بحران مالی سازمان ملل و فاجعه انسانی در افغانستان

آزمونی برای تعهد جهانی به انسان‌دوستی و چندجانبه‌گرایی سازمان ملل متحد…

میراث سکاها در شاهنامه فردوسی: سیستان، سجستان و ایران

- دکتر بیژن باران مقدمه: شاهنامه و جغرافیای هویت ایرانی. شاهنامه…

تروتسکی در تاریخ اندیشه سیاسی چپ

leo Trotzki ( 1879- 1940 )  آرام بختیاری سنت ترور سیاسی با…

پاسخ  ما

میر عبدالواحد سادات پاسخ  ما  : بر مبنای وجدان ملی و ندای…

قهرمانی تیم فوتسال؛ نمادی از وحدت ملی و امیدی برای…

نویسنده: مهرالدین مشید شگفتن گل های لیخنند در سرزمین به تاراج…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش چهارم و آخری)  ۷. ویژگی‌های فرهنگ سیاسی مطلوب برای…

ارسطو

نوموړی د لرغوني یونان او لوېدیځې نړۍ یو له لویو…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش سوم) ۶. چالش‌ها و راهکارهای تحول فرهنگ سیاسی در…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش دوم)  ۴. وضعیت کنونی کلتور سیاسی در افغانستان در پرتو…

بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

«
»

د طالبانو رهبریت لار ورکی ښکاري

لیکنه؛ امین الله حقپال

د وساله والو طالبانو فعالیت چې کله له قندهار پیل شو ښه روان و یوه قومانده او یو رهبریت یې له ورایه ښکارېده.

وروسته تر دې چې پلازمینې کابل ته را نژدې شول ځینې غښتلي او لوستي قوماندانان یې د خارجي کړیو له خوا ووژل شول لکه ملا برجان اخوند او په ځای یې داسې کسان وګمارل شول چې په پایله کې یې ډېرې تېروتنې وکړې لکه د شمالي سیمو د انګورو د باغانو ویستل او یا په خلکو باندې د یوه وخت دوه ځلې یا درې ځلې لمونځونه کول او داسې نور؛ خو امنیت یې بیا بېساری و.

کله چې له دوی څخه د دسمبر 11 له پیښې وروسته امریکا متحده ایالاتو د اسامه بن لادن د نیولو او یا له افغانستان څخه د ویستلو غوښتنه رد کړه؛  نو  هماغه وخت د امریکا له پوځي غبرګون سره مخامخ شول او ډېر ژر یې له سحنې پښې سپکې کړې

د حامد کرزي د واکمنیو په اوایلو کې کله چې وسله والو طالبانو بیا خپل وسله وال فعالیتونه پیل کړل؛ نو بیا هم دوی خپل اکسراً طالب قوماندان لوستي یا له دیني زده کړو برخمن کسان وګمارل چې نسبتاً بیا هم د خلکو په منځ کې ښه وځلېدل؛ ځکه له خلکو څخه یې د عشر غوښتنې او د جهاد په نامه د پیسو راټولول په مرسته خپل اقتصادي اړخ څه نا څه غښتلی کړ.

اوس لکه څرنګه چې معلومېږي دا کار سرچپه شوی؛ نو ځکه له دوی سره د خلکو مرسته کمه شوې او کرکه زیاته ښکاري؛ خو له ویرې خپل غږ نه شي پرته کولای. په اصل کې خلک له روان حالت څخه ستړي شوي او د یوه آرامې او ډامنې فضا غوښتنکي دي.

لکه څرنګه مو چې مخکې ورته اشاره وکړه دوی په مخکې کلونو کې د خلکو له دیني باورونو د جوماتونو له وړیا لوډسپیکرونو ښه کار اخیست. تاند ځوانان به یې له همدې لارې جګړې ته رابلل له خلکو به یې د ذکات او عشر پیسې راټولولې؛ خو اوس چې دوی د دا ډول کړنو او لاسته راوړنه له خنډ او ځنډ سره مخ کړي یو علت یې همدا دی چې لوستي قوماندان او افراد اکثرو له دوی سره خدای په آمانی کړی دی، له دوی سره اوس یوازي پخواني کسان هغه پاته دي کوم چې په ډول نه په ډول یې په دښمني کړکړ کړي دي او د مجبوریت له وجې له دوی سره ولاړ دي.

