عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

مثلث خبیثه ی استخباراتی ایکه افغانستان را به کام آتش…

نویسنده: مهرالدین مشید اقنوم سه گانه ی شرارت در نمادی از…

اعلام دشمنی با زنان؛ زیر پرسش بردن اسلام و یا…

نویسنده: مهرالدین مشید رهبر طالبان از غیبت تا حضور و اعلان…

«
»

حضرت محمد مصطفی (ص) د توهین غنده

ستر انسان، دبشری نجات دلارې سترلارښود، رحمت اللعالمین، خاتم النبیین، سرور انبیا-

دحضرت محمد (ص) د امتي په توګه د هغه توهین په ټولنه معنی غندو . او په احترام یې دا لیکنه وړاندې کوم.  زه له ټولو  مسلمانانو څخه هیله کوم، چې د حصرت محمد (ص) د شخصیت په اړه لندې مقالي ولیکي او خپره یې کړي، تر څو توهین کوونکو ته ثابته شي چې حصرت محمد (ص) د سولي، ورورولۍ، اتفاق او د ټول عالمیت پیغمبر وو.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه الهی رڼا ده چې پر یوه ځانګړي قوم، قبیله او سیمه پورې اړه نه لري بلکي د لوی خدای جل جلاله له خوا د ټول انسانانو او عالمیانو لپاره د رحمت، سعادت، نیکمرغۍ، هدایت او نیکبختۍ زیری دی لکه خدای جل جلاله چې فرمایلي دي: ( موږ ته نه یې لیږلی مګر رحمت د عالمیانو لپاره)

د دې آیت شریف څخه څرګندیږي چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو عالمیانو لپاره د رحمت پیغمبر دی داسې شامل او کامل رحمت دی چې د ځمکې او آسمانونو ټولو موجوداتو ته د هغه پیغمبرۍ او مننې ویاړ منسوب دی.

د اسلام مبارک دین د هغو ټولو ادیانو مجموعه ده چې لوی خدای جل جلاله په مختلفو پیغمبرانو او د زمانې په مختلفو پړاوونو کې را استولي او په ټولو آسماني پیغامونو کې د آخر الزمان پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم یادونه شوې ده چې د تحریف له لاسونو څخه په امان دي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم انسانانو ته داسې یو قانون راوړی دی چې د ښه والي معیار یې یوازې تقوی او له خدای جل جلاله څخه ویره ده او بس. الله جل جلاله په خپل عظیم کتاب کې فرمایلي دي: ژباړه ( ای خلکو ما تاسو له یوه نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړې یاست بیا مې قبیله قبیله اوقومونه د دې لپاره ګرزولي یاست چې سره و پیژنی. بیشکه چې ستاسو له منځ څخه بهترین شخص هغه څوک دی چې تقوی ولر…) د حجرات سوره

د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د مبعوث کیدو هغه زیری یې مخکې له مخکې انسانانو ته راوړی دی چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د عالمیانو رحمت دی.

د خدای پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ډیر داسې فضیلتونه درلودل چې مخکنیو پیغمبرانو ته نه وو ورکړل شوي ځکه چې مخکيني ریاتره پیغمبرانو به د یوه ځانګړي قوم لپاره د خدای جل جلاله پیغام خپراوه او هغوی به یې سمې لارې ته رابلل، د دعوت او بلنې ساحه به یې محدوده وه او د عظمت مرتبه به یې د خاتم النبین په شان لوړه نه وه او نه پاک الله جل جلاله دومره امتیازات ورته ورکړي دي لکه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته یې ورکړي دي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نه یوازې د انساني عالم بلکي د ځمکې او آسمانونو د ټولو موجوداتو لکه انسانانو، حیواناتو، نباتاتو او کایناتو لپاره د رحمت په توګه نازل شوی دی لکه چې خدای په خپل کتاب قرآن کریم کې فرمايي: ( او ما نه یاست لیږلی مګر رحمت د عالمیانو لپاره). سوره احزاب

همدارنګه پیغمبر صلی الله علیه وسلم د خدای جل جلاله له خوا د رحمت د ویاړ سربیره د زیري، چراغ وړانګو او پلوشو ویاړ هم په نصیب شوی دی چې په خپلو وړانګو سره یې د نړۍ ولسونه د ظلم، تورتم او جهالت له منګولو څخه ژغورلي دي. همدارنګه هغه ډیوه چې نه یوازې انسانان د هغه د رڼا څخه ګټه اخلي بلکي د ټولو عالمیانو لپاره یې د یوې بلې ډیوې ویاړ هم وربخښلی دی.

