ پرمخ د بشریت ډېر مسایل لکه  جګړې، سوله، مینه، کار، غم او درد، خوښۍ، وېرې، وباګانې، مرګ، عدالت او بیعدالتي، ازادۍ او ښکلا خوښونه یو بل سره شریک دي. هر ولس د بل په شان  ډېرې ګډې انساني تجربې لري. همدا ګډې تجربې د انسانانو ترمنځ د فکري او معنوي نږدېوالي احساس پیاوړی کوي. په فرهنګي برخه کې داستاني ادب د ملتونو ترمنځ د فرهنګي پېژندنې او تبادلې وسیله ده. د ژباړې له لارې د  بیلابیلو هیوادو ادبي میراث یو بل  ته لیږدي او هر  جلا هېواد کولای شي د نورو هیوادونو  له فکري او فرهنګي تجربو څخه ګټه واخلي. په دې توګه ژباړه یوازې له یوې ژبې بلې ته اړول یا د ژبې د انتقال په ترسره کولو د مفاهیمو اړول نه دي، بلکې د کلتورونو ترمنځ د پېژند کړکۍ او د خبرو کولو یوه مهمه وسیله ده.

له نیکه مرغه اوس پښتو ته زیات شمیر داستانی آثار ژباړل شوي او زموږ داستاني ادبیات هم نورو ژبو ته ژباړل کیږي. دا چاره باید دوه اړخیزه وي، خو مخکې تردې به لږ وړاندې وخت ته ولاړ شو او د لومړنیو ژباړو او د بیلابیلو پړاوونو لنډه یادونه به وکړو:

پښتو ادب  او پښتو ته د ادبي آثارو ژباړه درې  پړاوونه یا دورې لري، چې د ژباړې پیل په لومړۍ دوره کې شوی دی او لومړني ژباړې له نظم څخه وې . د نثر ژباړه ډېر وروسته وشوه. لومړنۍ ژباړې زیاتره له عربي، وروسته له اردو او بیا له  دري، انګلیسي، ترکي او روسي ژبو وې. د بیلګې په توګه  د عراقي شاعر ابن خلاد عربي شعر پښتو ته د زاید سرواني ژباړلی و.  په دویمه ادبي دوره کې د ژباړو لړۍ ته خوشحال خان او د هغه د کورنۍ غړو او حمید مومند  دوام ورکړ. په درېیمه ادبي دوره کې د ژباړو بازار نور هم ګرمېږي، دا دوره همدا معاصره دوره ده چې موږ او تاسو هم پکې شمارل کیږو.  په ځانګړي توګه اوسمهال چې پښتو ژبه د انټرنیټ په مرسته  تر هر ځایه رسیدلې ده. همداسې اوسمهال د نړۍ ګڼو هېوادو سره زموږ اړیکې او نړیوالتوب پالل هغه عوامل دي چې د پښتو ژبې د ژباړې پسرلی یې رنګین کړی دی. یو شمېر وروسته پاتې هېوادونه   هڅه کوي چې د پرمختللو ټولنو د بریا راز خپل کړي د هغوی له یو شمېر  پرمختګونو  څخه د ځان په ګټه کار واخلي چې د پرمختګ لامل کېږي. په همدې اساس اوسمهال د ټکنال‍وژیکې وسایلو په راتګ سره د پښتو ادب ژباړې هم بډایه شوې دي او هم پراخه شوې. مخکې وختونو کې زیاتره له عربي، اردو او روسي ژبو ادبی اثار وژباړل شول، په تیره بیا لنډې کیسې او ناولونه له روسي ژبې زیات وژباړل شول. د عیسوي اتیایمې لسیزې او شمسي شپیتمې لسیزې په ترڅ  کې د افغانستان دننه  څو نوي پوهنتونونه جوړ شول. پوهنتونو کې د تدریس ترڅنګ، دڅیړنو او ژباړو دنده وسپارل شوه. کوزه خوا هم د پېښور پښتو اکاډمي او د کوټې د پښتو ژبې علمي مرکزونو ژباړې ته پام واړاو. ، له ۱۹۹۱ م . راپدیخوا په پېښور، کوټه، کابل او کراچۍ کې پښتو ته له انګلیسي، اوردو، دري او تورکي ژبو آثار وژباړل شول، په دې کې داستاني ادبیات هم وو . له دې وروسته د هېواد دننه په کابل، کندهار، ننګرهار خوست او غزني کې ادبي ژباړې زیاتې شوې. دنسیم حجازی، عزیزنسین، ایراني لیکوالو او نورو ژبو نامتو لیکنی وژباړل شوې. اوسمهال چې پښتو د ګوګل ټرانسلیټ ژبه  ده. د اړتیا پر مهال په ګڼو برخو کې ترې کار اخیستل کېږي او د نورو ژبو علمي او فرهنګي او نور متون راژباړل کېږي. د نوې برېښنایي تکنالوژۍ په دوران کې  تر ډېره ژباړه ماشیني بڼه موندلې ده. د ژباړو په لړ کې د نړۍ په کچه افغانستان هغه هېواد چې دې برخې ته یې پام کړی . اوسمهال ګڼ شمېر فرهنګيان او د پښتو ژبې او ادب محصلان او څېړونکي په لویو علمي مرکزونو او پوهنتونو کې زده کړې او څېړنې کوي چې په دې نویو امکاناتو سره د نړۍ مهم اثار ورځ تر بلې پښتو ته ژباړل کېږي ،  له خبرونو نیولې، تر راپورونو،  نوې تیوري او تر داستاني آثارو پورې  ژباړل کیږي او  د ټولنیزو شبکو له لارې له  نورو سره شریک کېږي. دا ژباړې زیاتره د ادب او د ژبې په تړاو نوې تیوري لري چې لوستل او زده کړه یې د پښتو ادب لپاره په ځینو برخو کې طلايي چانس ګڼل کېږي. بېرته راځم د ژباړې دوه اړخیز والی ته:

ژباړه باید دوه اړخیزه وي؛ له بهرنیو داستاني ادبیاتو پښتو او دري ته  او همداسې هم  زموږ داستاني ادبیات  نورو ژبو ته.  نورو ژبو ته د پښتو داستاني ادبیاتو ورژباړل، نړیوال ادب ته  زموږ د ادب ور اضافه کول دي. د  کلتوري اړیکو د ټینګښت، نورې نړۍ ته زموږ د داستاني ادبیاتو د خپرېدو او پیاوړتیا تر شا تر ټولو لوی لاس د ژباړې د هنر دی، ځکه چې همدا ژباړه یو اثر له خپلې محدودې سیمې راباسي او د نړۍ د نورو ژبو ویونکو ته یې وړاندې کوي. کله چې یو ناول، شعر یا داستان نړیوال شهرت ترلاسه کوي، نو هغه  یوازې د یوې ځانګړې ټولنې ملکیت نه وي، بلکې د بشري معنوي شتمني او ادب  برخه ګرځي. په دې پروسه کې د نوبل جایزه او د بوکر نړیواله جایزه د هغو اثارو په معرفي کولو کې مهم رول لوبوي چې لوړ کیفیت لري او په نړیواله کچه د انساني ارزښتونو د بیانولو وړتیا ښيي. یوه اوږده موده  د آسیا او افریقا د لیکوالو د ټولنې نشراتي ارګان(لوټوس) د ولسونو د کلتور او یو بل ته یې د ادبیاتو پېژندنه کی ښه رول درلود. اوس چې د بریښنايي میدیا دور دی،  نو د ژباړې  له لارې  داستاني ادبیات لږ وخت کې  او آسانه  د نړۍ سراسر ته رسیږي. په حقیقت کې، داستاني ادبیات او د هغو ژباړه د مختلفو کلتورونو ترمنځ د همپالنې او یووالي یو داسې نظام رامنځته کوي چې پکې هر غږ خپل ځای او ارزښت لري. په ځانګړي ډول نورو ژبو ته د پښتو داستاني ادبیاتو د ژباړې په اړه ویلای شو چې:

سره له دې چې نړیوال ادب (World Literature‎) د  بېلابېلو ژبو او ملتونو د ادبي اثارو هغه ګډه ټولګه ده چې له ملي او جغرافیایي پولو هاخوا د بشریت د فکري میراث په توګه پېژندل شوي دي، خو ادبي ارزښت، ښکلاییز اړخ، عناصر او  ذوق یې ټولو ژبو کې یو شان دی.  نورو ژبو څخه پښتو ته او  د پښتو داستاني تخلیقاتو ژباړه نورو ژبو ته متقابله پېژندنه، د دوستي پلونه او د تمدنونو ترمنځ د خبرو اترو او یو بل ته د درناوي رامنځته کول او په نړیوال ادب کې زموږ د ادبي آثارو  شاملول او ورګډول دي.  له معنوي او کلتوري پلوه  نړیوال ادبیات د یوې داسې وسیلې په توګه کارول کېږي چې لوستونکو ته اجازه ورکوي د نړۍ د نورو قومونو په تاریخ، احساساتو او ټولنیزو ستونزو خبر شي. دا د ادبیاتو هغه بڼه ده چې د ژباړې او کلتوري تبادلې له لارې په نړیواله کچه خپرېږي او د انسانانو ترمنځ د فکري پلونو د جوړولو دنده په غاړه اخلي. څومره چې موږ خپل آثار په نورو ژبو وژباړو، دغې موخې ته رسیږو. له نیکه مرغه زموږ یو شمیر ادبي آثار نورو ژبو ته ژباړل شوي هم دي. د ارواښاد پژواک(کوچۍ پېغله) قاهره کې عربي ته ژباړل شوې او بیا وروسته په امریکا، انګلستان او  هند کې په انګلیسي او فرانسه کې فرانسوي ژبې ته ژباړل شوې ده.  د نور محمد تره کی ناولونه په  روسي ژبه ژباړل شوي، د سلیمان لایق ځو داستانونه هند کی ژباړل شوي، همدا سږکال د لسو تنو پښتنو داستان لیکونکو لنډې کیسې فرانسوي ژبې ته وژباړل شوې او مېرمن س. هیرمن ( Sarah Hermann)پاریس کې د یوه ښکلي کتاب په بڼه چاپ کړې چې ډېر تاوده هرکلي سره مخامخ شوی.  د دې کتاب نوم  Par-dela les portes closes دی چې فرانسه کې د ( nouvelles) مطبعې او ناشرانو چاپ کړی دی. پښتو داستاني ادبیات د شوروي اتحاد ختیځ پېژندونکو روسي ژبې ته ژباړلي دي، هند کې روشن لال ملهوترا پښتو کیسې هندی ژبې ته ژباړلي دي. (سوله اوجنګ ) او (اناکارنینا) بهاند پښتو ته ژباړلی او (دسوفي نړۍ) ژباړل شوی کتاب هم د ځوانانو پام رااړولی دی…

