نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

ګوند، ائتلاف او خوځښت

نور محمد غفوری  په ټولنیزو فعالیتونو کې د ګډون وسیلې   د سیاسي…

از روزی می‌ترسم 

از روزی می‌ترسم  که سرم را بر روی سینه‌ات بگذارم و تپش…

چرا نجیب بارور را شماتت و تقبیح نماییم ؟

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی           به…

کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

«
»

د غير متمرکز نظام ډنډوره د څه لپاره؟

په وروستيو کې له متمرکز څخه غير متمرکز او صدارتي نظام ته د افغانستان د سياسي نظام د بدلون په اړه خبرې ډيرې مطرح کيږي. ځينې سياسي ډلې د رياستي متمرکز نظام د دوام غوښتونکي او ځينې ډلې بيا د غير متمرکز صدارتي نظام د جوړيدو غوښتنه کوي. د متمرکز نظام پلوې ډله د متمرکز نظام د دوام لپاره دليل راوړي چې د هيواد په اوسنيو حساسو شرايطو کې متمرکز نظام د ولس د يووالي لپاره ښه نسخه ده او له اوسنۍ بڼې څخه د نظام بدلون د هيواد د تجزيې په معنا بولي. خو په مقابل کې يې د غير متمرکز نظام غوښتونکې ډله د افغانستان اوسنى سياسي متمرکز نظام په تېرو لسو کلونو کې  د امنيت او سولې په راوستلو او د فساد په لمنځه وړلو کې ناکام يادوي او د سياسي نظام د بدلون غوښتنه کوي.

که څه هم په افغانستان کې له متمرکز څخه غير متمرکز ته د نظام د بدلون غوښتنه د پخواني ولسمشر حامد کرزي پر مهال هم ترسره شوې وه خو په وروستيو کې چې د کابل ښار واټونه ليدل کيږي نو ياده خبره د حکومت د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله لخوا مطرح کيږي. دوی ظاهراً غير متمرکز نظام د ډيموکراسۍ د پراخوالي، د امنيت د تامین او د ښې حکومتولۍ د پياوړي کولو لپاره غواړي خو په اصل کې خبره بل چيرته ده. ويل کيږي په وروستيو کې د اجرايوي رييس لخوا د نظام د بدلون غوښتنه پخپله له ښاغلي عبدالله څخه د خپلو نيږدې کسانو د فاصله اخيستو له امله ترسره کيږي. ښاغلی عبدالله چې په حکومت کې د جمعيت ګوند له ادرسه ځان دخيل بولي اوس د دغه ګوند په رهبريت جنجالونه راپورته شوي دي. ښاغلی عبدالله د جمعيت ګوند امتياز د ځان لپاره بولي خو بل لور ته ښاغلي عطا محمد نور له ولسمشر سره د جمعيت ګوند په استازيتوب په واک کې د ونډې لپاره سياسي مندې شروع کړي. او ويل کيږي له ارګ سره د ښاغلي نور همدې معاملې اجرايه رييس اړ کړ چې د نظام د بدلون چيغه پورته کړي.

اصلاً دا لومړی ځل نه دی چې د غير متمرکز نظام غوښتنه کيږي بلکې له دې وړاندې آن په ۲۰۱۲ کال کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي د واکمنۍ پر مهال هم د واک او څوکيو شوقيانو د غير متمرکز نظام نارې وهلې وي. په هغه مهال د ملي جبهې په نوم بنسټ چې احمد ضيا مسعود يې په راس کې و؛ غوښتنه کړې وه چې په افغانستان کې بايد غير متمرکز سياسي نظام رامنځته شي. خو پخواني ولسمشر حامدکرزي د دغو څرګندونو په غبرګون کې ويلي و، چې افغانستان د سياسي تجربو لابراتوار نه دى او هېڅکله به اجازه ورنه کړي ، چې په هېواد کې د يوه بل نوي سياسي ازمايښت، پر واقعيت بدل شي.

هغه وخت هم د ملي جبهې لخوا د غير متمرکز نظام غوښتنه؛ په واک کې د دوی د نه شريکولو په غبرګون کې رامخته شوې وه. يعنې هغه مهال احمدضياء مسعود د حامد کرزي په تېره ولمسشرۍ دوره کې د ولسمشر د لومړي مرستيال دنده درلوده، خو کله چې د ولسمشرۍ د ټاکنو په دويم پړاو کې مرستيال ونه ټاکل شو، له حکومت سره د سياسي مخالفت په موخه يې د ملي جنبش مشر عبدالرشيد دوستم او د افغانستان د خلکو د ملي يووالي ګوند له مشر محمدمحقق سره يې ملي جبهه جوړه کړه. عبدالرشيد دوستم او محمد محقق هم د ١٣٨٧کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له حامد کرزي څخه ملاتړ کاوه. خو کله چې په دويمه دوره کې ورته واک ورنه کړل شو نو غبرګون کې يې ملي جبهه جوړه او په افغانستان کې د غير متمرکز نظام غوښتونکي شول.

آيا په اوسنيو شرايطو کې د نظام بدلون سم کار دی؟

د افغانستان په اوسني سيستم (رياستي نظام) کې، ولسمشر د دولت په سر کې دى او خپل صلاحيتونه په اجرايه، مقننه او قضايه برخو کې د اساسي قانون په رڼا کې کاروي. او همدا کار د دې لامل شوی دی چې د دوه سري حکومت سره ـ سره بيا هم تر يوې اندازې د اجراتو شخص يو و اوسي او تصاميم تر ډيره د ولسمشر لخوا ونيول شي. په دغسې حالاتو کې چې دښمن مو په کمين کې ناست دی او هر شيبه مو د هيوادوالو د بې تفاقۍ او بربادۍ لپاره شماري نو د نظام بدلون د افغانستان له تجزيې پرته بله معنا نه لري. یعنې په ټوله کې ويلی شو چې غير متمرکز نظام د ولس د تيت و پاشل کيدو سبب کيږي په داسې حال کې چې اوس افغانستان يو قوي واحدې رهبرۍ ته اړتيا لري. د غير متمرکز نظام بله ستونزه دا ده چې په لويو پريکړو کې د اړوندو چارواکو تر منځ د نظر يووالی شتون نه لري او هر لوری په خپله خوښه حکومت چلوي.

د متمرکز نظام ګټې:

  • په داسې حال کې چې تصميم نيونه د محدودو خلکو لخوا چې ولسمشر يې په راس کې ځای لري؛ ترسره کيږي او په همدې دليل پرېکړې د غير متمرکز نظام په نسبت په تيزۍ عملي کيږي.
  • د دې له امله چې د هيواد ټول جغرافيوي وېش او ولايتونه له مالي نظره له مرکز سره تړلې وي؛ نو ټول ولايتونه له نسبتاً يوې اندازې بوديجې او مالي امکاناتو څخه برخمن کيږي.
  • او همداراز په متمرکز نظام کې د بشري ځواک روزنه او د امنيت تامين د غير متمرکز نظام په نسبت په تيزۍ ترسره کيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي