کمدی الاهی یا کمدی انسانی؟ بالزاک و دانته

Balzak, Honore de (1799- 1850) آرام بختیاری بلبشو و شهر فرنگ جامعه…

         پنجساله گی چیره گی تاریکی درافغانستان       

    نوشته ی :اسماعیل فروغی                                                            پنجسال ازفاجعه ی تسلیم دادن…

میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

«
»

هدفي وژنې او ناپایه توطیی

یووخت چا دانګلستان دنامتودپلومات اوصدراعظم چرچیل څخه وپوښتل ستاسودولت په دومره لیرې واټن کې په یوارت اوسترګڼ میشته هیواد هندوستان باندې وربلوسلي اودغه هیوادمو دښکیلاک اوزبیښاک لاندې راوستی دی ولې پخپل نیږدې چم ګاونډ کې کوچنی اوکم میشته هیواد ایرلینډ باندې نه وربلوسی اونه یې نیسی؟

چرچیل په ځواب کې ورته وویل زموږلپاره ستراوګڼ میلیون میشته هیواد اویا کوچنی هیواد ،لیری والی اونیږدیوالی طرحه نه دی زموږلپاره دهر هغه هیوادنیول اوکابوکول اسانه دي چې اکثریت وګړي اوپرګنې یې نادانه،جاهل اواقلیت لږه کي واکمن یې خایین اوغله اوسي.

له چرچیله بله پوښتنه وشوه تاسو ولې دمنځني ختیځ اسلامي هیوادونه ارام ته نه پریږدی دهمیشنیویرغلونو موخه موڅه ده؟

زموږدولسونوسره کارنشته هلته زموږتیل پراته دي.

رښتیاهم دچرچیل په ځوابونواوښکاره دریځ کې داستعماراواستکبارڅرګند انځوراوبل یوپه زړه پوري حقیقت پروت دی هغه داچې دایرلینډ په څیر کوچني هیوادباندې دانګلستان د دولت له خوابلوسل اویرغل ځکه ګران و چې د دغه کوچني هیواد ټول وګړي اومیشته پرګنې دپوهې په ګاڼه سمبال اولږه کي واکمنان یې وطنپاله ،ولسپاله اوخپل ولس ته صادق اورښتیني خدمتګاروواودهغه وخت دیوه سترهیواد هندوستان نیول اوښکیلول بیا ورته ځکه اسانه وچې د دغه پراخ هیواد وګړي اومیلیوني پرګنې جاهلې،ناپوهه اوپه ځانځانی اخته اولږه کې واکمنان یې خایینان اوغله وواوهمدالامل چې د دغه هیواد ویني انګلوساکسون سمندري اخته پوتانواوسوسماروپه پیړیوپیړیووزبیښلې اودنړۍ پرمخ ټول هغه هیوادونه چې په ورته بدمرغیواوناروغیواخته ووتل دښکیلاکګرواوزبیښاکګرودخونړیوبلوسواوتیریوسره مخامخ شوي.زموږدهیوادمعاصرتاریخ دبیلابیلوپاچاهانواوزورواکانوپه بیلا بیلو

پړاوونوکې څرګندې بیلګې لري چې په پایله کې یې اوسنی افغانستان هم ژوندی بیلګه ده.

زموږهیوادله بده مرغه دخاینواواقلیت غدارانو،غلوپه زراوزورمینوواکمنانواوډیرګړودناپوهۍ له کبله په اوسني خونړي محشراوزړه بوږنوونکي ناورین اخته دی .سیمه ییزاونړیوال دوښمنان په لوی لاس اورذیلانه توطیو زموږولسونه دجهل،ناپوهۍ په تورتم کې دتل لپاره ښکیلول اوساتل غواړي اویوموټې غله دماڼیواوفرعوني شتمنیوخاوندان دافغان ولس په برخلیک سپاره دي.دجهل اوتورتم ټیکه داران داسلام دسپڅلي اومقدس دین ترچترلاندې کلونه کلونه دپوهنې ،ښوونې اوروزنې د ډیووپه مړه کولودعلم اوزده کړودمرکزونوپه نړولودښوونکواوپوهانواواهل خبره کسانوپه تروراو وژلوبوخت اودادی دځان مرګووحشیانه بریدونو دخوراستروحشت،بربریت اوهدفي وژنوخونړۍ جګړه زموږپه بې وزلواوغمیدلوولسونوتپل شوی ده.

