کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

په بلجيم کی پر نېټه د استاد پوهاند دوکتور زيار نمانځغونډې ته

د دېپلوم اېنجينرمحمدحکيم اګدري او امين الله دريځ(پيغام

ويانا،۱۱-۲۹- ۲۰۱۴

د ټولمنلي استاد پوهاند دوکتور زيار په اړه يو څو لنډې خبرې

د نويو پوهنيزو ميتودونو پر بنسټ هغه پاخه او بنسټيز ګامونه، چې پوهاند زيار ايښي، په رښتيا، چې د پښتو ژبې او ادب د ودې او سيالۍ په بهير كې سيال و سارى نه لري. د دې څرګندونې د پخلي لپاره يې ژبپوهنيزې څېړنې، ژباړنې او ادبي  پنځونې يادولاى شو، چې د رسنيزو ليکنو او كتابونو په بڼه يې  پر پښتو او پښتنو لورولې دي.

استاد پوهاند دوکتور زيار د نويو پوهنيزو اړتياوو او نړيوالو پوهنيزو كولتوري پرمختګونو له غوښتنو سره له تېرې نيمې پېړۍ راهيسې  له نورو پرمختلليو ژبو غوندې د (( يوې يوا زېنۍ ليكنۍ پښتو)) او ورسره ورسره د نوى، ازاد او سپين  پښتو شعر غبرگ غورځنگ له ډېرو برياوو سره پر مخ وړی دی او ډېر پلويان او پليوني راپيدا کړي وي.

دغه ټولمنلي استاد  پر پورتنيو هڅو سربېره د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنې  ترسره کړې او تر هېواد دننه او بهر يې په پښتو، پارسي، الماني او انګرېزي ژبو څه له پاسه درې زره پوهنيزې، ادبي او  رسنيزې ليكنې، ژباړنې او ويناوې کړې چې د بېلابېلو رسنيو له خوا خپرې شوې، او په دې توګه يې د سيمې او نړۍ په كچه د سترو پوهانو په شمېر كې را وستي دي.

د ويلو بله خبره داده، چې پوهاند زيار يوازې د ژبپانګې د بډاينې لپاره كار نه دى كړى، هغه د نژدې سلو پښتو ګړدودونو د څېړنې په رڼا كې لويه او پرمختللې پښويه وليكله، چې پښتو يې تر ډېره ځايه له پرمختلليو ژبو سره سياله كړه. دا پښويه همداسې، چې پر هېڅ ځانګړي ګړدود تكيه نه كوي، په ټولو پورې اړه لري. په هغه كې د ژبنيو جوړښتو تر ټولو لنډ، اسانه او سم واريانټونه ټاكل شوي، چې د اوږد مهالي گرامري رنګارنګۍ يا ګډوډۍ ته يې پاى ټكى كېښود او له دې پلوه يې د پښتني-افغاني كولتوري ملي سيالۍ او برابرۍ يو والي ته لار هواره كړه.

همدا يوه مياشت له مخه يې د((گړنو-څرگندنو)) يوه بل ژبپوهنيز او يوه ادبي اثر(ناول) تر څنگ د ويپوهې ۸۰۰ مخيز کتاب له چاپه راووت، چې مينه والو ته يې د وييرغاونې او په ټوله کې د خپلې مورنۍ پښتو د ښه ترا نومهالې ليکنې څېړنې لپاره د لوستنې سپارښت کوو. هيله ده، زموږ ځوان ليکوال، شاعران، رسنوال او څېړنوال چې استاد يې کمپيوټري پښت بولي، لږ تر لږه پر هېوادني کچ له (دري) پارسي ژبې سره د مثبتې ملي سيالۍ په موخه د (( يوې-کره ليکنۍ پښتو ليکلاره راخپله کاندې او نور د ((خپلې سيمه ييزې گړنۍ پښتو)) کارونې ته پايټکی کېږدي!

