شعر عصر و زمان

شعریکه درد مردم و کشور در آن نبوُدحرف از یتیم…

مبارک سال نو

رسول پویان بهـار آمد ولی بـاغ وطـن رنگ خـزان دارد دم افـراطیت…

انگیزه های سفرملایعقوب به قطر 

                            نوشته ی : اسماعیل فروغی       اخیراً…

از واگرایی های سیاسی تا اشتباه ی راهبردی و تاریخی

نویسنده: مهرالدین مشید شعار های قومی دشمنی با وحدت ملی و…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست سوم ایجاد اصلاحات و نخست وزیری شاه محمود: به نظر میرمحمد…

کشوریکه تاریخ ندارد

حکام نظامی اش میگویند با افغانستان دشمنی تاریخی دارند ! هفتاد…

دنیای پرآشوب

رسول پویان در این دنیای پرآشوب و فقر و فتنه دلتنگم فـلـک…

گردهمایی اعتراضیه فعالین حقوق زن درکشورشاهی

تاریخ هشتم مارچ سالجاری گردهمایی به ابتکار چتراتحاد ملی زنان…

روز جهانى زن را گرامى ميداريم

هشتم مارچ روز جهانی زن است که همه ساله بخاطر…

مبنا و منبع قانون چیست؟

مبنا لاتغییر و ثابت می باشد و منبع تحول پذیر…

افغانستان تحت حاکمیت طالبان، لکه ی ننگی بردامان سیاستگران بدنام…

نویسنده: مهرالدین مشید حکومت طالبان ابتذالی برخاسته از عمق فاجعه ی…

ماهیت « حقوقی »قرارداد دوحه 

https://youtu.be/J4E-bizAX1I?si=p5LkiwAjRdExuv8-

به مناسبت روز همبستگی بین المللی زنان!

پیام اجماع بزرگ ملی افغانستان «اجماع بزرگ ملی افغانستان» که ائتلاف…

نظام حقوقی سیاسی برای کشور٬ در مثال درخت!

ریشه درخت: ریشه٬ مردم و نسل موجود می باشد. که ارده…

پیدایش جهان و جامعه

دکتر بیژن باران پیدایش اتفاقی کیهان، زمین، انسان مستقل از…

مقام زن

نام نیکویت بزرگ و قامتت بالا بلند هرچه گوید دشمنان در…

روز هشتم مارچ این روز اقدس زن باید ستود!

امین الله مفکر امینی       2024-08-03! اینـــروزاقــــــدسِ زن را باید ســــتود نه تنها…

اگر خواهیم زنده گی مثل انسان!

امین الله مفکر امینی  2024-29-03! مــــا نهراسیــدیم ونهراسیم زهیـــاهوی نبـــــــردِ دشمنـــــان  سربکف بوده…

از کوچه های پرپیچ و خم  تبعید تا روزنه های…

قمست دوم سرزمینی که تاریخ آن با خون تبعیدیان نوشته شده…

     زبان مادری را پاس میداریم  

زبان مادری عالی ترین پیوند انسانهاست  نمیدانم چگونه مقصد این پاسدار…

«
»

تکتیک باید د ستراتیژۍ مرستندوی وي

نور محمد غفوري

د هیواد په اوسنیو سختو او پیچلو حالاتو کې دهېواد د سیاستوالو او په ځانګړي ډول د خلکو د ګټو ساتونکو، د سولې او ټولنیز عدالت پلوو، پرمختګ غوښتونکو دموکراتو مبارزينو تر منځ د سیاسي موقف د نیولو د تکتیک په اړه د نظر تفاوتونه او اختلافونه رامنځته شوي. دا تفاوتونه چې طبیعي هم دي، کیدای شي په لاندې دریو غوره کتګوریو وویشل شي چې زه یې د خپلې شخصي ارزونې اود ښه یا بد حکم کولو پرته د ددې لیکنې د لوستونکو له پاره وړاندې کوم: 

