زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

د سمر عينکې يوازې حکمتيار ويني

له کابو څلويښت کلونو جګړې وروسته افغان حکومت اوس په دې توانيږي چې خپل له یو مخالف لوري سره روغه جوړه وکړي او سولې ته یې رامات کړي. پوره څلور لسيزې پخوانيو افغان حکومتونو تل دا هڅه کړې ده چې په افغانستان کې د جګړې په اور اوبه وشيندي او نوره د ناحقه وينې تويدنې مخه ونيسي. د اوسني حکومت په شمول ټولو پخوانيو حکومتونو هڅه کړې چې په افغانستان کې په جګړه کې ښکيلو غاړو ته قناعت ورکړي چې په جنګي مبارزه هيڅ نشي ترلاسه کولی او د ټوپک په ځای دې قلم راواخلي او سياسي مبارزه دې وکړي. په اوس وخت کې که څه وهم ويل کيږي چې په افغانستان کې جنګي ماشين د وسله والو طالبانو په لاس کې دی خو د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ اسلامي ګوند هم هغه ډله ده چې له تيرو څلويښتو کلونو راهيسي له افغان حکومتونو سره په جګړه بوخته وه. له نيکه مرغه چې اوسنی افغان حکومت په دې توانيږي چې په افغانستان کې د جکړې د ختمولو لپاره لومړي ګامونه واخلي.

کابو دوه مياشتې کيږي چې د حزب اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې خبرې پیل شوې وې چې کله به ګرمې او کله به هم سړې شوې ، خو پایله ئې بالاخره مثبته راووته او دواړو لوري پرې توافق ته ورسېدل. څو ورځې وړاندې د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې خبرې پای ته ورسېدې او پر نهایي توافق باندې هم دعا وشوه. په ټوله کې د سولې تړون نهايي شوې طرحه هم د حزب اسلامي پلاوي ته سپارل شوې چې د اسلامي حزب مشر انجنير حکمتيار يې وارزوي. خو له حکمتيار سره د سولې خبرو تر نهايې کيدو وروسته يو شمير کړيو غبرګونونه هم ښودلي دي.

تیره اونۍ د افغانستان د بشر حقونو خپلواک کميسيون له حزب اسلامي سره د سولې خبرو پر وړاندې غبرګون وښود او زياته کړې يې ده چې؛ جنګي جنايتکاران بايد ونه بښل شي او له دوی سره د سولې په خبرو کې بايد هغه کورنۍ وپوښتل شي چې په کورنۍ جګړه کې زيانمنې شوې دي. د یاد کميسيون مشره سيما ثمر وايې چې د بشر د حقونو ناقضان بايد لومړی محاکمه او بیا د قانون له پلي کيدو وروسته ورسره سوله وشي. دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو کمیسیون په حکومت کې د شريکو مشهورو جنایتکارانو د بښنې یا هم محاکمې او پوښتنې په اړه څه نه دي ويلي.

په هيواد کې د کورنۍ جګړې مهال جنګي جنايتکاران او د ۷۰ یمې لسيزې د جګړو اصلي لوبغاړي ټول ولس ته لکه د لمر په څېر روښانه دي. د هيواد هيڅ بچي زمونږ د مظلومو افغانانو په غوږونو او سرونو کې د ميخونو ټک وهونکي نه دي هير کړي، هيڅ افغان د خپلې افغاني خور او مور د سينو پرې کوونکی نه دی بخښلی، هيڅ پلار د خپل زلمي زوی د مړې نڅا طرحه کوونکی نه دی هير کړی، هيڅ هيوادوال د ليليې په دښته کې د مظلومو افغانانو د ډله ايزې وژنې عامل له ياده نه دی ويستی او هيڅ هيوادوال د خپلو تاريخي او ملي اثارو، پوځي امکاناتو او د تيرو حکومتونو د خزانې شوکماران له ياده نه دي باسلي. خو يوازې د افغانستان د تش په نوم د بشر حقونو کميسیون دی چې پر يادو ټولو هغو يې سترګې پټې کړي دي.

دا سمه ده چې د کورنيو جګړو يو اړخ د اسلامي حزب هم و خو آيا دا به انصاف او عدالت وي چې د يادو جګړو نور ښکيل اړخونه دې له لسيزو راهيسې د حکومت غوښينه برخه جوړه کړي، دوی دې له حکومتي امکاناتو څخه ميلياردران شي، دوی دې د حکومت له منځه د حکومت مخالفت وکړي او اسلامي حزب دې لومړی محاکمه او بيا ورسر ه د سولې خبرې وشي؟

د بشر حقونو کميسيون ولې د هغو جنګي او بشري جنايتکارانو اړوند تړلې خوله پاتې دی چې د مړي نڅا يې ايجاد کړه، د ژونديو انسانانو په سرونو او غوږونو کې يې ميخونه ټک وهل، د پيغلو انجونو او ميرمنو څخه يې سينې پرې کړې، ډله ايزې وژنې يې وکړې، د افغانستان تاريخي او ملي آثار يې په خپل بادار پاکستان او ایران باندې وپلورل او …….؟

جنايتکار، جنايتکار دی؛ ولو که د هر قوم، سيمې او سمت څخه وي. که چيري د بشر حقونو د کميسيون لپاره معيار خيانت وي نو لازمه ده چې ټول خاينان جنايتکاران وبولي او د ټولو لپاره د محاکمې غوښتنه وکړي. نه دا چې په خپله د جنايتکارانو په څېر یو طرفه او له تعصبه ډک قضاوت وکړي. همدغه ډول ځینې تش په نامه د چارو کارپوهان او سیاسي دلالان هم ورته نظر لري چې جنایتکاران یوازې د خپلو عینکو له مخې ویني او مذهبي او قومي رنګ ورکوي.

لیکنه : خوشحال آصفي