جوان افغانستان؛ از فروپاشی امید تا ضرورت رستاخیز فکری و…

 نویسنده: مهرالدین مشید در تاریخ ملت‌ها، گاهی فاجعه تنها در ویرانی…

ولادیمیر مایاکوفسکی

برگردان. رحیم کاکایی نگاه لنین به فوتوریسم و مایاکوفسکی  چهره‌ کلیدی فرهنگ…

زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

«
»

تېښته د حل لاره نه ده!

که د نړۍ تاریخ ته وګورو، ټول هېوادونه په تیره هغه چې مستعمره و، په اسانۍ  سره خپلواکۍ نه دي ترلاسه کړي. دوی شپه او ورځ کار کړي، په ځانونو یې سختي تېرې کړي دي. ښځي او نارینه یې زده کړي کړي، ځانونه یې د خپل خاوری او خلګو لپاره قرباني کړي دي.

امریکا متحده ایالات یو وخت د انګلستان مستعمره وه، انګلیس هغه وخت ډېر لوی امپراطوري درلود او پر ټوله نړۍ یې د حکومت کولو ادعا کوله. خو امریکایانو سره د ډېرو ستونزو او قربانیو په ۱۴۹۴ کال کې خپل خپلواکۍ واخیست. اوس دوی پر نړۍ مسلط دي.

جاپانیان د امریکایانو تر یرغل لاندې راغلل او امریکا پرې اتوم بم استعمال کړ، خو جاپانیانو خپل همت د لاسه ور نه کړل، شپه او ورځ یې په ځان یوه کړه او خپل هېواد یې بیا جوړ کړل.

استاد عبدالرب رسول سیاف وویل: (د ځینو هېوادونو څخه زه دوه کاله مشر یم) هدف یې مشخصاً پاکستان و. پاکستان په دومره کم وخت کې دومره ډېر پرمختګ وکړ.

بنګلدیش په دې اواخرو کې خپل ازادي له پاکستان څخه واخیست، چې له ډېرو هېوادونو څخه ښه دی.

المان، چين، ایران، روسیه هېوادونه د امریکا او انګلیس د هېوادونو او همدارنګه پخپلو منځونو کې سیالي لري، هر یو هڅه کوي چې تر نورو ځانونه قوي او په عصري وسلو سبمال کړي.

خو زموږ هېواد بیا د تاریخ په اوږدو کې تل فقیر، بې چاره، د پردیو تر حملو او لاسوهنو کې قرار درلود او لا هم په همدې حالت کې دی.  د پورتنیو یادو هېوادونو د پرمختګ لامل د هغوی د ولسونو پرله پسې هڅيدي. د هغوی ولسونه پخپلو ځانونو شپي او ورځي یو کړي دي او خپل هېوادونه یې د پرمختګ دې مرحلي ته رسولي دي. زموږ خلک د تاریخ په اوږدو کې ان تر دې دمه چې لږ رسیدلي دي بیا هېواد یې پریښی نورو هېوادونو ته تښتیدلي دي.

زموږ د کلیوالو ژوند چې لږ ښه شوي، ولسوالۍ ته کډه شوي دي، خو چې لږ نور هم ښه شوي بیا د ولایت مرکز ته همداسې د هېواد پایتخت کابل ته بالاخره نورو هېوادونو ته کډوال شوي دي. د هر هېواد څخه چې کدرونه وتښتې، حالات یې له دې هم بدتر کېږي. زه داسې خلک پیژنم چې تر ماسټرۍ پورې زده کړي کړي دي، په ښو دولتي او غیري دولتي پوستونو کې کار کول، خو چې د خارج د تګ زمینه ورته برابره شوي، بې له دې چې د هېواد او هېوادوالو د خدمت لپاره فکر وکړي، په تېښته بریالي شوي دي.

پوهیږم موږ په ډېرو سختو حالاتو کې ژوند کوو، خو دا حالات بدلون او سمون غواړي، راتلوونکي نسلونه مو په تمه دي، چې پخپل خاوره کې د سولي او ورورولۍ په فضا کې ژوند وکړي. ددې بهراني حالاتو حل په تېښته نه بلکې په زیار او قرباني ورکولو کې ده.

اوس ژوند د زړه په وینو تېروو

حالات چې ښه شو بیا به مینه کوو.

یو وخت د یو امریکایی پالیسي جوړونکي څخه چا پوښتنه وکړه، چې تاسو د راتلوونکي سلو او دوه سوو ان د پنځه سوو کلونو لپاره پالیسي او استراتیژي جوړوئ، په داسې حال کې چې تاسو تر دې وخته پورې ژوندی ونه وسئ. پالیسي جوړونکی په ځواب کې وویل:(مهمه نه ده، چې زه ژوندی ووسم، مهمه داده چې زموږ راتلوونکي نسلونه ددې پالیسو په عملي کولو ارامه او خوشاله ووسي.)  تر هغه چې موږ هم د خپلو راتلوونکي نسلونو لپاره کار ونه کړو، همداسې به بدو حالاتو کې ووسو. زموږ نسلونه نه دا چې موږ ته به دعا ونه کړي بلکې لعنت به ووایی.

زه داسې وړاندیز کوم، چې هغه کدرونه او فعال افغانان چې د خارجي هېوادونو په جوړولو بوخت دي، باید بیرته ستنه شي او د هېواد پر ابادولو مټي بډ ووهي.

هغه ځوانان چې په هېواد کې دي، د حب الوطنی په خاطر باید په هېواد کې پاتې شي.

لکه څنګه چې ځوانان په خارج کې په کارکولو نه شرمیږي، هر ډول شاقه کارونه کوي، دلته هم باید ونه شرمیږي.

حکومت باید خپل سرحدات کنترول کړي،  خلکو ته د کار زمینه برابره کړي، سوله او ثبات تامین کړي، د زده کړي تر څنګ لنډ مهالې او اوږدمهالې پروژي پلان او تطبیق کړي.

نفاق او تعصب موږ د بربادۍ په لور سوق کوي، باید هڅه وکړو، چې متحد ووسو. باید هیر نه کړو، چې نور هېوادونه د سلو ژبو، نژادونو، مذاهبو، فرهنګو سره سره بیا هم سره متحد دي او یو بل ته د قدر په سترګه ګوري. ایا موږ نه شو کولای چې په دغه وړوکی جغرافیوی ساحه کې له دومره محدود وګړو سره په متحد ډول ژوند وکړو؟ (کولای شو)

په پای کې همدومره وایم، زه وجداناً ډېر خوشالیږم چې خپل هېواد او هېوادوالو ته د زړه له کومي کار وکړم، که بل هېواد کې ووسم شاید چې کار وکړم خو په هغه مینه او خلوص چې خپلو خلکو ته کولای شم، نورو ته به ونه کړم. هر هغه وخت چې خپل خلک مې ارام شو، او فرصت مې پیدا کړ چې د نورو هېوادونو لپاره ورسیږم. په ډېره خوشالی به دا کار وکړم، خو تر ټولو مهمه زما خلک او خاوره ده.

که پر دې ولس او خاوره مې سر هم قربانیږي ځان ویاړلی بولم. خاوره مور ده د مور ساتل فرض دی.

دا ونې، بوټي، واورې او ګلونه مې وطن دى
دا غرونه مې هډوکي دي دا خاوره مې بدن دى
بېشکه چې بې وسه يم خو نه داسې ورک نه يم
په موټي کې مې اوس هم خپله خاوره خپل وطن دى

د مبارزو ځوانانو د ټوکېدو په هیله

صیام الدین پسرلی