به پیشواز اول می، روز جهانی همبسته‌گی کارگران

اعلامیه سازمان سوسیالیست‌های کارگری افغانستان اول ماه می، روز تجدید پیمان…

ناپاسخگویی به چالش های جهانی؛ نشانه های زوال تمدن غربی!؟

نویسنده: مهرالدین مشید بحران های جهانی پدیده ی تمدنی یانتیجه ی…

عشق و محبت

رسول پویان در دل اگـر عـشق و محبت باشد نجـوای دل آهـنـگ…

جهان در یک قدمی فاجعه و ناخویشتن داری رهبران سیاسی…

نویسنده: مهرالدین مشید افغانستان در حاشیه ی حوادث؛ اما در اصل…

چند شعر از کریم دافعی (ک.د.آزاد) 

[برای پدر خوبم کە دیگر نیست]  ترک این مهلكه با خون…

مکر دشمن

  نوشته نذیر ظفر با مکـــــر خصم ، یار ز پیشم…

نویسنده ی متعهد نمادی از شهریاری و شکوهی از اقتدار…

نویسنده: مهرالدین مشید تعهد در قلمرو  ادبیات و رسالت ملی و…

اهداف حزب!

امین الله مفکر امینی      2024-12-04! اهـــــدافِ حــزبم بـــودست صلح وصفا ی مــردم…

پسا ۷ و ۸ ثور٬ در غایت عمل وحدت دارند!

در نخست٬ دین ماتریالیستی یا اسلام سیاسی را٬ بدانیم٬ که…

نگرانی ملاهبت الله از به صدا درآمدن آجیر فروریزی کاخ…

نویسنده: مهرالدین مشید پیام امیر الغایبین و فرار او از مرگ؛…

مدارای خرد

رسول پویان عصا برجان انسان مار زهرآگین شده امروز کهن افسانۀ کین،…

افراطیت و تروریسم زنجیره ای از توطیه های بی پایان

نویسنده: مهرالدین مشید تهاجم شوروی به افغانستان و به صدا درآمدن…

عید غریبان

عید است رسم غصه ز دلها نچکاندیم درد و غم و…

محبت، شماره یکم، سال ۲۷م

شماره جدید محبت نشر شد. پیشکش تان باد!

روشنفکر از نظر رفقا و تعریف ما زحمتکشان سابق

Intellektualismus. آرام بختیاری روشنفکر،- یک روشنگر منتقد و عدالتخواه دمکرات مردمی آرامانگرا -…

پیام تبریکی  

بسم‌الله الرحمن الرحیم اجماع بزرگ ملی افغانستان به مناسبت حلول عید سعید…

عید خونین

رسول پویان جهان با نـقـشۀ اهـریمنی گـردیـده پـر دعوا چه داد و…

بازی های ژیوپولیتیکی یا دشنه های آخته بر گلوی مردم…

نویسنده: مهرالدین مشید بازی های سیاسی در جغرافیای افتاده زیر پاشنه…

ادریس علی

آقای "ادریس علی"، (به کُردی: ئیدریس عەلی) شاعر و نویسنده‌ی…

گزیده‌ای از مقالهٔ «هدف دوگانهٔ اکوسوسیالیسم دموکراتیک»

نویسنده: جیسون هی‎کل ــ با گذشت بیش از دو دهه از…

«
»

امریکاییان اوناتوځواکونو، افغانانوسره بربڼد جفاکوی

نصیراحمد- مهنمد                «لمړی  برخه»                                   ۵/۹/۲۰۱۴

افغانستان دنړیوال کورنی دیوغړی په ټوګه اودهیوادونواوملتونو په کتارکی یولرغونی ځپلواک هیواددی او میشته ولس یی پخپل نفس کی ځانته خانګری ښه ممتازانسانی خصوصیات لری چه دافغان کلتوری مرغلری په نامه یادیږی اواصیل افغانان پری ویاړی۰

یودهغه افغان کلتوری مرغلروله جملی څخه دادی چی افغانانو دپاره دپردی په وسیله ځان ،هیواداوملی نوامیس ساتل ،لاسوهنه اودوی ته په بدنیت ګټل هیڅکله دزغملو وړ ندی ، ځکه چی ددینی عقایداوتاریخی ډوډأودستورسره نه یوازی هیڅکله سابقه او تطابق نلری، بلکی یولوی بی غیرتی اوشرموونکی خبره اوعمل ګڼل کیږی۰

سره له دی تراوسه پوری دامریکا اوافغان دامنیتی ټړون په هلکه ددواړوطرفه دمخالفینو اوموافقینودحلقو لخوا ډیری خبری ، لیکنی او تبصری شویدی اوالی مصسایلو رنه لی ډول  ډول فشارونه تهدیدترپوله پوری  کاراخستل کیږی ، راځی چی دملی اوافغانی معقوله دریځ هینداره پرته له خوش  بینی او بد بینی او فردی اوګروپی ګټونه امریکاییانوپه سرمشری دتیر وڅه دپاڅه دیارلس کلن کړو وړواواړیکو نه د یولڼدګټلو په ترڅ کی دامریکا زور،تهدیداوشرطونو وړاندی کولو موضوع ته په تمرکزسره وڅیړو:

لومړی : دامریکا په اړه:

         امریکاییان اوناتوځواکونو، افغانانوسره بربڼد جفاکوی، افغانان وایی :

                          نیک معامله رابا زمعاملهوبدمعامله را بس معامله

یواساسی ټکی دا دی له کومه مهال نه چیامریکا اواندیوالان یی دبی بڼسته ادعا اوپرته له  اسناد اوشواهدونهدلوی اشتها اوسټرادعا په وجه  باندی نړیوالوته بیا دعراق په څیر وغوړول اومونږ هیوادکی راغلی دی ،څه دپاڅه دتیرودیارلس کال په موده کی  د زرهاوسندونو،فکتونواوژوندی شاهدانو دموجودیت پر اساس دناوړوعملونواوغټ غټ اشتباهګانو،دوه مخیزی تیاره سیاستونو او پالیسیو پر بناءدصواب پرځا ی دعذابونو اومصیبتونولامل ګرځیدلی چه خان هم خراب کړاوکوی ،اومونړته هم لا بربادیوسره مخامخ کړیدی اوکوی .افغانان له هره هیواداوملتونونه زیاته قربانی ورکړی دی.

په تیوری کی هرشی ښه ښکاری ، مخصوصا چی په لفظی اولیکلی ادبی  سینګاراو په احساس پارونکی کلمو سره (پر زرق وبرق ) سمبال وی اومخاطبو ته  وړاندی شی ، دلنډمهالو موخو لپاره ممکن تر یو حده پوری پراکثره  بیسواده یا کم سواد وګړو باندی احساس راپارونکی اوغولونکی تاثیر وکړی اوظاهری پرمخټګ وشی ، مګر اساسی نتایج  یی (ګټی اوضرریی )په اوږد مهاله  بربند او څرګندیږی اودوخت  په تیریدو سره هر شی  په صفر تقرب کوی ۰دایو نوی تجربه اوژوندی مثال دی چی افغانان دامریکایی مغرور واکدارانواو  اندیوالان یی دتیرودیارلس کال په خپل  خاوره اودعراق له وضعیت نه زده کړیدی او اړینه دی چی نړیوال ټولنی هم ورنه زده کړی ۰اودنړی مفکرین اوڅیړونکوداصلی حقایق اوواقعیتونو پر بناءڅیړنه پیل کړی اودنوی ناکامی تجربی دعبرت او ډډه کول لپاره بشری تولنی ته وړاندی ۰

 په افغانستان کی دامریکی اواندیوالاان یی اود نااتو دغړوهیوادونوسیاسی او نظامی ماهیت اوحقیقت دهرې ورځې اوهرې شېبې په تېرېدو سره نه یوازی افغانانوته بلکی نړیوالو ته ښکاره کېږي او ورسره دامریکا هغه کاذبې داعیی هم رابرسېره کېږي چې دافغانانوسره دسولی اوامنیت تامینولوپه برخه مرستی ،بیارغاونی سره بسپنی ،د  ولسواکی ترچتتر لاندی یو سچه اوښایسته سالار نظام  اوسیستم په بڼست  ایښودلوسره مرسته ،دتروریزم اوالقاعدی سره دمبارزې په نوم يې خلک تېر وېستل . افغانانو ته یوځل بباپه ګران بیه دبل توراستعماری یرغلګر  ځواک څیره څرګنده شول چی امریکا تل خپلې ګټې په پام کې نیولي او خپلې ګټې دپردې ترشاپر نړیوالوته د سپېڅلو موخو او دنړیوال امن لپاره دژوندبخښونکې نسخې په توګه معرفي کړې دي .خو وروسته دزمان په تیریدوسره جوته کیږی چې دامریکایانو دهرې کاسې لاندې نیم کاسه وي او تل يې هڅه کړې ده چې نوره نړۍ خو پرېږده ان خپله امریکایی ولس هم تېرباسي.

