تضاد دین و حقیقت...!

توهم خدای دین، حقیقتِ بشر را در آزادی او به…

نقدواره پژوهشیِ بر  مفاهیم جمهوری و جمهوریت 

1میرعبدالواحد سادات     از منظر  حقوق اساسی و علوم سیاسی  در راستای :  …

روح و نَفْس چیست؟

برهان الدین « سعیدی»  بادِ نفس مر سینه را ز اندوه…

طبع  شکسته

نوشته نذیر ظفر  2/8/26 ورجینیا  كوچهِ ما پر از گلِ است ،…

تحولات بدخشان؛ نشانه‌های سقوط یا پایان مأموریت طالبان

نویسنده: مهرالدین مشید جرقه‌ای که آتش مقاومت را در سراسر افغانستان…

بردی کربابایف

برگردان . رحیم کاکایی روسلان سمیاشکین نویسنده براستی مردمی و یکی از  بنیان…

ژورنالیست، راوی حقیقت است، نه مبلغ یک روایت

نور محمد غفوری هر حرفه‌ای چارچوب، قواعد، اصول و معیارهای خاص…

پر له خەمم!

[خه‌م] پر له خەمم! پر لە خەم... خەم له سینگمە، پر لە بەخەڵم‌و پر لە…

یاداشت انتقادی بر یک مصاحبه تلویزیونی

نور محمد غفوری ژورنالیسم، رسالتش پرسیدن است، نه دفاع کردن؛ روشن…

بنیادگرایی دینی و لیبرال‌دموکراسی؛ از سوخت‌رسانی تا امتم دهی به…

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه متقابل افراط‌گرایی دینی، بحران‌های نظم لیبرال و…

راز ارقام در هستی

رسول پویان جهان با رمز و رازش در دل ارقام پنهان…

بنیامین؛ چپ مستقل،یا لیبرال ضد بورژوا

Benjamin, walter (1892- 1940) آرام بختیاری تخریب ریوانجیستی روشنگران توسط ژورنالیسم زرد. والتر…

کله چې جګړه کاروبار شي

محمد سليم سليمان جګړه د انسانانو لپاره د مرګ، بې‌ځایه کېدو،…

 افغانستان؛ در بن‌بست اعتماد و آینده ناپیدا

 نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان؛ میان بی‌اعتمادی و بن‌بست سیاسی افغانستان در یکی…

شایسته‌سالاری؛ بنیان عدالت اجتماعی و پیش‌شرط حکمرانی کارآمد

 نور محمد غفوری عدالت اجتماعی، به‌عنوان یکی از بنیادی‌ترین ارزش‌های دولت…

رسول حمزتف شاعر شوروی و مردم داغستان

مترجم:  رسول حمزتف از مهم‌ترین شاعران داغستان و یکی از چهره‌های…

                                      نسل فراسو

 نویسنده: مهرالدین مشید نسلی که پیوندهای انسانی را بر مرزبندی‌های قومی…

سیاست ماجراجویانه و هزینه‌ای که ملت‌ها می‌پردازند

 نور محمد غفوری  تاریخ بشر بارها ثابت کرده است که ملت‌ها…

آمانج جبار

آقای "آمانج جبار" (به کردی: ئامانج جەبار) شاعر معاصر کرد،…

افغانستان؛ بن‌بست مشروعیت و بازی قدرت‌ها

 نویسنده: مهرالدین مشید           فغانستان؛ از انزوای سیاسی تا بحران اجتماعی و…

«
»

سقراط

نوموړی د لرغوني یونان ستر فیلسوف او عالم او د غربي فلسفې له بنسټ ایښودونکو څخه وو، چې له میلاده “۴۶۹” کاله وړاندې د «آتن» په ښار د “ايلوپيک” په کوڅه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي.

پلار یې «سوفرونکوس» نومېده، مجسمه جوړونکی وو او له ډبرو به یې بُتان جوړول. سقراط هم دپلار نه تر لومړني زده کړو وروسته تیږې توږلې او بُتان به یې ترې جوړول.

