زنان و تولید علم در تاریخ تمدن اسلامی !

مقدمه زنان مسلمان ، از خانه تا دانشگاه ، از مسجد…

کودتای داوود؛ آغاز فصل پرآشوب تاریخ معاصر افغانستان

نویسنده: مهرالدین مشید کودتای  ۲۶ سنبله ۱۳۵۵ سرآغاز تراژدی نیم‌قرن افغانستان کودتای…

         وحدت خواست مبرم زمان است

هرکه دورافتاده شد ازاصل خویش  باز جوید روز گاری وصل خویش اصالت…

فن تفکر و تمرین فلسفه

درسنامه برای مدارس آموزش سیاسی پدیدآورنده و ویراستار: یوری نیکولاویچ آنتونوف…

بدخشان در محراق کارزار تبلیغات

سیاسی -- نظامی پاکستان ! ولایت بدخشان در شمالشرق ترین قسمت…

سفرنامۀ زندگی

رسول پویان نــوای نـی و نـغـــمـۀ آبـشار هـوای خوش و دامـن کهسار سـرود…

هه‌لو شهید جعفر

آقای "هه‌لو شهید جعفر" (به کُردی: هەڵۆ شەهید جەعفەر) شاعر…

پیاوړی او نومیالی لیکوال

له (ډاکټر طارق رشاد) سره چې پیاوړی او نومیالی لیکوال،…

دموکراسی در بستر سرمایه‌داری؛ فرصت‌ها، محدودیت‌ها و تناقض‌ها

نویسنده: مهرالدین مشید  رابطه دموکراسی و سرمایه داری؛ از همگرایی تا…

افغانستان زخمی؛ نیازمند همدلی و همگرایی

نویسنده: مهرالدین مشید تنوع قومی و مدیریت آن در چارچوب هویت…

شکسپیر 

« آن ‌جا که انسان برای نخستین ‌بار خود را…

وحدت نیروهای مترقی در روشنی  اصول و بدون آن

وحدت، یکی از نیازهای اساسی و اجتناب‌ناپذیر نیروهای مترقی، ملی…

دین و دموکراسی؛ از سازگاری ها تا چالش ها

نویسنده: مهرالدین مشید پرسش سازگاری دین و دموکراسی یکی از مهم‌ترین…

سه‌ شعر کوتاه از لیلا طیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

شب

شب همین نزدیک‌هاست و  ستارگان  گیسویشان را بر صورت ماه افشانده‌اند، در سکوتی…

پیامد های منفی ،تثبیت رتبه نظامی در ساختار های کشفی…

مقدمه . خداوند ( ج) در قرآن کریم چنین می فرماید…

چند شعر کوتاه از لیلاطیبی

انسان کلام سبز ترحم، جاری از گلوی خدا بود.  از یاد برده…

افغانستان؛ سرزمین فرصت‌های از دست‌رفته

نویسنده: مهرالدین مشید از اصلاحات امان‌الله خان تا چالش‌های پس از…

بیست سال امریکا غرب و ناتو درین سرزمین بساط خون…

افغانستان از تنگناهای خونین و ویرانگر عبور داده شده و…

تمنای رهایی

رسول پویان تبسـم حال خـوش در خاطر دل می کند جاری ولی…

«
»

افغان دولت هند ته څومره اړتیا لري؟

د کابل ــ ډهلي او کابل ــ اسلام اباد اړیکې

په داسې حال کې چې افغان حکومت د پاکستان له دوه ګوني سیاست نا هیلی شوی؛ اوس له تروریزم سره په سیمه ییزه مبارزه کې د پاکستان سیال هیواد (هند) طرف مخه کوي. تیره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر په هېواد کې له تروریزم سره د مبارزې په برخه کې د هندي چارواکو سره د خبرو په موخه دغه هیواد ته ولاړ. ویل کیږي چې د افغان هوايي ځواکونو لپاره د مرستې جلبول به د افغان او هندي چارواکو په خبرو کې شامل وي. پخواني ولسمشر حامد کرزي له هند سره یو امنیتي تړون لاسلیک کړی و چې له مخې یې باید هند؛ افغان پوځیان تجهیز کړي وای؛ خو د ګډ حکومت مشرانو وروسته له هغه چې له اسلام اباد سره یې د بې ګټو او تکراري اړیکو د یارانې تار وغځاوه ؛ د دغه تړون عملي کیدل یې هیر شول. د ګډ حکومت مشر اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته خپل لومړی سفر پاکستان ته وکړ او د هند په پرتله يې پاکستان سره اړيکې ډېرې خوږې کړې، چې دا کار يې د هند د ناخوښۍ لامل شو. له بده مرغه ګډ حکومت د پاکستان او هند تر منځ د اړيکو په ساتلو کې توازن نه دی ساتلی او له همدې امله هند د اشرف غني له کړنو ناخوښه ښکاري.

راځۍ دلته په څو ټکو کې د کابل ــ ډهلي او کابل ــ اسلام اباد اړیکې پرتله کړو

۱ــ هند که څه هم د تیرو حکومتونو په پالیسیو کې له پاکستانه وروسته ځای درلودلی دی خو هر وخت د افغانستان دوست پاتې شوی لاکن په مقابل کې یې پاکستان د افغان دولت د سیاست په سر کې ځای درلودلی او ورته بیلابیل یو طرفه امیازات ورکړ شوي دي خو پاکستان د دوست او ګاونډي په څېره کې هغه دښمن ثابت شوی چې تر ننه یې افغان دولت او ولس له شره په امان کې نه دی.

۲ــ هند د افغانستان په اقتصادي پیاوړتیا کې خپلې او د افغان ولس ګټې پاللې دي خو پاکستان بیا د افغانستان په ورانۍ، بربادۍ، جنګ، ورور وژنې، بې تفاقۍ، بې تعلیمۍ او دلته د جګړې د اور په تود ساتلو کې خپل ګټې ترلاسه کړي دي.

۳ــ هند په تیر کې له افغان دولت سره د پوهنې، ټرانسپورټ، برېښنا، تحصیلی بورسونو، د سړکونو پخولو، د پارلمان د ودانۍ جوړولو، د خوراکی موادو، ژمنیو مرستو او په ځینو نورو برخو کې مرستې کړيدي خو پاکستان مو بیا سړکونه، پلچکونه، ښوونځي، کلینیکونه، دولتي تاسیسات او زیربنايي پروژې د خپلو داخلي لاسپوڅو په لاس تخریب کړي دي.

اوس د هیواد وروستیو حالاتو او د کابل او اسلام اباد وروستیو اړیکو ته په کتو؛ که څه هم هند ته د افغانستان د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر سفر؛ په سیمه کې د تروریزم د ځپلو په موخه ؛ په پاکستان د سیاسي فشار لپاره دی؛ خو په ټوله کې ویلای شو چې دا کار به په سیمه کې د تروریستانو د پټنځایونو په له منځه وړلو کې اغیزمن واقع شي.

پوښتنه دا ده چې په اوس وخت کې؛ د کابل ــ ډهلي او کابل ــ اسلام اباد اړیکو کې افغانستان کوم یو ته ډیره اړتیا لري؟

لمړی : که تیرو څوارلسو کلونو ته وکتل شي؛ په ډاګه کیږي چې افغان دولت تر ډيره پاکستان ته یو طرفه امتیازات ورکړي دي خو پاکستان یې په مقابل کې خپلې تکراري ژمنې او له دوه مخۍ پرته بل څه نه دي ورکړي.

دویم : اوس مهال پاکستان په خپله په سیاسي انزوا کې د راګیر کیدو په حال کې دی او بل لور ته نړۍ هم د څو قطبي کیدو په لور روانه ده نو پاکستان ډار لري چې نور به د تروریزم سره د مبارزې په نامه له امریکا هیڅ مرسته ترلاسه نه کړي.

دریم : دلته په هیواد کې هم دننه د پاکستان لاسپوڅي او ګوډاګیان هم په څو ډلو ویشل شويدي چې ځينې یې د هند، ځينې د چین او ځینې یې روسیې په غیږه کې ځانونه اچولي دي او ددوې ګوډاګيتوب یې شروع کړی دی.

څلورم : هند خپلې ګټې د افغانستان په اقتصادي پياوړتیا کې وینې اما پاکستان یې په جګړه او نظامي برخه کې.

پنځم : هند د پاکستان په څېر د نورو لویو قدرتونو ګوډاګی نه دی بلکه په سیمه کې د یو قدرت په حیث راګندیدونکی دی او کولی شي چې افغانستان ته ګټور تمام شي.

نو د پورته پرتلې څخه دا پایله لاسته راځي چې افغان دولت باید د سیالو هیوادونو په ځانګړي ډول د هند او پاکستان تر منځ په اړیکو کې انډول په نظر کې ونيسي او تر ټولو غوره به دا وي چې د پاکستان په پرتله په هند تمر کز زیات کړي.

 

لیکنه : خوشحال آصفی