لوی خدای جل جلاله فرمايي: ژباړه ( موږ تاسو د زیري ورکوونکی او ( د خدای له قهر څخه) د ویرونکي په توګه لیږلي یاست همدارنګه موږ تاسو د لوی خدای جل جلاله طرف ته د بلونکي او روښانه ډیوې په توګه لیږلي یاست او مومنانو ته زیری ورکړه چې د دوی لپاره لوی فضل دی). سوره احزاب

همدارنګه په بل ځای کې الله جل جلاله فرمايی: ژباړه ( او نه وو محمد صلی الله علیه وسلم پلار د هیچا له نارینه وو څخه بلکي دخدای جل جلاله رسول او خاتم النبین وو او الله جل جلاله په هر څه باندې عالم وو). سوره احزاب

له پورتني آیت څخه هم څرګندیږي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم د ټول انسانیت او ټولو عالمینو پیغمبر وو او دا هغه فضیلتونه دي چې خدای جل جلاله په خپل نازولي پیغمبر صلی الله علیه وسلم لورولي دي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په یوه حدیث شریف کې فرمایلي دي: ژباړه ( زه به د انبیاوو له ډلې څخه د خپل امت د ډیروالي له حیثه مخته وم او زه به لومړی شخص وم چې د ټولو د مخه به د جنت دروازه ټکوم) وراه مسلم

د پورتني حدیث شریف څخه هم څرګندیږي چې د خدای جل جلاله ستر پیغمبر حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم د یوه ستر امت پیغمبر دی داسې امت چې د وګړو شمیر یې د نورو انبیاوو علیهم والسلام له امیتانو څخه ډیر وي او داسې امت چې پر انسانانو سربیره یې ټول عالمیان د اتباعو او امتیانو په دایره کې راځي.

که په دې لړ کې د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په اړه د ټولو فضیلتونو او په دې لړ کې د قرآني او نبوي نصوصو یادونه کوو چې الله ټولو عالمیانو ته د رحمت په توګه را استولی دی نو زموږ دغه اوسنۍ لیکنه به له خپل لازم حد څخه زیاته شي نو موږ په دې لړ کې یوازې د ګوتو په شمیر دلایلو ته اشاره کوو او ځینې هغه فضایل په نښه کوو چې لوی خدای جل جلاله د خپل نازولي پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته ورکړي دي.

په یوه بل حدیث شریف کې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم داسې فرمایلي دي: ژباړه ( زه له نورو انبیاوو څخه په شپږو څیزونو کې مخته یم ما ته خدای جوامع الکلم راکړی دی، په ویره باندې یې بریالی کړی یم، غنیمتونه یې راته حلال ګرزولي دي، ځمکه یې زما لپاره پاکه او مسجد ګرزولې، د ټولو پیدا شوو څیزونو لپاره رالیږل شوی یم او د نبوت سلسله په ما باندې تمامه شوې ده.) رواه مسلم

که د چارو څیړونکي او مومنان د اسلام د پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پدې حدیث شریف کې عمیق فکر وکړي نو له ورایه ورته څرګندیږي چې الله پاک جل جلاله خپل پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته څومره لوی لوی فضیلتونه ورکړي او دغه حقیقت له ورایه ځینې جوتیږي چې نوموړی د ټول عالم لپاره د پیغمبر په توګه رالیږل شوی او د ډیر درانه رسالت خاوند وو.

