مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

«
»

روسيه د اسلامي حزب که د افغان سولې مخالفت کوي؟

مسکو له حکمتيار سره څه دښمني لري؟

په داسې حال کې چې کابو څو ورځې وړاندې وسله والو طالبانو په مسکو کې له روسي، پاکستاني او چينايې چارواکو سره وکتل او روسيې د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور ليسته د طالب مشرانو د نومونو د ايستلو سينه وډبوله؛ اوس په افغانستان کې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې د شوې هوکړې مخالفت کوي او له تور ليست څخه د اسلامي حزب د امير ګلبدين حکمتيار د نوم ايستلو پر وړاندې خنډونه جوړوي. د وال ستریټ ژورنال ورځپاڼې د راپور له مخې، په امنیت شورا کې د روسیې استازي د حکمتیار پر ضد د بندیزونو د لېري کېدو په لار کې خنډونه جوړوي. وال ستریټ ژورنال وايي، د روسیې اقدامات کېدای شي د افغانستان له حکومت سره د حکمتیار د سولې موافقه له ستونزو سره مخامخ کړي. ورځپاڼه وايي چې روسیې له تور لیسته د حکمتیار د نوم د نه ایستل کېدو لپاره کوم خاص دلیل هم نه دی وړاندې کړی.

بل لور ته د افغان حکومت ځينې سرچينې وايې چې مسکو له حکمتیار سره د سولې مخالفت ندی کړی. د افغان ولسمشر سلاکار او له اسلامي حزب سره د سولې د موافقې د ګډ کمیسیون مشر اکرم خپلواک امریکا غږ ته وویل، چې روسیه د ملګرو ملتونو د بندیزونو له لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو په برخه کې یو لړ ملاحظات لري. د ښاغلي خپلواک پر وینا، تر اوسه مسکو په رسمي توګه له دغه لیست څخه د ګلبدین حکمتیار د نوم له ایستلو سره مخالفت نه دی ښودلی.

رښتيا که هر څه وي چې رسماً روسيه له تور ليسته د حکمتيار د نوم د ايستلو سره مخالفت کوي او که نه، خو دا بايد ومنو چې روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړې ده او په کې د ويټو حق لري. که چيري روسيه رسماٌ له تور ليست څخه د حکمتيار د نوم له ايستلو سره مخالفت وکړي نو د نوم د ليرو کولو چاره نشي ترسره کيدلی. دلته مهمه دا ده هر هیواد چې د حکمتیار پر ضد د بندیزونو له پای ته رسېدو سره مخالفت کوي، په حقیقت کې په افغانستان کې له سولې سره مخالفت کوي. ځکه چې د افغان حکومت او اسلامي حزب تر منځ د سولې هوکړه د نورو وسله والو طالبانو لپاره هم يو سبمول کيدلی شي. له اسلامي حزب سره که د افغان حکومت د سولې موافقه په بشپړه توګه عملي شي نو ورسره به وسله وال طالبان هم په افغان حکومت باور پيدا کړي او بيا به د يو بين الافغاني مذاکراتو لپاره زمينه برابره شي.

څه باعث شو چې مسکو د ملګرو ملتونو امنيت شورا له تور ليست نه د حکمتيار د نوم ايستلو مخالفت وکړي؟

لومړی: په تير کې د افغان حکومت نامتوازن بهرنی سياست: د حامد کرزي د حکومت په ګډون تيرو افغان حکومتونو تر ډيره روسيه په خپل بهرني سياست کې شاته پريښې وه او د افغانستان بهرنی سياست يواځي غربي سیاست و. پخواني ولسمشر کرزي د خپلې دواړو دورو د واکمنۍ پر مهال روسيې د افغانستان په بهرني سياست کې رول نه درلود. يواځې هغه وخت کرزي له روسيې سره اړيکې جوړې کړې؛ کله چې يې د امنيتي تړون پر سر له امريکا سره اړيکې ترخې شولې. له  هغې نه وروسته د ملي وحدت حکومت په راتګ سره چې له امریکا سره امنيتي تړون لاسليک کړ، روسيه يو ځل بيا د افغانستان د بهرني سياست له محوره وغورځيده. همدا دليل دی چې روسيه نن په افغانستان کې د خپل سياسي حضور د پراختيا په خاطر له وسله والو سره اړيکې جوړوي او د افغان سولې پروسې ته خنډونه جوړوي.

دوهم: د افغان حکومت کمزورې ديپلوماسي چې د روسيې په ګډون يې نورو سيمه ايزو هيوادونو ته ډاډ نه دی ورکړی چې د افغانستان سوله د افغانستان، سيمي او نړۍ په ګټه ده. روسيه ډاريږي که له حکمتيار سره سوله وشي نو د دوی هغه هڅې چې له وسله والو مخالفانو سره د اړيکو جوړولو په برخه کې کړي دي؛ له خطر سره مخامخ شي. یعنې له حکمتيار سره سوله به په وسله والو طالبانو هم اغيز وکړي او هغوی به هم د ټوپک پر ځای سياسي مبارزه شروع کړي او د روسيې هغه پانګونه او نظامي مرسته چې له طالبانو سره يې کړې او يا په پلان کې لري چې ويې کړي؛ بې ځايه لاړه شي. کابو درې نيمې مياشتې کيږي چې له اسلامي حزب سره د سولې هوکړه لاسليک شوې ده خو تر اوسه افغان حکومت په دې نه دی توانيدلی چې د سيمي او نړۍ هيوادونه په دې قانع کړي چې په افغانستان کې له حکمتيار سره سوله د هيچا په زيان نه بلکې د ټولې سيمي په ګټه ده.

لیکنه : خوشحال آصفي