وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

مدني حرکت که پلان شوی سپکاوی؟

افغان ولسمشر د تيرې پنجشنبې په ورځ لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د وینا له پاره بلل شوی وو. ولسمشر غني وینا وکړه خو په پیل کې یې فزیکي لانجه رامنځ ته شوه. دولسمشر غني د وینا بهیر د اعتراض کوونکو په نامه د څو تنو افغان  الاصله بهرني افرادو د ګوستاخيو او له یوه سره د امنیتی مسوولینو د لاس ګریوان کیدو له کبله ګډه وډه شوه. دغو څو تنو د مدني حرکت کوونکو په نوم اشخاصو په انګلستان کی د ولسمشر غني د سپکولو لپاره له وړاندې پلان نيولی و. ولسمشر غني غوښتل چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد خپل ترسره شويو کارونو او نويو پلانونو په اړه خبرې وکړي خو دغو اشخاصو د ټولو اسلامي، انساني او افغاني اصولو خلاف د ولسمشر سپکاوی وکړ. د دې تر څنګ يو شمېر نورو بيا د لاريون په ترڅ کې په انځورونو کې د ولسمشر غني په تندي د هتلر ټاپه وهلې او له هغه سره يې پرتله کړی.

مونږ دا نه وايو چې څوک دې د اعتراض په ډول خپل شکايت نه وړاندې کوي خو اعتراض، لاريون او مدني حرکت هم خپل حدود او اصول لري. ما پخپله هم په ولسمشر ډيری نيوکې کړي دي او لا هم چې د نيوکې ځای پيدا کيږي، نو نيوکه کوم. خو دا په دې معنا نه شوه چې زه له هر انساني، افغاني او اسلامي اصولو پښه واړوم او د ولسمشر سپکاوی وکړم. له تاجکستانه د ټوټاپ په نوم د برېښنا د لين په اړه اعتراض يا بل هر مدني اعتراض که د افغانيت له ادرسه مطرح شي نو دا د هر افغان حق دی. خو د ولسمشر د سپکاوي حق څوک نه لري. د ولسمشر سپکاوی د يو هيواد سپکاوی دی، د ولسونو سپکاوی دی، د ملي هویت سپکاوی دی، د افغانیت سپکاوی دی، د انسانيت سپکاوی دی، د مسلمانيت سپکاوی دی، د رهبریت سپکاوی دی، د بشريت سپکاوی دی، د قانونيت سپکاوی دی، د مدنيت سپکاوی دی او د خاورې او مشرتوب سپکاوی دی.

هیڅوک حق نه لري چې يو هيواد، ولسمشر او ملي هويت ته سپکاوی وکړي، په ځانګړي هغه خلک چې خپل افغانيت او خپله خاوره یې پلورلي وي او د بل هيواد تابعيت يې منلی وي؛ دوی په هيڅ اصولو د ولسمشر او د مشرانو د سپکاوي حق نه لري. د ولسمشر د سپکاوي په موخه که د مدني حرکت او لاريون تر نامه هر عمل ترسره کيږي؛ هيڅ ګټه نه لري، پرته له دې چې قومي نفاق ته زمينه برابره کړي او باالمقابل غبرګون ولري.

ولسمشر غني خو نه غاصب دی، نه قاتل دی، نه جنګسالار دی، نه بيسواد دی، نه غل او چپاولګر دی، نه لنډغر دی، نه د کودتا په زور ارګ ته ننوتلی او نه يې په چا تيری کړی دی، نو بيا ولې د نړيوالو په مخ کې پرې د خاين تور ولګول شي؟
دوی که د باميانو پر ځای د سالنګ د لارې د ټوټاپ په نامه له تاجکستانه د بريښنا لين د غځولو په غبرګون کې په ولسمشر د خاين ټاپه لګوي نو ولې په خپلو هغو رهبرانو چې د هغوی د واکمنۍ پر مهال د سالنګ له لارې د بريښنا لين د تيرولو پريکړه شوې وه؛ دا تور نه لګوي؟ ولې په هغوی د خاين ټاپه نه لګوي چې هغه مهال يې پخواني ولسمشر د امتياز په مقابل کې خوله ورتړلې وه او اوس يې خلک د ځان سپر ګرځولي دي؟ دوی ولې په ښاغلي کريم خليلي او ښاغلي محمد محقق د خاين تور نه پورې کوي چې په تير حکومت کې سالنګ له لارې د بريښنا لين د سروې پر مهال او له هغه وړاندې په واک کې و؟ اوس خو دولت، حکومت او واک ټول پنځوس ـ پنځوس ويشل شوی دی؛ دوی ولې د سرور دانش په ګډون د حکومت په نورو شريکانو د خاين تور نه پورې کوي؟
دوی اعتراض کوونکي که په رښتيا په ولس دريدلی او د ولس د غم خوړلو په خاطر یې لاريون کولو نو دوی بیا ولې د هزاره له ادرسه اعتراض وکړ، ولې يې د افغانستان د يو فرد او تبعه په توګه په ولسمشر نيوکه نه کوله؟ له همدې نه معلوميږي چې دا ټول يو پلان شوی کار و چې هدف يې د ولسمشر سپکاوی او په افغانستان کې قومي تعصب ته لمن وهل و.