 یوه بله خبره مو هېره نشي چې یو شمیر بهرنی ناولونه اصلاً افغاني دي، خو بهرنیو لیکوالو لیکلي لکه ( CARWAN) چې مخکې کلونو کې په انګلیسي ژبه  لیکل شوی و. له نورو ژبو زموږ ژبو ته او زموږ له ژبو نورو ژبو ته د ژباړل شویو ادبیاتو د خپرېدو او پیاوړتیا تر شا تر ټولو لوی لاس د ژباړې د هنر دی، ځکه چې همدا ژباړه یو اثر له خپلې محدودې سیمې راوباسي او د نړۍ د نورو ژبو ویونکو ته یې وړاندې کوي. کله چې یو ناول، شعر یا داستان نړیوال شهرت ترلاسه کوي، نو هغه نور یوازې د یوې ځانګړې ټولنې ملکیت نه وي، بلکې د بشري شعور برخه ګرځي. ژباړل شوي داستاني نښېرونه د مختلفو کلتورونو ترمنځ د همپالنې او یووالي یو داسې نظام رامنځته کوي چې پکې هر غږ خپل ځای او ارزښت  مومي.

نن ورځ په اکاډمیکو مرکزونو او پوهنتونونو کې د نړیوالو ادبیاتو مطالعه د بشري علومو او ټولنپوهنه په برخه کې د نویو څېړنو لپاره لاره هواروي. د معلوماتي ټکنالوژۍ په پراخېدو سره اوس  ژباړل شویو کاغذي طبع شوي او  ډیجیټل آثار هر چا ته په اسانۍ د لاسرسي وړ دي، چې دې چارې د کلتوري تنوع په ساتلو او د تمدنونو ترمنځ د واټن په کمولو کې بېساري مرسته کړې ده.  له نیکه مرغه چې زموږ لیکل شوي داستاني آثار په ادبي معیارونو برابر او څومره چې په نورو ژبو وژباړل شي، هومره له هرکلي سره مخامخ کیږي. ژباړل شوي ادبي نښرونه  زموږ  د تمدن، دود- دستور،  اخلاقو،  ټولنیزو عاداتو، افکارو او ارزښتونو استازیتوب کوي، دا د نړیوالو ادبیاتو د کورنۍ غړي کیږي او نړیوال ادبیات د کلتوري تبادلې یوه مهمه وسیله ده. د بېلابېلو ژبو او کلتورونو سره د تړاو له لارې، د ادبیاتو د  ژباړې او خپرونې له لارې، کلتورونه یو بل سره نږدې کېږي. زموږ ژبه د نړۍ د یوې ژوندۍ، په زړه پورې او لرغونې ژبې په توګه د نړۍ په کچه پراخه شهرت مومي. ډېرو هېوادو کې د پښتو د زده کړی موسسات شته، نو د داستاني ادب ژباړه مو د نورو کلتورونو سره اړیکې ټینګوي. دا د نن ورځې اړتیا ده.

مسعود: تاسو په پښتو معاصر داستاني ادب کې د پښتو ناول مهم ځواک او پیاوړتیاوې، خو له بلې خوا مهمې ستونزې، کمزورتیاوې او د ودې او پراختیا اړتیاوې، څه ډول ارزوئ؟ ښه به وي که د ستونزو او کمزورتیاو په تړاو خپل وړاندیزونه او سلا مشورې را سره شریکې کړئ؟

استاد دودیال: ناول  د ساینس او د تخنیک د عصر  سوغات دی. ناول او رُمان ته اروپا کې ډېر تود هرکلی وویل شو. ناول د ملکونو  په ویښتیا، روڼتیا او ترقۍ کې پرېکنده رول درلود. ناول  لوستل د اروپاییانو ډیره  خوږه تفریح ده.  اوس هر ملت او هره ژبه ناول د خپل ادب یوه تازه او ښکلې ګلدسته بولي. هرکال نوي ناولونه د زرګونو ټوکو په شمېر په ښکلی صحافت خپریږي. پخواني ناولونه هم بیا بیا خپریږي. د کیمیاګر،کوچنی شاه زوی، جرم او جزا (Crime and Punishment)، اناکارنینا،(رام دُن)، «سدهارتا» (Siddhartha)، سل کاله یواځیتوب او لسګونه نور ناولونه له امریکا نیولې، تر اروپا او آن هند او عربي هېوادو پورې مینه وال او لوستونکي لري. له نیکه مرغه اوس دا دی پښتو ژبه کې هم ځینې ناولونه لیکل شوي دي او لوستونکو خوښ کړي دي. بهرنیو ناول لیکوالو او ادبي کره کتونکو ناولونه په ریالیستي، فکري، رومانتیک او د مینې، پولیسي، تاریخي، جاسوسي، سیاسي، ډرامه یي، ساینسي او اروایي یا روحي برخو ویشلي دي. زموږ ځوانان کولای شي د خپلې خوښې ناولونه ولولي او آن قلم اوچت کړي خپل استعداد و آزمایي. په تېرو څلوېښتو کلونو کې چې په هېواد کې د چاپ صنعت او امکانات پراخ شول، د نورو خپرونو او کتابونو ترڅنګ؛ ناولونه هم خپاره شول. ځینی زموږ خپلو لیکوالو ولیکل او ځینی نور وژباړل شول. دې برخه  کې د ره نورد زریاب ، سلیمان لایق، شپون، مصطفی سالک، ح.ا. تراب، سپوژمۍ زریاب،  س.ا. شپون، نصیر احمد احمدي، ببرک ارغند، محب زغم ، محمداجان یار، امین افغانپور،  غوث خیبري، ننګیال نومونه د یادولو دي. هغو درنو لیکوالو چې ناولونه ژباړلي هم د قدروړ دي( دپښتو ناول لیکوالو نومونه مخکې یاد شول).

پښتو ناولونه ځکه خواږه دي چې زموږ د ولس او وطن ښکلا، ستونزې، خوښي، غمونه، غرونه او دښتې، د خلکو مینه، کار، ګیلې، هیلې او د ژوند اړخونه راښيي او ځوان کول ته د پند، عبرت، انګېزې، تجربې،معلوماتو سرچینه او د دوی د مثبتې بوختیا او د مطالعې د عادت کېدو او د  متن د روان لوستلو او د ذهني تمرین وسیله کیږي. ځینو ناولونو کې په دې وطن د تېرو شویو حالاتو انځور شته، نورو کې د پرمختیا آرمانونه او داسې ډېر نور مسایل په ادبي ژبه راغلي دي. پښتنو ته خپل لیکوال ګران دي، د دوی لیکنې لولي. تر اوسه چې کوم ناولونه بازار ته وتلي دي، هرکلی یې شوی دی، خو د خلکو بیوزلي او د لیکوالو له ستونزو ډک ژوند د دې لامل دی چې لا هم دغه غورځنګ د نورو هېوادو له ادبي کاروان سره  ګړندی مزل ونشي کولای. موږ لا روان تحلیلي، پولیسي، ساینس فکشن او سیاسي نالونه یا نه لرو، یا د ګوتو په شمار دي. زیاتره هغه ناولونه دې چې فزیکی اخ وډب او ورځنۍ پېښې یې بیان کړي دي.  د ناول نور ډولونه چې مخکې می یاد کړل نه لرو.  تر اوسه ټولنه کې  د پوره سواد د نشتوالي له امله ناول لوستل پوره عام شوي نه دي. حکومت یا داسې ادبي ټولنې او بنسټونه نشته چې د داستاني ادب ودې، د آثارو خپرولو، ژباړلو او د وطن هرې سیمې ته رسولو کې کار او  د لیکوالو ملاتړ وکړي. هیله ده دا پړاو ژر تېر او وطنوالو ته مو ښه نالونه ولرو او دوی یې په شوق ولولي. 

مسعود: ستاسو په اند، په پښتو معاصر داستاني ادبیاتو کې پښتو ناول څه وخت کولای شي نړېوال علمي، ټولنیز او ادبي ارزښت وموندي او له نړېوالو ادبیاتو سره سیالي وکړي؟

استاد دودیال: زموږ لیکوال باوري دي چې افغاني ټولنه ویاړلی تاریخ، له لوړو- ژورو ، ترخو او خوږو خاطراتو ډک ژوند، نامتو څېرې، ځانګړي دودونه او نړۍ ته ورپېژندلو وړ فرهنګي میراث، آبدات او موسسات، حماسې او اسطورې لري او فولکلور مو له  روایاتو ډکه لمن لري، دا ټول د لیکوالو لیکنو کې رانغاړل کېدای شي. 