مور یې «فیناریټي» نومېده، ډېره پوهه او عالمه ښځه وه. ویل کېږي چې، مور یې په وړکتون (کودکستان)کې د نورو خلکو ماشومان روزل او پالل خو ورسره، ورسره یې د خپل زوی سقراط ښه پالنه هم وکړه. 

سقراط د مکتب او ښوونځی له وختونو ژور اندونه او فکرونه کول او له انساني چاپېریال نه پورته یې اندو فکر تر کایناتو رسېدلای وو. نوموړی د عقل، پوهې او حکمت ښوونکی بلل کیږي.

سقراط د ځانګړې پوهې، بیان، منطق، سمو او اغیز لرونکو خبرو د فلسفې پلار ګڼل کیږي. د سقراط فلسفه پر انصاف، مینه، نېکۍ او ځان پېژندنه ولاړه وه، هغه پدې اند وو چې د نړۍ ټولې بدۍ له ناپوهۍ او جهالت څخه مینځته راځي، ځکه یې د بدۍ پر وړاندې نېکي د خپلې فلسفې د بنسټ په توګه وړاندې کړې ده. له سقراط څخه هیڅ متن یا کتاب نه دی پاتې، او د هغه خبرې، زده کړې او تعلیمات د هغه دوو مهمو زده کوونکو «افلاطون» او «ګزینفون» نړۍ ته وروپېژندل.

د سقراط خبرې ډېرې ګټورې، مهمې، اغیزناکې او  د کاڼو کرښې دي، چې یو څو یې ستاسو لوستونکو مخې ته ږدم.

– سقراط باور درلود چې پوهه ترټولو لوی ځواک دی چې موږ یې لرو. هغهٔ د حقیقت موندلو هڅه وکړه او تل به یې ویل: “زه یوازې پوهیږم چې زه هیڅ نه پوهیږم.”

– که غواړې چې هستي او وجود وپېژنې نو ځان وپېژنه. 

– د خلکو د رازونو، نه لوڅول، د کرامت او شرافت نښه ده. 

– خپل مور او پلار سره هغسې چلند وکړه چې څرنګه یې له خپلو اولادونو څخه هیله لرې. 

– په نړۍ کې یوازینی خیر او ښه والی، پېژندنه او علم دی؛ او یوازینی بدي او بدمرغي ناپوهي او جهالت دی. 

– په ژوند کې داسې شېبې مخ ته راځي، چې یوازې په زړورتیا به ورسره مخامخ کېږې. 

– تاسو کولی شئ هر ارمان او ارزو ولرئ چې تاسو یې غواړئ، خو تمه مه کوئ چې دا ټولې به ترسره شي. 

– تر څو چې یو سړی ژوندی وي؛ د هغه لپاره دا ستونزمنه ده چې په دې ټکي پوه شي؛ څوک باید مړ شي ترڅو تلپاتې  شي. 

– پاکه او سپیڅلې  پوهه په ناپاکو زړونو کې نه ځایېږي. 

– هوښیار او عاقل سړی کم غږېږي او ډېر اوري. 

– که انسان بدي پېژاندلای بدي به یې نه کوله. 

– د غوسې پر مهال زغم او صبر ډېر سخت، خو ډېر ارزښتناک کار دی. 

– د غوسې غوره درملنه چوپتیا او خاموشي ده. 

– د پوه او عقلمن انسان پېژندنه د قهر او غوسې په وخت کې څرګندېږي. 

– په وخت خبرې کول او په وخت چوپتیا او خاموشي، د پوهې او عقل نښه ده. 

– د اندو فکر آزادي یو اړین څيز دی. 

– حقیقت او واقعیت د ذهن لخوا رامینځته کیږي موږ کولی شو د خپل ذهن په بدلولو سره واقعیت بدل کړو. 

– هلته چې حقیقت نه وي، هر څه بدو زشت او بې ارزښته دي. 

– په شر او فساد کې چې کوم خوند دی، ورته مه خوشحالېږئ او په دې یوازې اندو فکر وکړئ چې خوند نه پاتې کېږي او هغه څه چې پاتې کېږي شر او فساد دی. 

