واژه های آریه ،آریا، ایرانمویجه و آریانا در بازار لیلام…

نوشته : دکتر حمیدالله مفید در این پسین روز ها  برخی …

 جشن نوروز در گذرگاه تاریخ

نوشته : داکتر حمیدالله مفید واژه نوروز را آریایی های باستانی…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اخلاقي معیارونه

 نور محمد غفوری پیلامه د تلویزیوني سیاسي بحثونو په اړه مې مخکې…

از هیولای ساخته‌شده تا دشمن مقدس؛ روایت قدرت از تروریسم

نویسنده: مهرالدین مشید تروریسم سایه ای که قدرت ها می سازند…

رايحه

دوم حمل ١٤٠٤ خورشيدىفکر تو زیبنده ‌‌‌‌‌‌ی دل‌ها شدهوسوسه…

بخاطر محکمه عاملان جنایات جنگی و ضد بشری تجاوز نظامی…

اعلامیه و فراخوان انجمن سراسری حقوقدانان افغانستان بنام خداوند حق و…

از شکست دکترین عمق استراتژیک تا طلوع رقابت نیابتی هند

نویسنده: مهرالدین مشید شکست عمق استراتژیک  و جنایات نظامیان تروریست پرور افغانستان…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو اهمیت

نور محمد غفوری مقدمه:د تلویزیونی سیاسی بحثونو په ماهیت مو په…

تولستوی ، لئو نیکولایویچ

برگردان. رحیم کاکایی دانشنامه بزرگ شوروی  و. یا. لاکشین کنت لئو نیکولایویچ تولستوی…

      عید شما مبارکباد 

مبا رکبا د عید ی روزه  دا را ن به آ…

نوروز؛ ارث نیاکان

رسول پویان کهـن نـشـاط بهـاران جشن نوروز است سرور سرو خرامان جشن…

د تلویزیوني سیاسي بحثونو ماهیت

نور محمد غفوری نن چې په انټرنټ کې ګرځیدم، ناڅاپي مې…

چگونه تحلیل کنیم؟

در این روز ها صدا ها در رابطه به وضعیت…

فرنسوا ولټر

ولټر، یو فرانسوي لیکوال، مورخ او فیلسوف، د ټولنیزو اصلاح…

هانا آرنت؛ توتالیتاریسم ابتذال شر

Arendt, Hanna (1906-1975) آرام بختیاری نقل قول های سیاسی یک زن برای…

فقدان روایت آشتی ملی و بحران گفتمان در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در دوراهیِ آشتی و منازعه افغانستان طی پنج…

چهار و نیم سال پس از برپایی امارت اسلامی سرمایه؛…

فهیم آزاد مقدمه فقدان اجماع تحلیلی پیرامون بازگشت طالبان به قدرت سیاسی…

پاسخی به پرسشی که چرا؟ گفته بودم، خامنه‌یی قصد حمله…

محمدعثمان نجیب نماینده‌ی مبان بخش نخست در هفته‌ی گذشته‌ یک هم‌وطن ما یا…

از کابل تا تهران؛ مهار افراطیت یا مهندسی قدرت و…

نویسنده: مهرالدین مشید زورگویی یا ژئوپلیتیک ضربه؛ بازی با آتش تحولات امنیتی…

ویکتور هوګو

هغه د فرانسې نامتو شاعر، ناول، رومان او ډرامه لیکونکی…

«
»

که طالبان په مکه کې د ديني عالمانو فتوا رد کړي، څه بايد ورسره وشي؟

لیکنه: عبدالرسول حقپال

د سولې عالي شورا وايي، په سعودي عربستان کې د افغان جګړې په اړه د نړۍ د دینې عالمانو ناسته روانه اوونۍ جوړېږي. د سولې شورا هیله مندي ښي چې د سعودي عربستان په ناسته کې د طالبانو استازي هم ګډون وکړي څو د اسلامي نړۍ له دیني عالمانو سره د جګړې د دوام په اړه خپل لیدلوری شریک کړي. په دغه ناسته کې له ۳۳ هېوادونو شااوخوا ۱۵۰ دیني عالمان او مفتیان ګډون کوي چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د اسلام له نظره بحث وکړي او ممکن د افغانستان روانه جګړه ناروا او غیرشرعي اعلان کړي. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو یو وار بیا ويلي له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان جګړې په اړه فتوا ورکول کيږي او د افغانستان جګړه د قرآن له حکمونو سره په خلاف او حرامه بولي، بلکې له دې وړاندې هم بېلابېلو ديني مراجعو د اسلام له مخې د افغانستان جګړه حرامه بللې ده.

د روان کال د غويې مياشتې په ۲۱ نېټه په اندونيزيا کې د افغانستان، پاکستان او اندنيزيا دیني عالمانو د افغانستان د جګړې په اړه فتوا ورکړه او جګړه يې ناروا وبلله. بيا په کابل کې څه کم درې زره ديني عالمانو  په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او په دغه هېواد کې روانه جګړه نارواه وبلله. ورپسې د حرمين شريفين امامانو هم د جمعې په خطبو کې د افغانستان جګړه ناروا وبلله؛ خو جالبه دا ده چې طالب جګړه مارو دغه ټولې فتواوې رد کړي، غندلي او د امریکا په فرمايش يې بللې دي. طالبانو ټول دیني عالمان په ناحقه او يواځې خپل ځانونه په حقه بللي دي.

اوس پوښتنه دا ده چې که طالبانو يو ځل بيا دوه پښې په يوه موزه کې ننويستلې او په مکه مکرمه او جده کې د ۳۳ هيوادونو څخه د ۱۵۰ ديني عالمانو فتوا بيا هم د افغانستان په اړه رد کړي نو بايد څه ورسره وشي؟

د قرآن د حکمونو له مخې د دوه مسلمانانو تر منځ له سولې سره مخالفت ته بغاوت ويل کيږی. دلته بايد روښانه شي چې باغي چا ته ويل کيږي.

د فقهاء په اصطلاح کې باغي هغه چا ته ویل کیږي ، چې د شرعي امام د اطاعت نه ځان وباسي او سرغړونه يې وکړي. علامه زیلعي رحمه الله په «تبيين الحقائق شرح كنز الدقائق» کې وايې، د باغي پيژندل اړین دي، نو باغي هغه چا ته ویل کیږي چې پر مشروع امام باندي خروج وکړي، هغه داسي چې مسلمانان یو امام مقرر کړي او پر هغه یې اتفاق راشي، بیا یوه ډله د دې امام د اطاعت نه ځان وباسي او سرغړونه يې وکړي. همدارنګه د فقهي حنفي مشهور علماء هم په دې نظر دي، چې باغي هغه چا ته ویل کیږي چې د شرعي امام د اطاعت نه ځان وباسي.

دلته دی چې طالب وسله وال د اسلامي اصولو له مخې د باغيانو په جمع کې شمېرل کيږي. ځکه دوی د زرګونو ديني عالمانو چې د قرآن د حکمونو له مخې يې د افغانستان جګړه ناروا بللې ده؛ مخالفت او سرغړونه کړې ده. په زرګونو ديني عالمانو په وار وار ويلي چې بې ګناه د مسلمان وژنه د قران د آیتونو له مخې حرامه او څوک چې په افغانستان کې بې ګناه افغانان په نښه کوي د اسلام له دايرې وتلي دي؛ خو طالب اورپکو ټول ديني عالمان درباري ياد کړي او فتوا يې ورته د امريکا د خوښې او فرمايش فتوا ياده کړې ده. طالب وسله والو په ښکاره د اسلامي عالمانو له اطاعت څخه سرغړونه کړې او په همدې ترتيب باغيان بلل کيږي.

په اسلام کې د باغي سزا

آسماني کتاب قرآنکريم د مائده سوره په ۳۳ آیت شريف او د حجرات سوره په ۹ آیت شريف کې د محارب او باغي په اړه حکمونه صادر کړي دي. یعنې محاربه له حرب اخيستل شوی چې د جنګ او د مال د چور په مانا دی او باغي بيا له حده تجاوز ته ويل کيږي. یعنې باغي د فقهاء په اصطلاح کې هغه چا ته ویل کیږي، چې د شرعي امام د اطاعت نه ځان وباسي او سرغړونه يې وکړي. د اسلامي اصولو له مخې کله چې محارب ونيول شي؛ نو توبه يې له دستګيرۍ وروسته نه قبليږي، خو د باغي لپاره بيا د توبې فرصت شته. که يو باغي توبه اوباسي او په خپلو کارونو پښيمانتيا څرګنده کړي نو توبه يې د هيواد د حاکم لخوا د قبلېدو وړ ده.

په اسلامي قوانينو کې د محارب لپاره سزا حدود ټاکل شوي دي خو د باغي لپاره سزا ورسره جنګېدل ټاکل شوي دي. پس اوس چې د اسلام د قوانينو له مخې ثابته شوه چې طالبان باغيان دي او د اسلامي عالمانو له اوامرو يې سرغړونه کړې ده، که چيري بيا هم د اسلامي عالمانو د سولې غوښتنه ونه مني نو بايد د اسلامي قوانينو له مخې ورسره جنګ وشي او تر هغې وځپل شي چې یا سولې ته غاړه کيږدي او يا هم له منځه ولاړ شي.

پای