د پښتو ژبې نومياليو ليكوالو لا هاغه مهال د پوهاند زيار پوهنيزو هڅو ته په درناوي كتلي، په ځانګړې توګه استاد حبيبي، استادبېنوا، استاد الفت، ناروېژي استاد مارګنستېرن او داسې نورو پوهانو يې د نوې پښتو ژبپوهنې په رڼا کې يې پرلغښتې ليکنې څېړنې پوره ستايلې او لوړې ارزولې دي

موږ داسې مهال د استاد پوهاند دوكتور زيار د پوهنيز- ادبي ژوندانه په اړه څه ليكو، چې له هېواده لرې په جلاوطنۍ كې اوسي، نه يې كوم اداري، سركاري واك و واګى په لاس كې دى او نه يې هم د لرلو هيله لري. همدا ټكى موږ ته په ځانګړې توګه د دې زړورتيارابښي، چې د استاد د کمسارو او تلپاتې پو هنيزو اومانيزو کارنامو يادونه وکړو.

بويه، هر څوك د ليكلو رښته لري، خو د څنګه ليكلو د لارښوونې رښته يوازې د ژبپوهانو ده. دوى د ټاكلې پوهې پر بنسټ ښه پوهېږي، چې “څه” “څنګه” وليكل شي؟ او د دې لپاره پوهنيز لاسوندونه وړاندې كوي، چې هغه په نړيواله كچه منل شوي او علمي ارزښت لري. كه څوك د دوى پر وړاندې درېږي او وايي، چې زه هم ليكوال يم او خبره مې سمه ده، دې ته به ورته وي؛ لكه يو څوك، چې د ودانيو چارې يې زده كړې او ودانۍ جوړولاى شي يا  دچا خبره،  يوخټګر ووايي، چې د ودانيو د انجنير خبره سمه نه ده، زه تر هغه ښه پوهېږم. ددې مانا به دا وي، چې هغه د يوې ودانۍ د جوړښت لپاره د رياضي، فزيك، هندسې، مېخانيک و ډېناميک ټولې شمېرنې بېځايه ګڼي او د ودانۍ انجنيري نقشه بې مانا ورته ښكاري.

بله ښه بېلګه يې دا هم كېداى شي، چې نن ورځ ميليونونه انسانان له كمپيوټر سره سر و كار لري او ورسره بوخت دي؛ خو دا ټول كمپيوټرپوهان نه دي او په دې هم نه پوهېږي، چې كمپيو ټر څنګه جوړېداى شي او پروګرامونه يې څنګه هره ورځ نوي كېږي او اسانېږي؟!

په دغه كار يوازې هغه انجنير پوهېږي، چې د كمپيوټر په برخه كې يې ځانګړې علمي – تخنيکي زده كړې كړې وي، نه هر هغه څوك، چې تش كمپيوټر كارولای شي.

ژبه هم د يوې ودانۍ يا يوه كمپيوټر غوندې څيز يا Object دى، چې موږ ټول يې وايو او ليكو يې؛ خو په موږ كې د ګوتو په شمېر انجنيران شته، چې دغه Object له Subjective پلوه پېژني او پرې پوهېږي، چې هغوى ته ژبپوهان وايو.

موږ كړاى شو د پوهې په يوه څانګه كې يو څه ووايو؛ خو د سپيناوي واك به يې د هماغې څانګې ځانګړيو پوهانو ته وركوو او استدلال ته به يې غوږ نيسو.

 پښتو د بلې هرې ژبې غوندې خپله بېله ژبپوهنه، پښويه (گرامر) او نورې څانگې خرانگې لري. نن ورځ د پښتو ژبې يوازېنى ژبپوه ښاغلى پوهاند ډاكتر زيار دى، چې د ټولو نړيوالو پوهنيزو معيارونو په رڼا كې يې دغه پازه منلې ده، بې له دې، چې د كوم سركاري ټولنې، بنسټ يا بلې ما لي سرچينې ملاتړ ورسره وي، په يوازې سر يې د خپلې اکادېمۍ په چوکاټ کې پر مخ بيا يي.

په کارده، ډېره مننه يې وكړو، چې نه پيسې غواړي، نه څوكۍ او زموږ تاسې ټولو د ګډې ژبې لپاره “خدايي خدمتګار” دى. داسې انسان تاسې چېرته پېژنئ، چې دومره ځان ځورولو ته يې د يوه بېوزلي ولس د كولتوري ودې، بډاينې او سيالۍ لپاره اوږه وركړې وي او له هېچا د هېڅه هيله هم ونه كړي، هغه هم داسې مهال، چې په ننني خيرن پانګوال سيستم كې بې پيسې څوك يوه شېبه تشې خبرې هم نه درسره كوي.

