۶.۴.د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو متقابل اغېز

نور محمد غفوری (اتمه برخه) که څه هم پورته درې اړیکې (د…

انسان؛ در جست‌وجوی خویشتن (5)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی "...انسان باید با یکی از…

افغانستان؛ از رؤیای دولت-ملت تا واقعیتِ گسست ملی

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ فاصله‌ای به درازای تاریخ تا دولت-ملت تأملی بر…

در غیبت ما چه گذشت؛ ادبیات مدرن غرب

Impressionism.  آرام بختیاری ایمپرسیونیسم ادبی؛ زشتی کلان شهر، زیبایی طبیعت. ایمپرسیونیست های ادبی…

ماتریالیسم دیالکتیکی و ماتریالیسم تاریخی

(بخش۳ و پایانی) ماتریالیسم تاریخی نوشته: جوزف استالین برگردان: آمادور نویدی ۳) ماتریالیسم تاریخی اکنون…

۶. د سیاسي سیستم اړیکې له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري…

نور محمد غفوری (اوومه برخه)  سیاسي سیستم (یا سیاسي نظام) د ټولنې…

انعکاس هستی در هستی

رسول پویان هست وخواهدبودوژرفای شدن عریان کنید دانـش و انـدیـشـه و تحـقـیـق…

افغانستان؛ جایی که خطاهای راهبردی از مرزها عبور می‌کنند

ناهم‌زمانی تصمیم‌های سیاسی، رقابت قدرت‌ها و پیامدهای امنیتی در نظم…

فریتس هابر؛ دانشمندی میان نجات زندگی و صنعتی‌کردن مرگ

بهرام رحمانی bahram.rehmani@gmail.com  مقدمه تاریخ علم، تاریخ پیشرفت‌های بزرگ انسانی است؛ اما در…

که سیاست نه کوئ، سیاست به درباندې کېږي!

نور محمد غفوري یادونه: دا مقاله د لومړي ځل لپاره د…

 تونل‌های زیرزمینی، دکترین دفاعی یا گسترش زیرساخت‌های پنهان؟

 نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و گسترش شبکه‌های زیرزمینی؛ پیامدهای منطقه‌ای و…

پوهاند محمد بشیر دودیال

د نړېوال او پښتو داستاني ادبیاتو په تړاو له پوهاند…

      اسرار هوش طبیعی یا خالق طبیعت

نوشته : کریم پوپل مورخ ۱۴ نوامبر ۲۰۲۶ مقالهٔ علمی ـ فلسفی…

۵. د سیاسي سیستم د غبرګون او اصلاح بهیر

نور محمد غفوری  (د لومړي څپرکي، سیاسي سیستم- شپږمه برخه) سیاسي سیستم…

انسان؛ در جست‌وجوی خویشتن (4)

تهیه و تدوین : فرشید یاسائی ...عشق و نفرت گاهی به…

د سیاسي سیستم د فعالیت څرنګوالی

نور محمد غفوری (پنځمه برخه) ۴.  د سیاسي سیستم (د سیاسي نظام)…

جهان در آستانهٔ سرنوشت ساز ترین و بی ثباتی بزرگ

 نویسنده: مهرالدین مشید  آیندهٔ انسان در گرو رقابت قدرت‌ها و بحران…

پَسیخانیان؛صدای «اصالت انسان»

علی میرفطروس اَسْتَعِنْ بِنَفْسِكَ الَّذِي لَا إِلٰه إِلَّا هُوَ از خویشتن یاری…

د سیاسي سیستم سرچينې او اداري وړتیا

نور محمد غفوری (د سیاسي سیستم په تیر پسې- څلورمه برخه) ۳.۴.…

!  (   K   ) چگونگی اتخاذ سیاست جنایی…

چکیده : استفاده از مواد مخدر تحت نام تابلیت (k )…

«
»

۶.۴.د اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو متقابل اغېز

نور محمد غفوری

(اتمه برخه)

که څه هم پورته درې اړیکې (د بحث په اومه برخه کې) په جلا توګه وڅېړل شوې، خو اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه یوازې له سیاسي سیستم سره جلا جلا اړیکې نه لري؛ بلکې په خپل منځ کې هم متقابل ډیالکټیکي اغېز لري. د یوه سیستم بدلون کولای شي د نورو سیستمونو پر فعالیت او وضعیت اغېز وکړي.