اوس عام خلک په دې پوي شوي دي چې د همدې د عشر او ذکات په نامه چې کومې پیسې یادو وسله والو ته ورکوي د همدې کلي او یا سیمو خلکو له پاره چې کوم پلونه جوړ شوي همدا وسله وال ورانوي، د همدې سیمې د خلکو د بجو د تعلیم او تربیې مخه پرې نیسي یا ښوونځي د پردیو په اشاره سوځوي او یا د همدې کلیوالو بچيو ته موټر سایکل او مخابرې پرې رانیسي او جګړې ته یې تشویقوي او د تعلیم او پرمختګ له خواږه نعمته یې بې برخې کوي.

همدا نمک حرام بیا خپل کلیوال او هېواد وال په دې غولوي چې یو دینی علم دی او بل دنیایي.

دیني علم فرض دی او دا بل خو هسې خوشې وخت ضایع کول دي او بس.

خو خبره دا ده چې دا وسپنه چې خدای پاک یې غرونه پیدا کړي دا یې یوازي د کفارو او یا یهدانو په خاطر پیدا کړي نه داسې نه ده دا ټولو دپاره پیدا کړي دي چې لوتکې او یا د سورلي وسلې پرې جوړې کړي او یا جګړې وسلې او مهمات ترې جوړ کړي آیا دا ساینسي علیم سره کېږي که تش په دنیايي علم سره. دا سره زر یې یوازي د کفارو دپاره پیدا کړي او که د ټولو دپاره چې د برق په تارو کې ترې کار واخلي او یا هم د مېرمنو د زیب او ذینت په خاطر ذوب شي او ډېرې نورې ګټې ترې واخیستل شي دا ټول عصري علم ته اړتیا ده.  دا فولاد، یاقوت او مرجان یې چې پیدا کړي د څه په خاطر دي؟ آیا د یادو یهودو او یا کفار په خاطر دي که د ټولو دپاره آیا موږ مسلمانان یې یوازي د آخرت په خاطر پیدا کړي؟ موږ باید ښوونکي یا ښوونکې، ډاکټر یا ډاکټره ونه لرو؛ ځکه دا دنیایی علم دی که په ښځه، خور او مور مو نر معاینه وکړي دا به څنګه وي. بې ادبي دې ډېره معاف وي که نر پرې لاس ووهي یا یې معاینه کړي دا غیرت شو! په داسې حال کې چې اسلام د غیرت دین دی او نه اسلامي اساسات دې ډول کارونو ته اجازه نه ورکوي چې ستا په خور، مور او ښځه بل نارینه لاس ووهي او یې معاینه کړي او یا دې. د سینو د سرطان درملنه او معاینه وکړي؛ نو خدایه صبر او له دې بې منطقه اولار ورکی مخلوق مو یا خلاص کړې او یا ته په خپله هدایت ورته وکړه!

دوی که رهبریت درلودای داسې به نه وای دوی به خپلې تېروتنې نه تکرارولې؛ نو له دوی څخه رهبریت او قومانداني او واکسالاري پاته دي؛ دوی د افغان ولسمشر بې قیده او شرطه د سولې وړاندې او خبرې ونه منلې؛ خو د سره کافر یا شورويانو خبره یې وار دمخه ومنله دا په دې معنی ده چې دوی لار ورکي دي او د رهبریت یا لارښونې طریقه یې ړنګه ښکاري.

دوی باید هغه څه وکړي چې په هغه خدای پاک، د هغه رسول صلي الله علیه وسلم او خلک پرې خوشاله کېږي؛ نه د دوی بادار.

دوی باید سوله خوښوونکي وي؛ ځکه اسلام سوله خوښوونکی دین دی. نه شر پسند او خدایه موږ ټولو ته هدایت وکړې. امین.