تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

«
»

پښتون قامی( قومي) جرګې بري ته سترګې په لار

عبدالصمد ازهر                                                                              ۱۱/ ۱۰/ ۲۰۲۴

د پښتون قام پر ضد د پاکستاني پوځيانو د تېرو تاريخي جنايتونو په لړۍ کې، کله چې په تېر جولای کې يې لاسونه د ځوان ولسمین وطنپال او د پرګنو د ارمانونو شاعر ګيله من وزيري په وينو ولړل شول، پښتنو وموندله چې دا د ملي شخصيتونو او د ملي جوړښتونو د غړو رېبل او د پښتون د هويت، عزت او فرهنګ د محو کولو پلان شوی بهير به په خرپ روان وي څو د قام په يووالي ونه درول شي. د پښتون ژغورنې خوځښټ(پي ټي ام) مشر منظور پښتين د قام  پر ټولو سياسي جوړښتونو، ځانګړو مشرانو،روڼ اندو، ټولنيز و فعالانو، پوهانو، ديني عالمانو او ځوانانو غږ وکړ او دوی يې د اکتوبر په يوولسمې نيټې پراخې جرګې ته راوبلل.

ده او د ده ملګرو هر وَر وټکاوه، بلنليکونه يې ولېږل او د اقناع له لارې يې دې جرګې ته په ګډون وهڅول. ور ځ تر بلې د جرګې د پلويانو غورځنګ پياوړی کېده او د ټاکلې نېټې په نيژدې کېدو سره يې شور او زوږ د پاکستان د استبلشمنټ د بدن غړي ورسست کړل او ډېر يې ووېرول. دوی د دې عادلانه بهير د درولو او د ګډونوالو د وېرولو په موخه څو ځلي جرګې ته په لارو کاروانونو باندې وسله وال بريدونه وکړل، غوڼډځای ته په لار او د هغه چاپېر کېږديو ته يې اور واچاوه او ډېر کسان يې شهيدان او ټپيان کړل. په پای کې واکمنو د پښتون ژغورنې خوځښت غير قانوني اعلان او بنديز پرې ولګاوه.د نيولو، تري تم کولو او بندخونو کې د اچولو لړۍ خو لا له کلونو روانه ده او اوس يې لا نور هم زور اخيستی دی. ها بله ورځ د پوځيانو په يرغل کې د څلورو شهيدانو په درناوۍ کې منظور پشتين وويل د نيول نيولو کچه هم دومره ګړندۍ شوې چې څلور سوه يې بيولي دي. ده وويل په هره بيه چې وي دا جرګه به جوړېږي او د دنيا هېڅ ځواک يې مخه نشي نيولی. خلکو چې هوډ کړی و چې جرګې ته به ځانونه رسوي نو د چارواکو له بريدونو سره سره په شا نه شول. پوځيآنو د موانعو منځ ته کولو په موخې د غونډځای شا و خوا خندکونه وکينل او لارې يې وتړلې. ژمن خلک ټکني نه شول او پلي په کچه لارو او غرونو د جرګې ميدان ته ورواوښتل. 

پر پي ټي ام د واکمنو بنديز له اعلان نه وروسته د افغانستان واکمنې ادارې په يوې اعلاميې کې په پاکستان کې د کړکېچ په هکله تشويش څرګند کړ او هغه يې د سيمې سولې او ثبات ته  لانجمنه وبلله او توصيه يې وکړه د ولس عادلانه غوښتنو ته د خبرو له لارې رسېدنه وشي.پاکستان يې په ځواب کې وويل تاسې خپلې ستونزې حل کړئ، ټول ګډونه حکومت جوړ او ښځو ته د زده کړو او کار  اجازه ورکړئ.

 د پاکستانې طالبانو تحريک (پي ټي ټي)  هم د پښتون قامي جرګې نه ملاتړ اعلان کړ او وروسته يې د جرګې سوله ايز پرمختګ له پاره د پنځه ورځني اوربند خبر هم خپور کړ. ما ته د دې دواړو طالبانو د ملاتړ څرګدنونې ځکه عجيبه غوندې ښکاره شوې چې پي ټي ام تل طالبان استخباراتي پروژې ګڼلي او يوه له بنسټيزو غوښتنو نه يې دا وه چې د استخباراتي «ښو طالبانو» د اډو کمبله دې د پښتنو له سيمو ورټوله کړي.

که يې په خوشبينۍ وڅېړو نو هغسې چې د ډيورنډ ټپل شوې کرښې نه منلو په هکله د افغان طالبانو دريځ لا پخوا څرګند شوی و، دا د دوی هوښياري وه چې د پي ټي ام د ځواک په ليدو سره يې د ايديولوژيکو توپيرونو سره سره غوښتي دي په خپلې اعلاميې کې ضمني ملاتړ ترې څرګند کړي.

د ويلو وړ ده چې د عمران خان تحريک انصاف ګوند هم چې دغه د پرګنو پراخ او ځواکمن بهير وليد، ملاتړ يې ترې اعلان کړ.

هغه څه چې کوز او پورته افغانانو ته لوړ ارزښت لري، هغه پراخ لبيک دی چې پښتون پرګنو او مشرانو  دې بلنغږ ته ورکړی دی. په پام کې وه جرګې ته شا و خوا دېرش زره کسان راشي، خو په ښکاره څرګندېږي چې د رسېدلو خلکو شمېر تر دې ډېر زيات دی. د پي ټي ام مشر پرون د شهيدانو د جنازې په مهال وويل چې د ټولو ګوندونو، سياسي او ټولنيزو جوړښتونو او کارګري اتحاديو مشران، غړي او د زده کړيالانو، ځوانانو، فرهنګيانو او زيارکښو ګڼ شمېر د جرګې پنډغالي ته رارسېدلي دي.

د ويلو ده، پاکستاني واک چې دغه ځواک او ژمنتيا وليده له خپلې پرېکړې په شا شو او د غونډې اجازه يې ورکړه.

دا لومړی ځل دی چې په دې پراختيا سره له پښتونخوا او بلوچستان نه، د بېلابېلو تګلارولرونکي افغانان په يوې ګډې موخې او د ګډو ستونزو د حل موندلو په موخه، سره جرګه کېږي. مونږ د دې درې ورځنۍ تاريخي جرګې چې نن يې پيل دی، د بري او مثبتو پايلو په هيله په څار ناست يو.

د پاکستان استبلشمنټ سره له دې چې له سخت اقتصادی، سياسي او ټولنيز بحران سره لاس و ګرېوان دی، د مکر، غولولو او کوهي کندلو مهارت يې نه دی پڅ شوی او دا وېره شته چې د عمران خان او د ده د ګوند په ضد توطيې له تجربې نه بيا ځلي ګټه واخلي. خو له همغې تجربې نه به يې دا هم بايد زده کړي وي چې د عمران خان ګوند او پلويان يې هم په ګوڼډو نه کړای شول.

خوځښت عادلانه دی. ولاړېږي به، پرځي به، بيا به ولاړېږي او پرمخ به ځي. دا د ديالکتيک قانون دی، پرګنې نور دغه حالت زغملی نه شي او رڼا ورځ به هرو مرو راځي..

زما لومړني اطلاعات دا دي چې نن غونډه  د افغانستان او پښتونستان په بيرغونو ښايسته او د افغانسستان ملي سرود په غږولو پرانيستل شوه. د آجندا مهم ټکي دا دي چې جرګه بايد پر ېکړه پرې وکړي:

له افغانستان سره يو ځای کېدل؛

یا خپلواک پښتونستان؛ 

او يا د پاکستان په قانون کې د خپلې سيمې په هکله بدلون.  

پرمختياو او پرېکړو ته سترګې په لار يو.

تاريخي حقیقت به ځلا مومي او لر او بر يو افغان خوځښت به په خرپ روان وي.

۲۰/۰۷/۱۴۰۳

۱۱/۱۰/۲۰۲۴