وحدت ملی و حکومت مشروع؛ میان امیدهای فردا و چالش‌های…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان بر سر دو راهی؛ وحدت ملی یا…

بیان ابراهیم

خانم بیان ابراهیم (به کُردی: بەیان ئیبراهیم) شاعر کُرد زبان…

کیف آزادی

رسول پویان لباس غـم برون از قـامت شـادی کنید هردم بـرای شادخـواری…

زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

«
»

د سولې نوې کړکۍ؛ طالبانو ته د طيب آغا پر ځای مشوره

په داسې حال کې ويل کيږي له اسلامي حزب سره د افغان حکومت د سولې تړون له لاسليک وروسته وسله والو طالبانو هم له افغان حکومت سره پټې خبرې پيل کړي دي؛ اوس په تازه کې په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پخواني مشر طيب آغا وسله والو طالبان وته د سولې نوې نسخه وړاندې کړې ده. سید طیب اغا په یوه لیک کې ویلي چې طالبان مشران دې له پاکستانه ووځي، بهرني جنګيالي دې له خپلو ليکو وشړي، د اميرالمومنين او امارت نومونه دې لغوه شي، په مسجدونو کې دې چاودنې بندې او د قطر دفتر ته دې واک ورکړل شي چې جامع تګلاره جوړه کړي. نوموړي له ملا هبت غوښتي هغه کسان له خپلو لیکو وباسي چې د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو له استخباراتو سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکي لري.

طیب اغا همداراز وړاندیز کوي« د سیاسي او خارجي امورو لپاره دې یوازې سیاسي دفتر وي. هغه نظامي او غیرنظامي مسوولین یا افراد چې د پاکستاني، ایراني او نورو خارجي استخباراتو سره مستقیم یا غیر مستقیم اړیکي ساتي د یو یا دوه خبرداریو څخه وروسته د یو څه وخت لپاره او یا د نه اصلاح په صورت کې د ټول وخت لپاره د کاره ګوښه کړل سي.» ویل کېږي چې طیب اغا د پاکستان د فشار له کبله د ملا اختر محمد منصور له لوري د قطر د دفتر له مشرۍ لېري شوی و.

له دې سره هم مهاله پاکستان هم د افغان سولې ډول ته ډنګ ورکړی دی. پاکستان چې وليدل چې افغان حکومت وسله والو طالبانو سره له پاکستاني چينل پرته د سولې خبرې شروع کړي دي نو د دې لپاره چې نړۍ ته وښايې په دغه پروسه کې پاکستان هم مرسته کوي یا د پاکستان مداخله هم په کې شتون لري نو په بهرنیو چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف سلاکار سرتاج عزیز هم د افغان سولې اړند نوې څرګندونې کړي دي. نوموړي په افغان جګړه کې له ښکېلو خواوو د سولې د خبرو اترو غوښتنه کړې او په ډاګه کړې يې ده، چې افغان طالبان د سولې خبرو اترو ته لیواله دي. د هغه په وینا، د سولې خبرو لپاره د طالبانو دراضي کولو په موخه پاکستان چې څه کولی شول، هغه یې کړي او داسې اشارې شته، چې طالبان هم د سولې خبرو اترو سره لیوالتیا لري. سرتاج عزيز دا څرګندونې په اسلام اباد کې په هغه غونډه کې کړي چي د افغانستان او پاکستان وکیلانو، پخوانیو دولتي چارواکو، د سولې استازو او د مدني ټولنې غړو برخه اخیسته وه.

پر طالبانو د طيب آغا د څرګندونو اغيز

طيب آغا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پخوانی مشر او په دغه ډله پراخ نفوذ لرونکی دی. د نوموړي وروستۍ څرګندونې طالبان ته د هغه ذهنيت په ورکولو کې مهم واقع کیدای شي چې افغان حکومت او ولس يې په بار بار تکراروي. د طیب آغا له لوري د طالبانو مشر ته په ليک کې وړانديز کول چې له خپلو ليکو دې بهرني جنګيالي وباسي؛ دا به هغه طالبان چې د خپلو مشرانو په اصليت نه و خبر؛ دا روحيه او باور ورکړي چې د دوی مشران د پاکستان، ايران، روسيې او نورو هيوادونو تر اغيز لاندې دي او د هغوی په امر جنګيږي. هغه طالبان چې د مذهبي ايډيالوژۍ له مخې جنګيږي؛ پوه به شي چې جنګ يې یوازې د پردیو د ګټو لپاره دی او قرباني يې دوی ورکوي. دوی به د خپلو مشرانو په اصليت پوه شي چې آی ايس آی، سپاه پاسداران او د کی جي بي په اشاره د هغوی لپاره جنګيږي او د جهاد په نوم افغان وژنه ترسره کوي. فلهذا يا به افغان حکومت سره یو ځای شي او يا به کم تر کمه د وسله والو له ليکو جدا شي.

پر افغان سوله د طيب آغا د څرګندونو اغيز

لکه څرنګه چې طيب آغا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر پخوانی مشر دی نو په وسله والو طالبانو د پراخ نفوذ درلودو تر څنګ د طالبانو د ليکو او تشکيلاتو څخه هم خبردار دی. دی په طالبانو کې د سولې غوښتونکي او د جنګ غوښتونکي طالبان هم پيژني، همداراز د طالبانو په ډله کې هغه مشران هم پيژني چې د پاکستان، ايران او روسيې تر اغيز لاندي دي او د هغوی په اشاره جنګيږي. نو دا افغان حکومت او د سولې عالي شورا لپاره ښه ادرس دی چې له طيب آغا او د دې له معلوماتو څخه په استفادې له وسله والو طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو ادرس پيدا او د بشپړ بین افغاني پروسې له مخې د سولې پروسه مخته يوسي. افغان حکومت ته په کار ده چې د طیب آغا په نسخې غور وکړي او د سولې په پروسه کې ترې ګټه واخلي.

لیکنه : خوشحال آصفي