بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

فیلسوفان یهودی تبار؛ آته ایسم ناتمام،سوسیالیسم احساسی

Hermann Cohen (1842- 1918 ) آرام بختیاری هرمان کوهن؛ میان کانت و…

حماسه هایی که به بهای خیانت نخبگان به سوگواره تبدیل…

نویسنده: مهرالدین مشید روایت تراژدی ملتی که بهای جاه‌طلبی نخبگان را…

«
»

چیرته  ډب هلته ادب

دپروان ولایت مرکزاوکه پایتخت چاریکارکې د داکترعبدالله عبدالله دافغانستان داسلامي جمهوریت دجمهور ریس اودهغه دمرستیالانوپه نامه اوالقابودراځړیدلواوټومبلوانځورونوپه اړه مې داپوښتنه حل شوه چې په رښتیني توګه عبدالله ډبل عبدالله دی ځکه په کابل کې اجرایه ریس اوبیاپه پروان کې جمهور ریس دی نوپه ډبل ځواک کې یې څه شک نشته.

په دي اړوند د ډاکتراشرف غني پاملرنه دیوه کلیوال اوسیمه ییزسپین ږیري یوه په زړه پوري کیسي اودسترګولیدلي حال ته راګرځوم.

کلونه پخوا یوه تن قومي مخورکیسه کوله چې موږیوڅوتنه مشران اوسپین ږیري دخپل قومي جنرال دلیدلولپاره کابل ته راغلوپه پوښتنه اوپلټنه موځانونه دهغه دجنرالې مجلل اورسمي دفترته راورسول په دفترکې نظامي اوعسکري دسیپلین له ورایه ښکاریده دجنرال پوځي یاوراوورسره سرتیروزموږتود هرکلې وکړاوپه خانګړوتشریفاتودخپل جنرال صاحب حضورته ورغلود توده ستړي مه شي اومینه ناک روغبړ وروسته دهغه په دفترکې په ټاکلوچوکیو کیناستودوستانه مجلس اوبنډارګرم شو.دجنرال صاحب په کوچنی اشاره اوهدایت کې به دسترګوپه رپ کې کله چای اوورسره کیکونه ،کلچې کله  بادام،چارمغز،پستي اوکشمیش حاضراوپه میزو به راته ایښي وود ډوډۍ اوتازه میووله خوراک وروسته جنرال صاحب دخپلورسمي کارونوپه اجرا بوخت اودورځې په پای کې له هغه سره په عسکري جیپ موټرونوکې د ده کورته ولاړوپه سروماورغالیوپوښل شوي میلمستون کې مودنیلیواوتوشکوله پاسه نرموبالښتونواوسرویږدوته ډډې ولګولي.جنرال کورته ننووت اوخپله پوځي دريشي یې بدله کړه اوشیبه ورسته په ښایسته وریښمنه چپنه،قره قلي په سر وطني جامو کې راووت موږټول دهغه د درناوی په موخه له خپلو ځایوپورته شوواوجنرال صاحب پخپل ځای کې کیناست اوبیادکلي ،ولس اووطن په اړه مود دوستانه خبرواتروبنډارګرم شودمجلس په ترځ کې یوه سپین ږیري دڅښاک اوبه وغوښتې جنرال صاحب په زوره نارې کړې هلکانواوبه راوړی اوبه! .موږپه خبروبوخت ووچې داوبودرک نه لګیده.شیبه وروسته یوه بل سپین ږیري شین چای وغوښت.جنرال صاحب بیاپه پوځي لهجه غږکړهلکانوڅه شوی چای راوړی چای !.زموږخبري ښه په خوندا و رنګ روانې وې چې دچایو درک هم پسې ورک شو.یوه سپین ږیري جنرال صاحب ته په ډاګه وویل ترڅوچې داچپنه اوقره قلي ایسته نه کړې اوبیرته هغه خپله دجنرالۍ پوځي دریشي وانه غوندې دستا آمراوخبري ته څوک غوږنه ږدي نه به اوبه وګورې اونه چای،هله ژرکوه درېشي اغونده درېشي.

موږټول په خنداشوواودسرونودخوځولوپه تایید مووړاندیزپه ځای وباله .جنرال صاحب تبیت لږخټه شوخوویې ویل رښتیا ده چې زمانه ډیره سپین سترګي شویده اوپرځای ویلي دي چې..

تانباشدچوب تر         فرمان نبردګاووخر

خبره دسیمه ییزوزورواکانواولنډغرانوپه اړه رایاده شوه کوم چې په تیردیارلس کلن دور کې دکرزي صاحب ترچپنې لاندې لکه زهرجن مرخیړي راوټوکیدل دزراوزورخاوندان شول څه یې چې زړه غواړي هغه په نره ترسره کوي ځکه خو

دپخواني ولس مشرښاغلي کرزي صاحب مبارکه چپنه دنړیوالودنندارې اوعبرت لپاره دلندن موزیم ته ولیږدول شوه لیري نه ده چې قرقلي به یې دواشنګتن په یوه موزیم کې نندارې ته وړاندې شي اوپه زړه پوري داده چې ښاغلی کرزی دوسله وال پوځ داعلی سرقوماندان اودهغه مرستیال مارشال صاحب دخپلې واکمنی په دوره کې په پوځي دریشی کې راښکاره نه شول خدای خبرچې دمرحوم مارشال صاحب نصواري پاکول به دنړۍپه کوم موزیم کې ن ندارې ته  وړاندې کیږي؟..

ولس مشرداکترصاحب اشرف غني هم په تورلنګوټي اواوږدوتسپوسره دوسله وال پوځ داعلی سرقوماندان په توګه دمدرنې ټکنالوژی اوویدیوګانوپه مټ دهیواد دبیلابیلوولایتودپوځي اوامنیتي چارواکوسره سلامشورې کوي دهغه کلیوال سپین ږیري په څیر مې ورته وړاندیزدادی چې که غواړي امرونه دې پلي شي کله ناکله داعلی سرقوماندان دریشي هم ترغاړې کوه یوازې دتسپوپه اړولورا اړولوداوړۍ نه شړۍ کیږي

. ځکه هوښیارانوپرځای ویلي دي چې چیرته  ډب هلته ادب  .

دپروان غیورواووطنپالوخلکوپاملرنه دافغان ولس مشرداکتر اشرف غني اواجرایه ریس داکتر عبدالله عبدالله ګډسفرته راجلبول غواړم کوم چې تیره موده دواړودامریکا متحده ایالاتوته ترسره کړتاسوبه لیدلي وي چې دامریکا دسنا په مجلس کې داشرف غني وینا ته ۲۲ ځلې دنړیوال ځواکمن پارلمان اوسناغړي دتودوچکچکوپه بدرګه پورته شول اوداکترعبدالله عبدالله په همدغه غونډه کې دومره تراغیزلاندې راغلی چې هغه ۲۳ځلي په پښودریدلی اولاسونه یې په پرله پسې چکچکووپړسول.زه دپروان سیمه ییزوزورواکانوته د داسې زړورجمهور ریس اومرستیالوبړیڅومبارکي وایم اودشاعر په ژبه چې وایې:

منت ساختم رستم زمان               وګرنه یلی بودی اندرسیستان

دزوریدلي اوکړیدلي وطن درغیدوپه هیله.

بسم الله اکبري هالینډ

۱۵-۰۵-۲۰۱۵