  1. ځینې هېواد وال، روښانفکران او د ټولنیز عدالت د دوامدارې مبارزې د یوه سنګر ملګري په دې نظر دي چې طالبان د پاکستان یوه اجیره اردو ده چې د پاکستان په تحریک او تمویل د هغه د ګټو له پاره په افغانستان کې د اسلامي امارت د جوړولو په خاطر جنګیږي. د علم او معارف او د بشري طبیعي آزادیو او عصري ژوندانه سره دښمني کوي، د سیاسي پلورالیسم سره ضدیت لري، د مطبوعاتو آزادي نه شي زغملای، د بشري حقوقو او په تیره بیا د ښځو د مدني حقوقو سره جدی مخالفت کوي. خو په مقابل کې یې دولتي واکمنان له جمهوري آزادیو څخه دفاع کوي او همدا اوس د افغانستان په اسلامي جمهوریت کې پورته یادې شوې ښیګڼې عملي کیږي… له دې زاویې څخه د مسائلو تحلیل یو شمیر کسان دې نتیجې ته رسوي چې ټول افغانان باید د طالبانو په وړاندې د جمهوریت تر نامه لاندې د راجوړشوي حکومت څخه دفاع او د پاکستان د نظامي تعرض مخنیوی وکړي. دوی د طالبانو څخه وحشی تصویر وړاندې کوي او خلک ډاروي او د طالبانو په ضد یې د دولتی واکمنانو څنګ او دفاع ته رابولي. 
  2. بله ډله وطنوال او روښانفکران چې تر ډیرې اندازې د سیاسي ستراتیژیکو موخو شریکان او ملګري هم دي، په دې نظر دي چې د طالبانو تحریک په ۱۹۹۴م کال کې په هیواد کې د پاټک سالاریو، د شر او فساد د خارجي او پاکستاني عواملو او د بې رحمه جګړه مارو په وړاندې چې وطن یې ان له تجزیې سره مخامخ کړی ؤ، د ولس د عکس العمل په پایله کې را منځ شو. د پاکستان په تحریک او تمویل د ډاکتر نجیب د حکومت له راپرزولو وروسته واک ته رسول شوي جګړه ماران یې پسې واخیستل، پاټک سالاري یې ختمه کړه، هیواد یې واحد وساته او له تجزیې څخه وژغورا. 

ددې ډلې په نظر، شل کاله مخکې امریکا او د هغو متحدینو په افغانستان نظامي یرغل وکړ، وطن یې اشغال او د خپل ځان او ګټو د ساتلو له پاره یې په کابل کې خپل جاسوسان، له ملته تښتیدلي کسان او د شر او فساد هغه عاملین چې طالبانو پسې اخیستي ؤ، بیرته واک ته ورسول. طبیعي وه چې ملت باید په یو شکل د اشکالو ددې اشغال په وړاندې مقاومت کړی وای. دا کار دموکراتیکو روښانفکرانو او یا د بلې ایدیولوژۍ څښتنانو ونه شوای کړای او یوځل بیا یې له ځانه تاریخي او سیاسي ضعف وښود. خو طالبانو د مذهبی ایدیولوژۍ تر بیرغ لاندې د یرغلګرو په وړاندې د وطن او ملت د آزادۍ غږ جګ کړ او د ملي آزادي غوښتونکي نهضت او ملي مقاومت رهبري یې پخپل لاس کې ونیوه. اشغالګرو ته یې ماته ورکړه او وطن یې د آزادۍ تر درشله ورساوه. د دوی په نظر له اشغالګرو څخه د آزادۍ تر لاسه کول ملی ویاړ دی. له دې زاویې څخه د مسایلو لید او تحلیل یې دې نتیجې ته رسوي چې باید په اوسنۍ مرحله کې د حکومتي رهبرانو په وړاندې د طالبانو د تحریک څخه ننګه وشي. څرنګه چې ددې ډلې په نظر اوسنی لاسپوڅی حکومت د اشغال د غلامانو او اردلیانو مجموعه ده، باید له واکه وغورځول شي. 

  1. دریمه ډله وطنوال او ملي روښانفکران او د ملی هوساینې او پرمختګ پلویان بیا دا نظر لري چې د طالبانو او حکومت دواړو لورو رهبران د خارجي هیوادونو استازي او د خارجی ځواکونو له پاره یې نیابتی جګړه پر مخ بوولې او وړي یې. دوی هر یوه به پخبل وخت کې خپل معین رول لوبولی وي، خو په اوسنیو شرایطو کې د معاصرې زمانې سره سم زموږ د ملت غوښتنو او د هېواد نننیو اړتیاوو ته سم ځواب نه شي ورکولای. که دا ومنو چې طالبان په پټه پاکستان را جوړ کړي، خو د اوسني «جمهوریت» واکمنان بیا په بر ملا ډول د خارجیانو په لاس واک ته رسیدلی. هغه کسان چې ددې زاویې څخه مسایلو ته ګوري، داسې پایلو ته رسيږي چې روشنفکران باید مستقل ملی ځواک رامنځته کړي، له هیواده د نیابتي جګړې ټغر زر تر زره ټول شي، سوله راشي او په سوله ایزو شرایطو کې د خلکو په خوښه د هېواد سیاسي رهبري جوړه شي. مسئلو ته د لید له دې زاویې څخه کتنه د ملی، بې پلوه او مستقلو روڼ اندو دنده دا هم ده چې د نیابتي جګړې د دواړو افغاني لورو ترمنځ د پخلاینې په اړه فکر او عملي اقدامونه وکړي. 

دا درې پورته د مختلفو زاویو څخه د هیواد د وضعیت متفاوت تحلیلونه چې په مختصر ډول ترې یادون وشو؛ د ملی، مترقي او عدالت غوښتونکو ځواکونو او کسانو د ځای نیونې او سیاسي موقف ټاکلو په اړوند یو له بله بيلې او ان متضادې نظریې رامنځته کوي. دا یوه طبیعی او مثبته پدیده ده. د افرادو او سیاسي ډلو د مستقلو او متفاوتو نظرونو وړاندې کول دا ښکاروي چې زموږ د وطن پرمختګ غوښتونکي روښان اندي د هیواد د موضوعاتو او حالاتو په اړه ژور تحلیل او پخپله آزاد فکر کوي او مستقل نظرونه وړاندې کوي. دا افکار او نظریات د قدر وړ او وطن ته د خدمت له ښه نیته سرچینه اخلي چې  باید تر غور او بحث لاندې ونیول شي، نه دا چې یو پر بل باندې د خاین او جاسوس ټاپې ووهل شي، یو د بل دښمن وبلل شي، د افکارو د تولید او عرضې مخه ونیول شي او کرکه او نفرت ایجاد شي. د مترقي او دموکراتو روشنفکرانو د اکثریت له پاره د منلو وړ او په ملي کچه د معقول سیاسي موقف موندل او د ډیرو لخوا د هغو منل طبعا چې د مختلفو نظریاتو لرونکو افرادو او ټولګیو ترمنځ بحث او د نظرونو تبادلې او د فکټونو وړاندې کولو ته اړتیا لري او دا کار باید د صمیمیت او داسې ملګرتیا په فضا کې انجام شي چې د یوه او یا بل لوري د زړه بدوالي، تحقیر او توهین سبب نه شي، کرکه او بدبيني ونه زیږوي. 

زموږ د اوږدې مودې ستراتیژیک او د ټولو شریک اهداف په هیواد کې د سولې، دوامدار امنیت، استقلال، ټولنیز عدالت، ملي یووالي، فردی او کلکټیفي آزادیو تأمین؛ د عامه ګټو او د هیواد د زیارکښانو د منافعو ساتل، د ملت بسیاینه او د هیواد پرمختګ دي. ټولو ته لازمه ده چې داسې تکتیکي طریقه ومومو چې د اوږدې مودې د ستراتیژیکو موخو د تر لاسه کولو لار په نسبي ډول ښه راته خلاصه کړي. د اوږدې مودې اساسي او ستراتیژیکو موخو ته مو چټک، زر او په کم مصرف ور ورسولای شي. 

هر څوک د خپل معلومات پر اساس تحلیل کوي او د مسایلو په اړه ورسره باور پیداکیږي. یو د بل د اقناع له پاره باید مخامخ په منطقی او علمي توګه بحث وشی، دلایل، اسناد او معلومات وړاندې شي؛ نه داچې په عصبانیت، بې باورۍ او احساساتي توګه یو پر بل ناوړه ټاپې ولګول شي او په دې اړه سیاسي بحثونه د ستراتیژیکو ملګرو ترمنځ د نفاق او شقاق سبب شي. 

د اوږدې مودې ستراتیژیکو اساسي موخو ته د رسیدلو له پاره د لنډې مودې او مقطعي تکتیکونو ټاکل د مبارزې تیریدونکې (ګذري) مرحله ده. د ستراتیژیکو اهدافو له پاره ملګرتیا باید د تکتیکي اهدافو په سر زیانمنه او پرې نه شي. 

سیاست د احساساتو او قهر ځای او بې ځایه ښکارونه نه ده، دا منظم علم دی او عقلاني سنجول شوي تکتیکونه او پوخ تمرین شوی هنر غواړي. 

نور محمد غفوري 

23.07.2021

نوټ: په دې لیکنه کې ځینې کلمات او نظرونه د نورو لیکونکو څخه پور اخیستل شوي، زما انتخاب نه دی او ورسره زما د شخصی نظر د توافق معنا نه لري. لیکنه یوازې د ځوانانو د اذهانو د تنویر په خاطر ده.