از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

د نظامي ښوونځي او د امريکايي پوهنتون بريد وروسته غبرګونونه

د ۱۳۹۳ کال د ليندۍ پر ۲۵ د پېښور پر پوځي ښوونځي خونړی بريد وشو چې په کې نږدې ۱۵۰ کسان ووژل شول او ۱۲۰ نور ژوبل شول. پاکستان هغه مهال سمدستي خپل غبرګون افغان لوري ته وښوده او لوړ پوړي مقامات يې کابل ته راورسيدل. دوی هغه وخت پر ښوونځي بريد کوونکي وسله وال له افغان حکومت څخه وغوښتل او له څه مودې وروسته افغان حکومت پر ياد ښوونځي بريد کوونکی وسله وال د بي پيلوټه الوتکې په بريد کې وواژه. اوس تيره ورځ په کابل کې په افغان امريکايي پوهنتون خونړی بريد وشو چې په کې ۱۳ تنه شهيدان او ۴۵ نور ټپيان شول. افغان ولسمشر له پيښې وروسته سمدستي د پاکستان د پوځ له مشر راحيل شريف سره اړيکې نيولې او په ټينګه يې ترې غوښتې چې د بريد سمبالوونکو په وړاندې دې جدي او عملي اقدام وکړي.

د افغان لوري غبرګون تر يوه بريده پر ځای دی خو دلته شک د ترهګرو سره د مبارزې لپاره د پاکستان په ارادې دی. پوښتنه هم همدا ده چې آيا پاکستان به لکه د افغان حکومت چې د پيښور د پوځي ښوونځي بريد کوونکی يې په نښه او وواژه؛ آيا پاکستان به ورته عمل په ترسره کولو پر امریکايي پوهنتون بريد کوونکي به ووژني؟

له وسله وال خو ګيله نه ده په کار، يو څوک چې ښوونځی، پول او روغتون ورانولی شي، پوهنتون هم ورانولی شي، يو څوک چې د اسلامي زده کړې په مرکز (مسجد) بريد کوي نو په عصري علومو زده کړې مرکز پوهنتون يې هم کولی شي، يو څوک چې د سپيڅلي کتاب قرآنکريم پروا نه ساتي او پر مسجد بريد کې يې شهيدوي نو د پوهنتون کتابونه هم سوځولی شي او يو څوک چې پر ممبر ولاړ مولا وژلی شي نو په پوهنتون کې زده کړيال ځوان هم وژلی شي. د وسله وال سر او کار له وژنې او وينې تويونې سره دی خو پوښتنه دا ده چې دا وسله وال او د افغانستان د راتلونکې دښمن څوک دی چې د افغانانو بنسټ ته يې پتيلې ده او تهداب يې نړوي؟

ځواب بيخي روښانه دی. دا د هغو بریدونو لړۍ ده چې د پاکستان له خاورې د افغانستان د امن او پرمختګ پر ضد پلانیږي. په امريکايې پوهنتون بريد په اصل کې په زده کړه او د افغانستان په پرمختګ بريد دی. د افغانستان په امن بريد دی، د افغانستان په روښانه راتلونکي بريد دی او د افغانستان په سرنوشت بريد دی. دلته د افغانانو تور مخي پنجابي دښمن د افغانستان پرمختګ ونشو زغملی او دا يې په افغانانو پيرزو نه و چې د اوسني عصر سره سم د عصري ټکنالوژۍ زده کړې وکړي. د افغانان پر ضد او د افغانانو د پرمختګ پر ضد جګړه پاکستان رهبري کوي او لاسپوڅي يې وسله وال طالبان او دلته په حکومت کې پلورل شوي ګوډاګيان دي.

له غله څخه د غلو پر ضد د اقدام کولو تمه کول جاهلي او د وخت ضايع کول دي. افغان حکومت هم له غله څخه د غله پر ضد د اقدام غوښتنه کوي. پاکستان چې د ترهګرۍ ځاله ده او خپل ژوند او بقا په ترهګر پالنه کې ويني؛ څنګه امکان لري چې د  ترهګرو پر ضد دې اقدام وکړي؟ دلته له پاکستانه په بار بار د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د تکراري غوښتنې څخه د افغان حکومت په اراده هم شک پيدا کيږي. افغان  حکومت تل همدا يوه خبره تکراروي چې پاکستان دې په خپله خاوره کې د ميشتو ترهګرو  او ترهګرۍ پر ضد اقدام وکړي خو پاکستان يې په مقابل کې تکراري ژمنې کوي. افغان حکومت له پاکستانه په تکراري غوښتنه هم د ولس په سترګو کې شګې اچوي او هم خپل وخت ضايع کوي.

کله چې په ډاګه شوه چې پاکستان خپله بقا په ترهګر پالنه کې ويني او بيا هم افغان حکومت عبرت نه اخلي او له غله څخه د غلو  پر ضد د اقدام غوښتنه کوي؛ مانا دا چې افغان حکومت د پاکستان خلاف سالمه پاليسي نه لري، پاکستان ته ډيپلوماټيک ځواب نه شي ورکولی او سياست يې د پاکستان په مقابل کې ثابت سياست نه دی. له يو لوري نارې وهي چې له پاکستانه د خیر تمه نه لري او له بل لوري بيا ترې د ترهګرۍ پر ضد د اقدام په تمه دی. د افغان حکومت دا متزلزل سياست هيڅ کومه ګټه نه رسوي او يوازې د وخت ضايع کول دي. که افغان حکومت غواړي چې پاکستان له ترهګرۍ لاس په سر شي نو له نورو بهرنيو چينلونو دې ګټه واخلي. افغان حکوت دې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته په افغانستان کې د پاکستان له لاسوهنو او د افغان وژنې اړوند اسناد وړاندې کړي. افغان حکومت دې په نړيوال سټيج خبره ستونزه مطرح کړي. له پاکستانه په تکراري غوښتونو هيڅ نه  کيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي