کهن افسانه ها

رسول پویان برآمد آفـتاب از مشـرق دل در سحـرگاهان شب یلـدای تار…

مهدی صالح

آقای "مهدی صالح" با نام کامل "مهدی صالح مجید" (به…

جنگ های جدید و متغیر های تازه و استفادۀ ی…

نویسنده: مهرالدین مشید تعامل سیاسی با طالبان یا بازی با دم…

                    زبان دری یا فارسی ؟

میرعنایت الله سادات              …

همه چیز است خوانصاف نیست !!!

حقایق وواقعیت های مکتوم لب می کشاید  نصیراحمد«مومند» ۵/۴/۲۰۲۳م افغانها و افغانستان بازهم…

مبانی استقلال از حاکمیت ملی در جغرافیای تعیین شده حقوق…

سیر حاکمیت فردی یا منوکراسی تا به حاکمیت مردمی و…

نوروز ناشاد زنان و دختران افغانستان و آرزو های برباد…

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان در جاده های کابل پرسه می زنند؛…

زما  یو سم تحلیل چې غلط؛ بل غلط تحلیل چې…

نظرمحمد مطمئن لومړی: سم تحلیل چې غلط ثابت شو: جمهوریت لا سقوط…

کابل، بی یار و بی بهار!

دکتر عارف پژمان دگر به دامنِ دارالامان، بهار نشد درین ستمکده،یک سبزه،…

ارمغان بهار

 نوشته نذیر ظفر. 1403 دوم حمل   هر بهار با خود…

چگونه جهت" تعریف خشونت" به تقسیم قوای منتسکیو هدایت شدم!

Gewaltenteilung: آرام بختیاری نیاز دمکراسی به: شوراهای لنینیستی یا تقسیم قوای منتسکیو؟ دلیل…

تنش نظامی میان طالبان و پاکستان؛ ادامۀ یک سناریوی استخباراتی

عبدالناصر نورزاد تصور نگارنده بر این است که آنچه که میان…

بهارِ امید وآرزوها!

مین الله مفکر امینی        2024-19-03! بهار آمــــد به جسم وتن مرده گـان…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

نویسنده: مهرالدین مشید قسمت چهارم و پایانی شاعری برخاسته از دل تبعید" اما…

سال نو و نو روز عالم افروز

 دکتور فیض الله ایماق نو روز  و  نو  بهار  و  خزانت …

میله‌ی نوروز

یاران خجسته باد رسیده‌ است نوبهار از سبزه کوه سبز شد…

تحریم نوروز ، روسیاهی تاریخی طالبان

                 نوشته ی : اسماعیل فروغی        در لیست کارنامه های…

طالب چارواکو ته دريم وړانديز

عبدالصمد  ازهر                                                                       د تروو ليموګانو په لړۍ کې:           دا ځلي د اقتصاد…

    شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

«
»

دافغانستان دکولتور مخکښان

لیکونکي :ميرعنايت الله سادات 

ژباړونکی په پښتو : محمد صفر خواریکښ 

کله چې دافغانستان دژبې اوکولتور خبره رامنځ ته  کیږي،نوورسره سم د«افغانی نويس» عبدالله نوم اوارزښتناکه کارونه مطرح کیږي. داستر میړه څوک و؟اوزموږکولتور اوادب ته يې کوم نوښتګر چوپړکړی دی؟که ددري اوپښتو ادب ددې استاد تلپاتې اثار نه وی،موږبه اړوی چې دکلموماناګانې،يوازې دنورودلغتنامو اوقاموسونو له لارېپدا کړو.ددغه رازشخصيتونو يادونه په واقعيت کې زموږ دملي کولتور ساتنه ده.

افغانی نويس اودهغه بې مخينې نوښت:

مخکې تردې چې دهغه داثارويادونه وشي،ښايي چې په پیل کې هغه پیژندګلوي وکړو،چې دهغه دپوهې اودادبي څیړنوپه ډګرکې دهغه دستړيانه منونکي کاراودهیوادپالنې له احساس سره اشناشو.افغانی نويس دشلمې پیړۍ په ړومبنيوکلونوکې دکابل ښارداڅکزيو په چم کې وزېږېد.پلار يې ملا محمدچې په عرض بيګي مشهورودامير عبدالرحمان خان ددربارله نامتو ليکوالانو څخه واووروسته داميرحبيب الله خان په دربارکې دهغه ددوتر رئيس و. دافغانی نويس پلاردلغمان اوموريې کابلۍوه.دغه ترکيب داښیګڼه درلوده چې هغه له ماشومتوبه په دواړوژبو پښتواودري خبرې،ليکل او لوستل له پلاراومورڅخه زده کړي.وروسته يې رواجي علوم دخپل مهال له عالمانواو پوهانو،په ځانګړې توګه دپلارله دوستانونه زده کړي،ترڅودليکوالۍ جوګه شواودغازي امان الله خان دباچاهۍ   په وياړلي پیرکې يې په کار پیل وکړ.

افغاني نويس روڼ اندی انسان اوله هیوادسره يې دمينې ژور احساس درلود.دهغه افکارو دامانی پیردغورځنګ اومشروطه غوښتنې ترغښتلی اغیزلاندې پاخه شوي ول. دهغه دهوښياردريځ اوخلکوسره دمينې له امله وچې سردارمحمد هاشم خان صدراعظم هغه دصدارت په دوترونوکې دهمکارپه توګه ونه شو زغملی اواړتون کې يې واچوه.په اړتون کې دهغه بندي کولوله مشروطه غوښتونکو بنديانو سره دهغه پیژندګلوي اواړيکې زياتې کړې . افغاني نويس له مشروطه غوښتونکواونورو بنديانوڅخه ډېرڅه زده کړل چې نه يوازې په خبرو،بلکې به ليکلوکې يې تل ځلیدل.همدغه کسان دهغه دتلپاتې کتابونوبه هرکلي کې کره کتنې اوليکنې لري چې ځينې يې دوخت د حکومت زغمل شوي اوپاتې يې دکابل په دولتي مطبعه کې له چاپ نه مخکې سانسور او له خپرېدوپاتې شوي    دي. (۱)خپروشويوکره کتنو نه يوازې دليکوال ليکنې ارزولي دي،بلکې هغه پياوړي شخصيت ته يې دلوستونکو پام هم وراړولی دی.

افغاني نويس لنډې،له ماناډکې اودخلکودپوهاوی وړخبرې کولې.له لغت ښيندنې اوفضل پلورنې(ځان پوه ښوونې) نه يې کرکه درلوده.هغه زړه بوګنونکې اوخوښې هستونکې يادونه به يې چې دخلکو پروړاندې دافغانستان درژيمونوله چال چلند څخه راپیداکیدل،له ډار پرته اوښوونکې بڼه بيانول.( ۲)

هغه خپل لاسوندونه اوياددښتونه په يومنظم خونديځ(ارشيف)کې ساتل.له دغه خونديځ څخه يو شمیرليکوالانوپه خپلو ليکنوکې دمأخذپه توګه يادونه کړې ده چې ديادې شوې سکالو(موضوع)اړوند لاسونددښاغلي عبدالله افغاني نويس په شخصي خونديځ کې شته دی.

افغانی نويس هڅاند اوکوښښي انسان و. ان دژوندپه ورستيوکې چې بدني توان يې کمیده،غوښتل يې د«افغان سرغندويانو» په باب خپلې پراخه اوهراړخيزه څیړنې بشپړې اوخپرې کړي.په دغه راز اثرسره هغه غوښتل چې هغه افغان شخصيتونه چې په بيلابيلوبرخو کې ځلیدليول معرفي کړي.دهغه يادښتونوکې هيڅ برخه له پامه نه وه غورځول شوې اومذهبي،سياسي،اقتصادي،اداري،پوځي،هنري،سپورتي،ادبي اوټولنيزې برخې په کې وې. په دغه برخه کې دهغه يادښتونه او ټولې کړې پاڼې زرګونومخونوته رسیدې.خوژونديې وفا ونکړه چې افغانی نويس ددغه ګټور اثراوډنه اوخپرونه ترسره کړي.

