زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

انگیزه های سفرملایعقوب به قطر 

                            نوشته ی : اسماعیل فروغی       اخیراً…

از واگرایی های سیاسی تا اشتباه ی راهبردی و تاریخی

نویسنده: مهرالدین مشید شعار های قومی دشمنی با وحدت ملی و…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست سوم ایجاد اصلاحات و نخست وزیری شاه محمود: به نظر میرمحمد…

«
»

د منځني ختیځ وروستي بدلونونه؛ پر یمن د سعودي-ایران “توده” جګړه، طالبان ولې چوپه خوله دي؟

نظرمحمد مطمئن

لیـکوال او شـناند

د یمن پر حوثي ملیشو د سعودي عربستان او د سعودي عربستان تر رهبري لاندي د نږدې څلورو عربي هیوادونو بمبارد او د سعودي له دې تګلارې څخه د نږدې لسو هېوادونو ملاتړ، د نړیوالو بېلابېل غبرګونونه را څرګند کړل، ځینو هیوادونو يې په ښکاره له حملې څخه ملاتړ او ننګه وکړه، ځینو هیوادونو بیا وویل چې د اسلامي کانفرانس او ملګرو ملتونو له لاري دي خبرې وشي، پرته له ایران او ځینو نورو شیعه هیوادونو د ملګرو ملتونو او امریکا په ګډون  ډیری هیوادونو د حوثي ملیشو له خوا د یمن حکومت نیول يوه کودتا وګڼله او ويې غوښتل چې واک بیرته په سوله ییز ډول د یمن د اوسیدونکو په خوښه واکمن ته ورکول شي.

حوثي ملېشې او سعودي، پرونۍ ملګرتیا او نننۍ دښمني

سعودي عربستان چې د القاعدې په مقابل کې پخوا د حوثي ملیشو ننګه او ملاتړ کاو، اوس مهال چې شیعه حوثي ملیشو د سعودي د خوښې حکومت په یمن کې ړنګ کړ، د سعودي حوصله دومره تنګه شوه چې ډیر ژر يې جګړه‌ ییز عکس العمل وښود او د یمن په حوثي ملیشو يې بمبارد پیل او پر یمن يې د حملې ګواښ کړ.

سعودي عربستان او عربي خلیجي هيوادونه په څرګند ډول وایي چې په یمن کې حوثي ملیشو سره  د ایران له خوا مرسته کیږي او ایران غواړي چې شیعیزم ته په سېمه کې پراختیا ورکړي.

که څه هم جګړه دوام لري، د سعودي په مشرۍ د لسو نورو عربي هیوادونو له خوا د یمن پر حوثي ملیشو بمبارد  او ډول ډول جنګي تاکتیکونه په مخ وړل کيږي، خو د جګړي په لومړيو کرښو کې د پام وړ تغیر نه دی راغلی، داسي معلوميږي چې په یمن کې يواځې بمبارد به نتیجه ورنه کړي او د پلې پوځ له پاره اړتیا لیدل کيږي.

«ناپېيلی» پاکستان؟

په پوځي برخه کې سعودي عربستان او عربي هیوادونو تر ټولو زیات په پاکستان باندي باور درلود چې د دوی ننګه به وکړي، حتی تر دي چې د سعودي ځینو مشرانو دا ډول څرګندونې هم اوریدل شوې، چې د پاکستان اټوم داسي ګڼل کيږي لکه سعودي عربستان چې يې لري، ځکه پاکستان  د سعودي عربستان خبره په هر وخت کې منلې او د سعودي مهم ګډ ستراتیژیک ملګری هیواد دی.

کله چې سعودي عربستان په یمن کې د پاکستان څخه د پوځ، کښتیو او جنګې وسایلو غوښتنه وکړه، پاکستان خپل موقعیت ته په کتلو  او له ایران سره په سرحدې سېمو کې د یو لړ امنیتې ستونزودا ډول په پاکستان کې د ننه د شیعه او سني وګړو ترمنځ ستونزو له  امله ونه منله چې یمن  ته خپل پوځیان واستوي.

زما په باور، پاکستان خپله پاليسي لري او د سعودي په شمول ټولو هېوادونو سره په اړيکو کې د ګټو پر اساس چلند لري. د اخلاص او ملګرتيا اخلاقي اصول ورته ډېر مطرح نه دي.

سعودي ګومان کاوه چې پاکستان د دوی ډېر مخلص دی، خو پاکستان يوازې د سعودي تېلو او پيسو ته کتل. اوس پاکستان له سعودي سره ځکه دې جګړه کې برخه وانه خيسته، چې اوس د سعودي مرستې د پخوا په شان ډېرې نه دي. د اټوم بم جوړولو پر مهال، سعودي څه موده پاکستان ته وړيا تېل ورکول او بیا په نيمه بیه، خو اوس دغه مرستې نه شته. بلکې ډېرې معمولي مرستې دي چې د پاکستان پر اقتصاد به ډیر تاثیر ونه لري.

د دې په مقابل کې، ایران له امريکا سره جوړجاړی وکړ. اقتصادي بنديزونه به پرې لرې کېږي، او د پاکستان له پاره اوس ایران ډېر مهم کېږي. اقتصادي اړيکې به يې ورسره پراخې شي، اټومي فعاليتونه ګډ تر سره کولای شي.

تر ټولو مهمه دا چې ايران په سیمه کې يو ځواکمن هېواد دی. د پاکستاني تحليلګرو په اند، راتلونکو کلونو کې هند د سيمې يو ځواکمن هېواد کېږي او امريکا به ورسره لا هم نږدې کېږي، هند ته د اوباما سفر او له هند سره مختلف اقتصادي او اټومي تړونونه د دې ښه مثال دي. په داسې حالت کې پاکستان منزوی پاتې کېږي، چې د ايران په څېر هېواد ملګرتيا ته ضرورت پيدا کوي.

د پاکستان له پاره نور سعودي عربستان  ډېر ارزښت نه لري، نه اقتصادي او نه جيوپوليټيکي، ځکه يې پوځ استولو ته زړه ښه نه کړ.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پر یمن د سعودي له حملې څخه ننګه وکړه او د سعودي عربستان پلو يې ونیوي، ولي د ده اجرائیه رئیس او ایران پلوه محمد محقق بیا د اشرف غني پريکړه وننګوله.

د اسلامي حزب مشر ښاغلي ګلبدین حکمتيار اعلان وکړ چې که اړتیا وي او د لاري د تګ ستونزه نه وي خپل جنګیالي به د جګړې له پاره یمن ته د سنیانو د ملاتړ له پاره واستوي.

 

طالبان ولې چوپ دي؟

طالبان چې په نړیوالو مسايلو کې يې په تیرو وختونو کې غبرګون ښودلي داځل د سعودي اړوند چوپه خوله دي، نه يې دهغوئ ملاتړ او نه هم رد کړي، او نه يې دا  ويلې چې په دي مسئله کې بې پرې دي.

ولي طالبان چوپه خوله دي؟ معلومیږي چې طالبان له عربې نړۍ څخه په استثنی د قطر، له نورو څخه يو ډول خفه دي او د خفګان له امله ده چې په دومره لویه پېښه هیڅ ډول نظر نه ورکوي، تر دي چې  د دوی په مطبوعاتو کې دغې مسئلې ته ځای نه دي ورکول شوی.

کله چې پر افغانستان د امریکا په مشرۍ نږدې ۴۹ هیوادونو حمله وکړه، د امریکا د یرغل اړوند ګرده عربي نړۍ چوپه خوله پاتې شوه، او ځینو خو د ناټو ملاتړ وکړ، د ناټو عسکرو په لیکو کې يې خپل عسکر هم د طالبانو د ځپلو له پاره افغانستان ته راواستول.

د سعودي عربستان له خوا  له طالبانو څخه د اسامه بن لادن د تسليمۍ غوښتنې نه منلو له کبله د طالبانو د حکومت پرمهال اړيکې ترینګلي شوې، بیا په وروسته وختونو کې د سعودي له خوا د کرزي له حکومت سره ډیره نږديولی او د طالبانو هیرول بل لامل ؤ چې دغه فاصله يې زیاته کړه، له دي هاخوا په سعودي کې د ځینو طالب چارواکو نیول او بندي کول ستونزه نوره هم ډیره کړه.

ایران سېمې او حالاتو ته په کتلو سره د سعودې عربستان د القاعدې ضد، د طالبانو سره نه ملاتړ او د اخوان المسلیمن ځپلو تګلارې نه ډیره زیاته ګټه پورته کړه.

له بُن وروسته افغانستان او شیعه برلاسی

د ۲۰۰۱م کال په ډسمبر میاشت کې د طالبانو له سقوط وروسته د جرمني په بُن ښار کې د امریکا، اروپايي اتحادیې، سیمه ییزې هېوادونو او افغان سیاسي اړخونو ترمنځ یو داسې نړیوال کانفرانس دایر شو چې طالبان په کې په پام کې ونه نیول شول. له دې کانفرانس وروسته، په ۲۰۰۷م کال کې په افغانستان ته په ۲۰۰۱ م کال کې دهغه وخت د ملګرو ملتونو استازي، لاخضر ابراهیمي اعتراف وکړ چې په بُن کې د طالبانو نه ګډون تېروتنه وه.

له بُن وروسته افغانستان کې، ایران په نظام کې خپل افغان ملګري دومره مخکې کړل چې پخوا یې کله هم د افغانستان په سیاسي تاریخ کې بېلګه نه شو په ګوته کولای.

په افغانستان کې له بُن وروسته د شیعه وو پرمختګ که له یوې خوا د ایراني حکومت د ملاتړ له امله و، له بلې خوا په افغانستان کې د سنیانو د قوي ملاتړي هېواد د تش ځای په خاطر و. له بُن وروسته د سعودي حضور د نشت برابر و. همدې نه حضور ایران لا زړور کړ چې خپله مداخله لا چټکه کړي.

ايران هوښيار دی، له تروريزم سره د جګړې په اشر کې له امريکا سره په ښکاره ونه دریدله. خپل ولس او د نړۍ مسلمانانو ته يې ځان  يو مستقل غرب ضد محور په توګه وښود، تر ډېره يېوکولای شول چې  اسلامي حيثيت په دغسې وخت کې ځان ته وساتي هغه چې نورو هېوادونو په سياسي بازیو سره وبايله.

ايران ټولو هغه خپه اسلامپالو او جهاديستانو ته لاس ور اوږد کړ چې د دوی عربي سيالانو خپه کړي و، لکه القاعده، طالبان، حماس او… دغو ډلو چې له عربو څخه يې ښه زړه نه درلود د تهران بلنې ته لبيک ووايه، او خپله استفاده يې ترې وکړه. عربانو برعکس امريکا ته لبيک ووايه خپل اتباع يې سلب تابعيت کړل،  اسلامي او جهاديستي ډلې يې تر فشار لاندي راوستلي،دې کار ورته په کور دننه نور دښمنان هم وپنځول، او ډیری خپل خلک يې هم خلاف شول.

نتيجه دا شوه چې ايران پرته له دې چې له امريکا سره ښکاره انډيوالي وساتي يا خپل خلک خپه کړي، د سيمې په سياستونو کې هم بريالي راووت او هم يې له امريکايي حضور څخه پوره استفاده وکړه، هم يې په سيمه کې د تشيع څخه په استفاده خپل سياسي نفوذ زيات کړ. په عراق او افغانستان دواړو کې سني حکومتونه ړنګ شول، نو طبيعي وه چې شيعه ګانو لومړی ځل ازادي پيدا کړه،  د شيعه وو په پياوړتيا کې هماغه وو چې هم د امريکا ګټه وه او هم د ايران،  په عين حال کې ايران وکولای شول چې د سيمې ځینې  سني ځواکونه هم خوشاله وساتي، لکه مخکې چې مو اشاره ورته وکړه طالب، القاعده، حماس  او …، له همدې امله ده چې ویلای شو ايران د لوبې/جنګ دواړه غاړو کې بريالی راووت.

ایران د طالبانو د سمه ییزو او نړیوالو مجبوریتونو په نظر کې نیولو سره له طالبانو سره اړيکې ښې کړي، او په ځینو مواردو کې يې د هغوې په ګټه کارونه وکړل، دا ډول يې د امریکا د حملې پر مهال د القاعده مجاهدینو ته د ایران د لاري عربې هیوادونو ته د تللو زمینه برابره کړه.

همدا لاملونه دي چې ایران وتوانیدي لومړي په عراق، بیا په سوریه او دا دی اوس په یمن کې د عربي هیوادونو مقابله کې کامیاب روان دی، او په یادو هیوادونو کې ایران وتوانیدی د امریکاپه مخامخ مرسته په عراق او یمن کې د اهل تشیع واک ته رسول، او په سوریه کې د اهل تشیع په واک کې پاتې کيدلو دا ډول په لبنان کې د اهل تشیع غوښنه برخه ولري.

يا په بل عبارت، ایران وتوانیدي چې سعودي عربستان او عربي خلیجي هیوادونو ته ماتې ورکړي، او خپله د شیعیزم د پراختیا تګلاره کې کامیاب روان دی.

 

د سعودي عربستان او عرب هیوادونو تېروتنه

د عربانو تیروتنه همدا وه  چې د امريکا په يارۍ کې يې خپل ټول وطني او داخلي، همفکره او هم مذهبه ځواکونه په لغته ووهل، هغوی هم ځان د ايران په لمن کې واچاوو.

له عربو سره چې اوس ايران په تقابل کې واقع شو، د سني نړۍ اسلامي ځواکونه لکه طالبان، القاعده او حماس  به طبعا هغه چاته په مشکله ترجيح ورکړي چې هم مذهبه يې دی، خو ضرر يې ورته تر خلاف-مذهبه زيات رسېدلی.

سعودي په نازک حالت کې قرار لري، په افغانستان کې يوازې د ژور سياسي ملاتړ له خپلولو او د خپه شويو له خوشالولو وروسته  څه کولای شي،  که وغواړي چې مخامخ په افغانستان کېعمل ته داخل شي، پرته له دې چې د هېواد سياسي او ديني قواوې ځان سره ودروي، نو د ايران لخوا چې ريښې يې ډېرې ژورې غځولې مخه به يې ډب شي، لکه په کابل کې د نړیوال اسلاميپوهنتون مخه چې یې ډب کړه. او دا د کلونو کار دی چې سعودي یې يوازې په احتياط او دقت سره کولی شي. که سعودې هڅه وکړي چې د جنجالي ډلو (سلفیان او …)  له لارې عمل ته داخل شي هم به  کار ورنه کړي.

د سعودي عربستان يوه ستونزه داهم ده چې  له اسلامی عجمو هیوادونو پرته له ترکيې  د شراکت نه بلکي د غلامۍ د کردار اداء کولو په سترګه ورته ګوري، همدا رنګه له ځینو غریبو عرب هیوا دونو سره هم د شراکت او متقابل احترام چلند نه کوي، بلکې غواړي چې هغوې ته د غلام په سترګه وګوري.

د مصر اوسنی ولسمشر سي سي چې د سعودي او اماراتو په مالي ملاتړ سره يې د مرسي او مصریانو منتخب حکومت له منځه یوړ، د لسګونو زرو مصریانو په وژلو سره يې په زور سره واک په لاس کې واخیست، اوس د کومو اصولو له مخې وايې چې په یمن کې پر قانوني حکومت حوثیانو کودتاه کړي ده، آیا خلک نه پوهیږي چې سي سي خپله کودتاه کړي، او نن د سعودي په مشري په یمن د حملې په ائتلاف کې ګډون لري.

سعودي عربستان او عرب هیوادونه په افغانستان او نورو غریبو مسلمانو سني هیوادونو کې مرستې تر دولت پورې منحصر کوی، هغه دولتونه چې د امریکا د ګټو له پاره کار کوي، د هیوادونو د ولسونو سره په تماس کې نه دي، او نه هم د ولسونو د هوساینې له پاره پروژې عملي کوی، همدغه ستونزه په افغانستان کې لري چې هر څه د حکومت په خوښه کوي، او حکومت د امریکا له خوښې پرته د سعودې هیڅ ډول پروژې ته اجازه نه ورکوي، همدا لامل دي چې په کابل کې د سعودي له خوا د پوهنتون جوړیدو مخه نیول کيږي

برعکس ایران په سني هیوادونو کې د خپلو لږکیو شیعه ولس سره که د حکومتونو يې خوښه وي یانه وي مرستې کوي، همدا لامل دی چې ایران په خپله د شیعیزم د تکثیر او مرستي تګلاره کې کامیاب دی، حتی ځينې وختونود حکومتو خلاف د خپلو ګټو په خاطر له سنې علماو سره هم ایران مرستې کوي.

د افغان شیعه وو ملاتړ

په افغانستان کې ایران ورته تګلاره مخکې وړي، د طالبانو د حکومت د له منځه وړلو کې د امریکا له تګلارې سره موافق و، په سیاسي بهیر کې د اهل تشیع پراخ ګډون په بن کې دوی ته مهمې چوکۍ ورکول د ایران په خوښه او غوښتنه، له هغه وروسته  په تیرو ۱۳ کلونو کې د افغانستان د دویم معاونیت چوکۍ د اهل تشیع په میراث پاتې کيدل، ځینې وزارتونه اهل تشیع ته ځانګړي کول، په پارلمان کې د ډیرو اهل تشیع وکیلانو شتون، او د ډیرو ایران پلوه وکیلانو راوستل، په پوځ، پولیسو او امنيتي ادارو کې اهل تشیع ته د مهمو چوکیو په برخه رسيدل، هغه څه دي چې په راتلونکې کې دلته هم د ایران سياسي، پوځي او مذهبي پراختیا نښې نښانې معلوميږي.

اهل تشیع وروڼه د میرمنو اړوند هم ژوره تګلاره مخکې وړي، او دایران په مرسته هڅه کوي چې د پوځ، پولیسو او امنيتې ادارو کې اهل تشیع میرمني داخلي کړي، اوس مهال په یادو ادارو کې د اهل تشیع میرمنو شتون تر سنیانو زیات دی.

دا ډول د اهل تشیع میرمنو له خوا بهرنۍ او نړيوالي ادارې او په کابل کې د بهرنیو هیوادونو سفارتونه هم  په نښه شوې، او هلته يې خپل شتون ثابت ساتلی دی.

په کلتوري او رسنیزه برخه کې ایران په افغانستان کې ډیر کار کړی، دلته د دوی په پیسو ټلویزونونه، اخبارونه او راډیوګاني نشرات لري، کلتوري نمایش ځایونه لري، او کلتوري اتشه يې ډیره فعاله ده.

په تعلیمې برخه کې يواځي په کابل کې د شیخ محسني تر مشرې لاندي  د خاتم النبین مدرسه او پوهنتون کفایت کوی، داسي ژور او عمیق کار يې کړی چې سعودي عربستان او عربي خلیجې هیوادونه به يې لس نور کلونه وروسته پوه شي چې دلته دوی څومره د شیعیزم د تکثیر او تبلیغ له پاره کار کړی.

داچې د هیواد په بېلا بېلو ښارونو کې د اهل تشیع له پاره د ژبو او ساینسي مضامینو وړیا مرکزونه جوړ شوې، داچې ځانګړې مدرسي او مکتبونه ورته جوړ شوې، داچې په کابل ښار کې پریمانه  پوهنتونونه د ایران په مرسته جوړشوې، داچې اهل تشیع محصلینو ته تخیفیف او وړیا زده کړي د ایران په پيسو د کابل د اهل تشیع اړوند پوهنتونو کې لوړي زده کړي ورکول کيږي، دا چې د ایران په مټ د اهل تشیع ډیری ځوانان بهر هیوادونو ته د ماسټرې او دکتورا د سند ترلاسه کولو له پاره ولاړل او راغلل، داچې د ایران هیواد له خوا د اهل تشیع سیاست والو ته د ماسټري او دکتورا سندونه ورکول شوې او داسي نور ډیر څه چې دلته يې راوړل لیکنه اوږدوي، هغه څه دي چې د سنیانو مشران او په ځانګړي ډول عربي هیوادونه به يې لسیزه ورسته په نتیجه پوه شي.

په مذهبي ډول د ایران له خوا د اهل تشیع علماوو ته مدرسې جوړي شوې او جوړيږي، د دوی اړوند مسجدونو ( تکیه خانو) امامانو ته میاشتنی معاش ورکول کیږي، او دادی نن د افغانستان په محاکمو کې فقه جعفریه هم منل شوی قانون دی.

له لیري پرتو سېمو څخه اهل تشیع وروڼه ښارونو ته راوستل کيږي، په کابل او هرات کې نوی ښارګوټي ورته جوړيږي.

اوس که دا ایران مذهبي، کلتوري او سیاسي پراخیا تګلاره په افغانستان کې د عربي هیوادونو د تګلاري سره پرتله کړو، ویلای شو چې ایران ګټونکی دی.

 

د سعودي د نړیوال اسلامي پوهنتون هم مخنیوی وشو!