د دویمي نړیوالې جګړې په خونړي ناتارکې کابوټوله پرمخ تللي اروپا ونړیده شپیته ملیونه انسانان ووژل شول په لسګونو،لسګونووګړي نارینه اوښځینه ټپیان اوزیاتره جبري مهاجرتونو ته اړشول دعلم،پوهې اوپرمخ تللي تمدن اسمان څکي ماڼۍ اواقتصادي مراکزچورلټ ونړیدل ښکلي اروپادعلم اوحکمت ځلانده ټاټوبی اوله برمه ډک هیواد المان په کنډواله بدل شواودمدنیت په ورانوویجاړوکې ټپوسانوځالې و کړي اوپه دغه بډای هیواد کې په لکونولکونوخلک له لوږي مړه شول دوینواوباروتوبوی هره خواخپورستري اودرنې ککرۍ خاوري شوي خوداروپابیدارواوخپله خاوره مینوولسونوهیوادپالو،پاک وجدانه عادلوواکمنانویوځل بیا په هوډمنه اراده اوسپیڅلوارزوګانوداروپا هر لوري ته دعلم اوپوهي څراغونه بل اوورانې ویجاړې کنډوالې یې له سره ابادې،سمسورې اوداسې ورغولې ته به وایې چې دغه خاورې هډوجګره اوناتار نه دی لیدلی دامریکادوخت جمهور ریس ترومن دخپل هڅانداونوښتګربهرنیوچارووزیرمارشال طرحې اوداروپادبیاجوړونې اومجد د عمران پلانونه دمارشال په نوم په ټوله اروپاکې پلي کړل په ګرده اروپاکې دمارشال پلان په پلي کیدولاس پوري شو چې په پایله کې داروپا زیاتره هیوادونو دورانوونکي اوخونړی جګړې ورانې ویجاړې جبیره اوخپل هیوادونه یې بیاورغول.په هغه مهال دماسټرپلان بودجه اونغدي مرستې له هغومرستوڅوځلې کمې وي کومې چې افغانستان ته دبن دکنفرانس وروسته دافغانستان دغلواوغداروواکمنانوپه واک کې ورکړشوي څه ناڅه یوسلودیارلس میلیارده ډالره نغدي مرستی تري تم اودغداروواکمنانوله خواچوراود دوی په جیبونوکې ولویدی .ښاغلي حامد کرزي دغلواومافیاکړیو سره دجوال خوله ونیوه دهیواد منقول اوغیرمنقول شتمني چورشوه دمافیا مزدوروکړیوپخپل بې ساري چوراوچپاول سره دافغانستان نړیوال پرستیج دي کچې ته راټیټ کړچې په نړۍ کې یې دفساد دویمه درجه شرم وګاټه هرچاته دلمر په څیر روښانه ده چې ډیریوچارواکودملت پانګه اوشتمني په ښکاره سپین سترګی تالاوالا کړه.

.دافغانستان غیرتي اوتاریخي خاوره چې دپیړیوپه پوړیوکې دبلوسګروامپراتوریوهدیره بلل شوي له بده مرغه اوس پخپله دافغان میړني ولس په هدیره بدله شوي ده هره ورځ اوهره شیبه دویراوماتم غمجنې ساندې اوریدل کیږي دپاکستان لعنتي،دوزخي څارګرسازمان ټول ټال یولک پنځوس زره مسلکي خطرناک اوبې رحمه غړي لري چې له کلونوکلونوراهیسي دافغانانودوینوپه تویولواوزموږدګران هیواد په نړولواوځپلوبوخت اوتردې مهاله دجنرال ضیالحق اواخترعبدالرحمان هیلي اووصیتونه دهیوادپه ګوټ،ګوټ کې پلي کیږي اوجګړي نوي بعدونه اونوي بڼې دتورمخوداعشیانواوډول،ډول بنسټګروترچترلاندې دافغان ولس دتباهی اوبربادی لپاره په پوره شدت سره روانی دي.

دافغانستان روانه جګړه دنړی دجګړوپه تاریخ کې اوږده جګړه اوهمداراززړه بوږنوونکي وحشیانه جګړه ده چې پخپله د دې هیواد دمیشته ولسونوترمنځ دافغانستان دتاریخي دوښمنانودستراتیژیکوخطرناکونقشواوپه با لفعل اوبالقوه ګډون په شلمه پیړۍ کې پیل اودادی په یوویشتمه پیړۍ کې هم لاپه شدت اوحدت سره روانه ده.

