کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

یو ارګ او دوه پاچاهان

 

ډیرپخوا کلونه مې یوه په زړه پوري کیسه اوریدلي وه چې د درنواوپتمنولوستونکو سره ېې شریکول غواړم.

واېې یوه پاچا پخپل هیواد کې پراخه ډنډوره وغږوله که هرچا زما درې پوښتنې ځواب کړې دسم ځواب په بدل کې به دشاهانه پیرزوینې اوستروډالیوسره مخامخ شي اوکه ځوابونه ېې ناسم ووسخته سزابه وویني دپاچاجارچیانودهیوادګوټ،ګوټ ته دغه خبرتیا ورسوله اوهیڅوک دغې ازموینې ته حاضرنه شول.په یوه لیرې کلیواله غرنی ځنګلي سیمه کې په یوه زړه جونګړه کې یوملنګ  حکیم استوګن ودهغه غوږته هم دپاچا اعلان ورسیده ملنګ پخپله پوهه اوناپایه تجربوډاډمن و.ملنګ د دنګوماڼیواوشتمنیوهیله من نه وخووېې پتیله چې دپاچاپوښتنې باید بې ځوابه پاتې نه شي اوبې له ځنډه ېې دپاچادربارته ځان ورساوه اودپوښتنودځوابولوچمتووالی ېې په ډاګه کړ.پاچا دملنګ په لیدوحیران اود ده دسراوږدوڅڼو،خانګې،خانګې چپنې شکیدلوڅپلیوته هک پک پاتې شواوملنګ ته ېې وویل:

زما په اند ته به زما پوښتنې ځواب نه کړای شې هسې خپل ځان له سزاسره مخامخ کوې.

ملنګ دتعظیم اودرنښت له اداکولووروسته پاچا ته وویل زه هوډمن اوځیرمن دربارته راغلی یم اوغواړم تاته ډاډ درکړم چې پخپل شاهانه قلمروکې دومره بې کسه نه ېې چې ستا مطرح پوښتې بې ځوابه پاتې شي زه د ډالیووږی هم نه یم اونه مې په سرکې ویره اوترهه ځای لري.

پاچادملنګ دخبروپه اوریدوبې له ځنډه دازموینې تابیا ونیوله اوخپلودرباریانوته ېې دستورورکړچې دپاچا دسلطنتي ماڼۍ هغه ترټولولوړقیمتي دالماسوغمۍ راوړي څودهغه دکیفیت اوارزښت په اړه ملنګ خپل نظراوګروهه څرګنده کړي .په یوه شیبه کې ټاکل شوی غمۍ دملنګ ومخې ته کیښودل شواوملنګ دغمي په پلټنه اوژوره کتنه لاس پوري کړله څیړنې وروسته ېې ژوراسویلۍ وکیښ اوپاچا ته ېې وویل:.

پاچاصاحب!دغه غمۍ په ظاهري بڼه بې ساری ښایست اوځلالري خوله بده مرغه دغمي په دن نه زړه کې خړې ایرې غوټه پرتې دي.

پاچا دملنګ په ځواب سخت ټکان وخوړاووېې ویل زه اوس زرګر راغواړم او که چیرې دې ځواب ناسم ونو بیادې سر ته خیرنشته.سملاسي دپاچاپه هدایت تکړه زرګران راغلل اودالماس غمۍ ېې دخپلوزرګیری په وسایلوسره وسپړه اودوه نیمه ېې کړدغمي په منځ کې دملنګ دتشخیص سره سم خیرنې ایرې غوټه وې اودپاچاقناعت حاصل شو.زرګران رخصت شول اوملنګ شاهانه پیرزوینې ته هوسیده.

پاچا دربایانوته امروکړچې ملنګ به وږی وي دتناره یوه توده اوګرمه ټیکاله ډوډۍ ورکړی.ملنګ ته ګرمه مړی ورکړای شوه اوورته ویې ویل سبا ته د دویمې پوښتنې لپاره په ټاکلي وخت حاضراوسی.