د بېلګې په توګه، اقتصادي وده د زده‌کړې او روغتیا لپاره د سرچینو د زیاتوالي زمینه برابروي؛ د زده‌کړې پراختیا بیا د خلکو پر ټولنیز پوهاوي او کلتوري لیدلورو اغېز کوي. همدارنګه، کلتوري ارزښتونه د کار، تولید، سپما، پانګونې او اقتصادي همکارۍ پر ډول اغېز لرلای شي. دغه بدلونونه بیا د سیاسي غوښتنو او دولتي پالیسیو په جوړولو کې انعکاس مومي.

په همدې ډول، سیاسي پرېکړې کولای شي د دغو دریو سیستمونو ترمنځ اړیکې تنظیم یا بدلې کړي. د بېلګې په توګه، د ښوونې او روزنې په برخه کې یوه نوې پالیسي ښايي د بشري ځواک وړتیا لوړه کړي، د کارموندنې فرصتونه زیات کړي او د ټولنې په کلتوري او فکري ژوند کې بدلون رامنځته کړي.

بېلګه: که دولت د عامه زده‌کړو د پراختیا لپاره یوه اغېزمنه پالیسي عملي کړي، په اوږدمهال کې د خلکو د پوهې او مسلکي مهارتونو کچه لوړېدای شي. دا بدلون د اقتصادي تولید او کارموندنې په زیاتوالي کې مرسته کوي، ټولنیز فرصتونه پراخوي او د خلکو په سیاسي پوهاوي او ګډون هم مثبت اغېز کولای شي.

له همدې امله، د سیاسي سیستم د فعالیت تحلیل هغه وخت بشپړېږي چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو اغېزې هم په پام کې ونیول شي. سیاسي سیستم په خپلواک او منزوي ډول فعالیت نه کوي، بلکې د ټولنې د نورو سیستمونو له تعامل سره سم خپلې پرېکړې او پالیسۍ تنظیموي.

۶.۵. د سیسټمي تیورۍ له نظره د دغو اړیکو تحلیل

د سیسټمونو د تیورۍ (Systems Theory) له نظره، سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونه د یوه پراخ ټولنیز سیستم (Social System) جوړوونکې برخې ګڼل کېږي. هر یو یې ځانګړې دندې او جوړښت لري، خو د نورو سیستمونو له فعالیتونو سره تړاو لري او د یوه سیستم بدلون د ټول ټولنیز نظام پر وضعیت اغېز کولای شي.

په دې لیدلوري کې سیاسي سیستم له خپل چاپېریال څخه غوښتنې، ملاتړ، معلومات او نورې اړتیاوې ترلاسه کوي. اقتصادي ستونزې، ټولنیزې غوښتنې او کلتوري ارزښتونه د همدې چاپېریال مهم عناصر دي. سیاسي سیستم دغه غوښتنې او معلومات ارزوي، د پرېکړو او پالیسیو له لارې ورته ځوابونه وړاندې کوي او د دغو ځوابونو پایلې بېرته پر ټولنه اغېز کوي.

دا بهیر د سیسټمونو د تیورۍ له لاندې مهمو مفاهیمو سره تړاو لري:

  • متقابل تړاو  (Interdependence)یا (وابستگی متقابل): د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو فعالیتونه یو پر بل اغېز لري.
  • د چاپېریال اغېز (Environmental Influence)یا (تأثیر محیطی):  د ټولنې اقتصادي، ټولنیز او کلتوري شرایط د سیاسي سیستم پر پرېکړو اغېز کوي.
  • سیسټمي تعامل  (System Interaction) یا (Systeminteraktion):  بېلابېل سیستمونه د سرچینو، معلوماتو، غوښتنو او پایلو له لارې له یو بل سره تعامل کوي.
  • غبرګون (Feedback):  د سیاسي پرېکړو او پالیسیو پایلې د ټولنې له خوا ارزول کېږي او دغه ارزونې د راتلونکو پرېکړو لپاره معلومات برابروي.
  • تطابق : (Adaptation) سیاسي سیستم د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو له مخې خپلې پالیسۍ او اداري کړنلارې تنظیموي.