موږ ته ښايي خپل ښه او بد وپېژنو او په ناخبرۍ كې بېځايه سر زوري ونه كړو. هماغسې، چې د نورو ژبو د زده كړو كړاو ګالو، لومړى بويه د خپلې ژبې د سمې زده كړې په لار كې ستونزې وګالو. دا خبره  هسې يوه پلمه ده ، چې وايي:  (( زه د زيار په ليكنه نه پوهېږم))! (همدا ښاغلي او اغلې چې په بهر كې اوسي د ډېرو نا اشنا ژبو زده كړې ته يې ملا تړلې او سختې ورته نه ښكاري؛ خو د زيار صاحب په ليكنه كې چې ځينې آر پښتو ټكي وويني بيا وايي موږ پرې نه پوهېږو. دا سمه ده، چې نه به پرې پوهېږي؛ خو هماغسې، چې په كورونو كې فرهنګ عميد، المنجد او د اروپايي ژبو ډيكشنريانې پرانيزي او د نااورېدليو وييونو ماناوې لټوي، پښتو سيندونه او بيا له امير شېرعليخانه تر ننه پورې د استاد د نويزونو(نويو لغتو) سيندگی دې هم په كورونو كې وساتي پرادې يې نيزي او د ځينو وييو ما ناوې دې ولټوي. دا خو نه شي كېد اى، چې د يوه انسان دې په سلو كې سل ټوله ليکنۍ او علمي- ادبي ژبه زده وي. كه داسې واى؛ نو بيا د هرې ژبې لپاره د دومره سيندونو او ان سمندرونو ليكلو ته څه اړتيا وه؟

موږ ټول، چې په رسنيزو- ښوونيزو چارو كې بوخت يو، په کارده، د استاد پښويه(گرامر)، وييپوهنه او ليکلار څو څو ځله ولولو، ځانونه پرې وپوهوو او خپلې ليكنې يې له مخې سمې كړو كه نه نا ليکلوسته به پاتې شو.

د پوهاند زيار په ژبپوهنيزو هاندوهڅو پښتو ژبه  تردې پړاوه را رسېدلې، چې نن  سباله فلسفې نيولې تر دوتري ليکه پورې دژوندانه هرډول ويناييزو اړتياوو ته ځواب ويلای شي. که په خوبولې پښتني ټولنه کې د زيارصاحب غوندې ککرۍ نه وای، د هر ليکوال، څېړنوال يادبلې هرې علمي- فرهنگي څانگې پوهيال او فرهنگيال له لاسه پوره نه وه.

پايلنيوی

موږ په پوره ډاډ و خوښۍ وايو، چې پوهاند زيار د پښتو ژبې لپاره يوه لويه شتمني ده. دا پر ځاى ګام دى، چې له دغې شتمنۍ د پښتني كولتور د بډاينې او سيالۍ  لپاره ګټه واخلو او پرېنږدو، چې ايډيولوژيك، ګوندي او سيمه ييز توپيرونه مو د پوهې له رڼا بې برخې کاندې.

موږ اړ نه يو، چې له پوهاند صاحب زيار سره د اړوند فلسفي، ايډيولوژيك يا سياسي ليدلوري په اړه هرومرو همغږي و اوسو؛ خو د ژبپوهنې او ادبپوهنې په برخه كې وسمهال يوازېنۍ ستره سټه او سرچينه ده او پوهنيزه لارښوونه به يې منو.

موږ د استاد منندوی يو او د هڅو يې زښت ډېر درناوى كوو ، او لااوږد ژوند، روغتيا متره او زغم ورته غواړو چې د پښتو ودې، ځلونې سمسورتيا او سيالۍ ته يې د زړه وينه ورکړه او دغه ژبه يې له« ټبرني  او سيمه ييز » اکره ساينټيفيک پړاو ته را ورسوله.

موږ د هېواد ټولو ليكوالو، استادانو، رسنوالو،كولتوري او اكاډيميكيو بنسټونو او د افغا نستان دولت ته وړانديز كوو، چې د پوهاند صاحب ډاكتر مجاور احمد زيار د دومره سترو پوهنيزو- ادبي هلو ځلو او هاند و هڅو د درناوي په پار د لوى استاد او د پښتو ژبې و ادب د ستوري په نامه وپېژني او په دې توګه يې پر افغاني پوهې او فرهنگ باندې ټاكلې رښته پر ځاى كاندې!

په  پښتني- افغاني مينه او مننه

خیلی آرزو داشتم که در این همایش خجسته حضور داشته باشم .

