د ځمکې مخ نن د وحشت څپوپه سرواخیستو
د ظلم او زور او د دھشت څپو په سرواخیستو
نن څو وحشیانو انسانیت په کاڼو وویشتلو
په تن زخمي د بربریت څپوپه سرواخیستو
نن په آسمان کی ھم لمرروڼ ندی زیړچک ښکاریږي
د لمرروڼ رنګ نن د ظلمت څپوپه سرواخیستو
ا۰قیام
04/11/15
د وفاق اړتیا
د پرون ګیلې به وسپاروپرون ته
راشئ واړه ملاوې وتړو بیایون ته
د وطن ګټې له مونږه وفاق غواړي
ضرورت دی دلته بیا ملي تړون ته
ځانځانیود مرګونو په لاربوتلو
په اتفاق به راستانه شوبیاژوندون ته
په وطن مود تورتم لښکردیره دی
ولس واړه منتظردی سباوون ته
په وطن کی سترناورین روان دی خلکو
ضرورت دی دلته بل ژوربدلون ته
د فساد جرړې له بیخه ایستل غواړي
ولس اړدی د فساد په ضد پاڅون ته
د وطن په نوم به یوځای قیام وکړو
ګران وطن اړتیالري بیرته سمون ته
الحاج الھام الدین قیام
05/11/15