دغو وروستیو کې موږ داسې پېښو سره مخامخ شولو چې ساری  یې نورو ټولنو کې لږ دی.  دا ټول زموږ د لیکوالو لپاره داسې سوژې دي چې که دوی یې په هنرمندانه ډول خپلو آثارو کې و ځلوي، د نړۍ تر ټولو  غوره اثر به یې  کښلی وي. د دې  لپاره چې د دومره نوېو سوژو او  نایابه پېښو په  لرلو سره و کولای شو چې  نړیوالو ادبیاتو سره سیالي وکړو، غوره ده چې لنډه کیسه، ناول او رُمان کې  تلوسه                              ( suspense) ایجادول، خوږه ژبه، نوښت، د داستاني ادب د ټولو عناصرو رعایت د لوستونکو پېژندنه او غوښتنه هېر نه کړو.  چې تلوسه نه وې، څوک اثر تر پایه نه لولي او نه یې بهرنیان خپلو ژبو ته ژباړي، دې پسې وروسته کرکتر  او پېښې په هنرمندانه ډول کښل دي. کافی ده چې موږ د افغاني ټولنې عیني لوړې- ژورې او د عجیبو واقعاتو تصویرونه او هنرې ایماژونه د خپل فن په قوت ادبي اثر او تخلیق کې وکاږو. د ناول نړۍ مو باید د حقیقي نړۍ په شان او ریښتني و ښیو. البته داستاني ادبیات ټول د یو ژانر تر تعریف  لاندې راغلي دي، خو  یو څه توپیر پکې شته چې لیکوال  یې باید هېر نه کړي، هغه دا چې:

دلنډې کیسې پلاټ او  ابتدایي طرح ځینی وخت په تخیلی دنیا کې وي، خو  ناول حقیقی ژوند او دنیا سره تړاو لري. باید له کرکترونو سره د لوستونکي همدردي پیدا کول هېر نه کړو، زمان او مکان باید یو بل سره مطابقت ولري. د لنډې کیسې په پرتله ناول تفصیلي وي. ډیالوګونه باید د کرکتر او پرګنو په ژبه او انساني جذبات او احساسات بیان کړي. نه هېروو چې؛ داستاني اثر د ریښتني ژوند یوه برخه د نوښت او تخیل په  هینداره کې وړاندې کوي. د ناول لیکوال باید  د ناول  لپاره لاندنۍ ځانګړنې په یاد ولري:

۱.  ډاډه اوسي چې په ناول کې هر څه شوني دي. لیکوال کولای شي چې د ژوند یوه لنډه موده او يوه کوچنۍ موضوع په سلګونو پاڼو کې  په خوږه او روانه ژبه، په زړه‌پورې جملاتو، تفصیلاتو، انځورونو، حیرانوونکو پېښو او  هنري توصیفونو په واسطه پرمخ بوځي او کیسې ته هنرمندانه انکشاف ورکړي؛ کولای شي خپل تخيل داسې انځور کړي چې  کټ مټ حقيقي بڼه ولري او لوستونکی یې ومني.  د  بیلګې  په توګه، داسې تخیُلي نړۍ د قلم په قوت انځور او جوړه  کړي چې هلته بې روحه توکي خبرې وکولای شي، څاروي لکه بنیادم منطق ولري، خپل حال ووایي او سوچ وکړي، وریځې وژاړی او آسمان اور واخلي، انسانان ګونګيان شي… په ناول کې د يو موجود بدلېدل په بل موجود اسانه کار دی، خو هنر غواړي، داسې چې لوستونکی دا بدلیدل هیڅ احساس نه کړي، بلکې د لکینې تر اغیز لادې داسې راغلی وي چی هر څه ورته طبیعی ښکاري، مړي به ژوندي شي، د سلو کلو مخکې موجودات په مخه راشي،  آن آخرت به د سر په سترګو ووینو(توبه نعوذوبالله!) او داسې نورې کړنې پکې ترسره کېدلای شي، خو په دې شرط چې ليکوال وکولای شي په ښه توګه لوستونکی د دا ډول غير معمولي پېښو منلو ته اړباسي. موږ نړیوال ادب کې  دا ډول ښکلي ناولونه لرو چې د هر یوه په لوستلو آرمان راځي چې کاشکې خپله ژبه کې دا ډول داستاني اثر او ناول ولرو.

۲.  موږ یوویشتمه پیړۍ کې ژوند کوو، کلاسیک دور تیر دی. دا د ریالیزم دوران دی. د ناول بله ځانګړنه باید ریالیزم یا رښتینولي، طبیعت سره مینه، ښکلا انځورول، د آزادۍ ستاینه، دوطنپالنې عالي احساس  او واقعیت ښودل وي. یعنې موضوع او سوژه مو  له رښتني ژوند سره سیده تړاو ولري او په رښتینو پېښو تمرکز ولري. ټولنه او واقعي ژوند کې دا ټول شته.

۳.  هغه لیکوال به ښه ناول ولیکلای شي چې لنډې کیسې یې لیکلی وي او د لیکوالي تجربه ولري. ارنست همینګوی، چیخوف،غوث خیبری، کافکا، زریاب، افغانپور، ملویل، تولستوی… ډېر نور زموږ ملي او نړیوال لیکوال همداسې وو، خو دا به نه هیروو چې  په ناول کې د لنډ داستان یا لنډې کيسې د  پلاټ او نقشې په پرتله کرکټر/ کرکترونو ته ډېره پاملرنه وشي.

۴. د یوه داسې ناول د لیکلو بل شرط چې په نړیوالو ژبو باندې وژباړل او نړیوال شي دا ده چې  د ادبي صنایعو د موجودیت او ښکلاییېز اړخ ترڅنګ؛ د ارواپېژندنې برخې ته هم پکې ډېره پاملرنه شوي وي، یعنې د کرکټرونو داخلي غوښتنې د سایکالوجیکي تحلیل له مخې خلکو ته رابرسېره کړي او هغوی پرې پوه کړي.  داسې به ووایو چې:  په ناول کې له باندنۍ نړۍ سره د کرکټر د ښکاره چلند تر څنګ د هغه د نننۍ نړۍ هم لويه برخه ولري. نو ویلای شو چې هر ناول‌لیکونکي ته پکار ده چې خپل نوښت، د قلم قوت، فکري ډګر او تخیُل په نوې بڼه پر خپل ځای وکاروي. الفاظ، سیمبولونه، ایماژونه او دیالوګونه چې څومره جذاب، نوي او خواږه وي په همغه اندازه ناول ته ښکلا وربخښي. که موږ پورته  څلور ټکي رعایت کړو، ان شاالله افغانستان  به د نړیوالو ادبي شهکارونو په کچه ناول ولري. 

مسعود: موږ ګڼ شمېر افغاني لیکوال لرو چې  څو رومانونه یې کښلي دي لکه: د داکتر ببرک ارغند د (لبخند شیطان)  په نوم په ۱۱۴۳ مخونو کې  ناول اویو  بل (پهلوان مراد و اسپی که اصیل نبود) پینځه سوه مخونه او (کفتر بازان)هم د ۵۰۰ مخونو شاوخوا کې  لوی رومانونه، خوږ ژبي لیکوال ښاغلي داکتر صاحب اکرم عثمان  د (کوچهء ما) تاریخي رومان، او داسې نور رومانونه لکه: (ښایستو)، (و، نه و یو شپون و) د پوه او مخکښ لیکوال ښاغلي سعدالدین شپون په قلم، (په کور یو لیونی)، د  قدر وړ او ښه لیکوال ښاغلي محمد انور وفا سمندر لیکنه، (مینه او جګړه) د ګران لیکوال علم ګل سحر  اثر او نور لرو. تاسې څه فکر کوئ زموږ په هیواد کې رومان لیکنه به د سیمې له هیوادونو په تیره بیا زموږ د هم ژبو هیوادونو سره سیالي او رقابت وکړای شي او که نه؟

استاد دودیال: دا پوښته ځکه ضروري ده چې دا پوښتنه او د دې ځواب په ګران افغانستان کې  د پښتو او  دري ژبو او زموږ ملي  ادب کې  داستاني ادب باندې رڼا اچوي. کوم آثار چې تاسو یاد کړل، د هغو ترڅنګ  د هیواد د پیاوړي لیکوال ارواښاد غوث خیبری د ابدالي توره، د اور لمبه،د کندهار ناوې، اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر، هغه وژړل، پردېس او د ګوګامنډه لېوان په نومونو تاریخي لنډې کیسې او ناولونه، د تورویانا اوشاس او فرزند رویګر، د احمدي نیکه او د  زریاب کاکه شش پرو دختر شاه پریان تاریخی نالونه، د اسحق ننګیال (سیوری) ناول، د ع. محک (ګل په جبه زار کې)، د امین افغانپور( دخلکو د ارمان سپېلنی) د مصطفی جهاد (د تخت غمی)، د ارواښاد نصیراحمد احمدی ( بغدادي پیر)، د پژواک (دبُست شهزاده)، د ابراهیم عطایي( د آسیا په زړه کې توپان)تاریخي ناول او دا څو نومونه چې تاسو یاد کړي دي. د دوی ترڅنګ د ح.ا. تراب (دابه څوک و)، د آرش ننګیال(ولسمشر ما وژلی) مصطفی سالک( پاتې شه باران دی)، نالونه او ورسره نور ناول لیکونکي لکه  د خالق رشید،  د ع. عمر لور ، ګل رحمان رحماني، سیدرسول رسا، ډاکتر اسرار، شیرزمان طایزی، داکتر اکرم عثمان او نور هم د یادولو وړ دي.  د ارواښاد پژواک داستاني آثارو یو بېل خوند او ځانګړې رنګ درلود؛ هغه د وطن ویاړونه، د سیمو نومونه، د ملی  اتلانو  خاطرات او تاریخي پېښې په جادویي نثر لیکلي او ثبت کړي دي.  پژواک تر ډېره بریده د خپلو هنري پنځونو محراق د خپل وطن هست اوبود ټاکلی دی، نوموړی که ( سپین غر، پچیر، اسمار، زرنکا، لمپاکا، بلخ، کندهار، هری، بادغیس، بدخش، آریانا… او یا ملي ویاړونه لکه سپین تمان، میرویس نیکه، احمدشاه بابا، ملاله، ناهید…)، یادوي، نو  ادبي نثر په ګاڼه کې يې پسولي. د ده په آثارو کې  د افغانستان طبیعت چې د طبیعي ښکلاوو  یوه برخه ده په خپلو هنري ظرافتونو او ادبي مهارتونو بیا؛ بیا رنګینوي، او خپلو خلکوته يې وړاندي کوي.