خوترټولودافسوس بیا هم دافسوس خبره داده چې دجګړې داورپه لمبوکې چارواکي اوواکمنان ،چورواکي اوغداران اوسترجنرالان  د پچودغلوپه نوم رسوا شوي دخپلوجیبونوپه ډکولواودقصرونوپه جوړولوپه ښکاره غصب اوتالان بوخت دي اودمعلوم الحاله غدارانوتنکې تنکې نازولي بچیان د دغه ستراوقهرمان ملت په برخلیک واکمن کیږي اوپه څرګنده سپین سترګی په ملت،وزلوبه روانه ده همدالامل دی چې دولس اودولت ترمنځ دکرکې اوبې باوری واټن رامنځته شوی اوله بده مرغه په پراخیدودی

له بلی خوا دا یو څرګند واقعیت دی چې دنړیوالې جګړي په پرتله څوځلې زیات ،ګڼ شمیر هیوادونه دافغانستان په خونړی جګړه کې ښکیل دي اودکلونوکلونوراهیسۍ جګړې نړیوال اړخونه اوبعدونه پیدا کړي په افغانستان کې جګړه هم نړیواله جګړه اوبې ساري وحشتناکه جګړه ده په دې جګړه کې هغه مدرنې اوپه نوي بڼه تخریبي بیلابیلي وسلې وکاریدې چې دنړۍ په تیروجنګونوکې هډواستعمال شوي نه وې دغه تپل شوي مدحشې جګړې نه یوازې افغانان دسترومالي اوځاني زړه بوږنوونکوتباهیو،وژنواوسترناتار سره مخامخ کړي بلکې له بده مرغه زموږدلرغوني هیواداصیل،تاریخي اوویاړلي ارزښتونه سخت اغیزمن اوآن له منځه یوړل.

لویه اروپا دترومن په دوکتورینواودهغه وخت د امریکادبهرنیوچارووزیرجورج مارشال له خوادهغه په نامه مارشال پلان دڅه کم دیارلسومیلیاردو په پلي کیدوورغول شوه ایاجګړه ځپلي افغانان چې ولس مشرانویې له امریکا سره ستراتیژیک نظامي اوامنیتي تړونونه لاسلیک کړي اودافغانستان په جیوستراتیژیک جغرافیه کې یې تلپاتې نظامي حضورترلاسه کړداحق نه لري چې دترومن اوجورج مارشال په څیر دروغ نیتۍ له مخې اوبامادوکتورین اوجان کیري پلان طرحه کړي اولکه څنګه چې پاکستان ته د دوستۍ په سترګه ګوري افغانستان ته درښتیني دوستۍ په سترګه وګوري هغه افغانان چې د دوی دسرونوپه بیه د دوی هغه سترځواکمن نړیوال ګواښ له منځه ولاړچې دهغه په اړه به یې ویل کله چې په کریملین کې بریژنیف وټوخي په سپینه ماڼۍ لړزه اوپه لویدیزه نړۍ تبه راشې داویره د دویمې نړیوالې جګړې وروسته جمهور ریس ترومن اوجورج مارشال هم درلوده چې دشورو يي دیکتاتورجوزف ستالین نظامي پلانونه یې په اروپا کې دمارشال پلان په وسیله ډب کړل.خوله بده مرغه دامریکا اوسنی مشرتابه نیتونه خیرن اویوه بیلګه یې د ډاکتراشرف غني په مشری دګټلوټول ټاکنوتاله ترغه کول اود دوی له خوا دتپل شوي دموکراسی بدنامول دي.رښتیا یې ویلي دي چې (مردان مرد جزبه پای خود نه می ایستند).که زموږ حکومتي اودولتي چارواکي دملي یووالي په ژمنوکې صادق اورښتني اوسي دهیواد دبیا رغونې چانس دمشرمتفکرپه مغزوکې شته اوکنه دجیلک مآب کرزي صاحب اوپاکول مآب عطاصاحب په زهرجنوډنډوروبه زموږولسمشر څخه دویم رمضان بشردوست صاحب جوړشي

ګران افغانستان یوازي د ډاکټراشرف غني اوډاکټرعبدالله عبدالله هیوادنه دی دادټولوسره وروڼوافغانانو،قومونواوملیتونومورنی وطن اوزموږدپلرونوګډټاټوبی دی پرمخ تللي هیوادونه دهغه ګډمیشتوولسونوپه ګډه همکاری اوهم غږی جوړشوي اوآبادشوي دي ایادهیوادپه دننه کې سره ښکیلي غاړې یوتربله ځیني ګډوجوهات نه لري چې بې له شکه خورازیات ګډټکي اووجوهات شته دهمد ګډوانګیرنواوسره ورته موخو لپاره دټولووطنپالواوپاک وجدانه افغانانوکه دهیواد د ننه اویا بهردي دمورني،پلرني اوګلالي ګران ټپي،ټپي هیواد افغانستان دنجات ،ژغورنې اوسمسورتیاپه موخه دعمل میدان ته ورودانګواوپه دغه غم ځپلي اوجګړوځپلي خاوره کې سوله اوټیکاورامنځته کړودسولې په ټینګښت سره بیادهرغداراوغله سره په اسانی محاسبه اوبریالی مجادله کیدلی شي.

دټولووروڼوافغانانودیوه ملي خوځښت اوپیوستون په هیله.

بسم الله اکبري.

۹/۶/۲۰۱۵

هالینډ