پورته تحلیل څرګندوي چې سیاسي سیستم د ټولنې له نورو برخو څخه جلا نه دی، بلکې د هغوی د اړتیاوو، شرایطو او بدلونونو په رڼا کې فعالیت کوي. له همدې امله، د سیاسي سیستم د بریالیتوب ارزونه باید د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري پایلو له ارزونې سره یوځای ترسره شي.

۶.۶.   د دې اړیکو اهمیت

د سیاسي سیستم او اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري سیستمونو د اړیکو مطالعه څو مهمې علمي او عملي لارښودونکې ګټې لري:

  1. د سیاسي پرېکړو د اغېزو درک:  څرګندوي چې سیاسي پرېکړې یوازې پر دولتي ادارو نه، بلکې د ټولنې پر اقتصادي، ټولنیز او کلتوري ژوند هم اغېز کوي.
  2. د پالیسیو اغېزمنتیا: له حکومتونو سره مرسته کوي چې د پالیسیو د جوړولو پر مهال د ټولنې بېلابېل شرایط او اړتیاوې په پام کې ونیسي.
  3. د سیاسي ثبات پیاوړتیا:  د اقتصادي نابرابرۍ، ټولنیزو شخړو او کلتوري اختلافاتو د اغېزو په پېژندلو سره د ستونزو د مخنیوي او مدیریت زمینه برابروي.
  4. د ټولنیز عدالت تأمین:  د سرچینو، فرصتونو او عامه خدمتونو د عادلانه وېش اهمیت څرګندوي.
  5. د حکومت مشروعیت:  ښيي چې د خلکو اړتیاوو ته مناسب ځواب ویل او د ټولنې له ارزښتونو سره د دولتي پالیسیو همغږي د حکومت پر مشروعیت او عامه باور اغېز لري.
  6. د سیستم تطابق او دوام:  سیاسي سیستم ته دا وړتیا ورکوي چې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري بدلونونو په وړاندې خپلې پالیسۍ او اداري کړنلارې اصلاح کړي.

۶.۷.  پایله  (Conclusion)

سیاسي سیستم د ټولنې په پراخ جوړښت کې له اقتصادي، ټولنیز او کلتوري سیستمونو سره په دوامداره او متقابل تعامل کې فعالیت کوي. اقتصادي سیستم د سرچینو، تولید، پانګونې او د عوایدو د وېش له لارې د سیاسي پرېکړو پر شرایطو اغېز کوي؛ ټولنیز سیستم د وګړو د اړتیاوو، اړیکو، غوښتنو او ګډو فعالیتونو له لارې د سیاسي بهیر په جوړولو کې ونډه لري؛ او کلتوري سیستم د ارزښتونو، باورونو، دودونو او سیاسي فرهنګ له لارې د خلکو پر سیاسي فکر او چلند اغېز کوي.

په مقابل کې، سیاسي سیستم د قوانینو، پالیسیو، دولتي پرېکړو او عامه پروګرامونو له لارې پر دغو دریو سیستمونو اغېز کوي. له همدې امله، د سیاسي سیستم د فعالیت او پایلو سمه ارزونه یوازې د دولتي ادارو او سیاسي بنسټونو په مطالعه نه بشپړېږي، بلکې د ټولنې د اقتصادي، ټولنیزو او کلتوري شرایطو تحلیل هم غواړي.

د سیسټمونو د تیورۍ له نظره، د دغو سیستمونو متقابل تړاو د ټولنې د عمومي نظم، ثبات، تطابق او پرمختګ لپاره بنسټیز اهمیت لري. هر څومره چې د دغو سیستمونو ترمنځ همغږي، متقابل درک او اغېزمن تعامل پیاوړی وي، په هماغه اندازه د سیاسي نظام د اغېزمنتیا او د ټولنې د متوازن پرمختګ امکانات زیاتېږي.

ددې بحث په راتلونکې (نهمه برخه) کې به د سیاسي سیستم د جوړښت، فعالیت، له نورو ټولنیزو سیستمونو سره د اړیکو او د سیستمونو د تیورۍ د عملي اصولو د پوره روښانه کولو له پاره د یوې سیمې د ښوونځیو د کمښت موضوع د ګډې بېلګې په توګه وڅېړل شي.

نور محمد غفوری

21.11.2026