وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

د متفکر تکراري، بې دریځه او کمپايني وينا

یوه اونۍ وروسته تر دې چې په کابل کې خونړي برید ۶۴ تنه ووژل او ۳۴۰ نور یې ټپیان کړل؛ پرون ولسمشر غني د ملي شورا له غړو سره د هيواد د امنيت، د طالبانو د ملا اختر محمد منصور له ډلې سره د سولې پر ځنډیدلو  خبرو او له طالبانو سره د جګړې پر ستراتیژۍ خبرې وکړې.

که څه هم تمه وه چې ولسمشر به روښانه کړي چې له طالبانو سره به څرنګه چلند کوي؛ د پاکستان په مقابل کې به په خپله ستراتيژۍ کې کوم بدلون راولي او ولې يې د پاکستان، امريکا او چين په منځګړيتوب د سولې څلور اړخيزې ناستې ناکامې شوې ؛ خو متفکر د خلکو د هيلو خلاف يو ځل بيا هم خپلې تکراري خبرې ترسره او له مسوليته تېښته وکړه. غني له پيله تر پايه ټولې پخوانۍ خبرې وکړې، حتی تر دې چې د سرپرستانو موضوع يې هم ياده کړه چې په خبره يې غواړي په نيږدې راتلونکې د ملي دفاع وزارت او د ملي امنيت لوی رياست ته نوماندان ولسي جرګې ته معرفي کړي. دا خبرې له ننه پخوا هم په ځلونو تکرار شوې دي خو ولسمشر هيڅلکه نه دي ويلي چې کله او په کومه نيټه به نوماندان ولسي جرګې ته پيژني؟

د ښاغلي متفکر تکراري، کليشه یې، کمپايني او عاجزانه خبرو يو ځل بيا خلک مايوسه کړل، ولس نن له ولسمشره د جدي او عملي اقداماتو هيله درلوده، ولس نن هيله درلوده چې متفکر به د دښمن په مقابل کې يوه واضحه او معقوله لاره غوره کړي خو متفکر د ولس د هيلو خلاف تکراري وينا وکړه او لاړ.

ځينې هغه موارد چې متفکر نن بايد ترې يادونه کړې وای

  • په کابل کې د حقاني شبکې مشهور بندي غړي انس حقاني او د نورو په اعدام د محکومو مجرمانو د اعدام نيټې څرګندونه: له بده مرغه چې ښاغلي متفکر څرګنده نه کړه چې دا جنايتکاران به کله او چيرته اعدام کيږي.

 

  • دا چې ولسمشر د ملي شورا سره په ګډه غونډه کې يادونه وکړه چې که پاکستان په خپلو کړو ژمنو عمل ونکړي د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته به شکایت وکړي؛ دا خبره يې هم تکراري او بې خونده وه. ځکه افغان حکومت خو د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د پاکستان د کړنو خلاف په بار بار شکايت کړی دی نو د هغو شکايتونو پايله دې څه شوه؟ له مخکينيو شکايتونو دې څه ترلاسه کړل؟ کومه دی چې ستاسې تيرو شکايتونو د پاکستان په دوه مخي سیاست او يا د ترهګرو د ملاتړ په سياست کې بدلون راوست او يا هم کومه دی چې نړيوالې ټولنې په پاکستان فشار راوړ چې د ترهګرو له ملاتړ او روزنې لاس په سر شي؟

 

  • ولسمشر پاکستان ته په خطاب کې وويل چې ترهګر ښه او بد نه لري او په مقابل کې يې بايد سمه مبارزه وشي، خو کله چې خبره د افغانانو د دښمن د تعريف مطرح شوه نو بيا د دې پر ځای چې ټول طالبان، ټول ترهګر او ټول د افغانانو قاتلان د افغانانو په دښمنانو کې وشميري؛ د ځينو طالبانو يادونه وکړه. دلته هم پوښتنه پيدا کيږي چې ولې له پاکستانه د ټولو ترهګرو د یو شان ځپلو غوښتنه کوي او په خپله د ځينو طالبانو د ځپلو يادونه کوې؟ آيا طالبان هم ښه او بد لري؟

 

  • تر ټولو لويه او مهمه هيله د ولس دا وه چې ولسمشر به په دغې غونډه کې د افغانانو د دښمنانو وسله والو مخالفانو سره د (جګړې او سولې) په دوو ټاکنو کې يو ټاکي، خو له بده مرغه چې دا خبره اصلاً مطرح نه شوه او ولسمشر د ولس په سترګو کې شګې واچولې او بيا يې هم په خپل ناکام سياست (په یوه وخت هم جنګ او هم سوله) باندې ټينګار وکړ.

 

  • د ملي شورا سره د ګډې غونډې په موخه په کابل کې له نيمايې زياتې دولتي او غير دولتي ادارې رخصت وې؛ پوښتنه دلته دا چې ښاغلي ولسمشر د کوم قانون، اصولو او سبب پر اساس ادارت رخصت کړي او ولې يې په ساعتونو ـ ساعتونو پر ښاريانو لارې او کوڅې بندې کړې وې؟ ولسمشر ته چا او کوم قانون دا حق ورکړی و؟

 

ښاغليه ولسمشره ..! نن يويشتمه پيړۍ ده او خلک ستا په خالي شعارونو او بې ځايه چيغو نه دوکه کيږي بلکې ولس کار غواړي او عمل غواړي. ننی ولس لسيزې مخکينی ولس نه دی چې د رهبرانو کمپايني شعارونو دوکه شي بلکې ولس غواړي چې د عمل په ډګر کې وښايې چې ته په رښتيا هم د نړۍ دويم متفکر يې او د افغانانو ولسمشر يې.

کم تر کمه تاسې ښاغلي ولسمشر بايد د پاکستان سره د ستراتيژۍ د بدلون لپاره لاندې درې ټکي ترسره کړی وای

۱ــ له پاکستانه په افغانستان د پاکستان د لاسوهنو او له ترهګرو د ښکاره ملاتړ په پايله کې افغان حکومت، افغان ولس او افغانستان ته د  اوښتي زیان بدله غوښتل يا جبران خساره.

۲ــ د دې لپاره چې پر پاکستان یې فشار راوړی وای؛ د څه مودې لپاره له دغه هيواد سره ديپلوماتيکې اړيکې پرې کول

۳ــ د دې لپاره چې پر پاکستان یې فشار راوړی وای؛ د پاکستان په منځګړيتوب د سولې د څلور اړخيزو ناستو د لړۍ تحريمول

لیکنه : خوشحال آصفي