دالقاعدی سره دمبارزی تر نوم وروسته له اوړدی مودی اوبیګناه   افغانانوتباهی  اوډله اییزو وژنی نه داسامه دراماتیکی موندل اوقتل یی په پاکستان کښی  اوبیا په پټه ټوګه مړیی دسیندو په اوبوکی اچول نه یوازی افغانانودپاره یوانکارنه منونکی بیلګه ده چی دعراق په څیرپدی څه  دپاڅه دیارلس کال کی پرته له اسناداو ثبوت اومنطق نه پرافغانستان باندی دامریکا ،ناتواونوروحملی اولښکرکښی اوورسره جوخټ دبن دغیرعادلانه اوبی محاسبه ډرامی پربڼسټ محیل اومقهوردښمنان اوګاوندیو دولتونو په ملګرتیا نه یوازی په افغان مسلمان باټورولس باندی صریح ظلم شوی ،بلکی دافغانا نو دټولنیزی بڼستونو جوړښتونه اوتوازن اودملی مقدراتودټاکلو پروسه هم ګډودشوی۰

دافغانانولپاره دسولی اوامنیت مرستی اوپلی کولو پرځای برعکس امریکا په علنی ټوګه افغان وروریوموټی قومونه یو په بل کی واچول ؛ دافغانانوپه مینځ کینه اوعداوت را وپارول ،،طالبان وځپل اووشړل ،او پرځای یی دطالبانو ماټ خوړلی اوتښتیدلی سیالان اودافغان  ملت منفوراومردود تښتیدلی ډلی تپلی بیرته  وګرځاوه اوله ټول ملی جرمونواو جنایتونو سره سره حاکم کړ،مجازات  او مکافات اوانتقالی عدالت ته تر خاوری ښخ کړه او فاتحه یی واخیست ،ترننه پوری ملت ته  دا  موقع ورنکړه چی سره او ناسره جلا کړی او خپله سر نوشت پخپله وتاکی غوره مثال یی د۱۳۹۳ ټولتاکنه پایل  یی دشرموونکی لوبی  دابزار په ټوګه دنوی ولسمشردتضعیف   اوکمزورکولواودفشار  اوویره آلی په  حیث ورکارول اوهرڅه ترپښولاندی  کړترڅوپه افغانستان  کښی  خپل نظامی شتون دامنیتی  دامضاءکولوپه پلمه قانونی بڼه ورکړی دافغان ولس اونړیوالولاسونه او خوله دلس کال نور لپاره وټلی او بند کړی او اوباش  غلو او مافیایی جنا یتکار حکومت شریک  او پخپل سری ته لا تداوم ورکړی ۰

دملی رغاونی اوسمونی مخه یی ډب کړل، ویل کیږی چی وروسته له دویم  نړیوال جګړی نه  دڅه ناڅه لس دولس اروپا یی هیوادنو دبیا  رغاونی  لپار ه دمارشال پلان  تر نوم يوسلو دری ملیارده دالر مصرف   شوی  دی ،مګر دامریکاییان ادعالری چی په افغانستان  کی څه دپاڅه یووسلوڅلور ملیارده  مصرف شویدی  ۰خوپه  ډیر خواشینی  سره  افغانان ننه ورځ دیو ستنی   جوړلو   دستګاه  خاوند  ندی   چی   پری  خپل  کفن وګڼدی ،  ځکه   چه   چپن  او  ډوډی   خو نشته  دی ۰