دافغانی نويس خپرې شوې ليکنې:

پښتوقاموس:

دهرې ژبې لغتونه دهماغه ژبې ستنې اوبنسټ دي.دلغتونوسمې پوهیدنې اودهغوپرځای اووړکارونې له امله لوستونکي يا اورېدونکي په هماغه ښکلا اوزيرکۍ سره په مطلب پوهیدې شي.زياتره لغتونه څوماناوې لري او دکارولودځای له مخې يې ماناوې له يوبل سره توپير لري .

پخواتردې چې افغاني نويس پښتو- فارسی قاموس تدوين کړي،زموږ په هیوادکې پښتولغتونه اوماناوې يې دري ته نه وې ژباړل شوې اوديوقاموس په ډول ترتيب اوتنظيم شوي نه ول.دې نيمګړتيا دافغاني نويس پام ورواړوه او له خلکواودهغوۍ له کولتورسره دمينې له امله يې کارپیل کړچې داستره فرهنګی تشه ډکه کړي.څنګه چې په دې برخه کې دمخه کار نه وشوی نوراټولول اواوډل يې هم اسان کارنه واودعمر زيات کلونه يې په راټولواوترتيبولو تیرشول. هغه څه چې د«پښتو قاموس» په نامه يادېږي،يوازې دپښتو لغتنامه نه ده.بلکې دغه قاموس په عین وخت کې «دري په پښتو» لغتونه هم لري.په بل بيان دااثر په يوه ټولګه کې ددواړوژبولغتنامه ده.ددې اثرتيارول په حقيقت کې نه يوازې له دری ادب سره دپښتوويونکوبلدتيا له پاره خدمت دی،بلکې دري ژبي يې دپښتوکلمود ماناوله پیژندنې اودپښتو ژپې دسمې زده کړې جوګه کړي دي.نوله دې امله ددې ګټور اثر نوم يوازې پښتوقاموس ددوه اړخيزه منځپانګې (محتوا)بيانوونکی نه شي کیدی.نوښه به وي چې دااثر په پښتو- فارسي قاموس يادشوی وی. داچې دې قاموس ددواړوژبوګړېدونکودپوهې اوعرفان دکچې د لوړتياله پاره چوپړکړی دی،دهيڅ ډول شک ځای نه شته دی.خوداچې په هغه پیراومهال کې دتدوينونکي دې کارته کم ارزښت ورکړشي ،زموږ له اوسمهالي ادبي تاريخ نه دبې خبرۍ اوپه پام کې نه نيولونه پرته بل څه نه دي.

هغه زيار چې افغاني نويس په خپله ددې قاموس دبرابرولواواوډلوله پاره ګاللی،بايد دهغه وخت دولت دافغانستان دکولتور دساتندوې اوپرمختياله  پاره ترسره کړی وی.دولت بايددڅیړونکويوه ډله ګومارلې وی چې داملي دنده يې په چټکۍ سرته رسولې وې.خوله بده مرغه دهغه وخت واکمنو دغه راز کولتوري اړتياوو ته ارزښت نه ورکوه. کلونه وروسته چې کله دااثر بشپړ شو،د«پښتو ټولنې» ادارې دهغې دچاپ لګښت پرغاړه واخيست.دااثر په درې ټوکوکې تيارشوی وچې ړومبی ټوک يې په ۱۳۳۵او دويم اودريم ټوک يې په ۱۳۳۶کال کې په دولتي مطبعه کې چاپ شو.دپښتوقاموس کتاب دمطبوعاتوړومبۍ جايزه چې په هغه مهال کې د«اريانا جايزې» په نامه يادېده، دافغاني نويس په برخه کړه.

عاميانه فارسي لغتونه:

له عاميانه لغتونو نه مقصددخلکو ترمنځ رواجی ګړنې(اصطلاحات) دي.که دالغتونه راټول اوونه ليکل شي،دوخت په تیرېدوسره يې يوشمیرنه کارول کیږي اوهیرېږي.دافغانستان دخلکو په نننۍ ولسي( عاميانه)ژبه کې،ناکارېدلي دري(ار)لغتونه رواج دي.خودايرانيانو له خبرو اتروڅخه داګړنې نه اورېدل کیږي.طبيعی ده چې دافغانستان دفارسي په عاميانه لغتونو کې ددې ټاټوبي دنورو اوسیدونکوله ژبونه هم لار موندلې ده چې سرچينه اوراخيستنه يې سره توپير لري.

نوديوسمندرګي (لغتنامې) په اډانه کې دهغوراټولول اواوډل،اسان کارنه و.افغاني نويس چې هرچیرته اوسیدلې او هرسيمې ته چې تللی،اوګړنې يې اورېدلي هغه يې يادداشت کړي دي.ان کله چې بندی و،له بنديانوا وداړتون له ساتونکونه يې ګړنې اورېدلې چې دخپل اثر دتدوين په مهال يې هغه نه دي هیرې کړي اوپه ولسي (عاميانه) اصطلاحاتوکې يې کښلي دي.

هغه زموږدهیوادپر ټولو رواجي ګړنو اولهجوغورکړی اودهريودکارولودڅرنګوالي لټون يې کړی اودهغې سمه مانا

 يې غوره کړې ده.داصطلاحاتودويلو اوبيان ډول ايجابوله چې ټول لغتونه خطاطي شې او غږيزې نښې پرې زياتې شي.دغه کاردټايپ دماشين په وسيله نه کېده.نوتيار شوی متن دهېواديوپیژندل شوي ښايسته ليکونکي(خوش نويس) او اديب(مولانا خسته)ته وسپارل شوچې په قلم يې وليکي. 

دعاميانه لغتونو ليکنه اسانه نه ده اودادبي کلموغوندې په يوټاکلي قالب کې نه ليکل کیږي.دساري په توګه؛د «نسوار» يا «نصوار» دليکلوله پاره دواړه د«س»اويا «ص» توری کارېږي چې له ادبې پلوه د«س» توری سم دی. خوپه عاميانه لغتونوکې په« ص» ليکل شوی دي.(۳)

دمطبوعاتو مستقل رياست،ددې کتاب دارزونې اودخپرولوداړتيا دتثبيت له پاره دهیوادله پیژندل شويو اديبانو څخه يوکمیسون وګوماره چې دکتاب دخپرولوپه هکله نظرورکړي.دکمیسيون غړيوپه دې نظر توافق وکړچې ياد شوی اثر« ارزښتناک اوجامع اوپه نسخ کې يوازنی اوغوره، ګټورکتاب دی. نوکتاب بايد چاپ اوپه مطبوعاتی جايزه وستايل شي». (۴)

ددې کتاب « لغتنامه فارسي عاميانه » په ړومبنيو مخونوکې ددې کتاب دارزښت اودليکوال دګټوروزحمتونوپه هکله دافغانستان دادب اوکولتوردمخکښانوقضاوتونه اوالواکونه شته دی.بې ځايه به نه وي چې دهغوۍ د هريوله

 لنډنقل قولونه په دې مقاله کې دقدرمنولوستونکو دمالوماتو له پاره وړاندې کړو.

ارواښادافغاني نويس مخکې له دې چې دااثر دخپرېدوله پاره دمطبوعاتو مستقل رياست وسپاري،هغه يې دلوړې پوهې څښتن اودمشروطيت دغورځنګ  يو قدرمن کس(ميرسيدقاسم خان) ته سپارلی و،چې په دغه اړوندخپل قضاوت اوداستادۍ نظرورکړي.هغه دافغاني نويس دزيار ستاينه کړې اوددغه رازيوې ټولګې خپرول  يې سملاسي اړتيابللې.افغاني نويس دغه شخصيت دخپل لارښود اوالهام بښونکی په توګه،يادوه.

عزتمند پوه عبدالهادي داوي چې ديوسياستمداراومشروطه غوښتونکي په توګه دافغانستان خلکوکې ښه نوم او ځانګړی ځای لري،دکتاب په هکله داسې ليکي:ددې کتاب ليکل،يو ګټوراونوښتګر اقدام اودافغانستان دفارسي لهجې دلغتونواوتعبيرونوارزښناکه زېرمه ده.داکتاب غالباّ ړومبنی ګام دی چې دهیواددګړنۍ لغتونو اوګړنو دزېرمه کولوپه لاره کې اوچت کړی دی اومؤلف يې دپايونيرانو[طراحانواومخکښانو) په ډله کې راوستی دی.

دادب اُستادملک الشعرا‌ءعبدالحق بيتاب ليکي:دګړنی اوعاميانه فرهنګ کتاب،رښتياچې بې مخينې اثردی چې دداوږد ې مودې دڅیړنې اولټون له امله منځ ته راغلی له تأليف نه تیرشوی اودتصنيف ترپولې رسیدلی نوله دې امله دارزښت له پلوه دړومبۍ درجې مطبوعاتي جايزې وړدی.دادمينه والو له پاره په نوي اوتازه طريقه دکشنري ده.  اُستادخليل الله خليلي داسې ليکي:ددې ښکلي اثرڅوساعتولوستلوزه بې اختياره دې ته اړکړم چې قدرمن ليکوال ته دهغه زحمت له امله چې په دې ټولګې کې يې ګاللی مبارکي ووايم اودانيک کارداسې وګڼوچې په دې باب زموږ په وخت کې پیل کیږي.په دې لار کې دليکوال څیړنه اوزيار،دهیوادله ادبي استقلال سره دهغه مينې ښکارندوی ده. هغه لغتونه چې په دې کتاب کې راټول شوي يوازې دعواموخبرې اترې نه دي بلکې په هغوکې ځينې کلمې هم ليدل کیږي چې ددې هیواددلرغونو اُستادانواوويندويانواثارو کې شته اودوخت به تیرېدوسره وروستنيو ليکوالانوله خپلو ليکنو څخه غورځولي دي اوخلکو په خپلو خبرو اترو کې ساتلي دي.

بايد يادونه وکړوچې دفارسي دعاميانه لغتونوکتاب هم داريانه جايزه دخپل ليکوال په برخه کړې ده.

دهیواد په ورځپاڼواواوونيزو کې مقالې:

دهېواد په مطبوعاتو کې دافغاني نويس زياتې مقالې خپرې شوی دي.دامقالې په دواړو ژبو پښتواودري خپرې شوي دي.افغاني نويس دامان الله باچا په پېرکې دهغه وخت له جريدوسره خپله همکاري پیل کړه.دسراج الاخبار، امان افغان،انيس اواصلاح  په جريدواوورځپاڼو کې ددې سترمیړه ډېراثار خپاره شوي دي.(۵)ددغوليکنو يوشمیر لکه دپښتو«لنډيو» راټولول اومعرفي دزيات ارزښت لرونکې ده اوداوسمهالوليکوالانو له پاره ارزښتناکه منبع ده.

زموږدملي کولتورلارويانوته دکاروان ددغه سالارياداودهغه دتلپاتې ليکنوپیژندګلوي اړينه وه.په يادونې سره په حقيقت کې موږدخپل ملي کولتور ساتنه کوو.

په کولتورسره ژوندي دي دمهال واړه قومونه                 له کولتوره بې خبرکوي دمرګ پرلورمزلونه

—————————————-

۱-دخپرندوی وينا: لغات عاميانه‌ء فارسی-افغاني نويس،دويم چاپ،دبلخ دڅیړنو اوخپرونو مؤسسه،۱۳۶۹

۲-ليکوال دځوانۍ په مهال ،دافغانستان دتیرې پیړۍ دناليکل شوي تاريخ په باب،دښاغلي افغاني نويس له ارزښتناکوخبرو څخه ډېر مالومات اورېدلي دي چې په دې وروستيووختونو کې يې ځينې اګاه کسان هغه ليکي. افغانی نويس زما دپلار( ميرعزيزالله سادات) نږدې دوست و اوزموږ کورته نږدې اوسیده.

۳-افغاني نويس- لغات عميانهء فارسی- کابل،دولتي مطبعه-۱۳۳۸-۵۶۴مخ

۴- عبدالوهاب طرزی،محمدابراهيم خليل،داکترجاويد،ضياقاريزاده،محمدحسن فهيمي اوحیدرژوبل دکمیسيون غړي ول.

۵-دانشنامه ادب فارسی- دريم ټوک- داسلامی فرهنګ اوارشادخپرونې- تهران-۱۳۷۸- ۱۰۳مخ