همدارنګه د نبوي مرغلرو په هار کې وینو چې سپیڅلي پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به لومړی کس وي چې د قیامت په ورځ به ځمکه ورته شکیږي، د آدم علیه والسلام له بهترین اولاد څخه دی او اولین شفاعت کوونکی دی.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم هغه غوره انسان او غوره پیغمبر دی چې لوی خدای جل جلاله د نورو فضیلتونو سره سره هغه ته د شفاعت، د لوی امت او د عالمیانو د پیغمبر زرین القاب ورکړي چې د خپل امتیانو لپاره به شفاعت کوي او د خدای جلاله په دربار کې به د هغوی لپاره د شاملې بښنې عرض وړاندې کوي.

پورتنی نصوص موږ ته په ډاګه څرګندوي چې د خدای سپیڅلی او ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو عالمیانو لپاره رحمت، زیری، لارښوونکی او د غوره فضیلت خاوند دی او موږ ته لاندې ټکي په لاس راځي:

لومړی: د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ټولو عالمیانو لپاره د رحمت وړانګه، پیغمبر او لارښود دی.

دویم: حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د یوه انسان په توګه د مکې مکرمې د قریشو د بني هاشم په قبیله پورې اړه لري خو د یوه پیغمبر په توګه د نړۍ په ټولو مومنانو، ټولو انسانانو او ټولو عالمیانو پورې اړه لري ځکه چې نوموړی حقیقت د هغه له سپیڅلو صفاتو څخه څرګندیږي چې د خپلو یارانو لکه حضرت ابوبکر الصدیق، حضرت عمر، حضرت عثمان، حضرت علي کرم الله وجهه، سلمان فارسي، صهیب رومي، بلال حبشي او نورو تر منځ په هیڅ راز فضیلت نه وو قایل بلکي د ښه والي او د فضیلت معیار د هغه په وړاندې تقوی وه. نوموړی مطلب د یوه حدیث شریف په ترڅ کې هم بیان شوی دی چې عرب په عجم او سپين په تور کوم فضیلت نه لري مګر په تقوی سره او تقوی هغه میزان دی چې انسانان یې نه شي درک کولای بلکي دغه ریکارد یوازې د ځمکو او آسمانونو د ستر څښتن تعالی جل جلاله سره دی.

همدارنګه کوم موقفونه چې د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپلو یارانو ته ورکړي او د اسلام زرین تاریخ پرې ګواه دی هم د دې مطلب ویندويي کوي چې پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټول مومنان، ټول انسانان او ټول عالمیان د یوه خدای عبادت او د یوه اسلام د سیورې لاندې را غونډیدلو ته رابولي.

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په هغو ټولو ناولو پدیدو د بطلان کرښه راکش کوي چې مسلمانان د قوم، ژبې، سمت، قبیلې او سیمې په اساس له یو بل څخه د کرکې، نفرت، انزجار او ناوړه تعصب په لوري بیايي.

یو حدیث شریف د دې مطلب یادونه په ښکلو الفاظو کې کړې ده او فرمایي چې ورک یې کړی ځکه چې قوم پرستي او ناروا پالنه بدبويي ده. بل دا چې که څوک د نوموړ ناروا دودونو او بنسټونو پلوي کوي په حقیقت کې شیطان خوښوي ځکه چې شیطان د ځان لپاره په لویۍ او ځانګړې مرتبه قایل شو چې لوی خدای جل جلاله له خپل دربار څخه د همیش لپاره رټلی دی.

په حیواناتو باندې ترحم او له طبیعیت سره د غوره اخلاقو له لارې چلند هم د نوموړي دغه صفت ته لا ځواکمنتیا بخښي چې نوموړی د ټولو عالمیانو لپاره د رحمت پیغمبر دی او یوازې په انسانانو پورې محدود کیدای نه شي. همدارنګه په ځینو شرعي نصوصو کې دغه حقیقت ته هم اشاره شویده چې په جنیاتو کې هم مومنان شته او د اسلام د ستر پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په رسالت او پیغمبرۍ باندې یې ایمان راوړی دی چې پورتني ټول حقایق مومنانو ته څرګندوي چې حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د انسانیت او عالمیت پیغمبر دی.

صیام الدین پسرلی