کومی پیسی چه دمرستی !؟ ترنامه ورکول کیده بی له  کوم حساب او کتاب او پرته له قانونی  او دولتی لیاری نه شخصی افرادو او انجیوګانوته چی دبوش – اوباما   دکابینی اودکابل لوړ پولی او  زورواکانوپوری اړه لری ،ورکول او له دوی له لاری مصرفول  چه له همدی کبله نه مرستندویان  پوهیږ چه څومره ، چاته اودکومی موخی اوپلان لپاره مرسته ورکړیدی اونه افغان لوری ځواب ویلی شی چی له  څوک نه، څومره اودکومی موخی لپاره اخیستی دی ۰ خوهرافغان اودنړیوال وګړوښه پوهیړی او خبر دی چه دامریکایانو دیرغل پیاده نظام څولڼدغربی خاصیته زورواکان ملیاردران سوی تر  دی حده چه خپل آسونوته دورځی یولاری کیله ورکوی اودهالیودی لوبغالو غوندی دریشی اغوندی ، حال داچه  په ګاوندیتوب یی زوړ بوده اوماشومان یو مړی ډوی دبقا لپاره نلری ۰

زمونږهیواد په نوی استعماری بڼه اشغا ل اودیوه ملی مستقل هیواد په حیث هستی اوموجودیت یی له جدی ګواښ سره مخامخ کړیدی ،افغان هیوادددغونړیوالوښکیلاکی لوبواو سیالیوپه وجهی ستیج ګرخول شویدی.د ملی امنیت اوحاکمیت او ارضی بشپړتیا داحترام او ټینګښت آو بیارغونی اوسمونیپرځای زمونږ ملی جوړښت او بڼستونه او دهیواد دروازی اودیوالونه یی نړول شوی  اودهرچا پرمخ خلاص  دی  او زمونږ ولس اوهیواد په دا تیردیارلس کاله کښی لا بی ثباته اوله تباهیواوورانیوسره مخامخ اوزمونږ فرهنګ اوکلتور زیانمن کړیدی ۰

دحقایق اوواقعیتونو  پر  بنیاد په زغرده  ویلای شوچی په تیرو دیارلس کال کی نړیوالودامریکی په سروالی ونه غوښتل اونه پریښودل چی په افغانستان کی یو رشتینی اوواقعی بنسټیزه افغانی سچه  حکومت او اداره  رامینځته شی ،بلکه هڅه دا وه چی که هروخت بهرنی  سیاسی ، نظامی  او اقتصادی  حضورپه څنګ شی زمونږهیوادبیا اتیایم او نویم لسیزوته بیرته وګرزی۰ دهمدی  موخوپر بناءله یوی خوا د امریکا د برید په پایله کی داسی کسان حاکمان وګمارل سوه چی د اول بُن د  درامی دترتیب شویسناریوپه بڼسټ دنقش لوبولو اوپرمخ  بیولولپاره خوښ کړل  شوی و ۰مګرله  بلیخواامریکا داسی خپرونی اوبد و  رد  وایی چی ګواکی تنظیم سالاران مجاهدین نه ،بلکه د جهاد سوداګران دی. که درادیوګانی  اوتلویزیونو خپرونو ته  ځیرشی اوسنی واکمنان بی حده په سپکو کلماتو  یادوی اما کله چی د طالبانو سره شکیل وه تر اوسه پوری امریکا د هغو ملاتړ کړیدۍ خو له بله طرفه د سولی د بهیر خبره هم کیږی نو بیا امریکا د همدی افرادو ملاتړ کوی. په دی ډول ولس د بلاتکلیفۍ سره مخ دۍ او نه پوهیږی چی امریکا په افغانستان کی نور څه کول غواړی .
که روانو چارو ته په ژوره کتنه وسی د راتلونکۍ احتمالی بحران زمینه او لاری همدا اوس خپله امریکا تنظیموی له یوی اړخه د افغان اوسنی حکومت او واکدارانونه په کلکه ملاتړ کوی او د بشری حقونو ناقضین،غاصبین ، مفسدین، متجاوزین او قانون ماتونکی سره په جلا جلا توګه په میاشتنی امتیازاتو او ډالرو پیاوړی کوی دفساد او د تشنج اوبحران غصب اوبغاوت دخلکودرایو اوقانون پرخلاف دجان  کری پوسیله تحمیلی شرایط اولیاربرابره  وی او دروازی یی ورته پرانیستلی دی  ۰ له دموکراسی  او ټولټاکنی ډندوری  په  لیاراچولی  اوخپل پلوی اعلاموی ،آیادا ضد او نقیض پالیسۍ پخپله د شوم نیت او پټی ستراتیژۍ بیانونکی ندی؟۰