د خپلې دغې ادعا لپاره چې، وايم دا يو پلان شوی کار او غوښتل يې ولسمشر سپک کړي او په افغانستان کې قومي تعصب ته لمن ووهي؛ په لندن کې د اعتراض کوونکو له جملې څخه د «احد بهادري» په نوم د يو معترض د فيسبوک هغه پوسټونه تاسې ته وړاندې کوم چې له يادې پيښې څو ساعته او يوه ورځ وړاندې يې په فيسبوک خپاره کړي و.

۱ــ  «اشرف غنى تا ساعات ديگر و در شهر لندن تاوان تحقير و توهين كردن هاى خود را خواهد پرداخت.

مبارزات عدالت جويانه ى مردم ما در افغانستان بيشتر در بى صدايى و تنهايى شروع شده و در بى كسى و سكوت سركوب شده است. فردا اما، شهر لندن حنجره و صداى جنبش روشناى عدالت (شوراى عالى مردمى) خواهد شد و با تمام وجود عدالت را فرياد خواهد زد و اين شهر بزرگ شاهد تظاهرات بى سابقه ى افغانستانى هاى عدالت خواه مى شود.

تمام قد و استوار رو در روى رئيس جمهور فاسد افغانستان خواهيم ايستاد و تلاش خواهيم كرد تا نگذاريم با دروغ هايش جهانيان را فريب دهد.»

دا په لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د ولسمشر غني له وينا او پر مهال يې د راپورته شوي جنجال څخه څو ساعته وړاندې د «احد بهادري» ليکل شوې خبرې دي چې په فيسبوک يې خپرې کړي دي او په کې يې د افغان ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني ته د سپکاوي وړاندوينه کړي ده.

۲ــ «سخنرانى و درخواست احمد بهزاد از مردم عدالت طلب براى شركت در تظاهرات لندن.

هموطنان عدالت خواه افغانستانى مقيم بريتانيا آماده ى شركت در بزرگترين تظاهرات ضد تبعيض و فساد حكومت غنى و عبدالله باشند.

اين تظاهرات در برابر محل كنفرانسى برگزار خواهد شد كه اشرف غنى در آن سخنرانى خواهد كرد.

احد بهادری »

دا هم په لندن کې د «سلطنتي متحدو خدماتو انستیتوت» ته د ولسمشر غني له وينا او پر مهال يې د راپورته شوي جنجال څخه يوه ورځ وړاندې؛ پر فيسبوک خپرې شوې د «احد بهادري» خبرې دي چې په يوټيوب يې د «احمد بهزاد» هغه وينا خپره کړې چې په لندن کې ياد لاريون او جوړ شوي پلان ته خلک رابولي.

له پورته دليلونو څخه په ډاګه څرګنديږي چې په لندن کې د ولسمشر سپکاوی يو تصادفي کار نه و، او نه هم د هزاره ورونو د حق غوښتلو په خاطر احد بهادري او ملګرو يې د ولسمشر سپکاوی وکړ، بلکې دا له وړاندې يو پلان شوی کار و چې موخه يې په افغانستان کې قومي تعصب ته لمن وهل دي او بس. ولسمشر ته په کار دي چې په لندن کې د افغانستان د سفارت او انټرپول پوليسو په واسطه ياده قضيه وڅيړي او معلوم کړي چې د ياد جوړ شوي پلان تر شاه په کور دننه او بهر د چا لاسونو شتون درلود؟

لیکنه : خوشحال آصفي