افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

«
»

د افغانستان حالاتو ته ځغلنده کتنه

نور محمد غفوری

افغانستان همدا اوس په سختو جګړو کې اخته او يو ډیر بې امنه هیواد دی چې په ډیر پیچلي سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او  کلتوري وضعیت کې قرار لري. د افغاني ټولنې هر اړخ او ټول سکټورونه له ستونځو او بحران سره مخامخ دي. روان کړکیچ هم د افغانستان ټول خلک، ګاونډي هیوادونه، سیمه، نړیواله ټولنه او د اوسني دولت بین المللی پارتنران په تشویش کې اچولي او بحران هومره ژور او هر اړخیز دی چې په کوچنۍ لیکنه کښې یې په ټولو ابعادو رڼا نه شي اچول کیدای.

د افغانستان د بحران په سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري اړخ باندې یو ځای خبرې کول او په یوه مقاله کې په کامپلکسي ډَول یو له بله سره په تړلې توګه د موضوع څیړنه لوستونکو او په تیره بیا هغو ځوانانو ته چې په ۲۰۰۱ کال کې زیږیدلی، یا یې تر پنځلسو کالونو ټیټ عمر لاره او په دې موده کې یې په دې اړه ځانګړې پلټنې هم نه دي کړېِ؛ د پیښو جزیات او د هغو د ودې او تکامل د بهیر واضح تصویر په لاس نه شي ورکولای. له وطنپالو ځوانانو او د سیاست له مینه والو سره د خبرو اترو په جریان کې مې ددې اړتیا ولیده چې په دې هکله د ټولو لوستونکو له پاره د پوهې وړ لنډه، خو د ټولو له پاره د فهم وړ تاریخي- تحلیلي لیکنه وړاندې شي. زما له نظره ښه داده چې د افغاني ټولنې په هره غوره برخه، لکه سیاسی سکټور، اقتصادي سکټور، اجتماعی او ټولنیز سکټور، جدا جدا تاریخي تحلیل وړاندې شي، تر څو چې لوستونکي په هره برخه کې د حالاتو تاریخي مبدأ و پيژني او د پدیدو او پروسو اساسي تکاملي کرښه تعقیب کړای شي.  

سیاسي نظام او د افغانستان د اوسني سیاسی نظام تاریخی شالید: 

  1. سیاسي نظام او د هغه اجزاوې: په لنډه توګه ویلای شو چې سیاسی نظام په معین هیواد کې د انسانانو تر منځ هغه اړیکې په غیږ کې نیسي چې د دولتی چارو په ډول او سمون پورې اړه ولري. دلته دا موضوع طرحه کیږي چې د سیاسي ځواک په سر کې څوک، کومه ډله او کوم ګوند ځای ونیسي او د کومو موخو له پاره کار وکړي، د هیواد چارې څنګه مدیریت کړي او دولت په اقتصادی، ټولنیزو او کلتوري چارو کې څنګه موقف او اغیز ولري. د همداسې یو له بله سره متفاوتو نظرونو پر بنسټ مختلف سیاسي ګوندونه رامنځته کیږي. 

عصری سیاسی نظام د هیواد د عامو چارو د سمون له پاره اساسي قانون لري او د هغو په چوکاټ کې بیا په هیواد کې د ټولنیزو اړیکو د هرې فرعي څانګې د سمون له پاره نور قوانین جوړیږي. 

د عصري سیاسي نظام غوره جوړوونکی برخې دولت او سیاسي ګوندونه دي چې دولت پخپله درې غوره برخې، مقننه قوه (پارلمان) اجرائیه قوه (حکومت) او قضائیه قوه (ستره محکمه) لري. سیاسي ګوندونه په عصری سیاسی نظام کې د خلکو د سیاسي ارادې په جوړولو، د ټولنیز شعور په لوړولو او د ولس د تودو او دولت تر منځ د پلونو او اړیکو د جوړولو رول لوبوي. مطبوعات هم د ملت د ارادې په تشکل او جوړونه کې غوره رول لوبوي. 

  1.  د افغانستان د اوسني سیاسی نظام تاریخی شالید: د افغانستان د اوسني سیاسي نظام د بنسټ ډبره په ۲۰۰۱ کال کې په جرمني کې د بُن د کنفرانس لخوا کيښودل شوه. 

کله چې په ۲۰۰۱ م کال کې د نیویارک جوړه تجارتی برجونه د سپتمر د میاشتې په یوولسمه نېټه په یوه هوایی تروریستی برید کې ونړيدل او د پنتاګون ماڼۍ زیان ولید، داسې و انګیرل شوه چې دا تروریستی بریدونه د القاعدې د تروریستي شبکې د مشر اسامه  بن لادن لخوا تنظیم شوي. ولسمشر بوش په امریکا کې جګړه ایز وضعیت اعلان کړ، ویې ویل چې د ناتو ټول هیوادونه د تړون د قرارداد له مخې مکلف دی چې په دې جنګ کې ورسره ملګرتیا وکړي. د تجارتي برجونو نړول یې پر امریکا پوځي حمله او د ناتو غړي هیوادونه یې د امریکا په ننګه مکلف وبلل.  

