زنان وجهاد سیاسی علیه ظلم واستبداد

مقدمه  از دید قرآن کریم وسنت نبوی ، زنان دارای شآن…

خیزش زنان هرات؛ آزمون مردانگی فراقومی  و تجلی همبستگی ملی

نویسنده: مهرالدین مشید هتک حرمت به زنان هرات؛ پرده از سیمای…

         چه باید کرد 

چه  با ید  کرد  ها  بسیا  ر گشته  از ینکه  راه …

باسط محمد غریب

آقای "باسط محمد غریب" (به کُردی: باست حەمە غەریب) شاعر…

طالبان نماد خشونت، تبعیض و سرکوب علیه زنان و دختران

شباهنگ راد یکی از مهم‌ترین روایت‌ها در تبیین پدیدهٔ طالبان این…

دیار حلبچه‌ای

شاعر کُرد زبان "دیار حلبچه‌ای" (به کُردی: دیار هه‌له‌بجه‌یی) با…

ایدئولوژی ستیزان؛ خود ایدئولوژی گرایند

ideologie . آرام بختیاری ایدئولوژی انسانی؛ ضروری، مفید و رهایی بخش است.  ایدئولوژی؛…

 پری قره‌داغی

بانو "پری قره‌داغی" (به کُردی: پەری قەرەداخی) شاعر معاصر کُرد،…

از صنف درس تا پشت فرمان؛ روایت یک نسل

نویسنده: مهرالدین مشید آینه غربت؛ روایت زندگی یک نسل در یک…

جبار صابر

استاد "جبار صابر" (به کُردی: جەبار سابیر) شاعر معاصر کُردزبان…

بیاد دنیای امن و آزاد

رسول پویان نفت و گاز اول فروغ منزل و کاشانه شد بعد…

اهمیت ژئوپولتیک و ژیواکونومیک دهلیز واخان؛

پاکستان در اندیشه کنترول کامل این دهلیزحیاتی: کریدور واخان (Wakhan Corridor)،…

ډرونونه، سیم‌کارتونه او ټکنالوژیک جنګ

ليکنه: حميدالله بسيا په اوسنۍ نړۍ کې د جګړو بڼه تر…

طالبان و بازی‌های پنهان؛ از فرافکنی سیاسی تا مهندسی استخباراتی

نویسنده: مهرالدین مشید طالبان و نبرد روایت ها؛ بازی های سیاسی…

مپیندارید یاران!

امین الله مفکرامینی  2026-02-06! مپنــــدارید یـاران که من دیوانــــــه ام زخودغافل وبــا خلق…

دورنمای پایان نزاع‌های گروهی و قومی در افغانستان؛ فرصت‌ها و…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در بیش از دو سدهٔ اخیر، افزون…

توافقنامه همکاری نظامی روسیه و افغانستان

ضرورت دوجانبه و برمبنای منافع طرفین : منافع روسیه ؛ افغانستان با…

بازخوانی تحولات افغانستان؛ از بن بست سیاسی تا تحول اجتماعی

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در آستانهٔ دگرگونی؛ از متن استبداد تا…

چگونگی آبیاری  زمین های زراعتی

نوشته کریم پوپل مورخ ۲۲ می ۲۰۲۶ آبیاری عملیه رساندن مقادیر کنترل…

پیاوړی لیکوال، تکړه شاعر

له ښاغلي ډاکټر طارق رشاد سره چې د علم، ادب…

«
»

انتخاب

لیکونکۍ : د فلسفې د کتور طاوس وردک لندن د نوامبر اتلسمه ۲۰۱۶ کال

قدرمنو هیواد والو او د سیاست مینه والو سلامونه می قبول کړۍ ؟؟؟

نن یو ځلې بیا د افغانستان سیاسیونو مخصوصا جهادی رهبرانو او قوماندانانو ته د سیانایت زهر ورکوم چې نه ېې په خوند او نه ېې په تریخوالی پوه شی خو داسې ېې ختم کړی چې وینه ېې هم هیڅوک ونه ویني خو په یوه شرط سره او هغه هم دادی چې چې کله دوی زهر وخوړل نو بیا د الله در بار ته لاړل هلته د عزراییل علیه سلام د ګرزو په ذریعه خاوری ایری شول نو بیا چې سره را ټول شی نو به دوی پوه شی چی موږ ته ېې داسی زهر را کړی وو چې تر دغو دمه ور باندی ونه پوهیدو مګر کله مو چې د عزراییل ګرز وخوړو نو بیا په درد پوه شولو ، جهادی رهبران مخصوصا امریکایی لانځکې ( حامد کرزۍ – علی احمد جلالی – زلمی خلیل زاد – اشرف غنی احمد زی – انورلحق احدی ) وغیره تر ننه نه د ځان له پاره – نه د هیواد دخلکو له پاره – نه د خا وری او استقلال له پاره ، او نه هم د ترقۍ او ارضی تمامیت له پاره هیڅ ډول انتخاب نه درلودلو ، او همدا علت وو چې د خلکو خطرناکترین زهر یعنی سودیم سیانایت و خوړل او لاړل ، لکس کورونه – لوړ بلډنګونه – شهرکونه – په دوبۍ او غرب کی تعمیرونه او شرکتونه – لکس موټران او هره ورځ کبابونه او فیشنی لباسونه اغوندي او دوی یوه لحظه د یوه دقیق او ډیر منطقی او د خلکو دخوښې انتخاب ته توجه ونه کړه،  ۱۵ ګونه جهادی مشرانو د اوله تر ننه یوه ستراتیژي چې هلته ملی اهداف – سیاسی اهداف – نظامی اهداف – اقتصادی اهداف – کلتوری اهداف او د همسایه ګانو سره ددوی روابط څه ډول وی او د هیواد د ننه څنګه عقایدو – رسمونو او عنعناتو – ارزشونو – ازادی د قلم او خبرو ته تر کومه حق قایل وو او دی اصلا فکر نه وو کړی او نه ېې کوی ، ددوی ټول انتخاب فقط د پیسو لاس ته را وړل او مقام ته ځان رسول وو چی په هر رزیلانه او بیشرمانه ډول هم وی ، د مثال په ډول اشرف غنی او عبدالله د خلکو دجیبو نه ډالر را وایستل –غلایی کړل – معامله یی ورسره وکړه او په خلکو ېې د خیرات یا د نیکونو او پلارونه  سقات غونته وویشل او ځانونه ېې ارګ ته ورسول، فقط هدف یا انتخاب ارګ وو او بیا سقاو غونته خپله کته یا پالان هم باید د طلا نه جوړ کړی ؟؟؟؟؟

دواړو ریسانو (ع او غ ) دا انتخاب نه درلودلو ؟؟  چې ددشمن سره به څه ډول مقابله کوی ؟؟ د طالب او داعش سره به څه ډول مبارزه کوی ؟؟ د امریکا او نورو خونخوارو غربیانو سره به څه ډول مبارزه کوی ؟؟ د همیشني او تاریخی دشمنانو ( پاکستان – ایران او عربانو ) سره به څه ډول مبارزه کوی ؟؟ د توپکسالارانو – زورمندانو – غاصبینو – چپاولګرانو سره به څه ډول مبارزه کوی ؟؟ د قاچاقبرانو ، غلو او سړي وژونکو سره څه ډول مبارزه کوی ؟؟ د دینی تګمارو روحانیونو ، حضرتانو ، پیرانو او هزاره طایفی دغه د ایران د قم دنوکرو سیدانو سره به څه ډول مبارزه کوی ؟؟ د مافیایی قاضیانو او مفتیانو او محریرینو او ادارو له رشوت خورو سره به څه ډول مبارزه کوی ؟؟ د غیر مسولو تفنګدارانو او محلی زورواکانو نه په څه شکل وسلي جمع کوی یا دوی څه رنګه خلع سلاح کوی ؟؟ د معادنو ملی کول او دهغو نه دقیق استفاده څه ډول تنظیموۍ ؟؟ د مخدره توکو له پاره څه ډول پالیسې باید تدوین شی ؟؟؟ د ملی وسله وال پوځ دسره جوړیدو ته کوم ډول پلان یا انتخاب لرۍ ؟؟  د قومی غټ خیټیو او لویو ګیرورو سره چې د شر او فساد اصلی منبع دوی دی څه ډول رفتار کوی ؟؟ د بیکارۍ – مریضۍ – د برطرفه کولو په خاطر به کوم انتخاب کوی ؟؟ ددغو او نورو په زرهاوو تاسې ور باندې علاوه کړۍ چې ددغو دوو خبیثو ریسانو انتخاب شته که نه ؟؟ دا ټول پادشاهی دوه نیم کاله نوره پاتې ده بیا به څه کوۍ ؟؟ دوه واری دخلکو په سترګو کی ایری اچوۍ او خلک ړندوۍ او د ۱۰۰ ډالرو په ورکولو سره بیا ددوی نه رایه اخلی خو که زه ژوندۍ وم بیا به یو سړۍ هم د تاسې څلورو واړو ( حامد کرزي – اشرف غنی – عبدالله عبدالله – خلیل زاد ) بازی یو افغان هم ونه خوري ؟؟؟؟؟؟؟؟

