زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

په افغانستان کې د کاروبار وضعیت دوهم کنفرانس

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، د شته ستونزو او خنډونو لپاره د حل لارو د موندلو په موخه د کاروبار وضعیت دوهم کنفرانس د سوداګرۍ او صنایعو وزیر ښاغلي همایون رسا، د کرهنې، مالدارۍ او اوبولګونې وزیر ښاغلي اسد الله ضمیر، د اتاق د مدیره پلاوي سوداګریز مرستیال ښاغلي الحاج محمد یونس مومند، د عامل پلاوي رئیس ښاغلي عتیق الله نصرت، د اتاق د مدیره پلاوي صنعتي مرستیال ښاغلي الحاج باز محمد افسرزي، د اتاق د نړیوالو اړیکو کمیټې رئیس ښاغلي آذرخش حافظي، د ملي اقتصاد کمیسیون غړي محمد هاشم یوسفزي، د مرکز او ولایتي اتاقونو د مشرتابه پلاوي، د آیسا ادارې رئیس ښاغلي محمد قربان حقجو، د ماليې وزارت د عوایدو عمومي رئیس ښاغلي مجیب الرحمن شیرزاد، د حکومتي او خپلواکو ادارو رئیسانو او د خصوصي سکتور د ګڼ شمېر غړو په ګډون، جوړ کړ.

په پيل کې ښاغلي الحاج محمد یونس مومند ګډونکونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، په بریالیتوب سره د دې سروې د ترسره کولو لپاره د اتاق د عامل پلاوي هلې ځلې وستایلې، او د سروې ګانو په لاره اچول یې د اقتصادي ستونزو او خنډونو د پېژندنې لپاره ګټور وباله او زیاته یې کړه: ” د بریالیو اوږد مهالو ستراتیژی ګانو او پالیسیو په لاره اچول او پلې کېدنه، کره سروې ګانو ته اړتیا لري چې دا چاره کولای شي په پایله کې اقتصادي ثبات ته د رسېدو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.”

ښاغلي مومند د مالیاتي چارو د ادارې په قانون کې ستونزو ته په اشارې سره، خصوصي سکتور یې دولت ته د مالیې د ورکړې لپاره ژمن وباله او له حکومت څخه یې وغوښتل ترڅو په یاد قانون او داسې نورو قوانینو کې د اړینو اصلاحاتو په راوستلو سره خصوصی سکتور ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

ښاغلي عتیق الله نصرت ګډونکونکو ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د کاروبار وضعیت او د کاروبار خنډونو سروې ګانو د ترسره کولو څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل.

ښاغلی نصرت د یادو سروې ګانو د په لاره اچولو موخه د ولایتونو، بېلابېلو سکتورنو او د شرکتونو د اندازې په تفکیک د کاروبار وضعیت ارزونه او د خصوصي سکتور پر وړاندې د شته ستونزو او خنډونو په ګوته کول وباله او زیاته یې کړه موږ هڅه کوو چې د ستونزو د له منځه وړلو لپاره د پلي کېدنې وړ او عملي حل لارې وړاندیز کړو.

دغه راز نوموړي زیاته کړه: ” د وروستی سروې (د ۱۳۹۵ لومړی ربع) پایلې د کاروبار په وضعیت کې مثبت بدلونونه او پرمختګونه ښکاروې او همداشان په راتلونکي کې د هېواد د کاروبار په وضعیت او شرایطو کې د ښه والي د رامنځته کېدو لپاره هیله مندی ډېرې دي، او له خصوصي سکتور څخه د دولت ملاتړ او د شته ستونزو اوارول به اقتصادي غوړېدا ته رسېدلو په امر کې ډېر ګټور پرېیوځي.

ښاغلي همایون رسا، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د فعالیتونو په ستایلو سره، د کره اقتصادي شمېرو نه شتون پالیسی جوړونکو لپاره ستر خنډ وباله. ښاغلي رسا وویل: “لکه څرنګه چې ټولو ته جوته ده چې، د افغانستان اقتصاد له یو کاذب اقتصاد څخه د واقعي اقتصاد پر لور د تلو په حال کط دی، چې دا چاره کله نا کله یو لړ خنډونه له ځانه سره لري او اړتیا ده چې موږ یو له بله سره د لاسونو په ورکولو، ورسره مقابله وکړو.”