هم کوزه پښتیخا کې هم ډېر ښکلي ناولونه لیکل شوي دي او فلمونه هم ورڅخه جوړ شوي دي. د کوزې پښتیخا لیکوالو لکه: پروفیسور نصيب الله سيماب ، تاج الدين تاجور ، اظهارالله اظهار ، پروفيسور محمد يوسف ، اورنګ زېب ارشاد ، ذبيح الله شرر، ذبيح الله احساس ، علي خېل درياب ، سيدصابرشاه صابر ، سيده حسينه ګله ، اسير منګل ، عبدالخالق خليق، مېجر الطاف خټک ،مراد شينواری او  یو څو نور هغه لیکوال دي چې نومونه یې باید یاد کړو. دا ټول زموږ د خلکو او ولسونو او د لوی وطن د ځانګړو تاریخي پېښو، ټولنیز دودـ دستور، ټولنیزو او اقتصادي مناسباتو موضوعات لري. بره پښتیخا کې  ناول د شاوخوا هېوادو په پرتله لږ وروسته ولیکل شو، خو ډېر ښه ولیکل شو او موضوعات یې  رسالتمن او د ملي پیغام لرونکي  دي. زموږ لومړني ناولونه عمدتاً  تاریخی او یو څو یې حماسي وو. نور ناولونه د ټولنیز ریالیزم د سبک لرونکي او د رُمانتیزم خواږه ېې  لرل. دغه ډول آثارو د خلکو د اذهانو تنویر کې  ښه اغیز درلود.  د شمېر له پلوه به موږ له نورو ژبو سره سیالي ونه کولای شو، خو  لیکوالو مو خپل ملي او تاریخي رسالت ښه  پېژندلی او  د ملي ادب بډاینې کې یې رول د حساب وړ دی. ځینو لیکوالو لکه شپون او افغانپور ژبه ښکلې او صیقل کړه او سوچه ولسي متلونه، اصطلاحات او  وګړني دودنه او د کلیو منظرې او د ساده کلیوالو صداقت او د خواریکښو طبقو د ژوند رنګونه یې ثبت کړل. له دې پلوه  دا  آثار ځانګړي او منفرد دي. په دې دوره کې موږ یوه نوي پړاو ته واوښتو اوس نو وروسته تر دې د بل نسل(کول) او ځوانانو رسالت دی چې دوی  نویو شرایطو کې  خپل رسالت تر سره کړي.  موږ له  ستونزو ډکو ورځو کې ورو مزل کړی،  خو ښه مزل مو کړی دی.  ماته داسې ښکاري چې ناول د سختو ورځو تخلیق دی !  که د تولستوی، ګارسیا مارکز، شولوخوف، کافکا، سروانتس او نورو نامتو ناول لیکونکو ژوند ته وګورو؛ هر یوه سختو ورځو کې داسې داستاني آثار موږ ته ډالۍ کړل چې د حیراني وړ دي. د پښتو او دري ژبو پورته یاد شوي داستاني آثار هم سختو ورځو او محدودو امکاناتو کې ولیکل شول، ولس یې  هرکلی وکړ او د لومړنیو ګامونو او خوږو- ترخو تجربو په توګه ثبت شول. 

که د سیالي خبره وي، نو سیالي ته به وروسته تر دې ملا وتړو، اوس څه ناڅه تجربه هم  ترلاسه شوې، امکانات هم زیات دي او آسانتیاوې هم رامنځته شوي دي. تر ډېره پورې  راتلونکې بریاوې د لیکوالو هڅونې او په ټولنه کې د دوی د نښېرونو هرکلي پورې اړه لري.  زما دا وروستۍ جمله کومه ننګونه او چلنج نه،  بلکې ستاسو د پوښتنې د ځواب یوه برخه ده.

مسعود: موږ غښتلي او پیاوړي افغان لیکوال لرو لکه راحت زاخیلي، فاضل استاد عبدالروف بینوا، غوث خیبري، داکتر اکرم عثمان، ارواښاد امین افغان پور، اکبرکرګر، شریفه شریف، اسحق ننګیال، کامله حبیب، عبدالروف قتیل خوږیانی، ببرک ارغند، زرین انځور او نور چې د ټولو یادونه ډیر وخت نیسي، خو لکه څرنګه چې ښایي د هغو نښیرونو(اثارو) په خپراوي او پیژندنه کې وړ او دقیق کار نه دی شوی. تاسې یې دک و دلیل په څه کې وینئ؟ دولتي چارواکي تل د نشت په اړه خبرې کوي خو هغه څه چې شته د هغو په باب چوپه خوله دي.

استاد دودیال: قدرمن اینجنیر صاحب ستاسو پوښتنه او اندېښنه بیخي پر ځای ده. دغه نومونه چې تاسو یاد کړل، دوې مشران لیکوال وو، ځوانانو کې نصیر احمد احمدی، آغلی عمر لور، شفیقه خپلواک، ایمل پسرلی، ستاره ویسا، ډېرځوان لیکوال نصرت ارمان،  حفیظ الله تراب، ابراهیم سپېڅلی، همت او ډېر نور  هم داستاني ادب کې کار او لیکنې کوي، خو  د هغوی د آثارو خپرولو، کره کولو او معرفي کې چندان کار نه کیږي.  یو دک او دلیل دادې چې موږ دا څلوېښت کاله  جګړه کې ښکېل شولو، آن دا چې ذهن او فکر مو زنداني او تخلیق زندۍ شو. په ټوله کې پښتو نثر ته کار ونشو. پخوا نظم د نثر په پرتله د پام وړ و، د نوي عصر تقاضا دا وه او ده چې نثر ته پام وشي، خو  له موږ  څخه جنګ ډېر فرصتونه وتروړل.  اوس هغه وخت رارسیدلی چې موږ باید خپل لیکوال او د هغوی آثار معرفي کړو.  البته د نظم برخه یو څه معرفي شوې، خو د نثر برخه کې لږ کار شوی دی. داستاني ادبیات خپرول او لوستل د نثر نورو برخو سره(چې مخکې مو د نثر درې برخې یادې کړې)  مرسته کوي او د هغو د پیاوړتیا ضامن دي. د داستاني آثارو لوستل جاذبه لري، ځوانان یې لولي، دوی مطالعې سره عادت کوي، د دوی آفاقي معلومات زیاتوي، نړۍ پیژني، د لغاتو زېرمه یې پیاوړې کیږي، سترګې یې  کرښو سره عادت کیږي، حافظه یې غښتلې کیږي او وروسته بیا چې کله د ځواني له پړاو واوړي، په خپله ډېر ښه ایجادیات او آثار ټولنې ته وړاندې کولای شي، نو باید چوپتیا ماته او د هغو نښیرونو(اثارو) په خپراوي او پیژندنه کې وړ او دقیق کار  وکړو چې زموږ نامتو لیکوالو تخلیق کړي دي. دا سمه ده  چې  یو شمېر کسان تل د نشت په اړه خبرې کوي خو هغه څه چې شته د هغو په باب چوپه خوله دي، دا وضعیت باید سمون ومومي. بهرنیو هېوادو کې ادبي ایجادیات او نښېرونه او هر ناول لسګونه زره ټوکه او بیا بیا خپریږي، لوستل کیږي، کره کیږي، معرفي کیږي او نورو ژبو ته ژباړل کیږي. موږ دې ټولو  برخو کې  وروسته پاتې یاستو.  له څلوېښتمو کلونو تر شپېتمو پورې دې برخه کې څه ناڅه کار وشو، خو دغو وروستیو دېرش-پینځه دېرش کلونو کې دا اړتیا هېره ده.

مسعود: زموږ د ادبیاتو په تاریخ کې ( فیمینیستی ) نښیرونه (اثار) په کومه کچه کې دي؟ او ولې دغه ډول نښیرونه (اثار) زموږ په هیواد کې له بې پروایې سره مخامخ دي، پداسې حال کې چې موږ د سیده حسینه ګل، تورپیکی قیوم، صفیه حلیم، شیما غفوري، شریفه شریف، نیلاب موج سلام، او پروین پژواک په څیر زیاتې لیکوالې لرو. ایا ستاسې په اند دا په هیواد کې د نارینه وو د واکمنې لامل دی او که پدې برخه کې کوم بل لید لرئ؟

استاد دودیال: پښتو په کلاسیک پېر کې، د نازو توخي په څېر مېرمنې نه یوازې د شاعرۍ په ډګر کې، بلکې په سیاسي او نظامي مشورو کې هم خورا فعالې وې. نازو توخي چې د میوندۍ ملالۍ او نورو ننګیالیو مېرمنو لپاره یوه الګو وه، ثابته یې کړه چې پښتو ادبیات د مېرمنو د فکري روزنې لپاره یوه پیاوړې سرچینه ده. بی بی  شمسو او میرمن علایې د روښاني دور روڼاندې او ټولنیزو چارو کې فعاله مېرمنې وې. وروسته له دوی  څخه؛ یو سل او شل کاله مخکې زرغونه د ملا دین محمد لور او د سعدالله جان نورزي مېرمن د پښتو ادب روڼ ستوری وه. هغه په ۱۹۰۶م. کی نړۍ ته راغلی او ۱۹۷۹م. کې مړه شوه، د لیکنو ټولګه یی په ۱۹۸۹م. کی کوزه پښتونخا کې خپره شوه، د وخت ډېر لیکوال ورته ګوته په غاښ وو. په معاصر پېر کې، پښتنو مېرمنو د داستان، ډرامې او ژورنالیزم له لارې خپله ونډه لا پراخه کړې ده. د خوشحالي خبره ده چې موږ اوس د ادبیاتو او لیکوالي برخه کې دا نومونه پېژنو:  

صفیه صدیقی، شفیقه رڼا، روشنا وردک، فریده هوډ، لیلا خرم، نجیبه سارابیاباني، وړانګه ساپۍ، نوشابه آشنا، نفیسه نبی، شریفه پاڅون، هواسلګۍ، وږمه سبا، لطیفه وردک، کامله طاهر، فرحناز رحماني، آرین یون، ثمینه قادر، حمیراکاوون، جمیله مجاهد، بلقیس مکیز، حمیرا بزګر، شریف شریف، کریمه رسولي، بلقیس محبوبی حقیق، پروین ملال، آسیه محرابی، شفیقه خپلواک، فرزانه زیار، ستاره ویسا، شاه جهان هاجره حرکت، کامله عزیزي، مسعوده قاضي وزیري، آمنه فنا، زرغونه توخي،  زرپاڼه همپا، ملالی همدم، مینه ګل، وحیده وردک، دُرخاۍ ذهین، کبرا مظهري، سیده حسینه ګل، نفیسه کوچۍ، ورېښمینه سعادت، ولوله تنها، ویداحافظ، سوسن نایل، سوله نیازي، صایمه ذهین، ناهید علومي، شکریه خروټې، شګوفه مینه، ښکلاپکتیاواله، عالیه وردک او ډېرې نورې خویندې.  دوې هم شعر او هم نثر کې لیکنې کوي او فیمنستی مسایل یې  مطرح کړي دي، ټولنه کې یې د ښځو ونډه او د میندو مسوولیتونه او رسالت بیان کړي دي. په دغو خویند کې ځینې یې په داستاني ادب کې پوره او پراخه مطالعه لري، لکه شریفه شریف چی اوس کاناډا کې اوسي، خو یووخت یې ډېرې ښکلې او له نوښت ډکې لنډې کیسې لیکلې او د کره کتنې برخه کی رسا قلم لري. 

