میرزا تورسون‌زاده شاعر صلح و دوستی تاجیکستان

 برگردان. رحیم کاکایی زویا عثمانووا میهن‌دوستی پرشور که هرگز چیزی را بر…

 افغانستان ؛ در چنبره افراطیت دینی و تندروی قومی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در طول تاریخ معاصر خود، به‌ویژه در…

از دیدگاه علم سیاست !

تلاش و سعی چه به شکل مسلحانه باشد یا غیر…

افغانستان در بن‌بست؛ راه‌های برون‌رفت و چشم‌انداز آیند

نویسنده: مهرالدین مشید فردای افغانستان و چگونگی عبور از وضعیت موجود در…

فرانس مهرینگ؛ تئوریسین ژورنالیست، ژورنالیست صاحبنظر

France Mehring (1846- 1919 ) آرام بختیاری مهرینگ؛ کوشش در راه روشنگری…

افغانستان در آستانه یکخطر وبحران جدید ( تداوم بحران نیم قرنه) 

نوشته از بصیر دهزاد  آغاز جنگ ها و حملات پراگنده گروه…

قرائت های تاریخی و فراتاریخی دینی؛ از بن بست تا…

نویسنده: مهرالدین مشید در دو سده اخیر، یکی از مهم‌ترین رویکردها…

تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

«
»

دجهاد  د نوم څخه بې ځایه استفاده

ملاعبدالسلام ضعیف

په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر

جهاد په خپل ذات او ځان کې یودایمي صفت نه دی چې یوانسان یي دځان له پاره دلقب په توګه استعمال کړي، یو الهي شرعي عمل دی لکه لمونځ، زکات،حج اوداسي نور…

جهاد داسي عمل دی چې د وخت په شرایطوپوري اړه لري، کله دضرورت په وخت کې په هرمسلمان باندي فرض عین وي ماناداچې دبل مجاهد په جهاد سره یې غاړه نه خلاصېږي اوکله فرض کفایې وي، کله دفاعي اوکله هم تعرضي حالت کې وي، خو داسي عمل هم نه دی لکه حج چې په ژوندکې یوځل فرض دی اونه داسي عمل دی لکه لمونځ چې ترمرګه پوري فرض دی، داکیدای سي ځیني وختونه استمراري فریضه او کله بیاموقت وي، داډول دعلماءکراموتحقیق ته اړتیا لري،  زه ډیر ژورپه دي مسئله کې نه ننوځم، ځکه چې زماقاصرعلم ددې تقاضا نه کوي.

خبره دجهاد دموصوفینو اړوند ده چې ددوی دجهاد څخه هدف څه دی؟ او ولي ځانو ته دیوڅو ورځوپه جهاد  دامقدس صفت د تل له پاره د خپلوځانوحق ګڼي.

جهادپه لغت کې  کوشش اوژورې هڅې ته وایې، په اصطلاح کې هغه جنګ ته وایې چې دیوه مشروع هدف له پاره پېل سوی اوجواز لري ، پدې اړه منقول نصوص هم په قرآن اواحاديثوکې سته، دصحیح بخاري حدیث دی:  حضرت ابوموسی رضي الله تعالی عنه روایت  کوي چې یوه صحابي درسول اکرم صل لله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه :

الرجل : يقاتل حمية ، ويقاتل شجاعة ، ويقاتل رياء ، فأي ذلك في سبيل الله ؟ قال : ” من قاتل لتكون كلمة الله هي العليا ، فهو في سبيل الله ” *رواه البخاري رقم الحديث ۵۰۴۲

ژباړه: یوسړی دقومیت، بل د غيرت (ښوولو) او بل د ځان ښودلو له پاره جنګ کوي؛ نو کوم يې د الله په لار کې بلل کېږي؟ رسول الله صلی الله عليه وسلم وويل: څوک چې د دې له پاره جنګ کوي چې د الله (د دين) خبره لوړه شي، هغه د الله د لارې (مجاهد) دی.

معنا دا چې څوک د قومپرستۍ، يا په اصطلاح د غیرت ، اوبل سړی د دې له پاره جنګ کوي چې شجاع اوزړه ور دی اوبل سړی ددې له پاره جنګ کوي چې ځان ښکاره کړي اوخلک ووایي چې ماشاءالله سړی خودادی؛ نو په دغه جنګ کې کوم یو جهادفي سبیل الله بلل کیږي؟ رسول الله په جواب کې ورته وویل هغه چاته مجاهد في سبیل الله ویل کېږي چې جنګ د دې له پاره کوي چې دالله جل جلاله کلمه اوچته اولوړه سي.

په یوه بل حدیث کې ابوهريره رضي الله عنه وايي چې ما رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي ويل يې:

” إن أول الناس يقضى عليه يوم القيامة رجل استشهد فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال فما عملت فيها ؟ قال قاتلت فيك حتى استشهدت قال كذبت ولكنك قاتلت لأن يقال جريء فقد قيل ثم أمر به فسحب على وجهه حتى ألقي في النار ورجل تعلم العلم وعلمه وقرأ القرآن فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال فما عملت فيها قال تعلمت العلم وعلمته وقرأت فيك القرآن قال كذبت ولكنك تعلمت العلم ليقال عالم وقرأت القرآن ليقال هو قارئ فقد قيل ثم أمر به فسحب على وجهه حتى ألقي في النار ورجل وسع الله عليه وأعطاه من أصناف المال كله فأتي به فعرفه نعمه فعرفها قال فما عملت فيها ؟ قال ما تركت من سبيل تحب أن ينفق فيها إلا أنفقت فيها لك قال كذبت ولكنك فعلت ليقال هو جواد فقد قيل ثم أمر به فسحب على وجهه ثم ألقي في النار ” . رواه مسلم، رقم الحديث: ( 1905 )

ژباړه: د قيامت په ورځ به لومړۍ پرېکړه پر يو داسې سړي کېږي چې (په جهاد کې) شهيد شوی وي، رابه وستل سي (الله به خپل) نعمتونه ورته وړاندې کړي او هغه به يې هم وپېژني (ومني)؛ نو (الله به) ورته ووايي چې په دغو (نعمتونو) کې دې کوم (نېک) عمل کړی دی؟ هغه به ووايي: ستا په لار کې وجنګېدلم تر دې چې شهيد شوم، الله به ورته ووايي: درواغ دي وويل!! ته د دې له پاره جنګېدلې چې خلک ووايي (پلانی) ډېر توريالی دی، هغه درته ويل شوي، بيا به امر پرې وشي نو پړمخې به اور ته وغورځول شي، بيا به داسې سړی راوستل شي چې علم يې زده کړی وي او بل ته يې ښوولی وي او قرآن کريم يې لوستی وي، (الله به خپل) نعمتونه ورته وړاندې کړي او هغه به يې وپېژني (ومني) بيا به ورته ووايي چې په دې (نعمتونو کې) دې کوم عمل کړی و؟ هغه به ووايي چې ما علم تر لاسه کړی و او بل ته مې ښوولی و او ستا له پاره مې قرآن لوستی و، الله به ورته ووايي چې درواغ دې وويل!!  تا علم د دې له پاره تر لاسه کړی و چې خلک ووايي (پلانی) ښه عالم دی او قرآن دې د دې له پاره لوستی و چې خلک ووايي (پلانی) قاري دی او هغه درته ويل شوي دي، بيا به امر پرې وشي نو پړمخې به اور ته وغورځول شي، بيا به داسې سړی راوستل شي چې الله پراخي او هر ډول شتمني ورکړې وي (الله به خپل) نعمتونه ورته وړاندې کړي او هغه به يې هم وپېژني (ومني) بيا به (الله) ورته ووايي چې تا په دې (نعمتونو کې) کوم (نېک) عمل ترسره کړی و؟ دی به ووايي: تا چې په کومه لار کې لګښت خوښاوه په هغو ټولو کې مې ستا له پاره لګښت کړی، الله به ورته ووايي: درواغ دې وويل!! دا دې ځکه کول چې خلک ووايي پلانی ډېر سخي دی او هغه درته ويل شوي دي، بيا به امر پرې وشي نو پړمخې به اور ته وغورځول شي.

 يعني په ورځ د محشربه الله جل جلاله هغه مجاهد راوبلي چې په جنګ اوجهادکې یې نیت دالله له پاره نه وو، په هغه به خپل نعمتونه عرض کړي اوهغه به هم ټوله ومني اواعتراف به ورباندې وکړي، بیابه الله پاک ورته ووایې چې ښه نوتاپه دنیاکې څه وکړل؟ دی به ورته وایي چې یاالله ماخوستاپه لاره کې ترهغه چې ژوندی وم جهاد اوجنګ مې کاوه اوپه همدې لاره کې بیاقتل سولم، الله جل جلاله به ورته ووایي چې تادرواغ وویل ځکه تاخوجهاد ددې له پاره کاوه چې خلک ووايي چې پلانکی داسي زړور او شجاع دی هغه په دنیاکې درته وویل سول، نوزماسره دې کوم شی نسته، بیابه ملکوته امر وسي چې کش یې کړئ جهنم ته او پړمخي به جهنم ته وغورځول سي، يو راوي وايي: ابي هریرة وژړل اوبیهوښه سو چې بیاپه هوښ کې سو نو بیایې وویل:  بيا به هغه عالم راوغواړي چې علم یې دالله درضاله پاره نه وې کړی،او الله جل جلاله به په هغه باندې خپل نعمتونه عرض کړي هغه به هم ټوله ومني اواعتراف به وکړي بیابه الله پاک ورته ووایي ښه نوتاپه دنیاکې څه وکړه ؟ یا داسی چې تازماله پاره څه وکړه؟ دی به وایي چې ای الله! ماخواول کوشش کاوه اوتعلیم مي کاوه چې څه زده کړم اوترهغه وروسته مي بیاهغه زده تعلیم نوروانسانانوته دتعلم په توګه ورساوه، الله جل جلاله  به ورته ووایي چې ای بنده تادرواغ وویل ځکه زه خوستاپه نیت خبر وم  تاخوپه خپل ژوند کې تعلیم اوتعلم ددې له پاره کاوه چې خلک ووایي چې داڅنګه ښه طالب اوملادی نوهغه په دنیاکې تاته وویل سوه زماسره دې هیڅ هم نسته، ملایکوته به امر وسي چې جهنم ته یې کش کړئ اوملکي به هم هغه پړمخي کش کې اوجهنم ته به یې واچوي الله مودي وساتي، د حدیث ددې ټوکړي په روایت سره ابي هریرة رضي الله عنه وژړل اوبیهوښه سو چې کله بیرته په هوښ راغلی بیایي وویل:  بیابه الله جلاله هغه مالداره مال ورکونکی یاسخي راولي چې خپل مال یې دالله درضاله پاره  ورکاوه اوپه هغه باندې به هم خپل نعمتونه عرض کړي، دی به هم ټوله ومني اواعتراف به ورباندې وکړي بیا الله پاک ورته ووایي چې ښه نوتاڅه وکړه؟  دی به وایي یا الله ماته خوتامال اودولت راکړی وه ماهغه مال ستاپه لاره کې غریبانو ، یتیمانو، بي وزلو او اړمنوته په نفقه ورکاوه، الله جل جلاله به ورته ووایې چې تادرواغ وويل ځکه تاخوپه دنیاکې مال ددې لپاره خلکوته په نفقه  ورکاوه چې خلک ووایې چې پلانکی سړی داسي سخي دی داسي ښه سترخان لري او دخلکو سره کمک کوي، هغه تاته په دنیاکې وویل سوه نوزماسره دي هیڅ هم نسته،  دده په اړه  به هم  ملایکوته امروسي چې جهنم ته یې کش کړئ، دی به هم پړمخي کش کړل سي اودوزخ ته به وغورځول سي الله جل جلاله مودي په خپل لوی فضل ځیني وساتي. آمین

همدارنګه فقها علماءکرام دجها تعریف داسي کوي:  الجها ماو ضع لرفع الفساد.

يعني دجها د وضعه یا اجازه ددې له پاره ده چې دخدای په مځکه کې دمفسدینوفساد ختم سي

اوس به راسو د دې مبارکوحدیثونو استنباط ته، دالله جل جلاله دکلمې د لوړ والي او دالله جلاجلاله په لاره کې  جهاد ددې له پاره مشروع عبادت دی چې په نتیجه کې یې دالله جل جلاله اسماني نظام دخدای دقانون په توګه دخدای پر مځکه باندې پلی اوعملي سي،اویواځنی الهي نظام کولای سي چې دمځکي دمخ څخه فساد اونور کرغیړن اعمال لیري کړي، دا د انسان له پاره دالله جل جلاله لخوا د هغه دخلیفه په توګه یوه فریضه اودنده ده، او داهغه څه دي چې مکان اوزمان یې نسي محدودولای،الله پاک دي ددین دلاري هغه مجاهدین په محشرباندې سرلوړي کړي چې د دې هدف له پاره یي مبارزه وکړه  او شهیدان سوه، الله پاک دي هغه مسلمانان هم محفوظ اوبریالي اوپه دنیااواخرت کې سرلوړي کړي چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغه سپيڅلي هدف له پاره مبارزه کوي اوقرباني ورکوي.

 یواځي الله جل جلاله  ته معلومه ده چې څوک دڅه له پاره جنګ کوي؟ خوظاهرا انساني قضاوت موږ هم کولای سو، هغه انسانان چې د ټول افغانستان جهاد تر یوي محدودي سيمې،د ملیونونو افغانانوقرباني تر یو څواشخاصو پوري محدوده بولي،که هغوی په رښتیاسره وغواړي خپله هم داقضاوت کولای سي چې دجهاد دمشروعیت دمفهوم له پاره دنتیجې په توګه دوی څه وکړل؟ اوس څه کوي اوبیابه څه  کوي؟ آیادغوانسانانو دالله جل جلاله داسماني قانون دتطبیق له پاره دالله دکلمې دلوړ والي له پاره په  عملي ډګرکې څه کړي دي؟ اوکه یي په عکس ولاړ دي؟ آیادوی اول په خپلوځانونو اوبیاپه خپلو او لادونو او بیاپه خپلکورني چاپیریال کي دغه الهي قانون په عملي توګه پلي کړی دی اوکنه؟ که جواب یي هو وي؛ نوداخوبه بیخي لوی درواغ وي اوکله به هم داسي دعوه ثابته نه کړای سي ، که جواب یي نه وي، نوبیاخو دغه انسان اول باید دالله جل جلاله څخه وبیریږي اودویم دملت دشهیدانو، کونډو اویتيمانو او دهغو کسانوچې ددوی سره یي دشریعت دتطبیق له پاره مالي مرسته اوکومک کاوه  وشرمېږي چې لاهم  د دوی په وینوباندې لوبې اوتجارت کوي .