امریکا او غرب ته  ضرور دی چی خپل  سټرګی او ماغزه خلاص کړی اوبیا نه یوازی خپل  تیراشتباه  ګانی ته دوام ورنکړی  ،  بلکه  دجبران او تصحیح لپاره نوی کتنی اوهڅی وکړی ،ټول افغانانوته د څو چپاول ګر اودپردیو په لاس جوړشوی تصنعی حاکمانو او تنظیم سالارانو سره نباید پرتله کړی او په یوه ترازو کی یی وتلی، ټول افغانان غاصبان ، متجاوزین ، قاتلان ، مفسدین او توپکیان ندی ،صرف څو هغه کسان چی بهرنیانو د خپلو مقاصدو لپاره روزلی دی دا ډول خصایل لری.افغانان خپل تاریخ لری، داسی تاریخ چی د شخصیت د لوړو معیارونو، د دیپلوماسۍ نړیوالو سټنډردونو ،ازادی خواهی او د انسان غوښتنی د لوړی حقوقی کچی، څخه ډک دۍ. همدغه عالی فضایل دی چی ترننه د کورنۍ جګړی لوبغاړواولاسپوسوپه وسیله هیچ بهرنی هیوادونه و نتوانیدل خپلو شومو موخو ته ورسیږی.

یقین دی چی بهرنی تجاوزات او اشغالګری به زموږ د هیواد په تاریخ کی په سرو لیکو ثبت وی حتما به زموږ راتلونکی نسلونه هغه د هیواد یوه توره برخه بولی خو د افغانانو جهاد، ازادی خواهی ، قربانی او اسلام دوستی به د دی تاریخ د ویاړ ټکی وی او د هغه افغانی الاصله نوکرانو او چاکرانو نومونه  چی د متجاوزینو په  رکاب اومیزبانی کی چی دافغان ولس په وړاندی دریدلی دی په ننګینو ټکو د ذلت په رنګ درج شی۰

مونږ  په یادلرو اوعینی ژوندی  شاهدان یو چی  په افغانستان کی د سولی او تفاهم ږغونه دداکترنجیب  الله له وخته ترننه  پوری اوریدل کیږی اود    ولس غوږونه کرشویدی ،ترڅو نور کلونه هم ولس د هیلو او امیدونو په سیند کی لاهو کړی. خوحقیقت  اوتجربی دیته ثابت  کړیدی چی هر ډول د سولی خبری مثبتی پایلی نشی  رسیدلای مګر داچی بنسټ یی  پرعدالت اوحسن  نیت اوصداقت   اوایثاراستوارنوی، که جناب  عبدالرب  رسول سیاف پخپل عالمانه   خبرو کی زمونږدمصیبت   ځپلی ولس اوهیواد لږزیاد  تره همت اوشهامت ښودلی  وای  چی   په صراحت بربند  دواقعیتونو پربنیاد  اودشرعی احکام  اوحدودو کی رڼا اچولی فکر  کوم  چی یولوی  خدمت کولای اوملی او ایمانی وجیبه یی بهتره  ادا  شوی وای چی متهم مجرمین په ګوته شوی وای اوهم دجرم  وجنایات اوملی خیانونو ډولونه یی یوځل بیا برملا شوی وی۰

ځکه چی رعایت اوتطببق عدالت په دوو برخو کی ترهرڅه آهم دی. لمړی په بشری جنایاتو تورن کسان، ملی خاینین،په عامه وژنه تورن کسان او د پردیو اجنټان باید باالترتیب د عدالت میز ته ودرول سی. د وینو سوداګرانو چی انسانان په بستهکانتینر ونووژلی دی ، په ژوندی انسانانو یی څاګانی ډک کړیدی ،د بهرنیانو په ملاتړ یی جنګی اسیران په دزنو وژلی دی اودبولدوزرونو  په وسیله ژوندی ترخاورولاندی کړیدی ،ښارونه او کلی یی وران کړیدی ، دولتی شتمنۍ یی چور کړیدی ، د خلګو پر نوامیسو په تیری تورن دی، شخصی او دولتی ځمکی یی غصب کړیدی ، او بالاخره د بهرنیانو په ملاتړ یی د ولس په وړاندی سنګر نیولۍ اوبررایی لوبی اومسخری کوی،ویره  اونارامی  زیږوی  ،  له رسمی اودولتی مواضعوپه ناوړواستفادی سره بغاوت کوی   اود بیګانګانودموخو پلی  کولواودمستقبل اداره  دتضعیفولولپاره زمینه برابروی  ۰