وروسته د اماني غورځنګ له منځه تللو څخه د ښځو د حقونو په وړاندې خنډونه او د جندر مسایلو اود ښځو د ژوند د مطالعاتو (Gender Studies) دوه تورې دورې  وې: 

یوه د حبیب الله کلکانی، بله د تنظیمی او طالبي حاکمیت دورې. پاتې کلونو کې د ښځو کار، زده کړو او لیکوالي ته لاره هواره او خویندې هڅول کېدې او څه ناڅه کار شوی و. پورته یاد شوي نومونه د همدې روښانه دورو محصول دي. په دغو روښانه دورو کې نه یواځې خویندو، بلکې ورسره نارینه منورینو هم د ښځینه لیکوالو درناوی کړی، د دوې آثار یې ستایلي او خپاره کړي یې دي، د بیلګې په توګه  پوهنتونونو او د افغانستان د علومو اکاډمي، د مېرمنو ټولنې( وروسته بیا د ښځو د چارو وزارت ) د ښځو ادبي څېړنیز مرکز د پوهاند عبدالحي حبيبي “پښتو مېرمنې” (تذکره). دغو برخو کې کار کړی دی.

آن څلوېښت کاله مخکې د څېړونکو په همت ثابته شوه چې اوسني افغانستان کې؛ د پښتو ولسي ادبیاتو او لنډیو تحلیل ثابته کړه چې په پښتو ادبیاتو کې د ښځو ونډه (Role of Women in Pashto Literature) یو خورا لرغونی او په زړه پورې تاریخ لري. د پښتو ژبه تر ټولو مشهور او اغېزناک صنف، یعنې “لنډۍ”، په اصل کې د پښتنو ښځو له خوا رامنځته شوي او پالل شوي دي. لنډۍ د نړۍ په کچه د یو داسې ادبي صنف په توګه پېژندل کېږي چې په هغو کې ښځه د خپل برخلیک، مېړانې، جګړې او ټولنیزو ناخوالو په اړه خپله رښتینې او بېباکه فلسفه وړاندې کوي. د ټولنیزو علومو د پوهانو څېړنې ښیي چې په پښتو ادب کې د ښځې غږ تل د ټولنیز بدلون او د پښتونولي د ارزښتونو ساتونکی پاتې شوی دی.

د پښتو په کلاسیک پېر کې، د نازو توخي په څېر مېرمنې نه یوازې د شاعرۍ په ډګر کې، بلکې په سیاسي او نظامي مشورو کې هم خورا فعالې وې. نازو توخي چې د میوندۍ ملالۍ او نورو ننګیالیو مېرمنو لپاره یوه الګو وه، ثابته کړه چې پښتو ادبیات د مېرمنو د فکري روزنې لپاره یوه پیاوړې سرچینه ده. په معاصر پېر کې، پښتنو مېرمنو د داستان، ډرامې او ژورنالیزم له لارې خپله ونډه لا پراخه کړې ده. په راډیو افغانستان کې ښځینه لیکوالو، ممثلینو، نطاقانو، سندرغاړو، ممثلو او ډرامه لیکونکو ښځو د قدر وړ خدمتونه کړي او هیچا یې مخه نه وه نیولې. له دې ټولو سره یو ځای دا حقیقت منو چې د سقاوي او تنظیمی- طالبې دورو عمومي اختناق ، استبداد او په ځانګړې توګه د ښځو په وړاندې تاو-تریخوالی استثنا وه. د فیمنستي ادب د ودې لپاره د باسواده او تعلیم یافته خویندو رسالت پر ځای دی، دوی باید خپل رول ادا کړي.

مسعود: ستاسو په اند د معاصرې ټکنالوژۍ او ډیجیټلي فرهنګ، مصنوعي ځیرکتیا امکانات او د تاریخي پېښو او حوادثو اکربکر(حال احوال) او د پښتني، انساني او ټولنیز ژوند نوي موضاعات د پښتو ناول او رومان د پرمختیا او پراختیا په راتلونکي څه اغېز کولای شي؟ 

استاد دودیال: معاصره ټکنالوژي او ډیجیټلي فرهنګ، د چاپ صنعت او مصنوعي ځیرکتیا او اوسني امکانات د پخوا په پرتله د پښتو داستاني ادبیاتو بډاېینه او پرمختګ کې ډېر اغېزمن دي. په تېرو شلو کلونو کې چې د چاپ صنعت او امکانات پراخ شول، د نورو خپرونو او کتابونو ترڅنګ، ناولونه هم خپاره شول. ځینی زموږ خپلو لیکوالو ولیکل او ځینی نور وژباړل شول. دې برخه  کې د ایمل پسرلي، عصمت قانع، شپون، مصطفی سالک، سپوژمۍ زریاب،  نصیر احمد احمدي، آرمان، عطاالله ځواب، محب زغم ، د محمداجان یار ، خالق رشید، ارش ننګیال  او محمد زبیر شفیقی نومونونه د یادولو دي.هغو درنو لیکوالو چې ناولونه ژباړلی هم د قدر وړ دي. 

معاصرې ټکنالوژي (طباعتي تخنیک، ماشین او برېښنایي وسایلو) د داستاني ادبیاتو د لازیات او آسانه نشر او خپرېدو امکان برابر کړ. زما یادیږي له نن څخه څلوېښت- پنځوس کاله مخکې به دیو کتاب چاپ په دولتي مطبعه کې درې یا څلور میاشتې وخت نیوه.  زما د لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه چې مطبعې ته د چاپ لپاره ورسیده، ترڅو کتاب چاپ او له مطبعې راووت، پوره درې میاشتې یې ونیولې، دا په داسې حال کې چې خپله به ورتلم، د لینو تایپ ماشین کار سره به می لیدل، بیا به مې تړل شوې فورمې ادیت کولې او بیا به د پوښ لپاره لینوتایپ او زنګوګرافی ماشینو ته ولاړم چې پوښ په هنري خط ولیکي، لنډه دا چې ایله دریو میاشتو کې یو دوه سوه مخیز کتاب چاپ شو.  اوس ددې نوې تکنالوژۍ پرمټ ګڼ شمېر داستاني اثار په ښکلي خط، عالي ډیزاین او غوره کیفیت په څو ورځو کې له چاپخونې راوځي او   لوستونکو  ته رسیږي. د وخت او د کار د آساني ترڅنګ؛ مهمه داده چې کمپیوتر ټولې لیک نښې( تنقیط) ، د خط بېلابېل ډولونه( بهیج، آریل، نازو…) لري. په نوې تکنالوژي کې تېروتنې او ادیت د پخوا په پرتله ډېر آسانه دی. پخوا که د یو کتاب  لیکل د زړه د وینو خوړل و، چاپ او طباعتي چارې ېې هم لویه ستوماني وه. د ټکنالوژي پر مټ اوسمهال انلاین کتابتونونه هم جوړ شوي دي، په ځانګړي توګه د ګڼو علمي مرکزونو له خوا ځینې مهم اثار د سکن او بیا په ګروپ کې وړاندې کېږي، نور بیا په  (PDF) بڼه  د لاسرسي وړ دي. د دې تر څنګ اوسمهال نوې لیکنې او کتابونه هم د پي ډي ایف له لارې خوندې کېږي، د لیکوالو لنډې کیسې د انټرنیټ پر مخ خپرېږي او آن د نړۍ هرې څنډې ته  رسېدلای شي. پي ډي ایف داستاني اثار خوندي کړل، له ورکېدو یې وژغورل د نورو له لاسوهنې یې بچ کړل. د نوې  تکنالوژي  بله ښېګڼه دا ده  چې د لیکوالو  او لوستونکو تر منځ واټن رالنډ  شو. اوسمهال ځوانان کولای شي چې د AI په مرسته نیغ په سیده ډول یو نوی متن ولولي، تحلیل او تفسیر او آن نقد یې کړي. که چېرې ورته سوالونه پیدا شي کولای شي چې هممهاله یې ځوابونه هم تر لاسه کړي. دې  ګټورې هڅې د پښتو داستاني ادبیاتو د مطالعې، فرهنګ په عادت کېدو  او بډاینه کې ونډه واخیسته.  پخوا به کوم داستاني یا بل  هنري اثر ژر د لوستونکي لاس ته نه ورته ، لیکوال سره  خو به یې اړیکه ممکنه نه وه، مګر د تخنیکي وسایلو په راتګ سره د داستاني ادبیاتو د ایجادګرو او لیکوالو دواړو اړیکې له لوستونکي سره نژدې شوې دي.   دا لړۍ د لیکوال او لوستونکي ترمنځ د افکارو د تبادلې امکان برابر  او  د آثارو مینه وال د خپلې خوښې کتاب ژر او آسانه تر لاسه کولای شي. د پرمختللې بریښنايي معاصرې تکنالوژي په راتګ سره د پښتو د ادبي اثارو د زېرمه کولو او ساتلو ګڼې لارې چارې رامنځته شوې دي. د ټکنالوژیکې وسایلو په راتګ سره د پښتو ژبې متن د تل لپاره د  ګوکل/ مصنوعی ذکاوت اوکمپیوټر په حافظه کې خوندي شو، چې کلونه کلونه به ساتل کېږي. د دې تر څنګ اوسمهال د چاپ وسایل کابل،  کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار کې مهیا او موجود دي او کله چې یو داستاني اثر(دلنډو کیسو ټولګه، ناول یا رومان) ولیکل شي، په اسانه بازار ته د وړاندې کولو لپاره  چمتو کیږي.  د انلاین بېلابېل پلاټفورمونو په راتګ سره ادبي لیکنې او اثار تر ډېره د انټرنېت او دیجیتال پر رڼاګانو  او پاڼو کې خوندي کیږي. د مثال په توګه د فیسبوک، مسینجر، واتس اپ، تلګرام ، یوتیوب … په دې پانو کې هنری او ادبي متن لپاره د منظرو د انځورولو او تجسمي هنر امکان هم په پام کې نېول شوی دی چې د لوستونکي د پام راجلبولو او ادبي – هنري ذوق خړوبولو کې مرسته  کوي.