ملنګ ډوډۍ په تخرګ کې نیولي اوله درباره رابهرشو.شپه تیره شوه اوسبا مهال په ټاکلي وخت ملنګ بیادربارته حاضرشواودویمې پوښتنې ته هم پرتمین شاهانه مراسم نیول شوي وو.

پاچا په خپل ځانګړي غرورسره د دویم پوښتې په اړه ملنګ ته وویل:داځلې هم دسم اوناسم ځواب په هکله هماغه ټاکل شوي شرایط دي ایا تاسوحاضریاست؟ملنګ په عاجزانه حرکت اوادب سره وویل دپاچا هرامرته مې غاړه ایښي اوهغه منم.

داځلې هم پاچا امروکړترڅودهغه بې ساری ښایسته ،ځواکمن اودنګ آس چې پاچا ته ترنوروآسانوډیرګران اوباوري دی راولي او په اړه ېې ملنګ خپل نظرڅرګندکړي .آس په خاصو تشریفاتوسره دملنګ ومخې ته راوستل شواوملنګ هم بې له ډیله دآس په کتنه اوڅیړنه بوخت شودهغه ټولي ځانګړنې ېې په ډیرغورځانته معلومې کړې دافسوس اوخپګان سرېې وخوځاوه اوپاچا ته ېې وویل:

پاچاصاحب!آس په ظاهري بڼه،چاغښت اودبدبه کې بې ساری ښایسته ښکاري خوله بده مرغه یولوی عیب لري هغه داچې که چیري تاسوپه کومه جګړه اویالښکرکې دیرغل اویاوړاندې تګ تکل لری اوپه مخه موداوبوډک لښتی اوخندق راشي دغه آس هیڅکله هم وړاندې ټوپ نه شي وهلی په همدومره پړسیدلي اودنګه سټه به دهغه په مټ وړاندې ولاړنه شی اوځای په ځای به ولاړوي.

داځلې پاچا خپل ځانګړي آس ته ورټوپ کړاودازمایښت لپاره ېې داوبوپه یوه ډکه ویاله ورخوشی اورهي کړکله چې آس دویالې غاړې ته ورسید پښه ېې ونیوله اوهیڅ وړاندې نه ته اونه ېې له ویالۍ ټوپ اچولی شو پاچا پرله پسې آس ته سختې متروکي اوقمچیني ورکړې خوآس له خپله ځایه نه خوځیده.پاچا پوه شوچې ملنګ آس سم پیژندلی اوآس ېې دالوی عیب اوستره تشه لري اودازمایښت له ډګره بیرته دربارته راستنه شول

پاچا په خپل مجلل دربارکې له ملنګه مننه وکړه اوخپلودرباریانوته ېې هدایت ورکړچې یوه دویمه توده ډوډۍ هم دملنګ په واک کې ورکړي.

 

ملنګ دبریالی ازمویني دخوښی په احساس سره له ارګه دوتلوپه تکل کې وچې پاچا خپل ځانته وروغوښت اوورته وېې ویل سبا ته به هم د دریمې پوښتنې لپاره په ټاکلي مهال راځی ملنګ هوکړه وکړه اوله درباره ووت .په لاره کې دپاچا دګرمو ډوډیودسوغات په چورتونوکې لاړاود دي سترې معما اورازپه اړه دفکرونوپه سمندرکې لاهو شواوپه دي هکله ېې دخپلوخیالاتونیلی ځغلاوه .په همدې چورتونوکې ملنګ شپه سباکړه اوپه ټاکلي وخت ېې بیادپاچادربارته ځان ورساوه.

داځلې دپاچاد دربارتشریفاتي مراسم هغه دنورو ورځوپه شان مجلل اوپرتمین نه وپاچا بیاهم په ورته شرطونوملنګ د دریمې پوښتنې لپاره خپل حضورته وغوښت ملنګ په ځانګړي درنښت پاچاته حاضرشو اوملنګ ته ېې داځلې خپله پوښتنه دخلوت په کوټه کې اشد محرم داسې طرحه کړه.