داکتر ببرک ارغند

هالند ، نوامبر2014

پوهاند داکتر زیار اسطوره  است

پوهاند داکتر مجاور احمد زیار از زمرۀ آن فرهیخته گان و فرزانه گانِ   علم و ادب کشور است که  سایۀ  قلمش را تنها وتنها در تارکها و چکادها باید  پی گرفت .  او بزرگ است و در دامنه ها نمیتواندهستیت داشته باشد و  «در آیینۀ کوچک » هم ننماید . این بهینه مرد   بیشتراز پنجاه سال  خم و پیچهای زنده گی ، اوراق کتابها و دهلیزهای دانشگاهها و مدارس را عاشقانه   پیموده ومنزل زده تا به   جایگاه امروزین خویش رسیده است . این فرزانه ،مردیست خود جوش و خود ساخته  که از روستای «حصارک »از دامنه های « سپین غر» با اشک و آه  بر خاسته وتا فراز های اکادمیهای سویس  و دانشگاههای  برن ، هومبولت برلین  و اکسفورد لندن راه زده  است .  کمتر ده و قریه در کشور ما یافته میشود  که نقش تایرِ  موتر سایکل  این پژوهشگر و محقق آنجا ها نقش نبسته باشد . او به دور ترین دره ها  و قشلاقها  بخاطر دریافت ریشه های  واژه ها و شناخت زبانها و گویشهای رایج در کشور سر زده  است . او عاشق علم و پژوهش و آفرینش  است . افزون بر بیست دفتر شعر  و داستان در حدود  یکصدو سی جلد اثر علمی و پژوهشی دارد که از آن میان سی و هشت اثر تاکنون زینت چاپ یافته اند . و افزون بر اینها  بیشتر از سه هزار  مقاله به زبانهای  پشتو ، فارسی دری ، المانی و انگلیسی  نگاشته است  که با این حد و مقدار پس از علامه عبدالحی حبیبی مقام دومین پژوهشگر پرکاردرکشوررااحرازمیکند .                                                                                              کدام مکتب رو و دانشگاهیی باشد که نام والای این گسترده دانش را نشنیده باشد . او  یگانه متخصص ورزیدۀ  زبانهای آریانی  در کشور ست  . پوهاند زیار زبانشناس ، ادبیاتشناس ، نژاد شناس ، پژوهشگر ، شاعر ،  ژورنالیست  ، نویسنده ، مترجم و نقاد ادبی و اجتماعیست . استاد زیار در عیار ساختن زبان پشتو با معیار های  زبانشناختی نوین جایگاه بی بدیل دارد . همچنان او   یکی از پایه گذاران و نوگرایانِ نستوۀ  شعر نو و آزاد پشتو  بشمار میرود.

 فرزانه گانِ کشور پیرامون شخصیت والای علمی و ادبی  ایشان زیاد قلم فرسایی نموده اند و ابعاد مختلف زنده گی ایشان را با مهر ومحبت بر جسته ساخته اند تا جاییکه  شاعر نامدار فارسی دری جناب سید رفعت حسینی در مورد معرفت ایشان میگوید : « شعر کمترین  فضیلت اوست »

استاد زیار با فضیلت گستری به زبان فارسی و پشتو  شعر می سراید و سروده هایش سر شار از پیامهای انسانیست :

یوګوربت یم ،د ویلاړ له دنګو غرونو راالوتی

نه د چا د دانې ښکار او ، نه د چا په دام کې نښتی

د تاریخ نیاوتون مې للي ، سپیناوی په هسکه غاړه

نه مې سترګې چاته ټیټې ، نه د چا پشوته پریوتی

څه د وخت ټګی برګی او، څه زما رشتینولې وه

که پردا دومره سپین نمرو ،دیوتایانو یم تیروتی

د توپان مرغه په شان کښم ،خپله لار په غر څپو کې

نن سبا که یم په بوښته ، د ناخوالو کی کښیوتی

په تورتم کی ما بلینده ، بله ساتلې د سره شعر

د ازمون له سرې بټی ، لکه پولاد مخسور راوتی

و یا :

آب و خاک وباد و آتش ،

سنگ و ستاره و خورشید و

همه را پرستیدیم

و به نیایش نشستیم

ولی این همه

مارا به هم  یگانه نساخت ،

هر روزی از یکدیگر دورتر گشتیم . . .

پس بیایید :

زنده گی را پرستیم

و

به خاطر زنده گی بهار صلح و آزادی را !

در مورد فعالیتهای ژورنالیستیکی این ابر مرد کمتر گفته شده است . میخواهم تاکید کنم که در سال سیزده سی وهشت خورشیدی هنگامی که هنوز شاگرد صنف اول دانشکدۀ زبان و ادبیات بود دست به فعالیتهای ژونالیستیکی زد  . از گزارشگری ساده  برای روزنامۀ هیواد آغازید و تا مدیریت  نشریۀ وزین« آینده »  ار گان مرکزی  نهضت آینده افغانستان ادامه داد . قابل یاد آوریست که در فاصله میان این دو عهده داری از 1351 تا 1354خورشیدی- زمانی که هنوز محصل بود – مسؤلیت نشریۀ « وژمه » و نشرات  پشتوی دانشکدۀ ادبیات را نیز به عهده داشت . همچنان باید گفت که روزگاری نماینده گی افتخاری روزنامۀ  « پیام » ارگان نشراتی حزب دموکراتیک خلق افغانستان در المان شرق  نیز  به گردن ایشان بوده است .

پوهاند زیار با نگارش مقالات متعدد و عضویت در کمیته های نظارت وکنترول نشرات رادیو وتلویزیون و  روزنامه ها و جراید کشور ، جوانان قلم بدست این عرصه را در سمت و سو دادن   فعالیتهای ژورنالیستیکی شان  مدد رسانده و در پاکیزه نگهداشتن زبان  کوشیده است .

   اما پرداختن داکتر زیار به داستان  و داستاننویسی هم مساله ایست    در خور توجه . او به زبانهای فارسی دری و پشتو خیلی نیکو داستان مینویسد و در آفرینش  آثار داستانیش از توانمندیهای ویژه یی نیز بر خوردار است . او با نگارش داستانهایش  اتوم و هستۀ نظام های فرتوت سیاسی- اجتماعی کشور را با دقت و موشگافی برهنه میسازد و به این گونه در بیداری ملی و طبقاتی سهم برازنده میگیرد . داستانهایش از زبان و تکنیک عالی و مستحکم بر خوردار  هستند . آثار داستانی  زیار با بیان ریالیزم نقاد ارایه شده اند و معیار گزینشش  واقعیت بوده است .  او همواره  پرسوناژهای داستانهایش را از میان زنده گی واقعی جامعه گزین کرده است  و این چیزیست نظیر کار های نویسنده گان بزرگ . وقتی   داستان کوتاۀ« زنش را پس بدهید »نوشتۀ این نویسنده را میخوانیم  میبینیم که نویسنده  به  « چه گفتن » و « چرا گفتن » و « برای کی گفتن »بیشتر نظر دارد. هنر را بیداری میداند و هنر مند را بیدار کننده .                     .

از کار های برازنده و بی بدیل دیگر این محقق والا مقام یکی هم  پرداختن  به زبانشناخی  و گویشهای  زبان فارسی دری در گسترۀ  داستانهای افغانیست . بی گمان میتوان گفت که تا کنون  هیچ پژوهشگری  – به  فراخنای کارکردِ داکتر زیار – به این معمول دست نه یازیده است   . پردازش به ویژه گیهای گویشیِ   رُمانِ حجیمِ « کفتربازان » و یا رُمان دو جلدی « لبخندِ شیطان »- به مثابۀ  رمانهای  وطنی – باب تازه یی را  برای پژوهشگران  زبان و گویشهای فارسی باز کرده است   . واضح است که داستانها منابع پر فیض و غنی و با اهمیت در  عرصه بیان گویشها میباشند .

 فرا نمودن سجایای علمی و فضیلتهای ادبی استاد زیار به وسعت یک علامه از حوصلۀ این نوشته بیرون است. من این بزرگداشت را نیکو میدانم  و به این باور هستم که جناب پوهاند مجاور احمد زیار از زمرۀ آن شخصیتهای بزرگ ، نیک اندیش  ، دانشمند و عدالت پسندی است  که  با برخورد علمی و اکادمیک خود در عرصۀ  خردِ زبانشناختی و ادبیات معاصر کشور  به ویژه   رشد و غنی سازی زبان پشتو بی بدیل است .  عمرش  طولانی باد  و راهش هموار .