نو په  دی  اساس زما په انډ دجناب  کرزی دیارلس  کلن  واکمن مثلثی   ادارو ټول غړوباید د ملی محاسبی  اوتصفیی  محکمی په وړاندی ودریږی  حساب اوځواب ورکړی. بلی مساله چی   دشرمونکی ټاکنی  درامی  ختمه  شی  باید د ولس  رایوته احترام  شی  د یومتمرکزدولت  اوحکومت جوړښتد قانون  ،اصول او استحقاق پر بنسټ ایجاد سی. دولتی چوکۍ د ولس امانت دۍ ایثارګرخدمتګاران  غواړی ، په هغه کی ناغیړی او تصرفات د ولس د حقوقو غصب دۍ ، دی حالت ته باید دپای ټکۍ کښیښوول سی نه چی کراچی وان قوماندان او ریس وی بی مقداراوبی سوادوګړوجنرال وی ، د مدرسی زده کوونکی وزیر وی. دا او کم دانشه سفیران د هیواد نړیوال حیثیت ته تاوان واړوی دا موضوع هم په یو شکل د عدالت د تامین سره مستقیم تړاو لری.زمونږاسلامی او افغانی « هویت »ته زیان رسولی دی، اومونږتردی حده رسولی یو چی لاس ترځنی باید کینواودخپل مادی اومعنوی شتمنیو،فرهنګی ارزښتونو، اوملی معیارونوتباهی اوبربادی اوهمداسی دیوفاسد ،منفوراوپرته د صلاحیته  راټول  کړی کسان د نظام ترچتر اونوملاندی رډ رډ وګورو۰ نن په هېواد کې داسی  روان ديچې يو ناکام نوماند د افغانستان د خلکو اراده له مينځه وړي، د ولسواکۍ جنازه خاورو ته سپاري، د قومونو سپکاوی وکي، د هغه بدمعاشۍ او قانون ماتونې ته هيڅ څوک څه نه شي ويلی، حتی له ټاکنوپروسی نه داسې يو ريشخند جوړشوي چې هيڅ بايلونکی نه لري، نړيوال هم د افغانستان قوانين تر پښو لاندې کوي، د ولس پر رايو ملنډې وهي او د همدې ناکام نوماند پر ګټه خپل سوغات او خپل محصول (ولسواکي) تر پښو لاندې کوي.

پردی بناءدادانتظار نه لری خبره نده چه امریکایی ،اروپایی  پاکستانی او ایرانی لڼدغران اوشاطران پاسی هرڅه چه وغواړی ،ووایی اوهرچاته وغواړی چی پر له ویز ی او پاسپورت راشی او دحکومت داجازی اوحوجودیت نه پرته هر چا سره او په هر ځای لار شی خبر ی اتری وکړی اوزمونږ په کورنیو چاروکی مستقیما لاس وهنه او مداخله وکړی ، څوک اومرجعی هم نشته چی مخ یی ډپ کړی اوونیسی او پر ځای یی کینولی ،ځکه چه خپل  ایجنتان او اجیرغلامان هم په ښارونوکی له ټول امکاتو اوبی بندوباره آزادی دموکراسی ترنامه  کینولی دی. خوپداسی حالت او نظامونو یوازی ولسونه دی چی باج او تاوان ورکوی او مصیبوتونواوبدمرغیو وزغمی .

لهذا امریکا اوملګرویی دافغان ملت سره نه یوازی ښه سلوک اوبی غرضه مرسته کړی ندی ، بلکه افغان ولس سره لوی جفا ترخیانت اوجنایت سرحده پوری چی تفصیل یی ددی بحث له حوصلی نه بهردی ،په بربند اوښکاره ټوګه داړه مارانو اوبدنامومعامله ګرانو سره دخپل پټواومرموزوموخود پلی کولو په خاطر مرسته او ملا تړکړیدی،اوکوی(  ادامه لری)