له نېکه مرغه اوس د پرمختللې تکنالوژي په برکت د نړۍ د نورو فرهنګونو او علمي مرکزونو سره زموږ اړیکې ټینګي شوې. دې لړۍ د داستاني ادبیاتو پرمختیايي بهیر ته نوی رنګ ورکړ او دا آثار اوس د انټرنیټ او مبایل له راتګ سره د هر کور تر دروازې پورې ورسېدل. کتاب یوازې په کتابتون او تاخچه کې پاتې نه شو، بلکې د هر مُبایل د سکرین پر مخ د هر چا لاس ته ورسېد.  د چاپ او طباعت  له آسانتیا ور هاخوا،  اوس د لیکوال د لیکنو په اړه د لوستونکو نظریات هم په کم او لنډ وخت کې تر لاسه کېدای شي.  انلاین غونډې، ادبي بهیرونه، علمي او فرهنګي بحثونه یې بله آسانتیا ده.  اوس موږ د داستاني ادبیاتو په اړه  نړیوالې تجربې کتلای شو  او آثار مو نورو ژبو ته واوښتل.  نړیوالو تجربو د پښتو ادبیاتو په مضمون او بڼه کې لوی تغیر راوسته او ورځ تر بلې دا لړۍ د لیکوالو او فرهنګیانو له خوا پالل کېږي.

همدا اوس ډېر وېبسایتونه (بریښناپاڼې) داستاني ادبیات خپروي، ښه بېلګه یې د ایمل پسرلي په همت د پښتو کیسه.کام ،  هوډ، taand.com، Dawat.media او سپرغۍ دي، هوډ خو یو بل ګام اوچت کړې دی چې څو داستاني مجموعې او ناولونه یې دیجتال کړي دي او ډېر آسانه  انلاین د لوستلو او کتلو وړ دي. د مطبعو او چاپ برخه کې هم اساني راغلې ده، همدااوس جلال اباد او کابل کې د پخوانیو دولتي مطبعو ترڅنګ؛ شخصي مطبعې کتابونه خپروي، چې زیات شمېر یې  د لنډو کیسو ټولګې او ناولونه دي. جلال آباد کې مازیګر خپرندویه ټولنه یواځې ناول او لنډی کیسی نشر او کتابونه یې ټول هېواد کې ویشي.  زموږ ځینو لیکوالو له هېواد بهر خپل داستاني آثار چاپ کړل، لکه خ.ا. تراب چې د خپلو لنډو کیسو ټولګه نشر کړه. 

مسعود: ستاسې پر اند د لنډو او اږدو کیسو، ناول او رومانونو لیکونکي څه وکړي، چې مینه وال (مخاطب) یې په چټکۍ سره د دوی نښیرونو(اثارو) ته ورننوځي او هغه تر پایه ولولي؟

استاد دودیال: ځوانان د  ټولنې راتلونکې جوړوي. زده کړه د دوی پانګه ده. مطالعه د فکري ودې او د استعدادونو د غوړېدو وسیله ده. ځوانانو ته بویه چې ادبي او فرهنګي هڅو کې فعال اووسي. څومره چې  د جسمي روغتیا او تندرستي لپاره تکړښت او ورزش ضرور دی، د فکري ودې لپاره هومره  مطالعه ضرور ده. طبعاً هر ځوان د خپلې خوښې سره سم، په یوه څانګه کې زده کړې کوي، خو ورسره  ادبي ذوق روزل یا د یو شمېر خلاقانه هڅو او نوښتونو لرل هم کمال دی. لیکوالي فن ( fun) او هنر(art ) دی. د فن په توګه باید زده او تمرین شي او د هنر په توګه باید له نوښت او خلاقیت څخه پکې کار واخیستل شي. شعر لیکل او ناول یا د ادب بل ژانر کې بوختیا او یا هم کومه هنري بوختیا لرل، تر ټولو مخکې د ذوق او علاقې غوښتنه کوي، مطالعه، مشق، تمرین او پرله پسې هڅې غواړي. ژبه په ادبي تخلیقاتو بډایه کیږي. د لنډو کیسو، ناول او رومان لیکوال په دې ډېر ښه پوهیږي چې داستاني ادب کې د فني او تخنیکي ټکیو د رعایت ترڅنګ، تلوسه ایجادول، د دې  لامل ده چې لوستونکی یې  اثر  بې له دې  چې کتاب وتړي، مخ ترې واړوي او بل کار ته پاڅیږي  تر پایه ولولي. د دا ډول  اثر پنځول لوی هنر دی. دا هغه وخت کېدای شي چې  لیکوال  پوره ادبي آثار مطالعه کړي وي.  ځوانان چې د ناول لیکلو سره مینه لري، دوی باید د خلکو ژوند سره آشنا وي، د ټولنې غوښتنې او علایق وپیژني، پوره زیات شمیر ناولونه او د نړیوال داستاني ادب شهکار آثار ولولي  او بیا  په لیکلو پیل وکړي.  د داستاني اثارو کښل دا ایجابوي چې د لنډې کیسې، رومان او ناول لپاره یوه جذابه او ښکلې سوژه او موضوع ومومي.  د غوره سوژې موندل په خپله هنر دی. سوژه او د کیسې طرح  د ناول له لیکلو وړاندې د لیکوال په ذهن کې راټوکیږي. لیکوال  چې یو څه لیکي؛ ښکاره خبره ده چې له وړاندې به یې سوژه لري.  نو چې یو څوک ناول لیکي له وړاندې به کېسه لري. داسې یوه کېسه چې له ټولنې سره اړخ ولګوي. ښه لیکوال خپل لوستونکی پېژني، هغه دا سنجوي چې  کومې ټولنې ته ناول وړاندې کوي. لوستونکي یې د سواد او آفاقی پوهې کومه کچه کې دي. د کیسې له غوره کولو وروسته بله خبره (تلوسه) ده. لنډه کیسه، رومان او ناول چې تلوسه ونه  لري، لوستونکی یې  تر پایه نه لولي، بلکې ستومانه کوي یې. که ژباړونکی د ژباړې لپاره ناول یا کیسه او رمان خوښوي هم باید دا ټکي هېر نه کړي.

د ادب په ډګر کې هر تخلیق مطالعې، روان قلم، پستې او خوږې ژبې، له تاریخ څخه خبرتیا، د ولس دود- دستور   ته درناوي، پرله پسې ریاضت، کلاسیکو متونو باندې لاسبری، استیتیکی ذوق  لرل  او نوښتګر اوسېدو ته اړتیا لري. د موضوع  غوره کول هم د پام وړ ده. د کیسو، رمان او ناول  لپاره دې داسې موضوعات غوره شي، چې له پېښو ډک، کرکترونه او دیالوګونه طبیعي او د منلو وړ،  ژبه روانه او  خوږه، لیکنه د رسالت لرونکی او له عالی پیغام  څخه برخمنه وي. لوستونکی او مخاطب باید وپېژنو. لیکنه کې ابهام او تکرار نه وي، سولیدلي او کلیشه یې مسایل څوک نه خوښوي، نوښت د بري راز دی او تر لیکلو هم لوستل لازیات  ضرور دي. لیکنه باید د نوم او شهرت لپاره نه، بلکې د رسالت له مخې وي. د ښکلا پنځول او لوستونکې ته رغوونکی فکر او  وطن او خلکو ته د کار کولو  انګیزه ورکول  باید په هنرمندانه ډول  لیکه کې نغښتې وي. یواځې سوژه او موضوع نه، بلکې پیاوړی قلم لرل هم عالي هنر دی، یعنی ناول او داستان ‌لیکونکي ته پکار ده چې خپله لیکنه، الفاظ او بیان په نوې بڼه  او هر مفهوم او جمله په خپل ځای وکاروي. الفاظ چې څومره نوي او خواږه وي په هغه اندازه داستان، کیسې ، رومان او ناول ته ښکلا وربخښي. موضوع که هر څومره نوې وي، خو که الفاظ زاړه او تکراري وي، نو تخلیقي موضوع بېخونده کوي. له نوې موضوع سره چې هڅه وشي نوي خواږه الفاظ وکارول شي، په پایله کې به یو په زړه‌پورې داستاني اثر( لنډه کیسه، رومان او ناول) ټولنې او لوستونکو ته وړاندې شي. دا په داسې  حال کې  چې ټولنه د کیسو د اورېدو او لوستلو تږې ده، لوستونکي غوره داستاني اثارو ته په تمه دي. لیکوال په دې حالت کې رسالت لري چې خپل پور د ټولنې په وړاندې ادا کړي.

مسعود: پښتو ژبه کې د کلاسیکې دورې څخه بیا تر نن پورې ډېر ښکلي  شعري دیوانونه، د معاصرو لیکوالو د اشعارو ټولګې او په ویبسایتونو او مجلو کې ښکلي شعرونه او نظمونه لرو، خو د نثرونو په تړاو هسې چې باید کار شوی وئ نه دی شوئ. تاسو په دې اړوند څنګه اندئ؟

استاد دودیال: سره له دې چې پښتو ژبه نامتو ویناوال او شاعران لري، خو په نثر کې هم  ژبې ته خدمت او د معنوي زیرمو بډای کول ملي مسئولیت دی. ساینسي لیکنې، د ټولنیزو علومو څیړنې او ادبي نثر (چې ناول او لنډه کیسه هم په دې برخه کې راځي)  پیاوړی قلم او ژور فکر غواړي.

ستاسو پوښتنه او اندېښنه بیخي پر ځای ده. پښتو کې نظم او شعر هم لرغونتوب لری او هم د کمیت له پلوه د حساب وړ دی، خو نثر او د نثر لیکوال لږ لرو. موخه یواځې ادبي نثر نه، بلکې عمومي لیکنې هم دي. موږ باید درې ډوله نثر ته د کمیت او کیفیت له پلوه  کار وکړو:  داستاني ادب، عمومي او معلوماتي نثر او لیکنې ( genral writing) او علمي لیکنې( scintific/heavy writing).  که د بېلابېلو مسلکونو لرونکي ځوانان نثر لیکلو کې تکړه شي، موږ به د ساینس او ټولنیزو علومو برخه کې ډېرې ښې لیکنې ولرو.  اوس چې  د میدیا ډګر پوره پراخ دی، بیا هم موږ نثر ته پام نه دی کړی. د نړۍ نورو ژبو د نظم او شعر تر څنګ علمي لیکنو                  ( scintific/ heavy writting) ته پام کړی دی، نو ځکه په اقتصاد، سیاست، حقوقو، ساینسي اختراعاتو او تکنالوژي کې پر مخ تللي دي. اکاډمیکې لیکنې او علمي مقالې په نثر لیکل کیږي. دغو لیکنو  پوهه او معلومات خلکو ته ورسول او د ټولنې د شعور د اوچتیدو لامل شول. دا په دې مانا نه ده چې  شاعر نثري او علمي لیکنه نه کوي یا یې نشي کولای.  ارواښاد الفت، ارواښاد پژواک، مجروح، بېنوا، استاد نوید، استاد ړنګ، قتیل خوږیاڼی او ډېرو نورو درنو مشرانو هم شعر لیکلی او هم یې ډېرې ګټورې علمي، سیاسي، حقوقي او نورې لیکنې په نثر کې کړي دي. 