اسامه بن لادن چې د شلمې پیړۍ په اتمه لسیزه کې د مجاهدینو د مرستې له پاره افغانستان ته راغلی و، په دې وخت کې په افغانستان کې اوسیده. د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د پيښې په درشل کې د افغانستان د ځمکې په سلو کې تر نوي (۹۰) زیاته برخه د طالبانو په اختیار کې او پاته د برهان الدین رباني تر مشرۍ لاندې حکومت تر ولکې لاندې وه. د القاعدې مشر اسامه بن لادن د طالبانو تر اغیزې لاندې ساحه کې په افغانستان کې اوسیده. طالبانو سره ددې چې د افغانستان په ډیره جغرافیایي ساحه او د افغانستان د نفوسو پر اکثریت حاکمیت کاوه، خو دولت یې یوازې د پاکستان، سعودی عربستان او قطر لخوا په رسمیت پیژندل شوی و. نورو هیوادونو د دوی دولت په رسمیت نه پيژاند. په ملګرو ملتونو کې د افغانستان چوکۍ هم د برهان الدین ربانی د حکومت له استازي سره وه. 

لنډه دا چې امریکا ددې پیښې د غچ اخیستلو په خاطر په افغانستان کې د بن لادن د شتون او ښکار کولو له کبله د انګلیس په ملګرتیا په افغانستان نظامی یرغل وکړ، د طالبانو رژیم یې ړنګ کړ. د هغوی تر یرغل وروسته د څو ورځو په اوږدو کې ملګرو ملتونو د افغانستان د موضوع په اړه پریکړه وکړه او په افغانستان کې یې د دولت او نظام د جوړولو دنده پخپله غاړه واخیسته.   

له دې پریکړې سره بې له ځنډه د نړیوالې ټولنې لخوا موضوع داسې واوښته چې په افغانستان کې دولت نشته او یا افغانستان د مشروع قوی مرکزي دولت او منظم سیاسی انتظام له کمبود سره مخامخ دی. څرنګه چې د ملګرو ملتونو له دندو څخه یوه دا هم ده چې له هغو هیوادونو سره د سیاسی نظام او مدرن دولت په راجوړولو او غښتلتیا کې مرسته کوي، کوم چې دولتی سیستم یې له کاره لویدلی او یا ضعیف او ناکاره دولتونه ولري او د داسې ناکاره ، ناکام او ضعیف دولت شتون د همغه هیواد د خلکو د ځان او شتمنیو مصئونیت نه شی نیولای، خلک یې پخپل منځ کې په جګړو اخته وي، د کار موندنې، د ژوند د معیشت د تأمین او  د ټولنیز پرمختګ شرایط نه شی ورته برابرولای. په معین هیواد کې د کارنده دولت نه شتون او یا د داسې ضعیف دولت موجودیت چې پخپله ټولنه کې حکم ونه شی چلولای، د بې نظمیو او انارشۍ مخه ونه شی نیولای؛ کیدای شی چې د سیمې او نړۍ له پاره د خطر او نا آرامۍ منبع شي. نو ځکه باید د ملګرو ملتونو نړیواله موسسه ورسره د مشروع، قانونمند او توانمند دولت په جوړولو او غښتلی کولو کې مرسته وکړي. په دې وخت کې زموږ د هیواد له پاره هم موضوع داسې مطرح شوه چې افغانان پخپله خپلې ستونځې نه شی حل کولای، له جګړو لاس نه اخلی او یو مشروع  قوی دولت نه شی جوړولای، نو ځکه لازمه ده چې د ملګرو ملتو تر حمایت لاندې او د نړیوالو په مرستو ورته مدرن او غښتلی ټولنیز، اقتصادي او سیاسي نظام جوړ شي. 

د همدې حقوقي، تیوریکي او نظری طرحو تر سیوری لاندې امریکا او ناتو خپل پوځي شتون په افغانستان کې توجِهْ کړ او توجِهْ کوي یې. له ۲۰۰۱ م کال را پدې خوا د امریکا او ناتو د نظامیانو موجودیت او د یوناما په «چوکاټ» کې د دولت په جوړولو او د افرادو په مقررولو او لرې کولو کې د امریکا امر او نهیې د هیواد د اشغال علامه نه بولي، بلکې د ملګرو ملتونو د واکونو په چوکاټ کې د نړیوالو مسئولیتونو، دندو، او پریکړو د تطبیق وسیله ګڼي. کله چې د بن کنفرانس د ملګرو ملتونو د پریکړې پربنسټ او د هغو تر مدیریت لاندې جوړ شو، د افغانستان له پاره یې د یو لړ کارونو د انجام له پاره وعدې او پریکړې وکړې چې په راتلونکې لیکنه کې به ورباندې بحث وکړو.

نور محمد غفوری

20.06.2020