واورۍ انتخاب څه ته وایی ؟؟؟ (( انتخاب یعنی د خلکو او خاورې عزت ، ابرو ، شرف ، ناموس ، ملی ارزشونه ، تاریخی افتخارات ، د قهرمانانو یادونه او ساتل ، قوم ګرایی او لسان ګرایی ته لمن نه وهل تفرقه اچونه ۱۰۰٪ بندول – افغانان دیوې مړۍ هلالی ډوډۍ خاوندان کول او افغانی ملی سرمایه د ټولو په اختیار کی په مساوی ډول ویشل او هر افغان ددی خاوری اصلی بچۍ ګنل، پشتونخواه ازادول او اټک تاریخی سرحد تعینول او د ګوادر بحیري بندر د افغانستان تاریخی بندر ټاکل ،  او په یوه ابر قدرت یا متجاوز هیواد خپل وطندار او ناموس ېې د مقام او څوکۍ په مقابل کی نه خرڅولو ته وايي )) ، او دغه انتخاب دیوې مذبوطې علما تنظیم شوې ستراتیژۍ په چوکات کې تدوینول او عملی کولو ته لوی انتخاب وایی .

 قدرمنو جهادی رهبرانو – مجاهدینو – طالبانو – د حقانی ډلې طرفدارانو دیوه سره واورۍ (( اول خو په خپل مرګ ختمیژۍ ، بیا د دولت سره په جنګ کی ختمیژۍ ، دریم په خپلو منځو کې یو دبل سره په جنګ کی ختمیژۍ ، څلورم (پاکستان –ایران او عربان او نن سبا روسیه او چین یا هندوستان)  تاسې د سپیانو په شان جنګوی ، ناموس مو پردو ته پاتی شوو ؟ اولادونه مو یتیمان شول ؟ کور کلی در نه پاتی شو؟ زامن او لورانی مو یتیمان او دلوږې مړه کیژي ؟ نو تاسې دغه انتخاب د چا په خوښه ؟ د چآ په امر ؟ د څه په خاطر کړۍ وو  ؟؟ )) ، د حزب اسلامی نماینده امین وایی دغه دولت نه سباط لری او نه هم د وطن په قصه کی دیی او ډیرنور شیان ، نو تاسې لطفا ورنه پوشتنه وکړۍ چې نو ولی تاسې دداسې یوه پوپت او مزدور دولت سره معاهده یا قرارداد امضا کړو ؟؟ آیا تاسې د مقام او پیسو او قصرو وږي نه یاست او نه وۍ ؟؟؟ وايي غوښه دهر چا خوشه ده خو ( پيښو ځان ور باندې وژنی  ) ؟؟؟ ، ایا حزب اسلامی د خدای په خاطر – د وطن په خاطر ، د خلکو په خاطر حزب جوړ کړو او بیا د پاکستان او عربانو نوکر شوو؟؟ بښنه غواړم داسې نه وه او نه ده د مسعود سره مو د قدرت په خاطر کابل وران کړو او ۷۰۰۰۰ نفره مو ووژل او ۲۴۰۰۰۰ نور مو محاجر کړل دکابل هر څه تخریب او چور شول وسله والپوځ چآ لوڅ او چور او مضمحل کړو ؟؟ ایا تاسی تر ننه د ( آی اس آی ) او ( سي آی ای ) نوکران نه یاست او دغه هیوادونه ستاسی ټول مصارف نه درکوی ؟؟ لمر په دوو ګوتو نه پټیژي ؟؟ انتخاب مو داوله غلط وو تر ننه بیا هم غلط دی ؟؟ دیوه سالم او وطنی او مقدس انتخاب له پاره مقدسو او پاکو خلکو ته ضرورت دی هغوی چې د افغان وینه ېې تويي کړې او یا ېې د افغانستان په تخریب کی لاس لرلو ددی وطن د انتخاب له پاره اصلا مساعد نه دی ؟؟؟ زما په نظر لوی انتخاب دا دی (( د مکلفیت دوره احیا شی – وسله وال پوځ فورا تجهیز او تر ستونیه اکمال شی – معادن ملی شی – خلع سلاح عام وتام عملی شی – نوی ریس جمهرو تعین او نویی کابینه د غیر مجاهدینو نه جوړه شی – او خارجیان دیوه سره افغانستان ترک کړی – عدم مداخله د همسایه ګانو او غربیانو یا شرقیانو د افغانستان به داخلی او خارجی سیاست کی د ملګرو ملتو د امنیت دشورا په فیصله تصویب او عملی شی )) .