بیایید هموطن!

امین الله مفکر امینی       2025-12-10! بیــــا هموطن با هم یکی گردیم تا…

ما با پاکستان مشترکات نداریم !

مدتیست که عده ای نام از مشترکات میان افغانستان و…

تحول فرهنگ سیاسی؛ کلید طلایی وحدت و ثبات ملی در…

نور محمد غفوری (بخش اول) ۱.خلاصه  این مقالهٔ علمی ـ تحلیلی و رهنمودی…

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

حميدالله بسيا په اوسني عصر کې، ښارونه د بشري ژوند د…

مهندسی قومی یا طرح توازن قومی در ساختار قدرت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید مشروعیت‌ بخشی قومی؛ از توجیه انحصار تا مهندسی…

صرصر ظلم 

از فروغ حسن تو ماه فلک شرمنده شد  مهر لطفت هر…

از همین خاک جهان دگری باید ساخت !

با شروع زمزمه های کم شدن موسسات خارجی و خروج…

چرا شطحیات! ترامپ را درک نه‌می‌کنیم؟

اولویت مردم ما اسقاط طالبان است، نه تعامل. ✍️ محمدعثماننجیب در جهان…

پاکستان د افغانستان په خاوره کې د TTP د غړو

د ویشتلو حق نه لري د افغانستان او پاکستان اړیکې له تاریخي…

اپلاتون

د ده اصلي نوم «اریستوکلس» دی، د یونان یو نوموتی…

نقض حاکمیت ملی از سوی طالبان؛ از سلطه ایدئولوژیک تا…

نویسنده: مهرالدین مشید اجندا های قومی و اختلاف برانگیز منافی حاکمیت…

توماس مور؛ را هم اعدام کردند؛ بی وجدانا!

Thomas More ( 1477-1536 ) آرام بختیاری نخستین تئوریسین سوسیالیسم تخیلی در…

پاییز 

باد خزان وزید چمن بی نقاب شد  از برگ زرد صحن…

توافق طالبان و پاکستان

محمد عثمان نجیب پیش‌نوشت: با توجه به اهمیت این یادداشت که چند…

بازی های تروریستی پاکستان و ادامه جنایات آن در افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید جنگ طالبان و پاکستان سناریوی استخباراتی با راستی…

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او…

   جنگ پاکستان با طالبان

       نوشته ی : اسماعیل فروغی        جنگ کنونی میان گروه طالبان وپاکستان…

 با درد بساز که خون بهای تو منم

شوخی و مزاح جزء جدایی‌ناپذیر از زندگی اجتماعی انسان‌ها هستند…

ترامپ چرابگرام رامی خواهد؟

بخش دوم طوریکه می دانیم در15 آگست سال 2021امریکائی هاظاهراًازروی اجباردربرابرمقاومت…

پاکستان حق نه لري چې د افغانستان په خاوره تعرض…

نور محمد غفوری  د نړيوالو اړيکو او دولتونو ترمنځ د متقابل…

«
»