د سعودي عربستان له خوا د نړیوال پوهنتون جوړیدل په کابل او بیا وروسته په جلال اباد کې مخه چا ونیوله؟ ولی ونیول شوه؟ آیا سعودیان نه پوهیږي؟ موږ ټول پوهیږو چې ایران يې مخه ډب کړي.

آیا سعودي کولای شي چې خپلې ماتې جبران کړي او د ایران د شیعیزم پراختیا مخه په عربي هیوادونو او افغانستان کې ډب کړي؟

ځينې سیاسي شنونکي پر دې باور دي چې تر ټولو اسانه او مهمه چې د ایران نفوذ په افغانستان او عري نړۍ کې کم کړل شي سعودي عربستان او عربي هیوادونو ته په کار ده چې د طالبانو ملګرتیا له لاسه ورنه کړي، او د هغوئ ننګه او ملاتړ وکړي، او پري نه ږدي چې ایران د طالبانو له بېلابېلو مجبوریتونو څخه ګټه پورته کړي، يواځنۍ ډله چې کولای شي د شیعیزم د پراختیا مخه په افغانستان کې ډب کړي هغه طالبان دي، او کله چې په افغانستان کې د ایران نفوذ کم شي ، مخامخ په عربۍ نړۍ د ایران پر تګلاره تاثیر اچوي، ایران به په خپل ګاونډ کې بوخت وي.

سعودي عربستان او عربي نړۍ ته په کار ده چې د افغانستان په جنوب او ختیځو سېمو کې د ایران د تګلاري سره ورته په خپله ګټه تګلاره عملي کړي، تعلیمې مرکزونه، د مذهب  (حنفي مذهب ) د علماوو ننګه، د پوهنتونو، مدرسو او وړیا زده کړو مرکزونه جوړ کړي.

دا ډول سعودي عربستان ته په کار ده چې په کابل کې د نړیوال اسلامي پوهنتون څخه په هیڅ ډول تیر نه شي، او دغه پوهنتون دلته جوړ کړي.

داچې د ایران نفوذ په منځني ختیځ کې هم  ډب شي، بالاخره سعودي عربستان او عربي نړۍ به مجبوره وي چې له القاعدې سره خپل اړيکې بیا ورغوي، همدا القاعده ده چې کولای شي د ایران مخه ډب کړي، پرته له القاعدې دادي ولیدل شول چې عرب هیوادونه دومره پوځي ځواک نه لري چې د امریکا په مرسته د ایران د شیعیزم د پراختیا تګلاره ډب کړي.

 

یمن کړکېچ او سعودي

په یمن کې د یمن خلک د سعودي عربستان له حکومت څخه ناراضه ښکاري، ځکه د سعودي له خوا هم یمنیان په بېلابېلو وختونو کې وځپل شول او د حوثي ملیشو ملاتړ همدې سعودی کاو، ګرانه به وي چې د یمنیانو زړونه سعودي خپل کړي، او د یمن جګړه پرته د یمنیانو او القاعده له ملاتړ څخه وګټي .

ځينې شنونکې بیا په دي نظر دي چې د سعودي او یمن لانجه د عقیدې او مذهب پر اساس نه ده، دلیل راوړي که د عقیدې پر اساس وي نو سعودي عربستان ولي د اسرائیلو په اړه دغسې يو ائتلاف نه جوړوي، چې د مسلمانانو لومړي قبله مسجد اقصی يې له تیرو ۶۹ کلونو راهیسې اشغال کړي، ولي سعودې او ټلواله يې ددی پرځای چې د مسجد اقصی دفاع وکړي، ددي پرخلاف اسرائیلې الوتکې د همدې خلیج په تیلو چلیږي او د مسجد اقصی پر مدافعینو مجاهدینو بمبارد کوي، تر دي چې ځينې عربې هیوادونه د همدې اشغالګرو اسرائیلو سره ډیپلوماټیک اړېکې ساتې.

بل خوا د عربي هیوادونو وګړي پوهیږي چې امریکا د شاتو په ګیلاس کې دوی ته زهر ورکوي، عرب وګړي پوهیږي چې اوسني تاوتریخوالی په منخني ختیځ  کې د امریکا او ایران ګډه تګلاره ده.

کله چې عرب وګړي نور هم مایوسه شي، هغوی به مجبوره وي چې د القاعدي ننګه وکړي، بیا به د عرب هیوادونو مشرانو ته د القاعدي سره د اړیکو د بیا رغوني چانس هم پاتې نه وي.