نوموړي د اصلاحاتو لپاره د خصوصي سکتور ۱۱ لومړیتوبونو ته په اشارې سره څرګنده کړه چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت له خصوصي سکتور سره په همغږي په ځانګړې توګه د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق په مرسته، یو هر اړخیز اقتصادي پرمختګ ته د رسېدو لپاره هلې ځلې کوي او د یو روښانه راتونکي لپاره ډېرې هیله مندی موجودې دي. دغه راز نوموړي د افغانستان لاسته راوړنو لکه، د سوداګرۍ نړیوال سازمان غړیتوب، د یو لړ قوانینو سمون، د عامه خدمتونو د وړاندې کولو واحد مرکز، د تاپی پروژې کار پیل او د سلما بند پرانیسل کېدلو ته اشاره وکړله.

ښاغلي اسدالله ضمیر، په ټولو دولتي ادارو کې د ستونزو په منلو سره زیاته کړه چې دا وزارت به د ستونزو د اوارولو په برخه کې له خصوصي سکتور سره اوږه په اوږه کار وکړي. نوموړي د کرهنې، مالدارۍ او اوبولګونې وزارت وروستیو لاسته راوړنو ته په اشارې سره وویل: “د خړوبو او تر کرهنې لاندې ځمکو لمن د پام وړ پراخوالی موندلی دی او په ۸۰ زره جریبو ځمکو کې نوي بڼونه جوړ شوي دي چې زموږ هېوادوالو لپاره یې د کار زمینه برابره کړې ده. نوموړی د کرهنې وضعیت د ښه والي په موخه له خصوصي سکتور سره د هر اړخیزو ګډو هڅو ژمنه وکړله.

ښاغلي محمد هاشم یوسفزي، د وزارتونو، بېلابېلو حکومتي ادارو او خصوصي سکتور ترمنځ  د همغږي د رامنځته کولو لپاره د اتاق له ګامونو څخه ستاینه وکړله، او د ستونزو د له منځه وړلو او خصوصي سکتور ته د لا ښې کاري زمینې د برابرولو لپاره د هر راز همکاریو ژمنه وسپارله.

ښاغلي آذرخش حافظي، د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق د حکومت اقتصادي بازو وباله او زیاته یې کړله چې اتاق تل هڅه کړې ده ترڅو د اغېزمنو اوږد مهالو پروګرامونو په پلی کولو کې له حکومت سره مرسته وکړي. نوموړي دغه راز له حکومت څخه وغوښتل ترڅو مالیاتي قوانین د ټولنې او خصوصي سکتور د واقعیتونو پر بنسټ تعدیل او پلی کړي.

ښاغلي حافظي د کنفرانس د جمع بندي ترڅنګ، د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو او د عامه هوساینې د ټینګښت په موخه خپل مشخص نظرونه مشورتاً وزیرانو او چارواکو ته وړاندې کړل.

په دې کنفرانس کې د اتاق هغه موندنې چې د هېواد په بېلابېلو زونونو (کابل، کندهار، بلخ، هرات او ننګرهار) کې د ترسره شویو سروې ګانو په مرسته راغونډ شوي وه، له ګډونکونکو سره شریکې شوې. د سروې ګانو له ترسره کولو څخه د اتاق موخه، د کاروبار وضعیت د څېړنې ترڅنګ، د کورني ناخالص تولید د ودې د تګلوري پېژندنه ده چې د خدماتو، سوداګرۍ، ساختمان او تولید په سکتورنو کې له کوچنیو، منځنیو او لویو شرکتونو سره د مرکو له پایلو څخه ترلاسه کېږي.

د کاروبار شرایط د کورنیو ناخالصو تولیداتو د ودې د تګلوري د پېژندنې لپاره یو شاخص دی. دغه شاخص د څو راتلونکو میاشتو لپاره د کورني ناخالص تولید په کچه کې د بدلونونو وړاندوینه کوي، په دې شرط چې په دې موده کې د اقتصاد په عمومي شرایطو کې د غېر وړاندوینې وړ بدلونونه رامنځته نه شي.

اتاق په تېر یو کال کې د څلورو سروې ګانو په ترسره کولو سره دې پایلې ته رسېدلی چې، د نامناسب امنیتی وضعیت، بېروکراتیکو خنډونو، اداري فساد، ستونزمن قوانینو او پروسیجرونو او د زېربنایي امکاناتو د کموالي سربېره، د کاروبار وضعیت سعودي تګلوری خپل کړی دی او له (منفی ۲۳) څخه (منفی ۶) ته رسېدلی او متشبثین تر ډېره حده د خپل کاروبار راتلونکي په اړه خوشبین دي.

د کاروبار وضعیت په ښه کېدو کې ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه کندهار، هرات او ننګرهار مثبت رول لوبولی دی او د یادو ولایتونو برخلاف کابل او بلخ منفي رول درلودلی دی او د دغو دوه ولایتونو د کاروبار وضعیت د تېرې سروې په پرتله نامناسب بلل شوی دی. په کندهار، هرات، کابل او ننګرهار ولایتونو کې امنیتی وضعیت د تیرې سروې په پرتله لږ ښه شوی دی. په دې توګه کندهار یوازینی ولایت دی چې امنیتی شاخص یې مثبت دی.

د سوداګرۍ او ساختمان په سکتورونو کې د کاروبار وضعیت د تېرې سروې په پرتله د وضعیت د ښه والي ښکارندوی دی، خو د نورو سکتورونو په پرتله خدماتی سکتور په ناوړه وضعیت او د سوداګرۍ سکتور په غوره وضعیت کې دی. له بده مرغه د ټولو سکتورونو د رضایت شاخص منفي دی.

د کابل متشبثینو د فرمایشونو د شاخص څېړنه ښیي چې د فرمایشونو د اوسني حالت په اړه د متشبثینو د رضایت کچې په پرله پسې ډول کموالی موندلی دی. او د امنیت کموالی، د تولیداتو او محصولاتو لپاره د تقاضا کمېدل او د اداري اصلاحاتو نشتوالی د متشبثینو د کاروبار د ودې او پرمختګ پر وړاندې ستر خنډونه بلل شوي دي.

له بده مرغه په ټولو سروې شویو سکتورنو کې د ګمارنې کچه د تېرې سروې په پرتله ټیټه تر سترګو کېږي، خو په ټولو سکتورونو کې متشبثینو هیله مندي څرګنده کړې چې په راتلونکو شپږو میاشتو کې به احتمالاً ډېر کسان په دندو وګماري.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو اتاق، په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګې اچونې وضعیت د څېړلو په موخه له څو کلونو راپدېخوا په منظمه توګه د سروې ګانو په ترسره کولو سره په پلازمینه او د هېواد په عمده ولایتونو کې د کاروبار وضعیت آسیب شناسی کوي او په هرو دریو میاشتو کې یې د مطبوعاتی کنفرانس او رسالو په ترڅ کې د چارو له مسؤلینو سره شریکوي؛ وروسته له هغه د هر کال په پای کې، د ملت د استازو، حکومتی لوړپوړو چارواکو، د اتاق د مشرتابه پلاوي، د حکومتي او خپلواکو ادارو رئیسانو او د هېواد د خصوصي سکتور د مخورو او فعالو غړو په ګډون د کنفرانسونو په جوړولو سره د تېر یو کال په اوږدو کې د کاروبار وضعیت څېړي او د خصوصي سکتور او حکومت ترمنځ د ناستو د جوړولو په ترڅ کې حل لارې مومي.

د یادونې وړ ده چې دا سروې د آلمان د همکاریو دفتر لخوا تخنیکي ملاتړ کېږي.