ای دسترحکمت اوپوهي خاوندملنګه!تاسودوه پوښتنې په بري سره ځواب کړې اوزه په دې ډاډه یم چې دریمه پوښتنه هم سمه ځوابولی شې.

ملنګ ورته وویل: زه موپه چوپړکې یم.

پاچا ورته وویل: چې له ویرې پرته به زما دځان په هکله پوښتنه ځوابوې چې ګني زه ډول پاچا اوشخصیت یم؟

ملنګ خورا سخت ټکان وخوړاوپاچا ته ېې وویل د دې پوښتنې په ځواب کې دخپل سرجدي خطراحساسوم اوله ځوابه معذرت اوبښنه غواړم..

پاچاملنګ ته دهغه دسردامان ډاډورکړاودیته ېې اړکړچې هرمروبه ځواب ورکوي اوکه نه دسختي سزا سره به مخ شی.

ملنګ پوه شوچې دسختې ازموینې سره مخ دی اوداچې دسردامان ژمنه ورسره وشوه ځواب ویلو ته ېې چمتووالی وښوداوپاچا ته ېې په خورا ادب اوعجزوویل: .

پاچاصاحب!دزیاتې بښنې په وړاندې کولوسره باید ستاسوحضورته وویل شي چې ته له اره دنانوای زوی ېې اودغه اشدمحرم رازدمعظمې ملکې چې اوس تاته دمور حیثیت لري پوښتلی شی.

پاچا دځواب په اوریدوولړزیده اولوړه ېې وکړه چې ستاپه مخ کې به دغه راز ځان ته معلوموم خپلې شاهانه توري ته ېې لاس کړاوپه یوه شیبه کې ېې معظمه ملکه دحلوت کوټې ته راوسته اودملنګ دورکړشوي ځواب درازپه اړه ېې ان دمرګ په ګواښ درښتیني حقیقت ویلوته اړکړه.

پاچا ملکې ته دملنګ دسترې اوناپایه پوهي اودپوښتنودسم ځوابولو په اړه معلومات ورکړل ا وداچې زه دنانوای زوی یم اکیداوتاکید به  د دروغواوویرې پرته ملکه دملنګ په وړاندې چې د دي نظریات هم اشد محرم دي رڼا اچوي.

ملکه دټکان په خوړلوسره دملنګ په ژوره پوهه اوسترحکمت باوري شوه اوپه زغرده ېې له رازڅخه  داسې پرده پورته کړه.

ملنګ دخوراسترې درناوی وړدی څه چې ده ویلي هغه رښتیادي .رښتیا هم ستاپلارنانوای و.کیسه داسې ده چې زموږپه سلطنتي دربار کې یوي میرمنۍ کارکاوه دهغه خاوند نانوای ودخدای کړه وزما هم دخپل میړه څخه چې دوخت سترسلطان اوپاچاواولاد په نس وهغې میرمنې هم له خپل نانوای میړه څخه حمل درلود.دټاکلي مهال په پوره کیدوزمالورپیدا اودهغې میرمنۍ زوی زوکړشوپاچا نارینه اولادنه درلوده اود دې لپاره چې سلطنتي واګې موله لاسه ونه وځي دپاچادهدایت سره سم په خورامحرمیت سره مې خپله لورشهزاده ګۍ دهغي میرمنې په واک کې ورکړه اودهغه زوی چې همداته ېې زما په غیږکې لوی شوې اودپاچا له وفاته وروسته سلطنتي تاج ستاسوپه سرکیښودل شواودادی باعظمته پاچا یاست.

پاچا سملاسي له شاهانه پلازه راپاڅید لومړی ېې دملکۍ لاسونه ښکل کړل اوبیاېې په خوراستردرناوي دملنګ درنښت په ځای کړاوورسره جوخت ېې له ملنګه وپوښتل چې ای دسمندري پوهي خاونده شخصیته! تاسو دغه رازڅنګه درک اومعلوم کړ؟.

ملنګ دسردامن په غوښتلوسره پاچا ته وویل:

زه پخپله ملنګی اوازادژوند ویاړم دماڼیو،شتمنیواودبدبوهوس نه لرم ما په خورامینه اوهوډمنه اراده ستاسودربارته دپوښتنودځوابولولپاره ځان حاضراوله نیکه مرغه ستاسوپوښتنې مې سمې ځواب کړې خوستاسودسلطنتي ستروشتمنیواوامکاناتوسره هرځل دنانوای توده ډوډۍ په سوغات کې راډالې کړه داچې تاسودنانوای له ډوډۍ سره دومره بې کچې مینه درلوده نو مې وپتییله چې هرومروبه ستاسوپلارنانوای تیرشوی وي اوتاسوبه دنانوای زوی وی)

 

اوس به دخپلودووافغاني پاچا هانوپیژندنې ته لږتم شوای کاش دهماغه حکیم ملنګ په څیر یوڅوک پیداشوی وای چې زموږد دغوپه ارګ مینوشاهانوپه اړوندېې کره شواهدوړاندي کړي وای خواوس له نیکه مرغه یوویشتمه پیړۍ ده هرڅوک دومره پوهه لري چې دغوره اوناغوره توپیرپه اسانی وکړي ترکومه ځایه چې زه ښاغلی داکترمحمداشرف غني پیژنم دخپل عمرزیاته برخه ېې په بیلابیلوپوهنتونونوکې داستاذپه توګه تیره کړي ده دلوګرولایت دسرخاب دسیمي داحمدزیوپه یوه ستره سرغنه او سرخیله کورنی کې زیږیدلی پلارېې شاه جهان احمدزی نومیده اودافغانستان دترانسپورت لوی ریس اویوبې کبره متواضع انسان ونیکه ېې فرقه مشرصاحب عبدالغني خان نومی چې دغازي امان الله خان له نیږدي خواخوږواودوستانوڅخه شمیرل کیده کاکا ېې دحربي پوهنتون جنرال شاهپوراحمدزی دشهادت ویاړګټلی دی د دوی کورنی په لوګر کې دارواښادستر ملي زعیم امین الله خان لوګري ،دملي سرشناسی مبارزي کورنۍ شهید جنرال غلام نبي خان څرخې اوارواښادمحدجان احمدزي په سطحه کورنۍ ده چې له اوږدوکلونوراهیسې دخپل قوم اوګڼو پرګنودمشرتابه ویاړلري .داکتر اشرف غني په نړۍ کې دمتفکرپه توګه پیژندل شوی اوپه وروستیو ټول ټاکنوکې به ځینوځوانانودغني بابا په نوم هم یادوه اودویم ځل ټول ټاکنوکې دجوت اوڅرګند بري څوکي ته ورسول شوافغان ولس هم په دې هیله وچې ګنی خدای به دا اوږده توره شپه په دوی رڼا کړي اوګلمرجان دی خدای تباه کړي هغه تباه څه چې دویم پاچا شوداسې یوڅوګ یادوم چې سر له اوسه دمالېې وزارت په ده دڅلویښتوملیونوافغانیوداختلاس اودرغلیودعوه کړي اوهغه دخپلودرباریانوشمیرتر اووسووتنو پوري رسولی اومتفکرغني دنامعلومې کابینې په اړه دتفکراتوپه ټال ځانګي

الله دی مل شي.

 

دشیخ سعدي شیرازي علیه رحمه په دغه بیت دزړه بړاس وباسم.

شود عاقبت بیضه ای زاغ،زاغ          برد رنج بیهوده طاووس باغ

 

بسم الله اکبري هالینډ

۰۷-۰۱-۲۰۱۵