به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

د مسکو په غونډه کې حساسيت پارونکې غوښتنې

په داسې حال کې چې په مسکو کې د افغان دولت د سياسي او وسله والو مخالفانو تر منځ غونډې ته د افغان حکومت تر څنګ په کور دننه هم غبرګونونه وښودل شول؛ خو بیا هم هغوی چې د اشرف غني له حکومته ګوښه شوي او يا مستعفي چارواکي دي؛ د روسيې چکر ته ورغلل او په دغه غونډه کې يې ګډون وکړ. له وړاندې څخه دغې غونډې لپاره د حکومت د سياسي منتقدينو لخوا لابي ګيري وشوه. دوی داسې ښکاره کړه چې ګويا دغه غونډه کولی شي د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ مخامخ خبرو ته زمينه برابره کړي. خو معلومه به شي چې دغه غونډه رښتيا هم د طالب او حکومت تر منځ بین الافغاني خبرو ته زمینه برابروي او که د طالب لپاره د مارکټینګ یو ښه اعلان ثابتېدای شي؟

پرون د دغې غونډې لومړی ورځ وه چې د مسکو په پرزیدنټ دولتي هوټل کې ترسره شوه. په لومړۍ ورځ په کې د ويناوالو تر منځ يې همغږي موجوده نه وه. چا په کې د موقت حکومت نارې وهلې او چا له اوسني حکومت سره پر خبرو ټينګار کولو. خو یو څه چې د بحث وړ دي هغه په دغه غونډه کې د طالب استازو غوښتنې دي. په غونډه کې د طالب مرکچي پلاوي مشر عباس ستانکزي چې د مسکو تر تېرې غونډې یې ږیره یو څه اوږده کړې ښکارېده، د افغانستان اساسي قانوني غیراسلامي وباله، ویې ویل، باید د بهرنیو پوځیانو له وتلو وروسته نوی اساسي قانون جوړ شي چې په افغاني ارزښتونو او اسلامي معیارونو برابر وي.

ده له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل، د بندیانو خلاصون، د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانیستل، د اساسي قانون تعدیل، د اسلامي نظام جوړول او د سولې د خبرو ضمانت کول د طالبانو اصلي غوښتنې وبللې. ستانکزي دا هم وویل، که سوله وشي له نورو ډلو سره یوځای به اسلامي اساسي قانون او افغان شموله نظام جوړ کړي. که څه هم له تور لیسته د طالب مشرانو د نومونو ایستل، د بندیانو خلاصون او د طالبانو لپاره د رسمي دفتر پرانیستل د دغې ډلې تکراري غوښتنې دي خو د اساسي قانون تعديل او له نورو ډلو سره یوځای د افغان شموله نظام جوړولو وړانديزونه يې د کافي بحث وړ دي.

که اساسي قانون تعديل شي، څه به وشي؟

که څه هم له وړاندې څخه دلته له حکومته ځينې ناراضه سياسي ډلې د اساسي قانون د تعديل خبره کوي خو که د طالب د شرط په ډول د اساسي قانون هره ماده تعديل کيږي نو د حکومت او سياسيونو تر منځ ټکر او د ولسونو تر منځ به نفاق ته زمينه برابره کړي. ځکه که د اساسي قانون هره ماده تعديل کيږي نو دا به طالبانو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې له لویې جرګې وغواړي لکه څنګه چې شهید احمد شاه مسعود ته يې د ملي قهرمان لقب ورکړی؛ طالبان به يې د ملا محمد عمر لپاره هم د ملي قهرمانۍ د لقب غوښتونکي شي.

د ډاکټر نجيب الله پلويان به غواړي چې اساسي قانون داسې ماده ولري چې پر اساس يې ډاکټر نجيب الله ته هم د ملي قهرمان لقب ورکړل شي. د يوې بلې سياسي ډلې پلويان به د يو بل وژل شوي شخص لپاره د ملي قهرمانۍ لقب غوښتنه وکړي او بلاخره هره ډله به د خپل مخالف سياسي ټيم سره د رقابت په خاطر د خپلې ډلې وژل شوي لپاره ملي قهرمانۍ د لقب غوښتنه کوي. او دا چاره به ولس او سياسيون په منځ څو پړکه جدا کړي او خدای مه کړه يو ځل بيا به د نفاق اور بل کړي.

طالبان کولی شي چې له نورو ډلو سره يو ځای ګډ نظام جوړ کړي؟

طالب مشر عباس ستانکزي د مسکو په غونډه کې يو غوښتنه له سولې وروسته د نورو سياسي ډ‌لو سره په ګډه د حکومت رامنځته کول دي چې ممکن اشاره يې موقت حکومت ته وي. لومړی خو نورې سياسي ډلې له طالب سره يو ځای ګډ حکومت نه غواړي ځکه دلته هره ډله بېله بېله د ځانته حکومت او امر چلولو غوښتنه کوي. دوی هيڅکله هم په خپل منځ کې د واک پر سر نه جوړيږي. که جوړېدای نو حکمتيار صاحب به اوس راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو ته له نورو سياسي ډلو سره په ګډه يو نوماند معرفي کړی وای. ځکه حکمتيار صاحب ډيره هڅه وکړه چې له نورو احزابو سره په ګډه يو نوماند معرفي کړي چې له اشرف غني سره رقابت وکولی شي خو دا چې هره ډله بېله بېله د ولسمشرۍ غوښتونکې ده نو سره په خپل منځ کې جوړ نه شول.

دويم دا چې که د موقت حکومت په چوکاټ کې د سياسي ډلو تر منځ ګډ نظام رامنځته کيږي نو دا به په لوی لاس د اويایمو لسيزو تکرار وي چې يو ځل بيا به مولس د نتظيمي نښتو شاهد وي.

لیکنه : خوشحال آصفي