– د نېکي ښوونکي هغه کسان نه دي چې د نېکۍ ښوونه او تدریس کوي، بلکې هغه کسان دي چې په خپله نېک دي. 

– انسان تل د نېکمرغۍ او خوشالۍ په لټه کې دی. 

– د یوې بریا خوند د سلو ماتو او ناکامیو په خوند ارزي. 

 – په یوه هېواد کې ظلم، استبداد، زیاتوالی او افراطیت هغه وخت رامنځ ته کیږي چې تر اندازې زیاته آزادي ولري. 

– بېوسه او غریب هغه نه دی چې پېسې نه لري، بېوسه او غریب هغه دی چې هیلې نه لري. 

– ستاسو تر زړه هيڅوک هم، تاسو ته ډېر نږدې او رښتینی نه دی، له هغه چا لرې واوسئ چې ستاسو زړه يې نه غواړي. 

– د اخلاقو لومړني فضیلتونه دا دي: پوهه او حکمت، زړورتیا، منځلاري، انصاف او د خدای(ج) بنده ګي. 

– له مور او پلار سره هغسې چلند وکړئ چې له خپلو اولادونو یې تمه لرئ. 

– ادب او علم خپل شعار وګرځوه، چې د زمانې غوره اهل شې او له نېکو خلکو سره یو ځای شې. 

– هوښیار خلک له هرڅه او هرچا څخه زده کوي، منځني خلک له خپلو آزماېښتونو او تجربو څخه زده کوي، ناپوه او احمق خلک د مخه په ټولو ځوابونو پوهیږي. 

– په هر کار کې د پایلې په اړه اندو فکر کول د ژغورنې لامل ګرځي. 

– سیاست یو هنر دی، چې د هغه لپاره د خدايي استعداد او وړتيا ترڅنګ پراخ لوست او مطالعې ته اړتیا ده. 

– له دښمن سره هم باید سپارښتنه او مشوره وشي تر څو د دښمني کچه یې په ډاګه شي. 

– د نفس د تزکیې ټولې لارې چارې له پوهې او علم څخه تېرېږي. 

– پرځای خبرې کول او پر ځای چوپتیا او خاموشي د پوهې نښه ده. 

– په سترګو لیدل مهم نه دي په پوهې او عقل لیدل مهم دي. 

– له مړینې او مرګ څخه تیښته ستونزمنه نه ده، له بدۍ څخه تیښته ستونزمنه ده، ځکه چې بد له مرګ څخه ګړندۍ کیږي. 

– تر ټولو خوږ مرګ د هغو کسانو دی چې لوی کارونه یې سرته رسولي وي او د دوی لوې هیلې او ارمانونه پوره شوي وي. 

– خلک هر یو هیله او ارمان لري؛ يو پيسې غواړي، يو ښايست غواړي او بل ویاړ او عزت غواړي، خو زما په اند ښه ملګري له دې ټولو ښه دي. 

– یوازې یو خېر شتون لري چې هغه پوهه ده او یوازې یو شر شتون لري چې هغه ناپوهي او ناداني ده. 

– ژوند لنډ او فاني دی خو هنر اوږد او تلپاتې دی.

– بې آزماېښه او بې تجربې ژوند د ژوند کولو ارزښت نلري. 

– ښکلا د لږ وخت ظلم دی. 

– ښکلا پرته له عزت، سپیڅلتیا او فضیلت څخه لکه یو ښایسته ګل دی، خو بې بویه او بې عطره. 

– هغه دولت هېڅکله پر ځای نه پاتې کېږي چې چاته سزا پکې واورول شي، خو ور نه کړل شي. 

– پر مجرمانو باندې باید غصه او قهر ونه کړو، بلکې باید هغوی ته وښیو چې څنګه د تیر وخت عملونه تکرار نه کړي. 

– هغه ژوند چې نه څیړل کیږي د ژوند کولو ارزښت نلري. 

– فلسفه له کتاب څخه نه، له ژوند څخه سر چینه اخلي. 

– له مرګه مه وېرېږئ، ځکه چې تریخوالی یې په همدې وېره کې دی. 

