زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

پارلماني نظام؛ یعنې افغانستان په منځ دوه نيمه کول

د افغانستان د ستراتيژيکو مطالعاتو مرکزد اوسني نظام د سياسي جوړښت په هکله يوه نوې سروې خپره کړې. په دې سروې کې چې د اوسني نظام د سياسي جوړښت په هکله د لسو ولايتونو له خلکو پوښتنې شوي؛ ويل شوي چې په سلو کې ٢٩د پارلمانی نظام او په سلو کې ٢٢ صدارتی رياستی نظام پلوي دی چې په مجمع کې په سلو کې ٥١ د نظام بدلون غواړي او ۴٩ سلنه نور بیا رياستي نظام ټينګول غواړي.

په ټوله کې جمهوري نظام په دوه ډوله دی، يو يې رياستي نظام او بل يې پارلماني نظام

رياستي نظام : ه رياستي نظام کې ولسمشر د خلکو له خوا ټاکل کيږي او د پارلمان په نسبت ډېر اختيارات لري. په رياستي نظام کې اجرائيه ، مقننه او قضائيه تقريباً خپلواکې قواوې وجود لري چې په راس کې يې ولس مشر وي. يعنې ولسمشر د درې واړو قواوو په سر کې وي او ډېر صلاحيتونه لري د بيلګې په توګه د اوربند او بهر ته د قواو د استولو صلاحيت. په رياستي نظام کې په اضطراري حالاتو کې ولسمشر کولای شي په خپل لاسليک سپين کاغذ ته د بانک نوټ اعتبار ورکړي.

پارلماني نظام : پارلماني نظام هغه ته وايي چې هلته يوازې د پارلمان وکيلان د خلکو له خوا ټاکل کيږي او هغوي بيا ولسمشر او صدراعظم ټاکي. په دې نظام کې پارلمان د ولسمشر په پرتله ډېر واک او صلاحيت لري. په دغه ډول نظام کې د ولسمشر واک سمبوليک وي او ډیری اجرأت صدراعظم ترسره کوي ځکه چې هغه دهماغه ګوند څخه وي چې په پارلمان کې اکثريت څوکۍ لري. لکه څرنګه چې په رياستي نظام کې ولسمشر د مقننه، اجرائيه او قضائيه قواو په سر کې وي؛ خو په پارلماني نظام کې دا دنده د پارلمان په غاړه وي.

اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د افغانستان اوسني شرايط دا ايجابوي چې نظام دې له رياستي څخه پارلماني ته واوړي او د ولسمسر صلاحيتونه دې صدراعظم ته ورکړل شي؟

هغه هيوادونه چې په کې پارلماني نظام حاکم دی هغوی د پوره نظم، امنيت او د ډاډ وړ اقتصاد درلودونکي دي، قانون په کې په ټولو يو شان پلی کيږي او هر څوک او هر چارواکی د هيواد ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن وي او هيڅ ډول ډلبازۍ په مقابل کې د خپل هيواد ملي ګټې نه زيانمنوي. خو په افغانستان غوندې هيواد کې چې قانون يوازې د کاغذ پر مخ وي، چارواکي يې د ملي ګټو پر ځای ګوندي او سمتي ګټې پالي او هر څوک ځان له قانونه پورته او قانون ځان ته تابع ګڼي؛ د پارلماني نظام تجربه کول؛ په لوی لاس د افغانستان ويشل دي.

مونږ خو لا له وړاندې د حکومت په رأس کې د واک دوه جزيرې تجربه کړي دي، مونږ ته خو د ملي يووالي دوه سره حکومت تجربه شوې ده، په دې کې لا واک فقط پنځوس ـ پنځوس ويشل شوی دی چې د حکومت کابينه مو تر شپږو مياشتو نه بشپړيده، د څوکيو په ويش باندې جنګونه و او لا تر اوسه هم هر لوری د خپلې ونډې د زياتيدو غوښتونکی دی؛ نو په داسې يو هيواد کې به پارلماني نظام چې ولسمشر په کې سمبوليکه بڼه لري او واک ټول د صدراعظم په لاس کې وي؛ څنګه به پارلماني نظام د خلکو په درد دوا شي؟

بله ستونزه د پارلماني نظام په مقابل کې دا ده چې دلته په افغانستان کې هره څوکۍ او هر ارګان حتا د ولسمشر څوکۍ هم په قومي لحاظ تشکيليږي. دلته معيار اوس دا دی که ولسمشر له يو قوم وي نو لومړی مرستيال به يې حتماً د بل قوم څخه وي، دويم مرستيال به يې حتما له بل قوم څخه وي. دلته دېته نه کتل کيږي چې د دې قوم دغه شخص خو د دې څوکۍ وړتيا نه لري نو ولې پرې وټاکل شي، خو د دې لپاره چې د دې قوم کس خامخا بايد په کې وي نو معيار  همدا ګرځول شوی چې ولسمشر دې د يو قوم، لومړی مرستيا د بل قو او دويم مرستيال د بل قوم څخه وي. همداشان په وزارتخانو کې هم همدا معيار  دی او په رياستونو کې او آن په مدريتونو کې هم. نو تاسې په خپل قضاوت وکړئ چې اوس په رياستي نظام کې مو دا حال دی نو په پارلماني نظام کې به بيا څه حال وي؟ هر يو به وايې چې که ولسمشر پښتون وي نو صدراعظم بايد تاجک يا هزاره وي او که ولمسشر تاجک وي نو صدراعظم دې حتماً پښتون او يا هزاره وي. يعنې په پارلماني نظام کې به بيه د قوم او قوم بازۍ څپې لا پراخې شي او معيار به بيا وړتيا، پوه او تجربه نه وي او حالات به د بهتر کيدو پر ځای د لا بدتر کيدو په لور ولاړ شي.

او بل دا چې دلته هيڅ داسې ګوند نشته چې په ټول هيواد کې نفوذ ولري او که وي هم نو يو يا دوه به وي. دلته بيا په دلته بيا د دغه يو يا دوه ګوندو د رقابت لپاره به بل ګوند موجود نه وي او تل به واک د يو ګوند په اختيار کې وي او تل به صدراعظم د همدې يو ګوند څخه ټاکل کيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي