اقلیت های کامران، طردشدگان گناهکار؛ و دفاع میشل فوکو.

Michel Foucault (1926- 1984 ) آرام بختیاری فلسفه فوکو؛ ضرورت انحلال زندان…

افغانستان؛ قلب آسیا — سرزمینی که دردش از مرزهایش عبور…

Wahidullah Noorzai — Former Senior ANP/ANCOP Officer | Strategic &…

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او…

افغانستان؛ سرزمینی میان جغرافیا و تاریخ

چرا راه‌ها همیشه سرنوشت ما را تعیین کرده‌اند؟ گاهی برای فهم…

از اصلاحات تا شورش؛ چه بر سر انقلاب ثور افغانستان…

https://www.youtube.com/watch?v=l0ow4OzGHJQ https://www.youtube.com/watch?v=Hyq-bga7Suc https://www.youtube.com/watch?v=tOXvTwiDiOM https://www.youtube.com/watch?v=H1Qje9nj1e0 https://www.youtube.com/watch?v=oaAMDDVRm44 دوم سپتامبر ۲۰۲۶، پنجمین جلسه از سلسله گفت‌وگوهای ما با…

وقتی دین و فلسفه به ایدئولوژی بدل می‌شوند

 نویسنده: مهرالدین مشید ایدئولوژیک شدن دین و فلسفه؛ آغاز فاجعه دین و…

انتقاد،اعتراض، پاڅون او بغاوت

عبدالصمد ازهر                 …

دل « قلب » چیست؟ 

برهان الدین « سعیدی » دل نباشد غیر آن  دریای نور…

افغانستان؛ کشوری که توسعه در آن چند بار متوقف شد

نگاهی تاریخی و فرهنگی به «آغازهای ناتمام»، از دولت‌سازی تا…

نــذر

سعید، ماشینش را جلوی در ورودی امامزاده پارک کرد. پیاده…

انشاء

خانم "میر"، معلم کلاس سوم "شهید شمسه"، رو به دانش‌آموزان…

اسراف

"رها" دست مادرش را سفت گرفته بود، که در شلوغی…

از افغانستان تا هرمز؛ وقتی بحران‌های منطقه به یک زنجیره…

وحیدالله نورزی Wahidullah Noorzai Former Senior ANP/ANCOP Officer | Field Strategist |…

عدالت در اسلام !

شیخ الاسلام امام ابن تیمیه می گوید . ان الله…

 افغانستان در بن‌بست پیچیده؛ روزنه‌های امید برای گشایش

 نویسنده: مهرالدین مشید قومی‌سازی جنگ؛ ترفند طالبان برای بقای انحصار قدرت  این…

مکثی بر طرح «ضرورت عقلانیت سیاسی، واقعبینی و گفتگوی سیاسی»

نوشته از بصیر دهزاد برای اولین بار است که ، بعد…

  نوستالژی انقلابی رمانتیسم فقرو بیچارگی

Victor Hugo (1802- 1885 ) آرام بختیاری آثار هوگو؛ مدرن، روشنگر، اخلاقی،…

فراتر از فروپاشی: چرا دولت‌ها پیش از سقوط، از درون…

تحلیلی نهادی از افغانستان و منطق سرایت بحران در منطقه وحیدالله…

من مسئول اعمال خودم هستم، نه مسئول اشتباه هم‌تبارانم

 نور محمد غفوری اگر سخنانی که از نام رحمت‌الله نبیل در…

جوردانو برونو ( بخش دوم ) 

« اندیشه‌ای فراتر از مرزهای زمانه »  تهیه و تدوین :…

«
»

د فکر خونه یا (Think Tank) څه ته وایي؟

نور محمد غفوری

د سیاسي، ټولنیزو، علمي او اقتصادي ډلو او بنسټونو ترمنځ، په ځانګړي ډول د ځوان نسل په منځ کې، د فکر خونو (Think Tanks)  جوړول او تنظیمول په یوه مخ پر ودې دود بدل شوي دي. خو له بده مرغه، یو شمېر تازه‌کار او نوي راټوکېدلي کسان لا هم د دغو بنسټونو له تاریخي ماهیت، د فعالیت له طریقو او د اغېزمنتیا له ساحو سره لازمه بلدتیا نه لري. هیله ده چې لاندې لنډ معلومات د دې برخې د کارکوونکو او د عملي چارو د سمبالوونکو لپاره ګټور او لارښود وګرځي.

د فکر خونو تاریخي شالید

د بشري تاریخ په اوږدو کې، آن له میلاد څخه وړاندې، د متخصصو او متفکرو ډلو د راټولېدو، د بېلابېلو مسایلو د تحلیل او د ستونزو لپاره د حل‌لارو او وړاندیزونو د وړاندې کولو بېلګې موجودې وې. دغو ډلو به د سیاسي او نظامي مشرانو لپاره د مهمو موضوعاتو په اړه مشورې او نظریات وړاندې کول.

د لرغوني یونان نامتو فیلسوفانو، لکه افلاطون او ارسطو، د علمي او فکري فعالیتونو د لا ښه تنظیم او پرمختګ لپاره اکاډمۍ او علمي محفلونه رامنځته کړل چې د بېلابېلو موضوعاتو په څېړنه او ارزونه یې تمرکز درلود او خپلې پایلې یې له واکمنانو او تصمیم‌نیونکو سره شریکولې.

په منځنیو پېړیو او د رنسانس په دوره کې هم د اروپا شاهي دربارونو له مشاورانو، متفکرانو او پوهانو څخه مشورې غوښتې او د مهمو پرېکړو پر مهال یې د هغوی له نظریاتو څخه ګټه اخیسته. خو د فکر خونه (Think Tank) د یوه مشخص مفهوم او رسمي بنسټ په توګه په شلمه پېړۍ کې رامنځته او په تدریجي ډول یې وده او تکامل وکړ.

د فکر خونه څه شی ده؟

د «د فکر خونې» (Think Tank) اصطلاح هغې ډلې، سازمان یا بنسټ ته ویل کېږي چې غړي یې په تخصصي او مسلکي توګه د بېلابېلو سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، فرهنګي او علمي موضوعاتو پر څېړنه، تحلیل او علمي ارزونه بوخت وي.

د فکر خونو اساسي موخه د نویو او ابتکاري نظریاتو، عملي حل‌لارو او مسلکي وړاندیزونو تولیدول دي، څو د بېلابېلو برخو له تصمیم‌نیونکو، سیاست‌والو او سیاست‌جوړوونکو سره مرسته وکړي.

هر دولت، سیاسي سازمان، لوی شرکت او یا غیرانتفاعي بنسټ کولای شي، د اړتیا او موخې له مخې، د بېلابېلو نومونو لاندې د فکر خونه رامنځته کړي. د فکر خونې کېدای شي له دولتونو، غیرانتفاعي سازمانونو، شرکتونو او یا نورو بنسټونو سره تړاو ولري او یا په خپلواکه توګه فعالیت وکړي.

سره له دې چې د دغو بنسټونو دندې، څېړنیزې ساحې او نومونه له یو بل سره توپیر لري، خو د ټولو اساسي دنده دا ده چې د تصمیم‌نیونکو لپاره دقیق تحلیلونه، هراړخیزې څېړنې او تخصصي مشورې وړاندې کړي.

له همدې امله باید په پام کې ونیول شي چې د یوې واقعي، پیاوړې او اغېزناکې فکر خونې د جوړولو لپاره لیکوالانو، مدیرانو، پوهانو، متخصصانو، څېړونکو، شنونکو او با تجربې او پخو کادرونو ته اړتیا ده؛ څو موجودې ستونزې او ننګونې، فرصتونه او راتلونکي احتمالات په علمي او مسلکي توګه وڅېړي او د هغو لپاره ابتکاري، عملي او ارزښتناک وړاندیزونه وړاندې کړي.

همدارنګه باید په پام کې ولرو چې د نوې ټکنالوژۍ، ډیجیټلي وسایلو او معلوماتي سیستمونو ظهور د فکر خونو پر فعالیتونو او د هغوی پر کاري طریقو د پام وړ اغېز کړی او د دوی د کار په بڼه کې یې مهم بدلونونه راوستي دي.

د فکر خونو فعالیت او ننګونې

د فکر خونو فعالیتونه معمولاً د تخصصي بشري ځواک او مسلکي کادرونو شتون ته اړتیا لري. له همدې امله، دغه بنسټونه د مالي ملاتړ د جلبولو، د تمویل یا فاند د ترلاسه کولو او د خپلو تولیداتو او څېړنیزو محصولاتو د وړاندې کولو او بازار موندنې په برخه کې له جدي سیالۍ سره مخامخ وي. سربېره پر دې، ډېری د فکر خونې له بېلابېلو سیاسي فشارونو او محدودیتونو سره هم مخ کېږي.

د فکر خونو تاریخ ښيي چې دغو بنسټونو د شلمې او یوویشتمې پېړۍ په اوږدو کې د پالیسۍ جوړونې او تصمیم‌نیونې په برخه کې ورځ تر بلې زیاتېدونکی رول خپل کړی دی. د فکر خونې د شلمې پېړۍ په پیل کې له عادي مشورتي بنسټونو څخه په تدریجي ډول په داسې مهمو فکري او څېړنیزو بنسټونو بدلې شوې چې د نړۍ په کچه د اوسنیو او راتلونکو سیاستونو په تحلیل او د پالیسۍ په وړاندې کولو کې مهم رول لري.

نن ورځ دغه بنسټونه په نړیواله او کورنۍ کچه د سیاست‌جوړونې په بهیر کې د پام وړ ونډه لري.

د فکر خونو نوم او اصلي محتوا

د فکر خونې ته کېدای شي د بېلابېلو نومونو له مخې اشاره وشي، خو د یوه څېړنیز او فکري سازمان په توګه یې اساسي محتوا هماغه پاتې کېږي:  د څېړنې، علمي تحلیل او تخصصي ارزونې له لارې د تصمیم‌نیونې او سیاست‌جوړونې د بهیر پیاوړتیا.

دغه بنسټونه معمولاً پر کورنیو او نړیوالو سیاستونو او تصمیم‌نیونو د پام وړ اغېز لري او د دوی څېړنې او تحلیلونه د سیاست‌جوړوونکو، رسنیو، پوهانو او نورو اړوندو بنسټونو له خوا کارول کېږي.

لکه څنګه چې وویل شول، د فکر خونه یوه څېړنیزه ډله یا سازمان دی چې په بېلابېلو برخو، لکه سیاست، اقتصاد، امنیت، ټولنیزو علومو، ټکنالوژۍ، چاپېریال ساتنې او فرهنګ کې د نظریاتو تولید، د پالیسیو تحلیل او د عملي وړاندیزونو وړاندې کولو ته کار کوي.

دغه بنسټونه معمولاً له څېړونکو، متخصصانو، پوهانو او د بېلابېلو علمي او مسلکي برخو له کارپوهانو څخه جوړېږي چې د اوسنیو او راتلونکو موضوعاتو او ستونزو ژوره څېړنه او تحلیل کوي، څو د تصمیم‌نیونکو او سیاست‌جوړوونکو لپاره پر شواهدو او دقیقو څېړنو ولاړې حل‌لارې وړاندې کړي.

د فکر خونو دنده د علمي څېړنې او د سیاست‌جوړونې د عملي بهیر ترمنځ د یوه فکري او علمي پُل په توګه، دغو بنسټونو ته دا زمینه برابره کړې چې د نړۍ د مهمو سیاستونو او پرېکړو په جوړولو کې د پام وړ رول ولوبوي.

د فکر خونې د جوړولو اړتیاوې

د یوې فکر خونې جوړول، که هر نوم ورته غوره شي، دقیقې طرحې، مناسبې سرچینې، روښانه موخې او منظم مدیریت ته اړتیا لري.

د فکر خونې د جوړولو لومړنی ګام د هغې د روښانه ماموریت او لیدلوري ټاکل دي. باید په څرګنده توګه معلومه شي چې دغه فکر خونه به په کومو برخو کې فعالیت کوي؛ د بېلګې په توګه، سیاست، اقتصاد، چاپېریال، امنیت، یا د تفاهم او ملي اجماع د رامنځته کولو په برخه کې.

همدارنګه باید څرګنده شي چې دغه فکر خونه په لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله پړاوونو کې کومو پایلو او کوم ډول اغېزمنتیا ته رسېدل غواړي.

له دې وروسته، د متخصصې او مسلکي ډلې جوړول، د مالي سرچینو برابرول، د مناسب اداري او حقوقي جوړښت رامنځته کول، د مسلکي او باصلاحیته کسانو جذب، د بېلابېلو کاري کمېټو لپاره د لازمې ملاتړ شبکې جوړول، د بازار موندنې او څېړنیزو وسایلو برابرول، له علمي او څېړنیزو بنسټونو، پوهنتونونو او اکاډمیو سره د اړیکو او همکاریو رامنځته کول، د مناسب دفتر برابرول، علمي او څېړنیزو سرچینو ته لاسرسی او نور اړین موارد، د یوې پیاوړې فکر خونې د جوړولو له مهمو اړتیاوو څخه دي.

پایله

د پورته مراحلو په پام کې نیولو، د مناسبې کاري تګلارې په جوړولو او د یوه پیاوړي بنسټ په رامنځته کولو سره، د فکر خونه کولای شي د بېلابېلو موضوعاتو په څېړنه او تحلیل، د ستونزو په تشخیص او د تصمیم‌نیونې لپاره د عملي او اغېزناکو حل‌لارو په وړاندې کولو کې مهم او مؤثر رول ولوبوي.

په حقیقت کې، یوه پیاوړې فکر خونه یوازې د نظریاتو د تولید ځای نه ده؛ بلکې هغه علمي او فکري بنسټ دی چې څېړنه له عمل، فکر له سیاست، او پوهه له تصمیم‌نیونې سره نښلوي.

غفوري

06.09. 2026