– له مرګه هېڅ وېره نشته، ځکه دا یو ارام خوب دی چې په کې د ګډوډۍ خیال او تصور نشته. 

– د یو هېواد چلولو لپاره داسې چا ته اړتیا ده، چې د سیاست له رمزونو سره بلد وي او د هېواد بېړۍ د وخت له توپاني سیند څخه خوندي راوباسي. 

– ډارېدونکي خلک دیوالونه او دړې او دروازې خپل دښمن ګڼي او له هر شي او هر چا څخه وېره لري. 

 – واده وکړئ، که ستاسو ښځه ښه وي تاسو به خوشحاله شئ که بده وي تاسو به یو فیلسوف شئ. 

– د یو چا د شخصیت پر ځای  د هغه له بدن سره مینه کول د څارویو کار دی. 

– د ژوند درد او مصیبت په غم کې نه، په رسوایۍ او بدنامۍ کې دی. 

–  د یوه ملت د له منځه وړلو لومړی ګام، د هغه د حافظې پاکول دي. 

–  علم او ادب خپل شعار وګرځوه، چې د زمانې غوره اهل او له نېکانو سره یو ځای شې. 

–  کله چې له تا سره خبرې وشي، لومړی غوږ شه، بیا اندو فکر وکړه او ورپسې پریکړه وکړه. 

– د ټولو دښمنانو نه زیات باید خپل تر ټولو نږدې دښمن ته چې ژبه ده، پام وکړې. 

– بشپړ انسان هغه دی چې دښمنان یې له هغه څخه په امان کې وي، نه دا چې ملګري او دوستان یې ترې وډار شي. 

– نېکمرغه انسان هغه څوک دی چې هر ناسم او ناوړه کار ترسره کړي، نوې تجربه او آزمایښت ترې زده کړي. 

– لومړی خپل اهلیت ثابت کړه بیا د ډاډ او اعتماد هیله ولره. 

– تکل او اراده لرونکي کسان غوسې او دښمنۍ ته لار نه ورکوي. 

– د هر کار د پایلې په اړه اند و فکر کول، نېکمرغي ده. 

– د یوې بریا خواږه په پرتله د سلو ماتو ترخه، ارزښت لري. 

– هیڅ ځواک تل پوره او ثابت نه پاتې کېږي. 

– د خوښۍ راز د نورو زیاتو شیانو په لټه کې نه دی بلکې دا د لږو شیانو نه خوند اخیستل دي. 

– تاسو باید پوه شئ چې خوښي د تمې په لوړولو سره نه ترلاسه کیږي، خو خوښي باید د محدودې خوښۍ سره د قناعت له لارې ترلاسه شي. 

– د غوسې دوا چوپتیا ده. 

– لومړنۍ پاملرنه او دقت، له وروستۍ پښېمانۍ څخه مخنیوی کوي. 

– کوم کور کې چې ښه کتابونه نه وي، داسې کور په حقیقت کې د کور ویلو وړ نه دی، دا خو د ژوندیو مړو هدیره او مړستون دی». دی وايي:

فیلسوف ایمرسن وايي: «ښه کتاب، بې‌سارې دوست ته ورته دی، چې تل پر ښې لارې د تگ سپارښتنه او مشوره درکوي».

کارلایل فکر کوي: «د گټورو کتابونه یوه ټولگه د نن زمانې یو ښه پوهنتون ته ورته دی».

– ټولنه هغه وخت پوه او حکمت تر لاسه کوي چې کتابونه پکې زیات وي. 

– کله چې تاسو په ژوند کې لوړ شئ، ستاسو ملګري پوهیږي چې تاسو څوک یاست. خو کله چې ته په ژوند کې راښکته شې په ځمکه وغورځې هغه وخت ته پوهېږې چې ستا ملګري څوک ول. 

– خپله ټوله مینه په یو ځل خپل دوست او ملګري ته مه ښکاره کوئ؛ ځکه چې کله هغه لږ بدلون وویني، هغه اندو  فکر کوي چې تاسو یې دښمن یاست. 

***

په ادبي مینه او درنښت: انجنیر عبدالقادر مسعود