از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

آیینۀ تاریخ

رسول پویان چه خـوش گفت توسیدیـد فیلسوف که بُد جنگ اسپارت وآتن…

زمزمه های بازگشت اشرف غنی به کابل از شایعه تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در این روزها زمزمه‌های بازگشت اشرف غنی به…

دستاوردهای خلاق چخوف، نویسنده برجسته رئالیست روسی 

برگردان. رحیم کاکایی پیشگفتار مترجم : رئالیسم بی‌رحمانه‌ی یک راوی غمگین  نویسنده ای…

لحاف مهربان کودکی

ساجده میلاد من به گذشته می اندیشم  من شب ها  در آغوش سبز…

نقش زنان مسلمان در جامعه اسلامی !

مقدمه . بی گمان یکی از مهم ترین مباحث در تبیین…

بدخشان؛ گره کور و پاشنه آشیل حاکمیت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید بدخشان؛ جرقه های بحران و احتمال خیزش تازه…

شیرۀ جان

رسول پویان شیرۀ جان ازدو چشم خون چکانم می چکد لـؤلــؤی لالا…

            و حدت خواهی 

در عاشقی ،  عشق   نمایی   نمیکنم گنج  ی  محبتیم…

«
»

د زهرو کچه ولې لوړيږي؟

د ملګرو ملتونو تازه سروې ښيې چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې د نشه يي توکو کرکيله لس سلنه زياته شوې ده او اټکل کيږي چې په روان کال کې يې د کرکيلې کچه ۴۳ سلنه لوړه شي. له مخدره توکو سره د مبارزې افغان وزارت د ملګرو ملتونو او کورنیو چارو وزرات یوه نوې ګډه سروې ښيي چې په ټول افغانستان کې پر دوه لکه او زر هکټاره ځمکې کوکنار کرل شوي دي او زرګونه ټنه تریاک هم ترې ترلاسه شوي. د سروې له مخې په افغانستان کې د تېر کال په پرتله په ۲۰۱۶ کې د مخدره توکو د تولید کچه په بیساري ډول لوړه شوې ده. د ورکړل شويو معلوماتو له مخې په افغانستان کې یواځې ۴۸۰۰ ټنه تریاک تولید شوي خو امنیتي ځواکونه یې یواځې د څه باندې دوه سوه ټنو په نیولو بریالي شوي دي، چې ددغې شمېر شاوخوا پنځه سلنه جوړوي.

په افغانستان کې د نشه يې توکو د کښت کچه په داسې مهال کې لوړيږي چې د همدغې پديدې د لمنځه وړلو لپاره په کور دننه يو شمير لوی بنسټونه او ادارې کار کوي خو د کار پايله يې منفي ده. مونږ دلته د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې خپلواک وزارت لرو، د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معينيت لرو او همداشان له نشه يي توکو سره د مبارزې نړيوال او بهرني بنسټونه هم فعاليت لري. خو له بده مرغه چې فعاليت يې په نش حساب دی. په ميلونو ډالرو د نشه يې توکو سره پر مبارزې لګيدلي دي او لا هم دغه لړۍ روانه ده. له يو کال نه بل ته او له بل نه بل ته د نشه يي توکو دکښت او استعمال کچه لوړيږي خو د دغو بنسټونو کار معلوم نه دی. د همدغو ارګانونو لټي او ناغيړي د دې لامل شوې چې نه يې توکي ورځ تر بلې ډير شي او د استعمال کچه يې پراخه شي.

که څه هم چارواکي د نشه يې توکو د کښت د زياتوالي لاملونه نا امنۍ، د مخدره توکو د مخنیوي په برخه کې د بهرنیو مرستو نه ور رسېدل او د تېر کال په پرتله د ګرمۍ موسم ژر را رسېدل په ګوته کوي خو ځينې نور لاملونه هم شته چې پر اساس يې سږ کال د نشه يې توکو د کښت او قاچاق کچه لوړه شوې ده.

د وسله والو مخالفانو له لوري د جګړې تشديد

د افغان دولت وسله والو مخالفانو د نورو کلونو په پرتله سږ کال له افغان دولت سره ډیرې جګړې وکړې، ډیر ځايونه يې ناامنه کړل او د ډیرو سيمو د نيولو پلان يې درلود خو د افغان امنيتي ځواکونو له پراخ مقاومت سره مخ شول او دواړو لورو ته درنه مرګ ژوبله واوښته. سږ کال وسله والو د افغانستان هغه ولايتونه ډير امنه کړل چې د نشه يې توکو د کښت زمينه په کې برابره وه. وسله والو خلک عام خلک هڅولي چې کوکنار وکړي. حکومت له وسله والو مخالفانو سره په جګړه کې کېوت او د نشه يې توکو پرضد په مبارزې يې سيوری وغوړولو.

له چارواکو سره د نشه يې توکو د مافيايې بانډونو اړيکې

کله چې کوکنار په پټي کې ورکل شي او بیا ترې اپین راټول شي نو کروندګر يې بيا په قاچاق کې لاس نه شي درلودلی. تر ډیره دا قاچاق يې بيا چارواکي او زورواکي کوي. يو عادي کس نشي کولی چې په هلمند کې کرل شوی اپين تر کابله ورسوي او بیا د کابل له هوايې ډګره د نړۍ نورو بازارونو ته انتقال کړي. په دغه کار کې سيمه ايز او حتا په لوړه کچه چارواکي شريک دي. همدا له مافيايي بانډونو د چارواکو ملاتړ سبب شوی چې د نشه يې توکو په کښت کې زياتوالی راشي.

له نشه يې توکو سره د مبارزې د ارادې نه شتون

لکه څنګه چې مخکې يادونه وشوه چې په افغانستان کې د نشه يې توکو سره د مبارزې په موخه يو مستقل وزارت د نشه يې توکو سره د مبارزې وزارت په نوم او همداشان د کورنيو چارو وزارت د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې معينت تر څنګ يو شمير بهرني بنسټونه هم د نشه يې توکو سره د مبارزې په خاطر ایجاد  شوي دي اما کارونه يې له صفر سره ضرب دي. کلونه کيږي چې په دې برخه کې په ميلونو ډالره په مصرف ولګيدل اما له نشه يي توکو سره د مبارزې د قوي ارادې نه شتون له امله هم کورني او هم بهرني بنسټونه تش بودیجه مصرفوي او د کار يې درک نه لګيږي.

لیکنه : خوشحال آصفي