مسعود: د ډېرو لیکوالو، په تېره بیا پښتو لیکوالو لنډې کیسې، ناولونه، رومانونه او داستانونه نوښتګرانه، هنري او شاعرانه رنګ لري. ستاسو پر اند دک و دلیل یې څه دی؟

استاد دودیال: زه داسې انګېرم چې د پښتو ژبې د داستاني ادبیاتو هنري او شاعرانه رنګ، د اورېدو تلوسه  او جذابیت له ولسي خوږو  کیسو څخه راپاتې دی.  هغه په زړه پورې او خواږه نکلونه چې میندو او اناګانو به ماشومانو ته ویل، په هغو کې هنري رمزونه، سمبولونه، د راز راز پېښو انځورونه او د ژبې ښکلا وه،  نو اوسني لیکل شوي داستاني آثار له هغو څخه اغیزمن دي. له بلې خوا د پښتنو ژوند، چاپیریال، دود- دستور  هم رنګین او ښکلی دی. موږ د نوښت لپاره نور پراخ ډګر هم  لرو. لاهم  ډېر څه شته چې ندي لیکل شوي او د قلم څوکې ته ندي ورغلي، که موږ خپل لرغوني فولکلور کې څېړنه وکړو، د ولسونو د ژوند بېلابېل اړخونه  را وسپړو او له تاریخ څخه کیسې او له کیسو څخه تاریخ جوړ کړو، نو نوره به هم دا ښکلا زیاته شي.  دې برخه کې  لا هم  ډېر کار شته چې  باید تر سره  شي .  وړاندیز  دا دی چې د داستاني ادبیاتو ژبه سُچه او نګه وساتو، د ولس متلونه، روایات، اصطلاحات، نومونه او انګېرنې پکې راغبرګې او راتلونکو نسلونو ته یې په میراث پرېږدو.  د داستاني ادب او د لنډې کیسې، ناول او رمان ژانرونه لازیات کار ته  اړتیا لري. د کیسو اورېدو ته تنده نه خړوبېدونکې ده . 

مسعود: تاسو د خپل ژوند په ادبي او فرهنګي بهیر کې داستانونه،  لنډې، اوږدې کیسې ناول او رومانونه کښلي دي او که نه؟  که مو نه دي لیکلې د هغه لامل څه دی؟

استاد دودیال: قدرمن او ښاغلی اینجنیرصاحب، دا نو یوه  شخصي پوښتنه ده، مجبور یم د ځان په اړه یو څه ولیکم، خدای وکړي  لوستونکو  او درنو هېوادوالو ته بد ښکاره نشم.

 کیسه، رومان او ناول لیکل یوه هڅه ده، تنده ده، ذوق دی او  د ښکلا انځورول، د پیغام رسول، د ژبې او ملي فرهنګ د ارتقا تلاش او د ټولنې د عواطفو د تلطیف او خلکو ته د داستاني ادب له  لارې  د ټولنې، تاریخ، نړۍ او واقعیتونه منعکس کول دي. خلکو ته خوښي بخښل، ژوند رنګین او متلذذ کول، د ناول او کیسې له لارې د خلکو جهان دیده کول رسالت، مسوولیت او د خېر او ثواب کار دی. کله چې ځوانانو ته داستاني اثار د لاسرسي وړ وي، د دوی مینه لوستلو او مطالعې سره  زیاتیږي، کتاب  سره عادت کیږي، معلومات یې زیاتیږي، خبرې زده کوي او ټولنه او خلک پیژني. 

زه له وړکتوب څخه کیسو سره را لوی شوی یم. انا او پلار به مې د ژمي شپو کې پخواني نکلونه راته اورول. وروسته چې د ښوونځي نهم او لسم ټولګي ته ورسیدم، ناول او داستان لوستل مې یوه ذوقي او تفریحی بوختیا وه. شیرشاه مېنه کې د (بکاولي) په نوم یو کتاب پلورنځی و، د کتاب له پلورلو سره یو ځای یې پولیسي داستانونه، رومان او ناولونه په کرایه هم ورکول. د یوې اونۍ لپاره د یوه کتاب کرایه له دوه افغانیو تر پینځو افغانیو پورې وه. کله به مو چې کتاب ولوست بېرته به مو وروړ، بل کتاب به مو ورڅخه واخیست. د ارواښاد غنی بکاولي د کوچنۍ هټۍ له برکته مې د هغه وخت څه ناڅه ټول هغه داستانونه، رُمانونه او ناولونه لوستي و، چې کابل کې موندل کېدل. دا زیاتره د ایران چاپ کتابونه وو چې ایرانیانو بهرني داستاني ادبیات ژباړلي وو. زرنګار پارک کې د سپین زر هوټل مخې ته هم دا ډول کتابونه وو. د لومړي جمهوریت(۱۳۵۲ل. څخه وروسته) کلونو کې کابل کې  داستاني ادبیات زیات شول، زیات مینه وال یې هم لرل. د پنځوسمو کلونو په پای کې  کابل کې خپریدونکو مجلو کې د لنډو کیسو لیکل، د هغو لوستوال او مینه وال او د کیسو خپراوی زیات شو،  د دوکتور اکرم عثمان، غوث خیبري، ره نورد زریاب، امین افغانپور، زرین انځور، ببرک ارغند لنډې کیسې به یې خپرولې، ټول مې لوستل. د داستاني ادبیاتو کوم کتابونه چې کابل کې نشر شوي وو، ټول مې لرل. لنډې کیسې او ناول سره مې مینه وه.  کله چې محصل وم، د خپل قلم د آزمایلو لپاره مې لومړنی لنډ داستان د (معلم کیمیا) تر سرلیک لاندې ولیک، ورسره یو ځای مې دوه پښتو لنډې کیسې هم ولیکلې. اوریدلي مې وو چې لیکوال ته بویه چې  سلګونه پاڼې ولولي، بیا یوه پاڼه ولیکي، نو ځکه می  لیکلو ته دوام ورنه کړ، خو لوستل می زیات کول. د ګی. دوموپاسان، لیکنې، د هوګو بېوزلان، د ګورکي (مور) د ایتماتوف( جمیله)، د کافکا او چارلز دیکنز آثار، د غوث خیبري لومړني چاپ شوی کتابونه او تاریخي کیسې مې لوستلې. یو وخت د مهدي داستاني کلیات کابل کې نشر شول، په هغه سبا مې دا کتاب رانیو. د سیدمهدي شاه مهدي لنډې کیسې پښتو داستاني ادبیاتو کې ډېر ښکلی کتاب و. دوه کاله وروسته مې خپل لومړنی لیکلی لنډ داستان ارواښاد زریاب ته ور وړ، په هغه ورځ زیات بوخت و، زما لیکنه یې میز کې کېښوده ویې ویل د پنج شنبې په ورځ راشه. زریاب هغه وخت دوشنبه یې دفتر ته نه راته، پنج شنبه به یې معمولاً  دوستانو، لیکوالو او آشنایانو سره  مجلس و. کله چی ورغلم، زما لیکنه کې یې هیڅ نښه نه وه کړې، همدومره یې راته وویل چې : نوشته ات عالیست،  داستان کوتاهې خوبی است ، ولی نوشتن را ادامه باید داد.

هغه لنډ داستان مې وروسته لږ نور هم جوړ کړ.  پښتو لنډې کیسې مې ارواښاد امین افغانپور ته ښودلې. هغه وخت افغانپور صاحب راډیو تلویزون کې و. زما په لیکنه به یې په پنسل نښې کولې، ډېر به یې هڅولم او بیا به چې ورغلم مشوره به یې راکوله. وروسته می لیکنې  ګران او منلي ورور ښاغلي زرین انځور ته ښودلې. په دې توګه مې د شپېتمو کلونو لومړیو کې  لومړني داستاني آثار مطبوعاتو کې چاپ شول. د سباوون، ژوندون، انیس، جرګه، زیری او نورو مجلو ته مې لنډې کیسې لیکلي دي. د لنډو کیسو لومړنۍ ټولګه مې د (تانده غوټۍ) په نوم په ۱۳۶۴ل. کال کې د لیکوالو ټولنې نشر کړه. دا کتاب دولتي مطبعې چاپ کړ. د لنډو کیسو دوهمه ټولګه د (شاهین) په نوم اردو مطبعه کې چاپ شوه. لومړنی ناول مې (د مینې ډالۍ) هم د لیکوالو ټولنې خپور کړ. له دې وروسته د پوهنتون اداري او درسي چارو کې زیات بوخت شوم. موقوته خپرونو ته مې لنډې کیسې استولې، خو کوم د داستاني ادبیاتو ځانګړی کتاب مې لاس لاندې نه و. یو وخت مې پېښور کې د (آزاد افغانستان) بیا( وفا) ته لنډې کیسې لیکلې، مسکو کې د درانه ورور فاروق فردا په همت خپرېدونکي اخبار مې څو لنډې کیسې نشر کړی. په ۱۳۸۴ل. کال کې سبا(میوند) خپرندویه ټولنې زما د طنزونو یوه ټولګه خپره کړه. په دې توګه نه یواځې د هېواد دننه، بلکې له هېواد بهر مې هم  لیکنې خپرې شوې. د (داستانونه) مجلې ته مې زیات شمېر داستانونه واستول او نشر شول. په ۱۳۹۹ل. کال می (ACKU)/ کابل پوهنتون کې د افغانستان د معلوماتو مرکز ( موږ بېرته خپل کلي ته ځو) ناول نشر کړ. په ۱۴۰۲ل.کال ښاغلي او منلي ورور نبیل عزیزي زما د پښتو لنډو کیسو درېیمه ټولګه ( ورک شوی پل) د افغان جرمن آنلاین ویبسایت کی آنلاین خپره کړه، ورپسې مې  د دري لنډو کیسو مجموعه( ازینجا تا شمالی کار دارم) انلاین شوه. په ۲۰۲۴م. کال کې می درېیم ناول(ګوندې بیا به ښې ورځې راشي) افغان جرمن آنلاین ویبسایت په قسطوار ډول او بیا په ۲۰۲۶م. کې د افغانستان د تاریخ ټولنې له خوا د امازون له خوا اروپا کې په کاغذي بڼه نشر او تر امریکا او استرلیا ورسېد، دا کتاب د   ISBN 9781764655446 نړیوال نمبر او ځانګړي بارکود سره هم په کاغذي بڼه او هم انلاین د لاسرسي وړ دی.  وروسته تر چاپ (هوډ) ویبسایت انلاین کړې دی.  (کتابتونKETABTON) کې هم آنلاین موندل کیږي. په دې توګه له شپېتمو کلونو را هیسې تر اوسه مې د هیواد دننه او بهر د ۵۴ شاوخوا په دري او پښتو ژبو لنډې کیسې، درې ناولونه او څلور د لنډو کیسو ټولګې ( دري پارسي او پښتو) نشر او چاپ شوي دي، خو لا هم زما نوم د داستاني ادبیاتو د لیکوال په توګه نه دی پېژندل شوی، دا ځکه چې زه د ادبیاتو اماتور یم، د ادبیاتو د پوهنځي فارغ نه یم، بل دلیل  دا دی چې زه تر ډېره پوهنتونونو کې په تدریس او اداري کارونو( مدیریت، آمریت، معاونیت او تر ریاست) او د افغانستان د علومو اکاډمي کې په علمی او اداري چارو بوخت وم او ډېرې مقالې او کتابونه مې مسلکي وو.  نو د  اته سوو شاوخوا مسلکي مقالو او ۸۸ چاپ شویو کتابونو په پرتله د  څلورو داستاني ټولګو او درېو ناولونو لیکل او نشر  دومره د پام وړ نه دی، یعنې تر ډېره زه د داستاني ادبیاتو د لیکوال په توګه نه، بلکې د اقتصاد د پوهنځي د یو استاد په توګه پېژندل شوی یم .  

مسعود: تاسو د یو پیاوړي ادیب، کیسه لیکونکي، نوښتګر څېړونکي، ژباړونکي او وتلي لیکوال په توګه زموږ د هیواد ځوان لیکوال پښت او نسل ته د داستان، د لنډو او اوږدو کیسو، ناول او رومان لیکنې په برخه کې کومې سلامشورې ورکولای شئ او وړاندیزونه مو ورته څه دي؟ 

استاد دودیال: لیکل یو درون مسوولیت دی. لیکل؛ په تېره بیا ادبي لیکنه لوړ مهارت غواړي . لیکوال کېدل یو ریاضت دی.  د ژمن او رسالتمن لیکوال لپاره چې غواړي د ټولنې د سمون او ویښتیا لپاره لیکنه وکړي، مطالعه او تجربه دواړه مهم دي. یو لیکوال هغه وخت بریالی دی چې د تخلیقي اثر د پنځولو د مهارت او هنر ترڅنګ، خپله ټولنه وپیژني.  ځوان لیکوال دې په دې تمه نه وي، چې خپله لومړنۍ لیکنه مطبوعاتو ته واستوي او هرومرو د لوستونکو  یا د اخبارونو د مدیرانو تاوده هرکلي سره مخامخ شي، بلکې ممکن لومړنۍ لیکنې د خپراوي چانس ونه مومي، که نشر هم شي، ممکن ونه ستایل شي. نو ځوانان دې دوام ورکړي.  کلونه کلونه وخت په کار دی چې د دوی لیکنې د هرکلي وړ وګرځي. 

زه به خپله یوه تجربه ولیکم:

زموږ وخت کې د ګوتو په شمار چاپی رسنۍ وې. زیاتره حکومتي او رسمي وې. مدیران یې  ډېر پاخه او سختګیر وو. لیکنه به یې د ذ‌ره بیني عینکو له شا څو ځلي لوستله، هر اړخیزه به یې کتله. د دوی سپارښت به دا و چې:  سل پاڼې ولوله بیا یوه پاڼه ولیکه!

ریښتیا یې ویل. د لیکوال کېدو لپاره مطالعه  او لوستل لومړنی شرط او ډېر ښه تجویز دی. زیاتره وخت به یې د مطالعې د سپارښت ترڅنګ؛ لیکنه په سره قلم ځای ځای نښه کړه، د سمون لارښوونه به یې وکړه. د ځوانانو لیکنو ډېر لږ د خپراوي چانس موندلای شو. هغه وخت په هېواد کې هرڅه معیاري وو. زما لومړنۍ لیکنې یوه هم نشر نه شوه. اوس هم را څخه ورکې دي. ایله په پینځم یا شپږم کال مې لومړنۍ لنډه کیسه خپره شوه، د هغې ورځې خوشحالي تر اوسه نه هېروم.  بیا نو داسې وخت راغی چې لومړۍ ادبي جایزه او د مطبوعاتو ستاینلیکونه مې واخیتسل او د مجلو مدیرانو به را څخه لیکنې غوښتلې، خو دا ټول وروسته تر ډېرو لوستلو، ډېرو، ډېرو اصلاحاتو او بیا بیا کتلو. 

ځوانان دې کم ولیکي، خو ښه دې ولیکي. بیړه نده په کار. ځوانان دې نوم او شهرت پسې نه ګرځي، بلکې مهمه خبره د مسوولیت او رسالت له مخې لیکل دي. لنډه کیسه او رومان لیکل تمرین او مشق کول غواړي. ځوانان دې د نړۍ نامتو ناولونه او لنډې کیسې ولولي. د ادب تیوري او د ادبیاتو تاریخ، ادبي مکتبونه باید وګوري. لیکنې دې مشرانو لیکوالو ته د کره کتنې او سمون لپاره ورکړې او د هغوی سپارښتنې دې واوري.

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

***

ګران پوهاند استاد محمد بشیر دودیال صاحب تاسو هغه ځواکمن لیکوال، د ژور اندو فکر ادیب، پیاوړی څېړونکی او ژباړونکی یاست، چې ستاسو علمي او ادبي دریځ د استدلال پر ځواک، د  لید توګو او نظریاتو پر انتقادي ارزونه او د ادبي معیارونو پر پېژندنه ولاړ دی. د داستاني نړېوال او پښتو داستاني ادبیاتو  په تړاو په دې مرکه کې ستاسو دا علمي، ادبي او مسلکي هر اړخیزه څېړنه او شننه، چې د مستندو شواهدو او اخځونو، علمي او ادبي معیارونو او منطقي استدلال پر بنسټ ترسره شوې ده د خورا ستاینې او درنښت وړ ده. تاسو په دغه مرکه کې ارزښتاک، ژور، ګټور، کره او بشپړ مسلکي ځوابونه راکړې دي.

ګران پوهاند دودیال صاحب ستاسو د سټې او شخصیت ځانګړنه دا ده چې د پوهې په وړاندې تواضع، د حقیقت په وړاندې زړورتیا، د نقد او کره کتنې په وړاندې حوصله او د ادب په وړاندې ژمنتیا لرئ. 

که په په لنډه توګه ووایم، ستاسو د څېړنو ارزښت په دې کې دی چې د ادب له ښکلا سره د پوهې ژورتیا، پراختیا او د ادبي مفاهیمو ژور تحلیل، د تخیل له ازادۍ سره د علمي ځیرکتیا او د ملي فرهنګي هویت له درناوي سره نړیوال ادبي لیدلوری یوځای کوئ. ستاسو ځواکمن او اوچت قلم د الفاظو د ترتیب وسیله نه، بلکې د اندو فکر تولیدونکی، د فرهنګي حافظې شنونکی، د هنري ارزښتونو پېژندونکی، د داستانونو په برخه کې د روح او ټولنې شنونکی، د علمي پوهاوې د پراختیا یو کارنده او فعال استازی او د حقیقتونو د سپړلو یوه اغېزناکه وسیله ده.

ستاسو علمي او ادبي اغېزناک او ژور نښیرونه(آثار) هغه تلپاتي لارښوونکي، ښکلي او هنري نښیرونه(آثار) دي، چې راتلونکي پښتونه او نسلونه به د پوهاوې، تفکر او علمي پرمختیا او پراختیا لپاره ترینه ګټور الهام اخلي.

لنډه دا چې ستاسو ځواکمن قلم د اند و فکر رڼا ده، څېړنې مو د عیني حقیقت لټون دی، ادبي لید لوری مو د معناوو نړۍ ده، او علمي رسالت مو د پوهې، ادب او انساني شعور د پراختیا نه ستړې کېدونکې او نه ورکېدونکې هاندو هڅه ده.

زه ستاسو څخه نه یوازې د زړه له کومې منندوی یم، خو له لوی خدای څخه ستاسو د لا نورو پنځونو او هستونو د بریاوو او بریالیتوبونو په هیله یم.

ګران استاد دودیال صاحب ستاسو اوچت قلم تل روان، اندوفکر مو روښانه او ځلېدونکی، لید لوری مو پراخ او ژور او د پوهې او ادب په ډګر مو هاندو هڅې تلپاتې غواړم. 

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود

*** 

ډېر قدرمن اینجنیر صاحب، اجازه راکړئ چې له تاسو هم مننه وکړم او د پوره دقت او زحمت درناوی مو وکړم. هغه د ستاینې وړ کار او هلې- ځلې چې تاسو د ادب او فرهنګ په ډګر کې کړي، دا چې څومره مو معنوي ارزښتونه پاللي دي، موږ ټولو ته ثابت دي. تاسو د دغه ډول مرکو په ترسره کولو ډېر هغه څه روښانه او بحث لاندې راوستل چې باید خبرې ورباندې شوې وای.  ځوان نسل به ستاسو کارونه او زموږ ملي کلتور ته د خپل وخت او انرژي د وقف کولو قرباني هېره نه کړي.

پوهاند استاد محمد بشیر دودیال.

***

په درنښت او ادبي مینه: انجنیر عبدالقادر مسعود