از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

فاتح عیب نه لري

نظرمحمد مطمئن

لیکوال او شناند

دا لنډې کليمې “فاتح عیب نه لري” مې له استاد محمد زمان مزمل صاحب واوريدي، له اوریدو سره یې سم ما وپتېله چې په دي اړه لیکنه وکړم.

له پخوانۍ شوروي اتحاد سره د جهاد پر مهال، د مجاهدینو رهبرانو چې هر ډول غلطې پریکړې کولې، خو بیا هم د فاتح په شکل کې هغوی عیب نه درلود. ځکه هغوی له شورې سره په جګړې کې فاتحین وو، برلاسي او قوي وو.

غازي امان الله خان که څه هم د اروپا په سفر کې ډیرې تیروتنې درلودلې، خو داچې فاتح و، فاتح عیب نه لري، تر همدا ننه هغه غازي یادیږي، خو که د خپل ولس په منځ کې د سقاو له زوی سره په جګړه کې ښکېل شوی وای، پرته له شکه نن به یې عیب درلود، لکه مجاهدینو چې همدا تیروتنه وکړه، او نن همهغه پرونی فاتح رهبران بلا ډیر عیبونه ځکه لري چې کورنۍ جګړو کې ښکېل پاتې شول.

که پاچا ظاهر د داود خان پر ضد جګړه کړي وای، نن به یې په ولس کې ځای نه درلود، خو هغه چې کورنۍ جګړه ونه کړه، پرونې فاتحین رهبران یې هرکلي ته لاس په نامه ولاړ وو.

دوه کاله وړاندي افغان حکومت د روژې میاشت کې اوربند اعلان کړ، عادي خبره وه، ولس فکر کاوه چې د کمزوري له کبله دا کار کوي، مګر کله چې د طالب لخوا د کوچني اختر درې ورځې اوربند اعلان شو، دغه اعلان عیب نه درلود، د ولس او نړیوالو لخوا یې تود هرکلی وشو، همهغه خبره ده چې فاتح عیب نه لري.

له اوباما سره په شپه کې د حامد کرزي لخوا د تړون لاسلیک، او بیا د ډاکټر غني د ملي امنیت سلاکار لخوا له امریکا سره د امنیتي تړون لاسلیک، ځکه عیب درلود چې امریکا افغانستان ته په راتګ ځان فاتح ګاڼه، د امریکا لپاره یې عیب نه درلود، خو د افغان ولس له پاره له شرمه ډک تړونونه وو.

د امریکا – طالبانو تړون ځکه عیب نه درلود چې طالب د فاتح په شکل او امریکا/ناټو د مغلوب په شکل کې له یو بل سره لاسلیک کاوه.

طالبانو ونه منله چې کمپ ډیویډ ته د ټرمپ لېدو ته ورشي، که فاتح نه وای، بلا زیات عیبونه دې کړنې درلودل، مګر داچې فاتح عیب نه لري، طالب په دې ازموینه کې هم بریالی راووت.

همدارنګه د ګوانتانامو او باګرام زندانیانو بریالۍ تبادله کې هم فاتح عیب نه درلود، خو مقابل لوری “امریکا” تر ډیرو نیوکو لاندي راغله، که امریکا جګړه کې بریالۍ او طالب کمزوری وای، بیا به امریکا د تبادلې اړوند عیب نه درلود، خو داچې “فاتح عیب نه لري، شکست ویاړ نه لري” ځکه خو دواړه معاملې د طالب په ګټه تمامې شوي.

هغه فتواوي چې د طالب په ضد په کابل او سعودي کې ورکول شوې، څه فکر کوئ که دا ډول فتواوي د کابل حکومت په ضد ورکول شوې وای، څومره غوغا به یې په ولس کې جوړه کړي وای، خو وایې فاتح عیب نه لري.

د همدې اوسني کوچني اختر لږ مخکې افغان حکومت د یرغلیزو بریدونو اعلان وکړ، د ولس او نړۍ له مخالف غبرګون سره مخ شو، خو چې بیا بیا یې د اوربند غوښتنه کوله، بې تاثیره وه، مګر کله چې طالبانو د حکومت تهاجمې عملیاتو اعلان په درې ورځنې اوربند جواب کړ، په ولس کې له تود هرکلي سره مخ شو، بیا هم د فاتح عیب نه لري خبره ده، که چیرته بالعکس، طالبانو د تهاجمې عملیاتو اعلان کړی وای او افغان حکومت یې جواب په اوربند ورکړی وای، پر حکومت به نیوکه کېده چې کمزوری دی.

کله چې د اوربند په مقابل کې افغان حکومت د ۲۰۰۰ طالب بندیانو خوشې کېدو اعلان، د اختر په دوېمه یې ۹۰۰ بندیان ازاد کړل، د افغان ولس او نړیوالو له تود هرکلي سره یې دغه کړنه مخ شوه، او دایې د حکومت کمزوري ونه ګڼله، ځکه چې امریکا ژمنه کړي وه، چې د مارچ تر لسمې به ۵۰۰۰ بندیان خلاصیږي، خو افغان حکومت غوښتل چې وښيې چې پدې برخه کې د امریکا اوامر نه پلې کوي. مګر که یې ۵۰۰۰ ټول طالب بندیان خوشي کړې وای، او طالبانو ۱۰۰۰  دولتي بندیان خوشي کړي وای، پرته له شکه چې دا د افغان حکومت په ضُعف نه، بلکې سولې ته ژمنتیا باندي دلالت کاوه.

له درې ورځې اوربند وروسته چې تر دې مهاله طالبانو په جګړه کې کمښت راوستلی، دایې په رښتونې توګه په ضُعف نه، بلکې قوت باندي دلالت کوي.

او که طالب د بین الافغاني مذاکراتو د پېل اعلان کوي، نو دابه یې په لا ډیر قوت دلالت کوي، او خلک به باوري شي چې طالبان نه غواړي چې د پخوانیو مجاهدینو ترخې تجربې تکرار، او بیا ځل کورنۍ جګړې ته ننوځو.

له طالبانو زموږ غوښتنه داده چې د جګړې پای ته رسیدو، سولې ته رسیدو لپاره په مخ درومئ، فاتح عیب نه لري، خو که په کورنۍ جګړه کې ښکېل شوئ، نو بیا پوه شئ چې “مات شوی لوری هیڅ ویاړ نه لري” بیا به ستاسي ټول ګټلې ویاړونه داسي په اوبو لاهو شي لکه د مجاهدینو ویاړونه چې رهبرانو یې په بې پروایې سره له منځه یوړل.

د جګړې د کمښت اړوند به ځینې مغرضې کړۍ او رسنۍ ووایې چې طالبان کمزورې شوې، هغوی غواړي چې طالبان او افغان حکومت په کورنۍ جګړو کې پاتې شي، په کار ده چې د دغه ډول منفي څرګندونو تر تاثیر لاندي طالب رانه شي، او له افغان حکومت تمه ده چې د جګړې کمښت ته له مثبت زاویې وګوري، بندیان خوشي او بین الافغاني خبرې پېل شي.