امریکا سوله غواړی که جګړه؟

لیکنه: قاضي نجیب الله جامع 


د امریکا د دفاع وزیر لویډ آسټین په تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې جګړې شدیدې شوې دي او افغان پوځ یې پر وړاندې مقاومت کوي. دده په خبره د افغان پوځ تر ټولو مهمه دنده دا ده چې وکړی شي د سیمو د نیولو او فعالیتونو په برخه کې د طالبانو مخنیوی وکړي او ددغه ډلې هڅې او چټکتیا راکمه کړي. لویډ اسټین یو ځل بیا ټینګار کړی چې افغان پوځ د امریکا ملاتړ له ځان سره لري او دوی باید واک ته د رسېدو لپاره د طالبانو مخنیوی وکړي.دا په داسي حال کې دي چې په تیره یوه اونۍ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکین په ګډون په کابل کې د امریکا سفیر، د سپینې ماڼۍ ویاندې جین ساکي او ګڼو نورو امریکایی بنسټونو له طالبانو سره د دوحي د هوکړي د اساسي  مفاداتو په خلاف چې دوی حق نه لری د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او یا پر افغانانو د خپلو استعمارې شرایطو د تپلو له لارې د افغانستان په کورنیو چارو کې د کوم چا، څه او  لوری ملاتړ وکړي.امریکایانو یوازی په دي هم بسنه ونه کړه بلکی د اوضاع د پیچلي کولو په موخه یې اروپايی ټولنه او ګڼ نور استعماری متحدین یې وړمه ورځ په روم کې راټول کړل او د سولې وروسته افغانستان په باب یې، چې په قوی او واقعی احتمال سره طالبان به یوځل بیا د ولس په غوښتنه د  یوازني مشروع او بالقوه افغان غاړې په توګه د سیاست او حکومت مسوولیت به خلي، داسي پینځه ګونې شرایط کیښودل چې له افغانانو د خپلي ملي آرادې د تمثیل او پخپله خوښه د   یوه سوچه اسلامي او افغاني نظام د رامنځته کولو فرصت غلاه  کوی  او د سیاسي او اقتصادي ګواښوونو له لارې په لوی  لاس د  یوې نوی نیابتي، کرایی او پردۍ جګړې امکانات ډیروی.
د بېلګي په توګه په دغه پینځه ګونو شرایطو کې یو هم د پراخي سیاسي مشرتابه تر عنوان لاندې له ډلو ـ ټپلو څخه لکه د مجاهدینو حکومت ته ورته یو ګډوله حکومت جوړول چې د بدنامو ټاکنو او سیاسي ـ ټولنیز نفاق له لارې به رامنځته  کیږی.هغه چاره چې په یو ډول د تیر ۲۰ کلن امریکایی استعمارې مزل دوام خوندی کوی او  په دویم او درېیم ګام کې شدیدی کورنۍ بی ثباتۍ او انارشیزم ته د لارې برابرولو  سره سم طالبان د خپلو  آرمانونو او ایډیالونو څخه راګرزوی، په ګوندی جنجالونو  کې یې ښکېلوی، بهرنۍ لاسوهنی حتمي کوی او طالبان ددې په ځای چې د یوه منظم، هدف محوره او ستراتیژیک افغاني ریفورم لاره لنډه کړې، د نږدی سلو کالو سیاسي نظام او حکومت  کاواکه او پیکه شتون جبران کړي او  په لویه کې بهرنۍ لاسوهني ختمي، افغانان په یوه ټغر راټول او د سیاسي ـ اقتصادی اصلاحاتو له لارې د ولس رضایت او د نظام پایښت خوندی کړای شي په بي مانا سرخوږیو  او ناپایه کښالو کې راګیروی.
ځکه هم  په تیرې اونۍ کې د ټولو د توقع خلاف په داسي حال کې چې په بین الافغاني خبرو کې طالبانو د بنبست ماتولو په پار د ښکېلو جهاتو سره د لویی  کچې مذاکرات وکړل، مګر امریکایانو په ځواب کې په کندهار او هلمند کې د خپل امپرالیستي عادت له مخې چې وحشت، فساد، فتنه، شرارت او  قتل عام دی بی رحمانه او وحشیانه بمبارې او چنګیزی جنایتونه وکړل. هغه وحشتونه چې اشرف غني وستایل او  له بایډن سره په وروستۍ ټیلفونی مکالمه کې یې د لا ډیرولو او افغان وژلو په پار وهڅول.د دې ټولو جګړه مارو، جګړه پالو او سولې ضد هڅو او منظمو امریکایی شرارتونو سربېره امریکا د اربکیانو، ملېشو او  پاټکونو جوړونکي جګړه ماران او هغوی چې دوی یې د خپلو رسمي منابعو او    ادرسونو له درکه جنګسالاران او د بشری حقونو ستر، مستند او  رسواه ناقضین ګڼي هم د کورنۍ جګړې له پاټک جوړولو راونه ګرزول، د هغوی په بدنامه پرون او ککړه نن یې سترګی پټي کړلی، او  حتا کله یې هم د دغه ډول ثبات او نظام ضد کړیو د فعالیتونو اړوند ساده اندېښنه هم ونه ښوده.اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ  په ارګ کې، په دویمه ورځ د کمانډو عسکرو  په مرکز کې او په درېیمه ورځ د اردو په یوه چوڼۍ کې د جګړې پرلپسي اعلانونه وکړل، د ۳ تر ۶ میاشتو  جګړه ایزه طرحه یې اعلان کړه او د ۳۵۰۰ طالبانو د وژلو ادعاوی  وکړي، مګر امریکایانو په دې اړه نه یوازی کوم  غبرګون  ونه ښوود، بلکي په سپین بولدک ولسوالۍ کې د حکومت هغو ریشخند او درواغو تبلغاتو څخه یې ملاتړ وکړل او په هغه اړوند یې شدید  دریځ ونیو  چې ګواګي د طالبانو تر واک لاندی سیمو کې مرګوني وژنې روانې دي.
همداوس لګیا دي د  طالبانو د بار ـ بار خبرداریو، غبرګونونو او د افغان  ولس د اندېښنو  په خلاف له تورکانو سره معاملي کړې، غواړی هغوی د افغانستان اشغال ته وهڅوی او په لویه کې د تورکانو په لباس کې په افغانستان،  سیمه او نیمه نړۍ کې د افغانستان له خاورې شریرانه لاسوهني وکړي،  خپلي کرغیړني لوبي مخته یوسي او له همدې لارې لکه د عراق او سوریه غوندې د افغانستان په کورنیو مسلو کې رول ولوبوی، ډلي ـ ټپلي حمایه کړې، افغانستان د بی ثباتۍ، کورني جګړې او حتا تجزیي تر درشل ورسوی.
کوم چې ښه بېلګه یې د خپل لاسپوڅي او ګړنګ په غاړه مفکر او ټامیانو د نامشروع، بدنام، لویدلي، منزوی او بلچارې حکومت سره د بایډن له اړخه د ۳،۳ ملیارډ ډالرو پیسو او وسلو مرستي ته د ټټر دربول دې.
زه په داسي شرایطو کې په افغان ولس غږ کووم چې د خپلي تاریخي داعیي سولې او اسلامي نظام څخه بشپړ ملاتړ ته دوام ورکړې، ولس پلوه او استعمار ضد سیاسي فعالان او ځوان کهول باید د ولس  ترڅنګ ودریږی، نور ونه غولیږی او د هېواد له تاریخي دریځ سولې او اسلامي نظامه چې د ګران افغانستان د سل کلن ثبات کیلي دی.
ورڅخه دې په نره او  جارر ملاتړ وکړی، خپل غبرګونونه دې په هېواد کې دننه او بهر کې تنظیم کړې، او که غواړي چې امریکا، متحدین او کرایي بړیڅان یې مختورن شي، نو له طالب ګټلي یون سره دې چې خپلواکي، آزادی، سوله او ثبات دی بي ریاء همکاری وکړي.